له نيم څخه زيات د ټاکنو سيمه ييز چارواکي له کاره ګوښه کړای شول
د ملګرو ملتونو د وياند عليم صديق له خولې ليکلي چې د ټاکنو د ۳۸۰ سيمه ييزو دفترونو له جملې څخه یې د ۲۰۰ دفترونو مشران چې د لومړي پړاو د ټاکنو په لړ کې پرې د درغليو او فساد تورونه وو له دندو ګوښه کړي او پرځای یې نور کسان ټاکلي دي.
عليم صديق ويلي دي چې دا کار یې د دويم پړاو د ټاکنو څخه دمخه د ټاکنو د شفافيت په موخه کړی دی.
د ويلو ده چې د ټاکنو خپلواک کميسيون ته ډېرې لوجستيکي ستونزې په مخ کې دي. د ټاکنو ټولو محلونو او مرکزونو ته په ۱۴ ورځو کې د ټاکنو د پاڼو او صندوقانو رسول یو ستر چيلنج دی. په دومره لنډه موده کې د امنيت ټينګول او ژمي په سړه هوا کې ټاکنې کول هم چيلنجونه دي.
عليم صديق رويټرز ته ويلي دي: ((د رايو مواد ټول اوس په هېواد کې دي، په [کارتنونو] کې بند دی، او ولاياتو ته د لېږلو لپاره تيار دي)). معلومه نه ده چې د رايو پاڼې هم په دې موادو کې شاملي دي او که پس له دې به چاپېږي.
عليم صديق وايي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون او ناټو نن ناسته لري چې د دويم پړاو ټاکنو ته تياری وڅېړي.