عبدالله له کرزي سره د ګډ حکومت جوړولو ته چمتووالی وښود

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې ښاغلي عبدالله بیا بیا ویلي وو چې نه به د کرزي په حکومت کې کومه چوکۍ ومني اونه به ورسره ايتلاف ته غاړه کښېږدي او د دې پرځای به غوره وبولي چې په اپوزیسیون کې پاتې شي.
عبدالله عبدالله پرون ناوخته رویټرزخبري اژانس ته وویل کله چې د اسد د نهه ویشتمې نېټې د انتخاباتو وروستۍ پایلې څرګندې شوې ، امکان لري چې په نورو لارو چارو خبرې وکړي .
هغه په عین حال کې وویل په اوس وخت کې به د ده ټول تمرکزپر انتخاباتي پروسې وي چې په سم ډول پرمخ وړاندې لاړه شي څونتیجې یې د افغانانو لپاره د منلو وړ وي .
عبدالله رویټرز خبري اژانس ته همداراز ویلي چې د انتخاباتو د رسمي پایلو له اعلانه وروسته کېدای شي د کرزي په حکومت کې د شاملېدو یا له هغه سره د ګډ حکومت د جوړولو په اړه خپل دریځ نرم کړي .
هغه دغه راز وویل چې پرمختلفو نظرونو او انتخابونو خبرې کېدای شي .
هغه وویل چې که یو ګډ حکومت جوړ شي د کرزي له لوري د درغلیوله کبله د افغان حکومت له لاسه ورکړای شوی مشروعیت به بېرته په ځای شي او لوېدیځوالو ته به هم توجیه په لاس ورشي چې افغانستان ته پیسې او عسکر رالېږي .
عبدالله له کرزي سره د همکارۍ لپاره دا شرط وباله چې تغییر او اصلاحات به مني اوکارکوونکي به یې د خپلوۍ او ملګرتیا پرځای د سیالۍ او وړتیا پر اساس وي .
عبدالله د کرزي له لوري د رایو د ترلاسه کولو په بدل کې له پخوانیو جګړه مارو سره د لاس یو کولو او هغوی ته د غټو چوکیو ورکولوته اشاره وکړه او ویې ویل : کرزي تکنوکراتانو ته د چوکیو د ورکولو پرځای فاسدو کسانو ته ژمنې ورکړې دي .
دا په داسې حال کې ده چې عبدالله بیا بیا ویلي چې د کرزي له لوري د ده په ژبه مجاهدین له صحنې شړل شوي او دی به مجاهدینو ته په حکومت کې لویه برخه ورکړي .
هغه وویل کرزي بې له دې چې د ښه حکومتدارۍ مسئله په پام کې ونیسي یا د چا وړتیا او موثریت په نظرکې ونیسي ، د رایو په بدل کې وزارتونه او نورې چوکۍ ورکړي دي .