''حامد کرزی''

دی د افغانستان لومړنی ولسمشر دی چې په هېواد کې وروسته د پراخې ټولټاکنې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
نوموړی د ٢٠٠١ کال د ډېسمبر له مياشتې راپدېخوا د افغانستان د ولسمشرۍ دنده لري.
کرزی د افغانستان په تاريخ کې د دغه هېواد 11 ولسمشر دی.
نوموړی شپږ وروڼه او يوه خور لري، چې مشر يې احمد ولي کرزی دی .
حامد کرزی پرخپلې مورنۍ ژبې پښتو سربېره په فارسي، اردو، هندي، انګليسي او فرانسوي ژبو هم روانې خبرې کوي .
پخواني وختونه او شخصي ژوند
حامد کرزی په قام پښتون دی او د پوپلزيو پر لوی ټبر پورې تړاو لري، دا هغه لوی ټبر دی چې د افغانستان ځينې پاچاهان هم له همدغه ټبر وه.
د کرزي کورنۍ د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پلويان دي، له دې امله کرزی هم له ډېر پخوا نه په سياست کې ښکېل دی .
کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ نو کرزی هندوستان ته وتښتېده او د طالبانو تر پرځېدو پورې همالته پاتې شو.
نوموړي په هندوستان کې د ١٩٧٩ نه تر ١٩٨٣ پورې د شېملې په (Himachal Pradesh University هماچال پوهنتون) کې د سياسي علومو په څانګه کې خپلې زده کړې وکړې او د لېسانس سند يې ترلاسه کړ، بيا دی خپل کاري ژوند ته ننوت او د مجاهدينو مالي ملاتړ يې هم کاوه.
کله چې روسان د افغانستان نه ووتل نو ده د برهان الدين رباني په حکومت کې د مرستيال وزير په توګه دنده لرله.
ښاغلي کرزي په ١٩٩٨ کال کې له زينت کرزۍ سره واده وکړ، زينت کرزۍ ډاکټره ده او پاکستان کې يې له افغان مهاجرو سره د ډاکټرۍ په حيث کارکړی.
له ډېرو کلونو ځنډ وروسته د ښاغلي کرزي په کاله کې له ډېرو کلونو انتظار وروسته د ٢٠٠٧ زېږيز کال د جنورۍ پر ٢٥ مه ماشوم پيدا شو، چې نوم يې پرې ميرويس کرزی کښېښود.
د طالبانو پلوي
کله چي په ٩٠ مه ميلادي لسيزه کې د افغانستان پر سياسي ډګر طالبان راڅرګند شول، کرزی هغه وخت د دوی له پلويانو شمېرل کېده، خو کرزي بي له طالبانو سره خپل اړيکي د طالبانو د پاکستاني اړيکو پربنسټ وشلول.
کله چي طالبانو په ١٩٩٦ م ميلادي کال کې برهان الدين رباني له واکه وغورځول شو، طالبانو کرزي ته وړانديز وکړ چي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير شي، خو کرزي د طالبانو وړانديز ونه مانه.
د کرزي پلار احدکرزی د پاکستان په کوټه ښار کې د١٩٩٩م کال د جولای پر ١٤مه د څو وسله والو لخوا ووژل شو. د دغه وژني پړه پر طالبانو واچول شوه.
په ٢٠٠١ کال کې د سپتمبر د ١١ مې له پېښور وروسته کرزی له ځينو هغو مجاهدينو سره چې د شمالي ټلوالې پلويان وو، يوځای د طالبانو په مخالفت کې ودرېده او د امريکا د متحده ایالتونو په بشپړې ملتيا سره د طالبانو د واکمنۍ ړنګولو لپاره افغانستان ته راغی او د يوې نوې ادارې هڅه يې پيل کړه.
د هماغه کال د دسمبر په مياشت کې له هېواد نه بهر افغان سياسي مشران چې ډېريو يې په هېواد کې د ننه کوم پلويان نه درلودل د جرمني/آلماند په بن ښار کې سره راټول شول چې د نوې کابينې په جوړښت کې سره جوړ شي.
د بن د تړون له مخې د ٢٠٠١ کال د دسمبر پر ٥ مه دا پرېکړه وشوه چې افغانستان کې به يو لنډمهاله حکومت جوړېږي، چې د دې ٢٩ کسيزې کابينې مشر به حامد کرزی وي.
د پلان له مخې حامد کرزي په ٢٢ د ډېسمبر د کابينې د مشرتابه لوړه وکړه. چې د امريکا مرستيال ولسمشر ډيک چيني هم په کې ګډون کړی و او بيا د جون د مياشتې په لويې جرګې کې د افغانستان لنډمهالې دورې ولسمشر وټاکل شو او هدايت امين ارسلا يې مرستيال شو .
د کرزي له ولسمشر کېدو سره سره د هغه د واک ولکه تر کابل ښار پورې محدوده پاتې شوه او کله ناکله د ملنډو په توګه هغه ته داسې هم ويل کېدل چې کرزی د افغانستان ولسمشر نه دی بلکې د کابل والي دی.
د ٢٠٠٤ کال د ولسمشرۍ ټاکنې
وروسته له دې چې حامد کرزي د ٢٠٠٤ کال ټولټاکنې وګټلې نو ٢٠٠٤ کال د دسمبر پر ٧ مه يې د ولسمشرۍ لوړه وکړه او هغه وخت د افغانستان د سترې محکمې ريس فضل هادي شينواري، د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه او د سترې محکمې د نورو غړو لخوا مبارکي ورکړل شوه .
حامد کرزی د ٢٠٠٤ کال په اکتوبر مياشت کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو کې د خپلواک کانديد په توګه ځان کانديد کړی وو د ملي ملاتړ د نشتوالي سره سره هغه د ٣٤ ولايتونو نه د ٢١ ولايتونو رايې وګټلې، او خپلو ٢٢ سيالانو ته يې ماتې ورکړه.
دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی ولسمشر دی چې په هېواد کې د ډيموکراټيکو ټولټاکنو نه وروسته د افغانستان ولسمشر وټاکل شو.
پر کرزي درې ځلې ناکام بريدونه وشول، لومړی يې د ٢٠٠٢ کال د سېپتمبر پر ٥ مه، کله چې حامد کرزی د کندهار په دوره تللی وو، يوه وسله وال چې پوځي کالي يې اغوستي وو، پر کرزي ډزې وکړې، خو د کرزي د ساتونکو له خوا په ډزو ووژل شو .
په بريد کې د کرزي يو ساتونکی او يو نندارچي هم ووژل شو .
دويم بريد پر کرزي هغه مهال وشو، چې د ٢٠٠٤ کال د سپتمبر پر ١٦مه نوموړی د هوا له لارې ګردېز ته د يوه نوي ښوونځي د پرانستلو لپاره روان وو، چې پر چورلکه يې بريد وشو .
درېم ځل بيا په روان 2009 کال کې هغه مهال د کرزي پر چورلکه توغنديز بريد وشو، چې له ختيځ ننګرهار ولايته پلازمېنې کابل ته د بېرته ستنېدو په حال کې و .
د ولسمشر کېدو بل لامل يې د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر جورج ډبليو بوش د ادارې لخوا دده ملاتړ هم دی. د يوې مياشتې په لنډمهاله ټاکنو کې که څه هم د ده د سيالانو تبليغ ډېر و او د ده لږ، خو بيا يې هم ټاکنې وګټلې .
وروسته له دې چې دا ښکاره شوه چې په ټولټاکنو کې کارېدونکی رنګ بېرته پاکېدلی شي او په همدې توګه رايه اچوونکو کې د درغلۍ شونتيا هم شته، نو دغه ناندريزه بحث تود شو او د ځينو لخوا دا يوه ناکامه ټولټاکنه وګڼل شوه.
خو د ملګرو ملتونو د ټولټاکنې خپلواک کمسيون څېړنې نه وروسته دا خبره جوته شوه چې د ٨.١ ميليونه رايو نه ٤.٣ ميليونه رايې سمې دي او په دغو رايو کې ښاغلي کرزي ٪ ٤، ٥٥ رايې ګټلي او په همدې توګه د نومبر په ٣ مه نېټه ښاغلی کرزی د ټولټاکنو ګټيالی اعلان شو.
د کرزي د واکمنۍ پرمهال د افغانستان له بيارغاونې سره نړيوالو مرستندويانو ميلياردونه ډالر مرستې وکړې، خو څومره چې ښاييېده، هومره پرمختګ ونشو، د پرمختګ او بيارغاونې کارونه ټکني روان ول، چې د ډېری کارپوهانو په وينا يې اصلي لامل اداري فساد او د زياتره چارواکو ناغيړي او ناوړتيا ده .
د کرزي چپنه او قره قولي
حامد کرزی د جامو اغوستلو ځانګړی ډول لري او په ډېرو خلکو کې هم ستايل شوی .
په خاصه توګه د هغه چپنه او قره قولي.
د ګوچي فېشن شرکت ټام فورډ دی د سيارې تر ټولو ګلالی سړی بللی دی .
تګلاره
پخپله حامد کرزي په وار وار ويلي چې له وسله والو مخالفينو سره خبرو ته چمتو دى :
((له هر هغه افغان طالب سره خبرې کوم چې د ترهگرو سره نه وي تړلى . ))
دا خبرې څه موده وړاندې ښاغلي کرزي په کابل يوه خبري کنفرانس ته وکړې







