په پېکنګ کې د شانګهاي د همکارۍ تړون د شپږو غړو هیوادونو نننۍ سرمشریزه د اقتصادي همکارۍ د پراختیا په ژمنه پای ته ورسېده.

شانګهای تړون چې روسیه، چین، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغیزستان يې اصلي غړي ، افغانستان او ایران، هند، پاکستان او منګولیا يې څارونکي دي، په 2001 میلادي کال کې، د غړیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراخولو په غرض جوړ شو.

د چین صدراعظم وین جیاباو وویل، د غونډې ګډونوالو له نړیوال اقتصادي بحران سره د مبارزې او د اقتصادي پرمختګ د یقیني کولو په مقصد، په خپلو کې د څواړخیزې اقتصادي همکارۍ لپاره د اقداماتو مسوده جوړه کړه.

روسي چارواکو وویل، په افغانستان کې پر روان وضعیت هم بحث وشو خو نه د ایران د اټومي پروګرام په اړه.

د شانګهای د همکارۍ سازمان یوه ورځ وروسته له هغه غونډه وکړه چې چین ته د روسیې  د صدراعظم ولادیمېر پوتین د سفر پرمهال، دواړو هیوادو په خپلو کې د اقتصادي همکاریو په برخو کې د درې نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

د راپورونو له مخې د روسیې صدراعظم ولادیمیرپوتین د غونډې په څنګ کې دافغانستان، پاکستان او ایران له چارواکو سره وکتل.

د شانګهای د همکارۍ تړون په داسي حال کی غونډه کوي چې پرون چین ته د روسیې  د صدراعظم ولادیمېر پوتین د سفر پر مهال دواړو هیوادونو په خپلو کې د اقتصادي همکاریو په برخو کې د درې نیم ملیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

د تړونونو له مخې به د روسیې د ګاز دولتي کمپنۍ ګازپروم  په کال کې ۷۰ میلیارده مکعب متر طبیعي ګاز چین ته صادر کړي.

په دې غونډه کې دا ځل د افغانستان له لوري د ولسمشرکرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي ګډون کړی وو.