د افغانستان او زيمبابوی څلور ورځنی کرکټ لوبه نن ۵:۳۰ بجې پيل کېږي
دا لوبه به څلور ورځې دوام کوي او د ټيسټ د لوبو په رنګ اورونه په کې محدود نه دي. هره لوبډله به کوښښ کوي چې لوبغاړي یې ډېره لوبه وکړي، زر ونه سوځي او ډېر منډې جوړې کړي.
د لویو وچو په څلور ورځني لوبو سيالیو کې له افغانستان، زيمبابوی او هالينډ برسېره کاناډا، ايرلينډ، کينيا او سکاټلينډ هم لوبې کوي.
تر اوسه د دې سيالۍ پايله په لاندې ډول ده:
|
لوبډله |
لوبې |
ګټلې |
بایللې |
نمرې |
|
سکاټلينډ |
۱ |
۱ |
۰ |
۲۰ |
|
ایرلینډ |
۱ |
۰ |
۰ |
۹ |
|
هالينډ |
۱ |
۰ |
۰ |
۹ |
|
کاناډا |
۲ |
۰ |
۱ |
۳ |
|
کينيا |
۱ |
۰ |
۰ |
۳ |
|
افغانستان |
۰ |
۰ |
۰ |
۰ |
|
زيمبابوی |
۰ |
۰ |
۰ |
۰ |
هغه لوبې چې ګټلې یا بایللې نه دي، يا خو اوس هم روانې دي او يا پوره شوي نه دي او نيمګړې پاتې شوي دي.
د يادونې وړه ده چې په همدې ترڅ کې به افغان لوبډله د هالينډ د لوبډلې سره د اګست له ۲۴ څخه تر ۲۷ پورې د هالينډپه امستردام ښار کې لوبې کوي.
د افغانستان په لوبډله کې دوه مهم لوبغاړي هر یو هستي ګل او د هغه ورور کریم صادق نشته دی. هستي ګل د ادارې له خوا دې لوبو ته نه دی غوره شوی او کريم صادق د نيوکې په توګه په لوبو کې د نه لوبېدو اعتصاب کړی دی.
افغان لوبډلې په سویلي افریقا کې پنځم مقام تر لاسه کړ او د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره د یو ورځنۍ لوبو دریځ لاس ته راوړ چې په نتیجه کې د دې جوګه شو چې د پرمختللو او پیاوړو لوبډلو لکه استرالیا، انګلستان، پاکستان، هندوستان، او سریلانکا سره لوبې وکړي.