پنځه شيان مخکي له زوال څخه يي غنيمت وګڼي:

پنځه شيان مخکي له زوال څخه يي غنيمت وګڼي:

١- روغتيا مخکي له نا روغتيا څخه.

 ٢- راحت مخکي له تکليف څخه.

٣- ژوند مخکي له مرګ څخه.

٤- ځواني مخکي له زړښت څخه.

٥- پراخي مخکي له غربت څخه.

دحضرت علي رضى الله عنه يوڅو ويناوې

دحضرت علي رضى الله عنه يوڅو ويناوې

 ۱ ــ يتيم هغه دى چې علم نه لري اوغريب هغه دى چې عقل نه لري.

۲ ـــ دچا په بربادۍ مه خوشالېږئ هسې نه چې سبا له تاسې سره هم داسې وشي.

۳ ــ پښيمانې ګناه له منځه وړي او غرور د ښېګړو جرړې باسي.

۴ ـــ څوك چې په پاك لمنو تورسرو تور پورې كوي په هغو سلام  مه اچوئ.

۵ ـــ زوكړه د مړينې زېرى دى اومرګ يو بې خبره ملګرى دى.

۶ ـــ ددښمن په ښه سلوك باور مه كوئ، اوبه كه تر اوره هرڅومره تودې شي بياهم د اور مړكولو له پاره بس دي.

۷ ــ د واكمني بقا په كفر كې شونې ده خو په زور زياتي كې نه.

۸ ـــ غوره ويناوې اومثالونه دپوهانو اوپند اخيستونكو له پاره دي، ناپوهانو ته يې هېڅ ګټه نشته.

۹ ـــ ترټولو لويه بلا دمصيبت پر وخت وېره ده.

۱۰ ــ دناپوهه مازغه دهغه دژبې تر شا وي اود هوښيار ژبه د عقل تر شا وي.

۱۱ ـــ ډېر لږ به داسې شوي وي چې بيړني خلك تاوان ونه ويني اوډېر كم به داسې وي چې صبر كوونكي بريالي شوي نه وي.

۱۲ ـــ په هره ښېګړه غره كېدل دهغې اجر له منځه وړي.

۱۳ ـــ هرڅه زكات لري، دمازغو زكات دادى چې دناپوهانو په وينا غوږ ونه ګرول شي.

۱۴ ـــ د چاچې څومره پر الله تعالى باندې باور كم وي هومره يې حرص زيات وي اوڅوك چې په لوى لاس ځان اړ كوي تل به اړ پاتې وي.

۱۵ ـــ مرګ تل په ياد ساتئ، خو هيله يې هېڅكله مه كوئ.

۱۶ ـــ د بدخويه ملګرو له ناستې نه ډډه كوئ، ځكه چې سړى تل په خپلو ملګروپېژندل كېږي.

۱۷ ـــ سخته ګناه هغه ده چې كونكى يې وړه وګڼي.

۱۸ ـــ دستونزو اوكړاوونو مقابله په صبرسره كوئ اود نعمتونو ساتنه په شكر .

۱۹ ـــ كه له چاسره احسان كوئ نوپټ يې ساتئ اوكه له تاسو سره يې څوك كوي مه يې پټوئ.

۲۰ ـــ كه پر غليم مو لاس بر شي نودبرلاسي شكر په عفوې سره پرځاى كوئ.

۲۱ ـــ دهيله پرېښودل غټه شتمني اوبښنه ښه غچ اخيستنه ده.

۲۲ ـــ قناعت داسې شتمني ده چې هېڅكله پاى ته نه رسيږي.

۲۳ـــ ترټولو ستره خطا له ولس او پرګنو سره خيانت او درغلي ده.

۲۴ ـــ د حيا جامې واغوندئ چې ټول عيبونه مو پټ شي.

۲۵ ــــ ستاسو شتمني هغه ده چې آخرت ته يې ولېږئ، څه چې په دنياكې پاتې كېږي هغه د وارثانو مال دى.

۲۶ـــ كومه تېروتنه چې سمدلاسه اوپه رڼو سترګو وشي دبښلو وړ نه ده.

۲۷ ـــ په جګړو كې ننوتل آسان دي خو راوتل ترې ګران دي.

۲۸ ـــ دعفوې ارزښت د واك پر وخت څرګنديږي

۲۹ ـــ طمعه مه كوئ ، ځكه دطمعه كونكي په اوږو دذلت او مرئي توب پړى پروت وي.

۳۰ ـــ خپل توان نه زيات بار پر اوږو مه باروئ، هسې نه چې همت پرې وبايلئ.

دحضرت عثمان رضى الله عنه يوڅو غوره ويناوې

دحضرت عثمان رضى الله عنه يوڅو غوره ويناوې

۱ ـــ  الله پاك تاسو ته دنيا يواځې ددې له پاره دركړېده چې آخرت پرې وغواړئ.

۲ ـــ زه خو دځان له پاره داډېره بده اوسپكه ګڼم چې ورځ دې راباندې تېره شي اودقرآن كريم تلاوت پكې ونه كړم.

۳ ـــ ټيټه وينا،ښكته كتل اومنځنۍ راشه درشه دايمان نښې دي.

۴ ـــ خپل پيټى پر بل مه اچوئ، كه لږ وي يا ډېر.

۵ ــ ـ توره بدن ټپي كوي اوبده وينا روح .

۶ ـــ له الله جل جلاله نه پرته له هيچا طمعه اووېره مه كوئ. يواځې له خپلو ګناوو وډار شئ .

۷ ـــ كه چېرې مو ګناه ته زړه وي نوداسې ځاى ولټوئ چې الله پاك هلته نه وي .

۸ ـــ بده وينا دريو تنو ته زيان رسوي، ويناكوونكي ته، دچابد چې وايې اوڅوك چې ورته غوږ نيسي.

۹ ــ دقهر اوغضب په وخت كې ښه دوا چوپ پاتې كېدل دي.

۱۰ ـــ څوك چې دانسان حق نه پېژني هغه ګويا د الله پاك حق هم نه دى پېژندلى.

۱۱ ـــ دژوند له پاره يوه موخه ( هدف ) وټاكئ اوبيايې په ټول توان سره دلاسته  كولو هڅې پيل كړئ، ښائي دبرياليتوب پړاو ته به ورسېږئ.

۱۲ ـــ كه مو سترګې بنا اوغړېدلي وي نوهره ورځ دمحشر ورځ ده.

۱۳ ـــ دهغه چا په حال ډېرافسوس دى چې دنيا فاني ګڼي اوبياهم مينه ورسره كوي. دوزخ حق ګڼي خو په ګناه اخته وي. مرګ رښتيا بولي اوبياهم خاندي، په تقدير باور لري خوبياهم دتلونكو څېزونو اندېښنه كوي.

۱۴ ـــ ټولې نيكۍ له حيا اوټولې بدۍ له بې حيايۍ سره تړلي دي.

۱۵ ـــ  ځينې وخت جرم بښل مجرم ته نورهم زړور  وركوي.

۱۶ ـــ دهغه چا په وړاندې په لوړه لهجه غږېدا مه شرمېږئ چې د سترګو په اشاره نه پوهېږي.

۱۷ ـــ دژبې ښوئېدل د قدم تر ښوئېدلو ډېر زيانمن تمامېدلاى شي.

۱۸ ـــ  ګناه زړه نارامه كوي اوډاډ له منځه وړي.

۱۹  ـــ پوهه انسان هغه دى چې په ډېر پام اواحتياط سره ګامونه اخلي.

۲۰ ـــ الله پاك انسانان دځان له پاره پيداكړي دي، ځكه نو نه ښايي چې هغوى دبل چا شي.

۲۱ ـــ زه په تياره كوركې دغسل ( ځان پريمينځلو ) له الله پاك نه د شرم اوحيا له وېرې اريان دريان پاتې كېږم.

۲۲ ـــ په تنګسه كې دزغم له بركته الله پاك پر انسان اسانتيا راولي.

۲۳ ــ  سخاوت دمال، عمل دعلم اود الله پاك رضا د اخلاص مېوه ده.

۲۴ ـــ دقبر خوښي دهغو خلكو په برخه ده چې دنيا ورته زندان ښكاري.

۲۵ ـــ ځناور هم خپل څښتن پېژني خو انسان خپل خاوند نه پېژني.

۲۶ ـــ دمسلمانانو ذلت دمال له نشتوالي له امله نه بلكې دديني ښوونو څخه له سرغړونې پيداكېږي.

۲۷ ـــ حيرانتيا دهغه چا په حال ده چې مرګ ويني اوخاندي، دوزخ حق ګڼي اوګناه كوي، شيطان دښمن ګڼي اوبيايې هم خبره مني.

۲۸ ـــ هغه علم بې ګټې دى چې عمل پرې ونه شي اوهغه مال بې ارزښته دى چې پر ښوچارو ونه لګول شي.

۲۹ ـــ مسلمانان شپږ ډوله وېره لري: د الله پاك وېره چې دايمان دولت ترې وانه خلي، د مرګ دملائكو وېره چې روح يې قبض نه كړي، د دنيا وېره چې له آخرت يې غافل نه كړي، دمېرمنې اوكوچنيانو وېره چې الله پاك ترې هېر نه كړي، دملائكو ډار چې ګناوې يې ونه ليكي، دشيطان وېره چې په دام كې يې ايسار نه شي.

۳۰ ـــ هركار چې كوئ اوله بندګانو هېڅ ډار مه احساسوئ .

۳۱ ـــ په كومه خبره چې نه پوهېږئ مه يې كوئ اوپه كومه چې پوهېږئ د داسې سړي په مخ كې يې له ويلو درېغ مه كوئ. چې په ارزښت يې پوهيږي .

حضرت عمر رضى الله عنه د مرګ پر بستر وصيت كوي

حضرت عمر رضى الله عنه د مرګ پر بستر وصيت كوي

 حضرت يحيى بن ابى راشد نصرى رحمه الله وايي چې كله د حضرت عمر رضى الله عنه د وفات وخت نژدې شو نو خپل زوى ته يې وويل:

 زويه!

۱ـــ كله چې ماته مرګ راشي نوزما دبدن ښۍ خوته كښينه اوما تكيه كړه، ښى لاس دې زما په تندي اوچپ لاس په زنې راكېږده .

۲ــ څه وخت مې چا ساه خيږي نوزما سترګې راپټې كړه.

۳ـــ  ماته درميانه كفن راواغونده ، ځكه چې كه  الله تعالى وبښلم نوبيابه تردې ښه كفن راكړي اوكه يې ونه بښلم نو به داكفن به هم رانه واخلي.

۴ـــ  زما قبر درميانه جوړ كړه، ځكه چې كه الله تعالى بښنه راته  وكړي نوقبر به راته دسترګو د ليد تركچې ارت كړي اوكه معامله ددې پرخلاف وي نوبيا به قبر دومره راته تنګ كړى شي چې پښتۍ به مې يوبل كې ننوځي.

۵ــــ زما جنازه دې مېرمنې نه بدرګه كوي .

۶ــــ كومې ښېګړې چې په ما كې نشته هغه مه بيانوئ، ځكه چې الله تعالى جل جلا مې له تاسو نه ښه پيژني.

۷ـــ  اوكله چې زما جنازه واخلئ نو تېز تېز ځئ، ځكه كه ماته الله تعالى بښنه كړي وي نو تاسو ما دخير طرف ته په بېړه بيايـئ اوكه معامله  خداى مه كړه بل څېر وه نوتاسو يو شر په اوږو اخيستى دى ، دا له خپل څټ نه زر كوز كړئ .

دمسلمانانو د لومړي خليفه ويناوې

دمسلمانانو د لومړي خليفه ويناوې

 د مسلمانانو لومړى خليفه حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه وايي:

۱ ـــ انسان كه دكوم دنياوي منصب او شتمنۍ له امله د لويي او غرور لاره غوره كړي، نو ترهغې پورې دخداى جل جلاله غضب پرې ووري څو چې دا غرور پرېږدي.

۲ ـــ سړى بايد له خدايه وويريږي او وژاړي، يوه ورځ راتلونكې ده چې وبه ژړول شي.

۳ ــ پام كوه! لوى څښتن دى تل ويني اوپه هرحال دى خبر دى.

۴ ــ څلور خويونه داسې دي چې كه څوك يې ولري هغه دپاك خداى غوره بنده دى. اوهغه داچې: د توبه كوونكي په توبه خوښوي كوي، ګناه ګار ته بښنه كوي، له ښې لارې مخ اړونكي نېكې لارې ته بولي او له نيكي كوونكي سره مرسته كوي.

۵ ـــ خپل ځان سم كړئ چې خلك ښه درسره وكړي.

۶ ــ الله پاك ستاسو په پټو او ښكاره كارونو يو ډول علم لري.

۷ ــ زياتې خبرې د هيرې سبب ګرځي، داسې چې يوه د بلې د هېرېدلو سبب ګرځي.

۸ ــ خدايه! ژوند مې ښه تېر كړې، پر ښو عملونو مې ژوند پاى ته ورسوې، د ښو كارونو توفيق راپه برخه اوخپله خوښې راوبښې.

۹ ــ له دريو شيانو چا خير نه دى ليدلى، ګناه، ژمنې ماتول او تېر اېستل ( دوكه ).

۱۰ ــ كله چې به د چا فاتحې ته ورغى نو به يې ورته ويل: ( په صبر كې څه مصيبت نشته او له ژړا څخه څه لاس ته نه راځي، دخداى پاك د استازي صلى الله عليه وسلم وفات درپه زړه كړئ، نو به مو  خپل وير ليږ شي او خداى جل جلاله به د خير بدله دركړي.

 

د پيغمبر عليه السلام نصېحتونه

د پيغمبر عليه السلام نصېحتونه

حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه ته د پيغمبر عليه السلام نصېحتونه

پيغمبر عليه السلام وويل: اى ابوبكره! درې شيان حق دي:

۱ ـــ پر چا باندې چې ظلم اوتېرى وشي اوهغه صبر وكړي خداى جل جلاله به عزت وركړي او مرسته به يې وكړي.

۲ ـــ څوك چې د وركړې او لورينې دروازه خلاصه لري اود خپلوي پاللو په نيت خلكو ته وركړه كوي نوخداى جل جلاله به يې په مال او دولت كې بركت كړي.

۳ ـــ څوك چې دمال زياتولو له پاره دسوال دروازه پرانيزي مال او دولت به يې بې بركته شي. [ ابوداؤد او تفسير ابن كثير دپنځم ټوك ۲۳۱ مخ ].

دحضرت سلمان فارسي رضى الله عنه غوره ويناوې

دحضرت سلمان فارسي رضى الله عنه غوره ويناوې

 ۱ ـــ دهرښه كار په پيل كې ناشونى وي.

۲ ـــ دانسان ستر دښمن دهغه ګناه ده.

۳ ــ دچا علم چې له ماڅخه كم وي زړه مې پرې درد كوي اوچې دډېر علم خاوند وي كينه مې ورته په زړه كې نه راځي.

د شيخ عبدالقادر جيلاني رحمه الله ويناوې

د شيخ عبدالقادر جيلاني رحمه الله ويناوې

 ۱ـــ ستاسو لوى دښمن ستاسو بد ملګرى دى.

۲ ـــ ښېګڼه هغه ده چې له خلكو نه يې دستاينې هيله ونه شي.

۳ ــ دنيك كار پيل ستاسوكار دى اوپاى يې الله پاك  ته پرېږدئ.

۴ ـــ كه دخداى پاك نژدې والى مو خوښ وي نوپرمخلوق يې لورينه وكړئ.

۵ ـــ د نفس په ناروا غوښتنو سر مه ګروئ كه نه له تباهۍ اوهلاكت سره به مخ شئ.

۶ ـــ له ويجاړو قبرونو نه عبرت واخلئ، ځكه چې دډېرو ځوانانو هډوكي پكې خاورې شوي دي.

۷ ـــ دمرګ يادول دنفس دټولو رنځونو ښه درملنه ده.

۸ ـــ ښه عمل نورو ته وركړه ده ، نه ، له نورو نه غوښتنه .

۹ ـــ مؤمن خپل كورنۍ الله پاك ته سپاري او منافق يې جائيداد اوشتمنۍ ته.

۱۰ ــ ستاسوغيبت كونكي په حقيقت كې تاسوته ګټه رسونكي دي، ځكه خپلې ښېګڼې ستاسو دعمل پر پاڼه ليكي.

۱۱ ـــ درزق هغه پراخوالى چې شكر پرې ونه اېستل شي اودژوند هغه تنګسيا چې صبر پرې ونه شي دفتنې اوفساد سبب ګرځي.

۱۲ ـــ دنفس دغوښتنو په نيلي مه سپرېږئ ځكه چې دابه مو دهلاكت كندې ته وغورځوي.

۱۳ ـــ نيكي داسې ډيوه ده چې د دوست او دښمن دواړو وداني يوډول رڼا كولاى شي.

۱۴ ـــ كينه د ايمان جرړې باسي اوانسان دالله پاك له رحمت نه بې برخې كوي.

۱۵ ـــ هوښيار لومړى زړه پوښتي اوبياپه ژبه خبرې كوي.

۱۶ ـــ كله چې يوڅوك تاسې ته دچا خبره راورسوي نو ويې رټئ او ورته وواياست چې ته خو ترهغه ډېر بد يې ، ځكه هغه خو خبره په غياب كې كړې وه اوتا نيغ په نيغه مونږ ته راورسوله.

۱۷ ــ د الله پاك عبادت وكړئ اودهغه له ذات نه وويرېږئ ، له بل چا مه وېرېږئ .

۱۸ ـــ خپلې ټولې هيلې او اړتياوې د الله پاك په وړاندې كېږدئ او هرڅه له هغه نه وغواړئ، له هغه پرته پر بل هيچاباور اوتكيه مه كوئ.