د امریکا ولسمشربارک اوباما د چهارشنبې په ورځ له خپلوسلاکارانو سره د افغانستان په نوې تګلارې درې ساعته خبرې وکړې چې په ترڅ کې یې ځینو سلاکارانوټینګاروکړ چې د امریکا لپاره اصلي ګواښ القاعده دی ، نه طالبان.

دوی همداراز وویل چې طالبان له دې سره سره چې ولسمشربارک اوباما افغانستان ته د جنرال سټنلي مک کریسټل له لوري د څلوېښت زره نورو ځواکونو د لېږلو ټوله غوښتنه یا دهغې یوه برخه ومني ، کېدای شي رول ولوبوي .

په دې غونډه کې ،چې د سپینې ماڼۍ په سیچوېشن سالون کې جوړه شوې وه ،مرستیال ولسمشرجوبایډن او نورو پنځلسو جګپوړو چارواکو ګډون درلود .مقامات وايي چې لا به هم د افغانستان په اړه پرېکړه ونه شي او څو اوونۍ نور وخت به هم په پرېکړې ولګېږي .

خو ځینې څارونکي وايي چې ولسمشراوباما به لکه څرنګه چې د هغه سیال ګوند جمهوریپال غواړي ، افغانستان ته د زیاتو ځواکونو له استولو سره موافقه ونه کړي .

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې چې له روسیې څخه د ویډیو کنفرانس په وسیله په دې غونډه کې ګډون درلود ،اې بي سي تلویزیون ته د خپل نظرپه باب له څه ویلو ډډه وکړه .

خو هغې وویل چې د طالبانو هرغړی له القاعده شبکې سره تړاو نه لري .

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې دا هم وویل چې د طالبانو ځینې د دې لپاره جنګېږي چې د جګړې په خاطر معاش ترلاسه کوي. دوی د امرمعاش لپاره بله لار نه لري .