پاکستان د تېرې دوشنبي راهيسې د تورخم دروازه تړلې او هغو افغانانو ته چې ويزه ونه لري د ورتګ اجازه نه وکوي چې له لامله يې په زرګونو خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

له سيمې نه په رارسېدليو رپوټونو کې ويل شوي يو زيات شمېر هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې اوسېږي او د UNHCR او پاکستان له خوا ورکړل شوي کارتونه هم لري دا مهال له پولې دېخوا بند پاتې دي او نشي کولای پېښور او نورو سيمو کې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د کابل اوسېدونکی قاسم چې په پېښور کې اسېږي د ټليفون په ليکه  تور غر ته وويل چې له خپلې کورنۍ سره يوځای کابل ته تللی و او اوس چې بېرته پېښور ته ستېنږي نو په تورخم کې د تګ اجازه نه ورکول کېږي،نوموړی وايي له خپلو ماشومانو او ښځمنو سره یوځای دتېرو څو ورځو راهيسې په تورخم کې بند پاتې دی.

څو تنو نورو افغانانو چې له دغې ورځې راهيسې په تورخم کې پراته دي هم ورته ستونزې لرلې او له افغان دولت نه يې غوښتنه کوله چې ددغې ستونزې په اوارولو کې له پاکستاني چارواکيو سره وغږيږي او زر تر زره دوی ته ور پېښې ستونزې حل کړي.

ياده دې وي چې دپاکستان پوليسو په ټول هيواد کې په غير اعلانيه ډول دافغانانو نيونه پيل کړې او هره ورځ په سلګونو تنه افغانان چې ډیری يې قانوني اسناد په لاس لري د پوليسو له خوا نيول کېږي.