له ماشومانو سره سلوک

دتعلیمي کال په لومړننۍ ورځ د لومړني ښونځي دپنځم ټولګي ښوونکې میرمن تامپسون ټولګي ته ننوته اوله مقدماتي خبرو وروسته ېې له معمول سره سم زده کونکوته وویل چې ټول یو شان پرې ګران دي او توپیر ېې نه کوي . البته هغې دروغ ویل او دغه کار نا شونی ؤ په تیره بیا داچې دتیډي سټودارډ په نوم یو کوچنی ماشوم په مخکینی چوکۍ ناست ؤ او میرمن تامپسون ترې راضي نه وه .تیډي تیرکال هم دهمدې ټولګي شاګرد ؤ . تل به ېې خیرنې جامې اغوستلې له نورو ماشومانو سره جوړ نه ؤ اوپه درسونو کې هم تکړه نه ؤ

ادامه نوشته

ښاغلی حامد کرزی ته د په انتخاباتوکی دبری به هیله

ښاغلی حامد کرزی ته  په انتخاباتوکی دبری په هیله

تورغرویبپاڼه او د تورغرخپرندویه ټولنه ښاغلی جلالت ماب حامد کرزی ته دجلال اباد ښکلی او  تاریخی ښار ته دراتګ په مناسبت هرکلی وایی.

دننګرهار غیرتی اولس تل دتاریخ په بدلونونو کی تر ټولو لومړی خپل نوښت ښودلی او دملی جوړونی په لاره کی له هر عادل نظام سره پدی لیاره کی مرسته کړیده.

ننګرهار ته دا ویاړ ورپه برخه دی چه د ټول ختیځ زون په نماینده ګی د میلمنو کوربه توب وکړی

لیری نه ده چه دملی یوالی سمبول یو ځل بیا به ددی بری څښتن شی

 دتورغر خپرندویه ټولنه

هندوستان د شاه رخ خان د نيولوله امله امريکا ته احتجاج کړی

هند له هغه وروسته چې امريکايي پوليسوهندي فلمي ستوری ، شاه رخ خان دنيويارک په JFK  هوايي ډګر کې دپوښتنوګرويزنو لپاره تر دوو ساعتو ساتلی وو، دامريکا حکومت ته احتجاج کړی.

شاه رخ خان رسنيوو ته ويلي چې امريکايي پوليسو نوموړی له دې امله چې مسلمان دی، له څيړنو لاندې نیولی وو. هغه وويل . ‎))پوليسو ماته تر دوو ساعتونوهيچاسره داړيکو نيولو اجازه نه راکوله...که زما نوم شاه رخ خان نه وای نو ښايي دا پيښه نه وای رامنځته شوی. . . زه پوهيږم چې دا د هر مسلمان سره کيږي  چې ډيره خفه کوونکې ده. (( هغه وويل چې له ډيرو کوښښونو وروسته يې پوليس په دې

قانع کړل چې

په امريکا کې د هند سفارت سره اړيکې ونيسي  او همغه وو چې دی راخوشي شو.

په امريکاکې د هند سفارت وايي چې دوی سمدستې يولوړپوړی هيئت هوايي ميدان ته وليږه او شاه رخ خان يې راوست. د سفارت په اعلاميه کې راغلي.)) شاه رخ خان د هندوستان وياړ دی. . . مونږ ددې پېښې له امله ډيرزیات خواشيني يو او خپل احتجاج مو په رسمي توګه امريکايي مقاماتو ته رسولی.((

دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې شاه رخ خان د امريکا دنيو جرسي ايالت ته د هندوستاني ټولنې په بلنه د هغوی سره د هند دخپلواکۍ په جشن کې د ګډون لپاره روان وو. امريکايي رسنيوو دياد شوي هوايي ډګر د پوليسو له خولې ليکلي چې هغوی شاه رخ خان وپيژاندخو دا پوښتنې ګرويږنې د اکثره خلکو څخه کيږي.    

شاه رخ د هندي سينما )باليوډ( مشهور ستوری دی چې دګوګل لټون مطابق هرکال يې خلک نوم او تصويران د نړۍ د نورو فلمي او سپورتي ستورو په پرتله ډير لټوي. نوموړي د سولې او مينې د خورولو د نړيوالې جايزې په ګډون ۱۳۱ نورې نړيوالې جايزې او ۵ اعزازي دکتوراوې هم اخيستې.نوموړي ته د ډير شهرت له امله د باليوډ بادشاه هم ويل کيږی.

  له بلې خوا هندي سينما هم دا پيښه غندلي. د هندي فلمونو يو ډآيريکټر مهيش بټ ويلي چې  حکومت بايد دا مسله جدي ونیسي. د نوموړي په وينا د هندوستانيانو سره د مذهب او نوم په  بنسټ د داسې سلوک مخنيوی مهم دی. د هند يو بل مشهور ستوري عرفان خان ويلي  چې که امريکايي پوليس هر یو سړی له دې امله په ساعتونو ساعتونو تر پوښتنو لاندې راولي چې هغه مسلمان دی نو دا به له کرکې خورولو پرته هيڅ ونه کړي. هغه وويل.))که امريکا دومره تکړه وي نو هغه کسان دې ونيسې چې ترهګري پيلوي. دسوله خوښو مسلمانانو په نيولو د مسلمانانو په زړونو کې نفرتونه زيږيږي.((

د يادونې وړه ده چې شاه رخ دا مهال په امريکا کې د My name is Khan   )زما نوم خان دی( په نامه فلم چې موضوع يې ترهګري او د مسلمانانو سره تعصب دی، په ډکولو بوخت دی. د دغه فلم يو هندوستاني لوبغاړي عامر ته له دې کبله چې په نيزدې وخت کې ايران ته تللی وو، د امريکا ويزه نه ده ورکړل شوي. 

څو ورځې وړاندې هندد امريکا د هغه هوايي شرکت الوتکې د څو اونيوو لپاره په خپله خاوره بندې کړي چې د دغه هيواد پخواني ولسمشر او دهند اتوم بم جوړوونکي،ډاکټر عبدالکلام  تالاشي يې کړي وه.په هند کې په دغه کار پراخه لاريونونه شوي وو او پارلمان له حکومته غوښتې وو چې په دې هکله سخت ګامونه پورته کړي.

 

امریکا افغانستان ته د خپلوښځینه ځواکونویوه ۴۶ کسیزه ډله استولې

د امریکا پوځ د طالبانو ضد جګړې کې د خلکو د زړونو د خپلولو لپاره د سمندري ځواکونو یوه ۴۶ کسیزه ښځينه قطعه جوړه کړې ده.

 د پنسلوانیا ایالت یوه بریدمنه جنیفر ګریګوري چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې خدمت کوي ، وایي موږپه دې کار سره غواړو ثابته کړو چې د سیمې د خلکود  کلتور او دود - دستور په وړاندې ډېر حساس یو. دا وايي دلته که د یوې افغانې ښځې سر لوڅ شي داسې یې انګيري لکه ټول ځان یې چې لوڅ شوی وي او دا ځکه چې ښځې پوره پټې دي.

 ى اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپورله مخې د امریکا په پوځ کې اصلا ښځې د جګړو له ډګره منعه دي او د ځینو عسکرو لپاره دا ډیرد تعجب ځای دی چې وګوري ښځینه همکارانو یې تر پوځي خولیو لاندې سرونه په دستمال تړلي او د جګړې تر ټولو سخت ځای کې ځای په ځای شوي دي. خو بریدمنه ګریګوري وايي خلک پوهیږي کوم کار چې  موږ یې کوو د طالبانو پرضد عملیاتو لپاره ډېر مهم او حیاتي دی .

 د امریکا د کولاراډو ایالت بریدمنه سارا فیورر وایي ښځینه عسکرې په عراق کې هم د لټون یا تلاشۍ لپاره موظفې شوې وې او د هغه ځای تجربې موږ په افغانستان کې کاروو. دا وايي حقیقت دادی چې موږ له افغاني ښځو سره له خبرو او راشه درشه بېره نلرو.

 په نوزاد کې دېره د امریکا د پوځ یو قوماندان بریدمن زخاري مارتین وایي ښځې نه غواړي چې خاوندان دې یې جګړې ته لاړ شي او ودې وژل شي.

 دی وايي دوی ته له ښځو څخه زیات استخباراتي راپورونه رسیږي او د همدغو معلوماتو په اساس دوی ته زیاته اندازه وسلې او چاودیدونکي مواد هم په لاس  ورغلي دي.       

کي.جي.بي پــــه افغانســتان کې

K

کي.جي.بي پــــه افغانســتان کې

ليکوال: واسيلي ميتروخين

 )د کي.جي.بي استخباراتي ادارې پخوانى مهم غړى(

ژباړن: رحمت آريا

د خپرندويې ټولنې يادښت:

"کې.جي.بي په افغانستان کې" د يوه روسي ديپلومات او د KGB د څارګرې ادارې باوري غړي (واسيلي ميتروخين)، چې وروسته يې لويديځ ته پناه يووړه، هغه مستند اثر دى، چې په افغانستان کې د کي.جي.بي خونړي شيطاني پلانونه، کړه وړه او جګړې افشا کوي. دا مستند اثر د ظاهر شاه له سلطنتي دورې نه نيولې د ببرک کارمل تر وخته هغه يو لوړ ورانکاري، سبوتاژونه، چاودنې، جګړه ييز پلانونه، ترورونه او جګړې په ګوته کوي، چې KGB په افغانستان کې پيل کړي ول.

د متروخين دا کره ليکنه ښاغلي رحمت آريا، چې په امريکا کې د پردېسۍ ژوند تېروي، په کره او خوږه پښتو ژباړلى او په ځينو پېچلو ځايونو کې يې لنډ، لنډ توضيحات هم ليکلي دي. همدا راز د ژبان کوم هنر چې ددې اثر د ژباړې په کار کې ښه ځلېږي، هغه دا دى چې ژباړه يې داسې دهلکه چې دې (ژباړن) پخپله دا اثر ليکلى وي، چې په دې توګه د ژباړې او ليکنې ترمنځ ډېر واټنونه رالنډوي.

دانش خپرندويه ټولنه وياړي، چې د خپل ولس او هېواد په اړه تل په دې هڅه کې ده، چې علمي، مستند، ادبي، هنري او تاريخي په زړه پورې آثار خپاره کړي، چې دا دى دا ځل د "کي.جي.بي په افغانستان کې" نومي خورا مهم اثر خپروي، چې خپل سپېڅلي او بېوزله هېوادوال له هغو شيطاني دسيسو او ورانکاريو خبر کړي، چې د روسي درندګانو له خوا زموږ په وطن کې پلي شوي ول.

دانش خپرندويه ټولنه هيله لري، چې د نظر او ليد خاوندان به له دې کتاب څخه پوره ګټه واخلي. په تلو تلو کې د ښاغلي ژباړن د اوږد عمر او لا برياليتوب لپاره د څښتن تعالى په دربار کې د دعا لاسونه لپه کوي.

په درنښت

دانش خپرندويه ټولنه

 

کې جي بي په افغانستان کې

 

د واسیلي میتروخین لیکنه

 سرليکونه

 د سړې جګړې نړيواله تاريخي پروژه................................................... 1

د سړې جګړې د نړيوالې تاريخي پروژې د کاري پاڼو لړۍ.............. 4

پېژندنه........................................................................................................ 6

مصحح ته ليک........................................................................................ 16

پېښليک................................................................................................... 20

فعاله اقدامات......................................................................................... 32

د گوند بنسټ اېښودنه........................................................................... 43

د غوایي کودتا......................................................................................... 60

د سپتامبر کودتا.................................................................................... 104

د دسامبر کودتا...................................................................................... 182

جگړه......................................................................................................... ٢٥٩

ګوندي شخړې........................................................................................ ٢٨٩

د چيکا بچيان......................................................................................... ٣١١

لومړنی دښمن......................................................................................... ٣٣5

لومړۍ مل پاڼه....................................................................................... ٣٧3

دویمه مل پاڼه......................................................................................... ٣٨2

افغانستان : مل پاڼه: بېلابېل.............................................................. ٣٨5

 د ژباړن خبرې

گرانو هېوادوالو او ښاغلو لوستونکو!

په افغانستان کې د روسانو د سیاسي او پوځي جنایتونو او خیانتونود لړۍ د خپراوي په لړ کې دا دی تاسو ته د کي جي بي د یوه پخواني مامور واسیلي میتروخین د کتاب لړۍ را ژباړم چې د ژباړنې لړۍ به یې په پرله پسې ډول خپره شي. دغه کتاب [کي جي بي په افغانستان کې ] نومیږي.

 واسيلي ميتروخين څوک دى؟

د واسیلي میتروخین د پیژندلو لپاره غواړم تاسو ته د امریکا د متحده ایالاتو د پیاوړي او نامتو لېکوال ښاغلي بروس گ. ریچارډسن د کتاب[افغانستان: د رښتیا پلټـنې] بشپړه ځانګړې برخه[فعاله اقدامات]  له ۱۶۶ تر ۱۷۴ پاڼې پورې ډالۍ کړم چې د ژباړې کار یې ما تر لاس لاندې نیولی دی.

د دغه کتاب پښتو ژباړه به ډیر ژر هېوادالو ته وړاندې شي. د ښاغلي بروس ریچارډسن د کتاب دویمه اڼلیسي طبع ډیر ژر خپریږي چې پرهمدغې نوې طبعې ما هم یو لنډه کتنه لیکلې ده. کله چې د کتاب دویمه اڼریزي طبع خـپـره شوه نو د دعوت او بینوا د ویب پاڼو له لارې به تاسو ته خبر در کړل شي.

ددغې لېکنې په ترڅ کې لومړی د واسیلي میتروخین د لا پیژندلو لپاره تاسو د بروس ریچارډسن لېکنې ته را بولم او ورپسې به د واسیلي میتروخین د کتاب [کي جي بي په افغانستان کې] لومړۍ لنډه برخه چې د [گوند بنسټ ايښودنه] نومیږي و لولۍ. کله چې ددغه ۱۸۰ پاڼـیز کتاب ژباړه بشپړه شوه ، نو ټول کتاب به د یوه بشپړ کتاب په بڼه پر هغه لېکل شوې کره کـتـنې اوپه کتاب کې د ښکېلو شننونکو، مصححانود نومونوله لړ لېک سره یو ځای خپور کړم.

 اوس مې دغه برخه نیغ په نیغه د واسیلي میتروخین له لېکنې را پیل کړې اود لړۍ خپراوی به یې  د بینوا ویب پاڼې له لارې دوام ولري.

 له ښاغلو لوستونکو څخه په درنښت غوښتنه کوم چې ټول لمنلېکونه دې په ډیرځیر ولولي ځکه دغه  لمنلیکونه پر متن پخه رڼا اچوي. واسیلي میتروخین په متن کې دننه یو شمیر نومونه کټ مټ هاغسې لېکلي دي چې په لاسوندونو کې لېکل شوي دي خو د هغو د لا روښانولو لپاره یې په لمنلېک کې یا لېکوال او یا مصححانو شرح ورکړې ده. د لمنلېک په  هغو ځایونو کې چې تاسو [د مصحح یادښت: څرگنده نه شوه] و گورﺉ ، ددې مانا ښندي چې یاپه لاسوند کې [کوډ نوم دی] او یا مصحح د هغه په څرگندونې  نه دی بریالی شوی.

 د واسیلیي میتروخین  د لېکنې په لمنلېک کې ټولې لېکنې یا د لیکوال او یا د مصحح دي او زه [ژباړونکی] پکي هېڅ ډول گډون نه لرم. ما یواځې تر وسه وسه هڅه کړې چې پرته له کــَمـَونې یا زیاتونې ، اصل متن کټ مټ په ډیر ځیر او امانت را وژباړم. 

 رحمت آریا

دسامبر ۲۰۰۸

د ارګ تاریخچه

ارګ په لغت کې د یوې لویې کلاپه مېنځ کې کوچنې کلا ته وایی چې د برجونو درلودونکی وی ، په اصطلاح کې د فرمان ورکوونکی داوسېدو ځای ته وایی له همدې کبله هغه ځای ته ویل کیږی چې په هغه کې دښار ، ولایت یا هیواد مشر واوسېږی او له هغه ځایه چارې اداره کړې . پخوا دغه مفهموم په افغانستان کې د دوو ځایو نو لپاره کاریده ، یو یی مخکې دافغان اوانګلیس له دوهمې جګړې نه اوبل یی وروسته له دغې جګړې نه .
دانګریزانو دپوځ دتیری یوه ناوړه پایله په افغانستان کې داوه چې دکابل دبالاحصار ودانې یا دافغان باچاهانو کلکه کلا او دچهلستون لرغونی ماڼۍ دانګریزی واکدار رابرتس په حکم سره وران شول .اوله دغو سترو اولرغونو ماڼیو نه چی دسدوزایانو په وخت کې دباچا داوسیدو له ځایه برسیره یو زر داوسېدو کورونه ، بازار اوڅو نومولې کلا ګانې په کې وی له خاورو پرته بل څه پاتې نه شول.
دانګریزانو دپوځ حضور داځل اوږد شو اوکله چې دغو ځواکونو افغانستان پریښود او دچارو واګې یی عبدالرحمن خان ته وروسپارلې نو دباچا داوسېدو یا د ارګ په نامه کوم ځای په کابل کې وجود نه درلود بنا پردې عبدالرحمن خان وروسته له دې چې په کابل کې میشت شو اوخپل ځای یی وټاکه نو کندهاری اوکابلی مهندسان او معماران یی راوغوښتل څو دشیرپور ترڅنګ یعنی دهغه وخت دکابل په شمالی اوشما ل ختیزه برخه کې دارګ دجوړولو کار پیل کړی له همدې کبله عبدالرحمن خان په دغه سیمه کې دوه سوه جریبه ځمکه بېله کړه او امریی وکړ څو چې دبڼ په مېنځ کې دشاهی ارګ ماڼۍ ودانه شی.
د مهندسانو دغه ډله دسیدیاقوت شاه څرخی په مشری چی دامیر نږدی او دباور وړ کس و او وروسته په قلعی بیګی هم مشهور شو دهغې ورځې دمعماری دفنونو سره سم دارګ کلا دکنګره لرونکو اوتیر کشو دیوالونو سره جوړه کړه او ددیوالونو په شاوخوا کې یی یو خندق داوبو لپاره وویست ، دغه راز یی د ارګ دکلا ددیوالونو په څلورو کونجونو کې څلو ر برجونه چی دتوپونو اونورو دفاعی وسایلو لپاره یی تیرکشونه درلودل جوړ کړل.
سلام خانه چی په هغه کې دجشنونو او اخترونو مراسم ترسره کیدل هم دختیزو دروازو په خواکې جوړه شوه اوپه همدې ودانۍ کې دلومړی ځل لپاره دافغانستان د ملی شورا غونډه جوړه شوه.
دغه رازدسلطنتی کلا دځانګړو معماری اصولو پربنسټ نورې ودانې هم په ارګ کې دننه جوړې شوې دهغو له ډلې نه دباچا ددفتر لپاره ودانۍ ، ځانګړی ځای دباچا دکورنۍ ا ومیرمنو لپاره چې حرم سرای به یی ورته ویل ، د ارګ دکارکونکو لپاره کوټې، دنقدوپیسو اوګران بیه توکو دساتنې لپاره دشاهی خزانې ځای ، کوتی باغچه ، دوسلې دیپو، دباچا دساتونکو ځای ، دزندانیانو دساتنې لپاره شاهی محبس ، پخلنځۍ او دخوراکی توکو لپاره دزیرمې کولو ځای یادولی شو.
نورې ودانۍ:
دارګ د ودانۍ ترڅنګ چې دودانولو کاریی دعبدالرحمن خان په وخت کې بشپړ شو راوروسته وختو کې هم ځېنۍ ودانۍ جوړی شوی چې په هغه ډله کې لاندې ودانۍ دی:
ددلګشا ماڼۍ:
دستورماڼۍ:
لومړۍ نمبر ماڼۍ:
دوهم نمبر ماڼۍ:
ډبرینه ماڼۍ( قصر سنګی):

شعر

  

ته ښکلا وي افسانه وي سردروکي

زه يونوم وم پاتي شوي په ايروکي

ته هواوي الوتلي هري خواته

زه مرغي وم بندي شوي په پنجروکي

ته درحم او کرم سره اشناوي

زه مظلومه پاتي شوي په ميرو کي

ته وي مينه طراوت دزنده ګي وي

زه وم مړاوي پاتي شوي ويرانو کي

ته وي شمع بليدلي په تيارو کي

زه مړه شوي ډيوه ايښي مزارو کي

ته سحروي رڼايي وي دسپوږمي په تورو شپوکي

زه تور تم وم دغمونوتلوسو کي

هاشمي چه کله وخاندي ژړاه ورسره مل شي

ته مدام کوي موسکا زما غــمــوکـي

عــــــادلــــه هــــاشـــمــي                  

شعر

 پوهه نه وم هسي ټوقه مي ګڼله

خـــبرنه ومـــــه دميني داجــله

که دخپل سکون قاتل په خپله نه وي

ما به وخته ځان وژلي واي پخپله

سترګوسترګو کي پوهيږو چه خواږه يو

مونږاظهاردميني وکړوپه خوله څله

دادنيا حو جيلخانه شوه د غمونو

خوشحالي پکي هيچا ونه ليدله

لږپه پام اشنا زما په لوري ګوره

اود بڼوغشي مي وځي له ګوګله

په ما ګران دي ياره ستا درانه غمونه

په غزلو کي دي ستايم يو تر بله

زه خيبر مينه کي دومره بي پښتوشوم

چه زه نه ځم که شړي مي دمخفله

غزل

 وړي سترګي وړه ونه څـــومـــره ښـکلي يي

ښکلي خـال دي دي پر زنه څومره ښکلي يي

هـــره ورځ نوي رنګ نوي سيــنــګارکـــړي

زما ورانه نکړي خونه څــومـــره ښــــکلي يي

دا هــــر وخــت چــه ځــــوروم دي داده ميــنه

دا ته چه په غــصـه شي څومره ښــکلـي يي

ســـتا شــونډوســترګو کي نشـي دي د شــرابـــو

کړه په سترګو مي نشــه څـــومــره ښکلي يي

غــلي غــلـي سـترګو لاندي دي ديدن کــــــــړم

 کــړه خـــيــبر دځان اشنا څــومــره ښــکلي يي

 عــبدالبصير خــيبر                                        

په پېښور کې افغاني ودانۍ خپل تاريخي حيثيت له لاسه ورکړى دى

نړۍ اونيزه
په ١٩٣٣ کې جوړه شوې دغه ودانۍ نن په ډېر خراب حالت کې قرار لري
په ١٩٣٣ عيسوي کال کې د پېښور په قصه خانۍ بازار کې د افغانستان حکومت يو په زړه پورې لوى تعمير جوړ کړ، افغان حکومت ورله نوم پښتون کوټ کېښود، پېښوريانو به ورته افغاني بلډېنګ وايه.
 پر کوم ځاى چې دا ودانۍ جوړه شوه هلته لومړى د افغانانو د قافلې تم ځاى و، چې کابل او جلال اباد ته به ترې مسافر په ټانګو کې تلل او راتلل، يو ډول د ټانګو پخه هډه وه.
 تر دې وړاندې د افغانستان تجارت خونه په جهانګير پوره بازار سراى کالا خان کې وه. افغان ودانۍ يوازينۍ په قيصه خوانۍ بازار کې ښکلې او په زړه پورې ودانۍ وه چې په جوړونه کې يې له لويو خښتو نه کار اخيستل شوى و، تر دې وړاندې د پېښور په نورو ودانيو کې په دغه کچه خښتې نه وې کارول شوې.
 ددې ښکلې ودانۍ پيل د نادرشاه په دور ١٩٣٣ عيسوي کې وشو، ددې په جوړونه کې پوره دوه کاله ولګېدل، په اتم نومبر ١٩٣٣ ع کې د جنرال غلام نبي چرخي يو دولس کلن کورني نوکر عبدالخالق په کابل کې د يو ښوونځي د لېدو پر مهال نادر شاه وويشته او مړ يې کړ، د نادر شاه له وژنې وروسته د هغه ١٩ کلن زوى ظاهر شاه چې په فرانسه کې يې زده کړې کولې حکومت تر ګوتو کړ، ظاهرشاه د نومبر ١٩٣٣ ع څخه تر ١٩٧٣ ع پورې چې څلوېښت کاله کيږي پاچاهي وکړه.
هغه د افغانستان وروستى پاچا و د هغه په حکومت کې په ١٩٣٥ ع کې ددغه ښايسته ودانۍ کار بشپړ شو، هاغه وخت پر دغه ودانۍ اويا زره روپۍ لګښت راغلى و.
په ياده شوې ودانۍ کې افغان قونسلګرۍ، افغان نېشنل بانک، افغان کاټن کمپنۍ او افغان ترانسپورت په څېر د تجارتي ادارو سربېره يو څو د اوسېدنې لپاره خونې هم جوړې شوې وې.
ددې ښکلې ودانۍ پرانسته د افغان حکومت د هغه وخت وکيل عبدالرسول علي خېل کړې وه. افغان ودانۍ کې يو درجن دوکانونه هم ورغول شول، چې په کې په وروستي سر کې يو دوکان او شاته يې دوه خونې افغان حکومت مشهور قوم پرست مشر ډاکټر خان صاحب ته پرته له کومې کرايې د کلينيک لپاره ورکړې وې چې په کې د غريبو وګړو لپاره وړيا درملنه کېده.
ډاکټر خان صاحب د مشهور سور پوستي مشر عبدالغفار خان مشر ورور  او د پاکستان له جوړېدو نه پس د سرحد ايالت په کانګرس حکومت کې اعلى وزير و.
د پاکستان له جوړېدو وروسته څه مودې پورې ددغه ښايسته ودانۍ شان او درناوى پر ځاى و، له هغې وروسته د افغان حکومت د بې پروايۍ  او نه پام لرنې له امله دا ودانۍ د ماتېدو راماتېدو ښکار شوه  او په کراره کراره يې خوند او رنګ د سپېره کېدو او بدرنګه کېدو ښکار شو.
کله چې د ظاهر شاه حکومت نسکور او داود خان واک تر لاسه کړ نو  افغان حکومت له لوري ددغه ودانۍ د بيا رغونې لپاره دوکاندارانو ته د دوکانونو د خالي کېدو خبر ورکړ، لا دوکاندارانو د خپلو ځانونو لپاره د نورو دوکانونو غم کاوه چې د داود خان د حکومت رېړه په بله شوه او د هغه ځاى کمونستانو ونيو.
په افغانستان کې د پرلپسې جنګونو او انقلابونو وروسته د افغان ودانۍ د رغونې مسئله په خپل حال کې پاتې او اوس دغه ودانۍ په ډېر بد حالت کې ولاړه ده.

د انگلستان صدراعظم او د هغه نامعقوله خبره ؛

 

د انگلستان صدراعظم گوردن براون   د غويي پر ٦ بيا په منډه افغانستان ته راغى . او په هلمند کې يې له خپلو عسکرو څه دولتي او څه دولت  ته نژدې خلکو سره وکتل . ده يوه ستراتيژي له ځان سره راوړې  وه، چې  نوې نه ده، زړه ده او له زړې هم ورتېره  د نولسمې پېړۍ  د نړيخور امپرياليزم په منگولو کې  تر ننه هم لوبيږي . 

 د افغا نستان حامد کرزى د پاکستان آصف زرداري او د انگلستان صدر اعظم د يو شمېر تا ليڅټو په مرسته دافغانستان او پاکستان په سرحد کې له پښتنو سره جگړه کوي . څرگنده ده ، چې  دا سيمه د پښتنو ده او پښتانه په کې اوسيږي ، چې دوى يې د ترهگرو په نوم يادوي.  

د پښتنو او انگليس  لومړۍ جگړه په ١٨٣٩ ع کال کې پيل شوې او دادى تر اوسه  په کې نسلا ٍپاتې دي.  يوڅه عمر که جگړه نه وه ؛ خپل خلک يې درولي وه . يعنې افغانستان ور سره سياسي خپلواکي نه درلوده. 

 حامد کرزى او اصف زرداري په دومره موده کې پوه نه شول ، چې انگليس څه غواړي ؟ د انگليس صدراعظم وايي ، چې: د افغانستان پوځ دې پنځه او يا زرو  يوسل او ديرش زرو ته وخيژي او پوليس دې هم په زرگونو نور هم ډېر شي . د انگليس صدراعظم ويلي ، چې د انگلستان پوځونه به په افغانستان کې  تر٢٠١٠ ع کال پورې پاتې وي. د انگلستان او امريکا خبره يوه ده، خو انگليس داسې ښيي ، چې  په سيمه کې يې اولسي تجربه ډېره ده او امريکا دا تجربه نه لري.  

دانگلستان د صدراعظم براون نا معقوله خبره داده : ترهگر د افغانستان او پاکستان دسرحد په غرونوکې توليديږي بيا د نړۍ پلازمېنو ته رسيږي . څنگه ؟ ددې ځواب نشته . لندن او واشنگتن چېرته دي  اودوى چېرته دي ؟ په کومه لار او کومه وسيله هلته رسېدلى شي؟  او ددوى  په دې کې څه گټه ده. 

 دا يوه وسوسه ده ، چې را زرغونه شوې او يا خبره بل څه ده . دوى هغه نه وايي ، چې خبره په مرکزي آسيا ، ايران ، پاکستان او چين کې ده؛ ځکه دوى سمندري لارې اود سون  موادو سر چينې لري او لکه څنگه يې، چې نړۍ په نو لسمه پېړۍ کې خوړلې وه له دې وروسته يې وخوري اوس په نړۍ کې نور بدلونونه راغلي ، چې هغه يوازې  د انسانانو  او ملتونو په وژنو او د تاليڅټو په ټاکنه نه شي کيداى . 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په کابل کې دى . په داسې حال ، چې پاکستان بيا په پښتونخوا کې پوځي عمليات پيل کړي دي . امريکا ، چې  دا حالات ويني ؛ نو ډېر ه بيړه ښيي ، چې پاکستان دې له  پښتنو سره جگړه ژر پيل کړي .د انگلستان صدر اعظم غواړي ، چې د پاکستان او افغانستان  دامريکې د خولې دولتونه جگړه له پښتنو سره پيل کړي ، خو دا جگړې د افغانانو او پاکستانيانو لپاره  يوه خبره ده ؛ د امريکې ، انگلستان اودوى د خولې د دولتونو لپاره بله خبره ده .  

هغه افغانان او پاکستانيان ، چې د امريکا او انگليس له خوښي او غو ښتنې  ځان خپلواک بولي، هغوى پوهيږي ، چې په دې جگړه کې ددوى مسلمان هېواد وال پښتانه وروڼه وژل کېږي .  

  په ١٧٤٧ کال کې احمد شاه بابا لوى افغانستان يو ځل بيا په تاريخ کې جوړ کړ  . لويه معجزه داوه ، چې په اووه مياشتو کې د لوى افغانستان لويه برخه تامين شوه . کله ، چې  د ملت  په خوښه څوک کار کوي ؛ شپږ  اووه مياشتو کې هغه کيږي ، خو که د ملت  خوښه نه وي ، ټوله نړۍ يې په اتو کلونو کې په کوچني افغانستان کې نشي کولاى . پخواني شوروي اتحاد په لسو کلونو کې ونه شو کولاى  دوىدې وپوهېږي ، چې ټول خلک ړانده نه دي ،هر څه ويني او له تاريخه هم بې خبره نه دي  . د وى ملي جذبه نه لرې ؛ د کافر او مسلمان په توپيرنه پوهيږي .څوک ، چې خپل پلار او نيکه نه پيژني،د هغوى برى نه  برخه کيږي نن کابل ته ورڅرمه د ميدان وردگ او لوگر څه حال و په بغلان کې څه پيښى شوي دي ؟  هغه خلک ، چې   د ين ، ناموس او خپلواکي نه غواړي ، د هغو به دغه شرميد لې  شپې او ورځې په برخه وي .

عبدالرحمن پژواک

 

افغان نوموتى شاعر، عالم او سياست پوه خداى ج بخښلي استاد عبدالرحمن پژواک د قاضي عبدالله زوى په ١٢٩٨ هجري لمريز کال کې دې نړۍ ته سترګې وغوړولې.

د پوهې او ذکاوت نښې له کوچنيوالي څخه د عبدالرحمن ( استاد پژواک ) په څېرې کې ښکارېدې، نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه چې د خپل وخت مشهور عالم او فقيه وو، او همدارنګه له خپل مشر وروو قاضي حفيظ الله څخه په خپل پلرني ځاى کې چې د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د باغبانيو کلى دى، زده کړې او مخکې تردې چې د باغبانيو کلي ته نږدې د ( مطلع دانش ) لومړني ښوونځي کې شامل شي، د لومړنۍ پوهې او لوست له نعمت څخه برخمن و.

عبدالرحمن پژواک په دغه ښوونځي کې له دوو کلونو زده کړې څخه وروسته دې ته اړ شو چې له خپل پلار او کورنۍ سره د خو ګياڼيو ولسوالۍ کږې ته ځاى بدل کړي ، ځکه د نوموړي پلار قاضي عبدالله د هغه ځاى د محکمې مسووليت پر غاړه واخيست چې څه موده وروسته بيا د کابل مرافعه محکمې ته تبديل شو.

استاد عبدالرحمن پژواک

نوموړي د کابل ښار په ده افغانانو سيمه کې يو لوى کور واخيست او له خپلې کورنۍ سره يې هلته اوسېدل پيل کړل، عبدالرحمن پژواک د حبيبيې په لېسې کې شامل شو، هلته يې خپلې زده کړې په بريا سره مخ ته ويوړې او همدارنګه شعر او ادبياتو ته د ده د تلوسې او استعداد له امله يې د حبيبې لېسې په کنفرانسونو کې خپل شعرونه او مقالې لوستلې او همداراز د لېسې د فوټبال د لوبډلې د ځلانده ستوري په توګه پېژندل کېده.

نوموړي د لېسې تربريالۍدورې وروسته دهغه وخت په يواځېنۍ فاکولتې (طب پوهنځي) کې دوه کاله زده کړه وکړه. په دې وخت کې د نوموړي پلار چې په ستره محکمه کې يې د تميز د رييس په توګه کار کاوه ، د زړه د درېدو ( قلبي سکتې ) له امله ومړ .

دهغه د پلار ناڅاپي مړينې د نوموړي پر کورنۍ او د هغوى پر ارامه ژوندناوړه او ژور اغيز وکړ، څرنګه چې د استاد پژواک مشر ورور په شمال کې د قاضي په توګه د دندې پرمهال وژل شوى و، استاد پژواک د کورنۍ د مشر په توګه د پلار له مړينې وروسته د کورنۍ سرپرستي پر غاړه واخيستله، دخپلو وروڼو د ښې روزنې او د کورنۍ د نورو غړيو د ښې پاللولپاره اړ شو چې زده کړه پرېږدي، په کابل کې يې خپل پلرنى کور وپلوره او د کورنۍ غړي يې بېرته باغبانيو ته ولېږل.

استاد پژواک عملي کار د وخت د مطبوعاتو په خپلواک رياست کې لومړى د ژباړن په توګه او وروسته په نوروله مسووليت څخه ډکو دندو کې پيل کړ.

د مطبوعاتو په خپلواک رياست کې د دندو د ترسره کولو پرمهال په شعر، ادب او اړونده مطبوعاتي چارو کې د استعداد له امله ، نوموړي د چارو د مسوولينو پام ځان ته راواړاوه. نوموړي په لومړيو کې په خپلو اثارو کې ( وفا ) او وروسته (ارمانجن ) تخلص درلود ، خو په پاى کې د (پژواک ) د تخلص په ټاکلو سره په رښتيا سره د بشري کتلې او افغاني ټولنې د لوړو ارمانونو د غږ انعکاس ورکوونکى شو.

په پښتو او دري ژبو د استاد عبدالرحمن پژواک شعرونه او نور اثار د هېواد د خپرونو د ښکلا لامل وګرځېد او دشاعرانو او اديبانو په منځ کې يې چې وروسته ټول د ده ملګري او علاقمندان وګرځېدل، ښه او لوړمقام ترلاسه کړ.

استاد پژواک په ١٩٤٦ ميلادي کال کې په لندن کې د افغانستان په سفارت کې د مطبوعاتي او کولتوري اتشې په توګه وګومارل شو، د لومړي ځل لپاره يې له هېواد څخه بهر په سفر او مطالعې پيل وکړ، د ديپلوماسۍ په برخه کې له کار سره اشنا شو او په هماغه ځاى کې يې په انګليسي ژبه د افغانستان او د پښتونستان د ټاټوبي د پېژندنې په اړه اثار خپاره کړل.

نوموړي د دې ماموريت په دوره کې د سکاټلنډ د ادنبري په پوهنتون کې د ژورناليزم او نړيوالو اړيکو په څانګه کې خپلې زده کړې مخ ته يوړې.

استاد پژواک له سفير سره د نظر د اختلاف له امله له خپلې دندې څخه استفعا وکړه او د کار او کارګر د نړيوال دفتر د مطبوعاتو په څانګه کې شامل شو، له يو کال خدمت وروسته په ١٩٤٧کال کې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتي اتشې په توګه وګومارل شو.

د ( ١٩٤٨ ١٩٥٠ ) کلونو ترمنځ له هغه ځاى څخه بېرته د مطبوعاتي او کولتوري اتشې په توګه په لندن کې د افغانستان سفارت ته تبديل شو، خو څه موده وورسته يې له دې دندې څخه هم استعفا وکړه او وطن ته راستون شو ، څه وخت يې اوزګار تېر کړ او په ١٩٥٣ کال کې د بهرنيو چارو په وزارت کې وګومارل شو.


استاد پژواک د هغه وزارت د بېلا بېلو څانګو په چارو کې د لياقت ښودلو له امله د سياسي عمومي مديريت د مقام پر لاسته راوړلو بريالى شو.

استاد پژواک د دغه مهم مقام په لاسته راوړو سره وکولاى شول د ناپييلو(نامنسلکو) هېوادونو په ټولو سيمه ييزو او نړيوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه ګډون وکړي، چې کولاى شو په ١٩٥٥ ميلادي کال کې د اندونيزيا په باندونګ کې دناپييلو هېوادونو د مشرانو په لومړني کنفرانس چې دى هم د افغاني پلاوي غړى و، اود کنفرانس په ترڅ کې د انسلاک د نشتوالي اساس هلته کېښودل شو او افغانستان هم د هغه د بنسټ جوړولو د غړي په توګه وپېژندل شو، ياد کړو.

استاد پژواک په ١٩٥٨ کال کې لومړى مختار وزيراو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازى او لوى سفير وټاکل شو او نيويارک ته واستول شو.

نوموړي څوارلس کاله دا څوکۍ په ښه برياليتوب سره مخ ته يوړه او په نړيوالو چارو کې يې بې بېلګې اهليت او کفايت وښود او په ملګرو ملتونو کې د باوري او ځلاندو څېرو څخه وپېژندل شو. له همدې امله د افغانستان د لوى سفير په توګه د خپل ماموريت پرمهال، د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د امنيت د شورا په تاييد سره ده ته نورې مهمې او زياتې دندې وسپارل شوې

د بېلګې په توګه:

١- د سويلي ويټنام د ستونزې د حل لپاره د ځانګړې کمېټې مشر

٢- د ملګرو ملتونو د منشور د بيا څېړلو د کمېټې مشر

٣- د ملګرو ملتونود بشري حقونو د کميسيون مشر

٤- د ناميبيا په چارو کې د عمومي اسامبلې د ځانګړې ناستې مشر

همدارنګه استاد پژواک په ١٩٦١ کال کې په بلګراد کې او په ١٩٦٤ کال کې په قاهره کې د ناپييلو هېوادونو د مشرانو په دوو مهمو کنفرانسونو کې د افغان پلاوي د غړي په توګه ګډون کړى دى.

استاد پژواک د سياسي کفايت پر بنسټ او د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د نورو غړو هېوادونو د استازو ترمنځ د باور له امله د ( ١٩٦٦- ١٩٦٧ ) کلونو ترمنځ د دغه سازمان د ٢١ مې عمومي غونډې د مشر په توګه وټاکل شو، چې د دغه مقام لاسته راوړل په نړيوالې ټولنې کې د ده خپل او د هېواد وياړ وګرځېد.

د عمومي اسامبلۍ د رياست په دورې کې استاد پژواک د ځينو بېړنيو غونډو رياست چې د عربو او اسراييلو تر منځ جګړې نړيواله وضعه تربل هر وخته تريخه کړې وه، هم پر غاړه درلود.

د امنيت د شورا ټولو غړيو او دپرمختلليو هېوادونو استازيو ، استاد پژواک د راتلونکي سرمنشي مقام ته تر ټولو ښه کانديد باله اوبې له کومې انديښنې يې ددې کار د شونتيا وړاندوينه کوله.

استاد پژواک په ١٩٧٢ کال کې په لوېديځ المان کې د سفير په توګه او د ١٩٧٣ ١٩٧٦ کلونو ترمنځ کې په ډهلي کې د سفير په توګه او وروسته يې په لندن کې د هېواد د سفير په توګه دنده ترسره کړه. په ډهلي کې د خپل ماموريت پرمهال يې لاندې مهمې دندې ترسره کړې دي:

١- په الجزاير کې د ناپييلو هېوادونو د مشرانو په کنفرانس کې د ولسمشر ځانګړى استازى او د افغان پلاوي مشر ( ١٩٧٣ )

٢- په پاکستان کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو په کنفرانس کې د ولسمشر ځانګړى استازى او د افغان پلاوي مشر ( ١٩٧٣ )

٣- په کولمبو کې د ناپييلو هېوادونو د مشرانو په کنفرانس کې د افغان پلاوي غړى ( ١٩٧٧ )

استاد پژواک د غويي د اوومې د خونړۍ کودتا ( ١٩٧٨ ) او دشوروي اتحاد د يرغلګر ځواک لخوا د هېواد د اشغال له پيل سره په لندن کې د سفارت له مقام څخه استعفا وکړه ، کابل ته له راتګ سره سم د نور محمد ترکي د رژيم لخوا په کور کې ترڅارنې لاندې ونيول شو.

ارواښاد استاد پژواک دهغه وخت د دولت د رييس ببرک کارمل سره په هغه ليدنه کې چې دببرک پر ډېر ټينګار يې له ده سره ترسره کړه د هغه د ((جبهه ملى پدر وطن )) سره له همکارۍ ډډه وکړه.

په همدې وخت کې و چې داستاد پژواک ناروغي سخته او دنس وينه بهيدنه ورته پيدا شوه.

ده د پالونکيو ډاکټرانو د ټينګار او توصيې له امله ډهلي او لندن ته په تللو اړ شو په (١٩٨٠) ،استاد پژواک له عمليات اونسبي روغتيا وروسته بېرته کابل ته راغى او دهېواد د ازادۍ او دحقونو دبيا تر لاسه کولو او دهغه دبرخليک دټاکلو لپاره يې په شونوپټو لارو کار پيل کړ ،چې ديوشمېر دوستانو او ځوانانو په مرسته يې په پټه (( دبشر دحقونو ټولنه )) جوړه کړه .

په خواشينۍ سره چې داستاد پژواک ناروغي بيا هم مخ په ډېرېدو شوه او په( ١٩٨٢) کال کې ددرملنې او دکمونستي نظام پرضد دمبارزې لپاره ډهلي ته لاړ او دډهلي په اشوکا هوټل کې يې ديوې خبري غونډې په جوړولو سره دشوروي ځواکونو له خوا دهېوادله نيولو سره خپل ضديت څرګندکړاودملګرو ملتونو له سازمان څخه يې سياسي پناه وغوښته .

ارواښاد استاد پژواک له درملنې وروسته ، دافغانستان دمسلمانو او ازادي غوښتونکيو خلکو له حق جهاد څخه دملاتړ دترلاسه کولو او له يوشمېر افغانو شخصيتونواو نورو مراجعو سره دخبرو په موخه المان ته لاړ .

په لوېديځ المان کې دپاکستان سفارت دخپل هېواد په لارښوونه ، استاد پژواک ته بلنه ورکړه چې خبرو اترو او دافغانستان قضيې ته حل موندلو لپاره دپاکستان دحکومت دقدرمن ميلمه په توګه هغه هېواد ته ولاړشي ، استاد پژواک هم ځنډ ونکړاو پاکستان ته ولاړ .

په پاکستان کې له درې مياشتينۍ استوګنې او خبرواترو وروسته ، يو ځل بيا له افغانانواوملګرو ملتونو سره دمفاهمې لپاره اروپا او امريکا ته ولاړ ، بيا پاکستان ته ستون شو او (١٩٨٣) کې په سياسي فعاليتونواو جهادي رهبرانو، قوماندانانو، قومونو او قبايلو له مشرانو ، پوهانواو ژورنالستانو سره يې مخامخ اړيکي نورې هم زياتې اود ( دمجاهد ولس په رسنۍ ) او نورو جرايدو اودمرکو په ترسره کولو اود مقالو په ليکلو سره يې مجاهدين په نظامي او سياسي جبهو کې ديووالي دنشتوالي خرابو او ناوړه پايلو ته ځير کړل .

څرنګه چې دپاکستان حکومت داستاد پژواک دغه ګټورې کړنې دخپلو ګټو اوپلانونو سره په ټکر کې وليدې ،له څه مودې وروسته يې دپېښور په حساسه سيمه کې داستاد پژواک استوګنه ونه شوه زغملى اوپه رسمي ډول يې هغه (نا مطلوب شخص )اعلان کړ، امر يې ورته وکړ چې ژر تر ژره دپاکستان خاوره پرېږدي او دوتلو تر وخته يې استاد پژواک په خپل کورکې تر سختې څارنې لاندې ونيوه . هغه په پاى کې دملګرو ملتونو دپناه اخيستونکيو ددفتر په منځګړيتوب امريکا ته لاړ.

ارواښاد استاد پژواک په نيويارک کې دژنيو دسولې مذاکرات چې په هغه کې مجاهدينو ته دګډون حق نه وو ورکړل شوى، دمعقولو دلايلو په وړاندې کولوردکړ اودملګروملتونو دسازمان دپنځه ماده ييز پلان په مقابل کې يې دافغانستان دخلکو دلوړو مصالحو دساتنې لپاره يوبل عادلانه پلان ترتيب او دملګروملتونو سازمان ته وسپاره.

ارواښاد استاد پژواک ، له يو لړ فعاليتونو او درملنې وروسته دمسافرت د ويزې په ترلاسه کولو سره يوځل بيا د١٩٩١کال په لومړيو کې دافغانستان په اړه په يوسيمينار کې دګډون لپاره پاکستان ته لاړ.

استاد پژواک ، دافغانستان دخلکو دحق اوملي جهاد له پيل څخه په دې اند و چې افغاني مبارز شخصيتونه اورهبران داسانتياوو له برابرېدو سره سم ، دهېواد دننه دخپلو جهادي اوسياسي فعاليتونو دپرمخ بيولو لپاره يو واحد مرکز وټاکي اوپه هغه کې مېشت شي.

ددې ټينګار او هڅې اصلي موخه دا وه چې دجهاد له برياليتوب او دکمونستي نظام له ړنګېدو دمخه ، مجاهدين وکړاى شي واحد سياسي او اداري تشکيلات جوړ کړي، تر څو وروسته دبېلابېلو تنظيمونو ترمنځ سياسي خلا او دټکر زمينه برابره نشي ،چې پايلې به يې خلکو او هېواد ته ډېرې دردوونکې وي .

دپورتنۍ مفکورې او نورو ارمانونو دپلې کېدولپاره ارواښاد استاد پژواک اروپا ، امريکااو پاکستان ته له پر له پسې مسافرتونواو دافغانستان دخلکو دزړور او ازادي غوښتونکي جهاد دبېلابېلو سړو او تودو پړاوونو له مطالعې وروسته ، پرېکړه وکړه چې د(١٩٩١)کال په لومړيو کې پاکستان ته سفر وکړي او په پېښور کې چې هيڅ کله يې هغه دپردۍ خاورې قلمرو په توګه نه پېژانده، ميشت شي.

داستاد پژواک داستوګنې ځاى يوځل بيا د مجاهدينو، پوهانو،کورنيواو بهرنيو خبريالانو اودهېواد د يو زيات شمېر خلکو دليدنو او کتنو مرکز شو.

د ګاونډيو او نوروبهرنيو هېوادونوله چل څخه ډکې لاس وهنې ، دافغانو وروڼو توکمونو تر منځ د بېلتون رامنځته کول او دکورنيو خواشينوونکيو جګړو دوام ،چې دزرګونومظلومو هېوادوالو وژنو او دکابل دتاريخي ښار او دهېواد دنورو برخو دويجاړېدو لامل کېده ، استاد پژواک له روحي او جسمي پلوه ځوراوه، چې ده خپله دغه کرکه او ځورونه دخپل له وياړه ډک ژوند تر وروستيو شېبو پورې په مرکو ،ليدنو، شعرونواو ليکنو کې څرګنده کړې ده .

کله به چې استاد پژواک په سفر او يا حضر کې کوم شعر او يا اثر وليکه، دهغه ځانګړي خصلت له مخې چې درلود يې، هغه به يې خپل کوم دوست او دکورنۍ غړي ته وسپاره، نو له دې امله داستاد پژواک کوم منظوم او يا منثور اثرونه چې تراوسه په انفرادي او ياټوليز ډول چاپ شوي دي دهغه ددوستانو او يا دکورنۍ دغړيو دهڅو او هاند له امله دي . په خواشينۍ سره وايوچې دژوند ترپايه هغه ان دخپلو اثارو په راټولولو هم اقدام ونکړ.

دارواښاداستاد پژواک اثار له هغه څه ډېر زيات دي چې تر اوسه چاپ شوي دي او په انګليسي ، فرانسوي ، عربي او روسي ژبو يې يو شمير اثار ژباړل شوي او خپاره شوي دي .


ارواښاد استاد پژواک ډير لوړاو ددرناوي وړشخصيت درلود، په ويناکې يې وفاوه په دوستۍ کې ټينګ او درښتيا ويلو پلوى و، دلهجې روښانتيا او بې بېلګې جرئت يې درلود.

استاد پژواک زړه راښکونکې څېره درلوده، له طنز او ټوکو څخه ډک مجلس به يې کاوه ، په (خودۍ) اولوړ همتۍ کې ديو کلک غره په شان وه، دژوند په چارو کې يې هيڅ ډول تعصب او تکلف نه درلود. هېواد او هېوادوال پرې ډېر ګران و او درناوى يې ورته کاوه . دهېواد سترو مصالحو ته يې په هرڅه لومړيتوب ورکاوه، مادياتو ته يې تمايل نه درلود او ان چې خپل ځان ته يې کومه سرپناه هم جوړه نکړه او ويې نه منله چې ورته يې جوړه کړي .

استاد پژواک دخپل هېواد اوبې کوره هېوادوالو پر درد برسېره ،له دوامدارې ناروغۍ څخه هم رنځېده او په وروستيو کې يې هغه ډېر ناتوانه کړى وو. دهغه پر ستړې اروا بل ستر ګوزار دهغه دګرانې مېرمنې مړينه وه چې د١٣٧٤کال دوري په دريمه يعنې داستاد له مړينې څخه پوره دوه نيمې مياشتې مخکې په پيښور کې په حق ورسېده ، استاد پژواک له جسمي کمزورتيابرسېره دخپلې مېرمنې پرمرګ خپله اندېښنه په لاندينې في البديهه رباعي کې داسې څرګنده کړه، چې دهغه وروستۍ خوږې شعري کلمې ګڼل کېږي .

اى همسر با وفا رفيق جاويد

رفتى زجهان تيره، ترس و اميد

داغت نتوان زدود از لاله ، دل

تا ماه بود در آسمان و تا بد خورشيد

استاد پژواک ، د١٣٧٤هجري لمريز کال دغبرګولي په ١٨مه دپنجشنبې په سهار ، د١٩٩٥زيږديز کال دجون دمياشتې ٨مه چې داسلامي نړۍ له وير اوماتم يعنې دعاشورا له ورځې سره سمون خوري، دشپږ اويا کلنۍ په عمر له دې فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړې . _ انا لله و انا اليه راجعون)

دنوموړي جنازه دغبرګولي په نولسمه دجمعې په ورځ دهغه له وصيت سره سم دننګرهار ولايت دسره رود ولسوالۍ دباغبانيو په کلي کې دهغوى په پلارنۍ هديره کې دبې شماره جهادي قوماندانانو،دختيځو ولايتونو د شورا داستازو، عالمانو، شاعرانواو نورو منسوبينو او مينه والو په حضور کې خاورو ته وسپارل شوه .

داستاد عبدالرحمن پژواک دمړينې خبرپه ډېرلږ وخت کې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دخلکو غوږونوته ورسول شو او دهغه پرافغانو اونا افغانو دوستانو يې ډير زيات اغيز وکړ .

دملګرو ملتونو سازمان په نيويارک کې ديوې غونډې په ترڅ کې چې پکې سرمنشي اودغړيو هېوادونو ټولو استازيو ګډون درلود، دارواښاد استاد پژواک دمړينې له امله خواشيني څرګنده شوه او دهغه دستر شخصيت په درناوي اوپه نوموړي سازمان کې دهغه دسترو خدمتونو له امله له هغه سازمان څخه دهمدردۍ پيغام هم صادر شو .

(لکچرنوټ :  لومړی برخه)

لیکوال  : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی  ځدراڼ
دجرمني هیواد، نېټه :  ۱/۵/٢٠٠۹
سریزه :
کارپوهان کولای شی چې نن ورځ دسرطان ناروغۍ دپيژندنې په موخه دډیروپرمخ تللو کمپیوتري اوفزیکي  تکنالوژيو څخه ګټه پورته کړي. ددې لکچرنوټ په څوبرخوکې به  هڅه وشې چې ترخپله وسه پورې په ولسې ژبه دیولړطبي آلوپه هکله مالومات وړاندې شي . دبیلګې په توګه   د  سرطان ناروغۍ کیدای شي چې د ځانگړو طبي آلو لکه کمپيوتر توموگراف  Imaging Computer tomography ، دهستوي طب گاما کمره(Gamma camera)  مقناطیسي ريزونانس توموگرافي(Magnetic Resonance tomography)، پوزيترون اميزيون توموگراف  (Positron Emmission Tomography)   او د ايکس وړانگو د عکس  اخېستنې (X-Ray)  په مرسته وپيژندل شي . دنوموړوتخنیکي کړنلاروپه څنګ کې وتلې بیوکیمیاوي کړنلارې لکه اکتروفوریزیس   Electrophoresis هم شتون لری چې په متیازواو يا په وينه کې د ځانګړو هارمونونو، پروتينو او عنصرونوبدلون پيژندل کیږي کوم چې دسرطان ناروغۍ سره تړاولري . 

 لومړی :  کمپيوترتوموگرافي (Computer tomography = CT) :
کمپيوترتوموگرافي (CT) په بدن کې دناروغيو د پيژندلو په موخه د عکس اخېستلويوه خورا اړينه ،ترټولو دقيقه  او  کره کړنلاره ده، چې د يوه ځانگړي کمپيوتر په مرسته سره کارکوي . په نوموړې کړنلاره کې د بدن دننه غړودرې بعده (Three dimensional) اکسریزعکسونه تر لاسه کیږي  . ددې موخې لپاره داکسریزسرچینه په یوه ځانگړي اکسیال محور (Axial achse)دناروغ په ساره سطحه راڅرخي اودوه بعده اکسریزعکسونه اخلي . دیوه کمپیوتر په مرسته سره دغه دوه بعده عکسونه په درې بعده اړول کيږي . په   ۱-شکل کې د نوموړې طبي آلې تخنيکي جوړښت  ښوول شوی دی چې دلاندنيو برخونه جوړدی :


(١ -شکل)

١ -شکل : کمپيتوتر توموگرافي  (Computer Tomography = CT) دناروغيوپيژندلوپه موخه یوه نامتو طبي آله ده چې دیولړ دېدېکتورونو(detectors)، اکسريزسرچينې (X-Ray Tube)، يوکمپيوتر او یو مونيتور(Monitor) څخه جوړه ده .تومو   (tomos = slice)یو ه یونانۍ کلمه ده چې دیوه شي په ساره پرې شوې ټوټې ته وايي اوگراف (graphy = to write)د لیکلو مانا لري .(مآخذ:    (1) www .Imaginis .com
د اکسريز تيوب (X-ray tube) : په نوموړې برخه کې داکسريز تو ليد کيږي . دنوموړو وړانگو څخه د ناروغيو په پيژندلواوهم د درمل په موخه کار  اخېستل کيږي .   
گڼ شمېر دیدېکتورونه(electronic detectors)  :  الکترونيکی دیدیکتورونه چې  په يوه دايروي شکله څرخيدونکی فلزي چوکات باندې کلک تړل شوي دي او هغه وړانگې  چې د ناروغ د بدن څخه تېريږي، اندازه کوي . په داسې حال کې چې پخوا به د ناروغيو د پيژندلو په موخه داکسريز فلم څخه کار اخېستل  کېد ه، نن ورځ د فلم پر ځای نيم هادي ديدکتورونه کارول کيږي،
د کمپيوترسيستم چې ددېد کتورونوانالوگ (Analog)  برېښنايز سیگنالونه په ديگيتال   (Digital imaging)  سیگنالونو اړوي اوله دې کبله د بدن اناتومي په هره يوه سطحه او درې بعده عکسونو     Three dimensional medical reconstruction  اړولای شي . دبېلگې په ډول لکه د ساره سطحه Transversal plane د سرنه پښو خواته په اوږدو سطحه  Longitudinal plane  اودڅټ نه مخ خواته په اوږدو سطحه  Sagittal plane    اونور . 

داکسريز تيوب څخه سم سيخ دنوموړو وړانگو يو نری او فوکس شوی بنډل راوځي او دناروغ په  بدن باندې لگيږي . څرنگه چې  داکسريز وړانگې د بدن په هډوکو، وازده(Lipid)  او غوښه کې په توپير  سره جذب کيږي، نو له دې کبله د هغو ی نسجونو اکسريز عکس هم ديوه او بل څخه توپير لري او پيژندل يې آسانه تماميږي . دا ځکه چې په بدن کې داکسريزغبرگون د عنصرونود اتومي نمبر(Atomic number)  او کثافت سره تړاو لري  اوهغه فيزيکي کړنلاره ټاکي،  چې په څومره کچه  وړانگي په بدن کې جذب او څومره تېرې شي .


۲-شکل

 ۲-شکل : کله چې داکسريزوړانگې د عکس  اخېستنې په موخه د بدن څخه تېريږي، نو په هډوکو(Bone)  کې نسبت د وازدې (Lepid) ، سږي، پاسته نسجونو (Soft tissue) او هوا (Air) په پرتله ډېرجذب کيږي . دا ځکه چې د هډوکو کثافت د نورو نسجونو په پرتله څه ناڅه   دوه ځله لوړدی . په ښي اړخ کې داکسريزد شدت کمښت ښوول شوی دی، چې د يوه دېدیکتور په مرسته سره اندا زه کيږي(2) .
 
هغه اکسريز چې د ناروغ بدن څخه تېري شي نوبيا په مخامخ گڼ شمېر ديدکتور ونو لگیږي او هلته دځانگړو الکترونيکي سرکټونو په مرسته سره اندازه کيږي . نوموړي ديدیکتورونه په يوه دايروي شکله څرخيدونکي فلزي چوکاټ باندې کلک تړل شويدي، چې د اکسريز تيوب سره په يوه محور او يوځای حرکت (خوځیدنه) کوي . څرنگه چې ټول دیديکتورونه اود اکسريز تيوب په يومرکزي (منځيز)  شريک محورسره يوځای، په درې سوه شپيته درجې زاويه(360°C)  حرکت (خوځیدنه) کوي، نو د بدن دیوې برخې په ساره پرې شوې پوړ يا طبقې (Cross section) ،چې پنډوالی  يې پخپله خوښه ټاکل کېدای شي او لږ څه يو ملي متر ته هم رسيږي دارتسام (Projection) ډېر اناتومي شکلونه لاس ته راځي . دا په دې مانا چې د بدن د يوه ملي متر پنډپوړ اکسريزعکسونه د  درې  سوه شپیته اړخونوڅخه  اخېستل کیږي . په پايله کې دکمپيوتر په مر سته سره د ديدیکتورونو سیگنالونه داسې اړول کيږي چې په يوه پرده (Screen )  باندې دبدن دغړو نه تېرې شوې وړانگې په توپير سره ليدل کيږي .
د بېلگې په ډول هغه غړي چې کثافت يې د یوه نه لوړوي (> 1g/cm3) لکه هډوکی سپين رنگ اوکه دیوه نه کوچنی وي (< 1g/cm3)  لکه  هوا  او سږي تور رنگ ځانته غوره کوي . 
 هاونس فيلډ گڼه (Hounsfields number= HU(Hounsfield units) هاونس فيلډ گڼه  په نسجونوکې دوړانگودخطې کمزورتيا ضريب ميو  μ[cm]-1   پر ځای کارول کيږي . دنوموړي عدد گټه په دې کې ده چې  واحدنه لري اودنسجونوکثافت په يوه عددي سکیل (Scale) اړوي . که په اوبوکې دوړانگودکمزورتیا ضريب په  μwater او په نسجونو کې په μ وښيو، نو دهاونس فيلډ گڼه چې د کمپیوترتوموگرافي عدد (CT-number) په نامه هم ياديږي، په لاندې ډول تعريف شوی دی .

دپورتنی معادلې سره سم، کله چې دنسجونوکمزورتیا ضریب داوبوسره برابر وټاکو، μwateer = μ  نود اوبولپاره د کمپیوترتوموگرافي عدد(CT number = 0) دصفرسره مساوي کيږي . دنوموړې سکیل له مخې دغه عدد دهډوکولپاره مثبت يوزر (CT number = +1000) اود هوا لپاره منفي يوزر  (CT number = -1000) قیمت غوره کوي . 

 
( ٣ - شکل)

 ٣ - شکل : داکسريز په مرسته سره ديوې ښځې په تيو کې دماما سرطان (Mamma carcinom) پيژندل شوی او په ښي اړخ اکسریزعکس کې ديوه وېکټورپه څوکه ښوول شوی دی . په کيڼ اړخ کې همدغه ناروغي د کمپيوتر توموگرافي (CT) په کړنلاره سره دبدن په يوه سا ره پرې شوې سطحه کې (Cross section) هم ډېره جوته ښکاري . 

(د لوموړی  برخې پای )
(په درناوی)

اخذلیک :
1. 
http://www.imaginis.com
2. RCunningham, The Physics of Radiology, Charles Thomas Publischer, 1983 US
3. 
http://en.wikipedia.org/wiki/Electrophoresis

پوهنوال ډاکترنطرمحمدسلطانزی ځدراڼ   

د غازیانو مور اتله ملاله


خال به د یار له وېنو کښېـږدم     چې شېنکي باغ کې ګل گلاب وشرموېنه
که په مېوند کې شهېد نه سوې     خداېږو لالېه بې ننگۍ ته دې ساتېنه

هو ! موږ دلته د ملي اتلې ملالۍ خبره کوو. هغه ملاله چې د غازیانو د لارې سره ځلانده او بـَله ډیوه شوه او د خپلواکۍ پرځلېدونکي لمر یې خپل نوم په خپلو سپیڅلو وینو ولېکه او پښتني لنډیو یې د هیواد پر هر رود او گودر ، سمه او غـر پیاوړۍ ازانگې خپرې کړې.
د ۱۸۸۰ زېږدېز کال د جولای د مېاشتې ۲۷ نېټه چې د ۱۲۵۹ کال د زمري د مېاشتې له ۶ سره سمون خوري د منځنۍ 'سه شنبې' ورځ وه او د مېوند په وچې دښتې کې د غازي محمد ایوب خان تر مشرۍ لاندې د هېواد له هرگوټ څخه زلمیان راټول شوي ؤ. له پیرنگیانو سره د هېواد د بچیو دویمه جگړه وه.

انگریزي سرچینې وایي چې په بریتانېې کې د مېوندي ملالۍ په او د هغې د اتلوالې ونډې په اړه څوک نه پوهېدل او دوی وایي هېښنده خو دا ده چې ولې د مېوندي ملالې نوم زموږ د جگړو په پیښلېک کې نه دﺉ لېکل شوﺉ ؛ د مېوند په بریالۍ جگړه کې د غازي ایوب خان نوم ځلانده ښکاري. ملالۍ د مېوند د ولسوالۍ په څنډه کې د پرتې سیمې خېگ څخه د یوه شپانه لور وه. ملالۍ او د هغې پلار د غازي ایوب خان له لښکرو سره د ۱۸۸۰ کال د جولای د مېاشتې په ۲۷ نېتې یو ځای شول. ملالۍ د نورو کلیو د ښځو په څیرد خپلو غازیانو ورونو ملا ور وتړله.
د ملالې كورنۍ اوس هم د ميوند په خوګياڼو كارېز كې سته په میوندكې اوس هم د خوګياڼو په نوم يو كارېز دى، ملاله هم خوګياڼۍ او د دغه كارېز اوسېدونكې وه. هغه دشهادت په وخت کي پیغله ، په ونه دنګه او لوړه او شکلې قهرمانه وه د هغې قبر اوس هم په ميوند كې سته، خلك يې زيارت ته ورځي، د مانده پر شمالي غاړه باندې واقع دى (علامه رشادبابا)
د مېوند په جگړه کې ملالۍ د نورو نجونو په شان غازیانو ته اوبه رسولې.
دا هغه جگړه وه چې د پېرنگي د ښکېلاک جرړې یې په لندن کې ولړزولې. هغه جگړه چې له نژدې دریو زرو انگریزانو او د هغه د ملاتړي هندي پیاوړي ځواک گورکه گانو څخه یوازې پنځه سوه تنه د افغانانو د غچ اخیستونکو تورو له ویرې ژوندۍ پاتې شول او هغه هم ټول ټپي او په تېښته بریالي.
بریتانوي ځواکونو مرچلونه نیولي ؤ او د سهار په نهو بجو جگړه پیل شوه. خو د غرمې په مهال افغان ځواکونه هرې خواته د خورې کېدلو په حال کې شول. بریتانویانو د خپل وروستني یرغل لپاره له خپل ټول ځواک څخه کار واخیست. ایوب خان له لیرې جگړه څارله. داسې ښکارېدله چې بریتانویان د جگړې گټونکي دي. د ایوب خان له څنگه څلور زره سپاره سرتیري په دریو خواوو کې خواره واره شول. انگریزانو د افغان غازیانو د آس سپرو دوړي ولېدلې او گومان یې کاوه چې افغانان په تېښته شول. په ټول ځواک یې د جگړې ډگر ته را ودانگل. د غازیانو وینو دښته په سرو وینو ښکلې کړې وه. ملالۍ له لیرې ولېدل چې بیرغ وړونکی د جگړې په ډگرکې را پریوت. ملالۍ ډگر ته را ودانگل او دا لنډۍ یې وویله:

خال به د یار له وېنو کښېـږدم چې شېنکي باغ کې ګل گلاب وشرموینه

د دې لنډۍ په اوریدلو غازیانو بیرته مخ واړاوه او د میرڅي مخه یې ونېوله. ملالۍ ولېدل چې د افغان د جگړې بیرغ وړونکی مخکښ د پرنگ د توپ په مردکو دړې وړې شو او افغان بیرغ پر ځمکه پریوت. ملالۍ ډگر ته را ودانگل او بیرغ یې په لاس کې ونیو. غازیان کرار کرار په شا کېدل چې ملالۍ دغه لنډۍ وویله :
که په مېوند کې شهېد نه سوې خداېږو لالېه بې ننگۍ ته دې ساتېنه

ددې لنډۍ په اورېدلو د غازیانو ویني په ځوښ راغلې او هر غازي له تورو او ډالونو سره پر پرنگ مخ را واړاوه.
بریتانویان د ایوب خان په هوښیارۍ نه پوهېدل. افغان آس سپاره له دریوو خواو انگریزان را چاپیره کړل او د ملالۍ د لنډۍ ازانگو د جگړې معادلې او برخلېک ته بدلون ورکړ او غازیانو جگړې ته مخه کړه او جگړه لاس او گریوان شوه. د انگریزانو او هندي گورکه گانو مړي هرې خواته خواره واره پریوتل او له مېرڅي څخه لاره ورکه شوه.
په دغې جگړې کې ملالۍ هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. جگړه پای ته ورسیده او د سوبمنو افغانانو سوبې د لندن د ولسي جرگي بنسټونه و ښورول.
د ملالۍ مړۍ په ډیر درنښت په خېگ کې ښخ شو چې غازي ایوب خان له نورو غازیانو سره یو ځای د سوبمنو تورو ، ډالونو ، تېکو او توپکو په ځلا کې په خپله د شهیدې ملالۍ د مړي بدرگه ؤ.
د ملالۍ نوم د افغانې سوبمنې اتلې په کتار کې د هیواد په تأریخ کې ولېکل شو. راتلونکو زوزاتونو د ملالۍ نوم په ویاړ وساته ، ښوونځي ، مجلې ، روغتونونه د میوندي ملالۍ په ویاړلي نوم و نومول شول.

تاریخی منظر

 

ننگرهار ته لنده او تاریخی کتنه

ادامه نوشته

دین او دنیا

هر مسلمان چې يو كار كوي نو په بسم الله يې پيل كوي . دا ځكه چې هر كار د خداى په نوم او خداى په فضل  پيل كيږي او سرته رسيږي.

څوك چې اودس كوي نو لومړی بسم الله وايي , د ډوډۍ خوړل هم په بسم الله شروع كيږي , څوك چې په سفر ځي نو بسم الله وايي , چې بازار ته ځي هم بسم الله وايي , جومات ته د ننوتلو په وخت كې هم بسم الله ويل كيږي , چې ويده كيږي او له خوبه پاڅيږي نو بيا هم بسم الله وايي لنډه دا چې هر كار په بسم الله شروع كيږي . هر كار چې په بسم الله شروع شي په هغه كار كې خداى پاك بركت اچوي.

د خداى پاك او د هغه د مخلوقاتو تر مينځ  يوه رابطه موجوده ده. دا رابطه د خالق او مخلوق تر مينځ رابطه ده. خداى پاك پر ځمكه او آسمان كې د ټولو مخلوقاتو خالق دى , هغه د ټولو موجوداتو مالك دى او هغه د ټولو مخلوقاتو د چارو مدبر دى. يو ماشوم چې دنيا ته راځي نو خپل رزق له ځان سره راوړي , دا رزق ورته خداى پاك وركوي.

د خداى عبادت په ټولو مسلمانانو فرض دى. د خداى پاك له عبادت څخه پرته د بل چا عبادت روا نه دى. خداى پاك خپلو بندكانو ته د توان او توفيق وركوونكى دى , هغوى ته د مستقيمې لاری ښوونكی او رحم كوونكى دى . د خداى هر بنده بايد د خداى پاك څخه د مستقيمې لارى هدايت وغواړي . هيڅ مسلمان ته نه ښايي چې د خداى پاك له رحمت څخه مايوسه شي , كه څوك مايوسه كيږي نو هغه كافر كڼل كيږي.

په ژوند كې په هر چا باندې ښې او بدې ورځې  راځي . د انسان په لاس ك هيڅ نشته . انسان ډير بى وسه او  ډير عاجز دى. انسان بايد په هر وخت او زمان  كې د خداى پك شكر پر ځاى كړي .

نعمتونه د خداى پاك په لاس كې ديې. څوك كه نعمت غواړي نو په ډير اخلاص دى له خداى پاك څخه وغواړي . هدايت كوونى خداى پاك دى نو د ښې لارې هدايت هم د خداى څخه غوښتل كيږي. هغه څوك چې د خداى پك شكر پر ځاى كوي نو خداى پاك ورته په نعمت كې بركت اچوي.

د خداى پاك شكر پرځاى كول ډيرى كټې لري . څوك چې د خداى پا ك شكر  پرځاى كوي , د هغه په زړه كې د مينې او محبت احساس پيدا كيږي . د ژوند په بوستان كې يې د مينې رنګارنګ ګلونه پانستل كيږي او له دى سره د ژوند فضا د عشق او محبت  په عطرو معطره كيږي.

خداى پاك په دنيا او آخرت کې د خپلو بندپګانو مالك دى . د خداى پاك په ملكيت كې هيڅوك دخالت نه شي كولاى.

خداى پاك خپل هيڅ بنده ته دا حق نه دى وركړی چې د هغه بندګانو ته زيان او تاوان ورسوي , دا ځكه چې ټول د خداى بندکان دي او يو بنده په بل بنده ظلم او زياتى نه شي كولاى , دا د خداى حكم دى. ځيني خلك د خداى په بندكانو ظلم زياتى كوي , دا خلك نه پوهيږ ي , دوي د خداى له حكم څخه سرغړونه كوي , دوى له  خداى , قران او رسول څخه يره نه لري.  

معلومات

دورېښموچنجى خپل وزن په ۵۶ وروځوكي۸۶۰۰ واره كموي.

 نوې كنګورو(Kangaroo)ژوې چي پيداشي اوږدوالي ئې 2.5cmوي.

دكنګروغټ جمپ چي په يووارغورځي ۲۷ فوټه كيږي.

 دباران څاڅكى د0.5mm-2.5mm پوري وي.

 په ټوله نړۍ كي ترټولوكوچنى كب د(Trimattananus)په نامه سره ياديږي اواوږدوالى ئې 0.33دى.

جنوبي قطب په ۸۸۵۰ فوټه يخي باندي پوښل شويدى.

ستورى كب(Starfish) دهرلاس په اخركي يوه- يوه سترګه لري.

په ټوله نړۍ كي ترټولوغټ مسلمان هيواداندونيزياده چي دنړۍ څلورم غټ هيواداو۱۸۴ ميليونه مسلمانا پكښې اوسيږي.

دمسجدنبوي دهرې درواځې وزن ۲ ټنه دى، دالرګى دكمپيوټرپه واسطه په ۵ مياشتوكي وچ شويدى، دالرګى ئې دوچيدولپاره وبرطانې ته يووړل شو، اصلي بڼه ئې په هسپانيه كي جوړه شوه پاته جوړښت ئې په فرانسه كي تكميل شو.

 دچيچك (Smallpox)اودشري (Measle)معلومات دلومړي ځل لپاره يومسلمان ساينس پوه ابوبكرالرازي(۹۲۵-۸۶۴) پخپل كتاب كي وليكل خومتاسفانه ددې واكسين انعام دلومړي ځل لپاره و(Edward Jenner)اډوارډ جينرته(۱۷۴۹-۱۸۲۳) وركول شول.

دترباټ(Turbot)كب پخپل ټول ژوندكي تخميناً۱۴ ميليونه هګۍ اچوي.

 په ټوله نړۍ كي ترټولوغټ ګل د(Rufflesia)په نامه سره ياديږي چي ۳ متره اوږدوالى لري.

 بادهغه وخت كراردي چي سرعت ئې د1mile/hour څخه لږ وي.

دكراټې (Karate)دتوري مانا (خالي لاس) ده . څرنګه چي كراټه دلومړي ځل لپاره چينايانوشروكړه په چين كي دانګرېزانوپه خلاف اودوى خالي لاس وه.

 په ټوله نړۍ كي دكمبوډيادژبې دالفباءتوري ډېردي چي شمارئې ۷۴ توري دي.

دهوائي ژبې الفباء توري صرف۱۲ دي. 

 موږپه ورځ كي نيم لېټراوبه دتنفس له لارې خارجوو.

 قهوه (Coffee)چي كله وكرل شي پنځه كاله وروسته حاصل وركوي.

كله چي انسان مړكيږي ترټولولومړى ئې باصره(دليدوحس) كارپرېږدي اوترټولواخرئې سمع(داورېدوحس) كارپرېږدي.

 دخنداپه وخت كي ۱۲ غړي پكارلويږي.

 په هره دقيقه كي دانسان په بدن كي (۳۰۰)ميليونه حجرې(ژونكې) مړې كيږي.

 په دوړدوړكې كي دبادسرعت 300/mphدى.

 په ټوله نړۍ كي ترټولوكوچنى وزرلرونكى حشره دتانزانياغالبوزه ده چي دكورني مچ دسترګې څخه هم كوچنۍ ده.

 په نړۍ كي په (۴۱۸۰۶) ژبوباندې خلك خبرې كوي.

 هره ورځ دانسان په بدن كي ۱۰۰ بيلونه دوينې سره كٌرويات جوړيږي.

 كله چي يوشى زموږ سره ونښلي، خبريې زموږودماغ ته د124/mphپه سرعت كي رسيږي.

 زموږ سترګې په يووارديوميليون رنګونودليدوجوګه دي.

زموږ سږي(Lungs)هره ورځ ۲ ميليونه لېټره هوااخلي اوخارجوي.

قلم دلومړی ځل لپاره حضرت ادریس علیه سلام اختراع کړئ

 ژمنځ دلومړی ځل لپاره حضرت اسماعیل علیه سلام جوره کړه

دزلزلی په اروند معلومات

خدای مه کړه  د زلزلې له امله پر تاسو ودانۍ رالويدلې ده او د خاورو خځلو لانې ايسار ياستی  نو  په عموی توګه په دې اړه  لاندې لارښوونو  ته پاملرنه وکړی !!!
 ١- که تاسو د ودانی د خاورو خځلو لاندی ايسار شوي ياستی، بی ځايه ځان مه ښوروی ، څو له پاسه در باندې نور درانه شيان راونه لويږی. او که د غولی ( صحن )  په مخ ياستی نو د دوو ورځو وروسته چې نور مو له  بهر څخه  د مرستی  اميد قطع شوي وي ،  بياکولی شی  رسک  قبول کړی او د خپل خلاصون له پاره حرکت وکړی.
٢-  زيات غوږ ونيسی او لږی چيغی و کړی . څو مو چې  له بهره مثبت غبرګون نه وی تر لاسه کړی ، له بی ځايه چيغواو نارو  ډډه وکړی. ډاډه اوسی تاسو حد اقل د ٣ورځو له پاره له تندی او حد اقل د٧ ورځو له پاره له لوږې نه مړه کيږی .
٣-د خاورو خځلو لاندې د شته اکسيجن څخه  هغه وخت زياته استفاده کولی شی چې خپل حرکتونه کم کړی او ارامه اوسی.
٤-  بې ځايه  هلې ځلې او حرکت ستاسو د بدن دخولې کيدو سبب کيږی او دخولې له امله د بدن اوبه کميږی،  ښه به وی بې ګټې عمل ونه کړی .
٥- که په خپل شاوخوا کې کومه نقطه  يو څه خوندی بولی، د ملاستې په وخت کې خپل سره په همغه ځای کې کيږدی اويا هم خپل سر د خپلی ګيډی په لور وغځوی څو حد اقل له پاسه د راولويدونکو شيانو څخه مو سرخوندی وي . په دغسې وختونو کې ، په دخاورو خځلو  له پاسه ، زياتره د لټون مرسته کوونکی ډلی او  هم د کور کلي ننداره کوونکی ښکته پورته ګرځی چې له بده مرغه دخاورو او تيږو د رالويدو احتمال زيات وي.
٦-  که غواړی په ډيرو سختو او بدو شرايطو کې ژوندي پاتی شی نو هڅه وکړی چې نااميده نه شی، ځکه نا اميدی د مرګ دوهم نوم دی، زياته انديښنه او خپګان  ورو ورو ستا دو جود مقاومت کموی.
٧-  په لومړيو شيبو کې خپل شاوخواته ،  لمدبل وګوری که په کوم ځای  کې مو د کور نل پرې شوي وی نوتر هر څه دمخه ښې ډيرې اوبه وڅښی . ځکه کيدای شی لږ څه وروسته دا اوبه قطع شی.

 د پخوانی شوروی اتحاد د ارمنستان په جمهوريت کې  (( …يوه پلار د خپل ماشوم زوی سره وعده کړی وه ، که زوي يې د هر څومره سختې پيښې سره مخامخ شي  پلار به يې مرستې ته ځان ورسوي او هغه به خامخا  له مصيبته خلاصوي …) .
 يوه ورځ د سختې زلزلې له امله د ښونځي چت راولويده نوموړی ماشوم د نورو همصنفيانو سره ، دخاورو خځلو لاندی ايسار شوو ، نور ماشومان سخت وارخطاوو او په چيغو چيغو يې ژړل ، خو دا ماشوم پخپله ډير ډاډمن معلوميده ، نور و ته يې هم  ډاډ ورکاوه چې مه
 وار خطاه کيږی ، زما پلار ه له ماسره وعده کړې ده هغه به خامخا  راځی او تاسی ټول به  د خاورو خځلو له ډيری څخه له ماسره يو ځای  ژوندي وباسي.
همغسې وشول ،  يوه ورځ وروسته  د نو موړی ماشوم پلار وتوانيده خپل لس کلن  زوی ، پرله پسې د شپږو ساعتونو په موده  کې د خاورخځلو په لری کولوسره ژوندی راوباسي . 

ادامه نوشته

شمشاد تلویزون دری تنه عالمان ولمانذل

شمشاد تلويزون دهېواد درې تنه ستر علمي او فرهنګي او مذهبي شخصيتونه مولوي قيام الدين كشاف مولوي محمد اسحق نظامي او قار بركت الله سليم ولمانځل.
په دغه لمانځغونډه كې چې دشمشاد تلويزون له خوا جوړه شوې وه دهېواد ستر علمي فرهنګي ،سياسي او دولتي شخصيتونو برخه اخېستې وه چې ويناوالو يي په يوه خوله دشمشاد ددغه ابتكار ستاينه وكړه او دهېواد علمي او فرهنګي بنسټونه يي په دې اړه متوجه كړل چې د ورپه غاړه مسوليتونو په ترڅ كې دغه لړۍ دهېواد نورو برخو ته وغځوي .
دشمشاد تلويزون ريس الحاج فضل كريم فضل په خپله وينا كې وويل چې په راتلونكې كې به داډول علمي فرهنګي او سيمه ييز نوميالي په همداسې شاندارو مراسمو كې ولمانځي .
دحج وزارت لومړي معين ډاكټر شفيق الله صميم په دغه محفل كې وويل چې دهېواد دعلمي او فرهنګي كدورونو لمانځنه زمونږ ملي مسوليت دى او په دې اړه يي دشمشاد دستاينې ترڅنګ ديو شمير نورو علماو او فرهنګي هستيو د تقدير كولو په اړه ددولت ځانګړې پاملرنه وغوښته .

ديادونې وړ ده چې عبدالباري جهاني نصرالله حافظ او دكركټ دملي ټيم لوبغاړي تر دې پخوا په همداسې مراسمو لمانځل شوي وو

سپورتی خبرونه

په سویلی افریقا کې د روانو سیالیو په دوهم پړاو کې دافغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلې سره ولوبېدلې چې په پایله کې افغانستان ایرلنډ ته سخته ماته ورکړه.

لمړی افغانستان منډي جوړي کړي او په ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۱۸ منډي جوړي کړي او ایرلنډ ته یې ۲۱۹ هدف وټاکی په منډو کې رییس احمدزی او اصغر ستانکزي او محمدشهزاد ښه وځلیدل او په نوبت سره یې ۵۰، ۴۷ او ۴۶ منډي جوړي کړي

ایرلنډ لوبه پیل کړ خو په پیل کې ورو ول خو بیا انډریو وايټ او کیون اوبراین لوبه ډیره تېزه کړه او په دواړو یې تر یوسل او سلو پوری منډی جوړي کړي

خو افغان تکړه بالر حمید حسن دا ثابته کړه چې ټاکلی هدف ته رسېدل دومره اسانه ندي

حمید حسن ډیر ښه بالینګ وکړ او د ایرلنډ پنځه تنه لوبغاړي یې وسوځول

په اخر کې ایرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۹۶ منډي جوړي کړي او افغانستان په ۲۲ منډو سره لوبه وګټله

که څه هم ایرلنډ یوه خورا تکړه لوبډله لري خو رښتینو افغان اتلانو یې په وړاندي ډیره ښه لوبه وکړه او هغوي ته یې سخته ماته ورکړه.

افغانستان په تیر پړاو کې پنځه لوبې کړې وې چې دوه یې ګټلې او درې یې بایللې وې ، افغانستان دامهال په یوه خورا حساس پړاو کې لوبیږی او هڅه کوي چې د ۲۰۱۱ کال نړیوالو سیالیو ته لار پیداکړي

البته نننۍ لوبه به له یوې خوا د افغان لوبغاړو روحیه اوچته کړي او له بله پلوه به یاد هدف ته په رسیدلو کې ورسره مرسته وکړي

ایرلنډ تر دې وړاندي په لمړي پړاو کې پنځه لوبي کړې وې او ټولې یې ګټلي وي او په خپل ګروپ کې په تر ټولو غښتلو ټیمونو کې حساب ورباندي کیدی

baheerwal