دهلمند دولس له لوري ولسمشر کرزي ته لیک

كرزی صاحب يو څه د زړه خواله درسره كوو خداي (ج) دي وكړي چي خفه نشي.

كرزي صاحب!

موږ دهلمند ولایت اوسېدونکي یو او دغه ولایت دځان هرڅه بولو .زموږ په دغه ولایت خوابدېږي او موږ ته داولایت ګران دی . موږ ډېر کوښښ کړی چې خپل غږ تر تاسو درورسوو خو نه یو توانېدلي او دادی داځل یو برانیستی لیک درته لیکو خدای دي وکړي چې ستاسو مشاورین یې تر تاسو ورسوي .

كه د تاريخ يو څو صفحي راواړوي، كه د افغانستان د جغرافيي يو څو صفحي وپلټي او كه د افغانستان په سياسي نقشه كي د هلمند سياسي موقعيت وگوري.

دا هلمند يواځي د پارلمان د اتو وكيلانو ، د سنا د دو سناتورانو، دګلاب منګل د ديرشو په پيسو رانيولو تش په نامه قومي مشرانو او رييسانو او د ګلاب منګل د يو څو د ګوتو په شمار مخاليفينو كور ندي.

بيا وايم دغه هلمند د دغو ۷۰ اويا پر شا او خوا خلگو په شمار كور ندي.

دغه هلمند كه د تاريخ په صفحو كي وګوري د ډيرو نامتو هلمنديانو كور دي.

كه په جغرافيه كي وګوري د افغانستان لويترين ولايت هلمند دي د افغانستان لسمه برخه جوړوي.        

كه په سياسي نقشه كي وګوري د افغانستان د جوړولو او خرابولو يواځيني سرحد هلمند دي.

يعني د افغانستان د خړو او صافو اوبو ناوه هلمند دى.

او كه يو څه وخت نور هم ضايع كړي او دا خپل په درځنو مشاورينو څخه يو څو مشاورينو ته وظيفه وركړي چي ستاسو د دولت د مامورينو سوانح وګوري چي د دي لوى ولايت څخه څو نفره په دولت 

كي كار كوي. خصوصاً  د هلمند او كابل په تشكيل كي. په ټول هلمند كي په هغو چوكيو باندي چي د نورو ولايتونو په شان اول حق د هلمنديانو دي څو نفره هلمنديان كار كوي.

د هلمند د دولتي اورګانونو په راس كي چي كوم خلگ كار كوي هغه هم د دغو اويا ۷۰ نفرو پر شا او خوا كسانو پواسطه مقرر شوي دي او يو څه نور د ۵۰۰۰۰ پنځوسو زرو څخه بيا تر زياتو ډالرو پواسطه مقرر شوي دي.

 او كه يو يا دوه نفره صحيح اشخاص وي هغه هم كار ته په صحيح ډول نه پريښودل كيږي.

كه تاسو واياست چي دا د هلمند ولايت د اورګانونو مشرتوب يواځي د هلمنديانو حق ندي آزاد رقابت دي.

دا هم نه درسره منو.

ځكه بيا كولاي سي چي د مثال په ډول د يو څو نورو ولايتونو تشكيل وگوري لكه : كندهار،هرات ،نيمروز،فراه ، مزار او داسي نور ولايتونه چي كوم كسان كار پكښي كوي.

او كه د دا ټولو خبرو سره داسي فكر كيږي چي هلمنديان د دي چوكيو لپاره وړ اشخاص او كدرونه نلري .

نو كه غواړې چي د دغه چوكيو يعني د وزارت څخه نيولي بيا تر بست ۲ چوكي پوري د وړ كسانو لست غواړي مهرباني وكړي خپل د رياست جمهوري يو خصوصي ايمل ادرس راكړي چي مكمل د هلمنديانو

د وړ اشخاصو او كدرونه لست در واستوو.

ددي كارونو سربيره نور نو څه مشكلات لرو هغه هم په لنډو ټكيو كي درته وايم.چي دغه مشكلات د مخكني مشكلاتو څخه را پيدا شوي دي.

۱ :- زمونږ خپل اصيل وړ اشخاص او كدرونه د نورو كم ظرفيت اشخاصو تر لاس لاندي كار كوي او يا مايوسه پر كور ناست دي.

۲:- ټول ځوانان كه سواد داره دي زړه خوري مايوسه ويلي كيږي.كه بي سواده دي د سواد څخه يي بد راځي.

۳:- نو د دوهمي شماري مشكل له لاسه ځوانان يا په نشو اخته كيږي يا د بل وطن مسافر كيږي چي د سمندر او بحر د ماهيانو او نهنګانو خوراك كرځي.دا درپه دره ځوانان د هغه اويا ۷۰ نفرو پر شا او خوا كسانو زامن ندي. دا د لوي هلمند اولاده ده.

۴:- او بل چي د ټول وطنوالو سترګي زمونږ خواته دي.چي د خارج ټولي پيسي په هلمند  كي مصرفيږي

مګر دا پيسي د دي بي سواده،ډالري او اويا ۷۰ تنو پر شا او خوا د لاس پوڅو مشرانو جيبو ته ځي.كارونه او پروژي په بي كيفته ډول عملي كيږي.چي ښه مثال يي د لښكرګاه د ښار پروژي دي چي يو يي هم په ساختماني نورمونو نه دي جوړ شوي.دا خو د ښار داخل پروژي دي د ولسواليو پروژي مه را يادوه.

۵:- د دي ښاري نا پرسان ( هلمند ) د چور په انتروال كښي چي كومي رهايشي ځمكي توزيع شويدي د نورو ولايتونو بر خلاف چي موږ يي مخكي نومان ياد كړل . ټولي رهايشي نمري يا د نورو ولايتونو خلگو ته او يا د دغو اويا ۷۰ تنو پر شا او خوا كسانو دوستانو ته په غير قانوني ډول توزيع شويدي چي مثالونه يي تاسو محترم ته معلوم دي.

۶:- اخيريني مشكل كي به دا درته ووايم چي د دي مشكلاتو اوغير قانوني كارونو په نظر كي نيولو سره د مركز د ټولو وزارتونو ، ارګان هاي محلي حتىٰ د رياست جمهوري بعضي اشخاصو د جيب ډكولو يواځني ولايت هلمند دي.زمونږ هلمنديانو خبري او مشكلات به تاسو محترم ته څوك در ورسوي؟ چي تر تاسو رسيږي مكلمه سناريو تغير كوي.چي تاسو هم هلمند ته راسي بيا هم دغو اويا ۷۰ تنو پر شا او خوا كسانو په مينځ كي ايسار ياست اصيل هلمنديانو او هلمند  پرست خلګو ته مو څوك نه پريږدي.

 

هلمندي وګړي 

 

د لښګرګاه ښاروال خپل د فساد ګټه کابل او دوبۍ ته نقلوي

د هلمند ولايت څخه څو اونۍ وړاندي ګڼو رسنيو د قومي مشرانو ، ګن شمیر دولتي ملکي او استخباراتي چارواکو له خولې را پور ورکړ چي ددغه ولايت د مرکز لښکرګاه ښاروال داود شاړي په خپل دوه کلن ماموريت کي شل ميليونه امريکايې ډالره فساد کړی دی او دوﺉ دا هم ويلي وه چي د افغانستان جمهور ريیس حامد کرزي ته يې هم ددغو څرګندو فسادونو په اړه کره شواهد وړاندي کړي دي او هغه دا موضوغ د ملي امنيت شوری ته د څېړلو په موخه سپارلې ده.
ادامه نوشته

د ګلاب منګل سفرونه رد شول

دا چي د افغانستان په اکثره ولايتونو کي واليانو مستقلي واکمنۍ جوړي کړي دي او افغانه ټولنه يې په ملوک الطوايفي بدله کړې ده ، ددغه بدبخته هيواد ولسمشر هم پر ينه تريخی نه لري او څه نه شي ورته ويلای او يا خو خپل او د قانون حاکميت نه شي پر چلولای.

خو يوه بده خبره داده چي چي ځيني واليان کرزی په رسميت هم نه پيژني او نه هم د افغانستان قوانين مني بس ځانته خپل باداران لري چي په چوپړ کي فخر هم کوي ، په دغه کټکورۍ کي د قندهار کاناډايې والي توريالی جان ويسا او د هلمند انګرېز والي ګلاب جان منګل راځي.

 نور واليان خو دونه بيا هم ښه دي چي څوک په سياف پوري مربوط دی ، څوک په رباني پوري ، څوک په دوستم او داسي نور په نورو پوري ياني هغه اړخونه بيا هم افغاني دي .

د څو کلونو په جريان کي د هلمند برټانوي مزاجه والي ګلاب جان منګل  پر هلمند همداسي ناروا د فساد ، ترور او نورو ظلمونو په زور واکمني چلوله چي ولسمشر هم څه نه شوه ورته ويلاي ځکه بيا انګرېز خفه کېده چي ولي يې غلام ته ستونزه پښوي .

 دا ځل  ولسمشر کرزي هم نور د شرم او د ولسونو د فشار له امله بله لاره نه درلوده ، مسله داسي وه چي د ګلاب جان منګل  ته د امريکا او ډنمارک هيوادونو  څخه د سفر بلنليکونه راغله خو کله چي تر جهمور ريس حامد کرزي پوري ورسېدل  ځکه  کرزي رد کړه چي ګلاب جان منګل خو معامله ګر سړی دی او ملي ګټو ته وفادار نه دی  نو هر څه چي په مخه ورشي جله ډوب تره يې وهي او دا يې نه ګوري چي روا دي او که ناروا، هسي نه چي اوس ددې نورو دوو هيوادو سره د غلامي تړون لاسليک کړي بيا به درې څلور کاله د هغو د غلامۍ ، خوښۍ او چوپړ لپاره وطن خرڅوي ، فساد به کوي او مخفي ترورونه به کوي .

 دا په دې مانا ده چي کرزي ته نو هم نور غيرت و درېد او دا بلنليکونه او د ګلاب جان منګل سفرونه يې  لغوه کړه.

 منګل جان چي د هلمند ولايت څخه ددغو سفرونو په موخه کابل ته تللی وو ، د ولسمشر تر دغه اقدام وروسته يې ځان نا خبره واچاوه او څو ورځي وروسته د ګابل نړيوال هوايې ډګر ته يادو شوو هيوادونو ته د سفر په موخه روان وو چي د هوايې ډګر مسؤلينو يې مخ ونيوی ، هغوي ته خو خبر ورغلی وو چي ګلاب جان مه پرېږدﺉ خو بيا هم ګلاب جان منګل ځان نا خبره واچاوه او د جنتر او منتر سره مخ پر هوايي ډګر ور ايله شو  ، چي د ملي امنيت د سرتيرو او د هوايې ډګر د مسؤلينو لخوا بیرته و ايستل سواو اجازه ورته ميلاوه نه شوه .

  چي له دې څخه وروسته يې وضعيت ډېر خراب وو او د شرم له لاسه په کور ننوت او پټ شو ، دوې ورځي وروسته د هلمند څخه څو غوړه مالان چي اکثره يې ريېسان وه د ګلاب جان منګل خواخوږۍ ته کابل ته ولاړه  خو بيا هم منګل جان له خپل کوره ورته را ونه وت .

 اوس ولس د ولسمشر کرزي څخه هيله لري چي د ورته اقدام په پايله کي د منګل سره د هلمند په ولايت کي د پراخ فساد او د خپلو انګرېز بادارانو د مخفي ترورنو او دسيسو په اړه هم قانوني چلند وکړي ، تر څو د ولس حقوق اعاده شي . او د ولسمشر په دغه اقدام ولس خوښ دی او د نورو خايېنينو په اړه هم د مجازات غوښتنه کوي .

سلام بستي

ساري دې ستا سر وخوري!

وروسته له هغې چې د امريکايي بې زړو باتورانو په معصومو ماشومانو باندې چې یوازې او یوازې د خپلو کورونو او د خپلو بوډا والدینو لپاره چې ژمی پرې تود تیر شي د خسو د راټولولو لپاره غره ته ختلي ول د بمبارۍ  په پایله کې شهیدان شول، نو د افغان حکومت د ادارې له سخت غبرګون سره مخامخ شول چې په پایله کې یې په افغانستان کې د امریکايي قواوو عمومي قومندان ډیویډ پیټرییس له کرزي او د شهیدانو له کورنیو څخه بخښنه وغوښته او وړمه ورځ یې د دفاع وزیر رابرټ ګیټس هم کابل ته ځآن راورساوه څو دغه مسله له نیژدې له کرزي سره وڅیړي او خبرې پرې وکړي. نن یې له کرزي څخه رسماً بخښنه وغوښته او وایي چې د ماشومانو د وژلو پیښې زمونږ زړه ته سخت ټکان راکړ!!

ښه! رابرټ ګیټسه آیا ستا هوایي ځواکونه چې پر ځمکه د څلور انچه شیانو د لیدلو دعوې کوي دا ماشومان نشي لیدلای چې له دوی سره نه وسله وه او نه ورسره طالبان او نه د دولت او ستا د سر خوړلو څوک وو؟ آیا وروسته له زرګونو معصومو مړو کولو څخه دې هم لا لړمون ندی یخ شوی؟ آیا تراوسه دې هماغه د اباګانو د نژاد د تفوق نشه په سر کښې ځغلي؟ تاسې خو وایاست چې موږ دنیا ته امن راوړو، مونږ نړۍ ته د سولې وړاندیز لرو، مونږ نړۍ پر یوه کلي بدله کړې ده چې هلته به ټول خلک شریکې ګټې ولري، نو آیا د شریکو ګټو لپاره د خپل شریک وژل درته اخلاقاً روا دي؟ که ستاسو په قاموس کې روا وي نو بیا له دې خلکو ولې ګیله لرۍ چې په هر کمین کښې مو راځوړندوي؟ نو بیا ولې له دې خلکو څخه ګیله کړۍ چې د خپل حق غوښتونکي دي؟

تاسې خو وایاست چې موږ وران کلي او ښارونه بیا رغوو؟ نو بیا مو ولې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې درې ستر کلي د ځمکې له مخې لرې کړل؟ کابو پنځه میاشتې ترمخه یې د ارغنداب ولسوالۍ د تاروک کلاچې، خوسرو سفلي، او لوړ بابر پر کلو باندې (۴۹۲۰۰ ټنه) بمونو او راکټونو بمبارۍ وکړې چې دغه کلي یې له خاورو سره برابر کړل، نه ښځه، نه ماشوم، نه ځوان او نه بوډا ورڅخه پاتې شول، ټول یې د چنګیز په دود له تیغه تیر کړل او بیا ددغو ځواکونو د ډلګۍ عمومي قومندان جنرال فلاین دا ویلي ول چې طالبانو دغه سیمه ټوله په بمونو باندې فرش کړې وه نو ځکه موږ مجبور شوو چې بمبار مو پرې وکړ، خو کیسه داسې وه چې دوه میاشتې پرله پسې جنګونو څخه وروسته هم امریکايي ځواکونه په دې ونه توانیدل چې هغه سیمه لاندې کړي.

اوس چې دې ودان کلي په هدیرو بدل کړل نو د بخښنې غوښتو څه حاجت شته؟ زما د وینو قیمت همدادی چې تاسو راته راکړ: آی ایم ساري. زما د معصومو بچیانو د وینو قیمت همدا وو چې ودې ویل دغې پیښې زمونږ زړه ته سخت ټکان راکړ.

او بستره خو دې لا هسې وغوړوله او ښه په تاکید سره دې وویل چې مونږ به له افغانستانه نه ووځو او د ۲۰۱۱م کال د جولای په میاشت کې به اضافي عسکر وباسو او نور خو دلته یو! هو، تاسې به ولې دلته نه اوسۍ ځکه چې دا خو ستاسې خپل کور دی هغه څه چې مو زړه غواړي هغه کوۍ او که څوک د پوښتنې راپورته کیږی نو په سر یې ورته میخونه ټک وهۍ، یا داسې زندانونو ته یې بوزۍ چې هلته مګر خوسا شي او بیا یې کوم ډیران ته خطا کړۍ خو د ژوندون څرک یې تر قیامته نه لګیږي.
له هرې شپې وروسته یو سهار راځي.

عتیق زی   

په هلمند کي د قومونو تر منځ نفاق ته لمن وهل کيږي


داکتراسلم (ویس ) “

ټيټ مي مه بوله غورځنګ راباندي مه کړه

زه په دې افتادګۍ کي لوی ګړنګ يم

دهلمند په ولايت کي د فساد او ظلمونو په اړه د اسنادو د افشا کولو په لړﺉ کي دا ځل په لنډه توګه د دغه ولايت د والي فرعوني څېري او د انګرېزانو د غلام ګلاب منګل د وياند داود احمدي په اړه ستاسو سره يو .

داود احمدي دهلمند ولایت مقام مطبوعاتی ویاند اوپه  مطبوعاتی چاروکی د ګلاب منګل مشاور هم دی دا شخص سربیره پردې چي د منګل څخه د مطبوعاتي برخي امتياز اخلی دښاروال سره دنمرو، تجارتۍ مارکيټونو او نوروپه  غلاوو کي شريک هم دی او بر علاوه له دې څخه د پی آرټي په پروژو کي هم سهم لري او داود احمدي پدې اندازه والي ته ځان نژدې کړیدی ترڅوچي احمدي يوه پروژه قبوله نکړي منګل هغه پروژه نه تسليموي، حال داچي والي په ساختماني چاروکی ځانګړی مشاور هم لري خوداحمدي رول تر ساختماني او بل هر مشاور زیات دی ، د داود احمدي د خیانتونو یوڅو مثالونه په لاندي ډول درته بیانوو.

۱-دملي راډیو تلویزیون لپاره نوې ودانۍ چي دلښکرګاه ښار دبولان د لوا په سیمه کي نوې جوړه سوه داود احمدي دیحی په نوم یو شخص رامخته کړی ؤ چي ګواکي داپروژه دیحی ده خو داپروژه په اصل کي احمدی ټېکه کړې وه او یحی ته یې میاشتانه معاش ورکاوه ، چي پروژه يې بې کيفيته تکميل کړه او زياتي پيسې يې د والي منګل سره پکي حيف اوميل کړې .

۲-دمارجې  د ولسوال دفترجوړېدنه چې د بلوچ نړیوال ساختماني شرکت ټیکه کړې وه کله چي احمدی ورته د خپل ځان لپاره  د( ۵۰۰۰۰۰) پنځه لکه امریکایې ډالرو  د سهم غوښتنه وکړه نو دشرکت رییس انکاروکړ او بالاخره احمدي همهغه پروژه د مارجې د  ولسوال عبدالمطلب په واسطه بنده کړه، خو دڅلورو میاشتو وقفې څخه وروسته شرکت لار یوړه او پروژه هم بیله قید او شرطه پلې سوه ، احمدي او منګل پنځه لکه ډالرو نقد پو او جېبونو ته واچول .

۳-  بله پروژه دولایت مقام دمجلسونود  تالار ترمیمول  وه چي  ډېرو شرکتونو داوطلبي پر کړې وه خوکله چي د موسی شرکت داحمدي سره لار یوړه احمدی داپروژه فوق العاده موسی شرکت ته ورکړه. چي په دې کي هم والي چاغ سو .

۴- کله چی ښاروال داود  پنځه تنه (نورزي  د قوم)  دخپلو کورنو د نړولو د مخالفت له امله  په ګوليو وویشتل یاني  دا ځکه چي ښاروال داود هغه  د نشیې توکو پر قاچاقبرانو چي اوس يې اکثره د معاملو د لارښوونو دفترونه لري او د نمرو ، تجارتي مارکيټونو او مځکو کارو بار کوي د پلورولو په موخه  ځيني واخيستل نو  هغو کسانو ښاروال داود ته ددې اجازه نه ورکوله  چي ددوﺉ کورونه پربل چا خرڅ کړي نو د وياند  داود احمدي په مرسته يې خبره د والي غو‌ږ ته ورسوله چي وروسته  والي منګل  هغوخلکو ته چي د شکايت لپاره منګل ته  ورغلي  وه وویل چي تاسي بیا هم ولو،  دژوند او مرګ پروا مو هم نلرم.

د منګل ددې ناروا ظلم څخه وروسته  يوه با احساسه قومي مشر  د منګل د فاسدي ادارې  سره په ډاګه مخالفت پيل کړ او په لويې څارنوالۍکي  تر عارضېدو وروسته يې  والي منګل ته د هغه د څرګندو خيانتونو پنځه دوسیې جوړي ، وروسته منګل  له دې ويري چي په خيانتونه به يې عام ولس هم خبر سي ، دولت خو هسي هم د پيسو په زور څه نه ورته وايې جوړي ته حاضر سو ، دا کارنامه  هم د وياند داود احمدي وه او هغه يې د امتياز څښتن دي ، خو ښاروال داود په دې تړون کي يوازي د خپل مادي سهم غوښتونکي وو .

سربیره پردې  بیا هم احمدي له  خپل منافقت څخه لاس وا نه خیست ، د قومونو او قومي مشرانو ترمینځ به يې  د نفاق،بدبینۍ او جلاوالي اور ته لمن وهله ، دا خو هلمند ولايت ته ددې منحوسو او منفورو څېرو له راتګ څخه تر ننه پوري ددوﺉ پاليسي ده چي يو شمير قومونو ته په سپکه سترګه ګوري او د ستونزه د حل لپاره ورسره مشورنه کيږي او ځينو ته وخت ورکول کيږي ،يو شمير تکراري خلک چي ځانونه د قومونو مشران بولي او په حقيقت کي د قومونو مشران نه وي  هره ورځ د ولايت په دفتر او د منګل په کور (د ولايت ميلميستون ) وزي او ننوزي  ، چې دې خلکو ته اوس د هلمند ولايت خلک کرايې سپين ږيري وايې  نو له دې غوړه مالانو سره ددوﺉ ارتباطات او مجلسونه دوام لري او هري غونډي ته د داود احمدي او د منګل د ورور په مرسته غوښتل کيږي او هغوﺉ ته د قومونو پر سر امتيازات ورکوي  چي ددې لپاره بېلګو ته اړتيا نسته .

څه سر دي پر له ګرځوم  داود احمدي ټولي هغه پروژې چي  یو اس آی ډی، نړیوال بانک، اود هلمند انګرېزه  پي آر ټي يې  د ملي راډیو تلوېزیون په نامه دوﺉ ته ورکوي يوازي ( ۲۵) په سلو کي په ټلوېزيون او راډيو لګوي  او پاته (۷۵) په سلو کي يې نر غوندي په ډېر ماهرانه شکل سره خپل جیبونو ته اچوي او ددې لپاره چي خبره بربنډي  رسوایې ته و نه وزي  نو یوه ډیره کمه برخه ددی خوړلو پیسو دهلمند ټلوېزیون سرپرست نویدنظری ته ورکول کیږی، په حقیقت کی ډاکټر نقیب الله د هلمند ټلوېزیون رسمي رییس دی خو داچي د احمدي غلاوي رسوا نه سي نو ځکه یې نوید سرپرست  ټاکلی دی، چي دا په ښکاره ډول د قانون خلاف عمل دی او دلته قانون نقض سوی دی ، د يادوني وړ ده چي  نوید نظري  د والي ، مرستيال ميزکوال تر څنګ  د وياند  داود احمدي لپاره داخلاقی فساد یوه غنی منبع ده او هم داچي د احمدي سره په غلاوو کی شریک شخص او د مافيا د مرکزي کمېتي عضوه دی  ، نو ځکه يې په غير قانوني ډول د هلمند ولايت د محلي راډيو ټلوېزيون  سرپرست ټاکلی دی او ډاکټر نقيب ناځوانه هم ږغ نه کوي او هسي اوږده بريتونه ورته ناست دي او تنخوا موټوي .

 

لنډه داچي د هلمندي غيور ولس  د درنو ، وروڼو او مجاهدو  قومونو په منځ کي د نفاق اچولو لپاره ، د منګل او انګرېزانو د دسيسو ، ترياکو او هيرويېنو د قاچاق ، ترور او فساد  او نورو نارا ظلمونو د مافيا د کليدي اعضاوو (ښاروال داود ، ميرزکوال ، احمدي ، نظري ، ګڼ شمير قاچاقبران  او ددغه مافيا د مرکزي کمېټي د نورو غړو چي سوکه سوکه  او په مسلسل ډول به  ټول درته معرفي سي د کړنو او کوښښونو له امله د هلمند ولايت اوسېدونکي نور  سخت په تکليف دي ، او هيله ده چي مرکزي حکومت ددې لپاره لازم اقدامات وکړي  د منګل او مافيا تر څنګ يې هغه منفور لوړ پوړي چارواکي هم د قانون منګولو ته وسپاري چي دا خلک د هلمند پر ولس تپي کنه نو کرزی او د هغه نور ملګري به تاريخ ته لا هم بدنام سي او بيا به د راګرځېدلو چانس هم نه لري .

مننه

يادونه :

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

درنو دوستانو که چيري دې ته د ورته کړونو په اړه هر رنګه اسناد ولرﺉ نو زموږ سره اړيکه ټينګه کړﺉ .

afghan.law@gmail.com

 

د افغانستان په اړه د پاکستان یرغلګر سیاست لابربنډیږي

د روان کال د جولای په ۱۶ مه د پاکستان د دوزخي سازمان ای ایس ای پخواني مشر متقاعد جنرال حمیدګل د یوه پاکستاي خصوصي تلویزیون ای ار وای سره په مرکه کې وايی « ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس کابل د پاکستان لپاره تیاره شوې ډوډۍ ده چې باید وخوړل شي » . حمیدګل نور هم په مرکه کې وړاندې ځي او وايي « پاکستان پلوه وسلوال طالبان بریالي دي او راتلونکی حکومت به په افغانستان کې د دوی وي چې د پاکستان خواخوږي دي »

همدارنګه نوموړي دا خبره چې ګواکې پنجابي طالبان هم شته رد کړه . ده زیاته کړه « د پنجابي طالبانو اصطلاح غلطه ده په پنجاب کې چې څوک نا امني پيدا کوي هغه ورانکاري او د ده په وينا د هند جاسوسان دي . حميد گل وسله والو طالبانو ته په بيا بيا د سپېڅلو مجاهدينو خطاب وکړ او ويي ويل چې سپېڅلي مجاهدين پوهيږي چې د جهاد او مقصد ځاى افغانستان دى پاکستان نه دى .»

حمید ګل په یادو شویو خبرو هم بسیا نه کوي وړاندې ځي او د اسلام اباد چارواکو ته سلا ورکوي « چې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد له وتلو وروسته حالت تکرار نه کړي او دا ځل واردمخه د افغانستان لپاره منځمهالى حکومت جوړ کړي »
څو ورځې مخکې هم د اریانا په وینا د ادیان نیوز د خبر له مخې ، جنرال حمید ګل د الجزیرې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو ، طالبان به خپل اساسي قانون ولیکي او په دې اړه نه ښايي چې څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي ځکه چې افغانان په کورنیو چارو کې د بل لاسوهنه ښه نه ګڼي !

حمید ګل بل ځای وړاندوینه کوي چې د کرزي دولت به ژر ختم شي او امریکا به د کرزي ۴۰۰ یا ۵۰۰ اړوندان اروپايي هېوادونو ته واستوي . افغانستان به د طالبانو او یا د مجاهدینو د بلې ډلې لخوا اداره شي او د نویو واکمنانو ترمنځ به هیڅ ډول کړکېچ نه وي !

د حمید ګل په اند یوازې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او پر افغان هېواد د یرغل حق لري . دا چې دا حق پاکستان ته ولې او څنګه ترلاسه دی حمید ګل او د پاکستان نور واکمنان يي د کومې څرګندونې په کیسه کې هم نه دي !
همدارنګه د روان عیسوي کال د جولای په درېیمه د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګروپ مشرنوازشریف په لاهور کې د خبریالانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو :« ترهګري د پاکستان له بهرنۍ پالیسۍ او ملي سیاست سره نېغ په نېغه ارتباط لري او دا تګلارې په اسلام اباد کې جوړېږي »

« رحمان مالک د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې وايي چې ناټو او افغان دولت د ترهګرو مخه هلته افغانستان کې نشي ډب کولای او ترهګر دي غاړه پاکستان ته رااوړي ، لکه څو ورځې وړاندې چې له افغانستانه رااوښتو ترهګرو په مومندو کې بمي چاودنه وکړه او په دې چاودنه کې یي ګڼ وګړي ووژل . » هغه متل دی چې وايي موږ پور غواړو دوی نور غواړي !

ټوله نړۍ او افغانستان ، پاکستان ته وايي چې ترهګر دې خپله خاوره کې دننه وتړه ، روزنه او پالنه يي بس کړه ، د ترهګرو خوندې ځالې ورړنګ کړه او له افغانستانه غلی شه لاس واخله ؛ خو پاکستان هغه په ولسې ژبه لکه شیشکه هم لاس لګوی ، هم کوکارې وهي ؛ هم ترهګر پالي او افغانستان ته يي رالیږي او هم نارې وهي چې داسې کار دوی نه بلکې افغانستان کوي ؟ !
پاکستان داسې چلن له هندوستانه سره هم کوي . د جولای په ۱۶ مه د هند او پاکستان د بهرنیوچارو وزیرانو خبرې ناکامې شوې او د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر قریشي ادعا وکړه چې هند د دوو هیوادونو ترمنځ خبرو ته ذهناً تیار نه وو. ده وویل د هند او پاکستان ترمنځ په خبرو کې بدبختي دا ده چې کله د دواړو هیوادونو په خبرو کې پرمختګ وشي نو په وروستیو شېبو کې یوه ټکه پرېوزي . نوموړي د خبرو د ناکامۍ پړه پر هند ورواچوله .

خو زموږ ځينې شنونکو بیا په سادګۍ سره وايي حمیدګل اوس متقاعد دی او ښايي د نوموړي خبرې د دوی په ګومان د دولت رسمي پالیسي نه وي . خو پوښتنه دا ده ایا د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست او ستراتیژۍ کې کوم بدلون پيښ شوی ؟ د پاکستان دولت له ملاتړ پرته ترهګر په یوازې ځان ، په افغانستان کې ورځ تربلې زیات د دومره ورانیو جوګه کېدی شي ؟ د متقاعدو کسانو لکه حمیدګل ، پرویز مشرف او نورو سربېره ، په دولت کې مطرح کسان او د مرکزي دولت غړي هم ، د افغانستان په اړه د پاکستان همغه زوړ او یرغلګر سیاست چلوي !

ما په یوې بریښناپاڼه کې د یوه افغان ورور چې نوم يي نه اخلم دا اندیښنه ولوسته چې هندوستان په دې لټه کې دی چې پاکستان تجزیه کړي . خو زه دې ورور ته وایم چې پاکستان لکه اسراییل د سیمې سرطان او له افغانستان سربېره سیمې او نړۍ ته د ترهګرو د لیږد وسیله ده ، ترڅو چې دا سرطان عملیات نشي او د نړیوال تروریزم دا مرکز دړې وړې نشي نه افغانستان او نه نړۍ ارامیدلای شي !

د پاکستان په تجزيي سره افغانستان نه خواریږي ، افغانان هم ددغه بي موروپلاره هېواد تجزیه غواړي . د پاکستان په تجزیه کې د هند په هلو ځلو نه یوازې نه ښايي چې افغانان خپه شي بلکې افغانان باید د داسې هلو ځلو ستاينه او ملاتړهم وکړي !
ځني نور افغانان بیا چې ځانته روڼ اندې هم وايي بریښناپاڼې او رسنۍ يي د طالبانو په ستاینه ډکې کړي او د پاکستان په وړاندې يي د بېوسۍ ، زارۍ او غلامۍ لار خپله کړې ! دوی لکه د توپان مرغان د هوا په بدلون پوهیږي او له کوم لوري چې شمال لګیږي همغه خوا ور سره ځان کږوي .

خو زه دغه ډول روڼ اندو ته وایم : تېر ځل هم د طالبانو له راتګ څخه مخکې ، ای ایس ای او د پاکستان نورو واکمنانو افغانانو ته ویل چې طالبان خپله حکومت نه غواړي . دوی د پخواني پاچا محمدظاهرشا د بیا واکمنۍ لپاره جنګیږي . خو کله چې طالبانو پر حکومت منګولې ټينګې کړي نو بیا زړې خبرې نه وي او افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه وه . نن بیا همغه زړه لوبه روانه ده ، موږ باید هرځل ونه غولیږو . خواره دې شي مینځه چې د مینځي کالي وینځي !

د حفيظ منصور له خوا استاد يون ته د مرګ ګواښ

 ټول افغان په پاڼه كښې مې د محترم حفيظ الله منصور له خوا استاد يون ته د مرګ د ګواښ په اړه يو مطلب ولوست . زه په دې خبره ډير خپه شوم چې د منصور صاحب په شان يو تعليميافته او دانشمند شخصيت بل تعليم يافته فرهنګي شخصيت ته د مرګ ګواښ كوي ، كنځاوې كوي او فزيكي بريد پرې كوي.

د تلفزيون په بحثونو كښې هر څوك حق لري چې خپل نظر څرګند كړي او ليدونكو ته حقايق بيان كړي . هر څوك حق لري چې د خپلو نظرياتو څخه دفاع وكړي. دا بحثونه د همدې دپاره دي چې حق او باطل معلوم شي .

ټولو ته معلومه ده او دا يو څرګند حقيقت دى چې د كرزي صاحب په دولت كښې د شمال ټلواله لويه برخه او قدرت لري . كله چې په بن كښې د افغانستان د پاره حكومت جوړ شو نو د دفاع ، خارجه او داخله كليدي وزارتونه شمال ټلوالې ته وركړل شول . له دې حقيت څخه څوك منكريداى نه شي .

همدا اوس د باندنيو چارو او نورو وزارتونو كښې مهم پستونه د شمال د ټلوالى سره دي . همدا اوس په نورو هيوادو كښې د افغانستان په سياسي نمايندګيو كښې زياتره سفيران او دبلوماتان د شمال په ټلوالى پورې اړه لري . نهه كاله د افغانستان ملي امنيت رياست د شمال د ټلوالى په لاس كښې ؤ . همداسې نور ډير مثالونه شته چې يادونه يې ضرور نه ګڼم.

د شمال په ټلواله كښې ډير ښه خلك شته چې د ملي مفكورې خاوندان دي خو په دوي كښې داسې تنګ نظره خلك هم وجود لري چې له ملي مفكورې سره علاقه نه لري ، دوي ته نور قومونه او په خاص ډول پښتانه د ستر ګو خار ګڼل كيږي ، دوي پښتنو ته ښه نظر نه لري . دا هغه څه دي چې تجربه يې شوې ده او ډير با احساسه پښتانه ورباندې پوهيږي . د همدې تنګ نظرو له لاسه فغانستان د بې امنئ او عدم استقرار په اور كښې سوزي .

د طالبانو د شكست نه پس کله چې په بن كښې حكومت جوړشو له هغې ورځې راپه دې خوا په پښتنو باندې قيامت را كوز شوى دى . پښتانه د طالب په نوم ټكول كيږي او ووژل كيږي .

نن چې د افغانستان جمهور رئيس محترم حامد كرزى طالبانو ته خواست كوي چې له جنګ څخه لاس واخلي او له دولت سره د سولې په لار روان شي ، دا كار د مجبوريت له مخې كوي ، كرزى صاحب په دې پوهيږي چې څوك اوبه خړوي او ماهيان نيسي ، كرزى صاحب پوهيږي چې دده په دولت كښې كوم خلك په اداري فساد كښې لاس لري ، كرزى صاحب پوهيږي چې دچا لاسونه د مخدره موادوپه قاچاق او تجارت كښې لړلي دي ، كرزى صاحب په دې پوهيږي چې څوك دده د حكومت ملا ماتوي او نه يې پريږدي چې په خپلو پښو ودريږي ، كرزى صاحب پوهيږي چې كومو خلكو د دولت املاك غصب كړي او بلند منزلونه يې جوړ كړي دي .

خو څه وكړو چې د دغو خلكو نومونه نه افشا كيږي او نه هم د محاكمې ميدان ته را كاږل كيږي.

د افغانستان جمهور رئيس چې له كومو ډلو ټپلو سره د قدرت په ويش معاملې كړي دي په دوي كښې زياتره كرزي صاحب ته مخلص او وفادار نه دي ، دوي د خپلو تنظيمي ، قومي ، ژبني او مذهبي ګټو د پاره د كرزي صاحب شا او خوا را ټول شوي دي كه دوي خپلې ګټې تر لاسه نه كړي نو د كرزي صاحب په مقابل كښې ودريږي او بد رد ورته و ايي .

مونږ وليدل چې د ولسي جرګې لخوا دوو هزاره وزيرانو د اعتماد رايې تر لاسه نه كړې نو استاد محقق خپل خلك وهڅول چې په مظاهرو لاس پورې كړي . استاد محقق خپلو خلكو ته خبرې وكړې او د خپلو خبرو په ترڅ كښې يې كرزى صاحب په قوم پرستئ تورن كړ او نورې ډيرې ناسمې خبرې يې وكړې . د ولسي جرګې له خوا ددو و هزاره وزيرانو په نه تأئيد كيدو كښې كرزي صاحب څه كولاى شول ؟

له دې نه معلوميږي چې استاد محقق د خپلو قومي ګټو په خاطر كرزي صاحب ته د همكارئ لاس وركړى دى ، نه د ملي ګټو په خاطر . مونږ بايد ملي ګټې په نظر كښې ونيسو او د هيواد او هيوادوالو دپاره په ملي روحيه خدمت وكړو.

جنرال دوستم هم د خپلو قومي او تنظيمي ګټو د پاره فكر كوي ، كه وزراتونه ورته ونه رسي نو بيا خفه وي او كله چې ورته وزراتونه ورسي نو بيا غلى وي .

همداشان نورې ډيرې ډلې ټپلې دي چې د خپلو خپلو منافعو د پاره فكر كوي او د ملي منافعو په فكر كښې نه دي. په دې شان دولت داري كيداى نه شي .

دولت داري په هغه شان كيداى شي چې د قوم بازئ مفكوره له مغزو څخه بهر شي او ملي مفكورې ته پكښې ځاى وركړ شي.
كه يو پښتون وزير په خپل وزارت كښې كوم د لياقت او اهليت وړپښتون مقروروي نو هغه په قوم پرستئ متهم كيږي ، اما كه په هيواد كښې ميشت د بل قوم وزيران په خپلو وزارتونو كښې د خپل خپل قوم مربوط په لس هاو كسان مقر ركړي نو هغوي ته څوك قوم پرست نه وايي .

په تيرو نهو كالونو كښې چې د كرزي حكومت ته څوك نظر واچوي نو دده په حكومت كښې پښتنو ته ډيره لږه ونډه وركول شوې ده ، پښتانه په عام ډول له كرزي صاحب څخه خپه او ناراضه دي . د كرزي صاحب په كابينه كښې د لويې پكتيا څخه څوك وزير نشته ، څو ورځې د مخه دا خبره د پكتياد خلكو په يوه غونډه كښې ياده شوه او په تلفزيونونو كښې نشر شوه .
دا كوم انصاف دى ، دا كوم عدالت دى چې لويه پكتيا په كابينه كښې وزير ونه لري. همدا د لويې پكتيا خلك وو چې د ولسمشرئ په ټاكنو كښې يې كرزي صاحب ته رائې وركړې او هغه يې قدرت ته ورسولو.

د افغانستان په اساسي قانون كښې پښتو او دري دواړه رسمي ژبې ګڼل شوي دي . خو له بده مرغه په دولتي ادارو كښې پنځه فيصده پښتو نشته .

آيا منصور صاحب د يو مسلمان مجاهد په حيث دا بې انصافي نه ګڼي چې په دولتي ادارو كښې پښتو نشته ؟ پښتانه د هيواد د نفوس 60% برخه تشكيلوي . كومه ده ددغو پښتنو برخه ؟ په ښونځيو كښې دري ده ، په دفترونو كښې دري ده ، نو دا پښتو څه شوه ؟

يوه ورځ كله چې زه په كويت كښې د افغانستان په سفارت كښې لومړي سكرتر وم نو د باندنيو چار پخواني وزير داكټر سپنتا كويټ ته په يو رسمي سفر راغى نو مونږ دواړو په همدې موضوع خبرې وكړې . ما ډاكټر سپنتا ته وويل چې : " پښتو او دري دواړه ژبې د هيواد رسمي ژبه دي خو متأسفانه چې د وزارت ټول مكتوبونه په دري ژبه ليكل كيږي او پښتو نشته . " هغه وويل چې " ما هدايت وركړې چې مكتوبونه په پښتو هم وليكل شي خو له بده مرغه په وزارت كښې څوك په پښتو څه ليكلى نه شي . " ما ورته وويل چې " دا مشكل ځانته حل لري ." هغه وويل چې " څنګه ؟" ما ورته وويل چې " يو درې څلور تنه پښتانه ليكوالان په كار وكومارئ چې دري مكتوبونه په پښتو وليكي ، له دې سره به د وخت په تيريدو د يو كال په موده كښې د وزارت مامورين د پښتو د مكتوبونو په لوستلو او ليكلو بلد شي ، دا خو څه سخت كار نه دى ." وزير وويل چې " دا كار مې كړی ، ما دوه درې تنه پښتانه راوستل خو هغوي هم نه پوهيدل ." ما ورته وويل " تاسې به سم كسان نه وي راوستي . " بيا يې راته وويل چې " له تا غواړم چې خپل مكتوبونه چې مركز ته يې راليږې هغه په پښتو وليكې ." ما ورته وويل چې " وزير صاحب زه له اول څخه همدا كار كوم ."

دا چې يون صاحب دې خبرې ته اشاره كړې چې " په دولت كښې داسې خلك شته چې هم په دولت كښې دي او هم د دولت مخالفت كوي ." دا خبره خو غلطه نه ده . باور وكړئ چې په دولت كښې يو شمير چارواكي په كرزي صاحب نيوكې كوي او وايي چې په دولت كښې اداري فساد دى ، دولت ضعيف دى ، كرزى ضعيف دى ، كرزي قوم پرست دى ، كرزى صاحب د مخدره موادو په قاچاق او تجارت كښې لاس لري او داسې نورې ډيرې نيوكې.

د كرزي صاحب حكومت ، په حقيقت كښې خپله په حكومت كښې د يو شمير چارواكو له لاسه كمزورى شوى دى ، دا ځكه چې دا چارواكي له كرزي صاحب سره په صادقانه ډول همكاري نه كوي .

د بلخ والي استاد عطا د نظام يو غړی دى خو په همدغه نظام او د دولت په مشر يې څو څو ځلې نيوكې كړي دي . همداشان نور ډير كسان شته چې په پټ او څرګند ډول د دولت ضد فعاليتونه كوي.

مونږ افغانان بايد له پخوانيو ترخو تجربو څخه عبرت واخلو ، په اويايمه لسيزه كښې چې په كابل كښې څه ناوړه پيښې وشوې ، هغو پښو ته بايد بيا لار هواره نه كړو. په زركونو بيګناه خلك په بې رحمانه ډول ووژل شول ، كابل په ويرانه بدل شو او نورې ډيرې تباهئ منځ ته راغلې. د تعصباتو او توكميزو لانجو ته لمن وركول د هيچا په ګټه نه تماميږي . پښتون ، تاجك ، هزاره ، ازبك ددې وطن وكړي دي ، هيڅ قوم بل قوم له منځه وړلى نه شي ، پښتون تاجك محو كولاى نه شي او نه تاجك پښتون له منځه وړلاى شي ، هزاره هم څوك محو كولاى نه شي او نه هم څوك ازبك له دې وطن څخه ايستلاى شي. خداى پاك دا ټول قومونه په يو افغانستان كښې ميشت كړي دي . د خداى په كار كښې لاس وهنه د نادانانو كار دى ، د خداى په كار كښې هغه څوك لاس وهنه كوي چې ايمان يې كمزورى وي . د افغانستان ټول قومونه مسلمانان دي او د لا الله الا الله كلمه وايي . ( إنما المومنون اخوه ) ټول مسلمانان سره وروڼه دي.

د افغانانو په منځ كښې د تعصب او تربكنئ اور شيطانانو بل كړى دى . شيطان د انسان اصلي دښمن دى . دا شيطان له انسان سره د آدم عيله سلام له وخت څخه ملګرى دى . انسان هيڅكله د بل انسان دښمن كيداى نه شي .

راځئ چې مونږ ټول افغانان د خپلو زړونو ښيښې د مينې ، الفت ، صداقت او ايماندارئ په اوبو ومنځو او د تعصب ، تربكنئ ، تبعيض او زړه بدئ خيري ترينه لر كړو او يو بل ته پكښې په مينه وكورو پرته له دې بل څه ګټه نه لري . كه دا كار ونه كړو نو هسې به خپل قيمتي وخت بيهوده ضايع كړوو ، ځانونه به ستړي كوو ، ماغزه به ويلې كوو خو څه به لاس ته رانه شي .

وما علينا الا البلاغ

دکابل له کانفرانس څخه بايد څه ګټه واخستل شي؟

تمه ده چې ١٣٨٩کال د روانې مياشتې په نهه ويشتمه مه نېټه به چې دجولاى له شلمې سره برابره ده افغانستان ديوې لويې نړيوالې غونډې کوربه وي؛ددې کانفرانس د جوړولو دچارو مشري   دولسمشرکرزي لخوا    دماليې پخواني وزيراشرف غني احمدزي او  معاونيت  يې دافغانستان دماليې اوسني وزير ډاکټرعمرزاخېلوال ته سپارل شوى ، پدې کانفرانس کې  شاوخواد٧٠ هېوادونو  دبهرنيوچارو وزيران اواستازي  ګډون  کوي، چې په افغانستان کې به  پکې په شته ستونزو هراړخيزه خبرې وشي، چې   مهم ټکي    به يې له مخالفينوسره د سولې اوجوړجاړي خبرې اودافغانستان اقتصادته وده ورکول وي  په دې کانفرانس کې به دافغانستان په اداراتوکې داداري اختلاس  د ختمولو پر لارو چاروهم خبرې وشي..

دافغانستان اوپاکستان لپاره دامريکا خاص استازي ريچارډهولبروک ويلي چې  دکرزي لخوا له مخالفينوسره دخبرواترپه پروسه به راتلونکې اونۍ په مرکزکابل کې دکنفراس په ترڅ کې خبرې وشي؛دولسمشرکرزي لخوا دملګروملتونو له تورلېست څخه دځينوطالبانو دنومونوداېستلوملاتړ به هم وشي
ولسمشر کرزى او هالبروک دواړه غواړي  هغه افغان  وسله وال مخالفين چې اوس  له دولت سره مخالفت کوي خو غواړي دسولې له پروسې سره ملګري شي  افغان دولت سره   دهمکارۍ اويوځاى والي لپاره راجلب کړي ترڅويومستحکم اوبريالى حکومت منځ ته راشي

په دې کنفرانس کې به دافغان ملي اردواوملي پوليسوپه تقويه کولوهم خبرې وشي ،چې له افغانستان څخه دبهرنيو قواوو دوتلوپه صورت کې ددې وړتياولري ،چې دهېواد اوهېوادوالوساتنه وکولى شي .
حکومت هيله لري چې  د ډېروهېوادونوملاتړبه ترلاسه کړي ،اوپه ٢٠١١کال کې له افغانستان څخه  دامريکايي پوځيانوپه وتلوبه هم غور وشي ،
امريکا  او افغانستان دواړه هېوادونه هيله چې راتلونکي کال کې له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونودوتلو پروسې ته به دحل يوه سياسي لاره پيداکړي.
 افغان حکومت وايي چې دې کنفرانس ته به د١٥ ميلياردو ډالو په ارزښت پروژې وړاندې کړي  او هيله ده چې نړيوال به دافغان حکومت داوړانديزومني

ددې کنفراس يوه بله  مهمه  موضوع   به داوي چې  په افغانستان کې به له ټولوبهرنيوځواکونوڅخه وغوښتل شي چې په راتلونکې کې په هوايي،بمباريواوخپلسرو حملوکې دملګي اوبېګناه افغانانو له وژلواوځورولوڅخه کلکه ډډه وشي اودخلکوکورونه په خپل سرتلاشي نشي.
داچې افغانستان دلومړي ځل لپاره دداسې يوې تاريخي غونډې کوربه توب کوي نوبايدپه روانوستونزو هراړخيزه خبرې وشي،  دافغانستان په اقتصادي ،امنيتي اوټولنيزو مسايلوملاتړترلاسه شي اويوې مثبتې موافقې ته سره ورسېږي.

اوس چې افغانستان ته داسې يولوى وياړاو قوي چانس  ورپه برخه شوى چې د ډېروهېوادونو کوربه توب کوي اوله هغوى څخه دافغانستان دجوړولواوپرخپلوپښوودرولو په خاطر مرستې غواړي بآوردى چې هغوى به  هم ورسره دمرستو ژمنې کوي   ؛نو پکار داده چې دولت  بايد دامرستې په داسې ځايونو او  کارونو ولګوي  ،چې دهېوا داوهېوادوالوپه درد هم يوڅه دواشي ،نه داچې  دتېرپه شان بياټولې  مرستې دڅوګوتوپه شمار کسانوجېبونوته ورشي اوخپلې مزې چړچې پرې وکړي، دامرستې بايد د يو متوازن وېش له مخې دافغانستان په بيارغونه کې  مصرف شي،معارف ته د ودې ورکولوپه کارونوکې   ولګول شي اوهمدارنګه بايد دټولوبې وزلواوبې سرپرستو افغانانو مشکلاتوته پکې پوره پاملرنه وشي اوهغوى ته دکارکولوزمينه برابره شي.

رفيع الله روشن   

په افغانستان کښی په ډیره بی شرمی سره یوه بدرنګه لوبه روانه ده!

لکه ځرنګه چی درانه هیواد وال  خبر دی په دی ورستیو کښی د قومی ملیشو د جوړولو آواز ه توده ده.
خو د دی خبری اصلی ځیره نه غواړی ځان په دی نژدو کی ښکاره کړی!
  د  ۲۰۱۰ کال د جولای ۱۱ د   دی   یوی موضوع  په هکله  په ۳ بیلابیلو رسنیو کی ۳ بیلآبیل رپوټونه خپاره سول دغه دری رسنی  د بی بی سی فارسی تلویزیون ، د طلوع تلویزیون او د بی بی سی  د پښتو وبپاڼه.
د بی بی سی فارسی تلویزیون کښی دغه خبره تاید سوی ده او د دوی په ګزارش کښی د ناټو د ویاند  ژوزف بلاتز  ږغ او تصویر هم خپور سو چی هغه دا خبره تاید کړه او زیاته یی کړه چی  دغه قومی ملیشه د دوی لخوا نه بلکه د افغان دولت لخوا جوړیږی .  دغه رپوټ کی راغلی وه چی تر اوسه پوری د افغانستان په شمال کښی د ۷۰۰۰  په شا او خوا کښی  دغه ډول ملیشی جوړ سوی  هم دی. هغه زیاته کړه چی د کرزی د حکومت د کورنیو چارو وزارت ،  د امنیت د ساتلو په موخه دغه ګام پورته کړی دی.  ده زیاته کړه چی د جنرال پتریوس او کرزی اړیکی ډیری ښه دی او د دوی په میآنځ کی هیځ کوم جنجال نسته. (د دغه ګزارش ویډیو زه په خپل کمپیوټر کښی لرم مګر چون دا د یوه رسمی تلویزیون ویډیو د نو زه اجازه نه لرم چی په یوټوب کښی یی آپ لوډ کړم)
د بی بی سی په پښتو وب پاڼه کښی بیا په لاندی ګزارش کښی ویل سوی دی
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2010/07/100711_hj-karzai-petreaus-plan.shtml
چی کرزی د دغه پلان سره مخالفت کړی دی.؟؟؟!!!!
د طلوع په تلویزیون کی   د عین خبری ناستی ځخه بیآ  بل ډول ګزارش جوړ سوی دی. د دغه تلویزیون په  خبری سرویس کښی چی لینک یی  د دغه دی
http://www.youtube.com/watch?v=J9P9OFmCCx8&feature=channel
د ناټو د ملکی استازی ویاند دومنیک مدلی (چی یو وخت په طلوع تلویزیون کښی د ژورنالیستانو ټرنر او مشاور وو) له خولی ویل سوی دید چی د ناټو قوا وی ملیشی جوړولو هیځ کوم پلان نه لری او هرځه چی کیږی هغه د کرزی د حکومت په چوکاټ کی تر سره کیږی.
اوس دا چی اصله خبره ځه ده  حد اقل د دی مزدورو رسنیو د ګزارشونو نه یی پوهیدل ګران کار دی.  خو دا تری  حتماً معلومیږی چی حتماً یوه خبره خو سته!
د دی خبرو سره یو ځای د یوه لوړپوړی امریکایی چار واکی د خولی دا خبره هم خطا سوه چی د افغانستان د مسلی یوه د حل لاره د دغه هیواد تجزیه ده.
 همدا اوس د افغانستان په خاوره کی ۱۱۹۴۷۸ بهرنی عسکر د ناټو په چوکاټ کی  په دنده بوخت دی  او د  ۲۰۰۰۰  په شا او خوا کی امریکایی عسکر د آیساف د چوکاټ نه بهر په جګړه بوخت دی.
۱۳۴۰۰۰ په اصطلاح د ملی اردو عسکر د یرغل په خدمت کی دی!
د ۱۲۰۰۰۰ نه تر ۱۴۰۰۰۰ پوری ملی پولیس!
په سلهاو امنیتی کمپنی چی د هغو د غړو شمیر هم لږ تر لږه تر ۵۰۰۰۰ ډیریږی.
د امنیت یا استخباراتو کار کونکی ، جاسوسان ، ترجمانان او ...
که دغه ټولی شمیری سره یو ځای سی نو د دغو کسانو شمیر به  لږ تر لږه ځلورو لکو ته ورسیږی.
که دغه ځلور سوه زریز ځواک چی د اوسنی عصر په ډیره لوړه تکنالوژی سمبال هم دی ، نه سی کولای چی غربیآن د حتمی ماتی نه وژغوری نو ځرنګه داسی خیال کیدای سی چی دغه  قومی ملیشه دی دغه هدف تر سره کړی.
که د افغانستان د جګړی ۳۰ کلن تاریخ  ته یو ځغلنده کتل وسی نو په ورایه به ښکاره سی ، هغه دسیسی چی روسانو د خپل ماتی نه وروسته د افغان ولس په وړاندی وکارولی اوس یوځل بیآ د امریکایانو لخوا کارول کیږی!
کله چی روسانو خپله ماته په مړو سترګو ولیده نو د خپل فرعونی غرور د وجی نه یی  دا هوډ وکړ چی که موږ دلته مات سولو نو زموږ ماتونکی هم باید د ښی ورځ وه نه وینی او هغه وو چی د قومی ملیشو په جوړولو او د بی همت انسانانو په رانیولو سره یی د افغانستان د بدبختی دسیسه جوړه او د عملی کیدو لپاره یی د داکټر نجیب و جیب ته ور واچوله او د بی پشتوانی پیسو یی جیبونو ور ډک کړه او د قدرت پر ګدی یی کښیناوه. ( اوس امریکایان هم غواړی د خپلو دښمنانو نه د غچ اخستلو لپاره دغسی کار وکړی)
نجیب هم د خپلی خوږی ژبی په کارولو سره د  افغانستان لپاره د روسانو د تباهی پروګرام په ډیر صداقت سره په پلی کولو پيل وکړ.(
د ګلم جم او کیهانی او جباری او سید احمد او ... نورو خونخوارانو تر قوماندی لاندی یی د ولسونو عام او ساده وګړی تر سږمو مسلح کړل او د  نورو خوارو ولسونو په وړاندی یی د تباه کونکی ماشینونو په ځیر وه کارول.
 او د اوږدی مودی دښمنی یی د دی ملت په میآنځ کښي واچول چی تر اوسه پوری د هغو دښمنیو ترخه میوه زموږ په ویجاړ باغ کی تر سترګو کیږی.
روسانو د خپل شتون  په وخت کښی د سکاډ توغندیو ځخه کار نه اخیست ، مګر کله چی ولاړل نو و نجیب ته یی دغه غیر عادی سلاح ورکړه او نجیب هم په ډیر ذوق سره هره ورخ د کابل د چهاردهی ځخه پر هغه چا ورول چی د هغو سره یی د ملی روغی جوړی اعلان تبلیغاوه.
د بی پشتوانی پیسو چاپ یی په بی ساری ډول  پيل کړ او  د نجیب د اداری  په واک کی یی د خاصو احدافو لپاره ورکړ. روسانو دومره افغانی چاپ کړی چی ارزش یی لږ تر لږه دوه زره چند بایلود.
ډاکټر نجیب دغه پيسی د ځو تنو حرام خورو جنرالانو په اختیار کی ورکړی  او هغو ته یی عام او تام او بی پوښتنی صلاحیت د دغو پیسو د مصرف په هکله ورکړی وو. شاید درانه هیواد وال او په تیره بیآ د کندهار اوسیدونکو په یاد وی چی د پارلمان اوسنی استازی نورالحق علومی په کندهار کښی په میلیاردونو افغانی د مجاهدینو پر ځینی خاینو قوماندانانو باندی وه ویشلی چی هغو د دغه پیسو په بدل کی د نورو مجاهدینو سره جګړه پيل کړه.  ( علومی دغه بی حده صلاحیت نه یوازی د افغان ولس د جنګولو لپاره وکاراوه بلکه خپل حرام جیبونه یی هم په ډک کړه. علومی اوس ځو تنه پخوانی بګیل سوی پرچمیان پر ځان راټول کړی دی او د حزب متحد ملی په نامه یی یو ګوند جوړ کړی دی. په عدلیه وزارت کی د ثبتولو پر محال د دغه حزب ابتدایی سرمایه ۸۵ ملیونه ډالره په رسمی توګه ثبت سوی ده! اوس دا پوښتنه راپیدا کیږی چی دغه پیسی علومی د کومه ځایه کړی؟ تر هغه ځایه چی زه خبر یم علومیانو په ارغسان کښی ځه اندازه مځکی درلودلی ، مګر دغه مځکی اوس هم د دوی په ملکیت کی دی ، نو دا دومره پيسی ده کومه سوی؟؟ که علومی او یا د هغه خوا خوږی په دی هکله اعتراض لری نو زه کولای سم چی په دی هکله رسمی ثبوت هم وړاندی کړم)
هغو قوماندانانو د ډلی نه چی دغه پيسی به یی وه لاس ته راوړلی د کندها او هغه په شا او خوا سیمو کښی د حاجی لطیف (د ګل آغا شیرزی پلار) او بیآ خپله  ګل آغا (  هغه کور چی حاجی لطیف دغه رشوت تر لاسه کاوه اوس هم د کندهار په ښکاپر دروازه کښی آباد ولاړ دی او عین شاهدان یی ژوندی او دا خبره شاید د کندهاریانو نه ډیره پټه هم نه وی)  ، امیر لالی ، ملا نقیب الله ، او استاذ عبدالعلیم وه .
ډاکټر نجیب هغه وخت چی د قدرت پر ګدی ناست وو نو په واری واری یی دغه خبره تکارروله چی که زه د قدرت نه لری سم نو کلی په کلی او کوځه په کوځه به جګړه وسی او د وینو لښتیان به وبهیږی. نجیب دا خبره د کوم علم غیب د لاری نه کوله بلکه هغه او د هغه نا وړه سیاستونو همدومره دښمنیانی د دی ولس په میآنځ کی کرلی وی!
او کرزی او نور د هوټلیان کله چی نوبت ور ورسیږی نو وای چی که برهنی قواوی د هیواد نه ووزی نو ځه او ځه به پيښ سی!
دا خبره دوی د علم غیب د برکته نه کوی بلکه دوی پوهیږی چی د دوی د لاسه په دغه ولس کی ځومره زهر شیدندل سوی دی!!! د دوی د لاسه په لس هاوزره کسان په خپه مړه سول، د خپلو کورونو نه وشړل سول ، جایدادونه یی تری نه غصب سول ، حتی د ځارویو ځرځایونه تری نه منع سول.  دوی په دی ښه پوهیږی چی هر عمل عکس العمل لری او په دی تیرو وختونو کښی کوم ښه برخورد د دی ملت سره نه دی سوی چی عکس العمل یی هم ښه وی!
اوس کرزی هم عین هم هاغه د داکټر نجیب رول لوبوی! غواړی یو قوم د بل په مقابل کی وکاروی یو کلی د بل په ماقبل کی او یوه کوځه د بل په مقابل کښی. د ده   دا رول د نن ځخه نه دی شروع ، کرزی چی د لمړی ورځی ځخه د قدرت واګی په لاس کی اخیستی دی هیځ داسی کوم کار یی نه دی کړی چی هغه دی د هیواد د ملی ګټو په رڼا کی د تاید وړ وی.
د ده راتګ د افغانانو د بدبختی د یوه نوی پړاو پیل وو.
کرزی د یوی خوا د پخلاینی خبری کوی او د بلی خوا د خپل ورور د خولی د یرغلګرو نه په کندهار کی د عملیاتو د شروع خبره کوی.
کرزی هم په ظاهری توګه ګا او بیګا د بهرنیانو په هکله تر خولی تیری خبری کوی مګر د پردی شا ته هر هغه پلان چی یرغلګر یی د افغانستان د تباهی په هکله جوړ کړی د کرزی د پټاټی ټاپه ورسره ده.
د یوی خوا کرزی د قومی ملیشو د جوړیدو سره خپل مخالفت ښکاره کوی خو د بلی خوا د ده  د حکومت د کورنیو چارو وزارت دغه کار کوی. د یوی خوا د ملیشو د جوړیدو سره مخالف دی خو د بلی خوا د ده حکومت تر پنځوسو نه ډیر امنیتی کمپنیو ته د فعالیت رسمی اجازه لیک ورکړی دی. آیا کرزی او د ده په حکومت کښی هیځ داسی ځوک نه پوهیږی چی امنیتی کمپنی د ملیشی مډرن نوم دی؟ کرزی، وروڼه یی  او د ده د حکومت ډیر غړی  د همدی ملیشو د جوړیدا د برکته میلیونران سول!
آیا کرزی په دی نه پوهیږی چی عطا اوس هم هاغه  رول لوبوی چی دوستم په ۱۹۹۱ او ۱۹۹۲ کی لوباوه؟ کرزی ولی د عطا په مقابل کښی چپ پاتی دی؟
کرزی په دی بریالی سو چی اسمعیل خان د هرات نه لری کړی ګل آغا د کندهار نه ، نو ولی د عطا دسیسی نه خنثی کوی؟  داسی خو به نه وی چی کرزی د هغه پلان یوه مهره وی چی  وه هندوستان ته د امریکا د خاص استازی د خولی ځخه خطا سوه؟
آیا کرزی د خپلو وروڼو د میلیادر کیدلو لپاره کیدای سی چی د افغانستان د تجزیه او بربادی تر حده مخ ته ولاړ سی؟
د کرزی په سیاست کی به کله په ریشتیا سره د ملت مصلحت ځان را ښکاره کړی؟
د کرزی په حکومت کښی هر قاتل ، غل ، قاچاقبر ، خاین ... د مصلحت تر عنوان  لاندی ځای لری مګر  وطن ته د واضح خطر لری کول هیځ کله د  دی عنون لاندی ځای نه سی پیدا کولای؟

(البته دا هم د ویلو وړه ده چی د افغانستان د غمیزی یوازینی مسول یوازی کرزی هم نه دی مګر ځکه چی دی په ظاهری توګه د دی هیواد مشر دی نو ډیره ګوته وه ده ته نیول کیږی.)

يـ . سلیمان   

له بهرنيو پوځونو وروسته افغانستان

د امريكا ولسمشر بارك اوباما يو ځل بيا ټېنګار كړى، چې د راتلونكي كال په جون كې به د خپلو پوځونو وتل له افغانستان څخه پيل كړي او يو زيات شمير سرتېري به وباسي. د اوباما دغه هوډ له افغانستان څخه د امريكايي سرتېرو وتل حتمي كړي او هم دغه كار په افغانستان او لويديځ كې ځينې اندېښنې را ولاړې كړې دي.

د امريكا ځينې پوځي چارواكو  او د سنا غړيو له اوباما غوښتي، چې په دې  اړه له سره كتنه وكړي او ځينې نور بيا دغه نېټه سمه ګڼي او وايي، چې د افغان امنيتي ځواكونو روزنه دې چټكه شي او د افغانستان امنيتي چارې دې ورته وسپارل شي.

د اوباما په نوې ستراتيژۍ كې، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل، لكه نورې تنظيمي ډلې په واك كې د طالبانو شريكول، د افغان امنيتي ځواكونو پياوړي كول او د هېواد امنيتي چارې ورته سپارل، خو دا ټول كارونه د افغانستان د جګړې د يوې خوا پلان دى او په هغه صورت كې د دوى له خوښې سره سم پر مخ تلاى شي، چې د جګړې ابتكار د نوموړې غاړې په لاس كې وي.

افغان ولس، دولتي چارواكي او ان د دولت مخالف ګوند حزب اسلامي هم د ځواكونو له يو ځايي وتو څخه وېره لري او وايي، چې دا به په هېواد كې د كورنيو جګړو او د ګاونډيانو د لاسوهنې د زياتېدو سبب شي.

حزب اسلامي، خو په دې اړه يوه طرح هم لري، چې په كې د بهرنيو ځواكونو د وتو لپاره دوه كاله موده ټاكل شوې او په دې موده كې د يوې منځ مهالې ادارې او ورپسې د انتخاباتي دولت جوړېدل هم په پام كې نيول شوي، خو دغه پلان بيا هم په هېواد كې د سولې او امنيت لپاره تضمين نه شي بلل كېداى، ځكه دغه پلان نه دا په ډاګه كړې، چې كه بيا هم جنګ ادامه پيدا كوي، نو څه به ورسره كيږي، په داسې حال كې، چې د طالبانو پر وړاندې ټول امنيتي ځواكونه او ډلې كمزورې بريښي. په دې صورت كې به بيا هم له بهرنيانو څخه مرسته غوښتل كيږي، لومړى خو به هيڅ هېواد سملاسي د پوځوونو لېږلو ته زړه ښه نه كړي او كه بيا هم څوك زړه ښه كوي او افغانستان ته پوځونه استوي، نو پرته له دې، چې يو عمل تكرار شوى وي، بله معنى به ونه لري.

له بل پلوه دا هم څرګنده نه ده، چې د حزب اسلامي طرح به طالبان ومني كه نه؟ طالبانو تراوسه پورې د سولې په اړه هېڅ ډول طرح او ټولنيز مسووليتونه، نه دي په ډاګه كړي او يوازې له هېواد څخه د بهرنيو ځواكونو په وتلو ټينګار كوي او د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته هم د افغانستان لپاره كومه طرح نه لري.  دا دوه اړخه درلوداى شي، يو دا، چې د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته طالبان وسلې پر ځمكه ږدي، له حكومت سره كار نه لري او خپلو كورونو ته ستنيږي او بل دا، چې طالبان د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته د ځان پر وړاندې د ټينګې څوك نه ويني او په يو اړخيز ډول پر واك خېټه اچوي. د طالبانو د تېر ځل واكمنۍ ته كه وكتل شي، نو ليدل كيږي، چې دويم اټكل يقيني ښكاري، ځكه دوى د خپلې لومړۍ واكمنۍ پر مهال ژمنه كړې وه، چې د طالبانو هدفت له هېواد څخه د نا امنيو او پاټكونو وركول دي.
د واك او قدرت لېوالتيا نه لري، خو د كابل تر نيولو وروسته يې بيا خپلې ژمنې ته  شا كړه او له يوه سره يې د دولت پر څوكيو خېټې واچولې او هر ډول سياسي مسووليتونو ته يې شا كړه.

دوى څه ناڅه لوستي خپل ټول ياران په څو كېو وګومارل. ډاكټرانو، انجينرانو، پروفيسرانو، پوهانو او نورون ټولو د دوى تر لاس لاندې كار كاوه، سره له دې، چې وضعيت په طبع برابر نه و او تحقيرونكى ورته برېښيده، خو چاره به يې نه وه. د ولس پر وړاندې كه په لنډه توګه وويل شي د طالبانو واكمني په ټوله معنى يوه بې مسووليته واكمني وه، چې   دويم ځل ازمايښت ته به يې هيڅ سياستوال او د سليم عقل خاوند زړه ښه نه كړي. په دې خبره دوى ښه پوهيږي، چې په سياست او ټولنه كې له يوه غير بالقوه ځواك څخه پورته هېڅوك د دوى منلو ته حاضر نه دي، نو له همدې امله له انتخاباتي نظام سره جوړ نه دي او د زور له لارې د واك په تر لاسه كولو او د نظام پر تپلو ټنيګار لري.

تېرو تجربو ثابته كړې، چې دا راز كړنې لنډ مهالې دې او نتيجه نه وركوي، د زور له لارې د طالبانو واك ته رسېدلو پر وړاندې به ډير ژر د شمال پخوانۍ ټلواله  غبرګون وښيي او يو ځل بيا به د تېر په څېر حالت رامنځته شي.

د جګړې د يوې غاړې ملا پاكستان او عربان تړي او د بلې غاړې ملا به ايران، ازبكستان، روسيه او نور تړي. دغه  جګړې به مساوي مخته ځي او كېداى شي كلونه كلونه دوام وكړي او د هېواد د تجزيې باعث وګرځي ، ځكه د جګړې ملاتړ كوونكې غاړې يعنى پاكستان، ايران او روسيه هم د افغانستان پر تجزيه خوښ او هغه يې د ستراتيژيو مهمه برخه ده.

د امريكا او ناټو ځينې ستراتيژستان هم تر خپلې ماتې وروسته د افغانستان لپاره  ځانګړې سراتيژي بيانوي. دوى په دې اند دي، چې افغانستان بايد د ماتې په صورت كې په داسې  حالت كې پرېښودل شي، چې ګټونكى يې هم څوك نه وي. دوى باور لري، چې له افغانستان څخه د امريكا او ناټو ځواكونو له وتو وروسته طالبان صحنې ته داخليږي او جكړه لا ادامه پيدا كوي. په دغه جګړه كې به د دوى ځاى د دوى ستراتېژيك سيالان روسيه، پاكستان، ايران او چين ونيسي، دوى به هم د جګړې اورته تېل ورشيندي او له لرې به يې سيل كوي. دا پخپله دا ښيي، چې په دې صورت كې جګړه له كنټروله وځي او هيڅوك به د دې جوګه نه وي، چې د دغې جګړې مخه ونيسي.

د افغانساان په اړه راتلونكو نړيوالو سياستونو ته په كتو سره د افغانستان راتلونكې خورا تته او نه اټكلېدونكې ښكاري.
د هېواد پر جنوبي ولايتونو به د طالبانو واكمني وي او د تېر ځل په شان نادودې.

د هېواد پر شمالي ولايتونو به د جنګسالارانو حكومت او واكمني ټينګه وي او لكه د تېر ځل غوندې غلا، پاټكونه، نا امني او بې امنيتي به په كې واكمن وي.
د دغو دوو وروستيو حالتونو ترمنځ يو منځنى حالت هم شته، چې د افغانستان دولت او زياترو روڼاندو له ملاتړ څخه برخمن دى.

هغه د ځنيو اصلاحاتو په منلو سره د برحاله حكومت ادامه، د امنيتي ځواكونو پياوړتيا، د د ولت مخالفانو ته په واك كې برخه وركول، له هېواد څخه په تدريج سره د بهرنيو ځواكونو وتل او د اړتيا په وخت كې د دوى د سمبوليك شتون ادامه، چې په كورنيو عملياتو كې به برخه نه اخلي او د افغان امنيتي ځواكونو هوايي ملاتړ او نوره مرسته به كوي.

د دغه هدف تر لاسه كېدل د افغان دولت او افغان روشنفكرانو په هلو ځلو او د دولت د مخالفانو په كمزوري كولو پورې تړلې دي.

پيروزالدين پيروز   

ښاست او ښکلا : دانجینرګلبدین حکمتیار لیکنه

د ښايست په اړه هر څوك او هر دين او مذهب بېل بېل تعبيرونه او معيارونه لري، قرآن نېكي او نېك عمل د حسنه او حسنى (ښايسته او ښكلا) په نامه يادوي، د كافرانو په اړه فرمايي چي دوى حسنى تكذيبوي، راشئ وگورو چي ښايست څه دئ؟ ولي يو څه تر بل زيات ښايسته راته ښكاري؟ آيا ښكلا او ښايست زموږ د سليقې انتخاب دئ او زموږ د ذهن زېږنده؟ يعني دا موږ يو او دا او زموږ سليقه ده چي يو څه ته ښايسته وايو او بل ته ناښكلى، د خپلي سليقې شى راته ښكلى ښكاري او د بل د سليقې شى راته بد رنگى؟ يو زموږ مينه راپاروي او بل كركه؟ كه نه ښايست زموږ له ذهن او سليقې بهر شته والى لري؟ آيا ښايست دقيق نظم دئ كه موزون ترتيب؟ له ښه نظم نه ښايست راټوكېږي كه له موزون او دقيق ترتيب نه؟ طبيعت ښايسته دئ كه موږ ته ښايسته ښكاري؟ كه طبيعت ښايسته وي او په هغه كي د ښكلا بې شمېره مظاهر زموږ د ذهن زېږنده نه وي نو دا ښايست چا وركړى؟ دا د طبيعت په پراخي لمني كي، هر لوري ته او په هر گام كي د ښكلا او ښايست بې شمېره مظاهر د څه نښه گنلى شو او موږ ته څه پيغام لري؟
كه زه د يوه ښكلي ماشوم له خندا، موسكا، غږ، لاس پښو خوزېدا دومره خوند اخلم چي زړه مي راتخنوي، ما هڅوي چي په غېږ كي ئې واخلم او پر مخ او تندي ئې ښكل كړم، دا د ده ځانگړتيا ده كه زما د سليقې او ميني تقاضاء؟ دى ښكلى دئ كه ما ته ښكلى ښكاري؟ په ده كي داسي څه شته چي زما مينه راپاروي كه زه په زړه كي داسي مينه لرم چي د خړوبولو لپاره ئې ده ته ورنږدې كېږم؟ آيا دا مينه دې ته ورته ده چي كله زه تږى وم نو له اوبو خوند اخلم خو كه تږى نه وم همدا خوندوري اوبه راته بې خونده ښكاري؟!! كه داسي نه وي نو د ده د ښكلا او زما د ميني تر منځ دا تناسق او تړاو څنگه رامنځته كېږي او چا رامنځته كړى؟ كه زما مخي ته يو ښكلى انسان ولاړ وي، څېره ئې، سترگي او باڼوگان ئې، وروځي او وېښتان ئې، قد او ونه ئې، هر څه ئې زما عُجب او حيرانتيا راپاروي، زه ئې تر نورو ښايسته گڼم؛ خو كه د همدغه ښايسته انسان پر پزي گوته كېږدم، لږ ئې پيته كړم، يوې خوا بلي خوا ته ئې كږه كړم، وروځي ئې لږ لاندي باندي كړم، غوږ ئې لږ كوږ كړم، د خولې وښكي ئې يا لږ كش كړم يا ئې لږ لاندي باندي كاږه كړم، نو گورم چي د هغه ښايست زيانمن كېږي، هر تغيير د ده ښايست له منځه وړي. آيا د دې معنى دا نه ده چي ښايست يا دقيق نظم دئ او يا موزون ترتيب، داسي چي په دې نظم او ترتيب كي هر بدلون هغه له منځه وړي؟!! كه همدغه ښايسته انسان ته خيرني جامې ورواغوندم، پر مخ او وېښتانو ئې لږ دوړي او ايرې وشيندم، وروځي ئې ورسپيني او غاښونه ئې ورتور كړم، او سرې شونډي ئې ورژېړي كړم، څومره به بد ښكاري او هر څوك به ترې كركه كوي؟!! د دې معنى دا ده چي په ښايست كي ډېر دقيق تناسب، عميق نظم، ژوره انځورنه او رنگونه مراعات شوي، د رنگونو انتخاب او مناسب رنگونه يو د بل خوا كي اېښودل ئې هم يو اهم عنصر دئ، كه دا انتخاب او تناسب مراعات نشي ښايست له منځه ځي.
كه له يوه عادي سړي پوښتنه وكړې چي په انسانانو كي نارينه ډېر ښايسته دئ كه ښځينه، نو كه شرم ونه كړي ځواب به ئې دا وي چي ښځه تر سړي زياته ښايسته ده!! خو كه ورته ووايې: په مارغانو كي نارينه ئې ښايسته وي او كه ښځينه ئې؟ د مارغانو گڼ شمېر جوړې ورته يادي كړي، لكه چرگان، طاوسان، هيلۍ، مرغۍ، مينا، زركه او ... نو ځواب به ئې له ځنډه پرته دا وي: نارينه، نارينه، نارينه او نارينه، كه گڼ شمېر حيوانات ورته ياد كړي بيا به هم درته وايي: نارينه ئې ښايسته دي، نارينه ئې ښايسته دي. د داسي حيوان او مارغه نوم به وانه خيستى شي چي نارينه ئې تر ښځينه ښايسته نه وي!! پوښتنه دا ده چي آيا د انسان په اړه د ده قضاوت صحيح دئ، همدومره عادلانه او له كوم شخصي غرض لوړ چي د نورو په اړه ئې كوي؟ كه نه دلته او د انسان په اړه ئې قضاوت له ځانگړو عواملو اغېزمن شوى او د حقيقت خلاف غلطه پرېكړه ئې كړې؟ گواكي حقيقت دا دئ چي په انسانانو كي هم د ټولو نورو ژوو په څېر نارينه تر ښځينه ښايسته وي. خو ده دلته او انسان په اړه د خپل عقل او ښايست پېژندني استعداد او مَلَكې په حكم نه بلكي د شهوت تر اغېز لاندي پرېكړه كړې ده، كه خپل عقل د شهوت له اغېز نه آزاد كړي او بيا د قضاوت پر كرسۍ كښېني نو يقيناً چي د انسانانو په اړه به همغه قضاوت كوي چي د ټولو نورو ژوو په اړه ئې كوي.
كه ورته ووايې: ښځه ولي سينگار كوي، سترگي توروي، شونډي او اننگي سره كوي، پر تندي او زنې خالونه ږدي، رنگه رنگه جامې خوښوي، گاڼې اغوندي...؟ سينگار ته خو هغه څوك اړ وي چي څه كمى احساسوي، غواړي دا كمى پوره كړي، په ډول ډول سينگارونو سره غواړي هغه تشه ډكه كړي چي د نارينه په پرتله ئې په خپل ښايست كي احساسوي.
په نورو ژوو كي د نارينه او ښځينه تر منځ توپير په دې كي وي چي د ښځينه په پرتله د نارينه قد لوړ وي، اندامونه ئې مضبوط وي، څه بڼكې او وېښتان ئې تر ښځي زيات وي، په مرغانو كي د نارينه بڼكي ډېر رنگونه او انځورونه لري او ښځينه ئې هم د رنگونو له پلوه او هم د انځورونو له پلوه ساده او كم رنگه وي.
د انسان د نارينه او ښځينه تر منځ پر نورو توپيرونو علاوه نارينه پر مخ ږيره لري او پر بدن وېښتان، داسي لكه د زمريانو نارينه چي تر زنې لاندي او د غاړي شاوخوا كي زيات وېښتان لري، دا توپېرونه فطري دي او په دې كي ډېر ستر ستر علمي بنسټونه، مصلحتونه او حكمتونه په پام كي نيول شوي، دا يو فطري ضرورت دئ چي د ژوو په هري جوړه كي د ښځينه جوړښت له ساده والي او كم رنگوالي سره توأم وي، د دې عكس حالت د فطرت خلاف حالت دئ، په دې كي هر راز تبديلي مضره او خطرناكه ده، بدي پايلي لري، دا تبديلي داسي ده لكه له فطرت سره جنگ، داسي ده لكه د يوه ډېر ماهر رسام په يوه مهم انځور كي چي كوم ماشوم په خپل پنسل او قلم سره لاسوهنه كوي، گوتي د رنگ په بوتل كي منډي او د انځور له پاسه ئې راكاږي. له انسان پرته نور ژوي خپل فطري حالت ثابت ساتي او په هغه كي بدلون نشي راوستى، يوازنى مخلوق انسان دئ چي كولى شي له فطرت سره د مخالفت دريځ غوره كړي او هغه څه وكړي چي د ده د فطري غوښتنو خلاف وي. خو هغه نه پوهېږي چي له فطرت سره جنگ څومره بد عواقب لري، نه پوهېږي چي دا جنگ دى له كوم تور، سپېره او كرغېړن عاقبت سره مخامخ كوي. لكه څنگه چي انسان په داسي حال كي چرس، ترياك، هيروئين، سگريټ، شراب او نور مضر توكي كاروي چي د ده صحت او سلامتيا ته تاوان رسوي، همداراز دى د ښايست په هيله پر خپل ځان داسي ملنډي ووهي چي هم ئې ښكلا له منځه يوسي او هم ئې انساني وقار. يوه بېلگه ئې له غربي لنډغر او گنده فرهنگ نه متأشر شوي هغه مقلد او بد سليقه زلميان دي چي تنگ تنگ شړېدلي كوبايي پتلونونه اغوندي، پر مخ، ږيري او وېښتانو هره ورځ بېلي بېلي خندوونكې ملنډي وهي، په غاړه كي ئې زنځير، په لاسونو كي ئې بنگړي، د پتلون پايڅې ئې سپخېدلې، د زنگنو او كوناټيو برخي ئې شړېدلې، كوږ كوږ به روان وي او ...
بله بېلگه ئې هغه څوك دئ چي پر خپلي ږيري ملنډي وهي!! كله يو ډول كله بل ډول، كله له بره او كله له لاندي ئې تراشي!! له هغي څېره څومره بې مالگي او حتى كركجنه ښكاري چي ايراني ډوله ږيره ئې وي، له لاندي او بر نه ئې په مستقيمه ليكه وهلې وي، نرۍ كرښه ئې پر خپلي ژامي جوړه كړې وي، يا ئې د خپلي خولې شا وخوا د وېښتانو يوه دائره جوړه كړې وي، يا ئې د لاندنۍ شونډي لاندي تر زنې پوري څو وېښتان پرېښي وي، د سر وېښتان ئې له سرښناكي مايع نه په استفادې سره نېغ نيغ او شخ شخ ودرولي وي، او ... نه پوهېږم دا خلق د سليقې له پلوه څومر بد سليقه دي!! د ښايست پېژندني له پلوه څومره ناپوه او بدتميزه دي، له اخلاقي پلوه څومره پرېوتي دي، په ړانده تقليد كي څومره غرق دي، څومره پر ځان ملنډي وهي، نه پوهېږي چي الله تعالى هر څه ښايسته پيدا كړي، د هر څه طبيعي حالت ښايسته دئ، هر تغيير ښايست له منځه وړي، هغه ځوانكى څومره ښكلى او ښايسته ښكاري، ښايي په نړۍ كي تر هر ښايسته زيات ښكلى او ښايسته، چي ږيره ئې نوې رسېدلې، په غنم رنگي سپين نوراني مخ كي ئې د رښتيني ايمان، تقوى، متانت او ډاډه زړه نښي له ورايه برېښي!! زه هغي مېرمني ته حيران يم چي خپلي وروځي نرۍ كوي، د وروځو، سترگو، شونډو، او د مخ د نورو برخو تر منځ هغه طبيعي او فطري تناسب له منځه وړي چي د ښايست اصلي برخه ده، همغه تناسب چي په ښايست منتج شوى، او ښايست يعني همدا تناسب، دوى نه پوهېږي چي ښايسته انځور هغه دئ چي د رنگونو تر منځ ئې دقيق او موزون تناسب وي، په انځور كه له يوه رنگ نه بل ته تگ ئې تدريجي وي، د غنمي مخ او تورو وروځو تر منځ بايد يوه داسي غيرمستقيمه كرښه وي چي له يوه رنگ نه بل ته انتقال په تدريجي توگه تأمين كړي، د وروځو وېښتان داسي وي چي لومړنۍ او برنۍ برخه ئې په نريو نريو خفيف رنگه وېښتانو پوشل شوې وي، ورو ورو ئې وېښتان لوى او رنگ ئې غليظ شي، د منځنۍ برخي ويښتان ئې تر ټولو زيات لوى، پړېړ او تك تور وي، همغه ترتيب چي په فطري توگه د وروځو په جوړښت كي مراعات شوى، په مستقيمي ليكي او په مستقيمه ليكه بېل شوي رنگونه د ښايست او دقيقي انځورني مغاير كار دئ. طبيعت ځكه ښايسته دئ چي نه مستقيمي ليكي لري او نه په مستقيمه ليكه بېل شوي رنگونه، كه تاسو يوه گل، يوې وني، په ونو او بوټو پوښلي يوه غره ته ځير شئ او زړه راښكونكي ښايست ته ئې پام وكړئ دا هر يو به ځكه درته ښايسته برېښي چي د ښايست همدا اصل په كي مراعات شوى. كه د يوه ښايسته گل پاڼي ته ځير شئ وبه گورئ چي د پاڼي د بيخ او سر رنگ په تدريجي توگه له پاخه او غليظ رنگ نه ساده كمرنگه حالت ته تغيير كړى، همدغه تناسب هغې ته او ټول گل ته ښكلا او ښايست وركړى.
د انسان په مخ كي د وروځو، د سترگو د لاندي باندي منحني ليكو، د پزي د سر او سپږمو منحني ليكو، د برنۍ او لاندنۍ شونډي منحني ليكو او نورو ليكو تر منځ خاص تناسب په پام كي نيول شوى، د وروځو تراشل، نرۍ كول او په مستقيمه ليكه د ږيري لاندي باندي برخي خرېيل دا تناسب له منځه وړي او ښايست ته زيان رسوي.
الحمد لله ما په ځوانۍ كي ږيره پرېښوده، د ږيري له پرېښودو وروسته او هغه مهال چي د لومړي ځل لپاره مي هينداره خپل مخ ته ونيوله او خپلي څېرې ته ځير شوم له ځان سره مي وويل: هغه څوك څومره كمعقله دئ چي د ښايست او وقار دا مهم عنصر په خپل لاس له منځه وړي او ږيره خرېيي!! له هغه وروسته تر نن پوري د ږيري له لاندي او باندي كرښي نه د يوه وېښته كمول مي هم نه خوښېږي.
نارينه وو ته مي مشوره دا ده چي د الله تعالى له لوري دركړل شوي ښايست باندي قناعت او اكتفاء وكړئ، يوازي دومره تصرف وكړئ چي په فطري ښايست كي د تغيير په معنى نه وي، مه د ښځو په څېر جامې اغوندئ، مه سينگار كوئ او مه گاڼه كاروئ.
ښځو ته مي نصيحت دا دئ چي پر هغه ښايست قناعت او اكتفاء وكړئ چي ستاسو عليم او حكيم رب دركړى، سيالي دي تاسو هغه څه ته ونه هڅوي چي په خپل فطري ښايست كي د تغيير په معنى وي، شيطان لوړه كړې ده چي انسان به دې ته هڅوي چي په الهي خلقت او فطرت كي تغيير راولي، قرآن د شيطان وينا داسي بيانوي: وَ لأُضِلَّنَّهُمْ وَ لأُمَنِّيَنَّهُمْ وَ لاَمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكنَّ ءَاذَانَ الأَنْعَمِ وَ لاَمُرَنهُمْ فَلَيُغَيرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ وَ مَن يَتَّخِذِ الشيْطنَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسرَاناً مُّبِيناً * يَعِدُهُمْ وَ يُمَنِّيهِمْ وَ مَا يَعِدُهُمُ الشيْطنُ إِلا غُرُوراً * أُولَئك مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَ لا يجِدُونَ عَنهَا محِيصاً * النساء: 119-121
او حتماً به ئې تېرباسم او حتماً به هيلي په كي راولاړوم او خامخا به ورته امر كوم نو د څاروو غوږونه به غوڅوي او هرومرو به ئې گمارم نو د الله د مخلوق جوړښت به بدلوي او څوك چي له الله پرته شيطان دوست ونيسي نو په ښكاره تاوان سره ئې تاوان وكړ. وعدې ورسره كوي او هيلي په كي راولاړوي او شيطان خو له تېرايستو پرته څه وعده نه ورسره كوي. دوى همغه دي چي مېشت ځاى ئې دوزخ دئ او له هغه نه به د خلاصون چاره نه مومي.
د شيطان ملگري د هغه رټل شوي شيطان په تحريك دا كار كوي چي په څو خبرو ئې لوړه كړې:
• د الله د بندگانو يوه برخه به هرو مرو په دام كي غورځوم.
• له سمي لاري به ئې تېرباسم.
• په كږو لارو تگ به ورته ښايسته كوم، داسي چي له هغې ډېري هيلي او طمعي ولري او رنگين رنگين خوبونه ورته وگوري.
• په دې به ئې گمارم چي د خپلو بتانو لپاره څاروي په نخښه كړي او غوږونه ئې ورغوڅ كړي.
• او په دې به ئې گمارم چي الهي سنن بدل كړي، د فطرت خلاف گام واخلي، د الله د مخلوق په جوړښت كي تغيير راولي.
په دغو څو لنډو جملو كي د شيطان ټول هغه خبيث كارونه په گوته شوي چي په خپلو ملگرو ئې ترسره كوي. د شيطان ملگرتيا او ټول هغه كارونه كول چي د شيطان د حزب غړي ئې بايد ترسره كړي، له سمي لاري انحراف او كږېدل او په كږو لارو كي خپلو موخو ته د رسېدو هڅه كول، شرك، د دروغجن معبود لپاره قرباني، له فطرت سره جنگ او د هغو الهي سننو د بدلولو هڅه چي د ټولو مخلوقاتو په پيدايښت او جوړښت كي مراعات شوي. دا چي گورئ څوك سالم او پاكيزه جنسي تعلقات پرېږدي او ناولې لاري او غير فطري طريقې غوره كوي، دا د همجنسانو تر منځ غير فطري جنسي تعلقات، د خپل فطرت خلاف هغه مخدره مواد استعمالول چي بې سده ئې كړي او د خپلو حواسو اداره كول له لاسه وركړي، دا چي نارينه غواړي ځان د ښځي په څېر كړي او ښځه ځان د نارينه په څېر، په لباس كي هم او په حركاتو او سكناتو كي هم، دا چي نارينه ږيره خريي، هره ورځ د خپل مخ د پوستكي په مليونهاوو حجرات ريبي، لنډه موده وروسته ئې مخ گونځي گونځي شي، د زنې لاندي غوښه ئې راوځړېږي، دا همغه له فطرت سره جنگ دئ چي شيطان خپل ملگري ورباندي گماري، دا چي گورئ څوك د دروغجنو معبودانو لپاره په انسان، حيوان او حتى په خپل ځان ظلم كوي، څوك د څاروي غوږ غوڅوي، څوك ځان وهي، څوك رياضتونه په ځان مني، څوك رهبانيت ته مخه كوي او څوك له نكاح ډډه كوي، دا هر يو په حقيقت كي د شيطان هغه قسمونه رښتيني كوي.
عجيبه ده چي څوك په دې عالم كي (ښكلا) او (ښايست) احساسولى شي، خوند ترې اخلي، ستاينه ئې كوي او مينه ورسره كوي خو سره له دې له هغه ذات نه انكار كوي چي دا ښايست او ښكلا ئې په طبيعت كي پيدا كړې!!
نه پوهېږو چي ستا "عقل" څنگه مني چي دا ټوله هستي، په دې كي بې شمېره ښكلي او ښايسته مخلوقات، په هري برخي كي ئې د "علم"، "هنر"، "دقت" او "هدف والي" خورې نښي، له "عليم"، "قدير" او "حكيم" خالق نه پرته پيدا شوي؟! په يوه "مصنوع" او "جوړ شوى" شي كي د "علم" او پوهي نښي موږ دې ته اړ باسي چي ووايو: پيداكوونكى ئې پوه دئ، د "دقيق" او "ظريف" انځورني نښي موږ ته وايي: پيداكوونكى ئې ماهر رسام دئ، په ظرافت پوه دئ، كه څه هم موږ نه د دې توكي "پيداكوونكى" ليدلى او نه د دې ښكلي انځور "رسام"، فقط د ده په "پيدا كړي" شي كي مو د ده د لاس آثار ليدلي، زموږ عقل له آثارو نه د خالق، صانع، رسام او مصور په شته والي باور كوي. آيا دا هري خوا ته تر سترگو كېدونكې ښكلا او ښايست، كمال او جمال، نظم او دقت او دا چي گورئ هر څه داسي سم او ښكلى پيدا شوي چي په هغه كي معمولي تغيير د هغه ښكلا او ښايست ته تاوان رسوي، آيا دا ټول په دې شهادت نه وركوي چي د دې عالمونو (رب) د ستاينو وړ او له هر عيب او نقص نه منزه او پاك ذات دئ؟!!

افسوس کرزیه او طالبانو پر داسي مړه او بي درده قیادت باندی

دنړی له مشرانو یي زده کړی که خپله نه پوهیږی هغوی دخپلو خلکو سره دوعدو په پوره کولو که پاتی راځی استعفا ورکوی او حتی د ځآنوژني تر حده رسیږي خوتاسی دخلکو دژوند اساسی حق ته هیڅ اهمیت نه ورکوی نه پوهیږم څه قسم زړونه لری. یوه ورځ خونه ده چي دا ډلیز مرګونه کیږي څو ورځي وړاندي پکتیا کي په قصابخانه کي بم وچاودید او لس ګونه کسان یی زخمیان کړل چي ددولت چارواکي وویل دا یوه دخپل منځی دښمنی پیښه وه چې رامنځ ته شوه او څه وخت وړاندي هم ددي خلکو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوي وه نو زما له ښاغلی څخه داپوښتنه ده چي مخکي هم خبر وی ولی دی مخه نه نیوله او ته دولت د څه لپاره لیږلی یي؟ ځواب به د خامخا داوي چي دخلکو دخدمت لپاره نو ته او خداي خدمت داسی کیږي چي ته پري خبروي اود شخړي حل د نه ورته پیداکاوه خو هغه متل رایاد شو چي پردی غم له واؤري سوړ ده. اوس د کندهار دردوونکی پیښه یقینا که څوک درد او احساس ولري نو له سترګو به یي خامخا اوښکي لکه سلاب رواني شي. اوس دا پوښتنه راولاړیږي چي کرزی، طالبان او راغلي ټول یي په یوه خوله غندي داکار، زه وایم ایا یواځي په غندلو باندي ځان له مسولیته خلاصولی شی او که نور مسولیت هم لری. کرزی صاحب په سیاسي لوبه کي خو دی له هرچا وړي ده خو راشه دخدای لپاره واقعی څه وکړه دخدای په وړاندي ددغو بي وزله غم ځپلو چي لاسونه یي په ورځ دقیامت ګریوان ته درلویږي او پوښتنه به یي درڅخه کیږي راغلي خو اوبه خړه وي او خپل ماهیان پکی نیسي هغوي په داسي پیښو خفه خوهیڅکله نه بلکه خوشحاله کیږي ځکه چي نن هر پښتون د ځان دښمن بولی. نو دخدای لحاظ وکړه نور نوداحالت دزغملو مه بوله او راپاڅه او داکسان راپیداکړه او په سخته سزا يي ورسوه کنه نو دامه هیره وه چي نور د ملت دزغم او صبر کاسه مخ په ډکیدو ده. او یوداسي ناورین به خدای مه کړه رامنځ ته شي چي بیابه نه ته پري رسیږی اونه داراغلي. ګرانه طالب جانه ته خو ددولت مامورین ښه ښکار کوي چي دیوي ګولي روزی پیداکولو لپاره دا بی ضرره وظیفه ترسره کوی مګر په سلو نومونو یي نوموی خو دا کسان بیا غوړي څڼي ګرځي ولي یي نه محکوموي په اعدام باندي تر څو بیا یو ځل خلکوته وښي چي کولی شو اوس هم دټولني تخریبوونکي کسان لاری ته برابر کړو که تاسي خپله پالیسي په همدی قسم په مخ بیايی چي دا اوس زمونږ مسؤلیت نه ده او په دولت یي وراچوي چی باید مخه یي ونیسی نو بیا تاسي مه هیروی چي اوس خو په غرونو او اطرافی کلیو کی ځای لری دابه هم الله درنه واخلي او ملت به مجبوروی چي هم ستاسی او له اوسنی دولت نه د خلاصون لار پیداکړي. مهربانه خدایه ته افغانانو واقعی غمخور ورپه برخه کړه قمل

دعيسويت حقيقت اوپه اسلامي نړۍ کې یې دترویج هڅې

له څو پیړیو را پدیخوا دنړیوال صهیونیزم ترڅنګ دلویدیځ استعماري قوتونو، لوی زیار په لاره اچولی ، چې د اسلامی نړۍ په هیوادونو کې تحریف شوی عیسویت ترویج کړی ، او په اسلامی ارزښتونو باندې آباده او ولاړه اسلامی ټولنه په خپلو تحریف شویو او دخرافاتو نه ډکو ارزښتونوباندې بدرنګه کړی ، هغه ربانی ارزښتونه چې الله تعالی د بشریت د سوکالۍ او هدایت لپاره د انبیاءو په ذریعه بشریت ته رالیږلی ، په هغو ارزښتونو بدل کړی چې د انسان د هوا او هوس او نفسی خواهشاتو په اثرکې رامنځ ته شوی دی . او په پای کې ورته د ربانی ارزښتونو رنګ ورکړ شوی دی . د اسلامی نړۍ په ګوټ ګوټ کې زیار ایستل کیږی چې اسلامی شریعت د قانون په څیر حاکم نوی ، او پرځای یی د لویدیځ مدنی قانون پلی وی ، او په ډیرو اسلامی هیوادونو کې د دیموکراسۍ تر شعار لاندې دې کار ته زمینه برابره شوی هم ده ، چې افغانستان هم یو لدغو هیوادونو حخه دی . اوس مهال چې د اسلامی نړۍ په هیوادونو کې کومې هڅې روانې دی ، هغه پدې منظور روانې دي چې له اسلامی نړۍ څخه د اسلام د سپیڅلی دین ټغر ټول شی ، او پرځای یی هغه ارزښتونه چې انسان د خپل هوس مطابق مطرح کړی ترویج کړی . د دې ناوړه هڅوترڅنګ د اسلامی نړۍ په هر ګوټ کې د اسلامی حرکتونو د پاڅون په وړاندې ، استعماري قوتونه په مشترک ډول لوی زیار باسی ، چې د اسلام د احیا اړوند پاڅون پیاوړی او پراخه نوی . خو د بشریت په تاریخ کې یوازی اسلام هغه دین دی چې د بشریت ټولې اړتیاوې پرځای کولی شي ، د اسلام د دین حقیقت ډیر لوی دی ، داسلام تنه ډیره ژوره ده ، او دا راز کوښښونه اوهڅې د اسلام د بیا راګرځیدلو او احیا په لاره کې نشي خنډ کیدلای ، او نه به دا وحشي ګزارونه د اسلام د احیا اړوند اغیزمن وی ، نو لدې کبله د اسلامی نړۍ په هر ګوټ کې د اسلام د احیا لپاره اسلامی حرکتونه شته دی . دعیسویت حقیقت څه دي ؟ او څه ډول په عیسویت کې د ربانی تصور ځای بشری تصوراشغال کړی دی ؟ دعیسویت دتکوین اوجوړښت اړوند مالومات او هغه خرفات چې د ربانی ارزښتونو ځای یې په عیسویت کې اخیستی دی ، پدې هکله د اسلامی نړۍ د لوی مفکر ابو الحسن ندوی (رحمه الله علیه ) له کتاب (ماذا خسر العالم عن انحطاط المسلمین ) څخه می دا لاندې مالومات راژباړلی دي ، او ستاسو توجه ورته راړوم . هغوی وایی : "عيسويت له يهوديت نه وروسته د بني اسرائيلو لپاره د ژوندانه د يوې معتدلې تګلارې په څيرراغي . خو يهودانو د عيسی عليه السلام رسالت قبول نه کړ ، هغه تخفيف چې د دوي لپاره يې د الله جل جلاله له لوري راوړي و، ونه مانه . او د عيسی عليه السلام په وړاندي د مقابلې لپاره راولاړ شول ، د هغه د دعوت په وړاندي ودريدل ، کوم چې سولې ، پاکۍ او روحي تهذیب ته يي بلنه کوله ، خلک به يي د هغو رواجونو څخه ژغورل ، چې له دين سره ېي ټړاو نه درلود . يهودان دومره ګمراه شول چې په شام کې روماني حکمران (بيلاطس) ولمسول ، تر څو عيسی عليه السلام و وژني ، او (صليب) يې کړي ، که چيري د عيسی عليه السلام مرګ دالله تعالی په لاس کې نوي ، او دې يې د ځان لوري ته نوي پورته کړي . لدې وروسته د يهودانو او عيسويانو تر منځ حالات دير ستونزمن شول ، د عيسويانو په زړونو کې د يهودانو لپاره کينه بغض دښمني راوپاريدله ،همدا راز د يهودانو زړونه د عيسويانو لپاره د دښمنۍ او حسد څخه ډک وو ! نوعيسويان له يهودانو څخه بيل شول ، عيسويت له يهوديت څخه جلا شوو ، حال دا چې عيسويت په اصل کې د دې لپاره راغلي وو ، تر څو يهوديت نوي کړي ، اوپه احکامو کې يې لږ بدلون رامنځ ته کړي ، د روحي اړخ احيا يې له سره وكړي ، همدا راز يې د اخلاقي اړخ تهذيب وكړی ، چې د عيسی عليه السلام په دعوت کې په روښانه ډول ورباندې ټینګار كيږي . خو کله چې دا بيلتون او حسد د يهودانو او عيسويانو په منځ کې راغي ، نو لدې سره د يهودانو کتاب تورات د عيسويانو په اند د انجيل څخه بيل شو ، سره لدې عسويانو د تورات او نورو آسمانې کتابونو تقدس پر ځاي کاوه . دعيسويانو شريعت او قانون هم له تورات څخه بيل شو حال دا چې د دوي د شرعت (جسم) لويه برخه په تورات کې وه .. نو ددې بيلتون په اساس عيسويان له يوه ځانګړی شريعت نه محروم شول چې بايد د دوي عملي ژوند يي تنظيم کړي واي ! مګرهغه اعتقادي تصور چې عيسی عليه السلام د الله تعالی له لوری راوړي و ، که سم او سليم پاتي شوي وی ، نو کولاي يې شول , چې پدې کون کې د انسانې وجود د مقصد اوموخې اړوند صحيح او سم تفسير وړاندي کړي .. هغه تفسير چې بشري ټولنيز نظام په سمه توګه پرې ولاړيدلاي شي . او همدې تصور کولاي شول که سليم پاتي شوي وي , چې عيسويان هغه شريعت ته راواړوي , کوم چې په تورات کې نغښتي وو، دهغو بدلونونو سره کوم چې عيسی عليه السلام دعبادت د تخفيف او د ژوندانه د بار د کمښت لپاره د الله تعالی له لوري راوړي وو . خو عيسويان د يوې اوږدې مودې لپاره د بې دينه يهودانو او بت پرسته رومانيانوچې هغه مهال يي د عيسويانو پر وطن حکومت کاوه ، له سخت ظلم او تجاوز سره لاس ګريوان شول . لدې کبله دعيسی عليه السلام شاګردان (حواريون) او د هغوي اتباع د ديرې مودې لپاره مجبورشول , چې خپل کار او تګ راتګ په پټه توګه تر سره کړي ، همدا راز مجبور شول چې د انجيل متنونه او دعيسی عليه السلام تاريخ يو بل ته نقل کړي څرنګه چې دا ليږدونه او نقل په سري او پټه توګه تر سره کيدل نو ځکه په دقت او تواتر نه نقليدل .. نو لدې کبله د انجيل متنونه د عيسی عليه السلام له تاريخ سره ګډ نقل شول ، د انجيل نسخې ځيني له نورو څخه توپير لري چې په ټولو د انجيلونو نوم کيږودل شو ..پدې انجیلونو کې د مسيح عليه السلام د شاګردانو خبري او ددوي روايتونه د عيسی عليه السلام په هکله شامل دی ، چې په لمنځ کې يي ځني د عيسی عليه السلام خبري راغلي دي .. تر ټولو مخکيني انجيل د عيسی عليه السلام نه وروسته د يوه مکمل نسل د تيريدو نه وروسته ليکل شوي دي ، او عيسويان يې دې ټاريخ په هکله سره ژور اختلاف لري ، چې دڅلويښتو او شپښ څلويښتو کلونو په شا او خوا کې تخمينيږي ، همدا راز ېي د ژبې په هکله سره اختلاف لري چې په کومه ژبه ليکل شوي و .. ځکه چې اوس ېي يوازې ژباړې موجودې دي . په اوروپا کې د عيسويت دخپرولو مسوليت د هغه وخت د پاپ - چې عيسی عليه السلام يي نه و ليدلی ، او د روماني بت پرستۍ څخه عيسويت ته داخل شوي و – په نصيب شو ، دا عيسويت چې د ده د بت پرستۍ اواغريقي فلسفې دزاړه تصورنه اوبه شوي و.. همدا عيسويت په اوروپا کې پررباني عيسويت باندي دلومړيو ورځونه د بربادۍ توپان و ..دا سربيره په هغه تحريف چې عيسويت ورسره دروماني امپراتورۍ په لومړۍ مرحله کې مخ شو . هغه مرحله چې شرايط پکښي د رواياتونو نقلولو ته په متواتراو دقيق ډول تيار نه و!. لدې وروسته په لومړیۍ پيړۍ کې پاپ خپل رسالې وليکلي ، او دا رسالې پدې شهادت ورکوي چې ديني مثالونه پکښي د فلسفي تصور سره ګډ شوي – په تيره بيا د حلول فلسفه , او دير ځله يي عيسی عليه السلام پدې نامه ياد کړي : " زموږ پروردګار يسوع مسيح "! اوپر خپل ځان يې داسي نوم ايږي دی :" د الله تعالی اوزموږ رب يسوع مسيح په امر د يسوع مسيح رسول " . خولوي توپان له هغې پيښي وروسته رامنځ ته شو ، كومه چې عيسويت ته لوي بري ګڼل کيده ، او هغه د رومانې امپراتور (قسطنطين) داخليدل په عيسويت کې وو ، په کال ۳۵۵ م کې د عيسويت حزب وکولي شول تر څو د حکومت واږي په لاس کې واخلي . امريکايي ليکوال درابرپه خپل کتاب ( دين او علم ) کې دا پيښه او دهغې کرغيړنې اغيزې داسي توصيفوي وايي : ( په عيسويت کې شرک او بت پرستي د هغو منافقينو له لارې ور ګډ شول , چې په روماني دولت کې يې خطرناکې دندې او منصبونه درلودل ، د دوي د تظاهر له امله چې ځانونه يې عيسويان بلل خو دين ته ريښتني نه وو ، تحريف رامنځ ته شو، او يوه ورځ هم دين ته مخلص نه وو .. او همدا راز د (قسطنطين )عمر ټول په ظلم او فسق او فجور کې تير شو؛ او د کليسا ديني اوامر يي نه پرځاي کول ، پرته د عمر په آخرو څو ورځو کې په کال ۳۳۷م کې ) . د عيسويت ډله سره لدې چې دومره پياوړې وه چې د روم پادشاه قسطنطين هم پکښي ګډ شوي و ، خو د ونشوي کولاي , چې د بت پرستۍ لکۍ غوڅه کړي ، او ميکروب يې ووژني . بلكې د مبارزې پايله يې دا وه چې د ارزښتونوسره يې نور پردی ارزښتونه (بت پرستي ) ګډ شي ، اولدې څخه يو نوی دين نشأت وکړ ، هغه دين چې عيسويت او بت پرستي پکښي پر يو ځاي او يوه پيمانه راښکاره شوه . د لته دا یادونه ګټوره ده چې اسلام پدې هکله له عیسویت څخه توپير لري ، ځکه چي اسلام خپل سيال ( بت پرستي ) بالکل له منځه يووړ، او لکه عیسویت ورنه متاثر نشو. دا امپراتور چي د مادياتو غلام او بنده و ، او ديني عقايدو ورته هيڅ اهميت او اعتبارنه درلود ، د خپل شخصي مصلحت لپاره او د دو سيالو حزبونو- بت پرستي او عيسويت - د مصلحت لپاره يې تصميم و نيو چې دواړه سره يو ځاي کړي . خو دا نوي دين - وروسته لدې - د بت پرستۍ له نجاست او چټلۍ څخه هيڅ کله هم پاک نشوو- څرنګه چې راسخ او پاخه عيسويانو هيله من وو, چې پاک به شي- او همدا راز عيسويت د بت پرستۍ په تصور او خيالونو کې ښکيل پاتي شوو". نو لدې کبله اړتیا پیدا شوه چې د بشریت د لارښونه لپاره ، پر ربانی تصور باندې ولاړ دین (اسلام ) د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ذریعه بشریت ته نازل شی ، خو دا ځل دغه دین (اسلام ) له هر ډول بشری لاسوهنې نه د الله تعالی په امر محفوظ دي . نړیوال صهیونزم او استعماری قوتونه له پیړیو را پدیخوا ستړی شوی دی ، چې د دغه ربانی دین اسلام تغر ټول کړی ، خو څرنګه چې د ربانی لارښونې (اسلام )او بشری نظامونو تر منځ پرتله کیدلای نشی ، او څرنګه چې له اسلامه پرته بل دین د بشریت د لارښونې لپاره سلیم پاتی نشو . نو لدې ځایه عیسویت لکه دین نشي کولای په اسلامی ټولنو کې د اسلام دین ته ګواښ شي ، ځکه چې عیسویت د دین په څیر په خپلو ټولنو کې د خلکود اخلاقی ، روحی ، ټولنیزو اړتیاو له پوره کولو پاتی راغلی دی ، د دین په نامه خلک له هر راز حقوقو څخه منع کوی ، پداسې حال کې چې د دینی موسسې (پاپان ) په هر ډول اخلاقی فساد باندې ککړ دی . خو د هغه اخلاقی فساد او بې حیایې اړوند چې د اشغال په پایله کې زموږ ټولنه ورسره لاس ګریوان ده ضرور ویره شته ، چې افغانان بې لاری کوی او دتباهۍ لوری ته یې وړی ، د تمدن او پرمختګ له بهیر څخه یې وروسته پاتی کوی . عبدالرحمن فرقانی

د تورخم دروازه لاهم دافغانانو پر مخ تړلې ده

پاکستان د تېرې دوشنبي راهيسې د تورخم دروازه تړلې او هغو افغانانو ته چې ويزه ونه لري د ورتګ اجازه نه وکوي چې له لامله يې په زرګونو خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

له سيمې نه په رارسېدليو رپوټونو کې ويل شوي يو زيات شمېر هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې اوسېږي او د UNHCR او پاکستان له خوا ورکړل شوي کارتونه هم لري دا مهال له پولې دېخوا بند پاتې دي او نشي کولای پېښور او نورو سيمو کې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د کابل اوسېدونکی قاسم چې په پېښور کې اسېږي د ټليفون په ليکه  تور غر ته وويل چې له خپلې کورنۍ سره يوځای کابل ته تللی و او اوس چې بېرته پېښور ته ستېنږي نو په تورخم کې د تګ اجازه نه ورکول کېږي،نوموړی وايي له خپلو ماشومانو او ښځمنو سره یوځای دتېرو څو ورځو راهيسې په تورخم کې بند پاتې دی.

څو تنو نورو افغانانو چې له دغې ورځې راهيسې په تورخم کې پراته دي هم ورته ستونزې لرلې او له افغان دولت نه يې غوښتنه کوله چې ددغې ستونزې په اوارولو کې له پاکستاني چارواکيو سره وغږيږي او زر تر زره دوی ته ور پېښې ستونزې حل کړي.

ياده دې وي چې دپاکستان پوليسو په ټول هيواد کې په غير اعلانيه ډول دافغانانو نيونه پيل کړې او هره ورځ په سلګونو تنه افغانان چې ډیری يې قانوني اسناد په لاس لري د پوليسو له خوا نيول کېږي.

د رسنيو لپاره په تبليغاتو كې انډول په كار دى

ليكنه :پوهنمل ماموند

 

له بده مرغه په هېواد كې دجګړو اغيزې يوازې فزيكي اړخ نه لري، دغو جګړو د ذهنونو او فكرونو ويجاړتياوې هم رامنځته كړي دي او هېوادوال د يو رنځور ذهنيت سره ژوند كوي. د نوي اساسي قانون په چوكاټ كې د بيان ازادۍ او په سياسي ټولنيز ژوند كې له دموكراتيكو بدلونونو سره د دې زمېنه هم برابره شوه چې هر څوك د خپل فكر د دايرې څخه و غږيږي، كه دا دموكراتيك اصل ښه اړخونه لري نو په څنګ كې ستونزې هم ورسره شته. رسنۍ يا مطبوعات د بيان د ازادۍ د اصل څخه په ګټې اخيستنې سره هر ډول نشرات كوي خو ځينې يې ملي ګټې په پام كې نه نيسي او په غير عمدي او هم عمدي توګه د هېواد دښمنانو ته ګټه رسوي، خلكو ته په ذهني انتشار او پر حاكميت باندې د بې باوره كيدوه لپاره زمينه برابروي.

  د بيان ازادي په دې مانا نه ده چې په خپلو خپرونو او تبليغاتو كې هغه څه ووايو چې د دښمن مورال قوي شي او عامو وګړو ته انديښنه پيدا كړئ. مونږ همېشه عادت لرو چې (نيم تش ګيلاس) يادوو خو كه (نيم ډك ګيلاس) د اوبو لپاره و كاروونو د تندې سره مخ انسان ته به اروايې سكون راشي د دې بېلګې او مثال يادونه د دې لپاره اړينه ده چې زمونږ ټلويزيوني خپرونې، چاپي رسنۍ، راډيو او نور همېشه د منفي خبرونو او خبرتياوو څخه پيل كوي. حتى د كلمو اوالفاظو په كارولو كې هم د احتياط څخه كار نه اخلي. د بېلګې په توګه په رسنيو كې لومړى او تازه خبر دا وي چې په فلاني ولايت كې دومره پوليس او يا پوځيان له منځه ولاړل. دلته دا له ياده بآسو چې ووايو هغوى د هېواد او خلكو لپاره ځان قربان كړ او يا هم دا چې په دغه ولايت كې د آبادۍ څومره كار شوى دى. په كار ده چې د امنيتي ځواكونو د سرښندنو او برياوو په اړه هم ځانته لږ څه تكليف وركړو. د نورو هېوادونو مطبوعات هم دا انډول په پام كې نه نيسي او په خپلو رسنيو كې دښمن ته مورال وركوي. ځينې رسنۍ د بيان د ازادۍ تر عنوان لاندې د شخصيت ترور تر سره كوي او پرته د اسنادو څخه پر نورو وګړو تورونه لګوي. كه له يوې خوا تور لګوونكي غير قانوني عمل كوي نو د بلې خوا رسنۍ هم قانون تر پښو لاندې كوي. 

مطبوعات بايد تر هر څه وړاندې د تاريخ په دې حساس پړاو كې ملي ګټو ته پاملرنه ولري. د دولت اراكين دې ته را و بولي چې د سرښندنو پر خپل وخت د درناوي زمينه مساعده كړي.

  رسنۍ دا حق نه لري چې د شخصي او ډله ييزو غرضونو لپاره د شخصيت روزنې لپاره كار وكړي او په دې توګه د نوو كړكيچنونو او دښمينو لپاره زمينه برابره كړي. هغه خبرونه و خپرونې چې د قومونو ترمنځ وفاق د نفاق خواته بيايي په واقعيت كې د هېواد سره دښمني كوي. 

دولت نړيوالې رسنۍ لكه بي بي سي، د اشنا غږ او ازادۍ راډيوګانې او نورې رسنۍ چې د افغانستان په ملي ژبو خپرونې كوي دې ته را و بولي چې پخپلو خپرونو كې دغه اصل رعايت كړي او د هېوادوالو ذهنونه مغشوش نه كړي.

  ځينې رسنۍ پرته د تورونو لګولو خه د مثبتو كارونو يادونه نه كوي، حال دا چې ډير برياليتبونه او پياوړي كاركوونكي له نظره غورځول كېږي چې دا پخپله يو منفي ذهنيت راوړي او عام وګړي پر حاكميت باور له لاسه وركوي. په دولت كې د هڅونې لپاره د ښو كارونو او پياوړو كارمندانو ستاينه څه عيب لري؟ تشويق او هڅونه ډير وخت تر انتقاد او غندنې څخه زيات كار وركوي. د بيان ازادي دا مانا نه لري چې هر څه پرته د وړانديزونو څخه د غندنې او نهيليستى مفكورو قرباني وګرځي. 

په هېواد كې ځينې مهمې برياوې دا دي چې ور څخه يادونه كيدلاى شي.

  د سياسي او دولتي سيستم په برخه كې: 

- په هېواد كې د جمهوري رياست او ملي شورا د انتخاباتو سرته رسول.

  - د افغانستان اوسنى دولت په نړيواله كچه د بل هر وخت څخه زيات اعتبار او ديپلوماتيكي اړيكي لري. 

- د تقنين بهير د ملي شورا له خوا د نورمال حالت خواته روان دى.

  - هغوي چې د 2001 كال تر مخه يې د ټوپك او مرمۍ له لارې يو بل سره خبرې كولې اوس په يو حال كې د ډيالوګ او مذاكرې له لارې د كړكيچونو د حل په لور ځي. 

- د مطبوعاتو او سياسي ګوندونو د ازاد فعاليت شرايط برابر شوي دي.

  - افغانستان د لومړي ځل لپاره ډيرې نړيوالې مرستې را جلب كړي دي. 

د زير بنايي جوړښتونو په برخه كې:

 - د كابل- مزار، كابل-كندهار، كابل- تورخم، كابل- ګرديز لويې لارې رغول شوي دي او په زرګونو كيلومتره مركزي او فرعي سړكونه بيارغول شوي او يا هم نوي جوړ شوي دي. 

- د كابل او حيرتان ترمنځ د برق د ليږد سيستم د سالنګ د هسكو څوكونه تير شوى دى.

  - د شير خان پر بندر د عصري پل جوړيدنه.  - په ولايتونو كې ځينې نوي هوايي ډګرونه جوړاو د پخوانيو ترميم او پراختيا روانه ده.  - هيرات، كندهار، جلال آباد اومزار شريف ښارونو كې زياته پراختيا او سمسور تيا راغلې ده. 

- د خصوصي سكتور لپاره د كار زمينه برابره او د ودانيو په برخه كې ډېر پرمختګ شوى دى.

 - د خصوصي بانكونو د شبكې رامنځته كېدو سره د هېوادوالو لپاره ډېرې اسانتيوې برابرې شوي دي. 

- د نړيوالې ټولنې او دوستو هېوادونو سره د سترو پروژو په برخه كې تړونونه لاسليك شوي دي او په ځينې پروژو كار روان دى.

  - د لومړي ځل لپاره د كانونو څخه د ګټې اخيستنې سترې پروژې په لاره دي او په دې لړ كې د لوګر د عينك د مسو د كان د استخراج او پروسس د كامپلكس د جوړولو قرارداد د چين د هېواد يو ستر شركت سره لاسليك شوى دى چې دا د هېواد په ملي اقتصاد كې سترو بريالتوبونو ته لاره هواروي او د زرګونو وګړو لپاره پكې د كار زمينه برابرېږي. 

- د معارف او روغتيايي خدماتو پراختيا

  -د هېواد د پوهنتونونو د شبكې پراختيا. 

- د مخابراتي نظام پراختيا.

  - دغه او نورې برياوې بايد په مطبوعاتو او رسنيو كې په ملي او نړيواله كچه انعكاس ومومي څو چې عامه ذهنيتونه رغنده كارونو ته چمتو شي او نړيواله مرستندويه ټولنه پر موږ باوري شي.  د مثبتو خبرونو او تبصرو وروسته بيا كېداى شي چې د هېواد په كچه په لاندنيو برخو كې پر نيمګړتياو باندې په رغنده توګه تبصرې او خپرونې وشي: 

- په دولتي ادارو كې د ښه مديريت كمزوري. دلته كېداى شي چې په مشخصه توګه د وزارتونو، ادارو په نيمګړتياو باندې تبصره وشي او د ښه مديريت لپاره ورته وړانديزونه مطرح شي.

  - د ملكي تلفاتو په مخنيوي كې پاتې راتلل په ۲۰۰۸ كال كې دغه تلفات ۴۰ سلنه زيات شول. 

- د اداري فساد په اړه د ځانګړو مثالونو له مخې هېوادونو ته معلومات وركړاى شي.

  - د عادي او پرمختيايي بوديجې د تطبيق په برخه كې پاتې راتلل بايد د هغو د عواملو سره يو ځاى وڅېړل شي. 

- د بهرنيو مرستو څخه ناوړه ګټه اخيستنه او د تداركاتو په سيسټم كې د شفافيت د نشتوالي له امله د بډو او رشوتونو په ډاګه كول.

 - د عامه خدمتونو په چارو كې د دولتي او غير دولتي موسسو له خوا د موجودو نمګړتياو په اړه رغنده خبرتياوې او تبصرې. 

- د خلكو د امنيت او مصونيت د تامين په برخه كې د اړوندو ارګانونو او مسوولو افرادو په اړه ولس ته معلومات وركول.

  - د عدالت د تامين په برخه كې د ستونزو او مشكلاتو يادونه او د حل د لارو ښوول. 

- د قوانينو، مقرراتو او لوايحو د عدم تطبيق په اړه خلكو ته معلومات وركول او د دولتي ارګانونو د توجه راجلبلول.

  - د عامه نظم او امنيت د ويجاړونكو عاملانو په ډاګه كول. 

- د ټولنيز سوله ييز چاپېريال د مخربو عواملو او فكتورونو يادونه او په دې اړه د ولس د عامه پوهاوې د كچې لوړول.

  - د هېواد د دښمنانو دسيسو په اړه پر خپل وخت د وګړو د پوهې د كچې لوړول. 

- د ښارونو د طبيعي چاپېريال د ساتنې لپاره د وګړو مرستې راجلبول او په دې برخه كې د موجودو ننګونو يادونه.

 

ملګري ملتونه له افغانستان څخه خپل ٩٠٠ بهرني مامورين اوباسي

ملګري ملتونو پرېکړه کې ده ، چې سر له نن به له افغانستان څخه خپل ٩٠٠ بهرني مامورين اوباسي .

 دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه ، چې تېره اونۍ (د لړم په ٦ مه ) د کابل ښار د شيرپور په سيمه کې د باختر په نوم د ملګرو ملتونو پر يوه مېلمستون  بريدترسره شو، چې  په پايله کې يې ٦ بهرنيان، ٢ د ملي امنيت کارکوونکي او يو عام وګړى ووژل شول  او د ٨ بهرنيانو په ګډون ١٣ افغانان ټپيان شول .  

د پژواك د خبري اژانس د خبر له مخې په کابل کې د ملګرو ملتونو دسياسي همکارۍ ددفتر ( يوناما) يوې سرچينې د لړم په ١٤مه، رسنيو ته ويلي، چې ددغو بهرنيو مامورينود وتلو لړۍ به سر له نن څخه (د لړم ١٤مه ) پيل شي .

سرچينې زياته کړې ده،  چې دغه پرېکړه دامنيتي ستونزو له امله شوې ده .

د يوناما يادې شوې سرچينې، چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کړې ، وايي  چې دوى اوسمهال په افغانستان کې ١٣٠٠ بهرني مامورين لري ، چې له دې وروسته به يې يواځې ٤٠٠  بهرني مامورين په افغانستان کې پاتې شي .

  د يوناما يو تن وياند نظيف الله سالارزي پژواک خبري اژانس ته ومنله، چې دوى غواړي د خپلو بهرنيو مامورينو شمېره کمه کړي، خو دقيقه شمېره يې ونه ښوده .   نوموړي زياته کړه : (( هغه مامورين له افغانستان څخه ځي، چې دلته ورته ډېره اړتيا نه ليدل کېږي .)) 

 

د سالارزي په وينا، په دې اړه به د ملګرو ملتونو د سرمنشي  ځانګړى استازى او د يوناما مشر کاى ايډه  نن له غرمې مخکې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې رسمي نظر ورکړي .

  بلخوا د يوناما لخوا نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي ، چې دوى د خپلو افغان او بهرنيو مامورينو د امنيت ساتنې لپاره نور اقدامات کوي .  

په خبرپاڼه کې زياته شوې ده ، چې دوى دامنيتي ملحوظاتو له امله ددغو امنيتي تدابيرو په اړه معلومات نه شي ورکولى .

  سرچينې ويلي : (( ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو کړيو وعدو ته ژمن دى ، زموږ اړيکې له افغانستان سره له تېرو نږدې سلو کلونو راهيسې ټينګې دي، زموږ هڅې دافغانستان دخلکو د مرستې لپاره دي . )) 

ملګرو ملتونو ويلي دي، چې  دوى نوي امنيتي تدابير ددې لپاره نيولي، څو ددوى د فعالتيونو د ګډوډولو مخه ونيول شي .

CNN: افغان استخبارات د هند تر اغیزې لاندي، مشرف

د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف  له سې ان ان امریکایې  ټلویزیون سره په خپله یوه نوي مرکه کې د افغانستان دولسمشر حامد کرزي په دفتر، په نورو  افغان حکومتي ادارو او حتی د افغانستان د ملي امنیت په ریاست کې د اې اس اې استخباراتي شبکې د اجنټانو د موجودیت خبر ورکړ.

نوموړي دغه څرګندوني په لندن کې له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې وکړي.

دا لومړی ځل دی چې یو پاکستانی عالي رتبه چارواکی د افغان ولسمشر په دفتر کې د پاکستان د بدنامې استخباراتي ادارې د کارمندانو د شتون خبر ورکوي.

جنرال مشرف په ورته وخت کې افغانستان د هند له اغیزې یو متاثر هیواد په ګوتو کړی او زیاته کړي یې ده چې د هند استخبارات او حکومت هم  د افغانستان په دننه کې فعالیت کوي او موخه یې د پاکستان پر ضد تحرکات دي.

جنرال مشرف دا و نه ویل چې د پاکستان استخبارات د څخه په منظور د افغانستان په حکومتي ادارو کې جرړې لري خو تر ډیره بریده یې افغان حکومت د هند تر اغیزې لاندي وبلل.

نوموړي دا هم وویل چې ای اس ای د نړۍ په هره ترهګریزه ډله کې د داخلیدو اجازه لري او کولای شي چې په ډیري اسانۍ سره له هرې ترهګرې ډلي سره که  هغه القاعده وي که طالبان او یا کومه بله ډله سازش او ملګرتیا وکړي خو  دا یې و نه ویل چې ایا اوس هم دغه اداره له طالبانو سره مرسته کوي که څنګه .

نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې دا هم ویلي چې افغانستان د  هند یوه خاموشه مستعمره ده چې نوی ډهلی له دغه ځایه د پاکستان پر ضد خپل عملیات پلانوي او تر سره کوي یې.

مشرف وویل چې په افغانستان کې د هند د استخاباراتو د موجودیت په اړه مستند شواهد وسره موجود دي.

مشرف افغانستان د بهرنیو سرتیرو راتګ د افغانانو د غوښتنې خلاف یو عمل وبلل چې د نوموړي پر وینا اوس د هغه د خبرو ثبوت د ا فغانستان حالات دي.

په پارلمان کي د بهزاد په تخلص وکيل بايد محاکمه شي

په پارلمان کي يوتن وکيل ښاغلي بهزاد په دې ورستيو کي د يو شمير رسنيو په مرسته په پرله پسې توګه د افغان اولس سپکاوی کړیدی.  د اولس سپکاوی ټولنيز جرم او مجرم ته د محاکمې له لوري د جزا ورکول د قانون پلي کول دي.  د دې مجرم له لوري داسي زياتي مرکې  او ويناوي شويدي چي د محاکمې وړدي ، دلته د بيلګي په توګه د نوموړي يوه دوې ويناوي يادوم  چي زموږ افغان اولس يې رټلی او توهين کړيدی

لومړی : بهزاد په هره مرکه او وينا کي بېدريغه دا ټکی کاروي چي افغان اولس مشر قانوني مشر نه دی؛ د انتخاباتو کميسون تر اعلان وروسته د داډول ويناو پايله د ټولنيز بحران زيږول او د هرج مرج لوري ته د ټولني وړل دي. په دې تر تيب د ټولنيز نظم اخلال ته د جرم په سترګه کتل کيږي او اجراکونکی يې مجرم ګڼل کيږي ، د څارنوالی دنده ده چي د دا ډول جرمونو مخه ونيسي او مجرمينو ته يې جزا ورکړي.

دوهم : ښاغلی بهزاد په زياتو مرکو کي دا هم ويلي چي زه به حامد کرزی ته ولسمشر نه وايم او هغه ته به سلطان کرزی وايم؛ دا وينا په حقيقت کي د هغو افغانانو بشپړ سپکاوی دی چي ښاغلي حامد کرزي ته يې د ولسمشری لپاره خپلي رايې ورکړيدي.افغانان خپل ژوند ته د خطر په منلو د رايو ورکولو مرکزونو ته ولاړل او خپلي رايي يې دخپلي خوښي کانديدانو ته ورکړې، خو ښاغلی بهزاد په ډيري بې پروايې سره دا ټوله قرباني توهينه وي او د اولس سپکاوی کوي. څارنوالي د همدې جرمنو د مخنوي دنده لري او بايد د افغان اولس د توهين مخه ونيسي او داډول مجرمينو ته د سزاورکولو قانون پلی او دا بې انصافه او د اولس دښمنان په خپلو سزاګانو ورسوي.