په انټرنټ کې دځان وژنې هڅوونکې ونیول شو
ویلیم اوسمهال د۳۲ کلن مارک ډیبرو چې په ۲۰۰۵ کال کې یی ځان په خپل کور کې غرغره کړ او ۱۸ کلنې نادیه کجوجوچې دکاناډا په اوتاوا یو سیند کې یی ځان غرق کړې دو ژنې په تور له څیړنو لاندې دې.
داپیښه په ۲۰۰۸ کال کې وروسته له هغه دمینیسوټا ایالت امنیتي چارواکو کشف کړه چې په برتانیه کې دځان وژنې ضد فعالینو دوۍ ته خبر ورکړ چې په دغه ایالت کې یو تن چې انټرنټ کاروي او خلکو ته دځان وژنې د هڅونې سره چلونه هم ښیء. امنیتي چارواکو ددغه کس دنیولو وروسته دهغه د کمپیوټر په کړکیوو کې پیدا کړل چې اتلس کلنې نادیه کجوجو او ۳۲ کلن مارک ته یی د چټ له لارې د ځان وژنې اغیزمنې لارې ښودلې وې.
اوس د برتانیی امنیتي مامورین هم حیران دې چې دغه سړي ته کوم ډول جزا ورکړي ځکه چی نه یی په فزیکي ډول څوک وژلې او نه ددغه هیواد په قانون کې دانټرنټ له لارې ځان وژنې ته دهڅونکې دسزا په اړه څه ویل شوي.