حامد کرزي سره د لومړي پړاو ملګري ټول ولاړ دي
پرون دويم پړاو ته د ټاکنو د لويدلو د اعلان څخه مخکې هېوادمشر کرزي د خپلو پلويانو سره غونډه لرله. په غونډه کې د کرزي ټول هغه ملاتړي ناست وو چې له نوموړي څخه یې په لومړي پړاو کې ملاتړ اعلان کړی و.
په غونډه کې یو ناست د حامد کرزي ملاتړي ټول افغان ته وویل چې ناستو ټولو کسانو له حامد کرزي څخه په دويم پړاو کې د کلک ملاتړ اعلان وکړ او همدا اعلان د دې لامل شو چې کرزی دويم پړاو ته د ټاکنو غځېدل ومني.
سرچينې ټول افغان ته وویل چې د همدې غونډې له امله پرونی مطبوعاتي کنفرانس له ۲ بجو څخه د مازديګر ۵ بجو ته وروسته شو.
له بله پلوه په کندهار کې قومي مشرانو غونډه کړې ده او له حامد کرزي څخه یې د ټاکنو په دويم پړاو کې ملاتړ اعلان کړی دی.
د يادولو ده چې په د کندهار په شمول په ټولو جنوبي سيمو کې د بيا ټاکنو امنيت لويه اندېښنه ده. د لومړي پړاو په ټاکنو کې هم ډېرو خلکو برخه وانخيستله او په ډېرو سيمو کې د ټاکنو په ورځ توغندي ورېدل.