حامد کرزي سره د لومړي پړاو ملګري ټول ولاړ دي

پرون دويم پړاو ته د ټاکنو د لويدلو د اعلان څخه مخکې هېوادمشر کرزي د خپلو پلويانو سره غونډه لرله. په غونډه کې د کرزي ټول هغه ملاتړي ناست وو چې له نوموړي څخه یې په لومړي پړاو کې ملاتړ اعلان کړی و.

په غونډه کې یو ناست د حامد کرزي ملاتړي ټول افغان ته وویل چې ناستو ټولو کسانو له حامد کرزي څخه په دويم پړاو کې د کلک ملاتړ اعلان وکړ او همدا اعلان د دې لامل شو چې کرزی دويم پړاو ته د ټاکنو غځېدل ومني.

سرچينې ټول افغان ته وویل چې د همدې غونډې له امله پرونی مطبوعاتي کنفرانس له ۲ بجو څخه د مازديګر ۵ بجو ته وروسته شو.

له بله پلوه په کندهار کې قومي مشرانو غونډه کړې ده او له حامد کرزي څخه یې د ټاکنو په دويم پړاو کې ملاتړ اعلان کړی دی.

د يادولو ده چې په د کندهار په شمول په ټولو جنوبي سيمو کې د بيا ټاکنو امنيت لويه اندېښنه ده. د لومړي پړاو په ټاکنو کې هم ډېرو خلکو برخه وانخيستله او په ډېرو سيمو کې د ټاکنو په ورځ توغندي ورېدل.

له نيم څخه زيات د ټاکنو سيمه ييز چارواکي له کاره ګوښه کړای شول

د ملګرو ملتونو د وياند عليم صديق له خولې ليکلي چې د ټاکنو د ۳۸۰ سيمه ييزو دفترونو له جملې څخه یې د ۲۰۰ دفترونو مشران چې د لومړي پړاو د ټاکنو په لړ کې پرې د درغليو او فساد تورونه وو له دندو ګوښه کړي او پرځای یې نور کسان ټاکلي دي.

عليم صديق ويلي دي چې دا کار یې د دويم پړاو د ټاکنو څخه دمخه د ټاکنو د شفافيت په موخه کړی دی.

د ويلو ده چې د ټاکنو خپلواک کميسيون ته ډېرې لوجستيکي ستونزې په مخ کې دي. د ټاکنو ټولو محلونو او مرکزونو ته په ۱۴ ورځو کې د ټاکنو د پاڼو او صندوقانو رسول یو ستر چيلنج دی. په دومره لنډه موده کې د امنيت ټينګول او ژمي په سړه هوا کې ټاکنې کول هم چيلنجونه دي.

عليم صديق رويټرز ته ويلي دي: ((د رايو مواد ټول اوس په هېواد کې دي، په [کارتنونو] کې بند دی، او ولاياتو ته د لېږلو لپاره تيار دي)). معلومه نه ده چې د رايو پاڼې هم په دې موادو کې شاملي دي او که پس له دې به چاپېږي.

عليم صديق وايي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون او ناټو نن ناسته لري چې د دويم پړاو ټاکنو ته تياری وڅېړي.

تـــورغــر يو کلن شو مبارک مو شه : دتورغر بنسټ ايښودونکي

د دنیا د بام د اوسېدونکو تصویري راپور

د پامیر یا د دنیا د بام اوسېدونکي ،چې په خټه افغان قرغیزان دي ، د افغانستان له ټولو ښو اوبدو تحولاتو په امان پاته شوي .دوی د چین،پاکستان اوتاجکستان ترمنځ د پامیرپه لوړو کې اوسي .

 فوټو ژورنالیست ماتیوپلي دې لېرې سیمې ته چې نه د حکومت او نه هم د حکومت د مخالفانو ګامونه رسېدلي ،تللی او د هغوی د ژوند په اړه یې دا تصویري راپور چمتو کړی دی .د هغه دا تصویري راپورپه لوفیګارو کې خپورشوی وو.

ښځې هرسهارکنګل شویوچینوته ځي.دوی  چاي،څښاک اوپخلي ته د پاکو اورڼو اوبو لپاره یخی ماتوي .

داښځه د کلي د ارباب د حرمسرای غړې ده .ارباب ته پاچا هم وايي.دا ښځه هڅه کوي چې د دې لرګي په وسیله کنګل مات کړي او اوبه ترې یوسي.

په خټه قرغیزافغانان دوبی په خپلو کپویا جونګړو کې تېروي خود ژمي خورا سخته یخني په جونګړو اوخونو کې تېروي چې په مځکه کې یې کیندلي اولېمڅي یې پکې غوړولي وي .

دا هم د پامیریوه پېغله ده چې خپل سیمه ییزکالي یې اغوستي دي .

دا کمکۍ قرغیزه نجلۍ په خپل ژمني کور کې وینئ چې ترمځکې لاندې دی .

دوی په دې وچو اوشاړو دښتو کې څاروي څروي .مالداري د دوی د ګوزارې اصلي منبع ده - قرغیزان کابو یونیم سل کاله پخوا دې سیمې ته راکډه شوي دي .

د دې رمې په څنګ کې د افغان قرغیزانو کپې وینئ چې په دوبي کې د هغوی استوګنځي دي

د واخان اوپامیراوسېدونکي چې له دوا او ډاکتره لېرې ول ،په پخوا وختونو کې تریاک د درد د کرارولو لپاره استعمالول خواوس تریاک د دوی په یوه نه پرېښودل کېدونکي عادت بدل شوي - دوی تریاک نه یوازې د دردونو د تسکین لپاره استعمالوي بلکې د خپل ژوند د کړاوونو اوسختیو د هېرولو دوا یې هم بولي.

د دې قبیلې ټول سړي اوښځې تریاک استعمالوي او د تریاکو سوداګرتردې ځایه د ځان رسولو لپاره لس ورځې پلی مزل کوي .دوی یوکیلوتریاک د دې سیمې پر اوسېدونکو باندې په سل امریکايي ډالرو خرڅوي .

غژګاو د دې سیمې د خلکو په ژوند کې مهم رول لري-په ژمي کې چې هوا ترصفرشل درجې ټیټه وي،د واخان په سیمه کې چې هرځای یې کنګل وي ،د تګ راتګ یوه مهمه وسیله غژګاو ګڼل کېږي.

یوافغان قرغیزماشوم چې خپل قومي کالي یې په تن دي .قرغیزستان اوقزاقستان له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکي له ترلاسه کولو وروسته افغان قرغیزانو ته د پناه او مځکو ورکولو وړاندیز وکړ خو د افغانستان د هماغه وخت حکومت ورسره مخالفت وکړ.

د دې سیمې اوسېدونکي عموماً د تریاکو له څکولو وروسته  ټینګ تورچای څښي

دا معصومه نجلۍ د عکاس کامرې ته حیرانه شوې - د هغوی په جامو کې له پېړیو راهیسې هیڅ بدلون نه دی راغلی .

دې نجلۍ یو وری په غېږکې نیولی.دا کوچی قوم له سمندر څخه څلورزره سل متره لوړ ، د پامیرپه غرونو کې اوسي.د پامیرپه لوړو غرونو کې اکسیجن کم دي.په ژمي له واورو او کنګلونو پرته پکې څه نه لیدل کېږي خو په دوبي یې دښتې شنې  اوښکلې وي .په وروستیو کلونو کې پاکستان اوتاجکستان له دې جیوپولیټیکې سیمې سره خپلې پولې بندې کړي او کلکه څارنه یې کوي ؤد همدې لپاره د دې سیمې خلک اوس مجبوره شوي چې د غلې دانې په خاطرپه خپله زراعت ته مخه کړي .



دا چینايي ځوان سره پانوسونه د چین د ولسي جمهوریت د تاسیس د شبېتمې کالیزې په ویاړ د جوړېدونکې جشن لپاره د پیکینګ په ښار کې له ځان سره وړي .د اکتوبر د چین د ولسي جمهوریت د تاسیس شپېتمه کالیزه وه - عکس د اې پي

د جرمني ترانتخاباتو مخکې د صدراعظمې انګیلا میرکل یو تبلیغاتي پوسټرچې پسونه ترې راچاپېرشوي دي
په بلجیم کې د شیدو تولیدوونکود سپټمبر په شپاړسمه( د اروپايي اتحادیې له لوري د لبنیاتو لپاره د ټاکل شویو بیو په اعتراض کې تر درې ملیون لیتره زیاتې شیدې  د بلجیم سیني ښار ته نژدې په دې کرونده کې په دې ډول تویې کړې اوخپل اعتراض یې څرګند کړ

د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیرډیویډ میلبندپه ډاونینګ ستریټ(په لندن کې د صدراعظم د دفتر کوڅه) )کې له یوه ګرځنډه ایس کریم پلورونکي څخه ایس کریم اخلي.دا ایس کریم پلورونکی د ایزارډ خیریه موسسې پورې تړاو لري

د بدخشان د فیض اباد په غرنۍ سیمه کې یو جرمنی عسکر د شپې د ګزمې په ترڅ کې د خپلې زوکړې څلوردېرشمه کالیزه لمانځي .هغه پر یوې کولچې شمعه لګولې خو مالومه نه ده چې په کومو چورتونو کې ډوب دی

د بریتانیا په لوېدیځ کې د بلکپول بندپه ساحل کې د سلطنتي قطعې سپاره سرتېري په اوبو کې اسونه ځغلوي

یو افغان د کابل په یوه پارک کې (چې موږ ته څرګند نه شو کوم پارک دی)کوترو ته دانه اچوي

د نړۍ ترټولو لوړ انسان سلطان کوزن د لندن د ټیمز سین په غاړه له خپل ورور سره وینئ- سلطان کوزن دوه متره او شپږشپېته اعشاریه پنځه ساتنۍ ونه لري

زمونږ په راتلونکي لوبئ


د ملګروملتو د سرمنشي خاص استازی کای ایدې د رای ورکولو مرکزونه له نژدې ولیدل

د هررای ورکوونکي ګوته رنګول کېږي

انتخاباتي مسوولان د رای ورکولو بهیرڅاري اورای ورکوونکوته د ولایتي شورا او ولسمشرۍ د کاندیدانورای بکسونه ورښيي

د ولسمشرکرزي مېرمن زینب کرزی

مېرمن زینب کرزی

 

امنیتي ځواکونه د امنیت لپاره د موټرو تلاشي اخلي

رای ورکوونکي د خپلې خوښې وړ کاندید په پټه په نښه کوي

په هرات کې ښځینه پولیس تلاشۍ ته ګومارل شوې

 

ډاکتراشرف غني احمدزی تررای اچولو وروسته خپل کارت ته ګوري

ډاکتراشرف غني احمدزي صندوق ته رایه اچولې

 

دخپلې خوښې کاندید پیدا کول غورغواړي

د انتخاباتو کارکوونکي هم د کاندیدانو اوږد لیست حیران کړي

درې مهم کاندیدان

بشردوست هم مطرح کاندید دی

عبداالله

ډاکتراشرف غني احمدزی

دا عکس د انتخاباتو په ورځ اخیستل شوی

په کابل کې د بهرنیو بیړنۍ غونډې

رارسیدلي خبرونه په کابل کې د یو شمیر سفیرانو تر منځ د افغانستان د حکومت پر برخلیک د غونډو خبره کوي.

دا غونډې تیره شپه په دې پسې جوړې شوې چې د انتخاباتي شکایتونو کمسیون مختلفو رسنیو ته وویل چې د ولسمشر حامد کرزي د راییو فیصدي تر پنځوسو راټیټه شوې ده.

د ولسمشر کرزي د انتخاباتي مبارزې ویاند وحید عمر مخکې ویلي و چې حامد کرزی به دا ونه مني چې انتخابات دې دوهمې مرحلې ته ولاړ شي او داسې ویل کیږي چې د انتخاباتو پر خپلواک کمسیون فشار دی چې رسمي نتیجې اعلان نه کړي. که چیرته دغه کمیسون خپلې پایلې ژر ترژره اعلان نه کړي نو بیا ګرانه ده چې له اکتوبره وروسته دې انتخابات ترسره شي.

خو په کابل کې د بهرنیو سفیرانو خبرې اترې ښایي ژر تر ژره روښانه شي. ویل کیږي چې د امریکا سفارت هڅه کوي چې حامد کرزی وهڅوي چې د انتخاباتو نتیجه ومني، همداراز د فرانسې ورته کوشش دی.

د ولسمشر کرزي د انتخاباتي مبارزې ویاند وحید عمر بیا وایي چې دا د بهرنیو کار نه دی چې نتیجه وړاندې کړي.

د افغانستان برخلیک د درېیو بهرنیانو په لاس کې

له څه مودې راهیسې د افغانستان د انتخاباتو پر سر ناندریو نړیوال او افغانان دواړه سربډاله کړې دي، ټول په دې تمه دي چې د انتخاباتي شکایاتو د کمیسیون له سر پټي دیګ نه به څه راووځي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چې کله دیوه قانوني فرمان له مخې د حامد کرزي له خوا رامنځته کېده نو هغه مهال ښایي حامد کرزی ډاډه و چې ګوندې نړیوال یې ملاتړي دي، خو اوس چې دنیا د حامد کرزي د ځینو نیمګړتیاو پر ضد ده، نو دا مهال د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم کرزي ته د لستوڼي د مار په څېر سر را اوچت کړی. دا چې ولې دې کمیسیون ته د هېواد برخلیک په لاس ورکړل شو، په دې تېرو اوبو پسې به بېل نه را اخلو، خو اوس چې انتخاباتي کمیسیون کومې ستونزې جوړولای شي او کومي قانوني خلاوې رامنځته کولای شي دا نو د چا خبره له عقله لرې خبرې دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چې دوه غړي یې افغانان او درې یې بهرنیان دي، هغه مهال د کرزي د ډلې تر ګوزارونو لاندې راغلل کله چې په انتخاباتو کې د درغلیو مسله رامنځته شوه، هغه وخت لا ابتدایي نتیجې هم نه وې اعلان شوې، په افغانستان کې ځینو سیاسي کارپوهانو یو ډېر مهم راز د افغانستان خلکو ته افشا کړ، هغه راز دا و چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړی کیپن، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی هالبروک او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سکرتر جنرال ځانګړی استازی کای ایډي درې هغه خطرناک لوبغاړي دي چې د بوسنیا په تجزیه کې یې مهم لاس درلود. دغو لوبغاړو په پیل کې له ځینو کاندیدانو سره لیدنې کتنې پيل کړې، چې له یوې خوا یې ګاونډیان پر افغانستان بدګومانه کړل او له بلې خوا یې د حامد کرزي زړه ته هم ویره ور واچوله.

د ګاونډیانو د بدګومانۍ خبره مې ځکه یاده کړه، چې دا مهال د غربي هېوادونو استازي، سفیران او نور لوړپوړي چارواکي داسې په خلاص مټ یوې او بلې خوا ته ځي ته به وایې افغانستان ددوی د هېوادونو یوه برخه ده، اوسمهال د افغانستان د وضعې د خرابۍ یو لامل دا هم دی چې زموږ ګاونډیان متناسب حقوق نه لري، که چېرې د امریکې دسفیر په څېر د ایران، پاکستان او نورو هېوادونو سفیران هم یوې او بلې خوا ته خپلسري منډې پیل کړي نو ښایي د امریکې چیغه اسمان ته ورسېږي. په هر حال دا موضوع به د هېوادوالو قضاوت ته پرېږدو.

هغه څه چې اوسمهال د اندېښنې وړ دي هغه د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د کار پایله ده، ویل کېږي چې دوی په خپلو کارونو کې دوه افغان غړو ته صلاحیت نه ورکوي، ځکه د بهرنیانو شمېر هم په کمیسیون کې زیات دی او هم په لاندې پوسټونو کې، ښایي همدا یې یو لامل وي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون یو غړی مصطفی بارکزي خپله استعفی اعلان کړه.

دا څو ورځې کېږي چې د انتخاباتو کمیسیون پرله پسې چیغې وهي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پر خپلو کړو وعدو وفا نه کوي، هره ورځ او هر ساعت د انتخاباتو کمیسیون ته د خپلې څېړنې او ارزونې د لېږلو ژمنه کوي خو د وخت په تېرېدو معلومېږي چې پایله بیا هم کومې سیاسي جوړ جاړي او یا ګډوډۍ ته منتظره ده.

هغه پوښتنې چې له افغانانو سره دي هېڅوک یې هم ځوابولو ته حاضر نه دي، افغانان غواړي پوی شي چې ایا په رښتیا هم په انتخاباتو کې درغلۍ شوي او که نه، د درغلیو د معلومولو کره دلایل او معیارونه باید ورته روښانه شي، که چېرې درغلي شوې ده نو بیا خو انتخابات باید باطل اعلان شي او درغلي کوونکو ته د قانون له حکمونو سره سم سزا ورکړل شي.

خو پوښتنه داده چې سزا به څوک ورکوي، د اصولو له مخې د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمیسیون باید درغلي کوونکي معلوم کړي او بیا یې عدلي او قضایي مراجعو ته ور وپېژني، ایا خارجیان دا صلاحیت لري چې پر سترې محکمې امر وکړي، ایا خارجیان دا واک لري چې جمهور ریس او یا د هغه ملاتړي د درغلیو په تور محاکمه کړي، دا نو هغه ګونګې پوښتنې دي چې تر اوسه پورې نه د انتخاباتو کمیسیون او نه هم نورو عدلي او قضایي مراجعو ورته ځواب ویلای دی.
د مطبوعاتو له قوله اوسمهال یو شمېر بهرني استازي په دې کار کوي چې حامد کرزی دویم ځلي انتخاباتو ته حاضر کړي، خو دویم ځل انتخابات هم کېدلای نه شي، ښایي له عبدالله سره داسې خبرې شوې وي چې حامد کرزي ته تېر شي او په قیمت کې یې په واک کې ځان شریک کړي.

همدا نن داسې اوازې او انګازې وې چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به د خپل کار نتیجه د انتخاباتو کمیسیون ته ولېږي، خو وروسته بیا کوم جنجال پیدا شو، وروسته د امریکې سفیر ایکن بیري په بېړني ډول د افغانستان پارلمان ته لاړ او هلته یې له ځینو وکیلانو سره د دویم ځل لپاره وکتلې. له دې معلومېږي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون بې طرفه عمل نه کوي، ها خوا د انتخاباتو کمیسیون اعلان کړی و چې ددوی له تصدیق پرته د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون کار کومه خاصه نتیجه نه ورکوي، ویل کېږي چې تېره ورځ د انتخاباتو د کمیسیون د ریس پر لکۍ هم پښه ایښودل شوې او اوس یې خپله خبره تصحیح کړې او ویلې یې دي چې په څلوروېشتو ساعتونو کې به نتیجه اعلان کړي، دا چې څه ډول حکومت به راځي دا به وروسته روښانه شي ځکه په افغانستان کې دچارواکو سیاسي دریځ هره لحظه بدلېدلای شي ځکه خو قضاوت کول هم پرې اسانه کار نه وي. هغه څه چې روښانه دي او موږ پرې پوهېږو هغه دا دي چې د شاعر خبره :
څومره چې زه یمه خبر له ملکه
دمشوړې سر دی بهر له ملکه

کاوون- کابل

ايران د سيستان بريد پړه پرپاکستان واچوله

په داسې حال کې چې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد پر پاکستان تور لګولی، چې د سيستان بريد په سنبالښت کې د پاکستان لاس و، پاکستان د ايران دا تور رد کړی دی .

تېره ورځ د ايران په سيستان ايالت کې د ايران د انقلابي ساتونکي ځواک پر پوځي قوماندانانو او قامي مشرانو بريد وشو، چې له امله يې د جګپوړو قوماندانانو په ګډون تر څلوېښتو ډېر کسان ووژل شول .

د ايران ولسمشر پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې په بريد کې تورن کسان ونيسي او ايران ته يې وسپاري :

((زه د پاکستن له حکومته غواړم چې د دغه جنايت د اصلي تورنو په سپارلو کې ځنډ ونه کړي، هغه چې پاکستان ته تللي . موږ خبر يو چې له بده مرغه ځينو افسرانو له دوی سره په پاکستان کې مرسته کړې ده .))

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند له پاکستاني رسنيو سره ويلي چې : ((پاکستان د ايران د ننه په ترهګريزو فعاليتونو کې هېڅ ښکېل نه دی، بلکې موږ دا ډول وحشيانه عمل غندو .))

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني هم د سيستان دغه بريد غندلی دی

نور علي شوشتري

د ايران رسمي (فارس) خبري اژانس د ولسمشر محمود احمدي نژاد له خولې خبر ورکړی، چې : ((داسې معلومات رارسېدلي، چې د تېرې يکشنبې ورځې په بريد کې د پاکستان د امنيتي عناصرو لاس و، موږ حق لرو چې له پاکستاني چارواکو څخه د تورنو کسانو د راسپارلو غوښتنه وکړ و . ))

محمود احمدي نژاد

خو د پاکستان ولسمشر ايران بايد د دې تور په اړه خپل وخت ضايع نه کړي، چې ګني په دغه بريد کې پاکستاني عناصرو لاس درلود .

ايران د سيستان تر بريد وروسته واشنګټن او برتانيا هم په دغه بريد کې ښکېل وبلل .
د ايران تلوېزيون د انقلاب ساتونکي ځواک له خولې يوه اعلاميه خپره کړه چې پکې د بريد پړه پر بهرنيو عناصرو وراچول شوې وه .

د فارس خبري اژانس د اعلاميې له مخې ويلي وو چې په دغه بريد کې د هغو سترو ترهګرو ډلو لاس و، چې امريکا او د هغې پلوۍ برتانيا يې ملاتړ کوي .

ايران د دغه بريد د غچ اخيستو ګواښ هم کړی دی .

 

امریکا په افغانستان کې پر خپلو پوځي اډو میلیارډونه ډالر لګوي

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې امریکایي پوځیان په افغانستان کې میلیارډونه ډالر لګوي او یو شمیر پوځي ځایونه او د عسکرو لپاره ځایونه جوړوي.

د ورځپاڼې په وینا دا کارونه په دوه زره لسم کال او له هغه وروسته د امریکا د عسکرو د تسهیلاتو لپاره کیږي.

واشنګټن پوسټ څرګندوي چې تر اوسه په دغو پروژو امریکا دوه اعشاریه اووه میلیارډه ډالر له تیرو دریو کلونو راهیسې مصرف کړې دي او که چیرته کانګرس موافقه وکړي یو اعشاریه درې میلیارډه نور ډالر به په افغانستان کې په څلویښتو ځایونو کې مصرف کړي.


د بګرام په هوایي ډګر کې د مساپرو د لیږد لپاره امریکا دریش میلیونه ډالر بیل کړې دي. په بګرام کې د دې پروژې تر څنګ پر یو لړ نورو پروژو کار د دوه زره یولسم کال تر لومړیو ښایي دوام وکړي.

امریکا همداراز غواړي چې د افغان پوځیانو لپاره ځایونه جوړ کړي په دې لړ کې یې د افغانستان په لویدیځ کې د ایران پولې ته نژدې د اته شپیته میلیونه ډالرو په لګښت د افغانستان د یوې پوځي فرقې لپاره تاسیسات جوړ کړې دي.

طالبان په وزیرستان کې مقاومت کوي

په جنوبي وزیرستان کې جګړه د دریمې ورځې په مخه روانه ده او پاکستاني عسکر په دریو جبهو کې له طالبانو سره په جګړو کې ښکېل دي.

عسکر وایي چې تراوسه دوی ته لږ تلفات اوښتې دي خو شاوخوا شپیته تنه وسله وال طالبان یې وژلي دي. طالبانو بیا رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د دوی تلفات کم دي او عسکر یې ډیر وژلي دي. طالبان همداراز ژمنه کوي چې تر وروستۍ سلګۍ به جنګیږي.

له سیمې رپوټه راغلي دي چې عسکرو چې په لومړي ګام کې کومې سیمې لاندې کړې وې لا هم همهلته دي. دوی د مکین په سیمې کې له سخت مقاومت سره مخامخ شوې دي.

د دې جګړو له امله ویل کیږي چې په لسګونو زره کسان له جنوبي وزیرستانه مهاجر شوې دي. ویل کیږي چې دا شمیر ښایي دوو لکو ته ورسیږي.

پاكستان، نوي بريدونه زوړ سياست

جاوېد صبوري

په تېرو څو ورځو كې د پاكستان په بېلابېلو پوځي مركزونو د پاكستاني طالبانو لخوا بريدونه ترسره شوي دي. د دې بريدونو په ترڅ كې د پاكستان پوځ مركزي قومنده چې د پاكستان پنټاګون بلل كېږي او پرون يې په لاهور ښار كې د پوليسو په دوه روزونكو مركزونو او مركزي استخباراتي مركز بريد ترسره كړ. په پروني بريدونو كې يودېرش كسان ووژل شول. په پاكستان كې په تيرو يوولسو ورځو كې ۱۴۲ كسان د وسله والو د بريدونو په ترڅ كې وژل شوي دي. دې وروستيو بريدونو د پاكستان پنجابي حكومت په زړه كې ډار پېدا كړ ځكه له يوې خوا طالبان پنجابي مېشتې سيمې ته ورسېدل خو تر دې مهمه دا چې په دغه بريدونو كې پنجابي افراطيان هم شامل ول چې بېلګه يې د راولپېنډۍ بريد دى چې له لسو بريد كوونكو څخه ۵ يې پنجابيان ول. د راولپېنډۍ بريد سره جوښت د پاكستان پوځ پرېكړه وكړه چې يو لړ نوي عمليات به په قبايلي سيمو په ځانګړې توګه سويلي وزيرستان كې پېل كوي. له همدې امله په دې وروستيو كې په باجوړ او نورو سيمو كې پوځي عمليات پيل شوي دي. خو پوښتنه دا ده اوس چې طالبان د پنجاب سويلي سيمو ته رسيدلي او بهاول پور او سرګودې په څېر ښارونه د هغوى په سيمه ايزو پټنځايونو بدل شوي، آيا پاكستان به د طالبان پر وړاندې جګړې كې رښتينې وي او كه يوازې له امريكا څخه د اميتاز اخسيتو لپاره يې دا لوبه پيل كړې ده؟ داسې نه ده چې پاكستان د طالبانو د ځپلو توان نه لري، بلكې مساله دا ده چې پاكستان د ټولو سيمو د طالبانو د ځپلو اراده نه لري. سوات كې چې پاكستان ناچاره شو طالبان دړې وړې كړي نو په دغه موخې كې بريالى هم شو ځكه داسې يې غوښتل له همدې كبله يې د سوات عملياتو ته داسې نومونه وركړي ول چې هغې كې د برياليتوب نښانې وې لكه "د حق لار" او "مستقيمه لار". د دې برعكس د خېبر په باړې سيمې كې خپلو عملياتو ته د پېښور پښتو فلمونو په څېر نومونه لكه "درغلم" او "بيا درغلم" په څېر نومونه وركړي ول چې پايله يې هم ناكامي وه. بل دا چې پاكستاني طالبانو هيڅ كله په نورو قبايلي سيمو كې د پاكستان پوځ عملياتو پر وړاندې دومره كلك غبرګون نه دى ښودلى چې په سويلي وزيرستان باندې د بريدونو پرمهال يې ښيي.

د پام وړ يوه بله مساله دا ده چې په پاكستان كې د طالبانو د بريدونو زياتېدو مانا دا نه ده چې ګوندې پاكستاني طالبان دې د پاكستان استخباراتي ادارې له ولكې څخه وتلي وي، بلكې دا يو لنډ مهاله تاكتيك دى چې د پاكستاني طالبانو نوې مشري يې د بيت الله محسود تر وژل كېدو وروسته د خپل تثبيت لپاره پرمخ وړي ترڅو له يوې خوا دا وښيي چې نوې مشري د بريدونو طرح كولو توان لري او هم دا چې ټول طالبان يو وار بيا د يوه مشرتابه لاندې راغونډ شوي دي.
يوه مهمه پوښتنه دا ده چې پاكستان به وكولاى شي تل د پاكستاني طالبانو او افغان طالبانو په منځ كې يو ډول موخه ايز توپير وساتي او هغه يوازې په افغانستان كې جنګېدل دي نه په پاكستان او بيا په ځانګړې توګه په پنجاب كې. بل دا چې ويل كېږي چې د ورځ په تېريدو سره هم افغان او هم پاكستاني طالبان د پاكستاني استخباراتو برسيره د ځينو نورو هېوادونو ځانګړو استخباراتي كړيو سره اړيكې ټينګوي او دا هغه څه دي چې له امكانه ليرې هم نه ده. ښايي پاكستان ونشي كولاى د تل لپاره پاكستاني طالبانو او افغان طالبانو ته قناعت وركړي چې يوازې په افغانستان كې وجنګېږي ځكه كه د بهرنيانو خبره وي هغوى په پاكستان كې هم پراخ حضور لري. او كه د "اسلامي حكومت" راوستل وي نو بايد په پاكستان كې هم اسلامي نظام او حكومت حاكم وي.

د شنونكو په اند يوازې په سويلي وزيرستان كې شاوخوا ۱۰۰۰۰ وسله وال طالبانو شتون لري. دې ټكي ته په پام سره چې پاكستان ونشي كړاى د تل لپاره د طالبانو واك په خپل لاس كې ولري، او د هغوى اړيكې د پاكستان مخالف هېوادونو سره ټينګې شي او دغه هېوادونه د طالبانو مليتي احساساتو څخه د پاكستان پنجابي حكومت پر وړاندې ګټه پورته كړي نو دا ډله د پاكستان لپاره ډيره خطرناكه تمامېدى شي. ځكه مليتي مسايل هغه څه دي چې په پاكستان كې ډير حساس دي تر دې چې دوه ورځې وړاندې د پاكستان د كرېكټ ملي ډلې كپټان يونس خان چې پښتون دى د يوې وړې خبرې په سر د لوبډلې له مشرۍ څخه استعفا وكړه او د خبريالانو په مخ كې يې ويلي وو چې "زه يو غېرتمن پښتون يم".
د دې ټكو په پام سره او دغه لوبه چې پاكستان يې پرمخ وړي، دا ناشونې نه ده چې يوه ورځ طالبان د پاكستان لپاره د لستوڼي مار شي.

د ننګرهار زرګونه محصلينو سوليز لاريون وکړ

دننګرهار پوهنتون زرګونه   قهرېدلو  محصلينو په ميدان وردګو کې  د امريکايي ځواکونو لخوا د قرانکريم د سوځولو په غبرګون کې يو سوليز لاريون ترسره کړ.

 لاريون کوونکو د امريکاد متحده ايالتونو، اوباما او ولسمشر کرزي په خلاف شعارونه ورکول او دهغو امريکايي ځواکونو د محاکمې غوښتنه يې کوله چا چې په وردګو ولايت کې قرانکريم سوځولی و. د ښوونې روزنې پوهنځي يو تن محصل صفي الله کليد راډيو ته وويل چې د امريکايي ځواکونو دغه کړنه ددې لاريون په ترڅ کې غندي او د هغوی د محاکمې غوښتونکي دي.

لاريون کوونکو محصلينو لومړی د امريکا بېرغ تر پښو لاندې کړ او بيا يې ورته اور واچاوه. محصلينو د پرلپسې څو ساعتونو لپاره د کابل جلال اباد لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ وتړله.

 لاريون کوونکو ګواښ وکړ که بهرني ځواکونه د بيا لپاره دغه ډول کړنه تکرار کړي، نو دوی به يې پر وړاندې وسله وال غبرګون وښيي.

 پټه دې پاتې نه وي چې تېر کال هم د ننګرهار پوهنتون زرګونه محصلينو له دې امله يو سوليز لاريو ن ترسره کړ چې بهرنيو ځواکونو قرانکريم په ډزو ويشتلی و.

ښاغلی اوباما او د امریکا متحد ایالتونه باید څه وکړي ؟

د امریکا ولسمشربارک اوباما ،چې په دې باب غور کوي چې په افغانستان کې څه وکړي ، باید د دې حساسې سیمې په اړه د ټولو اندېښمنو خواوو نظرونه واوري .

په ریاض کې دا بیخي ښکاره ده چې نور طالبان ،لکه څرنګه چې ځینې ګومان کوي، په افغانستان کې محبوبیت او ولسي ملاتړ نه لري. د هغوی د واکمنۍ (حکومتدارۍ) سابقه د اکثرو پښتنو په شمول د افغانانو له یاده نه ده وتلې چې د ملا عمر له لاسه کړېدلي او ځورېدلي دي .

نور طالبان د پخوا په شان منظم او یولاس تحریک نه دی .دوی مختلفې قوماندې او متفاوتې نظریې لري .هرڅوک چې له حکومته خوابدی وي یا بغاوت کوي ،طالب بلل کېږي .

خو اسامه بن لادن هغسي چې ځینې وايي په کافي اندازه کمزوری شوی نه دی .هغه نه یوازې دا چې له نړیوال نظم سره بلکې په ځانګړي ډول له امریکا سره د دښمنۍ او مخالفت په سمبول بدل شوی .بن لادن لا هم ازاد ګرځي او له ځانه یې د غربیانو رابن هوډ جوړ کړی دی .

حتی که هغه اوس د تروریستي حملو په تنظیمولو او اجراکولو کې لاس هم ونه لري ، دا حقیقت چې نوموړی ژوندی دی، هره ورځ د هغه له شهرت سره کومک دی .د هغه نیول او عدالت ته راکاږل یا وژل یو ضرورت دی .

ښاغلی اوباما او د امریکا متحد ایالتونه باید څه وکړي ؟

لومړی، باید د افغانستان له ولسمشرحامد کرزي سره ناسم چلند پای ته ورسوي .له کرزي سره د امریکا د حکومت ناوړه وضعیت هغه مجبوره کړی چې بې خوندو سیاسي لارو چارو ته مخه کړي اود دې لپاره چې انتخابات وګټي جګړه مارو ته مخ واړوي .

که د کرزي په وړاندې مضبوط  او د باور وړ اپوزیسیون یا متبادل وای ، بیا کېدای شوای چې نوموړی مو تخریب کړی وای ، خو حقیقت دا دی چې نشته .

په انتخاباتو کې د کرزي مهم سیال عبدالله عبدالله وو چې یو تاجک دی چې په افغاني ټولنه کې د مشر په توګه د منلو وړ نه دی ، نه یوازې پښتنو ته د منلو جوګه نه دی بلکې ازبکان یې هم نه مني .

د ښاغلي عبدالله لوېدیځ وزمه سبک اوسټایل په ملتپالو افغانانو کې د هغه اعتبار ته لا زیات زیان اړوي .نو وروسته له دې چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون خپله څېړنه بشپړه کړه ، امریکا باید د افغانستان لپاره د پرمختګ پروژې وټاکي او له کرزي څخه د هغو د اجرا کېدو غوښتنه وکړي .

دوهم ، باید له رسنیو څخه وغواړي چې نور طالبان تروریستان ونه بولي او د دې پرځای دا کلمه القاعده او نورو بهرنیو ترهګرو ته وکاروي.

که له طالبانو د ترهګرو کلمه لېرې شي ،له هغوی سره د ګټورو خبرواترو لار اورېدای شي .خو بیا هم وایم چې ملا عمر به هیڅکله د پښتنو له ملاتړه برخمن نه شي.هغه تل یو کس دی او ډېرخلک هغه په دې ملامتوي چې افغانستان د ده له لاسه سقوط وکړ.(ممکن د لیکوال اشاره د طالبانو رژیم ته وي) .پکار ده چې له قومي مشرانو سره خبرې وشي .

درېم ، د ډېورنډ لاین مسئله دې حل شي.ترڅو چې د انګرېزانو له لوري دا کښل شوې کرښه یوې خوا ته شوې نه وي ، پاکستان اوافغانستان به پر یوبل شکمن وي .له همدې کبله پاکستان په ۱۹۹۵ کې طالبان جوړ او رامنځته کړل ځکه چې دوی غوښتل چې په دې توګه د افغانستان پښتانه خپل پلویان کړي .

د دواړو خواوو، افغانستان اوپاکستان، له لوري د سرحدي سیمو لپاره ګډې پروژې به ،چې د امریکا او نورې نړۍ مرسته ورسره وي، خلک راتلونکي ته هیله من کړي .

 څلورم ، د افغانستان،پاکستان، روسیې،چین او سعودي عربستان د استخباراتي څانګو د مشرانو غونډې دې جوړې شي او د القاعده شبکې په باب دې له یوبل سره مالومات شریک کړي .

پنځم، هند اوپاکستان دې د کشمیرد مسئلې حل کولو ته وهڅول شي .که دواړه هیوادونه وویني چې امریکا د دې لانجې د اواري لپاره هوډیالۍ ده ، دا مسئله حل کېدای شي .سعودي عربستان په دې برخه کې مرستندوی رول لوبولی شي ځکه چې له دواړو هیوادونو سره ښې اړیکې لري .

شپږم، د دې لپاره چې تروریستان هدف وي ، نه عام خلک، سیمې ته د اضافي ځواکونو لېږل ګټه لري .خو د بې پېلوټو الوتکو بمباریو ترهګر لږ وژلي اوډېر یې بې ګناه خلک وژلي دي .باید ترهرې حملې وړاندې دقیق استخباراتي مالومات ترلاسه شي چې په ځای حمله وشي .

اووم، د هیروینو د سوداګرۍ اوقاچاق مخه دې ونیول شي .دا داسې ستونزه ده چې په منظم پروګرام ، هماغسې چې امریکا په ۱۹۶۰ مه لیسزه کې په ترکیې کې د هغې مخه  ونیوله ، اوارېدای شي .

امریکا له کروندګرو(ترک) د هغوی ټول فصل په مستقیم ډول په بیه واخیست اوهغوی ته یې وویل چې متبادل فصل وکري .له هماغه وخته په ترکیه کې نور د هیروینو کارو بار په ټپه درېدلی دی .

شهزداده ترکي الفیصل ډېره موده د سعودي عربستان د استخباراتود ادارې (مخابرات الاعامه)ريیس وو.هغه یوه موده په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر پاتې شوی .ویل کېږي چې نوموړي د طالبانو د واکمنۍ په موده کې په ځلونو کندهار ته تللی او له ملاعمر سره یې له د بن لادن په باب له نژدې کتلي دي .دا هم ویل کېږي چې ملا عمر یوځل له هغه (ترک الفیصل) سره منلې وه چې بن لادن سعودي ته وسپاري خو په وروستیو شېبو کې ملا عمر له خپلې پرېکړې پښېمان شو.

چپ اولسمشر او ښکرور والي

 

په هيواد کې دا دي اته کاله تيريږي خو بيا هم مونږ د يوې داسې ادارې څښتنان نه شوو چې له يوې خوا د ملت هرې غوښتنې ته ځواب ووايي او له بلې خوا د ښکرورو او زورور ښکرونه ورمات کړي، ورځ تر بلې هغه پخواني زورواکي او بدنام خلک پياوړي کيږي ،په ولايتونو کې د مرکزي سيستم پر ځاى ان د فدرالي سيستم روحيه پياوړي کيږي او آن تردې چې زورواکي دومره پياوړي کيږي چې کرزي لالا ته يې د کور دروازه هم ور وټکوله خو هغه د پښتو لنډۍ ده چې وايي : ما درته ويل منل دې نه کړل . خداى نه مې جار کړې چې در وشول فسادونه. کرزى لالا چې د واک په ګدۍ کشيناست په سر کې يې د همدې ښکرورو ښکرونه داسې ورتيره کړل چې نن يې په خپله هغه تيره ښکرونه د کرزي لالا خيټې ته نيولي اوس دى هم نه پوهيږي چې څه ډول ددې ښکرورې بلا له شره ځان وژغوري.
هغه مهال چې ښاغلى ډاکټر اشرف غني احمدزى د ماليې وزير و نو د ښکرورو د ښکرونو په ماتولو پسې يې د ماتونې ښه پاکه او تيره توره را وويسته خو کرزي لالا ددې پر ځاى چې د ښاغلي غني ننګه او ملاتړ وکړي نوموړي ته يې ستونزې پيدا کړې او بالاخره اړ شو چې د کرزي لالا په اداره کې نور کار ونکړي. تاسو وليدل چې د ټاکنو پر مهال له يوې خوا د بلخ والي د کرزي صيب عکسونه نه پريښودل او له بلې خوا يې د مرکزي ادارې پر خلاف د مخالفت کلک او پياوړى سنګر نيولى وو تيره ورځ يې يو ځل بيا د اولسمشر دروازه ور وټکوله او ورته ښکاره يې کړه چې په بلخ کې نه ستا واک چليږي او نه دې هم څوک د اولسمشر په عنوان پيژني، دلته ډاکټر عبدالله اولسمشر او د بلخ والي يې لومړنى معاون ده. انسان په دې نه پوهيږي چې د بلخ د والي د دومره لوى بغاوت سره سره ، ولې ښاغلى کرزى چپ او بې پروا دى؟؟؟؟؟؟؟؟ ولې ښاغلى کرزى په جرات سره دده په اړه تصميم نه نيسي؟ خو ښکاري داسې چې کرزى صيب د موقف د ساتلو په خاطر څومره محتاط دى ، دده په لاسليک مقرر شوى والي نن دده واک او دولت په رسميت نه مني ايا دا په دولت کې د بل دولت په مانا نه ده ؟
شک نه شته چې د ښاغلي کرزي فرمان او حکم د جنوب په هر ولايت کې پرته له هر ډول ځنډ څخه پلى کيدونکى او عملي کيدونکى ده خو په شمال کې نن هغه ده دده نازولى والي ګواښ کوي چې که کرزى ټاکني ګټي نو نه يوازې دا چې مشروعيت به ونه لري بلکې داسې اله ګوله به رامنځ ته شي چې له تصوره به لوړه وي. نوموړى وايي چې که ټاکنې دويم پړاو ته لاړې نه شي نو دا به په دې مانا وي چې د خلکو رايو ته به بې احترامي شوي وي خو په داسې حال کې چې په جنوب کې خلک د ويرې، بمونو، ماينونو او ګواښونو د چتر لاندې د رايې اچونې مرکزونو ته ولاړل د هغوى د رايې ارزښت له هيچا سره هم نه شته اونه هم د هغوى د رايې ارزښت په پام کې نيول کيږي.
کرزى صيب اوس ددې وخت ده چې له جديته کار واخلې او په خلکو خپل مسووليتونه وپيژنې، تا چې له پښتنو سره هر څه وکړل خو پښتانه بيا هم پښتو کلک نيولي او نه شوي کولاى چې د وخت په دې حساسو شيبو کې د يوازې پرېږدي. تر څو چې ته چپ وي په همغه اندازه به دا ښکرور واليان لا پياوړي کيږي، شک نه شته چې هغوى به له ځان سره وسلوالې مليشې ولري خو فکر نه کوم چې هغه دې دومره پياوړي وي چې ستا د ملي اردو او ملي پوليسو په مخکې مقاومت وکړاى شي نو بيا چوپتيا په څه مانا ده ، همدا نن يې وخت ده چې سم او معقول ځواب ورکړې او څه نه څه د خپل دولت د واکمنۍ تمثيل وکړې که نه نو دا ښکرور دې اخر هم له ستوني تيروي.

ميرولي جان لکڼوال

یونیم کال دبهرنیانوسره په ګاونډکي

داستوګني لپاره موبازارته څېرمه په ۵۵۰۰۰ ډالره يوه بنګله په ګروونیوله ، دبنګلې لاندي پوړمودتجارتي توکولپاره ګودام کړاوپه پورتنيودووپوړونوکي موږدمسافرۍ شپې اوورځي سباکولې ،ښي اړخ ته موداوبورسولوموسسه چي دجرمنیانوله خواسمبالېده پرته وه اوکيڼ اړخ ته موځايي هراتیان په خپل خټین کورکي اوسېدل ، موږته مخامخ دامریکایانوکوروو،غالباًپه ملکي امریکایانوپوري يې تړاودرلودخوزیات وخت به داسي هم پېښه وه چي لوړپوړي امریکائي چارواکي به ورته په زغروالوشوبلوکي راتلل داچي په مخامخ کورکي دکومي شخصي مؤسسې خلک اوسېدل یابل څه موږنه ووترې خبر! بس همداموليدل چي نجوني اوهلکان کتابونه په څنګ ورته په ډلوډلوراروان ول پس له ۲ساعتونه به بیرته راوتل . دښي اړخ په کوڅه کي دامریکايي عسکروکورووچي هره ورځ به ورته په وسلوسمبال امریکائي عسکرپه شخصي موټرانوکي تلل اوراتلل سهاروختي چي به کله دلمانځه لپاره پرلاره تلونوامریکايي عسکربه وسله په لاس پرپيره وه اوتردې کورلاندي دمسجدپه خواکي دیونیسف مېلمستون ووچي په عيش اوعشرت کي يې لومړی مقام ترلاسه کړی ووان یوه ورځ خودڅنګ کوروالاچي دپوهنتون رئیس ووپردې چي ولي موسيقي په لوړاوازږغوئ سخته لفظي شخړه ورسره وکړه .

همدارازنوروبهرنیانوهم همدلته په کرایه کورونه نیولي ووزموږکلی یامحله په اصطلاح دبهرنیانوځاله وه کله ناکله به یې یوه ګاړه اړوله . زموږدبنګلې ښي اړخ ته پراته جرمنیان ډېرارام ښکارېدل شوربه یې نه کاوه چي کله به یې په کورکي شوق وومابه څارل ځکه موږله بنګلې څخه دوئ ډېرسم لیدلای سوای خودوی موږنه سولیدلای دشوق په شپه به یې بې سده ښځي راوستلې،کبابونه به پخېدل،موسيقي به یې په نرم آوازسره ږغوله . ترډېره به راغلي ښځي افغاناني ښکارېدې په ځانونوبه یې داسي ګوتې وهلې وي لکه دواده شپه چي یې وي . زموږپه ملګروکي یوازي زه وم چي ددوئ حرکاتواوسکناتوته ځیروم هروخت به مي تعقیبول یوه ورځ مي دنوموړي کورڅوکیدارته وویل چي ددې موسسې مشرڅوک دی ؟.
هغه په ځواب کي راته وویل یوافغان چي زیات وخت ئې په جرمني کي تېرسوی دی ، څلوېښت کاله عمرلري اوتراوسه یې واده هم نه دی کړی .
مادستي ورغبرګه کړه ،ولي واده نه کوي ؟
ده بې چاره سمه خبره وکړه ویل یې هره ورځ نوي ،نوي نجوني ورته راځي دواده څه ضرورت دی؟!!! .

یوه بله ورځ سهارله کورڅخه ددفترپرلورروان وم چي یوه افغانۍ نجلۍ مي ولیده ددوئ دروازه یې ټکوله ډېره مي خواورته بده سوه ان په دفترکي مي هم فکر سم نه ؤ . ملګرووپوښتلم چي ولي داسي خپه یې کومه خبره خوبه نه وي؟.
ماورته وویل چي داسي خبره ده . دوئ ددې لپاره چي ماته یوڅه ډاډراکړي ، وویل : افغانستان اوس بې رهبره دی کله چي یوه رمه هم بې شپونه وي نوڅاروي به یې له هره لوري دلېوانوښکاروي . کله چي به مي دافغانانوپتمني مېرمني له دې نجسوخلکوسره لیدلې چي په عیش اومستي بوختي دي نودشپې ترډېره به خوب نه راتلی، ترسترګوبه مي بې اختیاره اوښکي څڅېدې ویل به مي یاالله! ته په خپلوکارونوښه پوهېږې دااوس پر موږڅه غوبل دی؟ له یوې خوادافغانستان په جنوبي اونااراموسیموکي ښځي ،ماشومان ،زاړه اوځوانان په ډېربې رحمانه ډول وژل کېږي اوبل هغه سیمي چي دامنیت له پلوه نسبتا یوڅه ارامي برېښي پکي له روحاني پلوه داسي بریدونه پيل سوي دي چي هغه د۵۲ ډولې بمبارورته داخترورځ ښکاري .
په دې یونیم کلن دورکي ترټولودردوونکې پېښه داوه چي په کوڅه کي یوه نجلۍ دبې هو ښۍ په حال کي پرته وه خلک پرراټول سول یوڅه خوږه یې په خوله کي ورکړه ترڅه ځنډوروسته نجلۍ په هوښ کي راغله خلکوورنه پوښتنه ګروېږنه وکړه چي ولي په داسي حال کي یې ؟
کله چي نجلۍ له حال ویلوډډه وکړه دپېښي حاضرینوورته ګواښ وکړڅونجلۍ دې ته مجبوره سوه چي ورسره سوی چلندداسي بیان کړي :
((نن سهارامریکایانوهاغه کورته راوستم اوجنسي تېری يې راباندي وکړچي دوئ ستړي سول بیایې سپیان هم په همدې موخه راپرېښودل نوره نوزه په ځان نه يم پوه سوې اودادی اوس مي تاسوپه دې لاره کي وينئ .)

 

په انټرنټ کې دځان وژنې هڅوونکې ونیول شو

په برتانیه کې هغه سړې ونیول شو چې دانټرنټ له لارې به یی پریشانه خلک ځان وژنې ته هڅول. پلټڼو ښوولې چې د ۴۷ کلن ویلیم میلشرت  دا ډول هڅونو تر دې دمه دوه تنه د مرګ غیږې ته سپارلي. هغه اداره چې نوموړې یی اوس دپوښتنو او ګرویږنو لاندې نیولې وایی چې ویلیم د انټرنټ د چټ له لارې هغوپریشانه کسانو ته چې ده ورسره چټ کړې قدم پر قدم ښوونه کړې چې څرنګه باید خپل ژوند ته د پای ټکې کیږدي. دنوموړي دښوونو په یوه برخه کې راځي ( مهمه داده چې د رسۍ حلقه خپلې مرۍ ته وربرابره کړې، او غوټه دچپ غوږ شاته او د رسۍ ول د شارګ څخه راتاو کړې نو بی له کومه ځنډه ساه وځي)

ویلیم اوسمهال د۳۲ کلن مارک ډیبرو چې په ۲۰۰۵ کال کې یی ځان په خپل کور کې غرغره کړ او ۱۸ کلنې نادیه کجوجوچې دکاناډا په اوتاوا  یو سیند کې یی ځان غرق کړې دو ژنې په تور له څیړنو لاندې دې.

داپیښه په ۲۰۰۸ کال کې وروسته له هغه دمینیسوټا ایالت امنیتي چارواکو کشف کړه چې په برتانیه کې دځان وژنې ضد فعالینو دوۍ ته خبر ورکړ چې په دغه ایالت کې یو تن چې انټرنټ کاروي او خلکو ته دځان وژنې د هڅونې سره چلونه هم ښیء. امنیتي چارواکو ددغه کس دنیولو وروسته دهغه د کمپیوټر په کړکیوو کې پیدا کړل چې اتلس کلنې نادیه کجوجو او ۳۲ کلن مارک ته یی د چټ له لارې د ځان وژنې  اغیزمنې لارې ښودلې وې.

اوس د برتانیی امنیتي مامورین هم حیران دې چې دغه سړي ته کوم ډول جزا ورکړي ځکه چی نه یی په فزیکي ډول څوک وژلې او نه ددغه هیواد په قانون کې دانټرنټ له لارې ځان وژنې ته دهڅونکې دسزا په اړه څه ویل شوي.

پاکستاني ځواکونه له سخت مقاومت سره مخ دي

Jang

پاکستاني ځواکونه د شمالي او جنوبي وزیرستان په سیمو کې د وسله والو جنګیالیوو د کلک مقاومت سره مخ دي.  حکومتي سرچینې وایی چې د شنبې د ورځې له سهار څخه دغه پیل شوي عملیات چې په کې له دیرش زره ډیرو عسکرو برخه اخستې اوس یوې حساسې مرحلې ته رسیدلي او وسله وال جنګیالي یی تر فشار لاندې راوستي، خو له بلې خوا له سیمې څخه راکډه شویوو عینې شاهدانو خبریالانو ته ویلي چې حکومتي ځواکونه په هرځای کی د طالبانو ترسخت ګوزار لاندې دي دوۍ وایی له هرې خوا په دولتي عسکرو او ددوۍ په چورلکو د ماشینګڼو ډزې کیږي او دوۍ نه پریښودل کیږي چې مخکې تګ وکړي.  دحکومتي سرچینو په وینا دعملیاتو په لومړۍ ورځ  پنځه عسکر او یوولس وسله وال وژل شوي . ویل کیږي چی په دغه سیمه کې لس زره ځایی او پنځلس سوه بهرني وسله وال  چې د وژل شوي بیت الله محسود پلویان ګڼل کیږي دمګړۍ دحکومت مقابلې ته راوتي.

دحکومتي چارواکو په وینا ښایی دغه عملیات دوه میاشتۍ وخت ونیسي.

 

د مالدیپ ولسمشراو د نوموړي کابینې غړو غونډه داوبو لاندې ترسره کړه

د مالدیپ ولسمشر محمد ناشید او د نوموړي کابینې غړو غونډه داوبو لاندې ترسره کړه، د نوموړې غونډې موخه د جزیرو نه جوړ هېواد ته د موسم د بدلیدو له وجې د خطرونو په اړه د ځان خبرول وه.

د ولسمشر ناشید مشاور خبریالانوته ووییل چې له اوبو لاندې د غوڼدې موخه د اوبو د سطح د لوړوالي په اړه ټولې دونیا ته پیغام رسول وه. په غونډه کې د کاربن ډای اکساییډ د اخراج د کمبود لپاره  په یو لیک باندې لاس لیک وه شو.

د سمندر لاندې رنګا رنګ کبانو په مینځ کې ولسمشر ناشید او دنوموړي کابینې غړو د غوټې خوړلو په جامه کې  یو له بل سره ولیدل. د غونډې نه وروسته ولسمشر ناشید نه په یو خبري کنفرانس کې پوښتنه وه شوه چې که په ډنمارک کې د ماحول په اړه کیدونکې غوڼده ناکامه شوه نو په مالدیپ باندې به یې څه اثر پریوزي؟ نوموړي په جواب کې وه وییل ، مونږ به مړه شو،

ځینو ساینسدانانو وړاندوینه کړې چې د سمندر د سطح د لوړوالي له وجې ددې سلیزې تر پایه پورې به په مالدیپ کې د انسانانو ژوند ناممکنه شي. د سمندر له سطحې نه د مالدیپ لوړوالی اوسطا دوه اعشاریه یو دي، د ملک حکومت وايي چې د سطحې د لوړالې له وجې به یې هیواد غرق شي.

د اوبو لاندی د غونډې په جریان کې وزیرانو د لاسونو په اشاره او له نم نه محفوظ  بورډ او قلم په واسطه یو بل ته خپل پيغام ولېږل.

غوڼده د اوبو له سطحې نه څلور متره لاندې ترسره شوه او دریوېشت دقیقې یې دوام درلود.

نن دلاس مینځلو نړیواله ورځ ده

نن چې د اكتوبر له پنځلسمې سره سمون خوري، په نړۍ كې د لاس وينځلو ورځ لمانځل کېږي

  د لاس وينځلو په نوم د يوې ورځ د نومولو مقصد دا دى چې په دنيا كې خصوصا په هغو ټولنو كې چې خواري او بې سوادي پكې زياته ده، خلك د لاسونو پاك ساتلو ته ډېر پام وكړي، څو په دې ډول د خلكو په تېره بيا د ماشومانو د ناروغيو او مرګونو اندازه كمه شي.

   له احصاييو سره سم، په نړۍ كې  هره ورځ كابو پنځۀ زره ماشومان د اسهال د ناروغۍ په وجه سا وركوي، چې كه چېرې ماشومان تر ډوډۍ خوړلو د مخه او دغه راز تشناب او قضاى حاجت ته تر تلو وروسته لاسونه په صابون پاك ووينځي نو د مرګونو دغه اندازه به نيمايي ته راټيټه شي.

  د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق، يونيسف، ويانده مېرمن نيك تاويو وايي چې د لاس وينځلو د اهميت  په ساده حقيقت باندې د خلكو د خبرولو لپاره ملګرو ملتونو پريكړه وكړه چې د اكتوبر پنځلسمه نېټه د لاس وينځلو ورځ ونوموي.

   د احصاييو مطابق هغه ماشومان چې تر ډوډۍ دمخه او تر قضاى حاجت وروسته خپل لاسونه په صابون سم نۀ وينځي، او په همدې علت په اسهال او نورو ناروغيو مبتلا كېږي او سا وركوي، تر ډېره حده له وروسته پاتې هيوادونو سره تعلق لري. له راپورونو سره سم، افغانستان يو هغه هيواد دى چې د ماشومانو نظافت او حفظ اصحې ته پكې توجه ډېره كمه ده.

    ميرمن تاويو وويل چې په صابون باندې د لاس وينځل نه يوازې د اسهال او نس ناستې بلكې د ځينو نورو وژونكو ناروغيو په كمېدو كې هم لويه مرسته كولاى شي، نو پكار ده چې ميندې او پلرونه په دې ساده حقيقت خبر شي، خپل ماشومان تر ډوډۍ خوړلو دمخه او تشناب ته تر تلو وروسته په صابون باندې په لاس وينځلوعادت كړي  او په دې ډول د خپلو ماشومانو ژوند ته ورپېښ خطرونه كم كړي.

د شانګهای غونډه د اقتصادي همکاریو په ژمنه پای ته ورسېده

په پېکنګ کې د شانګهاي د همکارۍ تړون د شپږو غړو هیوادونو نننۍ سرمشریزه د اقتصادي همکارۍ د پراختیا په ژمنه پای ته ورسېده.

شانګهای تړون چې روسیه، چین، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغیزستان يې اصلي غړي ، افغانستان او ایران، هند، پاکستان او منګولیا يې څارونکي دي، په 2001 میلادي کال کې، د غړیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراخولو په غرض جوړ شو.

د چین صدراعظم وین جیاباو وویل، د غونډې ګډونوالو له نړیوال اقتصادي بحران سره د مبارزې او د اقتصادي پرمختګ د یقیني کولو په مقصد، په خپلو کې د څواړخیزې اقتصادي همکارۍ لپاره د اقداماتو مسوده جوړه کړه.

روسي چارواکو وویل، په افغانستان کې پر روان وضعیت هم بحث وشو خو نه د ایران د اټومي پروګرام په اړه.

د شانګهای د همکارۍ سازمان یوه ورځ وروسته له هغه غونډه وکړه چې چین ته د روسیې  د صدراعظم ولادیمېر پوتین د سفر پرمهال، دواړو هیوادو په خپلو کې د اقتصادي همکاریو په برخو کې د درې نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

د راپورونو له مخې د روسیې صدراعظم ولادیمیرپوتین د غونډې په څنګ کې دافغانستان، پاکستان او ایران له چارواکو سره وکتل.

د شانګهای د همکارۍ تړون په داسي حال کی غونډه کوي چې پرون چین ته د روسیې  د صدراعظم ولادیمېر پوتین د سفر پر مهال دواړو هیوادونو په خپلو کې د اقتصادي همکاریو په برخو کې د درې نیم ملیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

د تړونونو له مخې به د روسیې د ګاز دولتي کمپنۍ ګازپروم  په کال کې ۷۰ میلیارده مکعب متر طبیعي ګاز چین ته صادر کړي.

په دې غونډه کې دا ځل د افغانستان له لوري د ولسمشرکرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي ګډون کړی وو.

د پاکستان په جي ايج كيو بريد څه پيغام لرلو؟

 عادل وطنمل

د 2009 كال په 10/ 10 باندى د پاكستان د برى قواوو جى ايج كيو د څو كسانو د بريد لاندى راغلو ، د پاكستان د برى قواوو جى ايچ كيو يا General Head Quarter په 1948 كال كى د راولپنډى په ښار کې په پنځه سوه ايكړه ځمكه باندى بنياد كيښودل شو ترڅنګ يى حكومتى هوټل او فوځى هسپتال جوړ كړى شو.


ميډيا په جى ايج كيو باندى د بريد كونكو شمير 13 ښيى ، ويل كيږى چى دوى د هفتى په ورځ 11 بجى او درى منټه باندى په مال روډ د پى سى هوټل له لورى په سپين وړوكى موټر كى د كمانډوزو فوجيانو په لباس كى د جى ايج كيو لومړى نمبر ګيټ ته په رسيدو سره څلور كسان د موټر څخه كښته شول او په ولاړو فوځيانو يى ډزى وكړى په همدى وخت كى نور بريد كونكى د دوهم ګيټ په لورى لاړل هلته ولاړو فوجيانو پرى ډزى وكړى چى بريد كونكى د فوځى كتابتون پر لورى لاړل ، نور نو جګړه د دواړو طرفونو ترمنځ ونښته لږ شبه ورسته د دهميال اير بيس څخه 3 چورلكى او جنګى جازونه د جى ايج كيو فضا ته راورسيدل د يكشنبى په ورځ سهار 6:45 بجو د جګړى پاى ته رسيدلو اعلان وكړى شو يعنى د بريد كونكو په قابو كى راوستلو تقريباَ 21 ساعته وخت ونيوه چى دا ډير زيات وخت او غټ مقاومت شميرل كيږى ، په 12 د اكتوبر د پاكستان د فوځ ويناد اطهر عباس په خبرى ناسته كى وويل چى د بريد منسوبه په جنوبى وزيرستان كى جوړه شوى وه او په بريد كونكو كى د 5 تعلق د بيت الله محسود د علاقى سره وه د بريد كونكو عمرونه د 22 او 30 كلونو ترمنځ وه دوى د فوځ د قيادت 42 غړى برمته كړى وه او د خپلو 100 بندى ملګرو د پريښودو ، په پاكستان كى د امريكى فوځى هډو بندول ، د پخوانى پاچا پرويز مشرف خلاف مقدمه چلولو غوښتنى كولى د اكسپريس ورځپاڼى په 11 د اكتوبر ددى مطالباتو ترڅنګ ليكلى وه چى د بريد كونكو له مطالبو څخه د عافيه صديقي د امريكى څخه راوستل ، د پاكستان څخه د بليك واټر كمپنۍ ايستل د ورک شوو خلکو پریښودل او په قبایلو کی اپریشن بندول شامل وه .


د بريد كونكو د ګروپ مشر عقيل چى شهرت يى په ډاكټرعثمان وه په سخت زخمى حالت كى نيول شوى ، همدارنګه د اج ورځپاڼی په 14 اکتوبر لیکلی وه چی د همدی ډلی مهم غړی عمر معاویه استخبارتی شبکو د بهاولپور د بغدادی په روډ د اپریشن په وخت نیول شوی .


د اطهر عباس په وينا د بريد كونكو موټر فوځى نه وه بلكى فوځى نمبرپليټ او د جى ايج كيو منوګرام پری لګول شوى وه او د ګروپ مشر عقيل د ارمى ميډكل كور زوړ عسکر وه او په 2004 كال كى فوځ پریښودلو د جيش محمد سره يوځاى شو. په 14 د اكتوبر د وحدت ورځپاڼى د خبر مطابق په بريد كى د وژل شوى فوځيانو شمير د 5 كمنډوزو په شمول 15 تنو ته رسيدلى په مړو كى بريګيډير انوارالحق او لفټننټ كرنل وسيم احمد هم شامل دى د مړو زياتيدو امكان شته ځكه د بعض زخميانو حالات ښه نه دى ، د زخميانو څخه د وحدت ورځپاڼى د ننى راپور په اساس يو كس يونس په نامه پرون مړ شوى.

كه وكتل شى د دهشتګردى په نوم روانه جګړه د غرب د محفوظ كولو جګړه ده ، په داسى جګړو كى هميشه غريب او مظلوم خلك متاثره كيږى په لنډ وخت كى د باجوړ او سوات جګړو ټول قربانيان غريب او بيچاره پښتانه وه او دى ، صبر او تحمل هم يو اندازه لرى ډير داسى واقعات دى چى د خلكو د نفرت سبب تر دى حده ګرځيدلى چى ځانونو پورى بمونه تړى او انفجار وركوى ، په لال مسجد د فوج بى ځايه بريد همدارنګه هره ورځ په بى ګناه او مظلومو پښتنو باندى د څارګرو الوتكو له لورى د بمونو باران په سوات او باجوړ كى د زرګونو خلكو وژل د ملك د حاكمانو لخوا د فوځ ، پوليسو او استخباراتى اورګانونو څخه د غرب محفوظولو كار اخيستل او اوس د جنوبى وزيرستان خلكو ته هره ورځ ويل چى سواتيانو د انجام سره به مو مخ كړو ټول هغه عوامل دى چى پاكستان په خپل لاس ځان د روان صليبى يرغل په اور كى وسوزلو ، هغه مهال چى د پاكستان خپل منځى جګړى ښكيل كونكى پاچا پرويز مشرف د څو ډالرو په بدل كى خوښه وګڼله چى په ګاونډ كى دى صليبيان اور بل كړى او مسلمانان دى پكى سوزوى او د يخنۍ موسم وه ده غوښته چى همدى اور ته ځان تود كړى خو نو نن اته كاله ورسته ئى خپل ملت د همغه اور خوارك ګرځى ، د پاكستان هغه حكمرانانو چى په افغانستان د صليبيانو فوځى يرغل ته خوشحالى كوله او د خپل هيواد د اقتصاد د پياوړتيا سيزن يى ګڼلو هغوى به ډير زره پدى پوه شى چى - اكلت يوم اكل الثور الابيض – پاكستان خپلى پښى په خپله په تبر وهى ، ایا د پاکستان حکمران پدی نه وه خبر چی د ویتنام د جګړی په مهال د امریکا لخوا بل شوی اور د ویتنام سرحدی پولو کی ایسار نه شو بلکی ګاونډی هیوادونو خلک هم پکی وسوزیدل نو دوی څنګه فکر کولو چی په افغانستان کی د امریکی لخوا بلیدونکی اور کی به د پاکستان عوام نه سوزی؟


د جى ايج كيو د بريد څخه ورسته هر باشعوره انسان سره دا پوښتنى راپيدا شوى چى بريد كونكو د پاكستان حكمرانانو فوځيانو او عام ولس ته څه پيغام وركړو؟ ايا هغوى په خپل پيغام وركولو كى كامياب شول؟ د وزيرستان څخه تر جى ايج كيو پورى بريد كونكى څنګه ورسيدل ؟ هغه قبايلو چى هميشه يى د پاكستان حفاظت لپاره خپل سر او مال قربان كړى كه هغه د كشمير په جنګ كى وه او كه د روسانو په جګړه كى نن ولى د خپلو ټوپكو خولى د همدى ملك په فوځ راګرځولى؟ هغه خلكو چى خپلو ځانونو پورى بمونه تړل او د پاكستان د دفاع په خاطر يى د هندوانو ټانګونه الوزول نن ولى ځان پورى بم تړى او د همدى ملك فوځيان الوزوى؟ ايا ددى ټولو سبب دا نه شى كيدى چى د ملك حكمرانانو فوځ د اسلام د دفاع په ځاى د صليب په دفاع كى استخدام كړى؟ ولی حکمرانانو د پاکستان د محفوظ کولو په ځای د غرب محفوظ کولو اراده وکړه ؟ كه په روانه صليبى جګړه كى پاكستان د ا ايران په څير موقف اختيار كړى وى نو ايا ملك به په خانه جنګى بدل شوى وى؟ د ملك په مختلفو ښارونو كى به بمونه خلاصيدل؟ د ملك هيڅ يوځاى به محفوظ نه وى؟ ايا هر ورځ به په لسګونه مظلوم او بيجاره خلك په وينو لمبيدلى ؟ خپل كانډيان به راڅخه خوشحاله نه وى؟ چا به مو د سپى سره تشبيه وركوله؟ نه هيڅكله نه كه د ايران په شان موقف اختيار كړى شوى وايى نو نن به د پاكستان هر وګړى هر حاكم هر ځاى د ايرانيانو په شان په امن وى اوس هم لا وخت شته چى د پاكستان حكمرانه طبقه خپلو غلطيو ته متوجه شى او د خپلو وطنوالو وژنه د غرب او صليبيانو محفوظ كولو لپاره پريدى د امن او صلح فضا رامنځ ته كړى په خپل هيواد كى د صليبيانو هډى ختمى كړى د غدارانو محاكمه وكړى او ځان له دى دلدل څخه وه باسى.

د پاكستان د برى قواوو په جى ايج كيو بريد د مختلفو طرفونو لخوا د پاكستان حكمرانانو ، فوځى او استخباراتى ادارو ته پيغام وركول وه مثلاَ كه په بريد كى د انډيا لاس وى نو پيغام ئى دا دى كه تاسى كولى شى چى په كابل كى زمونږ په سفارت بريد وكړئ نو مونږ ستاسى جى ايج كيو ته درسيدلى شو ، كه په بريد كى د امريكى لاس وى نو پيغام ئى دادى كه د كيرى لوګر بيل نه منۍ نو نن جى ايج كيو دى سبا به ايټيمى بټۍ وى ،نو ښه درته داده چی د سیاسی قیادت په شکل زمونږ غلامی ومنۍ ، كه په بريد كى د بليك واټر لاس وى نو پيغام ئى دادى چى مونږ ستاسى شا رګ ته رسيدلى يو لاس راڅخه واخلۍ ، كه بريد د وزيرستان د خلكو لخوا وى نو پيغام يى دادى چى د امريكى په اشاره د غرب د محفوظ كولو لپاره د اوسنۍ صليبى جګړی په اور كى زمونږ له سوزلو څخه لاس په سر شۍ ، به هرحال كه په بريد كى د هرچا لاس وى نتيجه ئى يوه ده او هغه د پاكستان فوځى او استخباراتى شبكو كمزوروالى په ډاګه كول او عامو خلكو ته خپل زور او نظم ښودل ، ولو كه ميډيا د خپل زور په مټ په خلكو د فوځ برترى ومنله ليكن كه په سړو دماغو كه فكر وكړو نو بريد كونكو خپل پيغام د پاكستان د حكمرانو ، فوځيانو او استخباراتو غوږو ته ورسوو دوى يو د بل په ژبه ښه پوهيږى په ورستۍ ورځو كى به معلومه شى چى بريد كونكو كوم پيغام د حكمرانانو تر غوږو ورسول غوښتل او دوى پرى څومره عمل كوى.

د اوباما اوسلاکارانو په غونډه کې : اصلي ګواښ القاعده دی نه طالبان

د امریکا ولسمشربارک اوباما د چهارشنبې په ورځ له خپلوسلاکارانو سره د افغانستان په نوې تګلارې درې ساعته خبرې وکړې چې په ترڅ کې یې ځینو سلاکارانوټینګاروکړ چې د امریکا لپاره اصلي ګواښ القاعده دی ، نه طالبان.

دوی همداراز وویل چې طالبان له دې سره سره چې ولسمشربارک اوباما افغانستان ته د جنرال سټنلي مک کریسټل له لوري د څلوېښت زره نورو ځواکونو د لېږلو ټوله غوښتنه یا دهغې یوه برخه ومني ، کېدای شي رول ولوبوي .

په دې غونډه کې ،چې د سپینې ماڼۍ په سیچوېشن سالون کې جوړه شوې وه ،مرستیال ولسمشرجوبایډن او نورو پنځلسو جګپوړو چارواکو ګډون درلود .مقامات وايي چې لا به هم د افغانستان په اړه پرېکړه ونه شي او څو اوونۍ نور وخت به هم په پرېکړې ولګېږي .

خو ځینې څارونکي وايي چې ولسمشراوباما به لکه څرنګه چې د هغه سیال ګوند جمهوریپال غواړي ، افغانستان ته د زیاتو ځواکونو له استولو سره موافقه ونه کړي .

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې چې له روسیې څخه د ویډیو کنفرانس په وسیله په دې غونډه کې ګډون درلود ،اې بي سي تلویزیون ته د خپل نظرپه باب له څه ویلو ډډه وکړه .

خو هغې وویل چې د طالبانو هرغړی له القاعده شبکې سره تړاو نه لري .

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې دا هم وویل چې د طالبانو ځینې د دې لپاره جنګېږي چې د جګړې په خاطر معاش ترلاسه کوي. دوی د امرمعاش لپاره بله لار نه لري .

د نړۍ تر ټولو لوی کدو نندارې ته وړاندې شو


 د امریکا په اوهایو ایالت کې یو کدو د نړۍ تر ټولو لوی کدو یاد شوی دی. د دې کدو وزن ۷۸۳ کیلوګرامه دی.

په اوهایو کې دا کدو هغه وخت خبریالانو ولید چې د کرهڼې په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو او د کدو بزګر ته ۲۵۰۰ امریکایي ډالر جایزه ورکړل شوه.

 

دا کدو د هارب په نوم بزګرې کرلی و. ددې کورنۍ هر کال د اوهایو د کرهڼې په جشن کې برخه اخلي. دې وویل چې دا کدو هر ورځ ۱۴،۵ کیلو لویده.

په نړۍ کې پخوا تر ګردو درون کدو ۷۶۶ کیلوګرامه و چې په دوه زره اووم کال کې پیدا شوی و.

عبدالله له کرزي سره د ګډ حکومت جوړولو ته چمتووالی وښود

په انتخاباتو کې د ولسمشرکرزي مهم سیال عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ ،وروسته له دې چې تاند د باوري سرچینو په قول افشا کړه چې ملګري ملتونه هڅه کوي چې عبدالله پر کرزي وتپي اعلان وکړ چې حاضردی له ښاغلي کرزي سره ګډ حکومت جوړ کړي .

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې ښاغلي عبدالله بیا بیا ویلي وو چې نه به د کرزي په حکومت کې کومه چوکۍ ومني اونه به ورسره ايتلاف ته غاړه کښېږدي او د دې پرځای به غوره وبولي چې په اپوزیسیون کې پاتې شي.

عبدالله عبدالله پرون ناوخته رویټرزخبري اژانس ته وویل کله چې د اسد د نهه ویشتمې نېټې د انتخاباتو وروستۍ پایلې څرګندې شوې ، امکان لري چې په نورو لارو چارو خبرې وکړي .

هغه په عین حال کې وویل په اوس وخت کې به د ده ټول تمرکزپر انتخاباتي پروسې وي چې په سم ډول پرمخ وړاندې لاړه شي څونتیجې یې د افغانانو لپاره د منلو وړ وي .

عبدالله رویټرز خبري اژانس ته همداراز ویلي چې د انتخاباتو د رسمي پایلو له اعلانه وروسته  کېدای شي د کرزي په حکومت کې د شاملېدو یا له هغه سره د ګډ حکومت د جوړولو په اړه خپل دریځ نرم کړي .

هغه دغه راز وویل چې پرمختلفو نظرونو او انتخابونو خبرې کېدای شي .

هغه وویل چې که یو ګډ حکومت جوړ شي د کرزي له لوري د درغلیوله کبله د افغان حکومت له لاسه ورکړای شوی مشروعیت به بېرته په ځای شي او لوېدیځوالو ته به هم توجیه په لاس ورشي چې افغانستان ته پیسې او عسکر رالېږي .

عبدالله له کرزي سره د همکارۍ لپاره دا شرط وباله چې تغییر او اصلاحات به مني اوکارکوونکي به یې د خپلوۍ او ملګرتیا پرځای د سیالۍ او وړتیا پر اساس وي .

عبدالله د کرزي له لوري د رایو د ترلاسه کولو په بدل کې له پخوانیو جګړه مارو سره د لاس یو کولو او هغوی ته د غټو چوکیو ورکولوته اشاره وکړه او ویې ویل : کرزي تکنوکراتانو ته د چوکیو د ورکولو پرځای فاسدو کسانو ته ژمنې ورکړې دي .

دا په داسې حال کې ده چې عبدالله بیا بیا ویلي چې د کرزي له لوري د ده په ژبه مجاهدین له صحنې شړل شوي او دی به مجاهدینو ته په حکومت کې لویه برخه ورکړي .

هغه وویل کرزي بې له دې چې د ښه حکومتدارۍ مسئله په پام کې ونیسي یا د چا وړتیا او موثریت په نظرکې ونیسي ، د رایو په بدل کې وزارتونه او نورې چوکۍ ورکړي دي .

د نوبل سږنۍ جايزې اعلان شوې

د طب په برخه کې د نوبل سږني جايزې امريکايي پوهانو، اليزابت بلکبورن، کارل گرايدراوجک سوزتاک گټلې دي .

د فزيک په برخه کې د ٢٠٠٩ کال جايزه هم امريکايي فزيک پوهانوترلاسه کړې چې چارلزکانو، ويلارد بويل اوجورج سميت دي .

د کيميا په برخه کې د نوبل جايزه سږکال وين کاتارامان، راما کريشنان اوتوماس ايستيتز چې امريکايان دي اواسراييلي ادايي يونات ترلاسه کړې ده .

د ادبياتو په برخه کې د نوبل جايزه هرتا مولر گټلې ده، خو د نوبل جايزه کله پيل شوه اوڅه ارزښت لري؟

الفرد نوبل هغه سويډنى پوه دى چې ديناميټ يې کشف کړل .

نوموړي له دې چاودېدونکوتوکونه زياتې پيسې په لاس راوړې .

ده په ١٨٩٥ کال کې د مړينې پرمهال وصيت وکړ چې دده له گټلو پيسو نه دې يوه برخه هرکال دکيميا، فزيک، طب ، ادبياتو او سولې په برخه کې هغه چاته ورکړل شي چې په دې برخه کې يې زياتې هلې ځلې کړې وي اويايې اختراع گانې کړې وي .

هرتا مولر

اوس دې جايزې ته يوه پنځه کسيزه کمېټه هرکال په دغو برخوکې يوڅوک غوره کوي او د نوبل جايزه ورکوي . داجايزه له يوه مډال، وياړليک او زياتو پيسونه جوړه ده .

د نوبل لومړنۍ جايزه په ١٩٠١ کال کې رونتيگن ته داکسرې د وړانگو د اختراع په بدل کې ورکړل شوه .

ځينې مشهورکسان چې داجايزې يې ترلاسه کړې دي په دې ډول دي :

مېرمن ماريې کوريې ته د راډيومواو پولونيمو د کيمياوي عناصرو د کشف په بدل کې،

د مدني حقونو مبارز مارتين لوتيرکينگ ته د سولې په برخه کې،

فزيک پوه البرت انشتاين ، د طب د برخې فرانسيس کريک ،

د پنسلينو داختراع په برخه کې الکساندر فليمنگ اوهوارد فلوري ته،

روسي مشهور ليکوال الکساندر سولژېنيڅين ته د ادبياتو په برخه کې ،

په لومړى او دويمه نړيواله جگړه کې د سره صليب د هڅوله امله دې ټولنې ته او د اقتصادي احصايې په برخه کې سکاتلندي اقتصاد پوه کليف گرنجر ته .

د جايزې د ورکوونکې کمېټې مشرتورب جيورن چې په نړيواله کچه پېژندل شوې څېره ده، ولسمشر بارک اوباما يې د سږکال د نوبل د سولې جايزې گټونکى اعلان کړ :

((سږکال د ناروې کميټې هوډ کړى چې د ٢٠٠٩ کال د سولې جايزه ولسمشر بارک اوباما ته د هغه د نړيوالو ديپلوماتيکو هڅو په بدل کې ورکړي .))

ښاغلي اوباما په سپينه ماڼې کې د جايزې تراعلان وروسته وويل چې د دې جايزې د اعلان په اړه حيران خو خوښ دي. نوموړى وويل داجايزه د نړۍ د ټولو خلکو د زړوتيا په بدل کې ترلاسه شوې ده .

دا جايزه زما د ادارې د هڅو پايله نه ده، بلکې د ټولې نړۍ د زړورتيا پايله ده. نوځکه داجايزه بايد د هغو خلکو ترمنځ ووېشله شي چې د عدالت د ټينگښت لپاره يې کارکړى دى .

دا جايزه بايد هغې ښځې چې د خپل ماشوم د حقونو د ترلاسه کولو لپاره سړک ته راوزي اولاريون کوي، هغه مشرته چې دديموکراسۍ د ژمنې لپاره په کورکېنول شوى، هغه سرتېري ته چې ژوند يې له لاسه ورکړى، او د نړۍ ټولو مېرمنو او سړيو ته چې ځانونه يې د سولې قرباني کړي، ورکړله شي .

شيرين عبادي

ښاغلي اوباما ته د ٢٠٠٩ کال د نوبل د جايزې ورکړه له بېلابېلو غبرگونونو سره مخامخ شوه . ډير په دې باور دي چې ښاغلي اوباما ته ددې جايزې ورکړه د هڅونې اړخ لري، ځينې يې ستايي اوځينې يې له وخته مخکې بولي، د بېلگې په توگه د پولند پخواني ولسمشر ليخ والينسه وايي ښاغلي اوباما داسې څه نه دي ترسره کړي چې د نوبل د سولې جايزه دې وگټي اوهغه له وخته مخکې بولي.

خو د نړيوالې اتومي ادارې مشر محمد البرادعي وويل ولسمشراوباما يوځل بيا د اتومي وسلې له منځه وړل د نړيوالې اجنډا په سرکې راوستل نو ځکه د دې جايزې وړ دى او نوموړى يې وستايه :

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د تېرې اوونۍ په غونډه کې د ښاغلي اوباما هغه څرگندونې چې له اتومي وسلې نه د خلاصې نړۍ غوښتنه يې وکړه په دې مانا دي چې هغه پخپله ددې برخې مشرتوب په غاړه اخيتسى دى . له روسيې سره د اتومي وسلې د له منځه وړلو پرسر هغه بحث چې دا دى شل کاله کېږي نه دى شوى ، يو بنسټيز بدلون دى .

تېر ځل ايرانۍ تبعه شيرين عبادي د بشري حقونوپه برخه کې د زياتو هلوځلو لپاره د سولې جايزه وگټله او سږکال د افغانستان د بشري حقونو د کميسيون مشره سيما سمر هم دې جايزې ته کانديده وه. هغه کسان چې د نوبل جايزه گټي ، دا جايزه د دوى په ژوند څه اغېز کوي؟ مېرمن عبادي په دې اړه وايي :

(( هغه کسا ن چې داجايزه گټي ، بايد خپل ژوند د سولې ټينگښت ته ځانگړى کړي، نوبايد ولسمشربارک اوباما هم د نړيوالې سولې د ټينگښت لپاره هلې ځلې وکړي .

د نوبل جايزه د هغې د گټونکو لپاره زيات معنوي ارزښت لري او دا تر ټولو لوړه جايزه ده چې څوک يې په دې برخه کې ترلاسه کوي .))

سلگونونوروکسانوته داجايزې ورکړل شوې دي او اوس هم دا لړۍ روانه ده .

د اقتصاد په برخه کې به د ٢٠٠٩ کال د نوبل جايزه د دوشنبې په ورځ اعلانېږي .

د نوبل سږنۍ جايزه ١ ميليون او ٤ سوه زره امريکايي ډالره ده .

القاعده له مالي لحاظه کمزورې شوې ده :امريکا

د امريکا يو جگپوړي چارواکي چې ترهگرو ته مالي سرچينې څاري وايي په مالي لحاظ القاعده له ستونزو سره مخامخ شوي ده په داسې حال کې چې د طالبانو شتمني د مخدره توکيو د سوداگرۍ او نورو نامشروع فعاليتونو له امله ډېره شوي ده .

ډېوېډ کوهن چې د امريکا په ماليې وزارت کې د ترهګرو مالي سرچينې څاري، وويل چې په تېرو څو کلونو کې د القاعدې ډلې مالي حالت ډېر کمزوری شوی او اغېز يې په لږېدو دی .

نوموړی وايي که القاعده له مالي پلوه کمزورې شوې ده، خو وسله وال طالبان او نورې اورپکې ډلې په نړۍ کې په دې توانېدلي چې خپلې مالي سرچينې څو واره ډېرې کړي .

د امريکا د ماليې وزارت خپلې استخباراتي څانګې لري، چې کار يې د ترهګرو د مالي سرچينو وچول دي .

ښاغلی کوهن وايي چې دغه راز هڅو القاعده کمزورې کړې او په وينا يې سږ کال القاعدې د مرستې راټولولو لپاره خواستونه کړي وو .

دی وايي چې د القاعدې مشرانو ويلي وو که چېرې پيسې ونه مومي، نو د نويو غړو د جذبولو لړۍ به يې له ستونزو سره مخامخ شي .

هغه وويل چې د امريکا د ماليې وزارت په خليج کې له ملګرو هېوادونو سره د القاعدې د مرستو د کشفولو لپاره يوځای کار کوي .

ښاغلي کوهن دا خبره هم وکړه چې طالبان له مالي پلوه په ښه حال کې دي .

دی وايي چې هغوی د کوکنارو له کروندګرو، نشه يي توکو له قاچاق وړونکو څخه په زور پيسې اخلي .

ښاغلي کوهن وويل چې د اورپکو ډلې په ټوله نړۍ کې ورته چلند لري .

دوی د خپلو مالي چارو د پرمخ بېولو لپاره جنايتونه کوي .

ده وويل چې حزب الله ډله د سندرو غيرقانوني کسيټونه او د کمپيوټري وسايلو کاپۍ جوړوي، حزب الله د سګرېټو قاچاق هم کوي .

د پښتو نړيوال کنفرانس پريکړه ليک

  د پښتو نړيوالو كنفرانسونو په لړ كې د ۱۳۸۸ل كال د تلې له ۱۶-۱۷ مې نېټې پورې، چې د ۲۰۰۹م كال د اكتوبر له ۸- ۹ نېټې سره سمون خوري، د كابل ښار د لويې جرګې په تاريخي خېمه كې دوه ورځنى پښتو نړيوال كنفرانس جوړ شو. دا كنفرانس چې د افغان كلتوري ټولنو جرګې په بلنه او نوښت رابلل شوى و، د افغانستان، پښتونخوا، عربي نړۍ، هندوستان، اروپا، كاناډا او د نړۍ له نورو هېوادونو څخه په سوونو پوهانو، ليكوالو، ژورناليستانو، د فكر او قلم خاوندانو، د افغانستان د دولت لوړ پوړو چارواكو او د مدني او كلتوري ټولنو استازو په كې ګډون كړى و. ددې كنفرانس موخه دا وه چې د پښتو ژبې او پښتنو پر وړاندې پرتې ستونزې تشخيص، عوامل يې په ګوته او حل لارې يې ورته پيدا كړي. د كنفرانس برخوالو په څلورو بېلابېلو كاري كمېټو كې د خپل دوه ورځني كار په لړ كې د پښتنو كلتوري، تعليمي، ټولنيزې او نورې ستونزې په هر اړخيز ډول وڅېړلې، عوامل يې راوسپړل  او حل لارې يې په ګوته او ګډې پرېكړې يې وكړې. د پښتو نړيوال كنفرانس برخوالو د خپل كار په پاى كې په متفق ډول دغه لاندې پرېكړه ليك صادر كړ:

۱- ژبه د هر انسان خدايي، طبيعي، بنيادي او قانوني حق دى، پښتانه هم لكه د نړۍ د نورو وګړو په شان دا حق لري چې خپل دا حقوق يې خوندي وي او ګټه ورڅخه پورته كړي. د افغانستان او پاكستان حكومتونو څخه غوښتنه كېږي، چې په ژبنۍ برخه كې خپل مكلفيتونه او مسوليتونه درك كړي، د پښتو ژبې پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه يوسي او د هغې د ودې لپاره هلې ځلې وكړي.

۲- فرهنګي ټولنې، علمي مركزونه، مدني ټولنې او نورې اړونده ادارې بايد په خپل منځ كې همغږې شي او د پښتو ژبې د ودې لپاره هاند و هڅې وكړي.

۳- د روحانيت، روښنفكرۍ او قومي بنسټونو له مخكښانو څخه هيله كېږي، چې په خپل يووالي او پيوستون سره د پښتو ژبې او پښتنو پر وړاندې د پرتو ستونزو په له منځه وړلو كې يو بل سره مرستې وكړي.

۴- له اړوندو علمي او اكاډميكو مركزونو څخه غوښتنه كېږي، چې د پښتو ليكدود د لا يووالي او كره والي په خاطر دې د پخوانيو مهمو ګډو پرېكړو په دوام خپلې هڅې نورې هم پسې وغځوي او په دې برخه كې دې د هر ډول ګډوډۍ مخه ونيسي.

۵- د پښتو ژبې د ودې لپاره دې، د ليكوالو، كلتوري ټولنو، علمي مركزونو او نورو فعالينو ترمنځ دې د همغږۍ يوه نړيواله ارتباطي شبكه جوړه شي.

۶- د فرهنګي فعاليتونو او چارو د ښه سمبالښت لپاره بايد د پښتني فرهنګ حوزې تشخيص او د هرې حوزې د خصوصياتو په پام كې نيولو سره دې هلته د ژبې او فرهنګ د ودې لپاره مناسب مكانيزم جوړ شي.

۷- ټول اړوند ارګانونه بايد د پښتو ليكوالو، قانوني، مادي، معنوي او حقوقي ملاتړ وكړي او د هغوى د كارونو پر وړاندې دې ټول ناقانونه خنډونه له منځه يوسي.

۸- دولتونه او نور اړوند ارګانونه بايد د پښتو ژبې د ودې لپاره د علمي كدرونو د روزنې لپاره هلې ځلې وكړي او داسې اسانتياوې دې برابرې كړي، چې پښتانه هم لكه د نورو په شان د خپل فرهنګ او ژبې د ودې لپاره د وخت له عصري او تخنيكي امكاناتو څخه ګټه پورته كړي.

۹- د افغانستان دولت بايد د افغانستان د اساسي قانون له احكامو سره سم په تعليمي، تحصيلي، سياسي او دفتري ډګر كې د پښتو ژبې تسجيل شوى حق عملي او د پاكستان مركزي او صوبايي حكومتونه بايد په تعليمي نصاب او دفتري چارو كې د پښتو ژبې حقوق خوندي او عملي كړي او ټول هغه خنډونه له منځه يوسي چې تراوسه پورې د پښتو د ودې پر وړاندې پراته دي.

۱۰- د كنفرانس برخوال له ټولو هغو عناصرو  څخه، چې ښوونځي سوزوي او پښتانه ماشومان د زده كړې له نعمته بې برخې كوي، په ټينګه غوښتنه كوي، چې ژر تر ژره له خپل دې عمل څخه لاس واخلي، هېڅ عقيده او هېڅ ايډيالوژي دا عمل نه شي توجيه كولاى. د افغانستان او پاكستان حكومتونه اونړيواله ټولنه بايد له هرې ممكنې لارې چې وي، د پښتنو ماشومانو دا حياتي حق خوندي كړي.

۱۱- د ولس له مخورو، استازو، روحانيونو، حكومتونو، مدني ټولنو، علمي او كلتوري مركزونو څخه غوښتنه كېږي، چې له عام پښتون ولس سره د ځينو هغو كلتوري ستونزو او ناوړه رواجونو په له منځه وړلو كې مرسته وكړي، چې د دوى ژوند يې له ستونزو او كړاوونو سره مخ كړى دى.

۱۲- له ټولو اړوندو ارګانونو څخه غوښتنه كېږي، چې د پښتو رسنيو د ودې لپاره هلې ځلې وكړي. رسنۍ بايد د پښتنو د ژوند او كلتور حقيقي تصوير او پيغام نړۍ ته وړاندې كړي.

۱۳- د پښتنو د ژوند او پښتو ژبې د ودې د څېړنو په موخه د پښتو نړيوالو كنفرانسونو دا پيل شوې لړۍ ډېره موثره ده، بايد وخت پر وخت دا ډول كنفرانسونه جوړ شي او لږ تر لږه دې په كال كې يو ځل پښتو نړيوال كنفرانس داير شي.

۱۴- ددې كنفرانس په څلورګونو كمېټو كې شوې پرېكړې ددې عمومي پرېكړه ليك برخه ګڼل كېږي او د كنفرانس د برخوالو د نظرياتو څرګندونه كوي. او له اړوند دولتي، نادولتي  ادارو او ولسونو څخه غوښتنه كېږي، چې په خپله خپله برخه كې ددې كنفرانس د پرېكړو په عملي كولو كې ونډه واخلي.

دا پرېكړه ليك به د كنفرانس د يوه رسمي سند په توګه ټولو اړوندو ارګانونو ته لېږل كېږي او رسنيو كې به خپرېږي.

افغانستان يوځل بيا دنړيوال غوبل ډګر

ولسي جرګې په هېوادكې د وروستيو ناامنيو په تړاو ددفاع او كورنيو چارو وزيران هريوجنرال عبدالرحيم وردګ، محمدحنيف اتمراو د ملي امنيت لوى رئيس امرالله صالح ورغوښتي وو او دامنيت په اړه يې ترې وضاحت او ددوى دچمتووالي او اجرائاتو راپور وغوښت . دې چارواكيو په يوه غږ ومنله چې سږ كال په هېواد كې دناامنۍ وزرې ډېرې خپرې شوېدي ،دوى پر دې حقيقت اعتراف كړيدى چې مخالفين يې دومره پياوړي شوي دي چې ماته وركول يې اوس ددوى په وس كې نشته .

دهېواد د لوړ پوړيو امنيتي چارواكيو لخواپردې حقيقت اعتراف چې دوى په هېواد كې د ۴۲ هېوادونو دشاوخوا ۱۳۰۰۰۰پوځيانو، پرمختللې پوځي تكنالوژۍ او پراخو لوژستيكي او اقتصادي امكاناتو په ملتيا بيا هم خپلو مخالفينو ته ماتې نشي وركولى دولت او ددوى بهرنيوملاتړو ته داندېښنې وړ خبر ده . كه سړى د مخالفينو د توان او ځواك پوتنشيال، مادي امكانات ، تش لاس، او گرځنده ژوند د افغانستان له امنيتي ځواكونو او بهرنيو پوځيانو سره پرتله كړي او بيا هم په خپله خوله له بري څخه د دوى دمايوسۍخبرواوري نو هماغې پيلې ته رسېږي چې ( جنګ په عقيدې او روحياتو كېږي نه په نفرو او امكاناتو) .

د امريكا د جاسوسۍ ادارى ( CIA )تېره ورځ اعلان وكړ چې د طالبانو شمېر چې په ۲۰۰۶ كال كې ۷۰۰۰ وو اوس څلور چنده شوى يعنې ۲۵۰۰۰ ته رسېدلى دى،كه فرض كړو چې ددوى داوينا رښتيا ده نوبيا سړى دې نتيجې ته رسېږي چې ياخو دطالبانو مخالف جنګېدونكى اړخ ډېر وېرېدونكى ، بې موراله اوكمزورى دى او ياخو دلته يوه بله لوبه روانه ده ،دلته پوښتنه پيداكېږي چې په ۲۰۰۶ كال كې شاوخوا اتيا زرو بهرنيو او له سلو زروډېروكورنيو پوليسو اوپوځيانو ولې اوه زرو طالبانو ته ماتې نه شواى وركولى ؟؟كه دا اوسني ارقام ووينو چې دوى خپاره كړيدي همدا اوس په هېواد كې تريو سل اودېرش زرو ډېر بهرني او همدومره كورني امنيتي ځواك شته دى ، په مادرن وسلو هم سمبال دي، كشفي او د بمبارد الوتكې ،سـټلايټ،سپوږمۍ او ....هم لري نو بيا ولې دوى پنځه ويشت زره دسپكووسلولرونكيو طالبانو ته ماتې نشي وركولى.؟هغه طالبان چې ددوى په وينا په ملت كې ځاى هم نلري او ملت ترې كركه هم كوي ؟
داسې ښكاري چې ځينې هېوادونه قصداَ په افغانستان كې د ناامنۍ اورته لمن وهي. ځينى كړۍ دلته نور اهداف تعقيبوي، دلته په جګړو كې خپلې ګټې ويني. په لوى لاس د ناامنۍ او تاوتريخوالي حجم پړسوي. نه غواړي ددولت مخالفين له منځه لاړ شي.

په دې وروستيو كې د هېواد شمال ته د ناامنۍ سرايت او ورسره جوخت دا خبرونه چې هلته مخالفين په الوتكو كې انتقالېږي د دې دعوې ښه ثبوت دى.

تر دې وړاندې هم دشمال ځينو خلكو داخبرونه وركړي وو خو داچې دولت چپ و نو دوه احتماله دي يا خودولت پرې غوږونه كاڼه كړي وو او پدې ټولودسيسوكې لاس لري او ياخو له بده مرغه چې ښاغلى كرزى وروستى شخص دى چې له دې ډرامو خبرېږي، چې دښاغلي كرزي په اړه داوروستى احتمال ذهن ته ژر تداعي كېږي .

له نظامي نظره د قواوو توازن او بيلانس د جګړې له اوږدوالى سره غوښنه مرسته كوي اوس دلته ښكاري چې ځينى پټ لاسونه غواړي د جګړو د دواړو خواوودځواك تر منځ موازنه را منځته كړي يعنې په لوى لاس داسې ملېشې راپيداكړي چې نوم اويونيفورم يې د طالبانو وي ، اكمال يې دبهرنيو لخوا وشي او دهمدوى په قومانده له دولت او مخالفينوسره وجنګېږي . چې پدې توګه يوه خوا هم بلې ته ما ته وركولى ونشي او جګړه اوږده شي، داچې افغان امنيتي چارواكيو ولسي جرګې ته ويلي چې نه دوى طالبانو ته ماتې وركولى شي او طالبان هم دومره پياوړي ندي چې دوى ته ماتې وركړي داهماغه دځواك دتوازن ذهنيت پياوړى كوي، ښايي دافغان دولت مخالفينو او جوړو شويومليشو ته هم دومره ځواك او وخت ورنكړل شي چې افغان دولت او ددوى ملاتړي له پښو وغورځوي ، ځكه بياډرامه ختمېږي .
اوس نو په داسې شرايطو كې د افغان حكومت ، طالبانو ، حزب اسلامي او نورو مسئووليت څه شى دى؟ اوس ددوى دنده داده چې حساس واوسي، د غرضي هېوادونو او كړيو منافقانه چلند درك كړي، له دې دوه مخو سياستونو سره هوښيارانه او مدبرانه چلند وكړي.

دوى بايد د نورو د ګټو قرباني نشي، خپلې ملي او ديني ګټې په پام كې ونيسي لكه څرنګه چې نور هېوادونه خپلې ملي ګټې تر نورو مهمې ګڼي دوى هم بايد داكار وكړي . د دې لپاره تر هر څه لومړى بايد هڅه وكړي چې په افغانستان كې د جګړې او اور كمپله ټوله اوجنګ د افغانستان له پاك حريم څخه ووېستل .

اوس بايدعايق عقلونه او افكار هادي شي ،ويده ضميرونه ټكان وخوري دانصاف او افغان ولس غوښتنه داده چې دواړه افغان لوري ددسيسوپر وړاندې يوځاى او يوموټى شي،بايدسوله راولي ،په افغانستان كې دجنګ پلمې او دبهرنيوځواكونو دشتون توجيه ګانې خنثى كړي. داموخه د بين الافغاني تفاهم ، سولې، انعطاف، جوړ جاړي مصلحت او مذاكرې له لارې ښه ترلاسه كېږي ، دلته اوس خلك د كبانو د نيولو لپاره او به خړ وي، خپل استعماري اهداف پلي كوي ، د دوى د اهدافو لپاره افغانان او افغانستان سوځوي، افغانانو ته اهميت نه وركوي، په چارو كې يې لاسوهنه كوي نو دادهر افغان دنده ده چې افغانستان دوزلوبې دډګر له ګرځولو څخه وژغوري . نوربايد چاته اجازه ورنكړو چې افغانستان دخپلو شوموموخو قرباني كړي او د ستروښكيلاكي هېوادونو دپټواوښكاره جګړو ډګر يې وګرځوي.
نوربايد له زه او ته تېرشو كه نن مو داحساسيت درك نكړ نوسبا به نه ته يې او نه زه .هغه مرغيودجنګ او د پيشودخلاصون خبره به وي .

محمدحسن حقيار

اوس موږ خپل خادمان لمانځو

 محمدحسن حقيار

haqyar@gmail.com

     د تلې په ۱۶ مه او اوه لسمه چې د پنجشنبې او جمعې له ورځو سره سمون خوري كابل ښار د پښتو د نړيوال ستر سيمينار كوربه وو، دا پرتمين سيمينار د لويې جرګې په خېمه كې جوړ  او په برياليتوب ترسره شو. د سيمينار د ګډونوالو له جوش او جذبو، خوښۍ، پرېكړو، تصميمونو او كاري استقامتونو څخه ښكاري چې دا سيمينار ډېر ګټور او مېوه لرونكى و، د جوړوونكيو هيلې يې تر سره او منګولې يې ډكې شوې.

     دا سيمينار له ډېرو ځانګړنو او نوښتونوڅخه برخمن وو، كليشه يي  او عنعنوي طريقې يې پرېښې او ډېرې نوې او ګټورې لارې چارې پكې وكارول شوې په سيمينار كې ستړې كوونكې ويناګانې، كاذب شعارونه، دروغجني ژمنې او په سراب پورې تړلې هيلې نه وې. په هره موضوع او هره برخه كې عملې ګامونه واخستل شول، د ارادو، تشو وعدو، راتلونكې ته د كار ځنډولو، له كار او مسئووليت د تېښتې پر ځاى هغه د تبليغانو خبره هر څه نقد تر سره كېدل لكه څرنګه يې چې نوم د پښتو نړيوال سيمينار وو همدارنګه مسائل او ستونزې هم د ټولو پښتنو،  لرې او برې پښتونخوا او د پښتون مېشتو سيمو په كچه يادې عوامل يې په ګوته او د حل لپاره ورته لارې چارې وموندل شوې، پدې سيمينار كې په لره او بره پښتو نخوا كې د پښتنو د ټولو حوزو او له ګڼو عربي، اروپايي او امريكا هېوادونو سلګونو نارينه او ښځينه استازيو، اديبانو، ليكوالانو شاعرانو سياست پوهانو ،مخورو او با نفوذه اشخاصو برخه اخيستې وه، د غونډې ستر نوښت  دا وو چې پرته لدې چې وخت په خبرو او ژمنو تېر شي ستونزې او ناخوالى په څلورو كټګوريو او برخو ووېشل شوې، هرې برخې ته لسګونه پوهان  د نظر خاوندان اوپه اړونده موضوع كې متخصصين وټاكل شول ،اوپه اتفاق اومشوره ورته له څېړلو وروسته دحل لارې چارې وموندل شوې. سيمينار له  هرپلوه سوچه اوافغاني رنګ درلود  ،څومره چې زه خبريم ، له نېكه مرغه دپښتوپه نوم كې په پښتواودپښتنوپر ارزښتنوسوداګري نه وه، ټولې  مالي او ادارې چارې شفافې وې ،له موسسو، انجوګانواو  سفارتونو   پكې يوه روپۍ هم نه وه اخستل شوې.  هېڅ ډول مشروطې او مقيدې مرستې پكې نه وې ،يواځې اويواځې  د زړه سواندو او احساس لرونكيو افغانانو په مرسته ترسره شو  اومرسته كوونكي اړخونه هم پكې وښودل شول ،.

غونډه له پوره نظم اودسپلين څخه برخمنه وه ،جوړونكيويې داجنداپه جوړولو كې پوره دقت كړى وو، دوخت اودستونزو د ارزيابۍ  دحجم ترمنځ پوره بيلانس په پام كې نيول شوى وواوكه دعوه وكړوچې ښايي په پښتون مېشتوسيموكې به لومړنۍ غونډه وه چې دوخت اقتصادپكې په نظركې نيول شوى و اوله لږ وخت څخه اعظمي ګټه واخستل شوه نوبې ځايه به نه وي .  خو داخبره هم ديادونې وړده چې ددې سيمينارجوړول ،نظم، نسق، دسپلين، اقتصادي اوامنيتي چمتوالى ،دپروګرامونو وېش ،دشعارونو، بروشرونو،او...چاپول او چمتوكول كومه تصادفي او اسانه چاره نه وه ،دې كارمياشتې مياشتې زحمت، بې خوبي ددروازوټكول، صبر،زغم، انرژي او هراړخيزه قرباني غوښتې ده. اودازماپه څېردهركمزوري شخص د وس خبره نه ده.

هسې خبررانه اوږده شوه ماغوښتل چې ديوافغان اوپه ځانګړې توګه ديو پښتون په توګه له خپلو ورونو (ددې سيمينارله جوړوونكيو اوتنظيموونكيو)مننه وكړم ،چې پدې حساسوشرايطوكې يې چې پښتون قام، پكې دژرندې دپلونوترمنځ راګيردى، نړيوال ښكيلاك پرې د(ژينوسايډ)پلان عملي كوي ، دځپلو، سپكولو، وژلواو مريي كولولپاره يې ختيځ او لوېديځ بلاكونو دځينوګاونډيو په مرسته هڅې اوجدي كمپاين پيل كړى، دا ډول ګټوره اواړينه هڅه وكړه. اوس پښتو تر بل هر وخت ډېره مظلومه، محكومه او تر لاس لاندې ده، د پښتو په حاكميت كې محكومه او پخپله د پښتنو حاكمانو له لاسه ورځ په ورځ له انزوا او تجريد سره مخ كېږي. همدا ډول په داسې شرايطو كې چې ځينې كړۍ غواړي د ډيورند منحوسه او منفوره جبري كرښه پر پښتنو د سرحدپه توګه و مني،  نو په داسې نازكو شرايطو كې د دا ډول نړيوال سمينار جوړول او لراوبر پښتانه تر يو چتر لاندې راغونډول هم سياسي، هم كلتوري، هم ټولنيز او هم ملي ضرورت وو.

د دې  سيمينار په جوړولو كې ډېرو ورونو او خويندو خولې تويې كړي او زحمت  يې وېستى دى زه نه غواړم چې د مننې لپاره اوږد لست  خپور كړم، ټول پيژنم هم نه ، خو څومره چې زه خبريم پدې اړه تر نورو ټولو ډېره هڅه د ښاغليو او منليو ورونو ډاكتر محمد خوشال روهي، ډاكتر محمدابراهيم شينواري، انجنير ملنګ ابراهيمي، انجنير اكبرجان فولاد ، استاد محمد اسمعيل يون،ايمل شمس،زرين انځور، ډاكتر ماخان شينواري،ډاكتر يحيى وردګ ، اسراركريمزي ،حميدالله محمدشاه او غريب صاحب  وه. زه خپلو دې مشران ورونو ته كور ودانى وايم، مننه ترې كوم او زيرى وركوم چې افغانان  د دوى خدمتونه نه هېروي. اوس  دا دعوه او ګيله ايكسپاير(تاريخ تيرې ) ده چې پښتانه خپل ژوندي  خادمان نه لمانځي او نه  يې ستايي   ، اوس موږ خپل رښتيني خادمان  ستايو  او د (سيد القوم خادمهم) په مصداق يې خپل باداران بولو  په ليمو يې ګرځوو، ښه ژوند، سكون، هوساينه او د خپل قام د خدمت لپاره ورته د الله(ج) له دربار ه توفيق، توان او جديت غواړو.

موږ به ولې پر دوى نه وياړو، ولې به يې هڅوته د قدر په سترګه  نه ګورو، زه په دوى كې داسې شخص هم پېژنم چې په بهركې يې خپل هوساژوندپرېښى، دلته دخپل قام اوژبې دخدمت لپاره راغلى دى  زه خبرشوى يم  چې يوې بهرنۍ ادارې  ورته په كابل كې له دوى سره هره مياشت د لس زرو يورو مياشتني معاش په  بدل كې  د كار وړانديز وكړ خو ده و نه منله او د خپل قام د خدمت لپاره د نړيوال سيمينار په جوړولو مياشتې، مياشتې پرلپسې هلې ځلې كوي  او وړياخولۍ تويوي ، داسې قام ته  چې د مننې هيله هم ترې نلري.

     د پښتو  په ګلبڼ  كې د داسې ګلونو شتون زموږ نيمژواندې هيلې را ژوندئ كوي. د داسې ګلونووږمې زموږ مړه احساسات راژوندي كوي .

زه يو ځل بيا له دوى او له ټولو هغو ورونو او خويندو څخه د زړه له كومې مننه كوم  چې د دې سيمينار په جوړولو كې يې برخه اخستې، تر شا يې  درېدلى، او پكې يې ګډون كړى دى.

هيله لرم چې د سيمينار د پرېكړو د عملى كېدو لپاره هم جدي هڅې وشي. لراوبر پښتانه بايد پوه  شي چې هغه د فخر افغان خبره (لا به يو كېږو ګنې وركېږو).

داسې ښكاري چې نور نو د پښتنو رنساس پيل شوى دى او پښتانه پوه  شوي چې د انټرنيټ، سټلايټ، سپوږمكۍ او په داسې دوره كې چې نور قومونه در ګرده د مريخ او زحل په تابع كولو بوخت دي د خداى(ج) پدې  ارته ځمكه كې د دوى ځاى او حيثيت كوم دى؟

     بيا هم هيله لرم چې هر پښتون ليكوال د استاديون غوندې خپل ولس ته يوځاى ۳۴ كتابونه ډالۍ كړي ،قلمونه په لاس كې وركړي او ټوپك ترې واخلي .

كله مې زړه غواړي چې له ځينو  ارګ مېشتو ليكوالانو او په كلتوري برخه كې      مشاور وزيرانوڅخه  دقام او ژبې په اړه ددوى  د بې تفاوتئ ګيله وكړم چې ولې يې كم تركمه له وظيفوي پلوه  هم پدې درانه سيميناركې چې دنړۍله ګوټ ګوټ څخه ورته خلك دډېروستونزو په زغملو راغلي وو  تشه برخه هم وانخسته ،خوبيا وايم چې هسې نه زما تشه ګيله هم خپلې دندې او ملي مصلحت !!! ته چې دړندو سترګو اوښكه  يې بولي  خطر ونه ګڼي .

خپله ليكنه د سيمينار ټولو جوړوونكيو ته په دې دعائيه لنډۍ

 كه به زما په دُعا كېږي

خداى دى (خادم )كړه چې سلام ته دې درځمه.

  او دحمزه بابا په دې   بيت  چې :

خداى دې مئين ډېركړي  چې خېرې كوي

نور راته هېڅ  چل ددعا نه راځي

 پاى ته رسوم  .

نړۍ د تورغر په نندارتون کې ووینئ



په نیویارک کې د فلش میډووز د ټینس لوبغالی
د جرمني د فرانکفورت د موټرونو په نړیوال نندارتون کې ګڼ شمېرخبریالان د مرسدیس یا بینز تریوه نوي ماډل راچاپېر شوي دي
د لیبیا مشرمعمرقذافي چې د خپلې واکمنۍ په څلوېښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې حاضرشو،د خپلې وینا په پای کې لاسونه پورته کړل - قذافي د خپلو خاصو حرکتونو او څرګندونو په خاطر دا ځل د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې حتی تراحمدي نژاد هم زیات پام ځان ته واړاوه  
د فرانسې ولسمشرنیکولای سرکوزي وینئ- هغه د ملګروملتوپه عمومي اسمبلۍ کې ترګډون مخکې  په نیویارک کې خپل هوټل ته نژدې په یوه واټ کې له خپلو ساتونکو سره ورزش کوي
څرګنده نه ده چې د بریتانیا صدراعظم ګوردن براون د جاپان له لومړي وزیریوکیوهاتویاما سره په څه ږغېږي چې داسې خوشاله ښکاري
له ډېرې خندا اوخوشالۍ د امریکا د بهرنیوچارو د وزیرې هیلري کلینټن سترګې نژدې دي چې راووځي 
د لیبیا مشرمعمرقذافي د ملګروملتو دعمومي اسمبلۍ  څلورشپېتمې غونډې ته د وینا په وخت لاس په سر ایښی - ممکن قذافي چې د کیږدۍ په ژوند روږدی شوی، د ملګرو ملتو په پخې ودانۍ کې زړه تنګی شوی  وي او یا کېدای شي  ډېرو خبرو ستومانه کړی وي 
د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د کویتي پلاوي عکس وینئ چې له یو بل سره پس پسی کوي- یوه یې خولې ته لاس نیولی چې څوک یې پر پټو خبرو پوی نه شي

د سپوږمۍ په خاوره کې د اوبو کشف

له نویو څېړنو معلومه شوې ده چې د سپوږمۍ په هر ټن خاوره کې یو لیتر اوبه شته.

د هند د سپوږمکۍ له اخیستو انځورونو څرګندیږي چې د سپوږمۍ په خاوره کې داسې مواد شته چې هیدورکسېل ته ورته دي او دا د اوبو په موجودیت دلالت کوي.

څیړنې څرګندوي چې د سپوږمۍ خاوره تر سره لاندې وړانګې جذبوي چې دا هم په دې کرې کې د اوبو شتوالی ثابتوي.

له دې کشف سره تیره خبره ناسمه وګڼل شوه چې سوږمۍ وچه ده خو په سوږمۍ کې د روانو اوبو او یا هم جامدو اوبو درک لا هم نه دی لګیدلی.

د ترسره شوې څیړنې له مخې که چیرته ۷۳۰ متره مکعب خاوره تجزیه شي نو د څښلو یو ګیلاس اوبه به ترې ترلاسه شي.

ویل کیږي چې سپوږمۍ ۴،۶ ملیارډ کاله مخکې پیدا شوې ده چې دا د مځکې عمر ته ورته وخت دی او سپوږمۍ له مځکې ۳۸۳ زره کیلومتره لرې ده.


کله چې لمر ډوبېږي اسمان ولې سور رنګ غوره کوي؟::

 اناهيتا روهي

   کله چې لمر په خپله تل يو رنګ لري،نو څنګه اسمان ته بېل بېل رنګونه ورکوي ؟ کله چې ماښام لمر ډوبېږي نو رڼا يې بل ډول ماتېږي يا بل ډول منعکس کيږي.  هغه ﻻره چې د هوا په تشيال کې د لمر رڼا پرې تېرېږي، ډيره لويه ده. د لمر د ډوبېدو پر وخت ټول رنګونه موجود وي خو موږ يوازې سور رنګ وينو ځکه سور يوازينی رنګ دی چې له  ورايه ښکاري.

 که چيرې هوا بيخي صافه وي نو داسمان رنګونه تت ښکاري، که غبار وي د اسمان رنګ نور هم تياره او اغېزمن وي. همدا لړۍ په لمر خاته کې هم تکرارېږي خو توپير يې يوازې دا دی چې د اسمان د رنګ بدلون په لمر خاته کې  ختيځ لوري  او د ډوبېدو په وخت کې لويديځ لوري ته ښکاري.

 

بیزو په انسان بدله شوې؟

امریکایي عالمانو نوې نظریات وړاندې کړې دي چې له مخې یې د داروین د تکامل نظریه ردیږي.

دا نوې نظریه وروسته له هغه وړاندې شوه چې د امریکا کین سټېټ او کالیفورنیا پوهنتونونو د بشر د یوه نسل په اړه څېړنه وکړه. د دغو پوهنتونونو څېړونکو په اتوپیا کې یو جسد وڅیړه چې نژدې څلورمیلیونه او څلورلکه کاله پخوانی دی. دې بشري جسد ته دوی د (( اردي )) نوم ورکړ.

 

عالمانو د پنجشبنې په ورځ د اکتوبر په لومړۍ نیټه اعلان وکړ چې ( اردي ) ثابتوي چې انسان د شمپانزې بیزو په ډول د نورو موجوداتو متکامل شکل نه دی.

دغه څېړونکي وایي چې ( اردي ) د انسانانو له نیکونو څخه دی چې د هغو حجرات نه دې شپانزې او نه هم د نورو بیزوګانو پرمختللې بڼه ده.

 


دغو څېړونکو زیاته کړه چې ښایي اردي تر اوسه تر ټولو د پیژندل شوي انسان مشر نسل وي ځکه چې تقریبا یو میلیون کاله تر (( لوسي )) چې پخوا تر ګردو زوړ انسان بلل شوی و، زوړ دی.

اردي

عالمانو د اردي په برخه کې ویلي دي چې دا موجود ښځه ده اوږده یې یو سل او شل سانتي متره دي او وزن یې شاوخوا پنځوس کیلوګرامه.

 

له څیړنې څرګندیږي چې د اردي سر د بیزو په څېر دی او د پښو ګوتې یې داسې غونجې دي چې په اساني ونو ته ختلای شوای خو د لاسونو ګوتې یې بیا اوسنیو انسانانو ته ورته دي او د شمپانزې او ګوریلا غوندې منحني شکل نه لري.


افغانستان ولې تل د منفي سیاستونوښکاروي؟

وروسته تر دې چې نړی والې ټولنې افغانستان ته مخ راوتړاوه نو دلته ډيرنوي هیلې او نوې اندونه د دې هیواد د اوسیدونکو سره پيداشول چې د دې اندونوڅخه یو یې هم ټاکنې وې چې دا ټاکنې بیا کیدای شي د یوه سم سیاست پوه لخوا د سم سیاست د کارونې لپاره ترسره شي.هوکې که چیرې دسیاست پيژند ته ځيرشونوسیاست به داسې مانا وونه لري لکه څنګه چې یې زمونږ سیاست مداران کاروي.ځکه سیاست په قانوي توګه دکارونوسمبالولوته وايي نه دې ته چې زمونږاوسني سیاست مداران ترې منفي پيژند واخلي هغه هم داسې چې خررنګه اوهرقسم چې کیږي خپلوموخوته ځان رسولوته د دوی په اصلاح سیاست وايي.تاسو وګوری په افغانستان کې شوي او روان سیاستونه تل د ځان په ګټه کارول شوي دي ځکه زمونږسیاست پوهان نه غواړي چې دوی داسې سیاست وکړي چې که چیرې دوی د دې سیاست په کارولوسره ماتې هم وخوري خو د دوی د هیواد هرڅه په خپل ځای اوسم پاتې شي نه داچې لکه څنګه چې روان دي.
په افغانستان کې د ټاکنود نیټې د رانیژدې کیدو سره سم ډيروخلکوپه یوه اوبل نوم ځانونه د ولسمشری او ولایتي شوراګانود نوماند په توګه خپل ځانونه ونومل چې ځينې په ولایتي شورا کې ځينې بریالي اوځيڼې خو یې لابریالي هم نشول.او د ولسمشری او ولایتي شورافرق داوو چې ولسمشری ته یوازې یو کس په کار وو نه لکه ولایتي شورا چې هر ولایت ته د هغه ولایت د نفوس اوموقیعیت سره سمې څوکی ورکول کیږي.خو دلته هرچا هرڅه وکړل درغلي وشوې د خلکو غوږونه د یوې رایې په خاطرغوڅ شول خلکواوټول هیوادځانونه په خطر کې واچول او لاړل د رایو د صندوقونوشاته اوخپلې رایې یې وکارولې.که هرڅه وو خومشت نمونه خروار.وروسته تردې چې رایې په محلونوګې وشمیرل شوې او کابل ته یې پایلې را ولیږدول شوې نو ناندرې پیل شوې اوهرچا چې ځان ته د دې وطن غمخور او د بلون راوستونکی ویل د دې ډلې مشري هغه په غاړه واخیسته.والیان د مرکزي دولت پروړاندې وهڅول شول،د بهرنیانوسره ناسمې او هیواد خرڅونکې کتنې وشوې........خوداسې ډيرڅه وشول چې یو یې هم د کولونه وو.خوپه پای کې همدې نوماندفیصله په دې وکړه چې درایوپایلې نه مني ځکه دی نه ده بریالی شوی نودی غواړي داځل د دې په ځای چې د خلکو غوږونه پرې شي باید چې پښې یې پرې شي د دې په ځای چې دې هیوا د ته یوڅوروپي خیر ور واړوي ښه داغده چې د دې هیواد لپاره بیا په میلیونودالرد دې ښکارشي چې ګواکي ټاکنې بیاځلې وشوې او دلته بهرنیانو هم اوبوخړولې اوماهیان یې پکې نیول.د هرچاسره رنګارنګه لیدنې کیدې هرچاته رنګارنګه وعدې ورکول کیده او دې منفي سیاست پوهانو هم داسې په هو سره سرونه ورته ښورول چې هیڅ تصور یې نه کیده.دوی د دې په ځای چې د دې هیواد امنیتي وضعې خراب اقتصاد او نوروناخوالوته کتلي وای دوی دې ته کتل چې دامظلوم هیواد او مظلوم وګړي په چا د دې لپاره خرڅ کړي چې دی قدرت لاس ته راوړي،اویا په را روان حکومت کې ورته بیا یوه ښه غټه څوکۍ په لاس ورشي ځکه دوی خو بې د دغې څخه هم د دې مخ دې هیواد ته نه لري چې دوی به پرې داسې باورکړی وي چې راځه ورته رایه ورکړه چې خدمت به درته وکړي.که چیرې د شخصیت،علمیت،وړتیا،اود نړی والې ټولنې ملاتړ ته راشو د ولسمشرکرزي په ګډون او جمع دانور نوماندان یوه هم دومره لوړشخصیت،علمیت او وړتیا نه لرله ښاغلي ډاکټراشرف غني احمدزي صاحب چې درلودله خو ووګوری هغه ښاغلی د دې لپاره چې داهیواد او پکې میشت وګړي نور اوبیاځلې وونه ځوریږي اووونه کړیږي،خپله ماتې وومنله داسې نه چې ډاکټرصاحب ماتې خوړلې وه بلکه ده ځان ته د دې لپاره چې د افغانستان اوسنی حات یې په پام کې نیولی وي ځانته ماتې ورکړه او کرار کښیناست او ورته ګوری چې همداسې ناست پاتې شو،خوزه بیا هم په دې آند یم چې د دې هیواد لپاره به هغه کرار نه کښیني او تل به ورته هلې ځلې کوي ترڅو داهیواد د تل لپاره په خپلوپښو ودروي.او چې څومره زه خبر یم اوس اوس یې لاهڅې پيل کړي دي او که خدای کړي وي د نوروټولوڅخه ډير به ډاکټرصاحب اشرف غني وکولای شي له دې هیواد سره زیاته مرسته وکړي.
خوبیرته راځم خپلې موضوع اومنفي سیاست ته:دلته بیا هم ځينونوماندانوخپلو منفي سیاستونوداسې زور ورکړ چې که چیرې نن د دې ډيری وګړي نالوستي دي خوڅوکاله وروسته به په دې وپوهیږي چې ایا څوک د دې د ولسمشری وړ وو.نن چې ټول افغانان د ولسمشر کرزي څخه ملاتړ کوي او بیاځلې د رایه ورکونې څخه ډډه کوي لامل یې دا نه ده چې ګواکي کرزي دې هیواد ته ډير داسې وړکارونه کړي خو لامل یې دا ده چې بیاځلې رایه ورکونه هیڅ امکان نه لري ځکه تاسو هره ورځ د هیواد د هرې برخې څخه رنګارنګ راپورونه اورې،اوبل داچې د دې هیواد اوسیدونکو د دې هیواد په تیروټاکنوکې هغه څه ولیدل کوم چې د طالب وسله والو لخوا ویل کیدل رایې سمې وونه شوې دخلکوڅخه پزې اوګوتې پرې شوې د رایه اچونې سم امکانات لانه وو که ووهم ډير محدود خو دلته هرڅه چې وو د دې هیواد د وګړوجرات او غیرت ووچې په دې ټاکنو کې یې ګډون وکړ.وګورې په تیرو شویوټاکنوکې د خدای په فضل په شمالي ولایتونوکې امنیت یوڅه سم وو خو اوس اوس وګوری هلته څه حال ده د سهیل او ختیځ د جګړو او وژنو انځورونه هلته هم د خلکو ترسترګوکیږي.ولې زمونږدسیاست داځینې وکداران داسې سیاستونه کاروي چې دوی یوازې ځانې اویاسمتي ګټې پکې لټوي.کله دځان څخه پښتون،کله هزاره او کله اوزبک جوړوي،دلته د اوزبک،هزاره،پښتون،او بلوڅ توپيرنشته دلته ټول افغانان او دیوشان حقوقودرلودونکي دي خو دوی د دې څخه هم ګټه پورته ک،ي اوداسې ناسم سیاستونه کوي چې یوځل بیا دا لږڅه سره نیژدې شوي ټبرونه بیا غواړي تیت اوپرک کړي او دوی ته دا زمینه برابره شي چې دوی یوځل بیا د ولسمشری څوکۍ په خپله.....پسې نټ اوبولټ کړي اوهرځای یې بیا سرګردانه په ځان پسې وګرځوي ولې داسې کیږي دا کړنې به څومره د دې هیواد لپاره په ګټه وي.که چیرې دی د نه پوهې له امله داسې کوي د ده سره داکاري ټيم چې دوی هم ځانونوته د دې هیواد ریښتوني او خدمت کونکي بچي وايي دوی ولې دې خپل نوماند ته داسې نه وايي چې اشنا ستا دا کومې کړنې چې ته یې د دې هیواد لپاره ترسره کوي د منلو وړنه دي او نور د دې ناسمو کړنوڅخه چې د دې هیوادپه وړاندې یې لرې تیرشه اوراځه د یونوم اویوه سیوري لاندې چې هغه د مسلماني اوبیا د افغانیت سیوري لاندې راټول شي.
ځکه د دوی ډاکټرصاحب اشرف غني ته ورته کړنې سیاستونه او کړنې کولای شي هیواد له دې بدبختي څخه وژغوري او د دې هیوادپه راتلونکې سم او کره کتنه ووشي.نه داچې لکه د ډاکټرعبدالله کړه وړه چې د دې هیواد د ټولووګړوپه ګډون یې آن دټاکنوترخپلواک کمیسون اونړې والې ټولنې د خواشینې په تار کې پيلې دي او بس دا وايي چې یا قدرت غواړم اویاکه بیامې هرڅه وکړل هغه کوم.د ده داکړنې اوس اوس د خلکو دومره د نفرت لامل شوې دي چې اوس اوس عام خلک وايي چې که چیرې د ده له دې ورته کړنوڅخه مونږ د مخه خبروای نو حتی د ده کمپاین ته به مو دا اجازه نه وه ورکړې چې دوی ځانته کمپاین کړی وای.چې د دې پيښې ځينوثبوتنه یې هم د دې ځینې انځورونه دي چې په ډيرو ولایتونو کې شکول شوي اویا خو لکه د لوګرپه ولایت کې په توروموبلینوسره توررنګ شوي دي.هوکې د دې منفي سیاستونوڅخه به مونږ نورڅه ووموندلای شو؟.د دې پوښتنې ځواب د ډاکټرعبدالله او د ده همفکره طرفداران راکړي.ترڅو مونږ وکولای شو بیا وروسته تر دې پرې قضاوت وکولاشواونور د دې منفي سیاستونوڅخه وکولای شو خلاص شو.ځکه هغه د ډاکټرصاحب اشرف غني احمدزي د علم اوڅيړنې څخه ډکه خبره ده چې افغانستان خو څه د سیاستونولابراتوار نده چې هرڅوک راځي اوخپل سیاستونه دلته ګوري.د د ې ځوریدلي او کړیدلي هیواد د بیارغونې اوسمسورتیاپه هیله.

محمدالله آرین احمدزی

رباني کړﺉ جنایت پر بل اچوی او سیاف د بل سر تېریدنه دځان کوی

د مسعود د مړیني د ۸تم تلین په یاد غونډه کې رباني غربیان تورن کړل چې په افغانستان کې د شورویانو د ماتی وروسته یې پر مجاهدینو خپلې مرستې بندی کړی، د سخت دریزو او بنسټ پالو په نومو یې تورن کړه او خپلو کې په جنګ سره واچول او سېاف ادعا وکړه او چلنچ یې ورکړ :"امریکایا کې امدن مجاهدین را از صحنه کشیدن به زعم خود به تناهی آمنیت مې اورد. بیا آلې پوره کنه." په سر کې باید د ملت پام د دوی دې کړنې ته راواړه وو چې مسعود خو د اسلامی امارت سره د بغاوت په جګړ کې وژل شوی، د شریعت له مخې داسلامې نظام په ضد پاڅون او جګړه ناروا ده او مرتکب کونکې یې باغي ګڼل کېږي سره لدې هم دباغي مسعود یاد غونډه هر کال جوړیږي. لیکن یو میلون افغانان چې د د شورویانو د اشغال په وخت کې شهیدان شوی هغوی یې داسې هېر کړي ته به واې چې د بړستنې لاندی یې ساه ختلې وی. د خداې پر مخلوق باندې د خدایې حکم چلول، د هغوې پر سر او مال ځان واکدار ګڼل، د خپل دګټو اواقتدار لپاره جنګول، ځان پرې فوق او برتره شمېرل د ظالم مرسته کول او مظلوم څملول دا ټول د دین اوشریعت خلاف کړنه ده لیکن د اسلام ماسک پوښانو دا هر څه وکړل او لاهم یې کوی. کره او څرګنده بېلګه یې د رباني، سیاف، عبداله او ملګرو لخوایې پرلپسی هر کال د مسعود د تلین لمانځل او د یو میلون نورو شهیدانو هېره ول او د لا لوړو مقامونو لرل او تر لاسه کولو په موخه مظلوم ولس د مجاهدینو د حق ګټلو په پلمه په جنګ اچول دي.
اوس به راشو آصلي موضوع ته! ربانې صېب خو د اسلامي نړۍ په عالي پوهنتون الازهرکې روزل شوی. سپیڅلی قران او احدیث یې تفسېر کړیدی یقیناً چې د دې آیتونو ژباړه به یې آورېدلې وی چې عزت او ذلت د څښتن تعالی لخوا ده. (کوم بنده چې د یو متر په واټن خدای ج ته نزدې کېږي الله پاک یې لس برابره ځانته وربولي او که څوک د هغه له بنده سره یو چند مدد کوی خالق تعالی یې لس چنده مجرا ورکوې د مخلوقاتو د خالق یو قول هم دروغ ندی. که ښاغلي په ریښتیا سره د خپل خالق په ژمنو ایمان او باور درلودای نو بې له شکه چې جهاد به یې د اسلامې شعور په رڼاکې د دین د دښمنانو په وړاندې کړی وی او د خپل ولس د عزت اوعفت د خوندي کولو په خاطربه جنګېدلی وی. پدې اساس باید رباني د رب العزت د لوی عظمت په قوت او ډاډ تکیه کړیوه او د هغه بې شانه دربار ته د مرستو او مدد هیله من وای. نه هغو ته چې کولتوري، ژبني او آتنېکي اړیکی ورسره هیڅ نلري او د دین او شریعیت بنېادي دښمنانان یې دی. زما مطلب دا ندی چې دوی به د هیواد او اسلام د دښمنانو په وړاندی له غربیانو څخه مرسته نه اخستی. زه په جرآت سره وایم چې ريښتني انسانان باید ریښتني حقیقت ومنی چې موږ دانساني ټولنې جز یو او په کې ژوند کوو. مکلف یو چې د ورځنې ژوند د پرمخ بیولو اود ښه ځلانده سبا لپاره تن، کورنۍ اوهیواد له نورو هغو سره اقتصادي، سیاسي، کولتوري د راکړې ورکړې تعاون او تعلوقات ولری او هر مسلمان باېد په مشروع او معقولو اړيکې نیولو کې د اصلاح او صفا راوستلو په خاطر په سر کې مسلمانان مخکښ وی، پدی چې اسلام د دعوت دین دی. د رباني صېب په وینا د شورویانو له ماتی وروسته چې امریکایانو پرې مرستی بندی کړیوی دعقل او ریښتني ضمیر په لرلو سره باید د پخوا په شان یې پرې ډاډ او باور نه وای کړای د هغوی غوښتنې او قوماندی به یې نه منلې. دا چې مجاهدین یې ترهګر ونومول نو بیا به یې چورلټه زړه ترې راشکولې وه. خپل منځي جګړو ته دهڅولو او لمسون په وخت کې باید عقل یې سر ته ورغلې وه. چې دا خو همهغه ابلیس ده چې لومړی یې په نیمایې لار کې یوازې پرېښولو او دوهم یې ترهګر ونومولو او اوس مو د خپل منځي جګړو په ښکیلولو کمزوره اوضعیفه کوی او بل خپلو تورونو ته د حقیقت جامه وراغوندي. د پښتو متل دی .... په عین ځای دوه پلاه ټکر نه خوري نوته څنګه اسلامیست پرفیسور یې چې عیسایانو دری پلاه خطاوېستي. زه پدې باور یم که مرګ درسره جفا ونکړي څه موده وروسته خپل کړي جنایتونه به د عادت له مخې د تېر په څېر د بل په غاړه ورواچوی. تاریخ شاهد دی د امریکایانو د یرغل په پیل کی مو دهمدې جنایتو پړه پر ګلبدین واچوله، چيغه دې کړه په دفاع وزارت کی د ای اس ای او دهغه مخابراتي مکلمې خبرې ثبت دي هغه د پاکستان په حمایه او قومانده پرموږ جګړه تپلې وه. (بې بې سې ۲۰۰۱/۱۰/۱۷)
او هاغه وخت دې ګمان کاوه چې بایللی د ارګ ماڼۍ به امریکایان را ته له طالبانو وګټی او بوش ته دې زارۍ کولې چې په وړو بمونو چاره نه کیږي د بي52 نه کار واخلې هاغه هم لویشت په لویشت بمونه واچوی پدی چې د طالبانو منګولې د زورې په شان خښې دي.
د رباني د خبرو جاج دادې. که غربیانو پرې ډالر او وسلې نه وای بندی کړی، بنیاد ګر او ترهګر یې نه وه نومولي جمعیت او نظارشورا جګړه نه پیله وله. موږ بې کوره، وږي او تږي افغانان له تاسو پرفیسرانو اواتلانو اسلامیستانو نه پښتووکه بادرانو مو درباندې مرستې بندې کړی وې اوپه ترهګري یې تورن کړي وې پدې کې زموږڅه ګنا وه چې بې پته بې عزته موکړو او د وسلو نښه مو وګرځولو ؟ ولې په حقیقت اعتراف نکوی چې د مجاهدینو د بري په وخت کې د ای اس ای لخوا د څلور میاشتو لپاره ولسمشر نومول شوی وم . ما او مسعود وخت غنیمت وشمېره د وخت له لومړي وزیر صبور فرید سره مو پدې ډول خبره شریکه کړهږ: "زه ولسمشر مسعود د دفاع وزیر او ته صدراعظم یې ټول حکومتي او دولتي واک له موږ درې واړو تاجکانو سره دی، ۲۵۰ کاله واک له پښتنو سره وه. بخت له تاجکانو سره یاري کړی باید په هیڅ وجه دا چانس له لاسه ورنکړو." هغه راسره ونه منله ما او مسعود کړی عظم ته تمبه شو. د څلورو میاشتو موده مو څلورو کالو ته وغځوله پدی موده کې مو د پښتنو ښه څټی وښکه، افغانستان مو ټوټې کړای وه خو افسوس طالبانو راباندي ورانه کړه.
نه پوهیږم د خدای بښلي پلار به خوله دې عبدالرسول خطاب کړم او که د وهابیانو له خوا دې په نوی نوم عبدالرب سیاف . ښاغلیه! د هرعالم اوهنرمند ژوند چې دهغه د پوهۍ او فن ترجماني ونکړي په حقیقت کې د نوموړی لخوا پرهغه پوهې او فن ملنډې وهل دي. تاسې د اسلامي عولومو په زده کړه کې ماشا الله پروفیسران شوی یې. ملت مو په ځیر ویني چې څه وایې او څه کویې، اوس نو د خپل ضمیر غږ له خولې وباسه چی د تاسو عمل او ژوند د قرآني پوهۍ ترجماني کوي؟ که ځواب موهو وي. نعوذوب الله نو قران به د غدارۍ، جاسوسۍ، عوام وژنې، لوټوتالان، د خالق په مخلوق باندې ځان اعلی او برتره ګڼلو اجازه درکړی وی؟ عزتمنده تاسو د دڅښتن تعالی د دین په لار کې جهاد کړی، مجرا مو له ملت نه واخسته او لا یې اخلۍ، آجر مو باید په هغه دنیا له رب العزت نه غوښتی وه لیکن تاسو پدې دنیا له بنده ګانو واخست. همدا رنګه تاسو ته ورته پاکستاني دیني عالم درې کاله پخوا د اسلام آباد په سره جومات کې له سلو زیات دیني زده کونکي د جهاد په نامه په پنجابي پوځ شهیدان کړل پخپله په ښځینه جامه کې ځان یې دولت ته وسپاره چې مړ نشی، قاضي حسین آحمد په نورو پښتنو خویندو باندی زده کړه او په دوتروکې کارکول د شریعت خلاف ګني خو پر خپلې لور په لندن کې پوهنتون لولي او د پارلمان استازی یې ټاکي. مولانا فضل الرحمن ټنګ ټکور دشیطان عمل ګني د لېدو او آوریدو نه یې خلک منعې کوی پخپله ورته په لومړي کتار کې کښنې او چکې وهي. که تاسو پر اسلام داسې ملنډی نه وای وهلې ډنمارکي او هالنډی سیاستوالو به د محمد ص کاریکاتور نه وه ایستلي او د فتنه فلم به یې نه جوړاوه او د دین دښمانانو به ترهګرۍ د اسلام سره نه تړله. سیاف صیب لېونې به هم پدې ښکره ورو دروغو خطا نه باسې چې امریکایانو تاسې بې واکه کړی یاست. ته سرچپه خبرې کوی پدې چې په ۱۳۷۵یم کال طالبانو له کابله پسې واخستۍ کال وروسته مو کولاب پته ځای شو. په ۲۰۰۱وم کال کې ګبر بوش د سیاسي آبدی مرګ نه یې وژغورلې د کولاب او بدخشان له څمڅو یې راوه ایستلې ټول سیاسي واک یې دروسپاره .که خفه کېږی نه، د یوی شېبې لپاره رښتنی فکر وکړه که بوش طالبان نه وه پرځولي اوس به کابل کې په ښکاره ګرځېدلی وې پرته لدې چې د متوکل او ملا عمر پرلاسو پرې وتلې وی. د آمنیت د راوستو په هکله دې باید سپړ نه وه کړای.ځکه چې په ۱۳۷۲یم کال کې پیاوړی مرکزي حکومت په میراث درپاتی شو خومیاشت وروسته د اېتلافي ملګرو لخوا کوڅه واک شوی لوې لارې او ښارونه آمنیت وه نه چې هاغه آمنیت موټینګ نه شوای کړای بلکې کلې،کوڅه او کور موهم ناآمنه کړل. د خنداوړ خبره یې داده چې تراوسه یې پر اشغالګرو قواوو کاڼی نده ګوزار کړی،مرمۍ او پټاقۍ خولاڅه کوی پوقانه یې پرې نده چولې اوبیا چلنچ ورکوی . د منطق له مخې او دافغاني دود او رواج په اساس چلنچ ورکول په ښکیلو غاړو کې ګټونکی لوري او یا دریمګړې یې بایلونکې ته ورکوی نه چې ملګری یې بایلونکی ته چلنچ ورکړي پدې چې دهغه ماته پحپله د ده نابودي ده. سیاف اوس غواړي چې دکابل د حکومت د څوکیو په څېرد مقاومت ویاړ هم د ځان لپاره غنیمت کړی او د اشغالګر د سرتیري تر څنګ د مقاومت ویاند شی .دېته وایې د اسلامې عولومو پروفیسو او جهادي لیډر .
محمد نقیب بلجیم ۲۰۰۹/۱۰/۱

دپښتنو په هکله د ګورډون براون لړلید

 

آنتي‏ وارولیکل :
دپښتنو په هکله د ګورډون براون لړلید:
دافغان دسوزه ول سویوماشومانودمړواوجسدونوایری به دانګلیس خاروه فتح کړی ؟!

دانټرنیټ دفارسی سرچینو څخه
ژباړونکی : عـزیزاحمد خــوارمل

دلویدیز یوی خبری انټرنيټی سایټ "آنتي‏ وار " په یوه څیړنه کې ولیکل : کوم وخت چې ګورډون براون دخپل ادعا دتکراره ول په حال کې وینایې کول او داهیسی یې وویل « که موږدا اوسمهال دپښتنوسره په جګړه کې نه وایی ، پښتانه به دا اوس په انګلیس کې زموږسره په جګړه کې واي اودلته به یې راسره جګړه کړی واي » ، لیکوونکی زیاتوی دا اوس دسوزه ول سوی ماشومانو دمړواوجسدونوخورا زیات تیزبوی چې دناټو په عملیاتوکې دافغانستان دقندوز ولایت دسند ترڅنګ صورت وموندل زموږ وپزي ته رارسیږی .

دآنتی وار دغه څیړنیزه مقاله چې د"جان پيلګر John Pilger " په قلم لیکل سوی دی ،هغه په دی مقاله کې لیکلۍ : په هغه ورځ چې دانګلیس لمړی وزیر "ګورډون براون " دخپل غیرواقعی ادعاد تکراره په حال کې وو او ویل یې « که موږدا اوس دافغانستان په خاوره کې دپښتنوسره دجګړی په حال کې نه واي ،نوپښتانه به زموږپه خاوره کې زموږسره په جګړه کې واي اوزموږسره به دلته جنګیدل» دبراون دغه ویناپه داهیسی حال کې ووچې دافغان غیروسلوالو او ولسی خلکودسوزه ول سوی ماشومانود مړو او جسدونو دایریوخورازیات تیزبوی چې دقندوز دسند ترڅنګ صورت موندلی وو زموږوپزی ته رارسیدی .
دغه لیکوونکی ددی وینا په بیانولوسره وایی،واقعیت اورښتیا خو دا وو چې داځل دناټوالوتکی ډېرخواراوډېرپقر ،خواراوپقرافغانان یې نښانه نیولی وو، دی زیاتوی : دا ځل دناټو دعملیاتوقربانیان ،داهغه ولسی کلیوال خلک وه چې دسونګ دموادو دلاسته راوړلودپاره ودغه دتیلو ودوه تانکونوته هغه سیمی ته تللی وه اودتیلودتانکونوترڅنګ ولاړ وه اودهغودجملی څخه ډېر ه برخه یې ماشومان وو چې داوبو دډبیواوګیلنونوسره راغلی وه ترڅویولږ دسونګ مواد «تیل» ترلاسه کړی . چې دناټوپه دی یرغل کې د دوي څخه نهوی (۹۰) تنه مړه سول اودا شمیره په داهیسی حال کې ده چې ناټوهیڅکله هم اجازه نه ورکوي چې دناټو دیرغلونوپه ترڅ کې دی دولسی غیر وسلوالو خلکودقربانیانوشمیردی په دقیقه اورښتینی توګه سره ښکاره اوڅرګنده او ودی شمیرل سي .
دلیکوونکی دپورتنی رپوټ پربنسټ "محمد داوود "چې ددی یرغل او پيښی دعینی شاهدانواولیدونکو دجملی څخه وو اوددی رامنځته سوی یرغل پيښه اوصحنه یې یوه جهنمی پيښه اوصحنه توصیفول ده ویل چې په دغه پيښه کې دانسانانو دتن څخه دلاسونواودپښوجلاکیدل مې ولید چې په هری لوری باندی لویدلی اوپراته وه، په دی اړه داود وویل ، چې دایوه ‌ډېره عجیبه او حیرانونکی صحنه وه.
په همدی ډول سره دا بربنډه اوښکاره ده چې هیڅوک به د"ويلت‏شاير " په واټ کې ددی کسانودوینودغوښتنودبدل دپاره په مظاهره لاس پوری نه کړی .
جان پیلګرهمدارنګه ددی وینا په بیانول سره چې ددی ژوری غمیزی په پوهیدوسره و ډېرزیات عینی شاهید ته هم اړتیا نسته . اوبیاده ددی مطلب په هکله په اشاری سره وویل : دبراون په دستوراولارښودنی سره دانګلیسی الاصل ایرلندی ژورنالیسټ "استفان فارل " (Stephen Farrel)، دخلاصون په: اړه عملیات ترسره سواودغه دخلاصون عملیات په ډېره اندازی سره یوه ((خوږه کړنه وه)) چې ددی کار دکړنی منځ دستونزی سره مخامخ سو اودحیثت اودآبرودراتویدواودرا ولیدوسبب وګرځیدی . اوبیاددی عملیاتو په ترڅ کې یوانګلیسی سرتیری ووژل سو، استفان فارل خلاص سو او"سلطان منادي "د استفان فارل افغان لارښود اودلاری ملګری همدارنګه یوازی پاته سو ترڅوچې ووژل سو.نودا‎څرګنده اوښکاره خبره او واقعیت دی چې دمنادی کورنۍ اوس ډېر ښه پوهیږی چې دیو انګلیس وینه دیوافغان تروینی څونه ارزښت لري اوڅونه رنګینه وینه ده ؟.
* هغه جګړه چې په درواغو پیل سواو په دوراغوسره ادامه اوپایښت یې وموند:
ددی لویدیزوال څیړونکی ددی لیکلی مقالی پربڼسټ ،د(۱۹۱۴څخه تر ۱۹۱۸ زیږدیزکال) پوری ،دلمړی نړیوالی جګړی په ترڅ کې ،«لویدجورج - Lloyd George» دانګلیستان لمړی وزیرهغه وخت تر دی سرلیک لاندی په دی ډول سره دجګړی په هکله یې ویلی وو: ((که خلک دجګړی پرحقیقت باندی پوهیدلی واي ،جګړه به سمدلاسه سبا ته پای ته رسیدلی واي . دوي نه پوهیږی چی حقیقت څه شی دی اونه سي کولای چې وپوهیږی .)) دغه لیکوونکی ددی لیکنۍ په ادامه لیکۍ : ایا دیوی پيړی په تیریدوسره ددی خبرواو ویناووڅخه ، لویدیزوال ټولنه لاتر اوسه پوری نه باید وهغه ځای ته رسیدلی وي چې ګوډون براون سږکال ونه سي کړای حقیقت اورښتیا دهغوي څخه پټ کړي ؟ نودافغانستان جګړه ،هغه جګړه ده چې د درواغوسره پيل سوی دی اوپه درواغوسره ادامه اوپایښت مومی . دغه جګړه دامریکایانولخوادسپټامبر دیوولسمی (۱۱می) نیټی دپيښی دغچۍ اخیستنی څخه په دی پلمه پیل سویدی ،دغه غچه اخیستنه دیوخاص سړی څخه نه وو بلکی دطالبانوڅخه اویاپه ښه توګه سره ووایم چې دافغانانوڅخه وو. چې هیڅ ډول دعوا اومخالفت یې دامریکایانوسره نه درلودل اود« تیلو دنل لیکو» داستراتیژی په اړه چې حتی دبیل کلینتون د دولت سره یوه سلسله اواړیکه یې درلودل . اوهمدارنګه حتی طالبا نو دایې هم منلی وو چې "اسامه ‏بن‏لادن " دی دافغان متنفیذینواوروحانیون په شته والی کې دی محاکمه سي ، اما دطالبانودغه وړاندیز ونه منل سو .
جان پیلګرددی ویناپربڼسټ ټينګار کوي هغه داچې ددی جګړی د ادامه ورکولو اوپایښت واقعی او رښتینی علت ،دافغانستان په استراتیژیکه سمیه کې دامریکایانو او دناټو دشته والی څخه عبارت دی . دغه لیکوونکی په دی هکله وویل : دانګلیسانودپاره هم په افغانستان کې ددوي شته والی یوازی دا دی چې دغه امر دامریکایانوغوښتنه ده . اودغه ادعا چې امریکایی ځواکونه اودناټوځواکونه دطالبانوسره دجګړی په حال کې دی په دی ماناسره،ترڅوچې طالبان کومه ورځ دلویدیزوهیوادونو په واټونوکښې پردوي باندی یرغل ونه کړی ؟ . نودامریکا دپخوانی جمهور ریس "ليندن جانسون " دهغه دخاطراتوپه یاد دهغه وینا اوخبر ی را ژوندی کوي چې هغه داهیسی یې ویلی وو ((که په ویټنام کې دکمونیسټانوسره ونه جنګیږو ،سبا به اړ یو چې په کالیفورنیا کې ددوي سره وجنګیږو . ))
په دی ډول سره په دی ځای کې یو توپیر ترسترګوکیږی . دهغه خلاف چې براون ورباندی ادعایې کړي ، نه دانګلیسی ځواکونوبیرته تګ وخپلوهیوادته چې ددی ځـــواکونو شتون اوپا یښت په افغانستان کې ممکن دی چې ددی جګړی دګړندیتوب سبب دی دانګلیس په هیواد کې وګرځې . ځکه دانګلیسی ځواکونو دبیرته ورتګ سره وخپل وکورونوته ، بروان دانګلیسی مسلمان ځوانانو په منځ کې د«جهاد» حس دواکمن کیدوپه حال کې وینی چې کیدی سي په دی هیوادکې به د دولت پرضد ډېری پيښي رامنځته سي . اوهمدارنګه په دانګلیس په هیوادکې مدام یولړپيښی دافغان مسلمانانوپه وړاندی ترسره سویدی چې براون په خپله دیوشمیرجنایتونو دصحنی لیدونکی هم دي . اوحتی په دی اړه دبراون امنیتی سلاکار ده ته یې ویلی دی چې ددی جګړی پایښت کولای سي دانګلیس وخاوری ته دغه شخړی او اخ اوډب په پراخه ډول سره را وغزه وي اوپه دی صورت کې به ددی امر مسؤولیت بیابه دبروان پرغاړه باندی وي .
*دانګلیس دکار دګوند په څیره کې د بی باوری لیکۍاو نخښی :
دغه لویدیزوال ګوتنیونکی دبراون ډېر درواغ ویل یې دانګلیس دکار دګوندیوه بی باوره اودنخښواونښانیوڅخه ډکه مدرنه څیره چې په یوجنایت کوونکی ګوند باندی اوښتی دی داهیسی یوګوندیې وبلل اوپه دی هکله یې زیاته کړه : ایا هغه استازی چې ددی ګوند د کلنۍ مراسمو دپاره تیاری نیسی ،ایا په دی مهمه ټکی باندی پوه اوخبردي ؟ البته هغه استازي چې هیڅکله یې خپل هوټ اورايه یې دتونی بیلر دوینوتویه ونی سیاست دپاره چې په عراق کې یې لازم اواړین نه ګڼل اوکوم وخت چې تونی بیلر دخپل کابینی سره یوځای داستازوپه غونډه کې د دوي څخه یې خدای په امانی اخیستل ټول
استازی ورته ودریدل اورته یې لاسونه ښوره ول اوچک چکی یې ورته کول چې وداهیسی ټکوته باید ځیر سي .
دغه لیکوونکی ددی وینا په بیانولوسره لیکۍ ،ددی جګړی دپای ته رسولو دپاره یوازی یوه لاره سته دی هغه داچې دانګلیس د خلکوعمومی افکار دا ومني چې امکان نه لري لویدیز دی په دی جګړه کې بریالی سي ، ده په اړه ولیکل : په هیڅ ډول سره شک اوتردید نسته چې دغه جګړه غیراخلاقی اویوه تیروتنه اود درواغوپربڼسټ باندی جګړه ده اوپه هم هغه ډول سره چې دعراق جګړه هم هغسی وو،دغه جګړه هم هغسی یوه جګړه ده ، اودسیمی دیوی څیړونکی په حواله دغه جګړه د رواندا دخلکودنسل وژنوڅخه ډېره وحشتناکه جګړه ده .
جان پیلګر ددی مقالی په ادامه لیکۍ ،دا له همدی کبله دی چې انګلیسی ټولنه خصوصآ ددی ټولنې ځوانان ددی هیواد وپارلمانی لوبوته نور هیله مند نه دی دغه لیکوونکی په دی اړه ولیکل : تونی بیلر په (۲۰۰۵) زیږدیزکال کې دلږوهوټونو په اخیستلوسره د (۱۹۹۷) زیږدیزکال په پرتله بریالی سو ،اوهغه څه چې یې ترلاسه کړی وواوپه ټول ټاکنوکې دبنسټ پالوڅخه مخته سو اوبری ترلاسه کړ .مګردااوسمهال نښی نښانی ددی ښکارندوی دی چې دانګلیس دکاردګوند هوټونه اورایی ددی هیواد دخلکوپه منځ کې مخ ‎پرلږیدو او راکښته کیدودي . په انګلیستان کې اوسمهال دهوټونودورکولوخاندوان وینی چې براون دحاتم طایی په شان ویوشمیربانکوته دملیارډونویورو اوپیسیو د ډالی ورکول په حال کې دی چې دغه بانکونه یوځل یې خپل امتحان هم ورکړی دی او په پایله کې دانګلیس ټول اقتصادیې د منځه وړی دي .
دشلو(۲۰) صنعتی هیوادونویادجی شل (G۲۰) دډلی دمشرانو غونډه چې په لندن کې ترسره سول ، کورډون بروان دفرانسی اودالمان (جرمنی ) دوړاندیز اوطرحۍ سره چې یوشمیر اروپایی هیوادونووشرکتونوته دجریمه په ورکولو اوجزا ورکولوپوری اړه یې درلود ورسره مخالفت یې وکړ اوبروان ځان یې ترنورو پرلوړوپوړ یوباندی ځای ورکړ او د براون ددی سیاستونوپه وخت کې وو ،چې په انګلیستان کې طبقاتی واټن اوتوپیر دخوارانو(پقریرانو ) اودبډایانو(شتمنو) ترمنځ په ډېره اندازی سره د(۱۹۶۸) زیږدیزکال را په دی خواڅخه را رسیدلی اورامنځته دی .
جان پیلګر دخپل دغه مقالی په پای کې ددی جملی په بیانولوسره لیکۍ :«لوبه پای ته رسیدلی ده »اوبیایې داډول و لیکل : ډلی غوښتنی ،واک غوښتنی اوفوځۍ یرغل ددی سبب سویدی چې دانګلیس پارلمانی دموکراسی په ټينګه سره بدنامه سي اودافغانانودپاره چې دانګلیس دملت په دفاع کې ټوټه ،ټوټه سول نوددی کبله دانګلیسی سیاسي مشرانو بی ځایه هیلی ځلی ،خیزونه اوځغاسته دانګلیس دکار دګوند په کنفرانس کې نورنوګټه نه لري . /

اخیځلیک : دقطره نیوز څخه .

د ملل متحد په دفتر کې چاودنه، ۱تن وژل شوی ۳ ټپيان دي

اسلام اباد : د ملل متحد په دفتر کې چاودنه شوی چې يو تن يې وژلی او درې تنه نور ټپيان دي .

د خبر له مخې دا چاودونه د اسلام اباد د ايف ايټ په سيمه کې د ملل متحد د ورلډ فوډ په دفتر کې شوی دی .

پوليسو سيمه محاصره کړی . 

وژل شوی کس بهرنۍ دی .

ټپيان روغتون ته رسول شوي دي .

د پېښې په اړه نور جزئيات به وروسته پر ليکه شي‌ .

 

امریکا : روسیه دې له افغانستان سره په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي

متحدایالتونه باورلري د دې لپاره چې په افغانستان کې د طالبانوپه لیکو کې خلک شامل نه شي روسیه کولی شي له افغانستان سره اقتصادي مرستې وکړي .

د امریکا د بهرنیوچارو مرستیال وزیرالکساندرویرشباو(Vershbow) له انټرفکس روسي خبري اژانس سره په مرکه کې وویل :روسیه د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي .اقتصادي پرمختګ د افغانستان د دولت د پیاوړتیا لپاره د نړیوالې ټولنې د ستراتیژۍ یو له څوعناصروڅخه بلل کېږي .په دې توګه د افغانستان د حکومت موثریت او ولس ته د هغه جذابیت زیاتیېږي .

هغه همداراز وویل امریکا او روسیه پر نورو لارو چارو هم خبرې کوي چې له مخې یې روسیه د افغانستان د شخړې په حل کې ونډه واخیستلای شي .

د امریکا د باندنیوچارو وزارت مرستیال زیاته کړه : روسیه په ځانګړي ډول د مخدرو موادود قاچاق او تولید له ستونزې سره لېوالتیا لري او په دې برخه کې یې د افغانستان ملي پولیسو ته د دومودیوفو (Domodedovo) په روزنیزمرکز کې ارزښتناکې روزنې ورکړې دي .

د امریکا د بهرنیوچارو مرستیال وزیر ویرشباو د دې پوښتنې په ځواب کې چې کله به په افغانستان کې د اکمالاتو لپاره د روسیې او امریکا ترانزیتي ټړون عملي شي ، وویل : له دې لارې به افغانستان ته د پوځي وسایلو انتقال پیل شي .هغه دقیق وخت ونه ښود.خو ویې ویل چې ځینې کارونه لا پاته دي چې باید حل شي مګر په اساس کې دواړه خواوې هم نظره دي .

دتـــورغــر تهــداب ايښـودونـکي

كوم يو مهم دى ؟دبوديجې كسركه داعتماد اوباوركسر

محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com

دتېرې جمعې په ورځ په كندوز كې د ملكي وګړيو د وژنې ناوړه او دردوونكې تراژېدي يو ځل بيا تكرار شوه داځل په كندوز كې مېشتو جرمني ځواكونو په بې ګناه ولسي خلكو خپل زړه يخ كړ او دروژې په مباركه مياشت كې يې شاوخوسل تنه ووژل .
افغانستان ته چې بهرني پوځونه راغلي دي ،نو سترشعار او داعيه يې له افغانانو سره مرسته اودافغانانو دژوندخونديتوب وو خو تېرو اتو كلونو و ښوده چې دوى د افغانانو له ژوند سره ډېرسطحي چلند كوي،
آن په هاغومره درناوي او ارزښت هم ورته قانع دي چې خپلو سپيو ته پرې قانع دي . لسګونه ځله د همدوى په بمبارد كې ملكي افغانان شهيدان شويدي،د همدوى له لاسه هغه افغانان په ډله ييزه توګه وژل شويدي چې څو كاله وړاندې يې د سره ښامار له خولې څخه ددوى په ګډون ټوله نړۍ ژغورلې ده مغرورو بهرنيو پوځونو چې هركله افغانان وژلي نو هڅه يې كړې ده چې دملكي وګړيو داټول وژنې پټې كړي اوهيڅكله يې هم پخپله خوښه داجنايتونه ندي منلي اوكه منلي يې دي هغه هم يواځې په هغوسيمو كې چې ددوى جنايت نور دپټېدلو نه وي .هلته يې هم كه سل تنه وژلي نو په شلو يې اعتراف كړى او يواځې دبخښنې په غوښتلويې خپل مسؤولپت پوره ګڼلى او بس.
په كندوز كې د تېرې جمعې په ورځ د جرمني ځواكونو له لاسه د شاوخوا سل تنو ملكي افغانانو وژنه هم چې ښځې او كوچنيان هم پكې شامل دي دتل په شان د ناټو په شمول د هر چا لخوا وغندل شوه ،په افغانستان كې دبهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان (جنرال اسټانلي مك كرسټل) ظاهراً له افغانانو بخښنه و غوښته او دپېښې د څېړنې ژمنه يې وكړه ،همداراز د جرمني حكومتي چارواكيو ،داروپايي اتحاديې غړيو هېوادونو او افغان حكومت هم داپېښه و غندله او دايې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د ماموريت پر ضد كاروباله ،ځينواروپايي او لوېديځو هېوادونو د جرمني داكار په افغانستان كې د ناټو له استراتېژۍ څخه سرغړونه بللې ده،همدا لامل دى چې جرمني اوس د نړۍ تر سخت فشار لاندې دى .
افغان حكومت هم له خپل هميشني عادت سره سم داوژنه وغندله ، دڅېړنې پلاوى يې ورته وټاكه او پدې توګه پر خپل ملي مسؤوليت پوره كړ؟؟ .
په افغانستان كې د طالبانو له ځواكمنتيا او ټول افغانستان ته له سرايت وروسته بهرينو ځواكونوهم پردې حقيقت اعتراف وكړ چې د طالبانو د قوت ،پراختيا او نفوذ زمينه پخپله همدوى برابره كړه او داځكه چې دوى دافغانانو په ژوند كې هېڅ مثبت بدلون رانه ووست ،د هغوى يوه هيله يې هم تر سره نكړه ،برعكس ددوى ظلم ،د ملكي وګړيو وژنه ،دافغانانو دودته نه درناوى او داسې نور لسګونه عوامل ددې لامل شول چې طالبان داتشه ډكه كړي او افغانان ورته پناه وېسي چې سپينې ماڼۍ ته دجنرال مك كرسټال وروستى راپورزموږ ددې دعوې ثبوت دى .
پدې وروستيوكې دافغانستان په اړه د امريكا او ناټو د استراتېژۍ د بدلون له شعارونو سره افغانانو او نړيوالو ته داهيله پيدا شوې وه ،چې ښايي د بهرنيو ځواكونو ناسم كارونه كم او دملكي وګړيو د وژنې ګراف صفرته راټيټ شي ،دې هيلې هغه وخت قوت وموند چې پنټاګون د نوې استراتېژۍ د تطبيق لپاره په عراق كې ازمويلى (جنرال اسټانلي مك كرسټل) او سپينې ماڼۍ ورته ازمويلى ديپلومات (ريچارډ هالبروك) وګومارل، كه څه هم په دې وروستيو درې مياشتوكې د بهرنيو ځواكونو لخوا د ملكي افغانانو دوژنې ګراف نسبتاً ډېر ټيټ شوى وو او افغانانو ته يوه هيله پيداشوې وه خو د كندوز پېښې داهيلې په اوبو لاهو كړې .
داسې ښكاري چې دملكي وګړيو دوژنې پېښې ټولې قصدي وي ، ځكه چې پخپله بهرنيان هم ورته هېڅ موجه دليل او آن معقوله پلمه هم نشي موندلى . هغه خلك چې داوژنې قصدي بولي او وايي چې بهرنيان دلته دخپل شتون لپاره پلمې لټوي پوښتي چې آيا بهرنيان داسې وسايل نلري چې ملكي وګړي له مخالفينو تفكيك كړي، چې هرومرو يې لري ، ايا ددوى اسنخبارات دومره كمزوري دي؟ داسې شكونه هم شته چې ناټو پخپل لاس د تېلو داټانګونه له امنيتي ګارډپرته ولېږل چې طالبان ورته راووځي ، پرې زړوره حمله وكړي ، او پدې توګه دهغوى پټنځايونه رسوا شي . جنرال مك كرسټال داډول مانورونه په عراق كې هم اجراكول . ځينې وايي چې ابومصعب زرقاوي هم دهمدې ډول مانور ښكارشوى دى .
موږ پر بهرينو ځواكونو يوځل بيا غږ كوو چې د افغانانو د ژوند ځانګړى خيال وساتي ،ددوى دود او دستور ته احترام وكړي ،د افغانانود ژوند دهوساينې اودافغا نستان بيارغاونې ته ځانګړې توجه وكړي ،او كه داكارونكړي نو په ډاډ سره ويلى شو چې دلته به له ډېرو نوروستونزو سره هم مخ شي ،د بريا خيال خو يې اوس هم له ذهنه وتى او خوبونه يې بې تعبيره دي او نه يې دلته شتون د زغم وړ دى ،او دا حالت نه ددوى په ګټه دى ، نه د افغان ولس او نه هم دافغان حكومت .
دوى چې دخپل ماموريت كومه بڼه او كوم انځو روړاندې كړ نو نه يواځې داچې داماموريت افغانانو ته دمنلو وړ ندى ، بلكې پخپله داړوندوځواكونو اتباعو ته هم دمنلووړ ندى ،.وروستۍ سروې ښيي چې همدااوس دكندوز دشهيدانو دقاتلينو په هېواد( جرمني ) كې اوياپه سلو كې خلك په افغانستان كې دوى دپوځونو له ماموريت سره موافق ندي او له افغانستان څخه دخپلو سرتېرو وتل غواړي.
دافغان ولس له ديني او ملي ارزښتونو سره ددوى بې پروايي ددوى د دښمن ژرندې ته اوبه ور پرېښودل دي ،له دې چانس څخه د بهرنيو ځواكونو او دافغان حكومت مخالفين ګټه اخلي او لكه چې وينو هغوى ترې ګټه اخستې هم ده .
موږله ميډياوو څخه اورو هغه امريكاچې له معنوي فقر سره مخ وه اوس له مادي فقر اود بوديجې له كسر سره هم مخ شوې ده همدا اوس دنړۍ په شتمن هېوادامريكا؟؟ كې ځلوېښت ميليونه خلك د فقرله خط څخه هم ښكته ژوند كوي او امريكايي چارواكي هڅه كوي چې دا كسر پوره كړي خو دوى بايدپوه شي چې دوى د مالي كسر په پرتله په نړيواله كچه ډېر داعتماداو باور له كسرمخ دي او دباوراو اعتماد دكسردبحران جبران چې متحده ايالات يې اوس په خاپوړوكړى دى د بوديجې د كسر له جبران څخه ډېر مهم دى.
اوباما او په افغانستان كې مېشت نور بهرني ځواكونه بايد د اعتماد اوباور د كسر دجبران لپاره ډېرې هلې ځلې وكړي. كه نه نور به هم دنړيوالو او په ځانګړې توګه دافغان ولس له كركې او نفرت سره مخ شي.