د ګلو هار ننګرهار په اړه

د ګلو هار ننګرهار په اړه


ننګرهار د افغانستان له ختيځو سرحدي ولايتونو څخه دى چې د پاكستان له پښتونخوا ايالت سره ګډۀ پوله لري.ددې ولايت منځې د جلالكوټ ښار دى. د اټکل له مخې دا ولايت له كابل څخه وروسته د هېواد ګڼ مېشتې ولايت ګڼل كيږي، چۍ د وګړو شمير يۍ له څه د باندی ۳۰۰۰۰۰۰ نه هم ډېره ده.

آرپوهه

په تاريخي لحاظ دغه ولايت په بېلا بېلو نومونو (نګار، نګارا ، نګاراهار، نګر....) ياد شوی . له دغه ولايت څخه پر ١٣٤٥ کي لومړی لغمان او بيا پر ١٣٤٨ ترې کونړ بېل او ځانګړي ولايتونه وګڼل شول. ددغه ولايت تاريخي سابقه يې د پخوانيو آريايانو له مدنيت سره اړيكه لري.د بوديزم دين په دې سيمه كې ډېره پرمختيا كړېده. د چينايي ګرځند هېوان تسنګ له قوله، نګارهارا Nagarahara د كلمې يادونه د اوستا په كتاب كې شوېده چې مطلب يې همدغه د ننګرهارسيمه ده. د لرغون پېژندونكو له كيندنو څرګندېږي چې له پينځلس زرو څخه زياتې وړې او منځني كچ مجسمې په مختلفو حالاتو كې له ننګرهار، په ځانګړي توګه له هډې څخه په لاس راغلي دي چې ډېره برخه يې د پاريس موزيم ته وړل شوي دي.دامجسمې د مميلادي دوېمې او شپږمې پېړۍ پورې اړه لري. يو بل ګرځند فاهبين دا آثار د دوهمې ميلادي پېړۍ دمخه بولي.

د بوديزم اهم ټاټوبې

ننګرهار دبوديزم اصلي او مهم ټاټوبې تشكيلوي. كه چېرې له لعلپورې، باسول نه تر بهسودو او درونټې پورې سيمه په دقت سره وكتل شي د غرو په لمنو كې د كابل د سين په غاړه په زرګونو واړه او غټ غارونه او د بوديزم عبادت ځايونه ليدل كېږي چې په هريو كې يې مذهبي مراسم ترسره كول او له دې عبادت ځايونو څخه په زرګونو مجسمې او اثار په لاس راغلي چې ټول د قاچاق په ډول له ملكه بهر وړل شوي.

په ننګرهار كې يوه لويه عباده خانه چې هلته د بوديزم ښوونه كېده هډې ته نژدې پرده ده. د بوديزم د علماؤ او ډول، ډول ژوو انځورونه يې د عبادتخانو په دېوالونو انځورول او د مرمر له غټو كاڼو څخه به يې په ډېر مهارت مجسمې جوړولې او انځورولې. هډه د جلالکوټ د سوېل ختيځ لور ته د يو ستر ښار نوم ؤ چې د هند او باميانو ترمنځ يې موقعيت درلود. درې كاله مخكې هم د وچ ډنډ ترڅنګ د بوديزم د يوې مذهبي راهبې قبر د يو ګنبذې لاندې موجود ؤ، چې د سړك پراخولو له امله ونړوله شوه.

د جلالکوټ سوېل لوري ته اته کيلو ميټره لري هډه پرته ده چي پکي د بودايي دوري ډير ښه په زړه پوري اثار خوندي وو. له ډير و لري لري ملکونو څخه به خلک د دي ليدو ته راتلل ، دي سيمي ته د اسلام تر رارسيدو پخوا ننګرهار د بودايي معدنيت مهم مرکز او د ساکياموني سرهر تاګونم بودا د کوپړۍ يو هډوکي دلته ښخ وو، ځکه هډه بلل کيدله

د ولايت پلازمېنه

د ننګرهار ولايت مركز د جلالکوټ (جلال اباد) ښار دى. جلالکوټ پر (٩٨٩-٩٩٠ه ق کلونو کي او شمالي هندوستان د پاچا جلال الدين اکبر مغل (٩٦٣-١٠١٤ه ق ) په حکم د کابل صوبي ( ولايت ) ديوان ( مستوفي ) خواجه شمس الدين خواني( ١٠٠٨ ه ق ) جوړ کړي دی. دا ښار په ۱۸۸۰ زېږيز كال کې د سېلاب په اغيز وران شو او د نوي ښاري پلان له مخې بيا ورغول شو.

جلالکوټ پنځه ناحيې لري ننګرهار پخوا هغه سيمه وه چي له سروبي څخه د خيبر تر تورخمه غځيدلي وه او د جنوب لخوا سپين غر پري راګرځيدلي په تاريخي لخاظ ننګرهار د پښتو ژبي پلار خوشال خان خټک ( ١٠٢٢-١١٠٠ه ق کي هم داسي ياد کړي:

اپريدي مومند شينواري ګوره څه کا
د مغلو لښکر پروت په ننګرهار دي

سراج العمارت او د امير شهيد بڼ چې هلته د امير حبيب الله خان او امان الله خان مقبرې هم شته چې د ليدلو ځايونه دي او په خوګياڼيو كې د نملې (مملې) بڼ يو تاريخي حثيت لري. جلالکوټ د افغانستان د پاچا اعلحضرت سراج الملت و الدين امير حبيب الله ( ١٣١٩-١٣٣٧ ه ق) ژمنی پايتخت و ، په جلا ل اباد کي د سراج العمارت باغ ،کوکب او باغ شاهي په نومونو باغونه لري ، نوموړي امير او زوی يې امان الله شاه غازي په باغ امير شهيد کي ښخ دي .



جغرافيه او اداري جوړښت

ننګرهار په ختيځو ولاياتو كې يو مهم ولايت دى. دا ولايت ۷۶۱۶ كيلو متر مربع مساحت لري. دا ولايت نژدې شپږ سو ه متره د بحر د سطحي څخه په جګوالي پروت دی. جلالكوټ ښار په ختيځ طول البلد ٧٠ درجي ٢٧ دقيقي ٥٤ ثانيي او شمالي عرض البلد ٣٤ درجي ٢٦ دقيقي او ٢٠ ثانيو کي واقع دي.

دا ولايت د اداري وېش له مخې په لاندې ولسواليو وېشل شوېدى.


۱- جلالکوټ (د ولايت مركز)
۲- سره رود
۳- بهسود
۳- کوز کونړ
۴- كامه
۵- حصارك
۶- شېرزاد
۷- بټي کوټ
۸- خوګياڼي
۹- چپرهار
۱۰- پچير او اګام
۱۱- هسكه مېنه
۱۲- رودات
۱۳- کوټ
۱۴- اچين
۱۵- نازيان
۱۶- دوربابا
۱۷- غني خېل
۱۸- مومند دره
۱۹- ګوشته
۲۰- دره نور
۲۱- غني خيل
۲۲- لال پوره
۲۳- سپين غر

اقليم او هوا

ننګرهار د هغه د پېداوار له مخې د مديترانه يي اقليم لرونكې او د استوا د كرښې لاندې ګڼل شوېدى. ځكه چې د مالټې، نارنج، خرما، شولو او ګنيو پېداوار هلته ډېر دي. وچ او تود اوړې او معتدل باراني ژمې لري چې دا وضعه يې په هوارو ځمكو كې صدق كوي. مګر د سپين غره سيمې او د كنړ درې چې صنوبري او ستنې لرونكو پاڼو لكه لمنځه او څېړۍ په ځنګلونو پوښل شوي، ډېرې موسمي بارانونه لري، لېكن د بهسود او كامې په برخه كې ټيټ غرونه د تېرو پاڼو لرونكو ونو ځنګلونه لري. اورښت پكې زياتره په ژمي او د پسرلي په پېل كې اوري، د اورښت كلنۍ اندازه يې د ۱۲۵۰-۴۰۰ ملي مترو په منځ كې تغېر مومي او د تودوخې منځنۍ درجه ۲۱ او لوړه يې د اسد په مياشت كې ۴۸ درجو ته پورته كېږي.

جغرافيايي او پوځي حالت

ننګرهار د پاکستان سره ګډه پوله لري، او د همدې سيمې خلک او د پېښور خلک د يو بل سره خورا نژدې اړيکې هم لري. هر کال ډېرۍ خلک د ډيورنډ پولې دواړه خوا تګ راتګ کوي. ددې ولايت اوسينی والي ګل آغا شېرزی دی.


نښلوونكي لوى لارې

د كابل تورخم لوى سړك له ننګرهار څخه تېرېږي. د كابل تورخم د سړك په دې تېر نېږدې كې پوره كرېړ شوې  او په پاخه توګه جوړ شوې ی دې اوس یی د غبرګولو کار هم روان چې تکميليدو ته نږدي دې چې د نقليه وسيلو لپاره د ګټې وړ وګرځېد. د جلالکوټ- اسمار د سړك كرېړ اچولو چارې پای ته رسیدلی دي.

د مرحوم الفت صاحب لنډه پېژندنه

د مرحوم الفت صاحب لنډه پېژندنه !
ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پياوړى ليكوال، د خداى بخښلى مير سيد پاچا ځوى دى، چه په ۱۲۸۸ هجري ش. كال، دافغانستان د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالى د عزيز خان په كڅ كې زيږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعليمي رسم سره سم د ديني او عربي علومو مروجه تعليم د جومات نه پيل كړ، او د هغه خاصې ذكاوت او استعداد له بركته چه خداى(ج) وركړى ؤ، په ډير لږ وخت كې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حديث او تفسير كتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه وويلې. دديني متداوله علومو د پاى ته رسولو او شخصي مطالعونه وروسته، الفت صاحب په ۱۳۱۴ هجري ش. كال كې د انيس د ملي ورځپاڼې په دفتركې د كاتب په حيث مقررشو او تقريباً ۳۴ كاله د دولت د رسمي مامور او د شورا د وكيل په توګه په خدمت بوخت ؤ.

د الفت صاحب وروستى رسمي ماموريت د ډاكټر محمد يوسف په كابينه كې په كال ۱۳۴۳ هجري ش.د قبائلو مستقل رياست ؤ. الفت صاحب د رسمي ماموريت په څنګ كې د كابل په پوهنتون كې د پښتو ژبې استاد هم ؤ.

په كال ۱۳۲۸ هجري ش.د شورا په اوومه دوره كې، الفت صاحب د ننګرهار د خلكو لخوا د وكيل په حيث انتخاب او په شورا كې د دويم معين په توګه و ټاكل شو. په كال ۱۳۳۱ د شورا په اتمه دوره كې الفت صاحب د لغمان د قرغيو ولسوالي د خلكو لخوا وكيل انتخاب شو. د شورا په دولسمه دوره كې بيا دننګرهار د وكيل په حيث انتخاب شو. د ۱۳۳۴ هجري ش. كال په لويه جرګه كې هم، مرحوم الفت صاحب د ننګرهار د خلكو وكيل ؤ.

الفت صاحب نه يواځې د خاص ذكاوت او استعداد خاوند ؤ، بلكه دليكوالى د خاص قدرت او شعري روانې قريحې څښتن هم ؤ. الفت صاحب په رسمي ماموريت سربيره، ديني، اجتماعي، سياسي، او انتقادي شعرونه او مضامين وليكل او كتابونه او علمي رسالې تاليف كړ، چه ځينې تا ليفات يې مطبوعاتي جوائز هم ګټلي.دي.

دا د پښتو ژبې شاعر او ليكوال په دري ژبه هم شعرونه اومضامين ليكلي چه له بده مرغه ددوى دري اشعار اوس په لاس كښې ندي. د ارواښاد الفت صاحب تاليفات د نظم، نثر او ترجمې پنځويشت كتابونو ته رسيږي، چه ځينې كتابونه يې تر اوسه ندي چاپ شوي. د استاد الفت آثار په خواشينى سره تر اوسه په بهرنيو ژبو هم ترجمه شوي ندي.

الفت صاحب يو متواضع، حليم، خاموش او لږ ويونكى سړى ؤ. بې ضرورته خبرې يې نه كولې او تل به يې د بل خبروته غوږ ايښود، ډيره ظريفه طبع يې لرله او په ټوقو كښې يې هم ادبي نكات پراته ؤ.

دمرحوم الفت صاحب په شخصيت، شاعرۍ او ليكوالۍ،د دوى دوستانو، شاعرانو او ليكوالو ډير په زړه پورې مطالب ليكلي دي ، اما د الفت صاحب د معرفي او پيژندلو لپاره ښه او يواځينى وسيله د دوى خپل آثار دي.

الفت صاحب په ليكوالۍ او شاعرۍ كښې د يو خاص سبك خلاق ؤ. دده دنثرونو او شعرونو لوى خصوصيت سادګي او رواني ده، چه دا خاصيت ددوى ليكنې او اشعار د نورو شاعرانو او ليكوالو د شعر او نثر نه بيلوي. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لري او خاص او عام بې تكليفه په مطلب پوهيږي او هر څوك د خپل ذوق په اندازه خوند ورنه اخلي.

الفت صاحب په خپل ساده او روان شعرونو او نثرونو، لوستونكي د ژوند هغو حقايقو ته متوجه كوي، كوم چه دمخه تر دې څوك ورته ندي متوجه شوي.

د ارواښاد الفت شخصيت اود ژوند طريقه د هغوى د پوهې او علميت ښكارندوى ؤ. په ظاهر او باطن كښې يې فرق نه ؤ. الفت صاحب د عمل سړى او د انساني او اسلامي اخلاقو نمونه او مثال ؤ.

د مرحوم الفت صاحب دشعرونو اوليكنو زياته برخه، اجتماعى او سياسي انتقادونه او د ټولنې د نيمګړتياوود سمون په لور دعوت دى.د مسكينانو، بيوزلو او يتيمانو سره همدردي هم د الفت صاحب په شعرونو كښې ډير زيات دى. اسلامي جهاد د الفت صاحب په ليكنو كې لوى ځاى لري او ديني او مذهبي اشعار يې په قرآن او نبوي احاديثو متكي دي.

ارواښاد الفت د رسمي ماموريت، شاعري او ليكوالي تر څنګ په سياست كښې هم فعال ؤ.په كال ۱۳۳۰ هجري ش. كښې د ولس ملي جريده تاسيس او د ۱۳۳۲ كال تر پايه ددغه جريدې د امتياز خاوندؤ.

د ولس ملي جريده د لوستونكو د شمير له مخې د هغه وخت د ډيرو لويو آزادو ملي جرايدو څخه ګڼل كيده. الفت صاحب دخپل خدمت په وخت كښې د خوشحال خان ادبي جائزه او د ابوعلى سينا علمي جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دويمه او د ستورى دريمه درجه نښانونو او ددويمې تقدير نامې په اخستلو هم بريالى شويدى.

د الفت صاحب ډير وخت په مطالعه او ليكلو تيريده. الفت د خپل ژوند په آخرو وختونوكښې(د محمد داؤد خان د جمهوريت په وخت كښې) د افغانستان د سياسي او اجتماعي وضعې نه ډير زيات كړيده او د هغه وخت د نا مناسبې وضعې د اصلاح د پاره ډير كوښښونه وكړ، اما سردار محمد داؤد خان چه د پرچميانو او كمونستانو لخوا محاصره شوى ؤ، سره له پخوانى پيژندنې او احترام، چه الفت صاحب ته يې لرله، نه يې الفت صاحب ته د ليدلو وخت وركړ او نه يې د الفت صاحب ليك ته ( چه د هغه وخت د نا منا سبې وضعې او دهغه د خطراتو په برخه ليكل شوى ؤ)، توجه وكړ.

الفت د خپل عمر آخر وختونه د عزيز خان په كڅ كښې چه دده د زيږيدلو ځاى دى تيرول، تر څو چه د۱۳۵۶ كال د ليندى د مياشتې په ۲۸ نيټه د زړه د حملې په اثر د ۶۷ كلنى په عمر وفات شو، او ددوى په پلرنى هديره كښې چه د كابل جلال آباد د سړك په څنګ پروت دى خښ شو

. خداى (ج) دې وبخښي.
 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

سپرلیه راشه دافغان په چمن

   رنگین رنگین کره مازدیگری دوطن     

دلوی او بخشونکی خالق په نامه

نوی کال درارسیدو په ویارتول افغان اولس ته دمبارکی

پیغام وراندی کوو

خدای (ج)دی وکری چه دغه نوی 1388 هجری لمریزکال

دتولوافغانان لپاره دنیکمرغی او هوساینی لامل شی

 

دتورغرتولنیزمرکزدتولوکارکونکولخوا.

www.toorghar.blogfa.com

  

اسلامی بانکداری


اسلامی بانکداری

اسلامی بانکداری پیژندنه 
  یوه نقدی موسسه ده چی په راکړه ورکړه کی په فایدې (سود) سره تعامل نه کوي او د اسلامی اساساتو پر بنا فعالیت کوی.

اسلامی او مروجه بانکداری

اسلامی بانکداری د مروجو بانکونو سره په لاندی څلورو مواردو کی توپیر لری:
د سود څخه پاک معاملات                                                       
په کاروبار کی د خطرونو شریکول                                                       
پر اساساتو او خدماتو ولاړ بانکی خدمات                                              
د هر قرارداد په هکله د معاملی پاکوالی (د فریب څخه پاکه بانکداری)                                             

د اسلامی بانکداری اساسی هدف 
 داسلامی بانک اساسی هدف دادی چی مسلمانان د سود د معاملاتو څخه وژغوري چی د الله جلا جلاله لخوا څخه منع شوی تر څو دوی د یوي لوی ګناه څخه وساتل شی.

د دبۍ اسلامي بانک بیانیه  

د اسلامی بانکداری کړنلاره 
 د امانتونو په بدل کی د ګټی نه ورکول.
د ګټو په بدل کی د قرضو نه ورکول.
د ناوخته چکونو په ورکولو سره د ګټی نه اخستل. 

د اسلامی او نورو بانکونو ترمنځ اساسی توپیر (فرق)


۱. د اوسنی مروجه بانکونو کړنلاره 
 


بانک


مشتری 


پیسی     


(سود) پیسی + پیسی


د اسلامی او نورو بانکونو ترمنځ اساسی توپیر (فرق)


۲. د اسلامی بانکونو کړنلاره                


بانک 

مشتری 

اموال او خدمات 

پیسي  

 
په اسلامی مالي سیستم کی څو عمومی وسیلی
 

مشارکه
مرابحه
اجاره
مضاربه 

د امام شافعی او مالک په نزد: شراکت د دوه یا زیاتو کسانو وی چي په مساوی او یا مختلفو برخو په دی ترتیب چی ګټه په اعتبار د مال سره وی.
 

د احنافو او امام حنبل په نزد: ګټه په اعتبار د اتفاق ددوی سره ده.
 

مشارکه                                           

د معلومی ګټی د اضافه والی سره د مال بیعی ته مرابحه ویل کیری چی دا په دوه ډوله ده او دواړه ډولونه یی په اتفاق سره جایز دی.
 

عادی مرابحه: چی مال د تاجر سره موجود وی او یو څوک یی تر ی په موافقه ګټه واخلی.
 

مرابحه په امر د اخستو سره:  یو څوک بانک ته وعده ورکړی چی ده ته موټر واخلی او دی به یی د بانک څخه  اخلی. کله چی بانک موټر واخلی نو بیا یی ده ته ورکړی او دغه شخص په مختلفو قسطونو کی دوی ته بیا د موټر قیمت او یوه اندازه معلومه ګټه ورکړی. 
 
 مرابحه 

مضاربه  
 
شراکت په مابین د مال او عمل چی مال د یو طرف او کار او تجربه د بل طرف څخه وی په داسی شکل سره چی ګټه ددوی تر منځ به په اعتبار د اتفاق ددوی وی. په دی کی د مال خاوند یا سرمایه اچوونکی د مداخلت حق نه لری البته د مناسبو شرایطو چی د عقد لپاره مناسب او مربوط وی د ایښودلو حق لری. 

په ۲۰۰۶ کال کی په نړي کی اسلامی مالی سوداګریزه سرمایه ۲۵۰ بلین امریکالی ډالرو ته رسیدلی او هر کال په دغه شمیر کی ٪ ۱۵ اضافه والی راځی.
۴۲ هیوادونه په نړی کی اسلامی مالی اداری لری
د مسلمانانو د ۲۷ هیوادونو د ډلی څخه بحرین، متحده عربی امارات، سعودی عرب، مالیزیا، بروناي او پاکستان د یادولو وړ دی.
د ۱۵ غیر مسلم هیوادنو له ډلی څخه امریکا متحده ایالات، انګلستان، کاناډا، سویتزرلینډ، جنوبی افریقا او استرالیا د یادولو وړ دی. 
 
 

په نړی کی اسلامی بانکداری ته یوه لنډه کتنه        


ویره یا خوف 
 ۲. تشویق (د پیسو په شکل یا جنس)

په اسلام کی ددغه دوه عواملو یادونه په ترتیب سره په لاندی ډول کیږی.


اسلامی بانکداری د تشویق لاره   

او هغه څه چه ورکوﺉ یی تاسی له سود نه د پاره د دی چه زیات شی په مالونو د خلقو کښی پس نه زیاتیږی هغه په نزد د الله او هر هغه څه چه ورکوﺉ یی تاسی له زکات څخه چه اراده لرﺉ تاسی په هغه سره د ثواب (او رضا) دالله پس دغه (محضا لله ورکونکی) هم دوی دی زیاتونکی (د حسناتو خپلو).


تشویقی عامل – جزا یا بدله

ای هغه کسانو چه ایمان مو راوړی دی(یعنی ای مومنانو!) وویریږﺉ له الله نه او پریږدﺉ هغه چه پاتی شوی دی له سوده که يۍ تاسی مومنان(یقین لرونکی په شریعت په ریښتیا سره). 

پس که ونه کړ تاسی (داکار) نو اګاه شۍ(اوځان تیارکړﺉ) تاسی په جنګ له (طرفه د) الله او رسول د ده، او که توبه ګاره شوﺉ تاسی(له اخیستلو د سوده) نو شته تاسو لره اصل د مالونو ستاسی مه کوﺉ تاسی ظلم (چه سود به هم غواړﺉ) او نه دی ظلم کاوه شي پر تاسي (چه له راس المال څخه مو څه ستون کړی شي).

د بقری سورت ۲۷۸ – ۲۷۹ ایاتونه

Motivating Factor- Fear
تشویقی عامل – ویره

 وړاندیزونه 
 
 اسلامی بانکونه باید د مشارکت او مضاربت مفاهیم عام کړی او په نړی کی یی استعمال زیات کړی.
د کوچنیو سوداګریزو ارګانونو د جذب لپاره اړینی او نوی مناسبی پالیسی باید جوړی کړی.
د پیسو په مارکیټ کی د اسلامی سرمایی په اړه لازمه اداره په کار واچوی.
د خپلو خدماتو ساحه بهتره او پراخه کړی تر څو د بانکداری په عرصه کی د نړی د نورو بانکونو سره رقابت وکړلای شی.

ماخذونه

۱- د اسلامی بانکداري او مالي سیستم پیژنګلوی. مولف: نظام یاقوبي، بحرین کال ۲۰۰۶ مۍ.


۲- د سټنډرډ چارټرډ بانک د اسلامي بانکدارۍ مشر،  محمد عمران  وړاندي شوي مطلب یا مضمون په کال ۲۰۰۵ نومبر . 


Introduction to Islamic Banking and Finance by : Nizam Yaquby-Bahrain – MAY 2006
Muhammad Imran Presentation Nov 2005, Head of Islamic Banking , Standard Chartered Bank.  
 

ډیره مننه او کور مو ودان چي د خپل قیمتی وخت یو څو لحظي مو ددغه پریزنټیشن یا مطلب لیدلو ته خاص کړي. هیله ده چي تر یو اندازي پوري ګټور ثابت شوي وي. 

هیله ده یوازي ددی پریزنټیشن په ویلو سپما ونکړۍ بلکه بي له ځنډه یي خپلو نورو دوستانو او همکارانو ته واستوۍ. 

 پریزنټیشن په هکله پوښتنه یا نظر په لاندي بریښنالیکونو راسره شریک کړۍ. 


سورة الفاتحة تفسیر                                                                       

سورة الفاتحة                                                                        ۱                                                         
اول جز
اول منزل
( سورة  الفاتحة  مکیه  وهی سبع ایات
نزلت بعد  المدثر  عدد تلاوتها ۱ عدد نزولها  ۵
وفیها رکوع واحد
د الفاتحة  سورة مکی دی  ۷ ایتونه لری
دالمدثر له سورة نه وروسته نازل سوی دی .په تلاوة کی  ۱  اوپه نزول کی  ۵ سورة دی  او ۱ رکوع لری
بِسْمِ اللَّهِ   الرَّحْمَنِ   الرَّحِيْمِ
             شروع کوم په نامه دالله        چه ډیر زیات مهربان       پوره رحم لرونکی دی
تفسیر :  (( رحمن )) او (( رحیم )) دواړه دمبالغی صیغی دی ، مګر په (( رحــمن )) کښی له (( رحیــم )) څخه مبالغه زیاته ده ، په دغه ژباړه کی ددغو ټولو نکتو لحاظ سوی دی .

اَلْـحَمْدُ    لِلَّــهِ
ټولی ستاینی                        خاص الله لره دی
تفسیر : تر ټولو ښی اوغوره ستاینی چه له اوله تر اخره پوری سوی دی ، یاکیدونکی دی هغه ټول  خاص الله  تعالی لره ښا یی ، ځکه چه الله تعالی دهر نعمـــــت او هرشی پیدا کوونکی او بخښــــونکی دی او بخښنـــــــــــه یی عامه ده که بی واسطی وی اوکه په واسطه سره وی لکه څوک چه دلمــــر د رڼا او تودوالی څخه ګټه اخلی نو دغــه ګټه په حقیقت کی دلمر فیض اوبرکت دی نه درڼا اوتودوالی .
هره ستــــــــاینـــــــــه د خــــــــــدای سره نسبـــــــت لری   هر څـــــــوک چه ستا یلـــی ســــی هغـــــه  درب ســـــــتاینـــــه ده د (( الحمـــدلله)) ژباړه یوازی په دی جملی سره چه هر ډ ول ستاینه الله تعالی لره ده لنډه اونیمــــګړی ده چه پوهان ددی جملی په نیمګړتیا او  تقصیر اعتراف لری د (( الحــــمد لله )) خورا ښه ژباړه همــــدغه ده چه په اوله کـــــی ولیکل سوه . دخلګو دپوهولو لپاره همدغه ښه ژباړه ده: ټولی ثنــــــــاوی له هر چا ، په هرڅه ، په هر وخت ، په هر ځای کی خاص الله تعالـــــی لره دی ، ځکه دهرشی تقدیر دده له لوری دی .
تنبیه : په فاتحه الکتاب کی الله تعالی د ( ۷ ) شیانو یادونه کړی ده:
( ۱ ) دنعمت یادونه لکه چه فرمایی .
سورةالفاتحة                                                                      ۲
رَبِّ الْعَلَمِيْنَ ( ۱ )لا
چه پالونکی  دعالمیا نو(( دخپل لوی حکمت له مخه ))
تفسیر : دمخلوقاتو مجموعی ته ( عالم ) وایی ،نولدی کبله  دجمعی په شکل نه راوړل کیږی مګر په دی آیت کی دعالم دهرجنس دښودلو دپاره دجمعی په شکل راغلی لکه دملائکو عالم ، دانسانانو عالم ، دپیریانو عالم  اونور ترڅو چه داخبره ښه روښانه شی چه دعالم ټول افراد دالله تعالی مخلوق دی .
(۲)    دښوښو شیانو دورکولو او بخښلو تمه اوهیله لکه چه فرمایی :
الرَّحْمَنِ   الرَّ حِيْمِ (۲) لا
ډیر زیات مهربان           پوره رحم لرونکی          
تفسیر :یعنی ټولی ستاینی خاص الله تعالی لره دی چه دټولو مخلوقاتو پالونکی اوروزونکی دی او ډیر زیات مهربان دی چه هر ساکښ  ته دروح، بدن اورزق ورکونکی دی ، او پوره رحم لرونکی دی چه یوازی مؤمـــــــنانو ته د  اجر  اوثواب ، دجنت دنعمتونو اوخپلی رضا او دیدار بخښونکی دی .
(۳)    درب العزت   (جل شانه واعظم برهانه )په عظمت اوقدرت کښی  غور(فکر) کول لکه چه فرمایی :
مَلِکِ يَوْمِ الدِّيْنِ (۳)ط
څښتن (دټولو امورو) دورځی دجزادی            
تفسير : دجزا دورځی (قیامت ) دتخصیص اوله وجه داده چه په هغه ورځ به داسی لویی اوویرونکی پیښـــــــی واقع سی چه دهغوپه شیان به نه پخوا تیری سوی وی اونه به وروسته راسی بله وجه یی داده چه په هغـــــــه ورځ به دالله تعالی دپاک ذات له حقیقی حکومت څخه پرته دبل هیچا کوم ظاهری اومجازی واک اوحکومت  هیڅ نه وی           (( لمن الملک الیوم الله الواحد القهار))    .  ((   ۲ رکوع سورة المؤمن ))
(۴) په عبادت کی اخلاص لرل لکه چه فرمایی :
اِ يَّا کَ نَعْـبُدُ
خاص تاته                عبادت کو
 سورةالفاتحة                                                                            ۳
تفسیر : دهغه ذات له ذکره وروسته چه دټولو ستاینو وړدی علــــــم او پوهه په یوه معلوم اومعین پوری متعلق اوخطاب دهغه سره وکړسو یعنی ای هغه ذاته ! چه ستا لوړ اوپـــــــاک شان دغسی لوی ، هسک اوپورته دی موږ یوازی ستا عبادت کوو اوخاص له تاڅخه مرسته غواړو ، ښکاره ده چه دغسی خطاب پر اختصــــــــــــاص ډیر ښه دلالت کوی ، اوله بر هانه عیان ته دترقی خورا ښه وسیــــله ګرځی ، اوله غیب نه شهودته انتقــــــال ډیره ښه ‌ذریعه کیږی ، نوګواکی معلــــوم عیان اومعقول مشهود وګرځید،اوخبره له غیبـــــــت څخه خطاب ته واوښته چه دغه ته التفــــــات ویل کیږی  ، اول دکلام شـــــــــروع په داسی شیـــــــــانو سره وشوه چه دعارفانو دحال مبادی دی چه هغه دپالـــونکی خــــــــــــدای (ج) په نومونو ،صفتونو ، انعامونو ،اودده په مخلوقاتو ، موجوداتو مصنوعاتو ، اوپه ښکاره سلطان قوی برهان ، لوی شان اوعام احسان کی ئی غورفکر اوتأمل کول دی . بیا ورپسی دکـــــــلام دهغی برخی  یادونه وسوه چه هغه ددوی دحال منتهی ده ترڅوچه متفــــکرین پنـــــدأخستونکی اودبصـــــــیرت خاوندان دوصول ژورو برخو ته ورننوځی ، اوځانونه داولوالالباب ، اودبصیرت ،مشاهدی ، پوهی اوهوښیـــــــــــــــارۍ له خاوندانو څخه وګرځوی ، اودخپل زړه په سترګو پاک خدای (ج) ښکاره وګوری اوپه ډیراخلاص اوادب مخامخ ورته ودریږی ، اوپه ډیر ه عاجزۍ او زارۍ ورته داسی عرض وکړی چه یاالله ؛
ایا ک نعبد، وایا ک نستعین. اهد ناالصراط المستقیم  الا یة.
 (۵) دمرستی غوښتنه لکه چه فرمایی :
وَ اِيَّا کَ نَسْـتَـعِـيْنُ (۴) ط
او خاص له تا څخه           مرستــــــــــــه غــــــــــواړو                
تفسیر :له دی شریف أیت څخه معلومیږی  چه بی دالله تعالی له پاک ذات نه  دبل چا څخه حقیقی مرسته غوښتل بیخی نه دی روا ،مګر که څوک کوم ښه اومقبول بنده محض دالله تعالی درحمت وسیله اوغیر مستقل وګڼی ، او یوازی په ظاهری اوغیر حقیقی ډول سره ورڅخه مرسته وغواړی نو باک نه لری ځکه چه دغه ډول مرسته غوښتل هم په حقیقت کی دالله تعالی څخه مرسته غوښتل دی .
(۶) دهغی سمی او روښنایی لاری دښودلوغوښتنه چه مقصودو ته رسوونکی ده لکه چه فرمایی:
اِهْدِ نَا الصِّرَاطَ الْمُسْـتَقِيْمَ (۵) لا
وښیه        موږ ته         لاره                        سمــــــــــــــــــه              
صِرَاطَ الَّذِ يْنَ اَ نْعَمْتَ عَلَيْهِمْ (۶) لا
لاره                   دهغو کسانو چه     انعام کړی تا      پرهغوی باندی          
سورةالفاتحة                                                                             ۴
تفسیر : پرهغو کسانو چه انعام سوی دی     څلور طایفی دی :
(۱) نبیین (۲) صدیقین (۳) شهداء (۴) صالیحین . ددغو څلورو طایفو تصریح دپاک قرآن په بل ځای کی سوی دی ،  ( ځینو علماؤ ویلی دی ) چه له (( المغضـــــوب  علیهــــم )) څخه ((یهــــود )) اوله (( الضآلین )) څخه ((نصــــاری)) مراد دی چه ددی مطلــــب دتائیـــــدولو لپــــــاره ډیر آیتــــــونه او روایتـــــــونه شــــــــاهددی . له (( الصــــراط المستقــیم))یعنی له مستقیمی لاری څخه پاتی کسـان  دوه ډوله دی : یوهغه کسان دی چه په ناپوهی سره له سمی لاری څخه محروم او بیرته پاتی دی .بل هغه کسان دی چه دوی سره له پوهی قصداً سر کښی غوره کړی ده.پخوانی او وروستنی ګمراهان له دغو دو ه طایفو څخه وتلای نه سی ، (( نصــــــــاری )) په اوله او (( یهــــــــــــــــود )) په دوهمه طایفه کی داخل دی.
(۷) له خرابو اوناوړو کارونو څخه دځان ساتلو غوښتنه اودپاکی اوعصمت امیدلکه چه فرمایی:

غَيْرِالْمَغْضُوْبِ عَلَيْهِمْ
نه (( لاره دهغو بدو کسانو چه ))غضب کړی سوی پر هغو باندی
وَلاَالضَّآلِّيْنَ(۷)۱ع
اونه ((لاره دهغو بدو کسانو چه)) ګمراهان دی      
تفسیر :(یعنی موږته دهغو کسانو سمه اوصافه لاره وښیه چه په هغوباندی انعام سوی دی اودهغو کسانو له کږووږو لارو څخه چه  غضب پرسوی ګمراهان دی  اودبدانو له متابعت څخه مووساته ).
الله تعـــــالی دغه سورة دخپلو بندګانو له ژبو څخه فرمایلی دی  یعنی کله چه تاسی زموږدربارته حاضریږی نوله  موږڅخه دارنګه سوال وکړی ، نوځکه ددی سورة یو نوم (( تعلیــــم المسئلـة)) یعنی دغوښتلو ښودنه هم ده .
ددی سورة په پای کی (( آمیـــن )) ویل سنت دی او د((آمیـــــــن )) کلمه له قرآن څخه نه ده اومعنی یی  داده : (( ای ربه! زما دغه وینا قبوله کړه یعنی دخپلو ښـــــوبندګانو پیروی او دنافـــــرمانو خلګـــــو څخه لـــــریـوالی راپه برخه کړه .
ددی سورة په اوله برخه کی دالله تعالی ثنا او صفت دی ، دوهمه برخه ئی دبندګانو ددعالپاره ده.
(( فایـــــده )) : (( غیرالمغضــــــوب الایــــة)) د(( الــــــذ یــن)) بدل ــ یادهغه صفت دی، نوځکه ژباړه یی هم په هغه تناسب سره سوی ده ، په ځینو ډهلوی ژباړو کی دغه ژباړه هسی سوی ده چه دترکیب او مقصد څخه مخالفه ده .

د وزیر اکبرخان سیاسي - پوځي ونډه د کابل په پاڅون کې

د وزیر اکبرخان سیاسي - پوځي ونډه د کابل په پاڅون کې
(۱۸۴۱ ? ۱۸۴۲)

وزیر اکبرخان ۱۸۱۶ ? ۱۸۴۶
د میړانې ، زړورتیا، سرلوړۍ او مقاومت څیره

سریزه :
زموږ د هېواد د تأریخ یوه ځلانده ویاړلې څیره ، د افغان ? انگلیس د لومړۍ جگړې ملي اتـل د امیر دوست محمد خان زوی او د سردار پاینده خان بارکزي لمسی ، وزیرمحمد اکبر خان دی.
سردار وزیر محمد اکبرخان ، زموږ د ولس د هڅو ، جنگ او جگړو د تأریخ هغه ځلانده څیره ده چې د انگلیسانو پر وړاندې د کابل د وگړو د پاڅون په لارښوونه او بري کې یې په سرښندنې ، رغنده اوهیوادپاله ونډه لوبولې ده ؛ خوپه خواشینۍ چې د وزیر اکبرخان له سرلوړۍ او ویاړونو ډک ژوند ، لنډ وو.

هغه لا اتلس کلن نه وو چې د یوه لښکر په سرمشرۍ یې د جلال آباد سرغړاوی واکمن له لنډ مقاومته اړاند (اسیر) ونیو، وروسته یې په کندهار کې په یوې مخامخ جگړې کې سدوزی شاه شجاع دړې وړې کړ او انگلیسي جنرال کیمبل یې لومړی ټپي او بیا یې ژوندی ونیو.

شل کلن وو چې پيښاور ته نیږدې د جمرود په جگړې کې د سیکهانو پر وړاندې یې توره له تیکي را وایسته او په یوې لاس او گریوان جگړې کې یې د سیکهانو سر لښکر هري سینگهـ وواژه او لښکر یې ور دړې وړې کړ.
په ۲۲ کلنۍ کې د شاه شجاع او رنجیت سینگهـ د گډ لښکر د مخنیوۍ لپاره د خیـبر د درې پر لور یې ور ودانگل خو مخکې له دې چې له تیري گر لښکر سره مخامخ شي د هیواد د دښمنانو له پلوه ورته زهر ورکړل شول او د هغه نیم ژواندی جسد یې په کټ کې له خیبره د هغه پلار ته د ارغنده مورچل ته راووړ ؛ له ډیرو هڅو وروسته د مړینې له منگولو وژغورل شو، له هغه وروسته بخارا ته ولاړ او د پاچا په زندان کې بندي شو.

۲۴ کلن وو چې د بخارا د پاچا له زندانه خلاص شو او په ۱۸۴۱ ز کال کې د نوامبر په ۲۵ نېټه یې د کابل د وگړو د پاڅون لارښوونه په غاړه وا خیستله، په ډیرې هوښیارۍ یې د انگلیس له سرچارواکي او ځانگړي استازي مکناتن څخه چې په درغلنې او دوه مخۍ کې شېطان ورته هک پک کېده ، د خپل استازي له لارې یو پټ لاسوند تر لاسه کړ ؛ دغه پټ لاسوند په خپله د افغان مشرانو په وړاندې د انگلیس دوه مخي او درغلنه څرگندوله او له همدې امله یې مکناتن وواژه او انگلیسان یې دې ته اړ کړل چې په بیړه له کابله ووځي ؛ دا هغه سیاسي - پوځي اشواینه (رسوایۍ) وه چې بله بېلگه یې نه شو کولای د انگلیس د سترواکۍ په تأریخ کې و مومو. د همدغو سیاسي ? پوځي هڅو له امله وو چې وزیر اکبر خان دوه ځله د انگلیس د لاسپوڅو چوپړیانو له پلوه په ډزو وویشتل شو خوداوړه ځله د مرگ له لومو ژوندی راووت.

دا په داسې حال کې ورته پيښ شوې چې لا مخکې یې د بخارا د پاچا له لښکر سره په جگړه کې ټپونه له ځان سره وړل او دوه کاله یې د بخارا د پاچا په زندان کې تیر کړي ول.

وزیر اکبر خان خپل نیمایي دیرش کلن ژوند په ویاړ او سر لوړۍ د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ولس د ملي واکمنۍ د ساتنې ، له یرغلگرو او د هغو له لاسپوڅو تاړاک پالو سره په نه پخلا کېدنې دښمنۍ تیر کړ اود ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې د هیواد د یو والي او د هیواد د ښمنانو پر وړاندې، ځلانده توره په لاس په میړانه و دَرېد. د یوه مجاهد او غازي او د انگلیس د نه پخلا کېدونکې دښمن په توگه د هغه د میړانې ، درنښت او غیرت یادونه د ولس په زړونو کې تر دې کچې په څپو شول چې د ۱۸۴۱ ? ۱۸۴۲ ز کال د ولسي پاڅون له بریا سره سم د ولس د جگړو او هڅو په ویاړمنظومې بولې (حماسې) او رزمنامې ورته ولیکل شوې ؛ په [۱۸۴۳ ز کال کې چې له ۱۲۶۰ لمریز سره سمون خوري] حمید کشمیري اکبر نامه جوړه کړه او [قاسم علي د ډیلي د آگرې اوسیدونکي په ۱۸۴۶ ز کال کې چې له ۱۲۶۳ لمریز سره سمون خوري او د وزیر اکبر خان د مړینې له نېټې سره برابره ده] اکبري ظفرنامه وویله ؛ چې د انگلیس په وړاندې پاڅونونو کې دغو دواړو شعري ټولگو د وزیر اکبر خان نوم د یوه ملي اتـل په توگه د تأریخ په تلپاتې هېنداره کې لا تلپاتی کړ.

دوام لری

شهید اتل یا د جهاد اتل؟

نوماند اکاډمیسین سیستانی
پښتو ژباړه: رحمت آریا ۲۷/ ۱۲/ ۲۰۰۸

داؤود خان په کوم نامه یاد کړو؟

شهید اتل یا د جهاد اتل؟

عجیبه شپې ورځې راغلې دي ، بډي خور د نیاو "عدل" پرڅوکۍ ناست دﺉ ، جنایتکار د وزیر او ولسي جرگې پرڅوکۍ ډډه لگولې ، غل ، کوټوال او ساتنوال شو، گیدړ " ملي اتل " او د کرزي په دولت کې د نظار د شوری هر ناوړه ، لټ او کم لوستی د وزیر او سفیر په څوکۍ بـَسنه نه کوي ، نه باید هیښ پیښ شو چې دوی په لوټه غواړي د زرو له عیاره " داؤود" دې ځانته زرکاڼی (محک) جوړکړي او یا " د زرو زومانو لرونکې " بوډۍ دې د ستر سیاه سنگ د ارزښتناک کار سپکاوی وکړي.
چاچې په ژوند کې خپل سر د کره کتنې پر کتاب نه دﺉ ټیټ کړﺉ او نه پوهیږي چې کره کتنه څه ده ،کره کتنه په څه بڼه ده او کره کتنه له څیړنیزو سکالو څه توپیر لري؟ تأریخ او تأریخي پیښې څنگه څیړل او ارزَول کیږي ، په ټولې خړسرۍ اوسر ټمبه گۍ یې پوندې په ډنډه پنج ټینگې لگولې او د بل چا څیړنې او پلټنې تر کره کتنې لاندې نیسي او ته به وایې چې گڼې که دغه لیکوال د سیمې یو اوسنی لیکوال نه وي نو شک نشته چې د وروستیو دریو لسیزو د پخو لیکوالانو له منځه یو پوخ لیکوال یا کره کتونکی دﺉ.

پرته له دې چې د سیاه سنگ ستاینه وشي باید ټینگار وکړم هغه څیړنه چې سیاه سنگ د داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وحشیانه وژنې په اړه تر لاس لاندې نیولې د هغې ساری په تیرو دریو لسیزو کې زموږ د هیواد د څیړونکو، تأریخ لیکونکو او کره کتونکو په منځ کې نه ده لېدل شوې.
هغه ځیروالي او د علمي اندیښنو په څادر کې رانغـښتې حوصله ، انرژي او وخت چې ښاغلي ډاکټر سیاه سنگ د ولسمشر داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وژنې په تړاو د [پسرلني سباوون د گولېو د باران / و آن گلوله باران بامداد بهار] په لیکنه کې په کار اچولې او د بشپړ ناپـېـېـلتوب په رڼا کې د تأریخي لاسوندونو د راټولو لپاره ددغې سکالو ټول اړخونه، تأریخي خواووې، د اروا پوهنې څنډې ، سیاسي لمنې ، وینا واله ډول او د اوریدونکی لپاره د اوریدا وړتیا په داسې بڼه راسپړلې او په پام کې نیولې چې د هیڅ کارپوه تأریخ لیکونکي په وَس کې نه لېدل کیږي .

داؤود خان د افغان ولس یو له هغو زړورو او هیواد پالو له شخصیتونو څخه دﺉ چې باید نوم یې د دُراني احمدشاه، وزیر فتح خان او اعلیحضرت امان الله خان په کتار کې راوستل شي.

ددغه کار په ارزښت یوازې هغه کسان پوهیږي چې په پلټـنیزو او څیړنیزو څانگو کې ورهڼه او پوهه ولري نه هغه کسان چې شپې او ورځې په بانډارانو تیروي. په تأریخ او تأریخي برخو کې څیـړنه ، عملي پیاوړتیا، زړه غـَټـاوي ، پراخ زغم ، زور او د رښتیا او حقیقت موندنې لپاره په تأریخي لاسوندونو کې بشپړ ځیروالي ته اړتیا لري. هغه کسان چې د خپلو ماغزو د ویلي کولو او د خپل فکري ځواک په کار اچولو لپاره وخت او وسه ونه لري نو د یوه بشپړ او د منلو وړ څیـړنیز کار د تر سره کولو وسه هم نه لري. د میخانو غیږو ته پناه وړنکي نه شي کولای د سترو تأریخي پـلټـنیزو هڅو په ارزښت پوه شي.

زما په گروهنې د ښاغلي سیاه سنگ کاري بڼه دا ډول ده چې هغه په جناﺋـي او تأریخي څیړنو کې د لویدیځې نړۍ د پوهانو او پلټونکو تگلاره په پام کې نیولې او له دغه اړخه د سیاه سنگ کار د افغان د کلاسیکو تأریخ لیکونکو له کاري تگلارې څخه ډیرتوپیر مومي چې کولای شو د تأریخي پلټنو په ډگر کې یې د پام وړ یو نوښت وگڼو.
ټول لوستونکي د کودتاچیانو د بمباریو پر وړاندې د داؤود خان له زړورتیا ، ننگیالیتوب ، له سرښندنې ډکې خو د زړه بوږنوونکې پیښې د لوستلو لپاره د دوه وو اونیو هره شېبه شماري چې د کابل ناتهـ او بینوا ویب پاڼې را پرانیزي او د " پسرلني سباوون د گولیو د باران / وآن گلوله باران بامداد بهار / " تر نامه لاندې د نومیالي افغان واکمن د ننگیالي مقاومت او له میـړانې ډک د مرگ داستان پاتې برخه چې د ډاکټرسیاه سنگ په پياوړي قلم لیکل شوی ولولي.

ښاغلي سیاه سنگ د داؤود خان د غیرتي مرگ داستان په دومره ورهڼه لیکلی چې د لوستونکي فکر او ارواح په وَزَونو کې له ځان سره اخلي او تر هغې پولې پورې یې له ځان سره بیایي چې د داؤود خان دغم لړلي خو ویاړلي مرگ داستان د پاتې برخې لوستولو ته یې تـنده لا زیاتیږي.

په بشپړ ډاډ ویلای شو چې د افغان انقلابیونو ، سیاسي لارښودو مشرانو او د جهادي بولندویانو په منځ کې به هېڅ داسې څوک ونه مومو چې د یوه گام په واټن کې دې ددښمن سیوري وویني او ځان ور ونه سپاري. خو همدا داؤود خان وو چې د ۲۰ ساعتو لپاره د غوایي د میاشتې د اوومې د غرمی له ۱۲ او د هغې ورځې د سهار تر ۸ بجو پورې د کودتاچیانو د میک ۲۱ الوتکو د زړه چـَوونکو او غوږ بوږنوونکو الوتکو په وړاندې په میړانه په پښو ودَرید او خپل لوړ میـړنی سر یې چا ته ټیټ نه کړ ان د ژوند په وروستیو شېبو کې ورته وویل شول چې که غواړﺉ چې ژوندی پاتې شې نو تسلیم شه ، خو هغه په خپل بې ساري افغاني میړنتوب او زړورتیا وویل چې : " پرته له خدایه ، کمونیستانو ته نه تسلیمیږم". او د جنرال امام الدین د منښتې پربنسټ ، کله چې داؤود خان ته وویل شول چې واک د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته لیږدېدلی دﺉ ، تسلیم شـﺊ! داؤود خان پرته له دې چې بله خبره په خولې راوړي خپله تومانچه را اخلي او امام الدین په ډزو وُلي. د یوه کودتاچي افسر (امام الدین) په وړاندې د داؤود خان دغه چوپتیا څه مانا را ښندي؟ آیا دا په دې مانا نه ده چې داؤود خان یو ټیټ پوړی افسر د ځان سیال نه بولي؟ داؤوخان ښه پوهیده چې د هغه د تومانچې ډزې څه خطرناکې پایلی هغه او د هغه کورنۍ ته له ځان سره لري خو بیا هم ډزې کوي. رښتیا دا ده چې داؤود خان ددې په ویلو چې " پرته له خدایه ، کمونیستانو ته نه تسلیمیږم" ، د خپلې چوپتیا له لارې یې غوښتي د هیواد پالنې درس د افغان زړه ورو او پوهو بچیو ته په دې توگه ورسوي چې د ایمان او گروهني (عقیدې) دښمن ته نه باید ټیټ شـﺊ او نه باید په خوارۍ او سپکاوي کې د ژوند کولو لپاره چا ته تسلیمي ومنـﺊ.

دا لومړی ځل نه وو چې داؤود خان د ځواکمنو زورپالو د دیکتې پر وړاندې خپل ملي میړنتوب څرگند کړی وو بلکه نوموړی هغه هیوادپال ، خپلواک او مغرور شخصیت وو چې د خپل هیواد په چارو کې یې د شوروي اتحاد د ځانمنونکي مشر(برژنیف) دیکته ونه منله. د عبدالصمد غوث د وینا له مخې چې د ماسکو په وروستي سفر کې ور سره په بدرگه پلاوي کې وو یو ځل د خبرو په ترڅ کې برژنیف د افغانستان د حکومت پرچال چلند او په افغانستان کې د ناتو د غړو هیوادونو د کارپوهانو په ډیریدا گوتنیونې وکړي او ټینگار یې وکړ چې هغوی دې له افغانستانه وشړي. خو سردار محمد داؤود برژنیف ته په ځواب کې وویل : " هغه څه چې همدا اوس د شوروي اتحاد لارښود مشر وویل ، هیڅکله به افغانانو ته د منلو وړ و نه گرځي. دا د افغانانو له انده د افغانستان په کورنیو چارو کې بربنډه لاسوهنه ده. موږ به هېڅکله تاسو ته اجازه در نه کړو چې موږ ته دیکته وکړي چې په څه ډول خپل هیواد اداره کړو او څوک په افغانستان کې وگومارو. دا حق چې بهرني کارپوهان څنگه او چیرې په کار و گومارو په بشپړ ډول د افغانستان حق دﺉ. که اړینه وگڼل شي نو افغانستان به بې وزلي غوره وبولي خو په خپلو کړنو او پریکړو کې به خپله بشپړه خپلواکي ولري." ( د غوایي کودتا او په افغانستان کې د هغې پایلې. د لیکوال لیکنه، څلورمه څپرکۍ، چاپ ۱۹۹۶) .
د داؤود خان وینا د شاهنامې دغه بیت زما په یاد راولي چې :

مرا مرگ بهتر از آن زندگی = که سالار باشم کنم بندگی
ژباړه :ماته مرگ تر هغه ژوند غوره دﺉ چې په مریـیـتوب کې سر لښکر اوسم



هر گوره ، د ماسکو خبرې ددوستې په چاپیریال کې پای ته ونه رسیدلې او داؤود له مسکوه خوابدی راستون شو او له هغه وروسته یې پاکستان ته سفر وکړ. داؤود غوښتل افغانستان د شوروي له پـيټي او اغیزو وژغوري او د هیواد د پرمختگ په لار کې د گاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان او هم د عربستان او مصر مرستې راخپلې کړي. خو په خواشینۍ چې د شوروي لاسپوڅي چې په دغو سفرونو کې له داؤود خان سره بدرگه ول د سیمې اسلامي هیوادونو ته د داؤود خان د سفراو خبر اترو د ټولو جزﺋـیاتو گزارش شوروي چار واکو ته ورکاوه او همدا لامـِل وو چې شورویانو د هغه پروړاندې خپلې ټولې دروهې په کار واچولې او د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوایي د مېاشتې (اپریل ۱۹۷۸ز) د خونړۍ کودتا له لارې یې سردار داؤود د هغه د کورنۍ له ۱۷ تـنو غړو سره یوځای له منځه یوووړ.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوایي د مېاشتې په اوومې د کودتا چیانو په وړاندې د داؤود خان میړانه ، لوی زړه ، ټینگیدا او دغوایي د بښکولې (فاجعی) د درڼه مارو (جلادانو) په وړاندې د هغه نه تسلیمیدونکې باتوري د افغانستان په تأریخ کې بې سارې ده او کولای شو په زغرده ووایو چې داؤود خان هغه سر په لاس لومړنی افغان شهید دﺉ چې د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې دې خبرې ته یې غاړه کښینښودله چې خپل ویاړلی سر د هیواد دښمنانو ته را ټیټ کړي. داؤود خان، پرتمین او ویاړلی مرگ ، ترهغه غوره وباله چې پاتې ژوند د پردیو او پردیو ته د لاسپوڅومشرانو په منگولو کې د یرغمل مریي په توگه تیر کړي او په لوړ سر یې مرگ ومانه ، خپل او د خپلې کورنۍ نوم یې د هیواد د بی سارو میـړَنیو په کتار کې د تل لپاره په خپلو وینو ولیکه.

داؤود خان ددې په ویلو چې " پرته له خدایه ، کمونیستانو ته نه تسلیمیږم" او د خپلې چوپتیا له لارې یې غوښتي د هیواد پالنې درس د افغان زړه ورو او پوهو بچیو ته په دې توگه ورسوي چې د ایمان او گروهني (عقیدې) دښمن ته نه باید ټیټ شـﺊ او نه باید په خوارۍ او سپکاوي کې د ژوند کولو لپاره چا ته تسلیمي ومنـﺊ.

داؤود خان د افغان ولس یو له هغو زړورو او هیواد پالو له شخصیتونو څخه دﺉ چې باید نوم یې د دُراني احمدشاه، وزیر فتح خان او اعلیحضرت امان الله خان په کتار کې راوستل شي.
د هیواد د پرمختگ لپاره د سروزیرې په پـَیر او په افغانستان کې د لومړنۍ ولسواکۍ د بنسټ له ایښودلو وروسته د هغه په هیواد پالو هڅو کې د هېڅ شک ځای نه پاتې کیږي ، په ۱۹۵۹ ز کال کې د چادرۍ له زندان څخه د ښځو د ژغورنې لپاره د هغه زړورې او انقلابي هلې ځلې یو له هغو گامونو څخه دي چې زموږ د هیواد ښځمنې دې باید له هغه ډیرې منندویه وي او هغه دې د ښځو د حقونو او مدني آزادیو مخکښ لارښود وگڼي.

د لویو لارو جوړول ، د اوبو د بندونو، روغتونونو او د روغتیایي آسانتیاوو د مرکزونو، پوهنتونونو او پولیتخنیکونو، د کابل او کندهار د نړیوالو او د شینډنډ او هرات د هوایي ډگرونو، د نغلو او ماهي پـَر او په ننگر هار کې د درونټې د بریښنا کوټونو ، په ننگرهار کې د هډې او غازي آباد د اوبولگولو او د کرهڼي د پرمختیایي پروژو جوړول، د هلمند او د غزني د سردې ، د پروان ، خان آباد او د کوکچې د بریښنا د بندونو، په بغلان کې د قـند د شرکت او په کندزکې د سپين زرو د غوړیو فابریکې، په گلبهار او بگرامیو کې د نساجي فابریکې، په مزارشریف کې د کیمیاوي سرې او بریښنا کارخانې، په کابل کې د کور جوړولو ، په لښکرگاه کې د رُخام د کاڼو فابریکې جوړول او له ټولو اړینه د ملي پوځ پیاوړتیا او په ټول هیواد کې د امن ټینگښت ټول ددغه هیواد پال او میړنی مشر د حکومت تـلپاتي کارونه دي چې ټول یې د خلق د ډیموکراتیک گوند د واکمنۍ او د پاکستان د (آی ایس ای) د پوځي څارگرې ادارې په لارښوونې د جهادي بولندویانو په لاس له بنسټه ونړل شول او پاتې توکي او سامانونه یې د مجاهد صاحبانو له پلوه پاکستان ته ولیږدول شول او د وښو په بیه و پلورل شول.

د داؤود خان د واکمنۍ په وخت کې د ټولنیزو بې عدالتیو اوکمښتونو له شته والي سره سره بیا هم ټول وگړي له مالي او ځاني امن څخه برخمن ول. د خلکو پت او عزت له تیري خوندي وو. زور واکو نشوای کولای د هغوی پر ناموس او پت تیری وکړي. د خلکو کورونه او شتمنۍ خوندي وه. که چا غوښتي وای چې له کابله مزار ، هرات ، کندهار او جلال آباد ته له سرو زرو او له پیسو ډکو کڅوړو سره سفر وکړﺉ داسې څوک به نه ول چې له چا و پوښتي چې چیرې ځـﺊ او یا دې ورته لاره ونیسي چې څه شی له ځان سره وړې او یا ولې ایخوا دیخوا ځـﺊ؟ لنډه دا چې که ولس هېڅ شی نه درلودل خو امنیت یې درلود اوپه یوه هیواد کې امنیت د یوه دولت له ارزښته ډکه ډالۍ ده. لنډه دا چې د غوایي له کودتا سره ولس د ژوند دغه یوازینی شته نعمت یعنی امن له لاسه ورکړ.

په ځای گڼم چې د افغانستان لومړني ولسمشر شهید داؤود خان ته دې د " ملي اتل " نوم ورکړل شي نه هغو کسانو ته چې ان له جهاد مخکې او جهاد وروسته کلونو کې د پردیو گټو په چوپړکې پریوتل او د خپل مرگ تر ورځې د امریکا، روسیې ، ایران ، پاکستان ، هند ، انگلیس او فرانسې په څارگرو ټولنو پورې تړلې پاتې شول او اوس د هماغو جاسوسي چوپړونو د خیراتونو له شامته د ملي اتل تر نامه لاندې د افغان سپیڅلي ولس پر اوږو سپاره او په پرله پسې ډول د ولس له بیت المال څخه د هغه لپاره تبلیغ کیږي. خو شهید داؤود خان دغه نه تسلیمیدونکی ملي اتل د چا تبلیغاتو ته اړتیا نه لري. هیواد پالو افغانانو ته ښایي چې د هیواد ددغه شهید د ویاړلي نامه لپاره دداسې نوم د پلټنې او وړاندیز په لټه کې شي چې د هغه له شخصیت ، میړنتوب او زړورتوب سره جوگه وي. زه د افغانستان د لومړني ولسمشر د سل کلنۍ دلمانځنې په ویاړ د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې شهید داؤود خان ته د " ملي اتل" د نامه وړاندیز کوم. داؤود خان د ۱۹۰۸ ز کال د جولای په ۸ نیټې په کابل کې وزیږېد او د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې د ۲۷ په سبا له ټولې کورنۍ سره یو ځای ووژل شو. ددغه شهید اتل نوم او یاد دې د تل لپاره ژوندی وي!


پای ۲۷/ ۱۲/ ۲۰۰۸

د ننگر هار اسلامی پوهنتون تصویر

د ننګر هار پو هنتون

دا پوهنتون چي په ١٣٤٣ کال کي يوازي د طب پوهنځي په درلود سره منځ ته راغى په هيواد کي د لوړو زړه کړو دوهمه موسسه بلل کيږي. په ١٣٧٥ کال کي ددې پوهنتون په چوکاټ کي د انجينري، زراعت او ښووني او روزني پوهنځۍ شاملې شوې. په ١٣٧٣ کال کي دژبو او ادبياتو پوهنځۍ او اقتصاد په ١٣٧٣ کال د حقوقواو سياسي علومو ، وترنري او شرعياتو پوهنځۍ هم مېنځ ته راغلې. دا پوهنتون په خپلو نهه واړه پوهنځيو کي ٢٣٣٣ تنه محصلين چي ٢٧٥کسه پکي ښځينه زده کوونکې دي او د ٢٩٨ استادانو له جملې نه يې يوازي ٨ کسه مېرمني دي.

د پوهنتون مرکزۍ ودانۍ د دورنټې په زړه راښکونکې سيمه کي پرته ده، محصلين يې خورا حساس او جدي دي، هر وخت لاريونونه کوي او کله کله ددې ولايت په زندانونو کي هم ليدل کېږي.

دطب او ښوونې او روزنې پوهنځۍ بيا د جلال ابادپه ښار کي جلا جلا تعميرونه لري او همالته يې ليليې هم دي.

دطب پوهنځۍ يې د محبس مخامخ موقعيت لري نو ځکه کله چي محصلين له درس ويلو څخه ستړي شي، وايې چي د يوه څړک په دواړو غاړو زندانونه. دې پوهنتون کي د محصلينو د زياتوالي او د حکومت د نه توجه له امله يو شمېر محصلين ليليه نه لري او له سختو ستونزو سره مخ دي چي دا غږ يې تر مرکزي حکومت او نوري خيريه ټولنوڅو څوځله رسولى خو چا ورباندي غوږ نه دى ګرولى نو ځکه کله چي د ليلې لپاره لاريون وکړي د حکومت له لوري ځورول کيږي او په بل او بل نوم يې تورنوي.

 لیکونکی نجیب الله ساحل

راځی چې د پښتنو يو نوی بنسټ کېږدو!

دتور غر په درنې پاڼې کې مې د محترم بريالي جهش دمقالې تر سرليک لاندي چې (راځی چې د پښتنو يو نوی بنسټ کېږدو!)

 مضمون کې دا پوښتنه ولوسته : (بايد مسؤلانه له ځانه و پوښتو چې د پښتنو د ژغورني لپاره څه کول پکار دي؟  و دغي پوښتني ته موځواب څه دی؟)
رښتيا هم بښتانه په خپل وينو ګټلی هېواد کې چې زيادتر پنځه زره کلن تاريخ لري او مظلوم واقع شوي دي٠ په يوه او بل  نامه  تر ظلم، ستم،فرار،شکنجې،بمبارئ،بند،زندان اوپه دې ورستيوکې د اعدام تر امر لاندي صرف د خپل حق او ناموس د  دفاع په   جرم راغلي دي ٠ بې تفاوته پاته کېده او دوي يوازي پرې ښودل  و هر افغان ته جفاده ٠

زماسره دادرد ډېر پخوا پيدا شوی وو٠ په کال ٢٠٠٢ کې مې د ښاغلي محترم کرزي صاحب څخه دده په دفتر کې د يوه غښتلي        پښتون په حضور کې د پښتنو د حق د دفاع هيله وکړه٠ زما سره دا وېره هم وه چې انګرېزان به د خپل پخوانۍ ماتي او شرم  چې       پښتنو ور اړولی وو او د وطن څخه ئي شړلي وه، د دوي امپراطوري ئي ورانه کړې د غچ اخستلو لپاره به و خارجي ځواکونو ته په    افغانستان کې په ځانګړې توګه پښتانه ور په ګوته کوي ٠ د خپلوتالي څټو چوکرانو په مرسته به پښتانه د طالب، القاعدې او       تروريست په نامه شکنجه کوي٠ دبده مرغه داسي ئي هم وکړه٠  ما دا باور درلود چې بېله د پښتنو د مرستي څخه به هر چلندپه     افغانستان کې ناکامه وي، او داسي هم پېښه سوه٠    پښتانه که په هر نامه ياديږي خو دافغانستان اکثريت جوړه وي٠  تل ئي د      هېواد په دفاع کې غټ رول  په غاړه وو او وي به٠  زما ځواب و ښاغلي جهش صاحب ته دا دی : موږ چې هرچيري يو وجداناد هېواد او بې ګناه پښتنو په مقابل کې مسؤليت لرو٠  د پښتنو د ژغورلو دپاره عملي کړنلاره پکار ده٠ په مقالو،شعرونو، سوالونو ځوابونو، نيوکو او نظرونو څه لاس ته نه راځي، بايد هېواد ته لاړ شو د نږدې حالات وڅېړو او تر خپل ځواک لاندي ئي راولو٠ موږ اوتاسو خو و ليده، چې چپي ځواک او مجاهدنما خلک وطن ته راغله مګر دنورو په زور او مرسته ئي لوړ مقامونه ترلاسه      کړه خپل د غرضه ډک هدفونه ئي تر سره کړل٠ زه د يوې صحنې شاهېده يم : د سهمي وېش وو يو متعصبه وزېر و محترم کرزي صاحب   ته داسي راپور او ډاډ ورکاوه : (جناب ريس صاحب! خوشبختانه در شمال اکثر کوچي هاي ما متوطن شدن ٠٠٠ ) په داسي حال کې چې کوچيان لا څه چې متوطنه پښتانه کډوالی ته اړسوي او کوچيان سوي وو٠ ما دومره وويل: (خير هغه پاته کوچيانو ته دي خو   حق ورکړه سي٠) بد مرغي داده چې د هغه ځائ دچاپېريال پښتانه هم د پښتنو دفاع نه کوي٠ او واي په دري خبري وکړی٠ ملي وحدت دی٠ او يا شير او شکر خبري وکړی، ملي وحدت دی٠ چې هرڅومره مو اخبار، راديو، تلويزېون،د علمي مؤسيسولوحې په پردي  ژبه  ليکل کيږي، خير دی همسايه حق لري، ملي وحدت دی٠ يوازي او يوازي پښتو او پښتانه د ملي وحدت قربانيان دي٠  ماته دا تجربه سوه چې په څو ګلانو نه پسرلی کيږي٠ ټوله هغه کسان چې د کار توان لرو هرچيري چې يو تر خپلو امتيازاتو تېرسو، هېواد ته به ولاړ سو دننه په هېواد کې کار او مبارزه دنجات لار ده ٠ ومن الله توفيق  

مېرمن قمر وکيلي اځګزې