دبایزیدبسطامی یوه په زړه پوري قصه


دیهودانوپه یوه غونډه کښيې لوی یهودي عالم وینا کوله ، بایزیدبسطامی رحمة الله علیه هم دغه مجلس ته ورغی اوهلته کشیناست خودبایزید دکیناستلوسره دیهودی عالم ژبه بنده سوه نوره وینا یې نشو کولی ، خلګوشورجوړکړچی ولي عالم څه نه شي ویلای ، یهودی عالم وویل : دخل فینا محمدی ؛یعنی زموږمجلس ته یو محمدی راغلی ، له همدی امله مي ژبه بنده سوه ، خلګوورته وویل : ته هغه محمدی په ګوته کړه جی ویې وژنو یهودي عالم وویل : نه ؛ وروسته هغه عالم وویل : ای وروره هرڅوک چی محمدی وی پورته دی شي ، بایزیدبسطامی پورته شو یهودی عالم وویل چی زه له تاڅخه څوپوښتني کوم ته به ځواب راکوي ؛ بایزیدبسطامی ورته وویل سمه ده ، خو زه هم یوسوال لرم چي ته به یې ځواب راکوي ، یهودی عالم وورته وویل : سمه ده ؛ یهودی عالم خپلي پوښتني له بایزید بسطامي رح څخه داسي پیل کړي .



۱ س - داسی یو راوشیه چی دهغه په ډول دوهم نه وی؟

۱ ج - خدای یودی ثانی [دوهم ] دخدای ج په شان نشته .

۲ س - داسی دوه راوشیه چې داسي دریم نه وي؟

۲ ج - شپه اوورځ ( الیل والنهار ) دي چې دریم نه لري .

۳ س - داسی دري راوشیه چې څلورم نه لري؟

۳ ج - لوح ، قلم ، کرسي دري دي څلورم نه لري .

۴ س - داسي څلورراوشیه چې پنځم نه لري؟

۴ ج - تورات ،انجیل ،زبور، قران ؛ داڅلورپنځم نه لری .

۵ س - داسي پنځه راوشیه چې شپږم نه لری؟

۵ ج - الله تعالی په بندګانوپنځه لمځونه فرض کړي دي نه شپږ .

۶ س - داسی شپږراوشیه چی اوم نه لري ؟

۶ ج - خلق السموات والارض ومابینهمافی ستةایام ؛ یعنی زمکه اواسمان یی په شپږوورځوکی پیداکړی نه په اووورځواوشپوکښې .

۷ س - داسی اوه راوشیه چی اتم نلری؟

۷ ج - الم ترکیف خلق سبع سموات طبقا)خدای تعالی فرمایې چی مااوه اسمانونه پیداکړی دي اته می نه دي پیداکړی.

۸ س - داسی اته راوشیه چی نهم نلری ؟

۸ ج - (يجعل عرش ربك فوقهم يوميذثمانیة)یعنی عرش اته ملکی باروی.

۹ س - داسی نه راوښیه چی لسم نه وی؟

۹ ج - (وکان فی المدینة تسعته رهط یفسدون)یعنی دنوح علیه السلام دقوم کسان نه وو ، نه لس.

۱۰ س - داسی لس راوښیه چي یولسم نه لري؟

۱۰ ج - په حج کښی چی څه غلطی وسي لس روزی فرض کیږی نه یولس اوه هلته اودری بیا بهر (تلک عشرة کاملة)نودالس دی یولس ندی.

۱۱ س - داسی یولس راوښیه چی دولسم نه وی؟

۱ ۱ ج - دیوسف علیه السلام وروڼه یولس و دولسم نه لری .

۱۲ س - داسی دولس راوښیه چی دیارلسم نه وي؟

۱۲ ج - کال دولس میاستی ده دیارلسم نه لری..

۱۳ س - داسی دیارلس راوښیه چي څوارلسم نه وی ؟

۱۳ ج - (رآیت آحدعشرکوکباوالشمس والقمررأیتهم لي سجدين)یوسف علیه السلام خوب ولیدچي يولس ستوری یولمراوسپوږمي راته سجده وکړي داټول دیارلس دی څوارلسم نلري.

۱۴ س - داسی شی راوښیه چه خپله الله تعالی پیداکړی وی بیاخپله الله تعالی دهغه په باره کښی سوال کوی؟

۱۴ ج - ده ورته وویل :چی هغه دموسی علیه السلام لکړه ده چه الله تعالی خپله پیداکړی بیادهغه په مورد کی له موسی علیه السلام څخه تپوس کوی فرمایې چی (وماتلک بیمینک یاموسی) ستاپه ښی لاس کي څه شی دی؟

۱۵ س - بهترینه ورځ کومه ورځ وي ؟

۱۵ ج- دجمعي ورځ .

۱۶ س - بهترینه شپه کومه یوه ده؟

۱۶ ج - لیلة القدر.

۱۷ س - بهترین دسورلی شی څه دی ؟

۱۷ ج - آس .

۱۸ س - بهترینه میاشت کومه ده؟

۱۸ ج - رمضان المبارک.

۱۹ س - ووایه کوم شی الله پیداکړی بیایې دهغه په عظمت اقرارکړی؟

۱۹ ج - ښځه الله تعالی پیداکړي بیایی دهغی مکربیان کړی اقراریې پری کړی چی (ان کیدکن عظیم)دښځي مکرډیرلوی دی دیوښه عقلمندپښې له بیخه نسی ښکلای مګر ښځه یې کاږی له بیخه.

۲۰س - داسي شی راوښیه چي بې روح وي اوساه اخلي؟

۲۰ ج - (والصبح اذاتنفس)ماته الله تعالی وایې چی زما دی په سحرقسم وی یعنی په صبح چي دی ساه اخلی.

۲۱ س - هغه راوښيه چی الله تعالی ورته حکم کړي وی داطاعت اوله هغه سره یې خبری کړی وی؟

۲۱ ج - هغه اوه اسمانونه دی اواوه مځکي دی (ثم استوی الی السماء وهی دخان فقال لها والأرض آتیا طوعا اوکرها قالتا آتین طاََََََََََََََََََََََََََََََ ﺉعین )الله تعالی اوه ځمکي اواسمانونه پیداکړل اودغه څوارلسو ته یې خطاب وکړ ویې فرمایل چی زما مخ ته سجده وکړی ټیټ سی هغوڅوارلسوورته وویل موږستا مخ ته ټیټیږو اوسجده کوو.

۲۲ س - هغه څه شی دی چی الله تعالی خپله پیداکړی بیا بیرته الله تعالی واخستل ؟

۲۲ ج - الله تعالی مسلمانان پیداکړی بیایې په بدل دجنت کښی بیرته اخستی لکه چي الله تعالی فرمایې (ان الله اشتری من المؤمنین انفسهم واموالهم بان لهم الجنة).

۲۳ س - وښیه هغه کوم شی دی چي بې روح وی اوپه کعبه شریفه یې طواف کړی وي اواردګرد ښه په بیت الله شریفه ګرځیدلی وی؟

۲۳ ج - هغه کشتی دنوح علیه السلام ده چی دطوفان اوبوآهسته آهسته راوسته او چاپیره یې په مکه مکرمه طواف وکړ.

۲۴ س - کوم یوقبردی چی سړی یې خبله بارکړواوولاړو؟

۲۴ ج - هغه هغه ماهی دی چي یونس علیه السلام یې تیرکړواوولاړڅلویښت ورځی یې پخپل نس کښي وګرځاوودقبرپه رقم.

۲۵ س - کوم کسان وچی دروغ یې هم اوویل جنت ته به هم داخل شي؟

۲۵ ج - هغه دېوسف علېه السلام وروڼه ووچی(وجاءوعلی قمیصه بدم کذب قال بل سولت لکم انفسکم أمرا)بس ېعقوب علېه السلام داستغفاردعاورته وکړ اوددوې په توبه به الله تعالی دوی جنت ته داخل کړی.

۲۶ س - :ووایه هغه کوم قوم ده چي سره له رښتیا ویلوبه الله تعالی دوی دوزخ ته داخل کړي؟

۲۶ ج - هغه قوم یهودان اوعیسایان دی چی دوی یوبل ته دباطل خطاب کوی اوداخطاب رښتیاهم دي(وقالت الیهود لیست النصاری علی شېء وقالت النصاری لیست الیهود علی شیء وهم یتلون الکتب ).

همداسي یهودي نورسوالونه وکړو اوابویزیدځوابونه ورکړو

دحضرت بایزید بسطامی سوال له یهودی عالم څخه

بایزید بسطامی رح یهودی عالم ته وویل : اوس زه صرف یه پوښتنه درنه کوم اوهغه دادی چي: مع من مفتاح الجنة؟ دجنت کیلی به له کوم چاسره وي یهودی عالم خاموشه سو دمجلس خلګو ورته وویل : ولی دده دسوال ځواب نه ورکوی ،تا دسوالونو جوالونه باندي واچول ده ځوابونه درکړل ته دیوه سوال ځواب نه ورکوی یهودی عالم ورته وویل زه یې ځواب لرم خو بیا به یې تاسو نه اومنی دوی وویل ته ځواب ورکه موږیې منویهودی عالم په ځواب کي ورته وویل چی داکیلی به له محمدرسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) سره وی.
دمولوی عبدالعزیز حقمل لیکنه

د اوداسه په اروند معلومات

د اوداسه فرضونه

د اوداسه فرضونه څلور دي.

١ ) د ټول مخ پرېمنځل دي د تندي د ويښتانو د شنه کېدلو له ځای څخه د زنې تر لاندې پورې او د يو غوږ له نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ پورې.
٢ ) د دواړو لاسونو پرېمنځل دي د څنګلو سره .
٣ ) د سر څلورمه برخه مسح کول دي.
٤ ) د دواړو پښو پرېمنځل دي د پړکو يا غوزانو سره.

د اوداسه سنتونه

د اوداسه سنتونه ١٣ دي چې په لاندې ترتيب سره بيانيږي.
١) نيت دی
٢ ) بسم الله الرحمن الرحيم وېل دي
٣ ) د واړو لاسونو پرېمنځل دي تر مړوندونو پورې
٤ ) د خولې پرېمنځل دي .
٥ ) مسواک وهل دي .
٦ ) د پوزې پرېمنځل دي
٧ ) د ګوتو په واسطه د ږيرې خلالول دي .
٨ ) د ټول سر مسح کول دي .
٩ ) د دواړو غوږونو مسح کول دي .
١٠ ) د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول دي .
١١ ) درې ، درې ځلې د هر غړي پرېمنځل دي .
١٢ ) په هغه ترتيب د غړو پرېمنځل دي څرنګه چې په آيت شريف کې راغلي دي .
١٣ ) د لومړي وينځل شوي اندام له وچېدونه د مخه ورپسې د بل اندام ويځل دي.

د اوداسه ماتوونکي

د اوداسه ماتوونکي څېزونه په دې ډول دي.
١ ) د شرم د ځايونو څخه د څه شي وتل دي.
٢ ) له بدن څخه د وينې يا زوې وتل او جاري کېدل .
٣ ) په ډکه خوله قی کول .
٤ ) هغه وينه ده چې له خولې څخه راشي او لاړې پرې غالبه نه وي .
٥ ) په ملاسته خوب ، يا په ناسته خوب په داسې حال کې چې کوم شي ته يې تکيه کړي وي هغه ترې لرې شي پرې به وځي .
٦ ) بې هوشي .
٧ ) مستي ( نشه کېدل )
٨ ) لېونتوب
٩ ) په لمانځه کې په قهقهه خندل .

د اوداسه ترتيب

١ ) لومړی به د اوداسه په نيت بسم الله الرحمن الرحيم ووايي .
٢ ) دواړه لاسونه به تر مړوند پورې درې ځله پرېمنځي .
٣ ) مسواک يا د شهادت ګوته به په خوله کې ووهي ، او په ښي لاس به درې کرته خولې ته اوبه واچوي او غړغړه به وکړي.
٤ ) په ښي لاس به درې کرته په پوزه کې اوبه واچوي او په چپ لاس به پوزه سوڼ کړي او پاکه به يې پرېمنځي .
٥ ) درې ځله به ټول مخ په دواړو لاسونو پرېمنځي . مخ د تندي د ويښتانو د شنه کېدو له ځايه څخه تر زنې لاندې ، او د يو غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ د نرمۍ پورې دي .
٦ ) که ږيره ګڼه وي نو حلال به يې کړي او که رنګۍ وي ، نو هڅه به وکړي چې د ويښتانو بېخو ته اوبه ورسيږي.
٧ ) بيا به دواړه لاسونه ، لومړی ښي لاس او بيا به کيڼ لاس د څنګلو سره پرېمنځي .
٨ ) د لاسونو ګوتې به خلال کړي . که چېرې ګوته ، بنګړي او ګړۍ په لاس وي ، له خپلو ځايو څحه به يې ښکته پورته وخوځوي تر څو ترې لاندې ځايونه لامده شي .
٩ ) بيا به دواړه لاسونه لامده کړي او ټول سره به له اوله تر آخره پورې مسح کړي .
١٠ ) بيا به په غټو او مسواکي ګوتو د غوږونو ظاهري او دننه برخه مسح کړي .
١١ ) بيا به لاسونه لامده کړي او د هر لاس د درې ګوتو په شاه به غاړه مسح کړي .
١٢ ) بيا به دواړه پښې ، لومړی ښي او بيا به کيڼه پښه د غوزانو سره درې کرته پرېمنځي .

درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره

درسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى , غړي برابر , رنګ سور او سپين , تندى پلن , وروځي  سره نښتي , پزه يې دنګه او لوړوالي ته مايله وه ,مخ يې ډير غوښن نه وو ,خوله يې څه ناڅه غټه ,او غاښونه يې سره بيل بيل وو,غاړه يې دنګه اوسريي غټوالي ته مايل وو ,سينه يې پراخه ,دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو,مباركه ږيره يې ګڼه وه ,سترګې يې تورې , باڼه يې لوی او اوږده وو , وُلي يې غوښن ,او دوږو هډونه يې لوی وو, په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه , په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو , دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو ,څنګلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې , دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې .
درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهګۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير ګړندى ګرځيده ,خبرې به يې په دمه دمه كولې , كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله ,غږ يې لوړ وو , دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير لږخندل ,او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو .


درسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه



ديوه وتلي مصري هيئت پوهاند محمود پاشا فلكي د رياضي له څيړنې سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په نهمه نيټه ددوشنبې په ورځ چې د571 م كال داپريل دمياشتې له شلمې نيټې سره سمون خوري زيږيدلى . پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو , او عبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود.
رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا دابو لهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ , دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل ,او په دې كې دا ګټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانګړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې اوماشومان به يې وړل .
درسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښت څخه څو ورځې وروسته دهوازن كورنۍ ښځې ښار ته راغلې چې په دوی كې يوه هم حليمه وه , حليمې بل ماشوم پيدا نكړای شو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم مور بي بي غوښتل تر څو خپل زوی ورته وسپاري حليمې سره له دې چې دهغوی دبې وزلۍ او دماشوم ديتيمتوب له كبله دڅه شي تمه نه درلوده ,خو تر تش لاس تللو ورته ښه وبريښيدله او ماشوم يې له ځان سره واخيست .
رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته دبني سعد (هوازن) په كورنۍ كې دوه كاله پاتې شو,خو كله چې حليمې سعديي هغه ښار ته راوست نو د(وبا) ناروغي ګډه وه نو بي بي آمنې ورته وويل چې محمد صلى الله عليه وسلم بيا له ځانه سره بوځه ,حليمې سعديې ومنله او په يوه روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته تر شپږو كلونو پورې پاتي شو.


دنبوي نسب لړۍ

 

رسول الله صلى الله عليه وسلم ټبر د عرب په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ يې داده :
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصى بن كلاب بن كعب بن لؤى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان .
له تاريخي رواياتو څخه څرګنديږي چې له عدنان څخه تر حضرت اسماعيل عليه السلام پورې دڅلويښتو پلرونو واټن دى خو په همدې منځ كې ټول نومونه ثبت شوي نه دي ځكه عربو به په لرې ليكونو كې يواځې وتلي نومونه يادول هغه نومونه چې له عدنان څخه تر اسماعيل عليه السلام پورې ثبت شوي دا دي :
عدنان بن عدو بن المقوم بن تارح بن يثحب بن يعرب بن ثابت بن اسماعيل بن ابراهيم عليهما السلام

د حضرت محمد مصطفی صَلی اللهُ عليهِ وَسَلم ژوندليک ( لومړۍ برخه )

دنبوي نسب لړۍ

رسول الله صلى الله عليه وسلم ټبر د عرب په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ يې داده :
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصى بن كلاب بن كعب بن لؤى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان .
له تاريخي رواياتو څخه څرګنديږي چې له عدنان څخه تر حضرت اسماعيل عليه السلام پورې دڅلويښتو پلرونو واټن دى خو په همدې منځ كې ټول نومونه ثبت شوي نه دي ځكه عربو به په لرې ليكونو كې يواځې وتلي نومونه يادول هغه نومونه چې له عدنان څخه تر اسماعيل عليه السلام پورې ثبت شوي دا دي :
عدنان بن عدو بن المقوم بن تارح بن يثحب بن يعرب بن ثابت بن اسماعيل بن ابراهيم عليهما السلام .

درسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه

ديوه وتلي مصري هيئت پوهاند محمود پاشا فلكي د رياضي له څيړنې سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په نهمه نيټه ددوشنبې په ورځ چې د571 م كال داپريل دمياشتې له شلمې نيټې سره سمون خوري زيږيدلى . پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو , او عبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود.
رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا دابو لهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ , دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل ,او په دې كې دا ګټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانګړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې اوماشومان به يې وړل .
درسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښت څخه څو ورځې وروسته دهوازن كورنۍ ښځې ښار ته راغلې چې په دوی كې يوه هم حليمه وه , حليمې بل ماشوم پيدا نكړای شو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم مور بي بي غوښتل تر څو خپل زوی ورته وسپاري حليمې سره له دې چې دهغوی دبې وزلۍ او دماشوم ديتيمتوب له كبله دڅه شي تمه نه درلوده ,خو تر تش لاس تللو ورته ښه وبريښيدله او ماشوم يې له ځان سره واخيست .
رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته دبني سعد (هوازن) په كورنۍ كې دوه كاله پاتې شو,خو كله چې حليمې سعديي هغه ښار ته راوست نو د(وبا) ناروغي ګډه وه نو بي بي آمنې ورته وويل چې محمد صلى الله عليه وسلم بيا له ځانه سره بوځه ,حليمې سعديې ومنله او په يوه روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته تر شپږو كلونو پورې پاتي شو.

 درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره

درسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى , غړي برابر , رنګ سور او سپين , تندى پلن , وروځي سره نښتي , پزه يې دنګه او لوړوالي ته مايله وه ,مخ يې ډير غوښن نه وو ,خوله يې څه ناڅه غټه ,او غاښونه يې سره بيل بيل وو,غاړه يې دنګه اوسريي غټوالي ته مايل وو ,سينه يې پراخه ,دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو,مباركه ږيره يې ګڼه وه ,سترګې يې تورې , باڼه يې لوی او اوږده وو , وُلي يې غوښن ,او دوږو هډونه يې لوی وو, په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه , په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو , دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو ,څنګلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې , دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې .
درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهګۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير ګړندى ګرځيده ,خبرې به يې په دمه دمه كولې , كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله ,غږ يې لوړ وو , دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير لږخندل ,او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو .

درسول الله صلى الله عليه وسلم لباس

په نبوي لباس كې كومه ځانګړتيا نه وه ,عام كالي يې له څادر ,كميس او لنګ څخه عبارت وو ,يو روايت راغلى چې يو پرتوګ يې اخيستى وو او دا شوني ده چې اغوستى به يې وي .
ډيرى مهال به يې توره پګړۍ په سر كوله ,پګړۍ به په خولۍ برسيره تړله ,خولۍ به يې ساده اوټيټه وه ,شمله به يې كله (په ښي اوږه-ځكه خو هم كيڼ لورې ته دشملې پريښودل له شرعي پلوه بدعت بلل شوي) او كله هم دوليو په منځ كې پرته وه ,او كله به يې تر غاړه تاووله .
يمني څادر يې ډير خوښ وو ,چې هغه به كرښې درلودې , شامي عبا (چوپانه) يې هم استعمال كړې ده ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به كله كله قيمتي او ښكلې جامې هم اغوستې ,په رنګونو كي يې (سپين) رنګ خوښ وو سور رنګ يې نه خوښاوه .
درسول الله صلى الله عليه وسلم به ښه بوی ډير خوښيده , د(سكته )په نوم عطر به يې ډير استعمالول ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دموزو پښو كولوډيرخوی نه درلود, خو كومې دڅرمنې موزې چې نجاشي ورته راليږلې وې هغه يې استعمال كړې وې ,معمولا به يې څپليو ته ورته پڼې (موچڼې) په پښو كولې .
نبوي بستر يوه څرمن وه , چې دخُرما له پاڼو څخه ډكه شوې وه ,او كټ يې په بوڼ اُوبدل شوى وو.
د(محمدرسول الله ) په نوم دسپينو زرو په ګوتې كې يو مهر كندل شوى وو چې دټاپې لګولو په مهال به يې دښي لاس په ګوته كوله ,رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په جنګونو كې خول او زغره هم استعمالوله , داُحد په وتلي جګړه كې يې دوه زغري اچولې وې
.

په لمانځه کې د تيروتنې سجده

كله چې څوك لمونځ كوي نو كله ناكله له هغه څخه په لمانځه كې تيروتنه هم كيږي ,نو كه يو څوك په لمانځه كې تيروځي نو دهغه دلمانځه دسم والي لپاره په هغه باندې دتيروتنې سجده (سجدۀ سهوه) ضروري ګڼل كيږي ,دا چې په كومو تيروتنو سره په لمونځ کوونکي باندې د تير وتنې سجده واجبيږي د دې پوښتنې په ځواب كي ښايي وويل شي چې :
1- كله چې دلمانځه له واجباتو نه كوم يو پاتې شي نو دتيروتنې سجده ضروري بلل كيږي .
2- كله چې دلمانځه دكوم واجب په اداكولو كې تاخير راشي نو هم دتيروتنې سجده ضروري بلل كيږي .
3- كله چې دكوم واجب څيره وربدله شي دساري په توګه په جهري لمونځ كې خفا وشي يا په خفي لمانځه كې قرائت وشي نو پدې صورت كې هم د تيروتنې سجده ضروري ګڼل كيږي .
4- د ډيرى علماوو په آند په فرضو كې د تاخير په صورت كې هم دتير وتنې سجده اړينه بلل كيږي .

دسجدې ادا كولو طريقه

دسجدې كولو طريقه څه پدې ډول ده چې -كله تيروتنه رامنځته شوه نو خپل لمونځ په خپل حالت جاري ساتل پكاردي خو كله چې په آخري التحيات كيناستلې نو تر تشهد (اشهد ان لا اله الاالله واشهد ان محمدا عبده ورسوله) پورې به يې ولولې او(په اصح قول) يواځې ښي لورې ته به سلام وكړې او بياه به دالله اكبر په ويلو سره سجدې ته ټيټ شې او دوه سجدې به دنورو سجدو په څير اداكړې او بيا به التحيات له پيله تر پايه پورې ووايې كله چې دې التحيات پوره كړ نو دواړو لورو ته به سلام وګرځوې.
كه په يو لمونځ کې (دساري په توګه دسهار په دوو ركعتونو يا دماسپښين په څلوروركعتونو كې) له يوې نه ډيرې تيروتنې رامنځته شوې وې نو دټولو تيروتنو دجبيرې لپاره يوځل سجده كول كافي بلل كيږي .

نکاح په هکله معلومات

نکاح په لغت كې يو ځای كولو ,او په اصطلاح كې هغه تړون ته ويل كيږي چې له امله يې سړي ته له ميرمنې او ميرمنې ته له سړي نه دشريعت په چوكاټ كې دننه دخپل غريضه غوښتنو دپوره كولو حق حاصليږي .
صفت يې : نكاح داعتدال په مهال سنت مؤكده ,او دورپسي كړيدو په مهال واجبه ده , خو كه دسړي له لوري په ميرمنه باندې دتيري كولويا دنه سمبالولوويره وه نو بيا داسې چاته دنكاح كول مكروه دي .
دنكاح ركن : ايجاب او قبول دى ,له تړون كوونكو نه چې هر يو يې په لومړي ځل كوم تورى ادا كوي هغه ته ايجاب او له دوهمه لوري دنوموړي توري ځواب وركولو ته قبول ويل كيږي .

۲- دنكاح شرطونه په لاندې ډول دي

۱-تړون كوونكي به عاقل بالغ او ازادوي , نو دليوني او هغه ماشوم چې عقل نلري نكاح نه منعقده كيږي , او دمريي او هغه ماشوم چې عقل ولري نكاح بيا د(ولي) تر اجازې پورې موقوفه بلل كيږي .
۲- محل به دنكاح وړ وي ,يعنې داسې ميرمن به وي چې له هغې سره شرعا نكاح روا وي .
۳-تړون كوونكي به ديوه او بل خبرې اوري
۴-دنكاح په مهال به دوه شاهدان نارينه يا يو نارينه او دوه ښځينه موجودي وي ,په شاهدانو كې هم اسلام ,عقل ,ازادي او بلوغ شرط دى
۵-شاهدان به دتړون كوونكو خبرې اوري, ځكه نو دبيدو خلكوپه شاهدي سره نكاح نه تړل كيږي
۶- ايجاب او قبول به په يوه مجلس كې وي
۷-ايجاب او قبول به سره مختلف نه وي , دساري په توګه كه يو سړي چاته وويل چې زه خپله لور تاته په يو لك روپۍ ولور په نكاح دركوم او دوهم سړي وويل چې نكاح مې قبوله ده خو ولور نه قبلوم نو دانكاح باطله ده
۸-نكاح به دښځې ټول بدن ته یا داسې اندام ته راجع وي چې هغه په ټول بدن باندې تعبيريږي لكه سر او غاړه , ځكه نو كه چا وويل چې زه دلور لاس يا پښه تاته په نكاح دركوم نو دا نكاح نه تړل كيږي ,خوكچيري يې ګيډه يا شا وښودله نو داحنافو دمشايخو په اند يې نكاح تړل كيږي ,او كچيري يې وويل چې نيمايي لور تاته په نكاح دركوم نو غوره قول دادى چې نكاح يې نه كيږي .
۹-خاوند او ميرمنه به څرګندوي ,نو كه دچا دوه لوڼې وې او ويې ويل چې زه يې يوه تاته په نكاح دركوم او څرګنده يې نكړه چې كومه يوه نو نكاح يې نه كيږي
۱۰-ښځه به په نوموړي نكاح خوښه اوراضي وي , كه هغه باكره بالغه(پيغله) وي او كه ثيبه (يو ځل واده شوي ) .

۳-دنكاح حكم

دادى چې سړي ته له ميرمنې او ميرمنې ته له سړي څخه تر شرعي چوكاټ لاندې دهرډول غريضه اړتياوو دپوره كولو اجازه وركول كيږي .او په سړي باندې دښځې نفقه ,لباس ,اووَلوَرواجبيږي ,اوميرمنه دخاوند له اجازې پرته دباندې تللو حق نلري ,همداراز حرمت مصاهرت (چې تفصیل يې دمحرماتوپه بیان کې راځي) اودميراث وړلو حقونه دواړو غاړو ته ور په برخه كيږي .
همداراز په خاوند باندې له يوې نه دډيرو ښځو په مهال دهغوی تر منځ برابري كول په شپه تيرولو ,لباس او خوراك كې واجبيږي ,همداراز په ميرمنه باندې دخاوند دوربللو په مهال دخاوند خواته ورتلل واجبيږي او دخاوند او ښځې تر منځ په ښه ډول ګزاره كول اړين بلل كيږي , او خاوند ته دهمدې ميرمنې له خور سره نكاح كول دنوموړې ميرمنې تر ژونده پورې حراميږي .

۴- نكاح په كومو تورو تړل كيږي ؟

نكاح په ايجاب او قبول تړل كيږي خو داخبره په ياد ساتل اړين بريښي چې دايجاب او قبول توري به دواړه يا يې هم كوم يو په تيرې شوې زمانې دلالت كوي ,دساري په توګه داسې به ويل كيږي (ما خپله فلانۍ لور تاته دركړې وه ) دابل لورې به وايي (ما قبوله كړې وه ) يا به داسې وايي (ماخپله لور تاته په نكاح دركړيوه )دا بل لورې به وايي (ما قبوله كړيده ) دګونګي نكاح په اشاره باندې تړل كيږي كه يې چيرې دقبول لپاره ځانګړې اشاره څرګنده وه .

۵-نكاح چي په كومو تورو تړل كيږي هغه په دوه ډوله دي

لومړى صريح توري , لكه دنكاح توري (ما خپله لور تاته په نكاح در كړيوه ) دتزويج توري (زه خپله لور تاته په تزويج دركوم ) همداراز هغه ټول توري چې په هغو سره ديوه څرګند شي ملكيت په سملاسي ډول تر لاسه كيږي په هغو تورو سره نكاح هم تړل كيږي لكه :هبه ,تمليك ,صدقه ,بيع او شرا تورو سره نكاح تړل كيږي .
دوهم ـ دنكاح دتړلو لپاره كنايي توري :
څنګه چې دنكاح دتړلو لپاره كنايي توري ډير دي او حكمونه يې سره جلا جلا دي ځكه يې نو له ليكلو نه ډډه كوو ,البته دنكاح په ترڅ كې دكنايي تورو دكارولو په مهال كې دې د نكاح دتړل كيدو او نه تړل كيدو پوښتنه له ځايي علماو نه وپوښتل شي .

۶-دمحرماتو بيان

له نكاح مخكې او له نكاح وروسته چې له كومو ميرمنو سره نكاح تړل حرام دي هغه په نهه ډوله دي :

لومړى -محرمات باالنسب : يعنې هغه ميرمنې چې دنسب له امله ورسره نكاح حرامه ده لكه ميندې ,خويندې , تروريانې ,خاله ګانې , وريرې , خورزې , له نوموړو ميرمنو سره دتل لپاره نكاح كول (ياهم ورسره يو ځای كيدل دملك يمين په ډول ) حرام او ناروا دي .
په ميندو كې دسړي ميندې او نيا ګانې كه هغه دپلار له لورې وي كه دمور له لورې تر هرڅومره لوړه پوړه پورې ټولې ګډې دي .
همداراز په لوڼو كې خپلې لوڼې او دزامنواو لوڼو لوڼې تر هر څومره ښكته پوړه پورې ټولې ګډې دي .
همداراز په خويندو كې هغه خور چې په مور او پلار دواړو كې سره ګډوي (حقيقي خور),يا يواځې په پلار كې سره ګډوي (اخيافي خور) يا يواځې په مور كې سره ګډوي (علاتي خور) ټولې ګډې دي .
همداراز په وريرو او خورزو كې خپله دوي او دهغوي لوڼې او دهغوی دلوڼو لوڼې تر هر څومره ښكته پوړه پورې ټولې شريكې دي .
په عماتو كې هغه عمه چې دپلار او مور دواړو له لورې وي يا يواځې دپلار يا يواځې دمور له لورې وي همداراز دنيكونو عمې دمور عمې دنياګانو عمې تر هرڅومره لوړه پوړه پورې ټولې ګډې دي .
له خالاګانو نه هم دعمه ګانو په څير دمور او پلار يا يواځې دپلار يا يواځې دمور همداراز دپلار ،نيكونو، مور او نياګانوخاله ګانې تر هر څومره لوړه پوړه ټولې مراددي .
دوهم -محرمات صهريه : هغه ميرمنې چې دخسر ګنۍ توب له امله ورسره نكاح حرامه ده په څلور ډوله دي :
۱-دميرمنې ميندې او نيا ګانې كه هغه دمور له لورې وي كه دپلار تر هرڅومره لوړه پوړه پورې چې وي ټولې حراميږي .
۲-دميرمنې لوڼې (چې هغه له بل خاوند څخه وي يا دهغې داولادونو لوڼې تر هرڅومره ښكته پوړه پورې چې وي خو پدې شرط چې له نكاح وروسته به له نوموړې ميرمنې سره جنسي اړيكې ټينګې شوي وي خو كه له نكاح وروسته دجنسي اړيكو تر ټينګيدا له مخې دخاوند او ښځې تر منځ جدايي (طلاق) راغله نو بيادې خاوندته دميرمنې دعدت (دريو حيضونو كه حامله نه وي او كه حامله وي بيا يې عدت دماشوم پيدايښت دى ) تر تيرولو وروسته دنوموړې ميرمنې له هغو لوڼو سره چې له بل خاوندڅخه وي نكاح روا کیږي ) .
۳-دځوی ميرمنه ,دځوی دځوی ميرمنه ,تر هر څومره ښكته پوړه پورې ,كه ځوی له نوموړې ميرمنې سره جنسي اړيكې تر سره كړې وي او كه يې نه وي په هر صورت حراميږي . البته دمتبني (يعني هغه چاته چي يواځي په خوله ورته ځوی ويل شوي وي او په حقيقت كي يي ځوی نه وي )له ميرمنې سره نكاح كول روادي .
۴-نوموړي تړون كوونكي ته دميرمنې دپلرونو او نيكونوتر هر څومره لوړه پوړه پورې وي (كه هغه دپلار له لورې وي او كه دمورله لورې) له ميرمنوسره نكاح كول ندي روا .
دا هم هغه ميرمنې دي چې دتل لپاره ورسره نكاح حرامه ده .
دريم -محرمات بالرضاع : هغه ټولې میر منې چې دنسب اوصهریت له امله ورسره نکاح حرامه ده درضاع(ددوه نیمو کلونوپه موده کي دکومې ميرمنې د شيدوڅښلو) له امله په شيدې څښونکی هلک یا انجیلۍ باندې حراميږي . که څه هم ماشوم یا ماشومې د میرمنې تی یواځې یو ځل رودلی وي بیاهم رضاع ثابتيږي .
څلورم - محرمات باالجمع : یعنې هغه میرمنې چې په یوه مهال یې په نکاح کې یو ځای کول حرام دي په دوه ډوله دي : ۱-د اجنبياتو تر منځ یو ځای کول ۲- د ذوي الارحامو تر منځ يو ځای کول .
۱- د اجنبیاتو تر منځ خو هیڅکله هم ترڅلورو نه ډیرې ښځې یو ځای کول روا نه دي .هر مسلمان ته په يوه مهال یواځې دڅلورو ښځو د په نکاح کولو اجازت شته او بس ،خو کچيرې له څلورو نه کومه یوه يې مړه شوه نو بیا له بلې ښځې سره نکاح کول ورته رواده که په نوموړې ډول دنکاحګانو شمیره تر لسو هم ور واوړي کومه پروا نلري . یواځې دومره خبره په ياد ساتل پکاردي چې په یوه مهال تر څلورو ډیرې نکاح کول روا نه دي .
۲- دذوات الارحامو تر منځ یو ځای والی ـ نو د دوو خویندو تر منځ یو ځای والی نه په نکاح سره روا دی او نه په مينځي توب سره .که هغه دواړه خویندې نسبي وي که رضاعي .
همداراز پدې اړه د یوې قاعدې په یاد ساتل پکار دي اوهغه دا چې : د داسې دوو میرمنو تر منځ په نکاح کې یو ځای والی نه دی روا چې که له هغو دواړو ښځو نه یې کومه یوه مونږ نارینه فرض کړو نو د دوی تر منځ نکاح نه وي روا یا دنسب له امله یا هم درضاع له امله ، دساري په توګه د یوه سړي لپاره په یوه مهال د وريرې او دهغې د عمې تر منځ نکاح نه ده روا ځکه له دې دواړو میرمنو نه کومه یوه که مونږ سړی فرض کړو نو نکاح یې نه سره کیږي دا وریره توب او عمه توب که دنسب له امله وي او که د رضاع له امله وي په دواړو صورتونو کې د یوه سړي لپاره د داسې دوو میرمنو تر منځ نکاح کول نه دي روا .

پنځم ? په ازاده ښځه برسیره مينځه په نکاح کول نه دي روا ، ځکه نو که چا مينځه او ازاده ښځه په یوه تړون کې سره یو ځای کړل نو په ازاده ښځه کې نکاح سميږي او په مينځه کې نه سميږي .
شپږم - هغه ميرمنې چې په هغوی پورې د بل چا حق تړلی وي نکاح نه ده ورسره روا ، لکه د ميړو ښي سره نکاح حرامه ده ،همداراز که یوه میرمن د بل چا په عدت کې ناسته وه هم نکاح ورسره حرامه ده تر څو یې عدت تیر شي ، عدت که دطلاق وي ،که د وفات وي ،که د نکاح فاسد وي ،او که شبهي نکاح دټولو عدتونو همدا حکم دی .
اووم -محرمات باالشرک : هغه میرمنې چې مجوسۍ یا بت پرستې وي نکاح نه ده ورسره روا ، همداراز له لمر پرستو ،ستوري پرستو ،اباحیه و،باطنیه و ،انځور پرستو او زنادقه و سره هم نکاح نه ده روا .البته له کتابیې میرمني سره نکاح روا ده .
اتم- محرمات باالملک : مير منې ته دا نه ده روا چې له خپل مريي سره نکاح وکړي همداراز که کوم مريي دنوموړې میرمنې او بل چا تر منځ ګډ وي هم نکاح ور سره نه ده روا .
نهم ? محرمات باالطلاق : که یوه سړي خپلې میرمنې ته درې طلاقونه ورکړل نو تر څو چې له نوموړې ميرمنې سره بل چا نکاح نه وي کړي او جنسي اړيکي یې نه وي ورسره ټینګې کړي تر هغه لومړي سړي ته د دوهم ځل لپاره نه روا کيږي .

اسلام له پنځو شيانو جوړدى

لومړى : اقراراو باور كول دي پدې چې خدای جل جلاله شته او يو دى او حضرت محمدصلى الله عليه وسلم يې رسول او پيغام وړونكى دى او هغه څه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دخدای جل جلاله له لورې راوړي ريښتيا او حق دي .

دوهم : لمونځ كول ,نو هغه سړى چې دلمانځه له فرضوالي منكر وي كافر بلل كيږي , او هغه څوك چې فرض والى يې مني خو كوي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .

دريم : درمضان دمياشتې روژې نيول ,نو هغه څوك چې درمضان دمياشتې فرضوالى نه مني كافر دى , او هغه څوك چې فرض يې بولي مګر نيسي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .

څلورم : دزكوة وركول , نو هغه څوك چې دزكوة فرضوالى نه مني كافر دى , او هغه څوك چې فرضوالى يې مني مګر وركوي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .

پنځم : دحج كول په هغه چا چې دلارې وس او ځواك ولري , نو هغه څوك چې دحج له فرضوالي منكر وي كافر دى , او هغه څوك چې فرض والى خو يې مني مګر له ځواك درلودلو سربيره يې نه ادا كوي فاسق دى .
والله تعالى اعلم باالصواب

زکوات چاته ورکولی شو ؟

۲۵مه مسئله :
له چا سره چې دوه پنځوس نيم تولې سپين زر يا اووه نيمې تولې سره زر يا له نوموړو شيانو سره برابر دسوداګرۍ سامان موجودوي نو داسې چا ته په شريعت كې شتمن ويل كېږي ، داسې چا ته دزكات پيسې وركول روا نه دي،او داسې چاته دزكات اخستل هم روانه دي ، همداراز كه له چا سره دذکرشویو شيانو (سپينو او سرو زرو ) له بيې سره سم سوداګريز مال خو نه وي ليكن په همدې بيې برابرله اړتيا نه ډير مال ورسره وي نو دا سړى هم شتمن دى او دزكات وركول ورته ناروادي ،كه څه هم پداسې شتمن باندې پخپله دزكات وركول واجب نه دي.

۲۶مه مسئله :
او كه له چا سره دومره مال نه وي بلكې لږوي يا بيخي ورسره نه وي يانې ديوې ورځې دتيرولو په اندازه مال هم ورسره نه وي نو داسې چا ته په شريعت كې غريب يا مسكين وېل كېږي ، چې هغه ته دزكات وركول او هم يې اخیستل دواړه روادي .

۲۷مه مسئله :
هغه غټ اوستر دېګونه ، فرشونه ( قالینې او داسې نور ) شامیانې ( ترپالونه او لویې لویې پردې ) اودې ته ورته نورشیان ، چې هره ورځ نه کارول کېږي ، بلکې یواځې په ودونو او خیراتونوکې ترې کار اخیستل کېږي ، نو داډول شیان په اړینو توکو کې نه شمېرل کېږي .

۲۸مه مسئله :
داوسېدو لپاره كور ، داغوستو لپاره کالي ( جامې یا کپړې ) ، او دكار او چوپړكولو لپاره خادمان نوكران او دكورهغه څه ، چې ډېرى مهال ورته اړتيا ليدل كيږي دا هرڅه اړین توکي ګڼل کېږي ، ددې شيانو په درلودلو څوك نه شتمن كيږي كه څه هم نوموړي شيان د ډېرې بيې هم وي ځكه نو داسې چاته دزكات وركول روادي ، همداراز له لوستو كسانو سره دخپلې پوهې سره سم كتابونه درلودل دهغه د اړينو اسبابوپه ډله كې راځي .

۲۹مه مسئله :
كه یوڅوک تراړتیازیات کورونه لري (درې ،پنځه ،لس ...) اوهغه یې په كرايه وركړي وي او ددغو کورونو نه چې کومه کرایه ورته راځي په هغې خپل كور چلوي ، يا يې يو كلى وي او دهغه آمدني ورته راځي ليكن دده بچيان ،او په كوركې نور خوړونكي كسان دومره ډير وي چې سره له نوموړې آمدني يې هم ګزاره ډېره تنګه وي او له هغه سره نور داسې مال هم نه وي چې له امله يې په دې کس زكات واجب شي نو داسې چاته دزكات وركول روا دي .

۳۰مه مسئله :
که له يوچا سره زر روپۍ نغدې وي (دساري په توګه )، خو له بله پلوه هغه زر یاتردې زیات پوروړی وي نو داسې چا ته زكات وركول روا دي،او كه له زرو روپو نه لږ پور ورباندي وي نو بيا كتل پكار دي چې دزكات له وركولو وروسته له سړي سره څومره روپۍ پاتې كېږي ؟ كه چيرې دزكات له وركولو وروسته دومره روپۍورسره پاتې شي چې له امله يې زكات ورباندې واجبېږي نو بيا داسې چا ته دزكات وركول نه دي روا، او كه دزكات له وركړې وروسته تردې لږ روپۍ ورسره پاتې شي نو بياهغه ته دزكات وركول روا دي .

۳۱مه مسئله :
يو سړى دخپل كور لوی شتمن دى ليكن په سفر کې ترې چا ټول مال غلاکړ آن تردې چې كورته بېرته دتلو لپارهم ورسره هېڅ پيسې نشته نوداسې سړي ته هم دزكات وركول روادي ،همداراز كه له حاجي سره په لاره كې خرڅ خلاص شي خو دهغه په كور كې ډيره شتمني موجوده وي نو داسې حاجي ته هم دزكات وركول روادي .

۳۲مه مسئله :
دزكات پيسې كوم كافر ته وركول نه دي روا مسلمان ته به يې وركوي ، همداراز له زكات ،عُشر،صدقۀ فطر،نذر او كفارې پرته نور هرډول خيراوخیرات كافر ته وركول هم روادي .

۳۳مه مسئله :
دزكات روپۍپه كوم مسجد كې لګول ،يا دكوم لاوارثه مړي په كفن دفن كې لګول او يا دمړي له لورې د هغه ( مړي ) پور پرې اداكول يا په كوم بل نيك كار كې لګول نه دي روا،ترڅو پورې چې يې دا روپۍ كوم مستحق ته نه وي وركړي نو زكات يې نه اداكېږي .

۳۴مه مسئله :
دزكات روپۍ خپل پلار ،مور،نيكه،انا( نیا ) ، اونورو هغه كسانو ته چې دى ورنه پيدا شوی وي وركول نه دي روا ،- همداراز خپلو بچيانو، لمسيانو كړوسيانو اونورو هغو كسانو ته چې دده په اولادكې راځي هم دزكات وركول روانه دي ،- همداراز خاوند خپلې ميرمنې او ميرمن يې خپل خاوندته هم دزكات پيسې نشي وركولای .

۳۵مه مسئله :
له پورتنیویادوشویو خپلوانو پرته نورو ټولو خپلوانو ته دزكات وركول روا دي لكه :ورور :خور ،ورېره ،خورځه ،تره ،ترور،خاله ،ماما،میرنۍ یا ناسكه مور،نا سكه پلار ،نا سكه نيكه ،خواښې،خسر او نورودغسې ټولوخپلوانو ته دزكات وركول روادي .

۳۶مه مسئله :
دنابالغ هلك يا نجلۍپلار كه شتمن وي نو داسې نابالغ ته دزكات وركول روانه دي ، او كه هلك يا جينۍبالغ وو او پخپله دوی خو شتمن نه وي ليكن پلار يې شتمن وي نو داسې هلك اوجينۍ ته دزكات وركول روادي .

۳۷مه مسئله :
كه د واړه (کوچني ) هلك پلار شتمن نه و ليكن مور يې شتمنه وه نو داسې هلك ته دزكات وركول روادي .

۳۸مه مسئله :
سيدانو او علويانو ته ، همداراز هغه چاته چې دحضرت عباس رضي الله عنه ،حضرت جعفر رضي الله عنه ،حضرت عُقيل رضي الله عنه ، اوحضرت حارث بن عبدالمطلب له زامنو نه وي دزكات وركول ناروادي ،همدارازنوموړو كسانو ته هغه صدقه چې شرعا واجبه شوې وي لكه نذر ،كفاره ،عُشر او صدقة الفطروركول هم ناروا دي او له نوموړو شيانو پرته نوره كومه صدقه او خيرات وركول روادي .

۳۹مه مسئله :
دكور نوكر ،چاپړاسي ،او خدمت ګارې ته دزكات وركول روادي ،ليكن دهغوی په تنخواه كې حسابول يې روا نه دي البته كه يې له تنخواه پرته دجايزې او اكرام په ډول وركول او په زړه كې يې دزكات نيت وكړ نو داهم صحيح ده زكات يې اداكيږي.

۴۰مساله مسئله :
كوم هلك ته كه زكات وركوونكې ښځې شيدې وركړې وي هغه ته ،يا دزكات وركوونكي ته په ماشومتوب كې كومې ښځې شيدې وركړې وي هغې ته دزكات وركول روادي .

۴۱مه مسئله :
كه دكومې ښځې مهر زر روپۍ وي ليكن دهغې خاوند ډيرغريب وي او مهر نه شي اداكولای نو داسې ښځې ته دزكات وركول روادي ،ليكن كه يې خاوند شتمن وي ليكن مهر نه وركوي ،يا ښځې خاوند ته مهر وباښه نو بيا هم ښځې ته دزكات وركول روادي ،ليكن كه دمېرمنې دا تمه وه چې كله هم زه له خاوند نه دخپل مهر روپۍ وغواړم نو راكوي يې نو داسې ښځې ته بيا دزكات وركول روا نه دي .

۴۲مه مسئله :
كه يوچاته پدې ګومان زكوة وركړل شي چې مستحق دى خووروسته ورته څرګنده شوه چې هغه شتمن ياسيددى. اويايې هم په تياره كې چاته زكات وركړخووروسته ورته په ښکاره شوه چې هغه يې ياخوموريا لوروه اويايې هم یوله هغو خپلوانوڅخه و چې زكات وركول ورته ناروادي?نوپدې ټولوصورتونوكې زكات اداشو اوله نوي سره يې بیا اداكول واجب ندي. خوكه اخستونكي ته داڅرګنده شوه چې هغه مستحق نه دى اوداهم ورته جوته وه چې دا دزكات پيسې دي نونه دې اخلي اوكه يې واخستلې نوبېرته دې زكات وركونكي ته وروسپاري.اوكه له زكات وركولووروسته معلومه شوه چې ده خپل زكات كافرته وركړى نوزكات يې نه اداكېږي اوله سره دې اداكړي .

۳۴مه مسئله :
كه دچاپه اړه څوك شك لري چې خدای خبرهغه به خواروي كه شتمن نوترڅوچې يې دهغه په اړه پوره تحقيق نه وي كړى زكات دې نه وركوي.خوكه يې پرته له تحقيقه زكات وركړنوودې ګوري چې زړه يې څه وايي.كه يى زړه ويل چې هغه خواردى نوزكات يې اداشواوكه يې ويل چې شتمن دى نوزكات يې نه اداكېږي اوله سره دې وركړي . اوكه دزكات له وركولو وروسته هغه ته معلومه شوه چې هغه غريب دى نوزكات يې اداشو اوله نوي سره دزكات اداكول اړين نه دي .

۴۴مه مسئله :
دزكات اودصدقې په وركړه كې دې دلومړيتوب حق خپلوخپلوانوته وركړل شي ځكه چې له نبوي احاديثونه په ډاګه كېږي چې خپلوخپلوانوته زكات ياصدقه وركول دوه ګوني اجرلري . لومړى يې دخيرات اجردى اودوهم يې له خپلوانوسره داحسان اوښيګڼې . البته ددې لپاره چې هغوی يې بد ونه ګڼي هغوی ته بايدداونه ويل شي چې دغه پيسې دزكات ياصدقې دي (كه څه هم چې دوركونكي نيت به دزكات ياصدقې وي)

۴۵مه مسئله :
له يوه ښارنه بل ښارته دزكات لېږل مكروه دي خوكه چيرې په بل ښاركې اوسيدونكي دهغه خپلوان ، دنژدې اوسيدونكوپه پرتله خواران وو نوبيايې هلته لېږل بې له كراهيته روادي .البته علماو?طالبانو اوددين په نوروكارونوكې بوختوخلكو ته زكات وركول خورا اجراوثواب لري .
والله اعلم بالصواب

دزكات داداكولو بيان

لومړۍ مسئله :
كله چې په مال باندې كال تير شي نو په سملاسي ډول دې زكات ادا شي , ځكه چې په غوره كار كې ځنډ كول ښه خبره نده , هسې نه چې خدای مكړه ناببره مرګ راشي او دزكات دنه ادا كولو ګناه دانسان پر غاړه پاتې شي ,كه چيرې دكال له پوره كيدو سره سم زكات ادا نه كړل شو نو بيا دې په راتلونكي كال كې دلومړني كال دزكات دنه اداكولو له امله په توبې ايستلو سربېره ددواړو كلونو زكات په يو وار ادا كړي .لنډه داچې په ژوند كې دې هرو مرو پاتې زكات اداكړې او دا وجيبه دې پر ځان باندې نه پرېږدي .

دویمه مسئله :
دټول مال څلوېښتمه برخه وركول په زكات كې اړين دي یانې په سلو كې دوه نيمې روپۍ او په څلوېښتو كې يوه روپۍ .
۳- مسكين (بې وسه ) ته دمال دوركولو پر مهال دې په زړه كې هرو مرو دا ور وګرځوي چې زه دا مال دزكات په بڼه وركوم , كه يې داسې نيت نه وي كړى او هسې يې مال فقير ته وركړى وي نو بيا زكات نه ادا كېږي له سره يې ادا كول اړين بلل كېږي ، البته دوركړل شوي مال به ځانته اجر او ثواب وركول كېږي .

څلورمه مسئله :
كه يې مسكين ته دمال دوركولو پر مهال نيت نه وو كړى نو تر كومه مهاله چې هغه مال دفقير په لاس كې وي تر هغو دزكات وركوونكي له لورې نيت پكې سم ( صحیح ) دى او كه يې اوس نيت وكړ هم زكات ادا كېږي ,خو كه فقير هغه مال خرڅ (مصرف ) كړى وي نو بيا دنيت كولو هيڅ اعتبار هم نشته بلكې له نوي سره به زكات وركوي.

پینځمه مسئله :
كه چا له خپله ماله يوه برخه فقيرته دزكات په نيت له نوره ماله را جلا كړه او ويې ويل چې فقير ته به یې دزكات په بڼه وركوم بيا يې هغه كوم فقيرته وركړخو هغه مهال يې نيت هير شو نو بيا هم زكات ادا شو , البته كه يې دجلا كولو پر مهال دزكات نيت په هغه مال كې نه و كړى نو بيا يې زكات هم نه ادا كيده .

شپږمه مسئله :
دزكات په وركړه كې زكات وركوونكي ته اختيار دى چې دزكات ټولې روپۍ يوه مسكين ته وركوي او كه يې په څو مسكينانو وېشي , همداراز كه وغواړي چې ټولې روپۍ په يوه ورځ چاته وركړي او كه وغواړي لږې لږې روپۍترڅو مياشتوهم مسكينانو ته وركولای شي .

اوومه مسئله :
غوره داده چې مسكين ته دومره روپۍ وركړي چې لږ تر لږه یې ديوې ورځې كار خو پرې وشي ,اوپدې ورځ له چا څخه بسپنې اخیستلو ته اړ نه شي .

اتمه مسئله :
يوه مسكين ته دومره مال وركول چې د ډير والي له امله يې په مسكين زكات فرض شي مكروه دي , خو كه بيا هم فقير ته چادومره مال وركړ نوزكات يې ادا كېږي , او تردې لږ مال وركول بې له كراهيته روادي .

نهمه مسئله :
كه كومه ميرمن چې تنګلاسي يې ټولو ته څرګنده وي يا هم دپور په نه ادا كولو كې وتلې وي چاته دپور غوښتلو په موخه راشي نو زكات وركوونكى هغي ته دپور په نامه دزكات پيسې وركولای شي البته په زړه كې به يې دا وي چې زه دا روپۍ دې ميرمنې ته دزكات په بڼه وركوم نو زكات ادا كېږي , كه څه هم دغه ميرمن به دا فكر كوي چې ګواكې هغې ته دا پيسې دپور په توګه وركړل شوي دي .

لسمه مسئله :
كه چاته دجايزې په توګه روپۍ وركړل شي او په زړه كې يې دا تيره شوې وي چې زه دزكات روپۍ وركوم نو بيا هم زكات ادا كېږي .

یوولسمه مسئله :
كه دزكات وركوونكي په كوم مسكين باندې دساري په توګه لس روپۍ پور باندې وې نو زكات وركوونكى دا روپۍ دزكات په بڼه مسكين ته نشي وربښلای , البته كه يې لس روپۍ زكات مسكين ته وركړې او بيا يې بيرته له مسكين نه دخپل پور په بدله واخيستې نو دا روا دي , او زكات هم ادا كيږي .

دوولسمه مسئله :
كه له چا سره دساري په توګه دسپينو زرو دومره ګيڼه ( ګاڼه ) وي چې له امله يې دساري په توګه په هغه سړ ي باندې دسپينو زرو درې تولې زكات وركول واجبيږي , او په بازار كې دساري په توګه ددريو تولو سپينو زرو بيه دوه روپۍ ده نو دا سړى اوس د دريو تولو سپينو زرو په ځای دهغو بيه (دوه روپۍ) نشي وركولای ,ځكه چې د دووروپو وزن د دريو تولو سره برابر ندى , او دسپينو زرو په زكات كې كه سپين زر وركول كېږي نو دوزن اعتبار يې كېږي نه دبيې .خو كه په همدې مسئله كې دزكات ور كوونكى په نوموړو دوو روپو سره زر واخلي ،يا ګيلټ واخلي ، يا كپړه ( رخت ) يا يو بل شى واخلي او دزكات په بڼه يې وركړي ,يا پخپله درې تولې سپين زر دزكات په بڼه وركړي نو بيا زكات ادا كېږي .

دیارلسمه مسئله :
كه دزكات وركوونكي دزكات روپۍ پخپله مسكين ته ورنكړې بلكې بل چا ته يې وركړې او ورته ويې ويل چې ته دا روپۍ زما له لورې مسكينانو ته دزكات په بڼه وركړه ، نو كه چېرې هغه سړي دغه روپۍ مسكينانو ته وركړې ،خو د وركړي پر مهال يې دزكات نيت هم نه وو نو بيا هم زكات ادا كېږي .

څوارلسمه مسئله :
زكات وركوونكي چاته دساري په توګه دوه روپۍ وركړې ، خو هغه چا بعينه دزكات وركوونكي له لورې وركړل شوې روپۍ مسكين ته ورنه كړې بلكې له خپله ځانه يې نورې دوه روپۍ مسكين ته وركړې او له ځانه سره يې وويل چې هغه دزكات وركوونكي دوه روپۍ به زه ځانته راوګرځوم نو پدې صورت كې زكات ادا كېږي خو پدې شرط چې دزكات وركوونكي دوه روپۍ به له نوموړي سړي سره موجودې وي او هغه به دخپلو دوو روپیو په بدل كې دزكات وركوونكي ددووروپود اخیستلو نيت هم كړى وي ، ليكن كه چېرې دزكات وركوونكي دوه روپۍ له هغه سړي نه دزكات تروركولو د مخه مصرف شوې وې او له هغه وروسته يې غريب ته خپلي روپۍ وركړې نو پدې صورت كي زكات نه ادا كيږي . همداراز كه يې دخپلو روپو دوركړې پر مهال دا نيت هم نه وو چې دى به دزكات وركوونكي دوه روپۍ ځانته ورګرځوي نو بيا هم زكات نه ادا كيږي . اوس به هغه له سره نورې دوه روپۍ په زكات كې وركوي .

پينځلسمه مسئله :
كه چېرې زكات وركوونكي چاته روپۍ نه وي وركړي بلكې يواځې دومره يې ورته ويلي وي چې ته زما له لوري زكات وركړه او هغه سړي دده له لورې زكات ادا كړ نودزكات وركوونكي زكات ادا شو ،او څومره روپۍ چې نوموړي سړي دده له لورې په زكات كې وركړې زكات وركوونكى به هغه روپۍ نوموړي سړي ته وركوي.

۱۶ مه -مسئله :
كه چېرې زكات وركوونكي دزكات دوركړې په اړه هيچا ته هم څه نه وو ويلي مګر بيا هم كوم دخدای بنده راولاړ شو اود زكات وركوونكي له اجازې پرته يې دهغه له لورې زكات اداكړ نو دا زكات نه ادا كېږي ،كه چېرې دزكات له وركولو وروسته زكات وركوونكي هغه ته اجازه هم وكړه بيا هم دا زكات نه ادا كېږي ، او هغه روپۍ چې نوموړي سړي دزكات وركوونكي له لوري اداكړې نو د هغو دغوښتلو حق شرعاً دى له زكات وركوونكي څخه نشي كولای .

۱۷ مه مسئله :
كه زكات وركوونكي چاته روپۍ وركړې چې ته دا زما له لوري كوم غريب ته وركړه نو دهغه اختيار دى چې پخپله يې كوم غريب ته وركوي او كه يې بل چاته وركوي او ورته وايي چې دا كوم غريب ته دزكات په بڼه وركړه (دنوم وراخستل اړين نه دي چې دفلاني له لوري يې وركړه ) او که هغه سړي دا روپۍ كوم خپل خپلوان يا پلار مور ته چې غريب وو وركړې نو زكات ادا كېږي .خو كه هغه پخپله غريب وو نوځان ته يې نشي ګرځولای .
خو كه زكات وركوونكي ورته ويلي وي چې ته چې څه غواړې پدې پيسو يې وكړه او يا چې چاته يې وركول غواړې وريې كړه نو بيا يې په هغه صورت كې ځانته هم ګرځولاې شي .

دزكات وجوب

زكات ياخو په لغت کې پاكي ته وايي نو زكات ته هم ځكه زكات وايي چې په وركولو سره يې پاتې مال او شتمني پاكېږي , او ياهم زكات زياتوالي ته ويل كيږي نو زكات ته هم ځكه زكات وايي چې دالله تعالى له لورې دفرض كړای شوې برخې په وركولو سره دمال نوره برخه زياتيږي .
په قرآنكريم کې پالونكي څښتن جل جلاله زكات نژدې په 34 ځايونو کې دلمانځه تر څنګ ذكر كړى . او فرمايلي یې دي چې :
1-وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ [البقرة : 43 - ژباړه : او سم قائموۍ (په ښه ترتيب سره اداكوۍ ) لمونځ اووركوۍ زكات او ركوع وكړۍ سره له ركوع كوونكو (لمونځ كوونكو مسلمانانو) .
2-وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لاَ تَعْبُدُونَ إِلاَّ اللّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُواْ لِلنَّاسِ حُسْناً وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلاَّ قَلِيلاً مِّنكُمْ وَأَنتُم مِّعْرِضُونَ [البقرة
: 83 ژباړه : (او ياد كړه هغه وخت اى محمده ) چې واخيست مونږه ټينګه ژمنه له بني اسرائيلو نه چې عبادت مه كوئ مګر يواځې دالله او (نيكي كوئ ) له مور او پلارسره ,او له خاوندانو دخپلوۍ سره ,او له يتيمانو سره ,او له مسكينانو سره او وايئ خلكو ته ښې خبري ,او سم قائموئ لمونځ اووركوئ زكات .
بيا وګرځيدئ تاسې (له دې ژمنې ) مګر (ونه ګرځيدل) لږ له تاسې څخه حال داچې هم دا تاسي مخ اړوونكي ياست (له الهي احكامونه .)

همداراز دا لاندې آيتونه هم دزكات دفرضيت په اړه راغلي دي :


3-وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَمَا تُقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ [البقرة : 110]
4 -َّليْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَـكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّآئِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُواْ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاء والضَّرَّاء وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَـئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَـئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ [البقرة : 177

5-إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ [البقرة : 277]

6-أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْيَةِ اللّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً وَقَالُواْ رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا الْقِتَالَ لَوْلا أَخَّرْتَنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ قُلْ مَتَاعُ الدَّنْيَا قَلِيلٌ وَالآخِرَةُ خَيْرٌ لِّمَنِ اتَّقَى وَلاَ تُظْلَمُونَ فَتِيلاً [النساء : 77]

7-لَّـكِنِ الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلاَةَ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالْمُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ أُوْلَـئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْراً عَظِيماً [النساء : 162]

8-وَلَقَدْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَبَعَثْنَا مِنهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيباً وَقَالَ اللّهُ إِنِّي مَعَكُمْ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلاَةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللّهَ قَرْضاً حَسَناً لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلأُدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ فَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ [المائدة : 12]

9-إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ [المائدة : 55]

10- وَاكْتُبْ لَنَا فِي هَـذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ إِنَّا هُدْنَـا إِلَيْكَ قَالَ عَذَابِي أُصِيبُ بِهِ مَنْ أَشَاء وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَـاةَ وَالَّذِينَ هُم بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ [الأعراف : 156]

11 -فَإِذَا انسَلَخَ الأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُواْ الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُواْ لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ [التوبة : 5]

12-فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَنُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ [التوبة : 11]

13-إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَـئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ [التوبة : 18]

14 -وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ [التوبة : 71]

15-فَأَرَدْنَا أَن يُبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَيْراً مِّنْهُ زَكَاةً وَأَقْرَبَ رُحْماً [الكهف : 81]

16 -وَحَنَاناً مِّن لَّدُنَّا وَزَكَاةً وَكَانَ تَقِيّاً [مريم : 13]

17-وَجَعَلَنِي مُبَارَكاً أَيْنَ مَا كُنتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيّاً [مريم : 31]

18-وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِ مَرْضِيّاً [مريم : 55]

19-وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ [الأنبياء : 73]

20-الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ [الحج : 41]

څلويښت ژباړل شوي نبوي صلى الله عليه وسلم حديثونه

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې : څوك هم زما څلويښت داسې حديثونه ياد كړي چې دهغه په ديني چارو كې په كارراشي نو هغه به عالم ګڼل كيږي , له شهيدانو سره به راپورته كول كيږي ,دقيامت په ورځ به زه پخپله دهغه دايماندارۍ شاهد يم , او دهغه سفارش به كوم , اوورته ويل كيږي به چې : دجنت له كومې دروازې وغواړي نو جنت ته تلای شې .
پدې حديثونو كې لاندې موضوعګانې څيړل شوي :

1- دځان او كالو پاكي ..............2-دوخت ساتنه ......................3-سادګي غوره كړئ
4 -
بسپنه غوښتل ..........................5-دګاونډي حقونه..................6 - حلاله ګټه
7-
ښندنه اوقرباني.........................8-استقلال................................9- يووالى
10-
دكينې بدوالى........11--له مور پلار سره چلند........12-له خپلوانو سره چلند

1- دځان او كالو پاكي :

1-الطهور شطر الايمان . (مسلم)
ژباړه :پاك صاف ګرځيدل نيمايي ايمان دي .
2-غسل يوم الجمعة واجب على كل محتلم وان يستن وان يمس طيبا . (بخاري)
ژباړه :دجُمعې په ورځ لامبل دهر ځوان لپاره اړين دي ,هغه ته ښايي چې غاښونه په مسواك پاك كړي او خوشبويي ولګوي .

2- دوخت ساتنه :

3-الصلوة على وقتها (بخاري )
ژباړه :پخپل مهال لمونځ كول (الله تعالى ته ترټولو كارونو غوره دى )
4- صل الصلوة لوقتها (مسلم)
ژباړه : لمونځ په خپل وخت ادا كوه .
5-الصلوة اذا اتت , والجنازة اذا حضرت ,والايم اذا حضرت لها كفوا . (ترمذي )
ژباړه : (پدې دريو كارونو كې هيڅكله ځنډ كول نه دي پكار ) لمونځ چې وخت يې راشي ,جنازه چې مخې ته موجوده وي , او دكونډې نكاح كله چې هغې ته خاوند پيداشي .
6-يعمل بنفسه فينفع نفسه ويتصدق (بخاري )
ژباړه : (په سړي باندې لازمه ده چې) چې دخپلو مټو په زور ځانته ګټه ورورسوي او صدقه وركړي .
7-ما اكل احد طعاما خيرا من ان يأكل من عمله وان النبي الله داود كان يأكل من عمل يده (بخاري )
ژباړه : څوك چې دخپلو مټو په زور كار كوي او خوراك برابروي او خوري يې نو تر هغه ښه خوراك نشته ,او دالله تعالى نبي حضرت داود عليه السلام به دخپل لاس ګټه خوړله .

3- سادګي غوره كړئ :

8-من لبس الحرير في الدنيا لم يلبسه في الآخرة (بخاري )
ژباړه :څوك چې په نړۍ كې وريښم واغوندي نو هغه ته به دآخيرت په ورځ نه وراغوستل كيږي .
9-البسوا ثياب البيض فانها اطهر واطيب (ترمذي)
ژباړه :سپين كالي اغوندئ ځكه چې هغه خورا ښې او پاكې وي .
10-من لبس شُهرة في الدنيا البسه الله ثوب مذلة يوم القيامة (ترمذي)
ژباړه :كه چا دشُهرت په بڼه كوم كالي واغوستل , نو دقيامت په ورځ به الله تعالى هغه ته دذلت او رُسوايي كالي وراغوندي .

4-بسپنه غوښتل :

11-اليد العليا خير من يدالسفلى ,اليد العليا هي المنفقة السفلى هي السائلة (بخاري)
ژباړه :پورتنى لاس تر لانديني لاس غوره وي ,پورتنى لاس خرڅ كوونكى او لاندينى لاس بسپنه غوښتونكى وي .
12-والذي نفسي بيده لان يأخذ احدكم احبله فيحتطب على ظهره خير له من ان يأتي رجلا فيسأله اعطاه او منعه (بخاري )
ژباړه : په هغه ذات لوړه دچا په واك كې چې زما روح ده كه يو سړى رسۍ واخلي او دلرګيو بار پخپله شا راوړي دا غوره دى تر هغه چا چې له بل نه بسپنه غواړي نو كه دهغه زړه وغواړي نو وركوي يي او كه يي ونه غواړي نو نه يي وركوي .
13- لا تسألواالناس شيئا (بخاري )
ژباړه :تاسې به له هيچا نه بسپنه نه غواړئ (دادبيعت يو شرط وو ) .

5-دګاونډي حقوق :

14-لا يمنع جار جاره ان يغرزخشبه في جداره (بخاري)
ژباړه : هيڅ ګاونډی دې بل ګاونډی د ده په ديوال باندي دلرګي له ښودلو نه منع كوي .
15- مازال جبريل يوصيني باالجار حتى ظننت انه سيورثه (بخاري)
ژباړه :دګاونډي په هكله ماته جبرائيل دومره وينا وكړه چې آن ګمان مې وكړچې ګاونډی به زما وارث (ميراث خور) كړي .
16- والله لايؤمن والله لايؤمن قيل ومن يا رسول الله !قال الذي لايأمن جاره بوائقه (بخاري)
ژباړه : په خدای سوګند هغه سړى ايمان درلودونكى نه دى , په خدای لوړه هغه سړى ايمان درلودونكى نه دى ورڅخه وپوښتل شول چې څوك اى رسول الله ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : هغه څوك چې دهغه له ضررونو څخه دهغه ګاونډي بې غمه نه وي .
17-من كان يؤمن بالله واليوم الآخرفلا يؤذجاره (بخاري)
ژباړه :څوك چې په خدای او دآخيرت په ورځ ايمان لري نو هغه دې ګاونډي ته ربړ يا تكليف نه رسوي .
18-لا تحقرن جارة لجارتها ولو فرسن شاة (بخاري)
ژباړه :هيڅ يوه ګاونډۍ ښځه دې خپلې بلې ګاونډۍ ته د وُزې دپښې په ډالۍ كولو كې نه شرميږي .
19 -اذا طبخت مرقة فاكثر ماءها وتعاهد جيرانك (مسلم )
ژباړه :كله چې ته شوروا پخه كړې نو اوبه يې ډيرې كړه او دخپل ګاونډي خيال ساته .

-6 حلاله ګټه :

20-يأتي على الناس زمان لايبالي المرء مااخذ منه ا من الحلال ام من الحرام (بخاري)
ژباړه :په خلكو باندې داسې زمانه هم راتلونكې ده چې سړى به هيڅ فكر نه كوي چې داشى ده ته له روا لاري لاس ته ورغلى كه له حرامې لاري .
21- ان الله طيب لايقبل الله الا الطيب ,وان الله امر المؤمنين بما امر به المرسلين فقال يايهاالرسل كلوا من الطيبات واعملوا صالحا وقال تعالى يايها الذين آمنوا كلوا من الطيبات ما رزقناكم ثم ذكر الرجل يطيل السفر اشعث اغبر يمد يديه الى السماءيا رب يا رب ومطعمه حرام و ملبسه حرام وغذي بالحرام فانى يستجاب لذلك (مسلم )
ژباړه :الله تعالى سپيڅلى دى اوسپيڅلتيا خوښوي ,الله تعالى مسلمانانو ته هم دهغه څه حكم كړى دكوم څه حكم چې يې رسولانو ته كړى وو ,الله تعالى فرمايلي : اى رسولانو پاك شيان خورئ او ښه عملونه كوئ ,او فرمايلي يې دي : اى مسلمانانو :هغه څه چې مونږ تاسې ته دركړي له هغوی نه حلال شيان خورئ ,له هغه وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم ديوه داسې چا ذكر وكړ چې لوی سفر كوي ,پريشان حاله وي ,په ګرد لړلي دواړه لاسونه داسمان لور ته پورته كوي او وايي اى پالونكي ! اى پالونكي ! ليكن دهغه خوراك ,څښاك ,لباس او غذا هرڅه حرام وي , نو دهغه دعا به خاوري قبوله شي ؟
22-من تصدق بعدل تمرة من كسب طيب ولا يقبل الله الاالطيب فان الله يتقبلها بيمينه ثم يربيها لصاحبها كما يربي احدكم فلوه حتى تكون مثل الجبل (بخاري)
ژباړه :څوك چې له حلالې ګټې ديوې خُرما په پرتله صدقه وركړي او الله تعالى خو حلال قبلوي , او خدای جل جلاله هغه صدقه پخپل ښي لاس قبلوي ,او دمال دڅښتن لپاره يې داسې پالي لكه له تاسې نه چې څوك سخوندر پالي تر دې چې (خدای جل جلاله دهغې صدقې اجر ) دغره برابركړي .
23-طلب كسب الحلال فريضة بعد الفريضة (شعب الايمان )
ژباړه : (له نورو ) فرايضو وروسته دحلال رزق لټه فرض ده .

7-ښندنه او قرباني :

24-رباط يوم في سبيل الله خير من الدنيا وما عليها (بخاري)
ژباړه :دخدای جل جلاله په لاره كې يوه شپه پهره داري كول تر ټولې نړۍ او دهغې له ټولو سامانونو نه غوره دي .
25-ابني هذا سيدولعل الله ان يصلح به بين فئتين من المسلمين (بخاري)
ژباړه :زما دا ځوی (حسن رضي الله عنه ) سردار دى , ليرې نه ده چې لوی خدای د ده په لاس دمسلمانانو ددوو لويو غورډلو تر منځ سوله راولي .
26-اماطة الاذى عن الطريق (بخاري)
ژباړه : (دايمان تر ټولو وړه درجه) له لارې نه دربړوونكو څيزونو لرې كول دي .

8-استقلال :

27-ادومه وان قل (بخاري)
ژباړه : (دخدای جل جلاله ) په نزد هغه كار ترټولو ډير غوره دى چې لږ وي خو تل وي .
28-مه عليكم بما تطيقونفو الله لايمل الله حتى تملوا وكان احب الدين اليه ما داوم عليه صاحبه (بخاري)
ژباړه : پر تاسې اړينه ده چې له خپل ځواك سره سم كار وكړئ , په الله تعالى لوړه ده چې خدای جل جلاله نه ستړى كيږي( (داجر په وركولو كې) تر څو تاسې ستړي نه شئ .
29-قل آمنت با الله ثم استقم (مسلم )
ژباړه : ووايه چې ما په خدای ايمان راوړى او بيا (پخپله دې خبرې ) ټينګ اوسيږه .

9-يووالى :

30- ماانا عليه واصحابي (حاكم)
ژباړه: (جنتي ) هغه دى چې زما او زما دملګرو په لاره عمل كوي .
31- من فارق الجماعة شِبرا فقد خلع ربقة الاسلام من عنقه (ابوداود)
ژباړه : څوك چې ديوې لويشتې په پرتله له خپلي ټولۍ نه جلا شي نو ګواكې هغه له خپلې غاړې نه داسلام كړۍ لرې كړه .
32-انه سيكون هنات وهنات فمن اراد ان يفرق امر هذه الامة وهي جميع فاضربوه باالسيف كائنا من كان (مسلم)
ژباړه : ډير نژدې به شر او فساد جوړ شي نو كه څوك وغواړي چې پدې امت كې جلالوالى راولي حال دا چې امت سره يوځای وي نو هغه ووژنئ كه هغه هر څوك وي .

10-دكينې بدوالى :

33-ولا تحاسدوا .
 ژباړه : او پخپل منځ كې كينه مه سره كوئ .
34- دب اليكم داءالامم قبلكم الحسدوالبغضاء هي الحالقة لا اقول تحلقوا الشعر ولكن تحلقواالدين (ترمذي)
ژباړه : په تاسې كې به هغه ناروغي راشي كومه چې په پخوانيو خلكو كې وه , يعنې كينه او بغض ,دا خرييونكي ده , زه دا نه وايم چې هغه ويښتان خريي بلكه هغه دين له منځه وړي .
35 -اياكم والحسد فان الحسد يأكل الحسنات كما تأكل النار الحطب (ابو داود)
ژباړه : له كينې نه ډډه وكړئ ,ځكه چې كينه نيكي داسې خوري لكه اور چې لرګي خوري .

11-له مور پلار سره چلند:

36-الكبائر الاشراك باالله وعقوق الوالدين (بخاري )
ژباړه :لويې لويې ګناوې دادي : له الله تعالى سره شريك نيول ,او دمور پلار نافرماني كول .
37-ولا تعقن والديك وان امراك ان تخرج من اهلك ومالك (مسند احمد)
ژباړه :او دخپل مور پلار دامر سرغړونه مه كوئ كه څه هم هغه تاسې ته ووايي چې له خپل اهل او عيال او شتمنۍ نه لرې شه .

12-له خپلوانو سره چلند:

38- من احب ان يبسط له في رزقه وينسأله في اثره فليصل رحمه (بخاري)
ژباړه : كه څوك دعمرزياتوالى اودرزق فراخي غواړي نو له خپلوانو سره دې ښيګڼې كوي .
39- لا تنزل الرحمة على قوم فيهم قاطع رحم (شعب الايمان )
ژباړه : په هغه قوم رحمت نه راښكته كيږي په چا كې چې خپلوي پريښودونكى موجودوي .
40 -لا يدخل الجنة منان ولاعاق ولامدمن خمر (نسائي)
ژباړه : احسان باروونكى ,او دمور پلار نافرماني كوونكى , او شراب څښونكى دا درې واړه به جنت ته نه ځي .

دمدینی جانان ته سلام!

يو مهم خبر

  

هغه پليد ډنمارکي چه يو کارتون (کاريکاتور)يي د حضرت محمد (ص) دتمسخر کولو په خاطـــر رسم کړي وه الله (ج) هغه مردارشخص د سوځيدو په عذاب هلاک کړو.

دډ نمارک حکومت دغه خبر پټ وساتلو څرنګه چه يوي فلسطيني خور خوب ليدلي که هـــر کس دغه خبر خپور کړي ځلور ساعته وروسته به له خوشحالي سره مخ شي او همدارنګه يو بل مسلمان ورور چه محمد نوميږي په الله(ج) قسم خوري او وايي چه ما حضرت محمد (ص) په خوب کي وليده او ټولو مسلمانانو ته يي ددغه خبر دخپرولو امر وکړ.

 

د مسواک په کارول  نه يواځې د پيغمبر حٍضرت محمد(صل الله عليه و سلم)  يو ستر سنت پر ځای کول دي  بلکې  د مسواک کارول ډيرې روغتيايي ګټې هم لري چې غواړم په لنډ ډول ورباندې په  لاندې ليکنه کې  رنإ واچوم.

د اسلام په سپيڅلي دين کې پر  پاکوای تاکيد شوی دی او پاکوالی د ايمان يوه برخه بلل شوې ده. په دې . په بل عبارت کچيرې څوک د خپل پاکوالي (نظافت)  مراعت کولو ته پام نه کوي نو ګويا د بشپړ ايمان څښتن ندی.  د پاکوالي يوه  مهمه برخه د بدن او په ځانګړې توګه د خولې او غاښونو پاکوالي دی.

خوله نور وجود ته د خوراکي توکو او مکربونو د ننوتلو تر ټوله مهمه لار او دروازه ده. ډاکټران وايي چې په خپله د  د خولې په جوف کې يو ګڼ شمير مضر ميکروبونه موجود وي.  نو کچيرې مونږ وغواړو چې د روع صحت څښتنان وو، نو پکار ده چې د بدن داخل ته تر ټولو لومړی  د همدغې دروازې له لارې د مکروبونو د ورتګ مخه  ونيسو.  په دې معني چې خپله خوله او غاښونه پاک وساتو.  د خولې په جوف د خولې د خولې او غاښونو  په پاکوالي کې مسواک ډيرمهم رول لوبوي.

مسواک يو مخصوص لرګی دی چې د (الأراك) د ونې له ريښو څخه لاس ته راځي. د نوموړي  لرګې ونې په عربي هيوادنو لکه سعودي عربستان، سوډان، مصر، او  جنوبي اسيا په هيوادونو لکه هندوستان او پاکستان کې پيداکيږي

د اسلام په مبارک دين کې د مسواک اهميت او ګټې:
د دين او مذهب له پلوه هم د مسواک کارول ډيرې ګټې لري او د اسلام په مبارک دين کې د هغې پر کارولو ډير تاکيد شوی دي.

حديث: عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله قال : (لولا أن أشق على أمتي
- أو على الناس- لأمرتهم بالسواك مع كل صلاة)  وفي رواية( عند كل وضوء).

ژباړه:  له أبي هريرة رضي الله عنه څخه روايت  دي چې نبي کريم صلی الله عليه و سلم فرمايلي :  کچيرې زما په امت باندې سخته نه تماميدای نو امر به مې ورته کړی وای چې له هر لمانځه مخکې د اوداسه پر مهال مسواک وکاروي.
حديث عائشة رضي الله عنها عن النبي (السواك مطهرة للفم مرضاة للرب).

ام المؤمين حضرت عائشة رضي الله عنها له  نبي کريم صلی الله عليم وسلم روايت کړی چې فرمايلي يې دي: مسواک د خولې پاکي او الله جل جلاله د رضا سبب ګرځي.
حديث:  عن عائشة رضي الله عنها أن النبي صلی الله عليه و سلم كان إذا دخل بيته بدأ بالسواك
له عايشه ضي الله عنها څخه روايت دی هغه وايي چې کله هم به هم نبي کريم صلی الله عليم وسلم کورته راننوت نو پر مسواک وهلو به يې پيل کاوه.

حديث: عن ابن عباس رضي الله عنهما أنه بات عند النبي  ذات ليلة ، فقام نبي الله  من آخر الليل ، فخرج فنظر في السماء ، ثم تلا الآية في آل عمران : { إن في خلق السموات والأرض واختلاف الليل والنهار} حتى بلغ { فقنا عذاب النار} ثم رجع إلى البيت فتسوك وتوضأ ، ثم اضطجع ، ثم قام فخرج فنظر إلى السماء فتلا هذه الآية ، ثم رجع فتسوك فتوضأ ، ثم قام فصلى.
له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چې يوه ځل يې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره شپه وه، نبي کريم صلی الله عليه و سلم د شپې په وروستۍ برخه کې پاڅيده، او د باندې ووت، داسمان په لوري يې وکتل او بيا د عمران سورت دا ايت تلاوت کړ{ إن في خلق السموات والأرض واختلاف الليل والنهار} تر دې چې  { فقنا عذاب النار} پورې ورسيده.  بيا بيرته خونې ته راننوت ، مسواک يې وواهه او اودس يې وکړ او ډډه يې ولګوله (کيښناست).  بيا بيرته ولاړ شو، د باندې ووت، اسمان ته يې وکتل او هغه ايت يې تلاوت کړ، بيا بيرته راغی، مسواک يې وواهه ، اودس يې وکړ او په لمانځه ودريد.

له حضرت له عايشه ضي الله عنها  څخه روايت دی  چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به  د مسواک  دومره ډيره يادونه کوله  چې مونږ ډاريدو  هسې نه چې په اړه يې ايت (د فرض کيدو يا واجب ګرځولو حکم) نازل شي.
 له حضرت عايشه ضي الله عنها  څخه په يو بل روايت کې رانقل شوي چې مسواک ولا لمونځ   له بې مسواکه لمانځه څخه اويا مرتبې غوره دی.  حضرت ابو هريره  په يو بل روايت کې همدغه فضيلت 75 درجې ښودلی دي.
له حضرت شهاب څخه مرسلاً روايت دی چې کله يو انسان د ورځې يا شپې لخوا د لمانځه اراده وکړي، په سمه توګه اودس وکړي او بيا لمونځ وکړي نو پريښتې د هغه ګرد چاپيره تاويږي او ور نيږدې کيږي ان تر دې چې د هغه په خله خپله خله ورږدي. نو هر څومره چې دغه شخص د قرانکريم تلاوت کوي د هغې پرښتې تر خولې ور رسيږي.  نو که يو څوک مسواک و نه کاروي نو پريښتې يې شا او خو ګرځي خو خله نه ورنيږدې کوي.
ملا علي قاري رحمه الله د مشکوۀ په شرح کې ليکلي دي چې مسواک 70 ګټې لري. تر ټولو ټيټه  (ادنی) يې  دا ده چې د ځنکندن پر مهال انسان ته  د شهادت کلمه ور په زړه کوي.

يو روايت دی چې چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم  به د پيو، خرما ، غوښې او مسواک هديه نه ردوله.
له حضرت له عايشه ضي الله عنها  څخه په يو بل روايت کې راځې چې مسواک  له مرګ پرته د هر مرض دوا ده.

مسواک سړي او ښځينه دواړه کارولی شي او د دواړو لپاره يې يو حکم دی. له ام المؤمين حضرت  ميمونه رضی الله تعالی عنها  به مسواک کارواه او په دومره اهتمام (ترتيباتو) سره به يې استعمالاوه چې هر وخت به يې په لوښي کې چمتو ايښی وو. چې لګ به هم له کارونو څخه  وزګاره شوه او فرصت به يې پيدا کړ نو مسواک به يې واهه.

د مسواک دونياوي او اخروي ګټې:
د مسواک د ديني او دونياوي ګټو په هکله د تحفه السوک في فضايل المسواک کې د حضرت علي، حضرت ابن عباس او حضرت عطا رضی الله تعال عنهما څخه د لاندينيو فايدو روايت شوی دی:
·      مسواک د الله تعال د خوشحالۍ او رضا سبب ګرځی
·      له مسواک سره لمونځ په بې مسواکه لمانځه 99 مرتبې او ان چې تر دې هم زيات ( غوره دی
·      د مسواک هميشه کارول د رزق د پراخوالي سبب ګرځي، د روزۍ د وسيلو د اسانتيا سبب ګرځي   او غنی منځ ته راوړي.
·      خوله پاکوي ،  غاښونه او وورۍ مضبوطوي او غاښونه سپينوي.
·      د سر درد له منځه وړي او د سر درګونو لپاره ګټور دی
·      نظر تيزوي، معده سموي، او د ټول بدن د تقويت سبب ګرځی
·      د ژبې فصاحت او بغلات ډيروي او حافظه تقويه کوي.
·      عقل (زکاوت) زياتوي او زړه پاکوي
·      د پريښتو د خوښۍ لامل ګرځي او ثوابونه زياتوي
·      د څيرې د نوراني کيدو له امله مسواک وهونکي سړي سره پريښتې روغبړ کوي،
·      د لمانځه لپاره په تګ کې يې پريښتې بدرګه کوي.
·      مسواک وهونکي اشخاص د انبيا کرامو د بښنې د دوعاګانو مستحق ګرځي
·      د شيطان د غصې او ناراضه کيدو سبب ګرځي
·      د غذا د هضميدو سره مرسته کوي
·      د اولاد د ډير والي سبب ګرځي
·      د زړښت د وروسته والي لامل ګرځي
·      د مسواک کاروونکي به د صراط په پله د بريښنا په څير په تيزۍ تير يږي.
·      مسواک کاروونکي ته به عملنامه په ښي لاس ورکول کيږي.
·      په بدن کې د زياتې ګرمۍ د ورکيدو او په بدن کې د دردونو د ورکيدو لامل ګرځي
·      د ځنکندن پر مهال سړي ته  د شهادت کلمه  وريادوي او د روح د اسانه وتو سبب کيږي
·      د جنت د دروازو د پرانستو سبب ګرځي.
·      د قبر د پراخيدو او له قبر سره د اُنس سبب ګرځي
·      پريښتې د مسواک د کاروونکي سړي صفتونه کوي او وايي چې دا هغه څوک دی چې د انبياوو په نقش قدم روان دی او هر ه  ورځ د هغوی د اتباعو غوښونکی دي.

·      مسواک وهونکي شخص ته  د مرګ پر مهال پريښتې  په داسې شکل راځي لکه څرنګه چې اوليا کرامو او په بعضي رواياتو کې خو راغلي چې انبيا کرامو ته را ځي.
لنډه دا چې د مسواک يو ګڼ شمير نورې ګټې هم شته او د فضيلت په هلکه يو ګڼ شمير نور احاديث هم شته دي چې مونږ يې دلته په پورتنيو باندې بسنه کوو.

د مسواک حکم:
لکه چې پورته يادونه وشوه د د اسلام د مبين دين  داکثرو علماوو په اند د مسواک  د کارولو حکم  سنت دی. يو شمير خو يې لا ان واجب ګڼي خو وايي چې  په پريښودلو يې لمونځ نه مکروه کيږي.
په هر صورت،   د مسواک  حکم په اړه د علماوو اختلاف په خپل ځای پريږو،  خو يوه خبره څرګنده ده او هغه دا چې نبي کريم صلی الله عليه و سلم د هغه د کارولو په هکله امر کړی او په خپله يې هم کارولی دی.
د مسواک اوږدوالی هم بايد چې مناسب او او پنډوالی يې بايد د کوچنۍ ګوتې برابر وي.

د مسواک د کارولو وختونه:
د امام ابو حنيفه په مذهب/نظر د مسلمانانو لپاره د مسواک کارول د اودسه پر مهال، د لمانځه په وخت، د قرانکريم د تلاوت پر وخت، له خوب نه د پورته کيدو پر وخت، کورته د ننوتلو پر وخت، د خلکو تر منځ په يوه غونډه يا اجماع کې د ناستې پر وخت، او د غاښونو دپاکولو پر وخت کې غوره ګڼل شويدي.
يو شمير نورو علماوو لکه امام شافعي، مالک او امام حنبل صاحبانو په ځينې نورو وختونو لکه  د بوی لرونکي غذا تر خوړولو ورسته، د خبرو پر مهال، له اوږده سکوت وروسته، د شپې لخوا د  ويترو له لمانځه  وروسته،  هم د مسواک استعمال غوره ګڼلی دی .

په هر صورت ډيری اسلامي علما په دې نظر دي چې په لاندې وختونو کې د مسواک کارول مستحب او ښه کار دي:
-      د اوداسه او لمانځه پر وخت
-     له خوب نه تر پاڅيدو وروسته
-     کور ته د ننوتو پر مهال
-     د خولې د خوند د خربيدو او بدليدو پر مهال.
د اسلامي علماوو او فقهاوو تر منځ  د روژه دار لپاره  مخکې له زوال څخه د مسواک په کارولو کې کوم اختلاف نشته. خو وروسته تر زواله د فقهاوو نظرونه سره توپير لري، ځينې يې وايي چې کارولي ېي باک نلري خو ځينې نور يې بيا ښه نه ګڼي.

د  طب او ساينس له نظره د مسواک ګټې:
د طب له نظره هم د مسواک کارول ډيرې ګټې لري. د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د نړۍ پنځه ميلونه وګړي د غاښونو د چنجن کيدو (Caries)  په مرض اخته دي نوموړې سازمان په 1986 کال کې د مسواک د کارولو وړانديز وکړي  او په 2000 کال کې يو نړيوال راپور کې د پايلې په توګه داخبره غوټه شوې وه چې د ملګرو ملتونو په واسطه د خولې د روغتيا پالنې لپاره دې  چې په دې هکله بايد نورې څيړنې هم تر سره شي تر څو د مسواک اغيزې سند او ثبت شي

د ډاکټر خالد الماس په مشرۍ د غاښونو د ډاکټرانو لخوا دسعودي عربستان د السعود په پوهنتون کې د مسواک د ګټو په هکله يو لړ څيړنې تر سره شويد، څيړنو ښودلې ده چې  د مسواک په لرګي کې  تر 19 داسي طبعي توکي شته دي چې د غاښونو د روغتيا لپاره ګټور دي. په هغه کې د جراثيمو ضد يو شمير طبعي توکي هم شامل دي چې د بيلګې په توګه يې  يو شمير يې په لاندې څو ليکو کې ذکر شوي دي.

د مسواک په لرګي کې د فلورايد، سليکان، القلي ، غوړي او ځينې نور توکي موجود دي. دا ټول هغه مواد او توکي دي چې د غاښونو په ترکيب کې بنټيزه ونډه لري. نن سبا چې د غاښونو کوم کريمونه په بازار کې موجود دي د هغو جوړونکي هم د خپلو توکو د پلورلو لپاره د  سوداګريزو خبرتيا وو له لارې د خپلو محصولاتو په ترکيب کې  د  پورتنيو يادو شويو توکو د ګډون يادونه کوي.
د طب علما په دې اند دي چې د يادو توکو سربيره  د مسواک (اراک) په جوړښت کې  يو ډول تيل/غوړي (Aromatic Oil)، او تيزاب  (Tannic Acid) هم  شامل دي . اروماتيک ايل  د خولې د لعاب د ترشح سبب ګرځي او همد لعاب دي چې خوله هميشه لمده او تازه ساتي.   ټانيک اسيد بيا د ووريو د تحکيم او د امراضو د مخنيوي، د کوچنيو زخمنو د رغيدو،او له غاښونو څخه د وينو د وتو د مخنيوي سبب ګرځي.
همدارنګه د مسواک په لرګي کې د (Glycoside)  په نامه يوه بله ماده هم موجوده ده کومه چې تير بوی او سوزونکی خوند، هغه څوک يې ښه تشخيص کولای شي چې په لومړ ي ځل مسواک کاروي. دغه ماده هم د مکروبو او يا جراثيمو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

همدرانګه د مسواک په بوټي کې د سوديم باي کاربونيټ هم موجود دی چې د غاښونو تر منځ په پټو شويو د خوړو د کوچنيو زرو د کومو پاته کيدل چې د غاښونو د خرابيدو سبب کيږي په له منځه وړلو کې مهم رول لري.
د السعود د پوهنتون څيړونو دا هم جوته کړې چې د مسواک کارول د غاښونو د درد په ارامولو او ورکولو کې مرسندوی واقع کيږي.  پر دې سربيره په لويانو کې د سګرټ څکولو او په کوچنيانو کې د ګوتې د رودلو څخه مخه نيسي.  همدارنګه د معدې او هاضمې د سيستم د پرستالتيک حرکاتو کې هم مرسته کوي په بل عبارت له معدي سره د غذايي توکو په هضم کې کومک کوي.

په 2003 زيږديز کال د مسواک او د غاښونو د کريم د مقايسې په اړه د سعودي  عربستان د مکې  په النور روغتون کې علمي څيړنې شوي چې په پايله کې يې د مسواک استعمال د غاښونو د برس او کريم په پرتله ګټور ښودل شوی..  همدرانګه څيړونو جوته کړيده چې د هغه مکروبو نو په وړاندې چې د خولي په جوف کې موجود دي د مسواک کارول د غاښونو د کريم په پرتله ډير ښه او جوت تاثير لري. په لاندې دلايلو سره مسواک د غاښونو د کريم او برس په پرتله ګټور او اغيزناک بلل شویدي.

مسواک په هر ځای کې پيدا کيږ ي او په اسانۍ لاس ته راځي. د کريم او برسه په پرتله يې قيمت ډير زيات کم دی. د سفر پر مهال په اسانۍ له ځان سره ليږديدلای شي. کله چې د شپې لخوا مسواک وکارول شي نو کله چې سهار له خوبه پاڅيږو خوله به مو مرطوبه او تازه وي په داسې حال کې چې کچيرې په همدغه وخت کې د غاښونو برس او کريم وکارول شي نو د سهار له مخې د پاڅيدو پر مهال داسې نه وي. بل دا چې برس او کريم د غاښونو او ووريو د تخريب او رژيدو سبب هم ګرځي.

له روغتيايي پلوه د مسواک نورې ګټې عبارت دي له:
·      په دوامدار او مسلسل ډول د مسواک کارول د غذا له خوړلو مخکې او وروسته د غاښونو د زيړوالي مخه نيسي
·      د مسواک کارول د غاښونو او ووريو د ټينګښت سبب ګري او د چيجن کيدو څخه يې هم ژغوري.
·      د مسواک کارول د خولې د بد بوی د ورکيدو او دخوشبويي د رامنځ ته کيدو لامل ګرځي.
·      د مسوا ک کارول د خولې دخوند(ذايقې) د ښه کيدو او د غاښونو د سپين والي سبب کيږي.
·      مسواک د غږ په شفافيت او وضاحت کې هم مهم رول لوبوي.

د رحمت الشيخ  په نامه يو عالم  د حضرت ابن عباس نه مرفوعا روايت را نقل کړی هم د مسواک د ګټو په هکله ليکلي چې  د مسواک کارول ، بلغم ورکوي، د سترګو ديد زياتوي، غږ صافوي،  د خبرو جريان اسانه کوي، ، د غذايي توکو په هضم کې مرسته کوي، د معدې د صحت لپاره هم ګټور دي، ، د حاضرو ملايکو د خوښۍ سبب ګرځي، د خولې بد بوی ورکوي، د نيکيو(حسناتو )د ډيروالي سبب ګرځي او  د الله د رضايت سبب ګرځي. بل ځای ذکر شويدي چې د مسوا ک کارول، په ادرار کې هم  مرسته کوي،
د مسواک اوږدوالی هم بايد چې مناسب او او پنډوالی يې بايد د کوچنۍ ګوتې برابر وي. 

د دوو اخترونو په منځ کې واده کول روا دی ؟

آيا د دوو اخترونو په منځ کې نکاح  يا واده  کيږي او که نه  ، که کيږي دليل يې څه دی او که نه کيږي دليل يې څه دی ؟

بسم الله الرحمن الرحيم

دا خبره چه د دؤ اخترونو تر منځ بايد واده ونشی بالکل غلطه ده .(د ابوالمختار حنفی فقه – فتاوی يوسفيه ج ۱ ص ۳۶۱ ) .

دا ځکه چې دا د جاهليت د وخت يوه زړه کاپی راپاتی شوي ده او له بده مرغه په ځنو خلکو کې لاهم شته .
د نکاح کولو په اړه په اسلام کې بې حده ذيات ترغيب راغلی دی حضرت محمدص ارشاد مبارک دی چه : نکاح زما له سنتو څخه ده څوک چې زما له سنتو مخ وګرځوی هغه له ما څخه نه دی .

ولی داسې ندي  راغلی چه په فلانی وخت کې نکاح کول فضيلت لری او په فلانی وخت کې ښه نه ده  بلکی يو نيک کار دی هر وخت چې برابر شي کول يې پکار دي .
                                                                                                        کابل افغانستان                     

داستخاری ،تهجد،حاجت او تسبيح لمونځ

د استخاری لمونځ

که سړی د کوم کار اراده وکړی  او دهغه په  شروع کې د شک او ترديد په حال کې وی یعنی نه پوهيږي چه پدی کار کې به زما خير وي او که شر نو پداسې وخت کې مسلمان ته پکار ده چه د الله تعالی څخه مشوره او صلاح وغواړی  چه هغه د استخاری لمونځ او دُعا ده .

په  حديث شريف کې ددی ډير ترغيب راغلی دی او نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلی دی چه د الله تعالی څخه صلاح او مشوره نه طلبول او استخاره نه کول د بدبختی او کم نصبۍ خبره ده که چيری څوک واده کوي او يا د سفر اراده لری نو استخاره دې وکړي  ان شآء الله چه نتجه به یې ښه وي .

همدارنګه درسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : د استخاری کوونکی کله هم نه نامراده کيږي او مشوره کوونکی کله هم نه پښيمانه کيږي او له اقتصاد او کفايت څخه کار اخيستونکی کله هم نه اړ کيږي .

د استخاری د لمانځه  طريقه داده چه اول به دوه رکعته نفل لمونځ وکړی او د لمانځ نه ورسته په اخلاص او ښه نيت دا دعا ووائي .

اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعلْمِكَ، وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسَأَلكُ مِنْ فَضْلِكَ العَظيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلا أَقْدِرُ، وَتَعلَمُ وَلا أَعلَمُ، وَأَنتَ عَلاَّمُ الغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمرَ خَيْرٌ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَيَسِّرهُ لي، ثُمَّ بَارِكْ لي فِيهِ، وَإِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي، أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَاصْرِفْهُ عَنَّي وَاصْرِفني عَنهُ وَاقُدْرْ ليَ الخَيرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ أَرضِني بِهِ. (بخاري ،مسلم او ابن ماجه ).

کله چه په مخکني  دعا کې هَذَا الأَمْرَ  ته ورسيږي کوم کار چه قصد او اراده يې لری  هغه به په زړه کې  را وګرځوي . 

بيا به په اداسه مخ پر قبله بيده شي .

ځنو صالح او ښو خلکو ويلی چه  که په خوب کې سپين او شنه شی ووينی ښه به وي او که تور او سره شی ووينی بد به وي او که هيڅ خوب ونه وينی نو بيا به د زړه ارادی ته ګوری چه زړه يې پر هره لاره مايل وي همغه لاره به غوره کړي .

 دحاجت لمونځ

که سړی له داسې کار سره مخ شي چه د منډو ترړو او د اسباب کارولو باوجود نه پوره کيږي يا يې پوره کول سخت وي نو په ښه شان به اودس وکړی دوه رکعاته لمونځ د قضای حاجت په نيت سره وکړی ورسته به دخدای ج حمد او ثنا او درود شريف ووائي او دا دعا دې ووائي :

لا إِلَهَ إِلاَّ الله الحَلِيمُ الكَريمُ، سُبحَانَ رَبِّ العَرشِ العَظيمِ الحَمْدُ للهِ رَبِّ العَالمِينِ، أَسأَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحمَتِكَ وَعَزَائمَ مَغفِرَتِكَ وَالغَنيمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ، وَالسَّلامَةَ مِنْ كُلِّ إِثْمٍ، لا تَدَعْ لي ذَنباً إِلاَّ غَفَرْتَهْ وَلا هَمَّاً إِلاَّ فَرَّجْتَهْ، وَلا حَاجةً هِيَ لَكَ رِضاً إِلاَّ قَضَيتَهَا يَا أَرحَمَ الرَّاحمينَ".

  د تسبيح لمونځ

 ددی لمونځ کول لوی فضيلت لری ددی لمونځ په کولو سره د انسان ورسته اومخکی ،لوی او واړه ،ښکاره او پټ ټول ګناهونه الله تعالی ور معاف کوي  دا لمونځ محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته ور ښولی وو او ورته فرمايلی ئی وه چه که ئی کولای شی نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي هره جمعه ئی کوه او که ئی هره جمعه نه شی کولای نو په کال کې ئی يو وار کوه که په کال کې  ئی يو وار هم نشی کولای نوپه ټول عمر کې ئی يو واری ضرور او خامخا کوه .

ددی لمانځه څلور رکعتونه دی  د نور لمونځونو پشان  دی يواځی تسبحات پکې ذيات شوی چه په همدی وجه  د تسبيح لمونځ بلل کيږي  د کولو طريقه يې په لاندی ډول ده .

دغه تسبحات به په لاندی ترتيب سره ويل کيږي :

سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لله وَ لآَ اِ لهَ اِ لاَّ اللهُ وَ اللهُ اَکْبَرُ

چه نيت وتړی تر ثنآء يعنی سبحنک اللهمُّ  ورسته دا تسبيحات پنځلس ۱۵ واره وائی  بيا تر اغوذ بالله ،بسم الله ،الحمدالله او سورة ورسته لس ۱۰ واره ئی بيا په رکوع کې تر سبحان ربی العظيم ورسته لس ۱۰ واره بيا د رکوع نه ورسته په قومه کې لس ۱۰ ځله بيا په اوله سجده کې تر سبحان ربی الاعلی څخه ورسته لس ۱۰ واره بيا په جلسه کې (د دواړو سجدو تر منځ کيناستل ) لس ۱۰ ځله بيا په دوهمه سجده کې هم لس ۱۰ ځله وا ئی چه دا تسبح به په يوه رکعت کې پنځه اويا ۷۵ ځله کيږي ددی څخه ورسته به دوهم رکعت د پاره ولاړ شي د الحمدلله څخه مخکې به پنځلس ۱۵ ځله دا کلمی ووا ئی ،همدارنګه په پاتی رکعتونو کې په په پورته ذکر شوي  ډول لوستل کيږي چه په څلورو رکعتونو کې دغه کلمی دری سوه ۳۰۰ واره کيږي .

دغه لمونځ بغير له مکروهه وخت ( لمر راختل ، لمر پريوتل او  غرمه ) څخه بغير نور پر هر وخت کې کيږي.

 د تهجد لمونځ

دفرضي  لمانځه  وروســــــــــــــته  ترټولو غوره لمونځ  دشپې [ دتهجد] لمونځ  ده .

په حديث شريف کې راغلی دی  دآخری شپی دوه رکعته لمونځ دټولی دنيا نه بهتر دی که څيری ماته د دمشقت او تکليف ويره نه وی نو په امت به می فرض کړی وی .

حضرت ابوامامه رضى الله تعالى عنه روايت كوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو  نيكو وګړو هم عادت همدا و، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي ، ګناهونه مو له منځه وړي او ځنى مو ترى ساتى ( ترمذى )

 دتهجد د لمانځه وخت د ماسخوتن له لمانځه ورسته تر رښتينی  سبا (صبح صادق ) پوری کيږي خو غوره وخت يې د شپی آخره حصه ده .

د تهجدو دلمونځ ترټولو كم مقدار ۲ متوسط يې۴ او زيات يې ۸ يا ۱۲ ركعتونه  دی .

اسلامي اخلاق د روښانه ژوند لاره

اسلام داسې یو شامل دین دی چې د انسان د ژوند هره برخه یې د خپلو زرینو ارشاداتو په پلوشو کې رانیولې ده.
اخلاق د اسلام د هغه بنسټونو څخه دي چې انسانانو ته یې همیشه په هغه باندې ټینګار کړی  چې ګواکي د خپل مور، پلار، کورنۍ، میرمن، اولاد، کلي، ولس، ماحول، ټولنې، هیواد، سیمې او نړۍ د خلکو سره څرنګه اخلاق باید وشي او کومه تګلاره د دوی په وړاندې په داسې توګه خپله شي چې مسلمانو وګړو ته یو بختور، مبارک او روښانه ژوند و بخښي.
د انسانانو ژوند داسې سره اخښل شوی دی چې د یو بل له همکارۍ پرته د خپل ژوند د کاروان پرمختګ ورته ناشونی دی  او دغه راز همکاري بیا د اخلاقو په چوکاټ کې سر ته رسیږي.
د اخلاقو په هکله د اسلام ستر پیغمبر وايي: ژباړه ( په تحقیق سره زه د دې لپاره په پیغمبرۍ مبعوث  شوی یم چې د غوره اخلاقو د عملي کولو پروسه بشپړه کړم) د دې مانا دا شوه چې اسلام او غوره اخلاق له یو بل سره څومره نږدې تړاو لري چې د لوی خدای (ج) نازولی پیغمبر یې په خپله وايي چې زه په ټولنه کې د غوره اخلاقو د بهیر د بشپړولو په موخه لوی خدای د پیغمبرۍ په مبارک رسالت باندې مامور کړی یم.
اوس پوښتنه دا ده چې په اسلامي ټولنه کې د اخلاقو عملي مانا څه شی ده او مسلمان باید د خپلو مومنو وروڼو په مقابل کې له څه ډول چلند څخه کار واخلي؟
اخلاق هغه غوره اعمال دي چې انسان یې په خپلو کړو وړو کې ښکاره کوي چې له ایمان څخه رانیولې د دیني مناسکو تر اجرا او له نوور انسانانو سره کړو وړو په درشل کې تر سره کیږي.
مومن مسلمان ته ښايي چې د فرضي عباداتو په تر سره کولو سره سره دا خبره په ثبوت و رسوي چې هیڅ مسلمان ته به نه د خولې او نه هم د خپلو کړو وړو په وسیله ضرر رسوي. همدارنګه د خپلې کورنۍ د غړو، مور، پلار، وروڼو، خویندو، زامنو او د ټولنې د عامو وګړو سره به داسې چلند کوي چې چاته پکې د ضرر رسولو یوه ذره نیت او عمل موجود نه وي. ځکه چې د یوه حدیث شریف مضمون دی وايي څوک چې مسلمان ته د ضرر د نه رسولو ضمانت وکړي نو د اسلام د ستر پیغمبر د ارشاداتو سره سم هغه ته د جنت ضمانت شوی دی.
بل دا چې هر څه ته به د شک په سترګه نه ګوري، د یوې موضوع په باره کې به تر هغه فیصله نه کوي چې حقیقت په ښه توګه ورته څرګند شوی نه دی.
د هر ډول ګناهونو لکه غلا، لاره نیول، شوکې، د نورو مسلمانانو له آزار او هر ډول ناروا عمل څخه به ډه ډه کوي او په هغو اعمالو به د بطلان کرښه را کشوي چې اسلام حرام ګرزولي دي.
په همدې توګه اسلامي اخلاق ایجابوي چې د هر ډول نشه یې توکو له کرلو، سوداګرۍ، قاچاق او استعمال څخه به د خپل ځان، کورنۍ، ماحول، ټولنې، هیواد او سیمې حفاظت کوي او د دې ناولې پدیدې د مخنیوي په لاره کې خپل کردار ادا کوي.
اسلامي اخلاق موږ ته لارښوونه کوي چې د خپلو خلکو تر منځ د بدبینۍ، نفاق، بیلتون او خرابوالي په ځای د ورورګلوۍ، سولې، یووالی او وحدت مزي را ټینګ او د یوې هوسا ټولنې د جوړولو لپاره لاس په کار شو.
له غیبت، بهتان، ښکنځلو، بدو ویلو او بې ځایه د یو بل مسلمان متهم کولو څخه ځان ساتنه د اسلامي اخلاقو یوه بله نمونه ده چې مسلمان یې په خپل ژوند کې په ثبوت رسوي او یاد شوي ټول څیزونه د کبیره ګناهونو په جمله کې راځي چې ریښتنی مومن هر وخت خپل ځان ترې ساتي.
د اسلامي اخلاقو یوه اساسي غوښتنه له انسانانو څخه دا ده چې د پوهې ژوند غوره کړي او هغو بنسټونو ته په ریښتنې توګه کار وکړي چې د ټولنې په وړاندې د تورتم دروازې تړي او د پوهې په روښانه کاروان کې یې ورګډوي. نو له همدې کبله مسلمانانو ته ښايی چې له خپلو تعلیمي موسساتو، مدارسو او ښوونځیو سره د بې پروایۍ لاره غوره نه کړي بلکي په ښه توګه یې سمبالې او د خپلو حاضرو او راتلونکو نسلونو د سالمې روزنې زانګو ترې جوړه کړي.
خدای دې موږ ټول په غوره او ریښتنیو اسلامي اخلاقو سمبال کړي.

درمضان دمياشتې روژه

درمضان دمياشتې روژه فرض ده اودفرضيت دليل يې دبقرې دسورې (١٨٥) آيت شريف دي چې ژباړه يې ده:(څوک چې حاضرشول له تاسې څخه مياشتې دروژې ته نوروژه دې ونيسي).اودهمدې سورت په (١٨٣) آيت شريف کې دروژې پرفرضيت باندې دلالت کوي چې ژباړه يې ده:(فرض کړاي شوې ده په تاسې روژه لکه چې فرض کړل شوې وه په هغوکسانوچې ستاسونه مخکې وه).روژه ډېرفضيلتونه لري چې په کتاب الله اونبوي احاديثوسره ثابت شوي دي لکه دهمدې سورت (١٨٥) آيت شريف چې ژباړه يې ده: (دروژې مياشت هغه مياشت ده چې قرآن پکې نازل شوي دى).

روژه داسلام درېيم رکن دى چې په لغت کې مطلق بندوالي ته وايي اوپه شريعت کې دنيت په بنادټاکل شويوشيانوڅخه په ټاکلي وخت ديومکلف شخص له خواپه خپل نفس باندې بنديزلګول دي،څرنګه چې روژه بې له نيت څخه نه صحيح کېږي نودرمضان مبارک دمياشتې دروژې اودټاکل شوې روژې نيت له شپې څخه ترزواله پورې صحت لري اوهمدارنګه دنيت تعين هم ضروري دى لکه دقضايي،نفلي اوکفارې روژې نيت نيسو،له نيت څخه مقصداراده کول دي اوپه خوله باندې دکوموخاصوالفاظوويل ضروري نه دي.

که خوراک،څښاک په داسې حالت کې وشي چې روژه يې هېره وي يامحتلم اوشيطان يې وغولوي،ياځان غوړکړي يارانجه پورې کړي ياڅه ګرداوغباريې تېرشي ياپه ليدواوفکرکولوسره يې انزال صورت ومومي روژه يې نه ماتېږي.

په دې باره کې حديث شريف هم راغلي دى چې دروژې دفضيلت باندې دلالت کوي،له حضرت ابوهريره (رض) څخه روايت دى چې رسول الله (ص) فرمايلي دي (چاچې دروژې مياشت روژه ونيوله په کامله عقيده اودثواب په نيت به وبښل شي ورته ټول مخکښ ګناهونه) په بل حديث شريف کې ذکرشوي دي، (دهرنيک عمل اجريوپه لس اوتراوه سوه پورې ورکول کېږي لاتردې هم زياتېږي) خودروژې داجرپه باره کې په يوه قدسي حديث شريف کې الله (ج) فرمايلي دي:(روژه زمادپاره ده اجراوثواب يې زه ورکوم) داچې خداي(ج) يې دثواب ورکولونسبت ځانته کوي معلومه ده چې داډېرلوي اجرلري.

 يوبل حديث شريف په دې هکله دي چې خداي (ج) فرمايلي (دروژه داردخولې بوي ماته له مښکونه هم بهتردي). په بل حديث شريف کې ذکرشوي دې چې (په جنت کې يوه دروازه دريان په نوم ده چې غيرله روژه نيوونکې نه به په دې دروازه بل څوک نه ننوځي.

خداي (ج) زمونږروژوته کوم احتياج نه لري،دروژې فضيلت اوبهتري يوازې په لوږه اوتنده کې نه ده،بلکه بهتري اوفضيلت په پوره روژه کې ده اوپوره روژه هغه ده چې لرونکي له خوراک،څښاک اوجماع څخه ځان وساتي،له دروغو،فساد، دحرامود ليدلواوحراموخوړلو،غيبت ويلواونورومنکراتوڅخه هم دخداي (ج) درضالپاره ځان وساتي اولمونځ په جماعت سره په مسجدکې ادا کړي اوهغه څه چې دخداي (ج) رضاپرې حاصلېږي،په ډېراخلاص سره هغه وکړي،له جنګ اوجلال څخه پرهېزوکړي اوڅوک يې شخړې ته مجبورهم کړي بايدشخړه ونه کړي اوورته ووايي چې زماروژه په خوله ده.

که دروژې په مبارکه مياشت کې چاته هغسې شرعي عذرپېښ شي چې دروژې له نيولوسره هغه منافات اومشکلات ولري نوروژه لرونکي به روژه خوري خوبيابه يې قضايي راوړي.

دروژې دخوړلولپاره شرعي عذرونه دادي.چې دسفرپرمهال هغه چاته چې په سفرکې روژه وخوري رواده مګرنيول يې ډېرفضيلت لري.همداشان دمريضي په وخت کې چې په روژه نيولوسره دمرګ وېره اويادمرض زياتوالى متصوره شي همدارنګه هغه چاته روژه خوړل روادي چې په روژه نيولوسره يې دځان اوياداولاددمرګ وېره وي.لکه تنده،لوږه،حمل،اوداسې نور.

په حيض اونفاس کې روژه روانه ده.همداشان هغه چاته چې ډېرزوړوي روژه خوړل روادي چې دډېرزوړوالي له امله دروژې نيولوقدرت ونه لري که دفديې قدرت يې وي نوهغه به فديه ورکوي.فديه عبارت له نيم پيمانه غنم يايوه پيمانه اوربشې چې دهرې ورځې په مقابل کې به يې مسکينيانوته ورکوي يابه ددې قېمت ورکوي اوداوسنۍ وزن په اساس نيمه پيمانه خوردباندې يوچارک اويوه پيمانه نيم پاوباندې نيم من کېږي.

په همدې ترتيب دروژې ماتوونکي ياهغه څيزونه چې روژه ماتوي په دوه ډوله دي.يوهغه شيان چې هم روژه ماتوي اوهم کفاره لازموي،هغه عبارت دي له خوراک،څښاک،غذاوي که دواوي،همداشان جماع (جنسي مقاربت).

دوهم هغه چې کفاره نه لازموي يوازې روژه ماتوي اوقضاپرې لازموي لکه په شرعي عذرچې روژه وخوري اويايوداسي شى وخوري چې نه غذاوي اونه دوا،لکه لوټه،تيګه،لرګي اوهمداسې نوراوياپه زوراوجبرسره په چاباندې خوراک،څښاک اوجماع وشي.

چيلم،سګرټ اونصوارپه روژه کې منع دى اوغوره خبره داده چې روژه پرې ماتېږي.له دې امله چې روژه يوداسې عبارت دى چې دروژه لرونکي دخولې بوي دخداي (ج) په نېزله مښکوځينې هم بهتردي،نوبايدچې غوره اوبهتره بوي په پليت اوچړمل بوي باندې بدل نشي.

که څوک دروژې د مبارکې مياشتې روژه وخوري اوکفاره پرې لازمه شي کفايه يې بولي اوله دغودريوشيانوڅخه اداکېږي،لومړي ازادول دغلام اوکه غلام نه وي بيادوه مياشتې مسلسل روژه نيول په دې شرط چې دروژې مياشت ياهغه ورځې پکې رانه شي چې روژه نيول پکې حرام دي چې هغه ورځې عبارت دي له ددواړواخترونولومړي درې ورځې اودتشريق درې ورځې چې دلوي اختردوهمه، درېيمه اوڅلورمه ورځ دي چې ټولې پنځه ورځې کېږي ترڅوپورې يې چې کفاره په غاړه لازمه وي اوادا يې کړې نه وي،بله کفاره پرې نه لازمېږي.اوکه کفارې له اداکولووروسته دکفارې بله موجبه پيداشوه نوپه دې صورت کې بله کفاره هم پرې لازمېږي.درېېم شپېتوتنومسلمانانومسکينانوته دوه وخته متوسطه ډوډۍ ورکول اوياشپېته فديې ورکول دې ياددې قېمت ورکول دي.

دروژې دمبارکې مياشتې ليدل: په شرعې دليل سره ثابته شوې ده چې قمري مياشتې يا ٢٩ ورځې اويادېرش ورځې وي کله چې دمياشتې ٢٩ ورځې پوره شي نوپه دېرشمه شپه بايددمياشتې دليدلولټون وشي که چېرې مياشت وليدلي شي که څه هم چې په مغرب کې وليدل شي. اوهغه خلکوته داسې خبرورکول شي چې خبرشرعاًدقبوليت اعتبارولري عمل کول په دې باندې ضروري دي برابره خبره ده که داخبردروژې وي اوکه داخترعمل دې ورباندې وشي.

که چېرې تېره شوې مياشت دېرش (٣٠) ورځې پوره شوې وي په هغې پسې راتلوونکې مياشت که داخترمياشت وي که دروژې يابه روژه دې ونيسي اويابه اخترکوي (که راتلوونکي مياشت دروژې وه روژه نيول اوکه داختروي اخترکول ضروري دي.دروژې دمياشتې په ليدلوکې ديوه نفرشاهدي چې عادل وي احتياطاً دقبول وړده اماداختردمياشتې په ليدوکې اقلاًددووعاقلواوعادلواشخاصوشاهدي اړينه ده.

د نبي (ص) په ژوند باندې يو څو کرښې

له وسه وتلې خبره ده چۍ انسان دې دنبي دژوندانه ټول اړخونه راوڅيړي كه يې څوك څيړي هم نو دنبي ص له شانه سره به ډيره لږه وي

زماداكوچنى مقاله خوددې وړتيابيخې نه لري چې دده دشان اوشوكت ديوې برخې لپاره دې كفايت وكړي خوبياهم خپله وسه كوم اوغواړم خپل دقاصرعقل اونٰظردګران نبي ص دځينو اخلاقي ،سياسي اونورواړخونوباندې خبرې وكړم خپله دانيمګړې مقاله ستاسومخ ته دلوستلو لپاره وړاندې كوم .

۱- دنبي ص ټولنيزژوند :

څرنګه چې دانسان دهرې اړتيا دبشپړولولپاره دټولنې اوافرادومرستې ته زياته اړتيالري اويوازې خداىج دى چې دهرچاله مرستې اوضرورت څخه منزه اوپاك دى نوپدې اساس ټولنيزژړندهغه اړتياده چې دانسان دژوند هره شيبه ديته اړده چې دټولنې سره په اشتراكي توګه خپله اړتياپه يوه صميمي فضاكې حل اولارې چا رې يې ولټوي تر كومه ځايه چې تاريخ شاهد دى دنبي ص له راتګ نه دمخه په انساني ټولنه كې وحشت اوبربريت ترويج موندلى ؤ له انسان نه خپله څيره اواخلاق ورك ؤ هرچاغوښتل په وحشي توګه خپلې اړتياوې لاس ته راوړې انسان وژنه ډيراسان كارؤ دخداى داستازيوخبره چانه منله انسانيت دحيوانيت په څيره راڅرګند ؤ دنبي ص له راتګ سره سم ټولنه دانسانيت ، اسلاميت اواخلاقيت لوري ته وبلل شوه ، انسان بل انسان ته دانسانيت اوحقيقت په سترګووكتل نه دحيوانيت ا ووحشت . ټول اسلامي احكام اورواجونه په ټولنه كې ترويج اوپلي شول ، دده دراتګ سره سم انساني ټولنې ته يودنيكى اوخيرزيرى دى  دانسان د ژوند ټولې برخې دتكميل درجې ته رسيږي ، دښځو،ماشومانو اوپه ځانګړې توګه مسلمانانوټول حقوق خوندي كيږي دظلم اواستبداد نړى اوماڼۍ لړزيږي اوپه نړۍباندې درحمت دوره پيليږي .

سياسي ژوند :

ځينې معاصرروڼ اندي دافكركوي چي سياست يوازې دټولنې له حقوقوڅخه ناوړه ګټه اخيستل ،له خلكو سره چل اوفريب له يوې غلطې لارې نه ديوهدف لاسته راوړل اودخلكو په بې عزتۍ كې خپل عزت لټول ګڼي مګر داسلام دمكمل دين له احكامو نه داڅرګنديږي چې داټولې خبرې له اسلامي احكامو سره په تفاوت اوټكركې دي څرنګه چې موږ ټول ځانونه دنبي ص امتيان ګڼو نواړينه ده چې له هغې لارې څخه استفاده اوګټه واخيستل شي كومه چې زموږ لارښود موږته په ګوته كړي وي نبي ص تنها دانه چې داسلام لپاره يې بې حده خدمتونه كړي اوله هيڅ رازسختۍ اوقربانې څخه يې داسلام په لاره صرفه نده كړې بلكې دټولنې په هراړخ كې دده هره كړنه له سياسته څخه ډكه ؤه چې په لاندې توګه دده ځينې مهمو سياسي ټكوته اشاره وكړو :

۱- دمشركانو له تجربې څخه ګټه اخيستل :

نبي ص اوابو بکر صدیق دیومخکني تړون په اساس  عبدالله ابن اریقط له ځانه سره اجیر کړلو ترڅو دوی له یوې پټې لارې څخه دمدینې لوری ته راهنمایې کړي سره له دې چې عبدالله ابن اریقط مشرک ؤ مګر دشخصیت له پلوه بیا ډیر امین اونجیب انسان ؤ اومشرکانو ته یې دمسلمانانو خبر اوجاوسوسي نه کوله له دینه معلومه شوه چې داړتیا په وخت اوضرورت کې دمشرکانو یاکافرانو له تجربو څخه ګټه اخیستل کومه بده خبره نده خوپدې شرط چې پوره امانت به لري .

کله چې دې مشرک نبي ص ته لاره وښودله نو نبي ص دغوته په لاره کې یو سړی په مخه ورغی په دغه وخت کې قریشو دنبي ص اودهغه دملګري دنیولو په سر سل اوښان چې دهغه وخت لویه پانګه وه ددوی په سر جایزه ټاکلی وه دې سړي له حضرت ابو بکر صدیق رض څخه وپوښتل هغه سړی څوک دی لرې په دښته کې یو بل سړی هم روان و نو حضرت ابوبکر رض ځواب ورکړ دا زما دلارې لارښود دی هغه سړي فکر کاوه چې هغه په ښته کې روان سړی مطلوب دی دلته په دې جمله کې حضرت ابوبکر صدیق رض توریه او تشبیه وکاراوه ، ځکه نبي  ص ددوی استاد او داسلامي لارې لارښود و په دې  ځای کې دحضرت ابوبکر رض سیاست پوهه او تکتیک له لرې ښکارېږي ځکه ده دروغ هم ونه ویل او پوښتونکي دا فکر وکړ چې هغه ددښتې سړي ښیی او با الاخره دنېولو څخه محفوظ پاتې شو . له دې معلومه شوه چې نبي ص څپل یاران او شاګردانو ته هم دبشپړې پوهې سیاست او وفادارۍ درس وکړی و چې ښکاره بېلګه یې همدغه مثال دی ، همدا ډول نبي ص چې کوم برخورد ددعوت او اسلام ته دبلنې په لاره کې کولې ټول له سیاست او پوهې نه خالي نه و ، که تاریخ ته وګورو دحمزه رض او حضرت عمر رض مسلمانېدل پرته له داسې شرافتمندانه خبرو او سیاسي لارو ممکن کار نه و او دا سیاست او شرافت په هغه وخت کې یوازې نبي ص و چې په ځای کړی و او داسلام دپرمختګ لامل ګرځېدلی و .

داسلامي حکومت کابینه او ټاکنې :
کله چې ددعوت مراسم پای ته ورسېده نبي ص خلکو ته لارښوونه وکړه تر څو دولس کسان ددوی دمشرانو په توګه نبی ص ته ورپېژني ، مسلمانانو په خپل منځ کې انتخابات وکړل چې نه کسان د اوس له قبیلې او درې کسان دخزرج له قوم څخه استازې وټاکل شو ل وروسته نبی ص دې استازې ته وفرمایل چې تاسې ددې قوم استازې او سرپرستان یاست ، تاسې به حتما ددې قوم ستونزو او مشکلاتو ته ځواب وایی او خپل مسولیت باید د قوم او خلکو پروړاندې احساس کړی .

لنډ مغز ه انسان به دا فکر کوي چې ټاکنه داوسني غربي نظام دفکرونو زېږنده وي خو دا دمسلمانانو ناخبرۍ وي چې دخپل پېشوا له سیاستونو او لارښنوونه نا خبره او ددوی دپېشوا له سیاستونو څخه پردي یا کفار ګټه پورته کوي . له دې نه جوته شوه چې ټاکنې په اسلام کې یو پخوانی اصل و چې ددې اصل موسس نبي ص دی چې په خپل وخت کې دا اصل تاسیس او پر ځای کړ. په دې انتخاباتو کې دا بریالیتوبونه او لاسته راوړنې له ورایه ښکاري چې په لنډه توګه یې ځینې دیادونې وړ بولم .

۱- له دې نه جوته شوه چې دمسوولیت منل یو لیافت او ښکلا ده ده دقوم مشران دخپلې قبیلې مسوولیت ته متوجه کړل تر څو دا قوم په راتلونکي کې تاسې له لورې دکومو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان نه شي او دا دټولنې په مرغۍ په راکمو لو کې لویه مرسته او دمخلوق لپاره د هوسا ژوند لاره برابروي .

۲- ددې نه دنبوت دمقام او ځای دلوړوالي او عالیتوب ثبوت ښه څرګنده دی معنی دا چې نبي ص له خپل مسوولیت نه هم ځان ګوښه نکړل بلکه خپل ځان یې هم دقوم پروړاندې مسوول وګاڼه او قوم ته یې وویل ( زه هم دخپل قوم مشر او مسوول یم ) او دا مسوولیت دمکې دخلکو په ځای حق هم و تر څو نبي ص ددوی پوښتنو او مسوولیتونو ته ځواب ووایی او دا کار نبي په خپل وخت کې په بشپړه توګه ادا کړی و چې دا ده په پوره ایماندارۍ ، وفا او ښه سیاست جوته کوي .

۳- په دې کې دا هم یو سیاست و تر څو داوس او خزرح قبیلې جنګ پای ومومي او دا کار نه وای شوای کېدای شوای چې ددوی تر منځ جګړې نور هم اور اخیستې و ی خو له انتخاباتو نه وروسته یو اسلامي ایتلافي حکومت منځ ته راغی داوس او خزرج د قبیلې جګړه پای ته ورسېده او ددوی تر منځ ددوستۍ اړېکې ټېنګې شوې ، ددې فتنې له منځه وړل پخپله درسول ص په پوهه او سیاست دلالت کوي .

۴ـ له دې انتخاباتو نه دمسلمانانو دداخلي صف داتفاق او یووالی او په واحد محور باندې دراټولېدو ښکارندویه کوي چې مختلف طبیعتونه رنګارنګ غوښتنې او کشمکشونه په یو واحد مقام کې سره یو کېږي او ددوی ترمنځ داتفاق او یو والی ټېنګول یوې ځانګړی پوهې او سیاست ته اړتیا لري او که ګران رسول ص دا پوهه او سیاست نه درلودای نو داوس او خزرج دقبېلې ددښمنۍ بدلول په وروۍ باندې څه آسانه کار نه و .

۳- که سیرت مطالعه کړو نو دنبي ص هره کړنه اوعمل دده دپوهې اوسیاست معلم دی اوکه مسلمانان دهغه په لارښونو عمل وکړي دوی به دژوند تر اخیرو پورې له روحي ، دماغي ، فکري ، اونورو بیلابیلو ستونزو څخه ژغورل شوي وي .

رسول ص په هره برخه کې ځانګړي وړتیا اوپوهه درلو ده که دده غزاګانو ته نظر وکړو هم نو راته دبریالي سیاست اوپوهې لارښونه کوي . کومې سوبې اوغزاګانې چې نیي ص  له کفارو سره سرته رسولې دده په دې غزاګانو کې نه ماتې خوړل داپه خپله دده دښه تکتیک اوکامیابه رهبرۍ څرګندویه دی .

رسول ص دخپلې بریالۍ لارښونې له امله وکولای شول تر څو دده مبارک له وفاته وروسته هم دده شاګردان اویاران داسلامي امت لپاره کامیابه اجرآت تر سره کړي چې په لنډه توګه دلمړي خلیفه حضرت ابوبکر رض پوهه اودحضرت عمر رض قضاوت اوعدالت ، دعثمان رض سخاوت اوتواضع ، دحضرت علي رض اوحضرت خالد رض هیمت اومیړانه دیادولو وړد ي ددوی میړانه به هیڅ وخت هم تاریخ له خپلې لمنې څخه لرې نه کړې اوهمدادمسلمانانو لپاره یو ویاړلی تاریخ اودبریالیتوب دوره وه . غواړم دنبي ص دغزاګانو په هکله هم لږخبرې وکړم : دنبي ص په پوره ایمان دارۍ اوپوهه باندې له ده سر دبدرپه غزاکې دپرښتو رانازیلیدل ددوی دمرستې اوکومک لپاره اوله ده سره په غزوه کې برخه اخیستل دده دویاړخبرې دي ، اوداټولې دده دښه تکتیک اوسیاست څرګندویي کو ي رسو ل ص چې په ژوندونې په هره غزاکې ګډون کړې دی ماته پکې نه ده خوړلې په هره غزاکې سالم اوغانم راستون شوی دی .  دلته دده دغزاګانو شمیرې ته لنډه کتنه کوو:

دنبي ص دغزاګانو شمیره :

عبدالله بن رجآ اسراییل له ابو اسحاق څخه روایت کوي چې مادحضرت زید بن ارقم نه وپوښتل چې رسول ص څومره غزاګانې کړې د ي اوتاله هغه سره په څومره غزاګانو کې شرکت کړی دی نو هغه وویل : رسو ل ص ټول نوولس غزاګانې کړ ېد ي اوزه ورسره په اوولسو جهادونو کې ملګری اوشریک وم .
۲- عبدالله بن رجآ اسرییل ، ابو اسحاق ، حضرت برآ بن عا زب نه روایت کو ي اووایی: ماله رسول ص سره په پنځلسو غزاګانو کې ګډون کړی دی .
۳- احمد بن حسن، احمد بن محمد بن حنبل ابن هلال معمر بن سلیمان کهمسي له حضرت ابن برید نه روایت کو ي اووایي : چې زماپلاربریده بن مسیب وای : چې مادنبي ص سره په شپاړسو غزاګانو کې  ګډون کړی د ی اودانیګ مرغي مې لاس ته راوړې ده . اقوال پورته یاښکته خوپدې ټولو غزاګانو کې نبي ص بریالی راغلی شهیدان یې کم ورکړی د ي اوکفاروته یې زیات تلفات ورکړ يدي ، اوداسلام دخوریدالپاره یې نه هیرودونک ي خدمتو نه کړ ي اوداخدمتونه دده دپوره همت ، پوهې ، سیاست اوایماندارۍ باند ې څرګنده علامه ده  .
نبي ص له بندیانو سره بد چلند نه دی کړی ، دناروغ پوښتنه به یې کوله ، دمسلمانانو هرحق اومسولیت یې په ځای کړی ؤ ، دجهاد په هکله یې بریالي تکتیکونه کارول ، دمسلمانانو تر منځ یې دنفاق څیزونه له منځه وړل اسلام په هغه وخت کې دټولو دینونو یو قدوه او لارښود دین ؤ دمسلمانانو تر منځ ، حسن نیت او خواخوږي موجوده و ه نبي ص هېڅ وخت په چا یرغل نه کاوه دا ټول دژوند هغه مهم او اړین توکې دي چې ددې کارونو په ځان كې پلي كول په خپله دهغه انسان تمام کمالیات په ډاګه کوي او موږ هم پدې یقین یو چې دقیامت تر ورځې به دده افکار دده لارښوونې او کړنې دمسلمنانو لپاره دکامیابۍ او بریالیتوب یوازنۍ لاره وي او انسان کولای شي تنها دنبي ص په لارښوونو  سره دژوند راتلونکی وټاکې او عمل کول پرې انسان ته پرته له کامیابۍ بل څه نه ور په برخه کوي نبي ص دژوند په هره لاره چاره کې دقدوه په شان لارښوونې او کړنې کړې دي لکه : دنبي ص هرې غزا ځانګړی حکمت درلود ، له دښمنانو سره یې معامله کوله ، دغم لپاره يې لارښوونې کولي ، دتشویش درفع کولو لپاره، بې خوبۍ ویرې لپاره یې هم دعلاج لارښوونې كړې دي دغنیمت دمال دوېش په هکله دصحت په هکله ، سولې په اړه دداسیرانو دښه سلوک په هکله همدارنګه نوردژوند په اړخونو کې يې دیو ښه ایمانداره ، پوه او سیاسي شخصیت په شان ځليدلى .داخوڅرګنده ده چې درسول ص هره کړنه له حکمت اوپوهې نه خالي نه وه څرنګه چې تاریخ ثبت ته رسولې ده چې رسول ص متعددې میرمنې درلودې راځوددې حکمتو نو لنډه یادونه کوو:

کفارومتعصیبینو غوښتل په هر ډول مخالفو لارو نه درسول ص شخصیت جرح اوپه ضد یې ناوړه تبلیغاتو ته دوام ورکړ ي خو الله تعالی ورته پدې هکله بشپړډاډ ورکو ي اووایی: وکذالک جعلنا لکل نبی عدومن المجرمین وکفی بالله هادیا ونصیرا ) ژباړه : اوهمداسې (لکه چې کفارمې  ستا دښمنان ګرځولي د ي)ګرځولي ؤ موږپخو اله تانه دپاره دهر نبي دښمنان له مجرمانو اوصبر وکړه په شان دنو رو انبییاؤ په شان اوکافي ده رب ستاسمه لارښوونکی اوښه مددکوونکی پراعداؤ مخکې تر دې چې دنبي ص دامهاتو په ژوند خبرې وکړو غواړو درسول ص په خلاف دمتعصبو غریبانو اوکینه ناکو صلیبیانو دتبلیغاتو دباطلولو لپاره دامهات المؤ منین دودونو حکمتونه څرګند ه کړو:

کفارودده دمیرمنو دتعددپه خلاف غواړي د خلکوپه زړو کې شکونه اوشبهې راپیداکړي اوپه دې تعددبه یې انتقاد کولو خوالله تعالی په خپل کرم سره دابې اساسه تبلیغات باطل اوبې اثره کړیدي اوداڅرګنده ده چې واده کول یوازې درسول ص سنت نه دی بلکې ټولو انبییاؤ ودونه کړي ؤ اولادونه یې درلودل اوداچې څومره ودونه یې کړي ؤ داهم کومه ستونزمنه خبره نده اوداعمل ده ته دخدای ج له لوري جایز اوستایل شوی دی اووایي : ولقد ارسلنارسلا من قبلک وجعلنا لهم ازواجا وذریه وماکان لرسو ل ان یآتی بآیه الابآذن الله لکل اجل کتاب ) الرعد : ۳۸

ژباړه : اوخامخا په تحقیق لیږلی ؤ موږډیر رسولان پخواله تانه لکه چې رالیږلي مویې ته اوورکړي مو ؤ دوی ته ښځې اولادونه اونه ښایي دپاره دهیڅ رسول داکارچې راوړي یوه داسې معجزه چې خلک یې غواړ ي مګر په اذن اوتقدیر دالله سره دپاره دهر وخت اوحادثې یو حکم دی چې په خپله نیټه همغسې کیږي .

داسلام دښمنانو درسول  ص دمیرمنو دتعدد ته دانتقاد ګوته نیسي اوغواړي له دې لارې نه درسول ص په خلا ف شکوک راپیداکړي خو ددې پوچوتبلیغاتو دابطال لپاره هر مسلمان ته لازمه ده چې لاندني ټکي په نظرکې ونیسي :

دسول ص له دخدیجې پرته له نورو میرمنو سره دځوانۍ په مرحله کې واده ندی کړې بلکې له پنځوسو نه ها خوایې وړوسته واده کړی د ی.
۲-  له عایشې بي بي پرته رسول ص نورې میرنې کونډې وې که له ودونو نه درسول ص هدق ددنیا خود اومادي لذت وی نو باید په ځوانۍ مرحله کې یې له پیغلوسره ودونه کړي وای خوګورو چې هغه مبارک له کونډو اودعمر په وروستي مرحله کې ودونه کړیدي اورسول ص پدې مسله کې هیڅ رازستونزه نه درلودله که ېې غوښتي وای نوهر وخت یې له ټولو نه غوره اوښایسته پیغله واده کولی شوای .
حقیقت دادی چې رسول  ص ودونه دهوس اوهوی لپاره نه ؤ بلکې دهریوه واده ترشالوی ، لوی حکمتونه اواهداف پراته ؤ اوکه له انصافه کارواخلی نوحتما به په حقایقو پوه شی اوس راځو په لنډه توګه داحکمتونه ذکرکوو:
درسول ص دودونو دتعدد حکمتونه :
دده دواده دتعدد حکمتونه بی شمیره دي خوکولای شو په لاندنیو څلورو برخوبسنه وکړو .
۱- ښوونیزحکمت
۲تشریعي حکمت
۳- ټولنیزحکمت
۴- سیاسي حکمت
۱--- ښوونیزیاتعلیمي حکمت : درسول ص دمیرمنو دتعدد حکمت داؤ چې داسلامي امت دښځو اومیرمنو دښوونې اوروزنې لپاره څوښوونکې میرمنې وروزي اوددې لپاره یې تیارې کړلې چې نوروته شرعي احکام وښیي ،ښځې دټولنې نیمایي برخه جوړو ياوهمدارنګه دنرپه شان دیني مکلفیتونه اودندې لري نو دضرورت احساسیده چې دارنګه معلمانې میرنې وروزل شي ځکه هغه وخت به زیاتره میرمنو دحیاله امله دنبي ص نه مستقیمآ دحیض، نفاس ، جنابت اونورو کورنیو چارو کې له رسول  ص څخه پوښتنه نه شوای کولای اوهمدارنګه رسول  ص هم دومره حیاناک ؤ چې نه یې شوای کولای دښځو له خو ادمطرح شویو ټولو پوښتنو ته په صراحت سره ځواب ووایي نو ضرورت ؤ چې په خپل لاس داسې بیبیانې وروزي تر څو تر هغوی پورې اړوند مسایل داسلامي امت نورو میرمنو ته ورسوي اودډګر په پړاوکې همداسې شوي هم دي بله داچې درسول ص سنت دفعل ، تقریر او عمل څخه عبارت دي نو نبي ص هم کورنی ژوند درلود نو دده دافعالو رسول نو رو ته لازم ؤ اودده دکورنۍ داسنت نورو ته رسول اوپه ځای کول یوازې له همدې لارې امکان درلود .

۲---- تشریعي حکمت : دمیرمنو دتعدد بل حکمت تشریع ي حکمت ؤ هغه داچې رسول ص ځینې ودونه اوله ځینو میرمنو سره نکاح دیو شمیر جاهلي عاداتو دله منځه وړلو په خاطر وه . دمثال په توګه له اسلامه مخکې دعربو عادت ؤ چې یو تن به یې په زوی ولۍ سره نیولو اودابه لکه اصلي زوی داسې ګرځاوه په ټولو شیانو لکه میراث ، نکاح ، طلاق ، واد ه اوخپلوۍ هر څه کې به لکه اصلي زوی داسې ؤ همدارنګه رسول ص له بعثت نه دمخه زید بن حارثه زوی نیولی ؤ

خلکو به زید بن محمد باله وروسته چې رسول ص په رسالت مشرف شواوداايت نازل شو (ادعوهم لابايهم هو اقسط عندالله ) نوزوي نيولو عادت باطل اعلان شو اوزيد بن حارثه بن شرحبيل ونومول شو وروسته رسول ص ددې عادت دله منځه وړلو لپاره زيدته خپله دعمه لورزينب بنت جحش په واده وركړله خوددوي نكاح ونه شوه اوبير ته يې طلاقه كړله چې وروسته زينب بنت جحش رسو ل ص په خپله ځانته نكاح كړله اودعربوؤ چې دزوي نيولي له ميرمنې سره به هم نكاح نه كوله لكه داصل زوى له ميرمنې سره چې نه كيږي دهمدې ناروا عادت دبطلان لپاره رسول ص ته الله تعالي امر وكړ ترڅوداعادت له منځه يوسي .

ټولنيزحكمت : دنبي ص دميرمنو دتعدد بل حكمت ټولنيز حكمت ؤ رسول ص دمختلفو كورنيو سره داړيكو ټينګولو داسلامي ټولنې دمختلفو كورنيو سره خپلوۍ كړۍ وۍ اونبي ص دهغه بيبيانو پلرونو ددرناوي اودنيكۍ په خاطر داكارترسره كړي ؤ ددې لپاره ښه بيلګه  حضرت عايشه رض  اوحفصه رض سره واده كول ګڼلاى شو ابوبكر رض درسول ص لومړي وزير په توګه ؤ اورنبي ص سره يې دومره نيكۍ كړې كړيدي چې رسول ص دده په اړه وايي : هر چاچې زموږ سره نيكي كړيده موږ يۍ بدله وركړې ده خو ابوبكر صديق رض له ماسره دومره نيكى كړيدي چې بدل به يۍ دقيامت په ورځ الله تعالي وركوي دابوبكر رض لپاره ددې نيكيو غوره بدله دده دلور عايشې رض سره دنبي ص دنكاح تړل ؤ ترڅو ابوبكر رض ته داشرف ورپه برخه كړي . همدارازدعمر رض كونډې لورسره واده كول دحضرت عمر رض دميړانې اواسلام ته دلويو خدمتونو داداكولو په خاطر ؤ اوهمدا دعمر رض دكورنۍ لپاره ښه پاداش اووياړ ؤ چې دده له كونډۍ لورسره رسول ص نكاح وتړي كه غوروشي نووقعا چې رسول  ص يو زيرك بريالۍ سياستمدار اوترټولو وفادار عظيم شخصيت ؤ هغه دخپلو اصحابو ترمنځ دديني اړيكو ترڅنګ ددوستۍ اړيكې هم ټينګې كړلې اوخپلو وفادارويارانو ته يي ددوي داخلاص اونيكۍ بدله وركړله لنډه داچې رسول ص دمختلفو كورنيوسره خپلې كورنۍ اړيكې ټينګې كړۍ وې اوداكاريې دمسلمانانو داتلولۍ اوددرناوي په خاطر كړى اودوي يۍ دخپل ځان خپلوان يې وګرځول

۴-   سياسي حكمت :

له ځينو ميرمنوسره درسول ص دواده تر شا داسلام اومسلمانانو لپاره ګټور، لوى ، لوى سياسي حكمتونه پراته ؤ رسول ص دهمدې لارې نه داسلام دقوت اولاخوريداهدف درلود اوغوښتل يې هغه كورنۍ اوقومونه چې داسلام په مخالفه ليكه كې ولاړؤ مسلمانانو ته رالنډ كړي . دمثال په توګه كله چې دبني مصطلق دكورنۍ مشر لور جوريه بنت الحارث رض په غزاكې دخپل قوم دنورو افرادوپه ډله كې په اسارت ونيول شوه نو نبي ص همدااسيره ميرمن ځانته نكاح كړله نونورو مسلمانانو دد ې دقوم بنديان ددۍ دشرف په خاطر له بنده خوشي كړل اوويل به يې موږ څنګه درسول ص خسرخيل اوخپلوان اسيران كړو اودهمدې واده له بركته يې دقوم ټول مشران ازاد شول اوله دينه علاوه هغوى ته دمسلمانو ځوانمردۍ اونيكې دومره ښه ولګيده چې ټولو اسلام ومانه . همداراز يو بل لوى حكمت دصفيه بنت حيي بن احطب سره واده كول و ؤ دادسردار لورؤه دخيبر په غزاكې دنو رو مسلمانانو له خوا په اسارت شوه نورسول ص ورته اختيار وركړ چې كه اسلام راوړې نو آزاده به يې كړي اونكاح به ورسره وكړي اوله غواړي آزاده شي خپل قوم ته لاړه شي هم ددې خوښه صفيې رض ايمان راوړ اونكاح يې ورسره وتړله نودهمدې سببه دقوم ځينې كسان په اسلام مشرف شول . دام حبيبه سره هم درسول ص دواده حكمتونه روښانه دي داهم دقريشو دسردار ابوسفيان لوروه اوحبشې ته مهاجره شوې وه اوكونډه وه اوپه اسلام مشرفه وه كه مكې ته تللې واى شايد دكورنۍ نوروغړو يې دامرتده كړې واي نو نبي ص ورسره نكاح وتړله اوداواده ډير دمسلمانانو په ګټه پاى ته ورسيد ابو سفيان لامسلمان نه ؤ چې دسول ص په مقام اومنزلت يې اعتراف وكړ اوداواده يې تاييدكړ اودښمني كمه شوه زړونه ېې نرم شول په مسلمانانو فشار كم شو اودابوسفيان رويه هم ورځ ، په ورځ ښه كيده اوتغييربه يې مونده په رښتياچې رسول ص تر ټولو لوي سياست مدار اووفادارشخص ؤ اودالله تعالي ترټولو غوره رسول ؤ دهر مسلمان لپاره دلارې مشال دى دښمنان به هر څه وايي هڅې به كوي خوبې ځايه دي اوباطلې دي دنبي ص شخصيت ته كومه صدمه نشي رسولى اولمرهم په دووګوتونه پټيږي .

خپلې خبرې رانغاړم اوپه لنډه توګه درسول ص دميرمنو نومونه اوپيژندګلوي ستاسو مخ ته ږدم :

۱-   ام المؤمنين سوده بنت زمعه رض چې دقريشو له قبيلې څخه وه

۲ -  ام المؤ منين عايشه رض دابوبكر رض لورچې دپلاراصلي نوم يې عبدالله دي

۳-  ام المؤمينين خديجه رض بنت خويلد داهم قريشه وه .

۴-  ام المؤ منين حفصه رض بنت عمر رض

۵-  ام سلمه رض چې اصلي نوم يې هنده اوپه ام سلمه باندې شهرت لري .

زينب بنت خزيمه رض داانصاريه وه
۷-  زينب بنت جحش رض اصلي نوم يې بره ؤ وروسته رسول ص په زينب باندې بدل كړ كنيه نو م يې ام الحكم ؤ .

۸-  جوريه بنت الحارث نوم يې اصلابره ؤ رسول ص په جوريه بدل كړ پلاريې دبني مصطلق كورنۍ سردارؤ اوپه اسلام مشرف شو .

حفصه بنت حيي بن احطب اصلي نوم يې زينب ؤ .  
۱۰ -  ام حبيبه چې اصلي نوم يې رمله ؤ اوكله چې په حبشه كې لورپيداشوه نو پ هغه يې حبيبه نو م كيښود اوددې كنيه نوم هم ام حبيبه ؤ .

ام ميمونه رض اصلي نوم يې بره اونبي ص ورسته په ميمونه بدل كړ دپلار نوم يۍ حزن ؤ اودخاليد بن وليد سكنۍ دترورۍ لوركيدله .
۱۲-  ماريه ام ابراهيم بن محمد پلارېې شمون اوموريې مسيحۍ وه اوپه مصر كې تولد شوې وه
۱۳ – ريحانه بنت يزيد رض داد رسول  ص وينځه وه اودادبني قريظه ديهودانوديو تن چې حكم نوميده ښځه وه اوپه غزاكې په اسارت ونيول شوه اودرسول ص لپاره غوره اونكاح يې ورسره وتړله
۱۴-  اسمآ بنت النعمان پلاريې نعمان نوميده دنجد له سيمې دكندي له مشرانو ياپاچايانو څخه ؤ اوبس .

نبي ص په هر لوري طبي ،سياسي ، ټولنيزو اونورو دژوند په مهمواړخونو كې ښايسته اوهدف مند حكمتونه درلودل چې اوس يادپوهانو اومختريعينوله لوري كشف كيږي اوحقيقت ته يې رسيږي اوډيرخولاتراوسه مبهم اولاكشفه پراته دي كوم چې پوهانو ذكر كړي دي دهغه راوړل دعمرونو خبره اودانسان له وسه وتلې ده دازما نيمګړې مقاله نشي كولاي چې دخواږه پيغمبر ديوحكمت اوسياست هم په بشپړه توګه ذكركړي بياهم ماخپله وسه كړې ده چې دانيمګړې مقاله مې په لوستلووارزوئ .

د اسلام دردمنو!

عابده! هغه څه چې ته يې په ډېرو وظايفو او نوافلوکې لټوې د خداى (ج) په خدمت کې ډېر ښه موندل کېږي .
زاهده! څه شى چې ته ېي د ځان په وږي ساتلواونفلي روژو نيولوکې غواړې د مساکينواو فقيرانو په مړولو هم لاس ته درځي .
عارفه! چوپ کښېناستل او دخداى(ج) په فکراوذکرمشغولېدل عبادت دى مګر زورورو ته حق ويل او حق بيانول ډېر لوى او ستر عبادت دى .
مسلمانه ! د قران تلاوت ثواب  لري ؛ مګر په قران باندې عمل کول فرض دي .
اى د تقوا او رياضت  خاوندانو تاسې له خپلوکوټنيو سرونه راوباسئ ، له دې سپينو څادرونو مخونه ښکاره کړئ او په عالم کې سترګې وغړوئ ، چې د خداى (ج) د مخلوق څه حال دى ؟ او په څه راز مصيبتونو اخته دي ؟ په جهان کې څه مظالم او څومره بې رحمۍ موجودې دي ؟
تاسې انصاف وکړئ ! چې تسبې اړول ډېرثواب لري که په سرو غرموکې قولبه کول او يو مسکين مړول؟
په جاى نماز باندې قرارکښېناستل ښه دي ؟ که د خداى (ج) په لاره کې ستړي کېدل ؟
 رښتيا وواياست چې د بل په خېرات روژه ماتول ډېر ثواپ لري که خپل مال له مسکين او فقير سره خوړل ؟ خپلې سترګې پټول ښه دي که د بل سترګې خلاصول ؟
د يوه ضعيف پېټى په خپله اوږه اخستل ډېراجرلري ؟ که خپله مسله د بل په اوږه اچول ؟
ما پوه کړئ ! چې پاک خداى (ج) د خېرات اوشکرانو په اخستلو ډېر خوشحالېږي ؟ که په ورکولو يې ؟
راشئ ! د خداى (ج) رضا اود  اخېرت ثوابونه په ګرانو او سختو کارونو کې اود مخلوق په خدمت کې ولټوئ !
يو مظلوم د ظالم له منګولو خلاص کړئ ، د يوې کونډې په سر پوړنى واچوئ ، د يوه يتيم اوښکې پاکې کړئ !
يوه  پوروړي  ته پور وکړئ ، د يوه رنځور دارو او درمل وکړئ ،.... دغه خوران او غريبان ،  چې د پاک خداى(ج)   صادق او ساده بنده ګان دي خپل خدمت ته مه رابولئ او مه يې مريدان کوئ ، بلکې تاسې د دوى مريدان شئ او خدمت يې وکړئ،  دخداى (ج) رضا اود خداى (ج) جنت په دغه ډول حاصلولى شئ او د دنيا ګټه په هغه بل صورت  لاس ته درځي او درغلې ده.
  

كوچي له پغمبر صلى الله عليه وسلم پنځه ويشت پوښتنې لري

پوښتنه: غواړم چې بډاى شم؟

ځواب : قناعت غوره كړه، بډاى به شې.

 پوښتنه : غواړم چې لوى عالم شم.

ځواب: تقوى او پرهېزګاري غوره كړه عالم به شې.

پوښتنه: غواړم چې عزتمن شم

ځواب: خلكو ته لاس مه نيسه عزتمن به شې.

پوښتنه: غواړم چې لوى سړى شم.

ځواب: له خلكوسره مرسته كوه.

پوښتنه: غواړم چې عادل شم.

ځواب: چې ځان ته يې خوښوې نورو ته يې هم خوښوه.

پوښتنه: غواړم چې ځواكمن شم.

ځواب: په خداى جل جلاله باندې باور اوتوكل كوه.

پوښتنه: دخداى جل جلاله په دربار كې غوره درجه غواړم

ځواب: د خداى جل جلاله ذكر كوه.

پوښتنه: غواړم چې روزي مې پراخه شي.

ځواب: تل په اوداسه كې اوسه.

پوښتنه: غواړم چې دعا مې قبوله شي.

ځواب: له حرامو نه ځان ژغوره.

پوښتنه: غواړم چې ايمان مې بشپړ شي.

ځواب: اخلاق ښه كړه.

پوښتنه: دقيامت په ورځ له خداى جل جلاله نه داسې ليدنه غواړم چې راڅخه خوشاله وي.

ځواب: ژر ترژره له جنابت څخه وروسته غسل كوه.

پوښتنه: غواړم چې ګناهونه مې كم شي.

ځواب: زيات استغفار وايه.

پوښتنه: غواړم چې الله جل جلاله رحم راباندې وكړي.

ځواب: دخداى جل جلاله په مخلوق رحم كوه.

پوښتنه: غواړم چې خداى جل جلاله مې پرده وكړي.

ځواب: دخلكو پرده ساته.

پوښتنه: غواړم چې رسوا نه شم.

ځواب: له زنا څخه ځان ژغوره.

پوښتنه: غواړم چې الله جل جلاله اورسول صلى الله عليه وسلم ته ګران شم.

ځواب: كوم كارونه چې خداى جل جلاله ته ورګران وي هغه ځان ته ګران كړه.

پوښتنه: غواړم چې دخداى جل جلاله تابع شم.

ځواب: فرائض مه پرېږده.

پوښتنه: غواړم چې احسان كوونكى جوړ شم.

ځواب: دخداى جل جلاله داسې عبادت كوه لكه ته يې چې وينې اوياتا وينې.

پوښتنه: يارسول الله ! ګناهونه په څه شي بښل كېږي؟

ځواب: اوښكې، عاجزي، ناروغي.

پوښتنه: كوم شيان ددوزخ اور سړوي؟

ځواب: په تكليفونو باندې صبر كول.

پوښتنه: د الله جل جلاله غوسه په څه شي سړيږي؟

ځواب : پټه صدقه وركول او صِله رحمي.

پوښتنه: له ټولو نه لويه ګناه كومه ده؟

ځواب: بداخلاق اوكنجوسي.

پوښتنه: له ټولو نه لويه نيكي كومه ده؟

ځواب: ښه اخلاق، عاجزي او صبر.

پوښتنه: غواړم چې دخداى جل جلاله له غصې نه وژغورل شم.

ځواب: خلكو ته غصه مه كوه!.

[ كنزالعمال\ مسند احمد ].

له خلكو سره په ورين تندي مخ كېږئ.

 

حضرت معاذ رضى الله عنه وايي چې كله يمن ته

روانېدم ماته د پيغمبر صلى الله عليه وسلم وروستى

 وصيت دا و چې : اى معاذه! له خلكو سره په ورين

 تندي مخ كېږه.

[ مشكوة المصابيح \  ۴۳۲ مخ، موطاء امام مالك په حواله. ]

لمونځ ګناوې ريژوي

( وعن ابى ذر رضى الله عنه ان النبى صلى الله عليه وسلم ان النبى صلى الله عليه وسلم خَرجَ زمنَ الشِتاءِ وَالوَرَقُ يتهَافُتُ فاخذَ بغُصنينِ مِن شَجرةٍ قال: فجعل ذلك الورقُ يتهافتُ قال فقال: يااباذر! قلتُ لبيكَ يارسول اللهِ قال: انَ العبدَ المسلمَ ليصلِي الصلاةَ يُريدُ بِهاوجهَ اللهِ تتهافتُ عنهُ ذُنُوبُهُ كَما تَهافتُ هَذالورقُ عن هذِهِ الشجرةِ [ رواه احمد فى مسنده ]

ژباړه:

حضرت ابوذر رضى الله عنه وايي چې : يو وارې پيغمبر صلى الله عليه وسلم د مني په موسم كې د باندې راووت ، پاڼې له ونو ريژېدلې وې، بيايې ديوې ونې دوه څانګې ونيولې او ويې څنډلې چې په څنډلو سره يې پاڼې ورېژېدې، ابوذر رضى الله عنه وايي پيغمبر صلى الله عليه وسلم ماته وويل: ابوذره! ما ورته وويل: حاضر يم دخداى رسوله! بيا پيغمبر صلى الله عليه وسلم وويل: كله چې يومسلمان يواځې دخداى د رضا له پاره لمونځ كوي نوګناوې يې ددې پاڼو په څېر رژيږي .

شننه : لکه څرنګه چې دلمروړانګې دمني دموسم بادونه دونوپاڼې وچې کړي اودهواډېرې کمزورې څپې هم يې هم له ونې لاندې راغورځوي دغه څېرکله چې دمسلمان دالله پاک لورته فکرواوړي اوټول کړه وړه يې دهغه دخوښي لپاره وګرځي په بدل کې يې دالله پاک درحمت څپې يې ګناوې دمنې دبادونوپه څېرريژوي اوله ګناوويې پاک کړي . معارف الحديث دوهم ټوک ١١٠مخ

قراّني هينداره

هغه هنداره ده چې په هغه كې دګڼ شمېر ګروهو ، افكارو ، نظرياتو ، اخلاقو اواعمالو لرونكي خلك خپلې څېرې لېدلى شي ، په هغه كې په ښكاره يا اشاره سره كله دمخكينيو قومونو ذكر كېږي كله يې په څرګنده تفصيلي يادونه شوې وي ، قران كريم وايي :  لقد انزلنا اليكم كتاباً فيه ذكرُكم افلاتعقلون  ( مونږ تاسوته داسې كتاب نازل كړى دى چې په هغه كې ستاسو يادونه شوې ده اّيا تاسونه پوهيږىْ !)
دحديثو نامتو امام امام احمد بن حنبل رحمه الله تعالى نوميالى شاګرد : شيخ الاسلام ابوعبدالله محمد بن نصر مروزي بغدادي (209-294ه)  په خپل كتاپ " قيام الليل "  كې يوه ښكلې او په زړه پورې كېسه رااخيستې ده، ددې ښايسته كېسې په بركت سره كولاى شو په پورتني اّيت شريف باندې هم رڼا واچوو ، د " مشال" درنولوستوالو ته يې په مينه سره وړاندې كوو: احنف بن قيس رحمه الله شايد ډېرخلك يې پېژني اودتاريخ زده كوونكي خويې ښه پېژني ، دى له هجرت نه درى كاله مخكې زوكړى اوپه 72 هگ كې وفات شوى ، دالوى تابعي دبنو تميم قبېلې سردار ، دايران له سترفاتحيننو نه شمېرل كېږي ، له حضرت علي رضى الله تعالى عنه سره يې ځانګړې اړيكې لرلې ، اوپه حلم اوبردباري كې متل ؤ ، داراز په عقل اوپوهه كې يې هم سارى نه لاره .
يوه ورځ دى ناست وو چې له چانه يې دالوړ اّيت واورېده ناڅاپه وديد اوويې ويل : لږ خوقرانكريم راوړىْ! څو خپل ځان په كې وګورم اودځان يادونه په كې بيامومم چې دڅه ډول خلكو له ډلې نه به يم اوله چاسره به ورته والى لرم ، چې قران كريم يې پرانيست په هغوخلكو تېرشو چې په دې توګه يادونه يې شوې وه : دوى به دشپې په كمه برخه كې خوب كاوه ، اودسهار له مخې به يې دبښنې غوښتنه كوله ، اوددوى په شتمنيوكې به دغوښتونكو او نه غوښتونكو (دواړو) حق ؤ ،[الذاريات 1-4] ، ځينې نور خلك يې ولېدل چې داسې حال يې وو " ددوى ډډې له ځايونو نه جلاوې ، اوخپل څښتن به يې په وېره او امېد سره باله ، اومونږ چې څه مال وركړى وو په هغه كې به يې خيراتونه كول . [السجده 4-2]
احنف په قران كريم ځيني نور خلك پيداكړل چې داډول صفتونه يې لرل : " اوهغه خلك چې دسجدې په حالت كې او (له عجز اوادب نه) په ولاړې شپې سباكوي ، ده په قران كريم ځينې نور خلك پيداكړل چې په دې ټكو كې يې يادونه شوې وه :" هغه خلك چې په خوشالۍ اوتنګۍ كې (خپل مالونه دخداى ج په لاره كې ) خيرات كوي ، اوغصه زغمي اوخلكوته بښنه كوي اوخداى ج له نيكې كوونكو سره مينه كوي .[اّل عمران 4-14] .
اوځينې نور داډول خلك يې بياموندل : دوى له خپلو ځانو څخه، نور خلك مخته كوي كه څه هم په خپله اړه وي ،اوڅوك چې دنفس له حرص نه ځان وژغوري نوداخلك بريالي دي .[الحشر 4-1] .اوله ځيني نوروخلكوسره يې وليدل چې داسې اخلاق يې وو : اوهغه خلك چې له لويوګناهونو اودبې حيايي له خبرو ځانونه ژغوري اوچې كله په غصه شي بښنه كوي .[الشورا 4-4]
اوهغه چې دخپل څښتن فرمان يې ومانه ، اولمونځونه كوي ،اوخپل كار په خپل منځي مشورو سره مخته ولي ، اومونږ چې كومه شتمني وركړې ده په هغه كې خيرات كوي [الشورا 4-4].احنف بن قيس چې دې ځاى ته راورسگېده ودرېده اوحيران پاتې شو ويي ويل : لويه خدايه ! ماته خو خپل حال معلوم دى، زه خو په دې خلكو كې ځان نه وينم ، بيا يې په قرانكريم كې بله لاره ونيوله په دې لاره كې يې ځيني داسې خلك ولېدل : دوى داسي وو چې كله به ورته وويل شول چې له خدايه پرته بل معبود نشته دوى به غرور اوتكبر كاوه ، اوويل به يې : اّيا ديوه ليوني شاعر لپاره مونږ خپل معبود پرېږدو ؛.[الصافات 4-2] .
بل ځاى بيا له داسې خلكو سره مخ شو : اوكله چې يواځې دالله يادونه كيږي نوكوم خلك چې په اّخرت ايمان نه لري زړونه يې تنګ شي اوله ده پرته دبل چايادونه چې وشي بيا ددوى څېرې ورينې شي . [الزمر 4-5] .يوبل ځاى بيا په داسې خلكو تېرشو چې كله به هغوى وپوښتل شول : تاسو ولې دوزخ ته لوېدلي ياست ؟ دوى به وايي چې مونږ لمنځونه نه كول ، اونه مو فقيرانوته خواړه وركول ، اومونږ له داسې خلكو سره په خبرو جوړولو بوخت وو چې له رښتيا اودروغونه خبرې جوړوي اومونږ د جزا ورځ دروغ بلله ، تردې پورې چې مونږ له دې يقيني څېز سره مخ شو ، احنف رحمه الله چې دې ځاى ته راورسېده هم هك پك پاتې و بيا يې غوږونه ونيول اوويې ويل : لويه څښتنه ! ستا پنا غواړم زه له دې خلكونه بېزاره يم .
ده بياهم دقرانكريم پاڼې اړولې اودخپلې يادونې په لټه كې وو تردې پورې چې په دې مبارك اّيت باندې ودرېد : " اوځينې نور خلك دي چې ( په صفاتوګه) دخپلو ګناهونو اقراركوي ، دوى ښه اوبدعملونه سره ګډكړي دي ، نږدې ده چې خداى ج به هغوى ته په مهربانۍ سره توجه كوي ،بېشكه چې خداى ج بښونكى اومهربان دى . په دې ځاى كې داحنف له خولې نه داخبره ووتله :
هوكې ! هوكې ! بېشكه زما هم همدا حال دى .
اوګواكې دقرانكريم په سپيڅلي هنداره كې يې خپله څېره ولېدله، مونږ په ورځ كې څو ځله په عادي هنداروكې خپل مخونه ګورو دادهندارې په مخكې درېدل دزياتو خلكو يوډول ضرورت ګرځېدلى دى اواّن چې دې هندارو زمونږ دډېرو ځوانانو او پېغلو ارزښتناك وختونه له كاره اېستلي دي اودخپلې ځلا اوښكلا برابرولو لپاره هنداره خورا زياته كارول كېږي . خود هندرومينان دې واوري چې داسره سپين مخونه او داتور اوسره وېښتان به يوه ورځ  خاورې كېږي ، داښكلا به دمرګ په څپېړو سره له منځه ځي ، داپه هنداروكې دورځې څوځله تورې شوې سترګې په يوه ورځ دچينجو خوراك ګرځي اوښايسته څېرې به حتماً دتورو خاورو مېلمنې شي .
راځىْ ! په دې خبره دلږ وخت لپاره سوچ وكړو چې كله مودخپل ژوندود اوكړنو څېرې په قراّني هنداره كې لېدلې دي ؟ ! په دې سپېڅلې هنداره كې دكتلو چل موزده دى كه نه ؟ ! كاشكې داچل موزده كړى واى !!

د قرآن پا ك د قرائت فضيلت

قرآن پاك د پاك خداى كلام دى. ددى كلام فضيلت لكه د خداى پاك فضيلت د هغه پر بندګانو دى. د قرآن پاك قرائت د هغه بهترين كلام قرائت دى چې د هغى دپاره د هر مسلمان ژبه په حركت راځي.
وخت يو قيمتي سرمايه ده. په مسلمانانو كښى ډير داسى كسان شته چې خپل قيمتي وخت بيهوده او بى كټې ضايع كوي او له وخت څخه سمه ګټه نه اخلي . زمونږ په هيواد او نورو ډيرو اسلامي هيوادو كښې د سريالونو او فلمونو كتل رواج موندلى دى . دوي دا سريالونه ، فلمونه او د موسيقۍ پرګرامونه په ډير شوق او ذوق كوري او خپل قيمتي وخت له لاسه وركوي.
زمونږ په هيواد كښې د تلفزيون ډير چينلونه خپورنې كوي ، په دى چينلونو كښې ښه مفيد پرګرامونه هم شته خو زياتره يى داسى پروګرامونه دي چې په علمي ، فرهنګي ، اجتماهي او ديني برخو كښې ډير كمزوري او څوك ترينه ګټه اخيستلاى نه شي.
هغه كسان چى خپل قيمتي وخت په بيهوده شيانو له لاسه وركوي ، كه دوي ځان ته متوجه شي او په څلورويشتو ساعتو كښې صرف يو ساعت د قرآن پك قرائت وكړي او ديني زدكړې وكړي نو دا به د دوي لپاره په ژوند كښې يو ستره لاس ته راوړنه وي او له دې سره به دوي د ذهني او فكري سكون احساس وكړي .
وخت په ډيره تيزۍ او تندۍ تيريږي او نه ودريږي .
يو شاعر څه ښه ويلي دي :
شيرين عمر چې تيريږي دريغه دريغه
د اوبو په څير تيريږي دريغه دريغه
دا ياران لكه ګلونه د بهار دي
د خزان په تاو رژيږي دريغه دريغه
هغه كسان چې د قرآن پاك قرائت نه كوي او يا د قرآن پاك قرائت ته غوږ نه ايږدي ، هغوي ته ښايي چې دى كار ته ملا وتړي او په څلورويشتو ساعتو كښې لږ تر لږه يوه سپاره قرآن ولولى ، كه دوي دا كار وكړي نو كولاى شي په مياشت كښى يو ځل د قرآن پاك ختم وكړي .
د قرآن پاك قرائت ډير فضيلتونه لري چى يو څو يى دا دي :
1- د قران پاك د قرائت اجر : حضر ت محمد (ص) فرمايي :
"من قرأ حرفاٌ من كتاب الله فله به حسنة و الحسنة بعشر امثالها "
څوك چې د خداى پاك له كتاب څخه يوحرف لولي ، د هغه لپاره يو حسنه ده او د هرى حسنې په مقابل كښې لس برابره وركول كيږي.
2- د قرآن پاك د حافظ فضيلت چى د قرآن پاك په لوستلو او قرائت كښې ماهر وي : د اسلام پيغمبر محمد (ص) فرمايي :
" مثل الذي يقرأ القرآن و هو حافظ له مع السفره الكرم البرة ، و مثل الذي يقرأ القرآن و هو يتعاهد ه و هو عليه شديد فله أجران "
څوك چې قرآن لولي او د قرآن حافظ دى د هغه ځاى په جنت كښې له ملائكو سره لوړ او نيك دى ، او هغه څوك چې قرآن لولي او قرآن ته ډيره توجه كوي او په قرآن ټينګ دى د دوو اجرونو خاوند دى"
همدا شان فرمايي : د قرآن يار او همنشين ته د قيامت په ورځ ويل كيږي :
" اقرآ و ارتق و رتل كما كنت ترتل في الدنيا فإن منزلتك عند آخر آية تقرآ بها "
لوله او پورته ځه ، قرآن په قرائت سره هغسى ولوله څرنګه چې دى په دنيا كښې لوستلو ، ځكه چې ستا ځاى په جنت كښې د ورستي آيت له لوستلو سره دى .
3- د هغه چا اجر چې قرآن حفظ كوي :
" من قرآ القرآن و تعلمه و عمل به البس والداه يوم القيامة تاجاً من نور ضووه مثل ضوء الشمس ، و يكسى والداه حلتين لا يقوم لهما الدنيا ، فيقولان : بم كسينا هذه ؟ فيقال : بأخذ ولدكما القرآن "
هر څوك چې قرآن ولي او چا ته يى ور زده كوي او عمل ورباندى كوي د هغه د والدينو يعنى مور او پلار په سرونو باندى د قيامت په ورځ د نور تاج ايښودل كيږي چې نور يى لكه د لمر د نور په شان دى او هغه جامې ورته په تن كيږي چى په دنيا كښى ( د ګرانښت په خاطر ) قيمت ګذاري كيداى نه شي.او هغوي وايي : د څه لپاره مو دا جامې راته په تن كړي دي ؟ ويل كيږي : ددى لپاره چې تاسو خپل اولاد ته قرآن ښودلى او حفظ كړى ؤ.
همداشان حضرت محمد (ص) فرمايي : " الصيام و القرآن يشفعان للعبد يوم القيامة "
روژه او قرآن د قيامت په ورځ د بنده شفاعت كوي .
د قرآن پاك د قرائت آداب :
د قرآن پاك د لوستلو او قرائت ځيني آداب په لادندې ډول دي :
* څوك چى طاهر او په اوداسه نه وي نو ښايي چى قرآن پاك لمس او قرائت نه كړي.
* د قرآن پاك له قرائت نه د مخه بايد پاكى جامى واغوستل شي يعنى جامى بايد پاكى او ستره وي.
* څوك چى د قرآن قرائت په حال كښې وي نو د كوم عاجل ضرورت يا ضرورى خبرى پرته دى قرائت نه قطع كوي.
* د قرآن قرائت كوونكى بايد د قرائت لپاره ذهني او فكري آمادكي ولري .
* قرائت كوونكى بايد د وعد او نعمت د آيتونو د لوستلو په وخت كښې توقف وكړي او خداى پاك ته دى لاسونه په دعا پورته كړي او له هغه نه دى د نعمت او وعد غوښتنه وكړي.
* قرائت كوونكى بايد د خطر د آيتونو د لوستلو په وخت كښى خداى پاك ته پناه يوسي او له هغه نه دى له هر خطر څخه د خلاصيدو دعا وكړي.
* د قرآن قرائت كوونكى دى د قرائت نه پس قرآن پاك په يو پاك لوړ ځاى كښى كيږدي او هيڅ وخت دى پر ځمكه نه پريږدي.
په يوه شپه او يوه ورځ كښې د قران پاك د قرائت اندازه : د حضرت محمد (ص) اصحابو هره ورځ د قرآن پاك قرائت كولو او اندازه يى تعينه كړى وه او قرآن پاك ختم يى هيڅكله له اوو ورځو نه په كم وخت كښې نه كولو.
د قرآن پاك فضيلتونه ډير دي ، خداى پاك دى مونږ ټولو مسلمانو بندګانو ته د قرا، پاك د قرائت توان ، توفيق او قوت وركړي ،خداى پاك دى ورته هدايت وكړي ، خداى پاك دى ورته په زړونو كښى د قران پاك د قرائت او لوستلو شوق او مينه واچوي ، ځكه چې د قرآن د لوستلو او په قرآن د عمل كولو نه بغير هيڅ مسلمان خپل منزل مقصود ته رسيدلى نه شي . د قرآن لوستل او په قرآن عمل كول د هر مسلمان لپاره په دنيا او آخرت كښې د سرفرازۍ ، نيكبختۍ او كاميابۍ هغه خوږه ميوه ده چې په بل هيڅ شى لاس ته راتلاى نه شي.
هرڅوك چې د قرآن پاك تعليمات د ژوند لارښود كڼي هغه هيڅ وخت نه بى لارى كيږي ، كوم مسلمانان چى بى لارى شوي او په غلطو لارو روان شوي دي دليل يى دا دى چې هغوي د قرآن په لار روان شوي نه دي او دا لار يى چى ښه لار ده هيره كړى او كمراه شوي دي . څوك چى د خداى او قرآن له سمى لارى نه كمراه شوي دي او په ناسمواو نا روا لارو روان شوي دي دا دهغوي غلطي ده اوايي چى خپلو غلطيو ته متوجه شيچ ، خداى پاى پاك عفور او رحيم دى ، خو كه متوجه نه شي نو دوي به همداسى د كمراهۍ په كنده كې پاتې وي او د خداى پاك د عفو او رحم له فيض څخه به محروم پاتى وي.

په قرآن عظیم الشان کې له ریاضې اړخه یوشمېر معجزې

لیکونکی هارون یحیی

  دکلمو تکرار
 دریاضی له نظره ډېرې معجزې  په پاک قرآن کې شته ، چې ډیرې بېلګې یی لیدل کېږی اوپه یو شمېر ویی پوهان پوه شوی. یوه له دغو بېلګوځنې دځینو مشخصوکلمو حیرانوونکی تکراردی چې په لاندې توګه یی یادونه کېږی:

·       اووه آسمانونه په قرآن کې اووه ځلې یادشوی اودآسمانونو پیدایښت هم اووه ځلې یادشوی.
·       دورځې کلمه  (يوم) ۳۶۵ ځلې په مفرده توګه اود ورځوکلمه په جمعې ډول  (ايام)  ۳۰ ځلې یاده شوې . دمیاشتې کلمه دوولس ځلې یاده شوی .
·       دکرلوکلمه او دونې کلمه هریوه ۲۶ ځلې یاده شوې.
·       دمکافات کلمه ۱۱۷ ځلې اودبخښلوکلمه ۲۳۴ ځلې چې دمکافاتو دوه برابره کېږی یاده شوې.
·       دووایه کلمه اوووایی هریو ۳۳۲ ځلې یاده شوې.
·        ددنیا کلمه او آخرت کلمه هریوه  په مساوی ډول ۱۱۵ ځلې یاده شوې.
·       دشیطان کلمه اوملاییکې کلمه هریوه ۸۸ ځلې یاده شوې.
·        دایمان اوکفر کلمه هریوه ۲۵ ځلې یاده شوې.
·       د دوزخ او جنت کلمې هریوه ۷۷ ځلې یاده شوې.
·       دذکات اوبرکات کلمه هریوه ۳۲ ځلې یاده شوې.
·       دنیکو خلکو (ابرار) اوبدو(فجار) کلمې هریو درې درې ځلې یادې شوی.
·       د تاوده اوړی اوساړه ژمی کلمې هره یوه په مساوی توګه ۵ ځلې یادې شوی.
·       دخمراونشې کلمې هریوه ۶ ځلې یادې شوی.
·       دپوهېدواوروښنایی کلمې هریو په مساوی توګه ۴۹ وارې یادې شوی.
·       دوعظ اوژبې کلمې هریوه ۲۵ ځلې یادې شوی.
·       دسود اوفساد کلمې هریوه ۵۰ ځلې یادې شوی.
·       داجر اوفعل کلمې هریوه۱۰۷ ځلې یادې شوی.
·       دمحبت اواطاعت کلمې هریوه ۸۳ ځلې یادې شوی،
·       دتګلوری یا مسیر اوابداً کلمې هریوه ۲۸ ځلې یادې شوی.
·       دمصیبت اوشکر کلیمی هریوه ۷۵ ځلې یادې شوی.
·       دشمس اونور کلمې هریوه ۳۳ ځلې یادې شوی.
·       دلارښوونې کلمې اودرحمت کلمې په مساوی توګه هریوه ۷۹ ځلې یادې شوی.
·       دستونزو کلمه اودآرامښت کلمه هریوه ۱۳ ځلې یاده شوې.
·       دښځې اونر کلمه هریوه ۲۳ ځلې یادې شوې چې دواړه ۴۶ کېږی.
·       دنارینه (هګې) اودښځې (چر) هریو یواځې ۲۳ کروموزومه لری کله چې سره یوځای شی ۴۶ کروموزمه لری .
·       دخیانت اوخبیث کلمه هریوه ۱۶ ځلې یاده شوې.
·       دبشر اوانسان کلمه ۶۵ ځلې اودانسان دپراختیا پړاوونه هم ۶۵ کېږی . تراب یا خاوری ۱۷ ځلې، نطفه ۱۲ ځلې ،علق ۶ ځلې ، اولحم یا غوښه ۱۲ ځلې چې ټول ۶۵ ځلې کېږی یادشوی.

·       دصلوات یا لمانځه کلمه ۵ ځلې یاده شوې چې په شپه اوورځ کې پنځه ځلې لمونځ هم فرض دی.

د ځمکې د وچې او اوبو انډول
د( بر) یا وچې کلمه  ۱۳ ځلې او(بحر)۳۲ ځلې یاده شوې چې ټول ۴۵ کېږی او که دهغو فیصدی وشمېرو  دځمکې ۲۸ اعشاریه ۸ په سلوکې  وچه ده او ۷۱اعشاریه ۱ په سلوکې اوبه دی، دحیرانتیا خبر داده چې په همدې انډول وچه اوسمندر دځمکې پرمخ شته. 

 

په قرآن کې د نولس عدد معجزه
بله معجزه په قرآن کې د۱۹ عدد معجزه ده په لاندې آیت کې پردې عدد ټینګارشوی.
 اوپرهغه نولس تنه ګمارل شوی دی (المدثر ۳۰).
·       بسم الله الرحمن الرحيم له نولسو تورو جوړشوی.

·       قرآن  ۱۱۴ سورې يعنى (19×6) لری.
·       لومړنۍ سوره چې نازله شوې ۹۶ سوره ده چې دقرآن له پایه دپیل لورته تردې سورې پورې ۱۹ سورې کېږی.
·       لومړی ځل دشپږنوی یمې سورې لومړنۍ پنځه آیتونه نازل شوی چې دعلق سوره ده . دغه آیتونه ۱۹ کلمې لری.

اقرا باسم ربک الذى خلق * خلق الانسان من علق * اقرا و ربک الاکرم *
۱    ۲   ۳     ۴     ۵      ۶     ۷     ۸   ۹     ۱۰    ۱۱    ۱۲
الذى علم   بالقلم * علم الانسان  ما    لم يعلم *
۱۳    ۱۴   ۱۵      ۱۶   ۱۷  ۱۸   ۱۹
څه ډول مو چې ولیدل دغه پنځه آیتونه ۱۹ کلمې لری .د (و، د، ب) توری کلمه نه شمېرل کېږی نوځکه نه دی شمېرل شوی.
دقران لومړنۍ سوره یعنې دعلق سوره ۱۹ آیتونه لری اوټول ۲۸۵ توری لری چې  (19×15) کېږی.

·       دقرآن وروستی سوره یعنې نصر ټول نولس کلمې لری.
·       دنصرلومړنۍ آیت  "اذاجاء نصر الله و الفتح"  له نولسو تورو جوړشوی.
·        بسم الله الرحمن الرحيم ۱۱۴ ځلې  يعنى (19×6) په قرآن کې یاد شوی .دقرآن   ۱۱۳ سورې په بسم الله الرحمن الرحيم پیل شوی اویواځې یوه سوره دتوبې په خپل پیل کې  بسم الله الرحمن الرحيم نه لری. پرځای یی دنمل سوره کې دوه ځلې بسم الله الرحمن الرحيم شته.  یو ځل دسورې په پیل کې بیا په ۳۵ آیت کې په زړه پورې داده که چېری دتوبې له سورې نه دنمل ترسورې پورې وشمېرو دنمل سوره نولسمه کېږی.
·       که دنمل دسورې شمېره چې  ۲۷ ده دهغه آیت له شمېرې سره چې په هغه کې  بسم الله الرحمن الرحيم راغلی یعنې ۳۰ آیت سره جمع کړو  ۵۷ (19×3) به لاس راځی.

·       دتوبې له سورې نه دنمل ترسورې پورې دشمېرو مجموعه  ۳۴۲  (19×18) .
(۹+۱۰+۱۱+۱۲+۱۳+۱۴+۱۵+۱۶+۱۷+۱۸+۱۹+۲۰+۲۱+۲۲+۲۳+۲۴+۲۵+۲۶+۲۷+۳۴۲)
·         د الله (ج) دنامه مجموعه په ټولو آیتونو کې چې شمېره یی پر۱۹ پوره ویشل کېږی لکه  ۱۹، ۳۸، ۵۷، ۷۶ و غيره) ۱۳۳ کېږی يعنى (19×7).

·       دیونس ،هود، يوسف، ابراهيم، الحجر دسورې لومړی کلمه  "الر" ده. 
ددغو تورو دشمېرمجموعه (الف، لام و را) په دې سورو کې داسې ده:

۲۴۸۹ (19×131)، ۲۴۸۹(131×19)، ۲۳۷۵(19×125)،
۱۱۹۷(19×63) او ۹۱۲(۴۸×۱۹).
·       دپیل دتوروشمېر یعنی  الف، لام، ميم او را مجموعه  ۱۴۸۲(19×78) ځلې ده. الف ۶۰۵ ځلې، لام ۴۸۰ ځلې، ميم ۲۶۰ ځلې او را ۱۳۷ ځې راغلی.

·       د قاف، حا، يا، عين او صاد توری یواځې دقرآن په یوه سوره کې راغلی . په دې سوره کې ق ۱۳۷ ځلې، ح ۱۷۵ ځلې، ى ۳۴۳ ځلې، ع ۱۱۷ ځلې ا و ص ۲۶ ځلې راغلی.  چې مجموعه یی ۷۹۸ (19×42) کېږی.

·       د "واحد" ارزښت په مانا دیوه ۱۹ عدد دی. دغه کلمې له نوروبېلابېلو کلموسره په قرآن کې کاردیدلې خو دالله له کلمې سره ۱۹ ځلې یادشوی.

و             ا         ح       د

۶            ۱       ۸       ۴
·       دهغو سورو اوآیتونو دشمېرې مجموعه چې د "واحد" کلمه نولس ځلې په کې واقع شوې ۳۶۱ (19×19)  دی.

·       د "وحده، " عربی کلمه یعنې یواځې د الله  بنده ګې وکړه په   ۷۰آیت ، د ۷ سورې  ۴۵ آیت د  ۳۹ سورې، ۱۲ آیت  ۴۰ سورې،  ۸۴ آیت د ۴۰ سورې او ۴ آیت د۶۰ سورې یاده شوې ده.  ددغو عددونو مجموعه ۳۶۱ (19×19) کیږی.

·       دآیتونو شمېر له لومړنیو مقطعاتو تورو (الم دبقرې دسورې په پیل کې)  تر وروستیو  (ن د القلم په سوره کې) ۵۲۶۳ (19×277) دی. ددې دواړوسورو په مینځ کې   ۳۸ (19×2) سورې چې د مقطعاتو توری نه لری شته. درحمن کلمه ۵۷ ځلې (۱۹×۳) په قرآن کې شته.

·       دیرش بېلابېل عددونه په قرآن کې یادشوی چې ټولګه یی  (19×8534) کېږی.

۱+۲+۳+۴+۵+۶+۷+۸+۹+۱۰+۱۱+۱۲+۱۳+۱۴+۱۵+۱۶+

۱۷+۱۸+۱۹+۲۰+۳۰+۴۰+۵۰+۶۰+۷۰+۸۰+۹۹+۱۰۰+۲۰۰+۳۰۰+۱۰۰۰+۲۰۰۰+۳۰۰۰+۵۰۰۰+۵۰۰۰۰+۱۰۰۰۰۰=۱۶۲۱۴۶  (۸۵۳۴× ۱۹)

·       برسېره پردې دیرش عددونو په قرآن کې اته کسری عددونه هم یادشوی (۲/۱، ۱۰/۱، ۸/۱، ۶/۱، ۵/۱، ۴/۱، ۳/۱، ۳/۲) يعنی ټول عددونه ۳۸ (۱۹x۲) کېږی.

·       لومړنۍ سوره چې  ۱۹ آیتونه لری دانفطار سوره ده چې دالله په کلمې پای ته رسېږی . اودا دپای له لوری نولسمه دالله کلمه ده. د "ق" سوره  ۵۷ دق توری  لری یعنی(۱۹×۳) دی.  دغه راز دشوری سوره هم چې دق په مقطعه پیلېږی ۵۷ دق توری لری چې بیاهم (۱۹× ۳)  کېږی. 

·       د ق سوره چې پنځوسمه سوره ده او ۴۵ آیتونه لری ، نو مجموعه یی ۹۵ (۱۹×۵) کېږی. 
·       د شوری سوره چې دوڅلویښتمه سوره ده ا و ۵۳ آيتونه لری چې تولګه یی بیاهم ۹۵ یعنی (۵×۱۹  ) کېږی.
·       د مجيد کلمه چې د "ق" سورې په لومړنی آیت کې راغلی دابجد له نظره ۵۷ کېږی اوپه دې سوره کې دق توری ۷۵ ځلې راغلی چې ۵۷ هم معادل دی له  (۱۹×۳) کېږی.

·       په قرآن شریف کې دق توری  مجموعه ۷۹۸ کېږی چې مساوی دی له  (۱۹× ۴۲) کېږی او دق سوره ۴۲ سوره ده چې دمقطعاتو توری په کې راغلی.

·       "ن" دقلم سورې په سره کې راغلی چې ټول  ۱۳۳ (۱۹× ۷) عدده  "ن"  په دې سوره کې شته .
·       د (ی) او (س) توری دیس سورې په سرکې راغلی . "س" په دې سوره کې ۴۸ ځلې او د ی توری ۲۳۷ ځلې راغلی چې ددواړو مجموعه مساوی ده له  ۲۸۵سره یعنی(۱۹× ۱۵) .

·       د "الم" دمقطعاتو توری دشپږو سورو په سرکې راغلی . په البقره، ال عمران، العنکبوت، الروم، لقمان او السجده کې.  د الف دتوری شمیر دلام اومیم هریو په دې سوره کې د۱۹ ضریب دی . ددغو تورو ټولګه په دغو سورو کې ،  ۱۹۸۷۴ (۱۹×۱۰۴۶) کېږی.

۹۸۹۹ (۱۹×521)، ۵۶۶۲ (۱۹× 298)، ۱۶۷۲ (۱۹×88)، ۱۲۵۴ (۱۹× 66) و ۸۱۷ (۱۹×43)

·       کله چې دهغو سورو دآیتونو شمېر چې ضریب یی۱۹ کېږی له بسم الله سره جمع کړو لاندې عدد ترلاسه کېږی. ۱۹× ۱ نولسمه سوره یا دمریم سوره  ۹۹ آيتونه

      ۱۹× ۲سوره ۳۸ يا ص  ۸۹ آيتونه 
     ۱۹× ۳،  ۵۷ سوره  يا حديد  ۳۰ آيتونه
     ۱۹× ۴سوره ۱۱۴ يا ناس  ۷ آيتونه 
چې ددې سورتونو دآیتونو شمېر  ۲۶۶ (۱۹× 14) کېږی.
·       دفرمان  یوسه کلمه نولس ځلې .
·       د عبد، عابد او اعبدو کلمې مجموعا ۱۹۲ = 19. 8) ځلې یادې شوی.
·       د الله نوم الواحد  دابجد له نظره ۱۹ دی.
·        الجامع نوم دابجد له نظره ۱۱۴ (۱۹×۶) دی.

۱۹یوخارق العاده عدد:
نولس د۹ او۱۰ په توان دیو مجموعه ده . د۹ او۱۰ په توان د ۲ مېنځ کې توپیر هم ۱۹ کېږی .

۱۹     ۹+۱۰                    ۱۰۱
۱۹     ۸۱-۱۰۰                ۱۰۲

· لمر، سپوږمۍ اوځمکه وروسته له هرو ۱۹ کلونو دیوې مستقیمې کرښې په سر واقع کېږی.
· دهالی لکۍ لرونکی ستوری وروسته له ۷۶ کلونو یعنې (۱۹×۴ ) له شمسی یالمریز نظام څخه تېریږی.
· دانسان بدن ۲۰۹ ( ۱۱×۱۹ ) هډوکی لری.
·  دانسان لاس ۱۹ هډوکی لری ( پرته دلاس له بنده)

  ژباړونکی ((حقپال))   

درشوت لنډ بيان

رشوت دادی چه يو سړی ديوه کار لپاره مقرر شوي وي او هغه پدی کار باندې دحکومت نه يا دکومی بلې اداری نه يا دکوم چا دطرف نه تنخواه اخلی بیاهم هغه ددی کار په بدل کې نوره څه معاوضه هم اخلی نودا رشوت شو.
رشوت داهم دی چه دکومې عهدی په وجه سره ده ته څه تحفه يا هديه ورکړشی ،يوځل نبی کريم صلی الله علیه وسلم يو سړی د زکات د ټولولو لپاره مقرر کړ هر کله چه هغه واپس راغی نو ويې ويل دا دومره مال د زکات دی او دا نور ماته هديه راکړ شوی ده ،رسول الله ص وفرمائل هغه دې په کور کې کينی اوبيا د وګوری چه ده ته څوک هديه ورکوی يعنی دا تحفه د عهدی په وجه ورکړ شوي وه ..

رشوت په يوه ټولنه کې سخت تباه کونې آفت دې  رشوت چه کله منځ ته راشی نو بيا د عدل اوقانون ځای پيسی ونيسی دمظلوم حق نورهم پايمال اومجرم په پيسو ځان ته لاره باسې .

رشوتخور  هغه پست او ذليل سوالګر دي چه سره لدی چه الله ج  ده ته لوی مقام ورکړی وي خو په دومره لوړ مقام کې به بياهم هغه يو سپک او ذليل سوالګر وي .

دغه مقام بيا هيڅ وخت هم په خپله اداره کې دفساد مخ نشی نيولای ځکه چه بيا دده خپل دمردارو  ډک کچکول افشاه کيږي .

دغه ذليل عمل اوس دومره ډير شوی چه حکومت خو دافغانستان په ټول تاريخ  کې په فساد او رشوت خوری کې  لومړی مقام لري  بيان  ته يې هيڅ حاجت ځکه نشته چه پدی باندی د نموړی اداری چارواکې هم قانع دي .
خو اوس دغه ذليل عمل د داکتر تر نوبت پوری هم رارسيدلی دي ، دکوم مريض چه نوبت څه ورسته وي هغه څه روپۍ چوکيدار ته په رشوت کې وړاندی کوي تر څو دده نمره مخکی کړی  او داسې نورو معمولې چارو کې .

درشوت حرمت او دهغه خطرناکې پايلې :
الهی ارشاد:
وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ( البقره ۱۸۸).
په ناحقه يو دبل مال مه خورئ اوهغه حاکمانو نه مه ورکوئ (درشوت په ډول  چه  فيصله ستاسو په ګټه وکړی ) ترڅوڅه مال دخلکو ځنی په ناحقه وخوری اوتاسی پوهيږی (چه دا ظلم دی ).
نبی ص ارشاد:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن عَمْرٍو، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:"الرَّاشِي وَالْمُرْتَشِي فِي النَّارِ
رشوت اخستونکی اورشوت ورکوونکی دواړه په دوزخ کې دي. (الطبرانی)

لَعَنَ اللَّهُ الرَّاشِيَ وَالْمُرْتَشِيَ فِي الْحُكْمِ   
دالله ج  لعنت دی  په قضاوت  باندي  درشوت اخستونکی اوورکونکی  (الطبرانی ،ترمذی ،حاکم او احمد)
    
لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلی َّ اللهُ عَلَيه وَسَلَّم اَلرََّاشِیَ وَالمُرتَشِی َ ( رواه ابوداود ابن ماجه )
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم درشوت په اخستونکی او ورکونکی لعنت ويلای دی .

عن عبد اللّه بن بريدة، عن أبيه ، عن النبيِّ صلى اللّه عليه وسلم قال: "من استعملناه على عملٍ فرزقناه رزقاً فما أخذ بعد ذلك فهو غلولٌ".

چا ته چه کوم کار وروسپارم ،په مقابل دهغه کې يې مزد هم ورکوم ،دخپل مزد نه علاوه چه نور څه اخلی هغه خيانت او رشوت  دی . (رواه ابؤداو.

دشرک بنيا د

کوم خلق چي الله تعالى ته پخپلومشکلاتواوحاجتونو کي سوال اوزاري کوي دهغوي داعقيده وي چي الله تعالى عالم الغيب والشهادة يعني په پټواوښکاره ټولو شيانو عالم اودټولو حالاتوڅخــــــــه
پوره خبردي اودهغوي دعااوفرياداوري ، ددي سره دهغوي داعقيده هم وي چي الله تعالى مالک ، متصرف ، قادر مطلق اودپوره اختيار خاوند دي اودخلکو ستونزي اومشکل حل کولي شي ، همدانګه کوم خلق چي دالله تعالى نه ماسوى دانبياووعليهم السلام ، ملائکو اويا اولياوو نه مدد غواړي اوفرياد ورته کوي دهغوي هم داعقيده وي چي دوي عالم الغيب ، متصرف اوداختيارخاوندان دي اودفريادکوونکو فرياداوري اودهغوي دحاجتونودپوره کولو طاقت اووس لري ، که ددي خلکو داعقيده نه وي نوهيڅکله به يي هم هغوي ته په مشکلاتو کي چيغي اوفريادنه کولي ، نومعلومه داشوه چي دشرک ا صل بنياداومبدا همدغه دوه شيان دي ، ترڅو چي يومشرک په غيرالله کي دادوه صفتونه ونه مني نه دهغه بنده ګي کوي اونه په سختۍ کي ورته اوازکوي اونه دهغه دخوشحالولولپاره دهغه په نوم نذر اومنښتي کوي . قرانکريم کي ځاي پرځاي دشرک دغه دواړه جرړي پري کړي دي اوپه عقلي اونقلي دليلونو يي ثابته کړيده چي دالله تعالى نه ماسوي هيڅوک عالم الغيب ، متصرف اومختارکل نشته ، په دي هکله لاندي مطلب په غورسره مطالعه کړئ :
الف : مالک دنفع اودضرر متصرف واکداراومختارکل يواځي الله تعالى دي :
١ : الله تعالى دسورت يونس په ( ٢٩ ) ايت کي داسي فرمايلي : اي محمده ! دي خلکوته ووايه چي
زه دخپل ځان لپاره دنفع اودضرر واکدارنه يم مګر هغه څه چي الله تعالى وغواړي همغه به کيږي ...
٢: الله تعالى دالمائده دسورت په ( ٧٦) ايت کي داسي فرمايلي دي : اي محمده !ووايه دي خلکوته اياتاسي دالله تعالى نه ماسوي دهغه چا بنده ګي کوي چي ستاسي لپاره دنفع اودضررواکدارنه دي.
٣: الله تعالى دال عمران دسورت په ( ١٨٩) ايت کي داسي فرمايلي دي :
خاص الله تعالى لره دي اختيارات ، بادشاهي اوواکداري دټولو هغه شيانو چي په اسمانونو اوځمکي کي دي اوالله تعالى په هرشي قادر دي .
٤: الله تعالى دالفاطر دسورت په ( ١٣ – ١٤ ) ايتونو کي داسي فرمايلي دي : هغه چي تاسي ورته دالله تعالى نه ماسوى چيغي اوفريادکوئ ستاسي لپاره ديوقطمير ( دخرمادزړي له پاسه دنرۍ رشمي ) په اندازه هم واک نلري ، که تاسي ورته چيغي اوفرياد وکړئ ستاسي چيغي اوفرياد نه اوري اوکه بالفرض وايي هم وري قبلولي يي نشي ( مقصد داچي ستاسي مشکل نه شي حل کولاي ) اودقيامت په ورځ به ستاسي له شرکه انکارکوي ...
٥: الله تعالى دالاحقاف دسورت په ( ٥) ايت کي داسي فرمايلي دي : څوک دي غټ ګمراه دهغه چا څخه چي دالله تعالى نه ماسوي نوروته ( دتکاليفو اومشکلاتو په وخت کي ) چيغي اوفريادکوي ، هغه چاته چي ترقيامته ددوي لپاره قبولوالي نشي کولي اوهم ددوي دحاله ناخبره دي .

داچي متصرف ، واکدار اومختارکل يعني دهرشي اختيارلرونکي يواځي الله تعالى دي اونور ټول مخلوق همغه ته محتاج دي نو بايد يواځي دهمغه بنده ګي وشي اوله هغه څخه مرسته اومدد وغوښتل شي اوپه ذات اوصفاتوکي ورسره بل څوک شريک ونه ګڼل شي .
ب : عالم الغيب هم يواځي الله (ج) دي اودالله تعالى سر ه په دي صفت کي هيڅوک شريک نشته :
دموضوع دښه روښانتيا پخاطر دقرانکريم څوايتونه ، څونبوي احاديث اودمفسرينو ، محدثينو ، فقهاوواو اولياء کرامو څو اقوال په لاندي توګه ذکرکوم :
الف : علم غيب دقرانکريم په رڼاکي : دقرانکريم په ډيرواياتونوکي راغلي دي چي علم غيب دالله تعالى خاص صفت دي اوپه دغه صفت کي له هغه سره هيڅوک شريک نشته :
١: دهوددسورت په اخري ايت کي الله تعالى فرمايلي دي :په اسمانونواوزمکه کي چي څومره دغيب خبري دي دهغي علم خاص الله تعالى ته دي .
دپورتني ايت په تفسيرکي دمعتمدو اومحققينو مفسرينو لاندي اقوال په غورسره مطالعه کړئ :
• علامه سيد محمود الوسي حنفي رحمه الله دتفسير روح المعاني په ١٢ جلد ١٦٧ مخ کي دپورتني ايت په تفسيرکي ليکلي دي : اي انه سبحانه وتعالى يعلم کل ماغاب في السموات والارض ولايعلم ذلک احد سواه . يعني الله تعالى ته داسمانونواوځمکي دهرپټ شي علم دي اوماسوى دالله تعالى څخه هيچاته دهغي علم نشته .

• علامه ابوحيان اندلسي مالکي رحمه الله دتفسير بحرالمحيط په (٥ ) جلد ( ٢٧٥ ) مخ کي دپورتني ايت په تفسير کي داسي ليکلي دي : لايخفي عليه شيئ من اعمالکم ولاحظ لمخلوق في علم الغيب . الله تعالى ته ستاسي دعملونونه هيڅ شي پټ ندي اودمخلوق په علم غيب کي هيڅ برخه نشته .

• علامه ابوسعودحنفي ( رح ) دتفسير ابوسعود په ( ٥ ) جلد ( ٤٩٧ ) مخ کي داسي ليکلي :
ولله تعالى خاصة لالاحد غيره استقلالا ولا اشتراکا غيب السموات والا رض . داسمانونو اوزمکي دپټوشيانو علم خاص الله تعالى ته دي اودالله تعالي نه ماسوي هيچاته دهغي علم ندي حاصل نه په مستقل طور اونه دشرکت په طور .

٢: الله تعالى د النمل د سورت په ( ٦٥ ) ايت کي داسي فرمايلي دي : ورته ووايه اي محمده ! چي نه پوهيږي ټول هغه چي په اسمانونواوځمکه کي دي په غيبوباندي ماسوى دالله تعالى څخه ، اوهغوي ته خو ددي علم هم نشته چي کله به بيا راژوندي کولي شي .

٣: الله تعالى دسورت الاعراف په ( ١٨٨ ) ايت کي داسي فرمايلي دي : ووايه اي محمده! دي خلکوته چي زه واکدارنه يم دخپل ځان لپاره دڅه نفعي اويا دنقصان مګر هغه څه چي الله وغواړي
( همغه به کيږي ) اوکه زه چيرته په غيبوخبروپوهيدي نومابه ډير خير ( فايدي ) ځانته حاصلي کړي وي اوماته به هيڅ تکليف نه وي رسيدلي . ددي ايت کريمه نه په ښکاره معلومه شوه چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته دغيبو علم نه وو ځکه چي هغه په دنيا کي ډيرزيات تکليفونه برداشت کړي وو که چيري هغه په غيبو پوهيدي نودهغه تکليفونو دراتلونه مخکي به يي دهغونه دبچ کيدو لپاره لازم تدبيرونه کړي وي اودهغو نه به بچ شوي وو .
ب : علم غيب دنبوي احاديثو په رڼاکي :دډيروزياتواحاديثو نه هم معلوميږي چي ماسوي دالله تعالى څخه هيڅوک په غيبونه پوهيږي زه دلته فقط يو څو احاديث ذکرکوم :
• دصحيح مسلم په ( ٢ ) جلد ( ٢٤٩ ) مخ کي دام المؤمنين حضرت عائشه رضي الله عنها په روايت نقل دي چي رسول اکرم صلى الله عليه وسلم له صحابه کراموسره ناست وو اوويي فرمايل : زه به په حوض کوثر ستاسو دراتلو منتظريم ،قسم په الله چي ( په دغه وخت کي به ) څه خلق هلته زما نه لري کړي شي ، زه به عرض وکړم چي اي الله ! داخوزما خپل کسان دي اوزما امتيان دي ، نووبه ويل شي : چي دي خلکو چي ستانه وروسته په دنيا کي څه کړي تاته دهغي علم نشته .
• دصحيح البخاري په ( ٢) جلد ( ١٦٥ ) مخ کي دام المؤمنين حضرت ام سلمه رضي الله عنها په روايت نقل دي چي دڅه کسانو په خپل منځ کي جنجال وو اورسول اکرم صلى الله عليه وسلم ته راغلل ، نوحضرت محمد صلى الله عليه وسلم هغوي ته وويل : زه هم يوبشريم اوماته دڅه جګړه مارانوډلي راځي نو امکان لري چي يوه ډله دبلي په نسبت دخبرو ښکلي طريقه ولري ( يعني ښه استدلا ل کولي شي حال داچي په ناحقه وي ) او زه هغه ريښتوني وګڼم اودهغوي په حق کي فيصله وکړم ، پس که ما چاته دبل مسلمان حق ورکړو ( حال داچي دهغه حق نه وو اوهغه واخستو ) نوهغه به دهغه لپاره ددوزخ يوه ټکړه وي ، نوکه زړه يي غواړي قبوله دي کړي اويا دي پريږدي ( اوپردي حق دي نه اخلي ) .
دپورتني حديث لاندي دمشهورو محدثينو لاندي اقوال په پوره دقت سره وګورئ :
١ : حافظ ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کي چي دصحيح البخاري شرح ده په ( ١٢ ) جلد ( ٢٨٥) مخ کي دپورتني حديث ددي جملي په تشريح کي چي زه هم يو بشريم داسي ليکلي دي : اي کواحد من البشر في عدم علم الغيب . ددي معني داده چي د غيبودعلم په نه لرلو کي زه هم دنورو انسانانو په شان يم ، څنګه چي نوروانسانانوته دغيبوعلم نشته دغه شان ماته هم نشته

٢: علامه بدرالدين عيني رحمه الله دپورتني حديث په تشريح کي په عمد ة القاري کي چي دصحيح البخاري شرح ده په ( ٢٤ ) جلد ( ١١٦ ) مخ کي داسي ليکلي دي : انما انا بشر يعني کواحد منکم ولا اعلم الغيب وبواطن الامور کما هو مقتضى الحالة البشرية وانا احکم بالظاهر . ددي جملي چي زه هم ستاسي په شانته يو بشريم مطلب دادي چي ( دنيوي معاملوکي ) زه هم ستاسو غوندي يم اوپه غيبواوستاسي په باطني اوپټوکارونو نه پوهيږم لکه څنگه چي دبشريت تقاضا ده اوزه دظاهري حال مطابق فيصله کوم . ددينه معلومه شوه چي دغيبوعلم دبشريت منافي دي اودبشر عالم الغيب کيدل محال اوناممکن دي .

• دصحيح البخاري په ( ١ ) جلد ( ٣٢٨ ) مخ کي دحضرت انس رضي الله تعالى په روايت نقل دي چي رسول اکرم صلى الله عليه وسلم په لاره کي پرته خرما وليده نوووي ويل که چيرته ماته ددي ويره نه وي چي داخرما به دصدقي اوزکات وي نومابه رااوچته کړي وي اوخوړلي به مي وي .
• دصحيح مسلم په ( ١ ) جلد ( ٣٠٩ ) مخ کي دحضرت ابوهريرة رضى الله عنه په روايت نقل دي چي يو تورپوستي سړي په جمات کي اوسيدو اودمسجد صفايي به يي کوله هغه وفات شو ، اورسول اکرم صلى الله عليه وسلم دهغه د مرګ څخه خبرنه وو ، اتفاقا يوه ورځ يي هغه سړي يادکړو ( چي دډيرو ورځونه کيږي چي هغه نه ښکاري ) نوصحابه کرامو ورته وويل : هغه خو وفات شوي دي نو رسول اکرم صلى الله عليه وسلم وفرمايل : راځئ ماته دهغه قبروښايئ – کله چي رسول اکرم صلى الله عليه وسلم دهغه قبرته راغلو نو په هغه يي دجنازي لمونځ وکړو .
ج : علم غيب دصحابه کرامو اولياء کرامو اوفقهاوو داقوالو په رڼاکي :
• دصحيح البخاري په ( ٢) جلد ( ١٠٩٨) مخ کي له حضرت عائشي ( رض ) څخه نقل دي :( من حدثک انه يعلم الغيب فقد کذب وهويقول لايعلم الغيب الاالله ).
چاچي ستا په وړاندي داخبره وکړه چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په غيبو پوهيږي نو هغه يقيننا دروغژن دي ځکه چي دالله تعالى ارشاددي : چي بي له الله تعالى څخه په غيبو هيڅوک نه پوهيږي
• سيد عبدالقادر جيلاني رحمه الله دخپل کتاب مراة الحقيقة په ( ١٨ ) مخ کي داسي ليکلي دي : من يعتقد ان محمدا صلى الله عليه وسلم يعلم الغيب فهو کافر لان علم الغيب صفة مختصة با لله تعالى . څوک چي داعقيده لري چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په غيبوپوهيږي نوهغه کافردي ځکه چي دغيبوعلم دالله تعالى مخصوص صفت دي .
• امام حسن بن منصور قاضي خان رحمه الله دخپل کتاب فتاوى قاضي خان په
( ٤ ) جلد ( ٨٨٣) مخ کي داسي ليکلي دي : که يوسړي ديوي ښځي سره دگواهانو
نه بغير نکاح وکړه اوووي ويل : ما الله اورسول ګواه کړو، فقهاوو ويلي دي : چي
داکفردي ځکه چي ده حضرت محمد صلى الله عليه وسلم عالم الغيب وګڼلو ، حال داچي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ژوند کي په غيبونه پوهيده نو بعد له مرګه به څه پوه شي .
• امام ابن نجيم حنفي رحمه الله دبحرالرائق په ( ٣) جلد ( ٨٨ ) مخ کي داسي ليکلي دي : لوتزوج بشهادة الله ورسوله لاينعقد ويکفر لاعتقاده ان النبي صلى الله عليه وسلم يعلم الغيب . که چادالله اودهغه په ګواهى نکاح وکړه( اونور شاهدان يي ونه نيول ) نوهغه نکاح نه کيږي اوداسړي کافردي ځکه چي دهغه داعقيده ده چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په غيبو پوهيږي اوزمونږ له حاله خبردي . اوس تاسي پخپله قضاوت وکړاي او دقران ، سنت ، دصحابه کرامو ، اولياء کرامو او فقهاوو دپورتنيو ذکر شوي اقوال په غورسره مطالعه کړاي اودقران اوسنت ددښمنانو اودخلکو دجيب وهونکو اولوټ مارانو په خولو مه غوليږئ .

  ترتيبوونکي : مولوي عبدالبصير بصيرت   

خوراو لور ته خپل حق نه سپارل کيږی

ګرانو لوستونکو داسلامی ښوونی مينه والو !    اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
داسلام مقدس دين چه په څومره لوی انداز کی د ښځی له مظلوميت څخه دفاع کړی  نو نور ګنجايش نه لری
ښځه لومړی خور اولور وی چه اسلام خپلو پيروانو ته  دهغوی سره د ډير ذيات  شفقت ،مهربانی او ښه سلوک حکم کړی دی ،بيا دخاوند دکور  بی بی شی چه بيا هم اسلام په ډير ښه څلن حکم کړی دی اوورسته بی بی مورشی  چه اسلام بيا اولاد ته دمور سره په ښه سلوک دومره ټينګار کړی چه  جنت يی د مور تر قدمونو لاندی بللی دی .
ولی نن سبا چه ځنی کسان له هغوی سره بد چلن کوی ،دهغوی په حق سترګی پټوی  دا دوی د ظلم ،دخدای ج له دين سره جفا اوشيطان دوستی څرګندی نيښانی دی ، دداسی مسلمان دا ډول اعمال هيڅ کله هم د اسلام ترجمانی نشی کولای .
لاندی د ښځی مهر اودخور اولور ټاکلی برخو ته اشاره شوی چه ډير خلک ورباندی سترګی پټوی
۱- دښځی مهر پرخپل جيب کی اچول اودهغه ګړوتول :
مهر ياولور مطلق دښځی خپل حق دی ، قوله تعالی  : وَآتُواْ النَّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً   (( اودښځومهر په ښه زړه ورکړی )) ( النساء  ۴ ). خونن سبا وينوچه دافغانستان په ډيرومناطقوکی دغه حق خپل حقدارته نه سپارل کيږی ښځه  لا دخپل مهرپه اندازه هم خبره نه وی خوپلار يی مخکی له مخکی هغه پخپلواقتصادی چارو مصرف او ياکوم تجارتی دوران ته اچولی وی ،که ظاهراً له خپلی خوريا لورنه بښنه وغواړی نولور غريبه به څه ووايی لوريا خور خو په حقيقت ښه پوهيږی ولی څه خوځکه نشی ويلای چه نه غواړی دډير تاوان سره سره پرخپل ځان دپلار يا ورور دروازه بنده کړی ،ځکه ددی غريبی په مخکی له خپلی کورنی څخه فراق دی نوورسته به همدا يوه دروازه ددی لپاره دتسل ،سکون  اوڅو ورځو تيرولوځای وی اوبس  .
۲- دقرانکريم ټاکلي  برخی  خوراولور ته  نه سپارل کيږی :
قرآنکريم دميراث دقانون له مخی دنرپه نسبت ښځی ته نيمه حصه ټاکلی يعنی ددؤخوندو حق له يوه ورور سره مساوی دی ،دښځی لپاره ځکه نيمه برخه ټاکل شوی چه ښځه مهر اخلی اوهم له خاوندڅخه ميراث وړی
خونن سبا يی عملاً وينو دهيواد په ځنوسيموکی دښځوحق نه ورکول کيږی ميراث شوی مال ياځمکه يواځی دوروڼوترمنځ تقسيميږی اوخوندو ته پکی حق نه ورکول کيږی او د هغوی پر حق ښکاره سترګی پټوی .
يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْن .....
((حکم کوی تاسی ته الله په (حق دميراث د) داولاد ستاسی کښی (ورسته ستاسوله مرګه ) شته نارينه لره (له ميراثه ) په مثل دبرخی د دوو ښځو)). يعنی دکوم ميت په اولاده کښی چه هلک اوجينی دواړه وی  نوهغوی ته دميراث ورکولو قاعده داده چه يو هلک ته به د دوو جينکوحصه ورکول کيږی .
دميراث دبرخو له بيان څخه ورسته فرمايی:
 تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ۱۳ وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ ۱۴ (النساء ) .
(( دادالله حدود دی څوک چه دالله او رسول پيروی وکړی هغه به الله داسی جنتونوته ننباسی چه لاندی دهغوی به ويالی بهيږی  اوهغوی به پکی دتل لپاره استوګن وی  اوهمدا ستر برياليتوب دی ، اوڅوک چه دالله او رسول څخه سرکشی وکړی اودهغه دټاکل شويو حدودو څخه تيری وکړی الله به هغه اور ته داخل کړی چه په هغی کی به دتل لپاره استوګن وی  اودهغه لپاره رسوا کوونکی سزا ده )).

خدای ج دی مونږ د خدای ج له قهر اوغضب نه وساتی او خدای ج دی خپل رحم پرمونږ وکړی
خدای ج دی مونږ د خدای ج په دين کی پوره  ننباسی اوخدای ج  دی مونږ ته په نيکه لاره هدايت  وکړی


کابل افغانستان  

د مور شيدې د سرطان مخه نيسي

له ماسكو خپرېدونكې مياشتنۍ انګريزي ( اپنيټك ) مجلې د ۱۹۶۸ ميلادي كال د اګست دمياشتې په ګڼه كې د ډاكټر الېګز ينډر يو څېړنېزه ليكنه خپره كړې ،نوموړي په خپله ليكنه كې دا اندېښنه څرګنده كړې  وه چې دلويديځې نړۍ اوپه ځانګړي ډول امريكايي مېرمنې د سينې په سرطان اخته دي اودا وبا په ډېره بيړه خپريږي، چې له امله يې ډېرې ميندې ژوند له لاسه وركوي .

نوموړي ډاكټر ددې وبا ترټولو ستر لامل داښودلى چې د لويديځ ميندې خپلو كمكيانوته له شودو وركولو نټه ( انكار  ) كوي اودشيدو وركولو دود دلويديځې نړۍ مېرمنې ورځ تر بلې له لاسه وركوي او نژدې ده چې د نه وركړې دود نړۍ وال وګرځي، په داسې حال كې چې د مسلمانانو قرآن كريم ميندو ته لارښوونه كوي چې كوچنيانوته تر دوو كلونو پورې شيدې وركړي ، چې له امله يې په مسلمانو ميندو كې اولادونو ته دشيدو وركړه تراوسه هم دود لري.

د مور شيدې كه څه هم ډېرې لږې وي خو هر وخت د كمكي له پاره ډېرې ګټورې وي، كه د نه وركړې دود عام شي نوپه مېرمنو كې به د سينې د سرطان وبا ډېره په بيړه خپره شي. په ۱۹۵۶ كال كې چې د سرطان دڅېړنې له پاره دريم نړۍ وال كنفرانس رابلل شوى و او امريكا يې كوربه و، په هغه كنفرانس كې هم ګډون كوونكو په مېرمنوكې د سينې د سرطان د پيدا كېدو لامل همدا ښوولى و، تردې وروسته هم بې شمېره څېړنو ددې خبرې پخلى كړى دى،

قرانكريم دساينس هڅونكى اولارښود

اسلام دعقل اوپوهې مذهب دى څوك چې له عقل څخه كارواخلي هغه دمذهب رښتياوى اوصداقتونه پيژندلى شي خوددې صداقت اورښتيانه دپايلو ترلاسه كولو له پاره خپله پوهه اوعقل په كاراچول غواړي ،كه يوكس دمخلوقاتوديوه شي په ځانګړتياوو اوخصوصياتوباندې غوراوفكر وكړي كه څه هم هغه مهارت اووړتيا ونه لري يواځې دعقل اوشعوردوړتياپه ذريعه په دې خبره پوهيدلى شي چې داشى داسې چاتخليق اوپنځولى دى  چې هغه زبردست عقل اوپوهه لري اودډيرزيات ځواك خاونددى .

    په زمكه باندې دژوندكولودشونتياله پاره په زرهاوو لاملونه پيداكړل شوي دي، له دې زياتولاملونو څخه كه ديوڅوپه اړه علم ترلاسه شي هغه په دې خبره باندې دپوهيدلو له پاره كافي اوبس دي چې ددنيا دجوړولو موخه دلته ژوندكول اودهه په خپل حال ساتل دي، له دې كبله څوك چې له خپل عقل نه كارواخلي اود خپل ضمېراوشعوراوازته لبيك ووايې هغه ته به داخبره دلمرپه څېرروښانه شي چې ددې نړۍ اتفاقاً

اويو په يورامنځته كيدلودعوه بيخي پوچه اوسراسرغلطه ده ، لنډه داچې څوك خپل ذهن په كارواچوي اودسوچ كولو له وړتياڅخا كارواخلي هغه دخداى جل جلاله  په نښوباندې په ډيره ښكاره توګه سره پوهيدلىشي ،په دې لاندې ايت كې دداډول خلكو يادونه په داسې توګه شوې ده :الذين يذكرون قياماً وقعودا وعلى جنوبهم ويتفكرون فى خلق السموات والارض ربنا ماخلقت هذا باطلا سبحانك فقنا عذاب االنار،سورت ال عمران ايت 191

ژباړه : هغه خلك  چې په ولاړه ،ناسته اوپروتې باندې خداى جل جلاله  ياد وي اوداسمانونواوځمكو په خلقت اوجوړښت كې غوراوفكركوي ( هغه ناڅاپه ووايې ) لويه څښتنه ! داهرڅه تابيكاره ساوبې ګټې نه دي پيداكړي، ته له دي نه پاك يې چې بې ګټې كاروكړي نواى ربه ! مونږ د دوزخ له عذاب نه وژغورې، قران كريم انسانانوته لارښودنه كړې چې په خپل چاپېريال كې دتخليق اوكائناتونښې وګورى اوپه هغوباندې غوراوفكروكړى،دخداى جل جلاله رسول حضرت محمدص هم خلكوته امركړى دى چې علم اوپوهه حاصله كړى په ډيرټنګارسره ويلي دي چې دعلم ترلاسه كول زمونږ فريضه ده مونږ دالاندې دوه صحيح حديث سره لولو: 1 دعلم زده كړه په هر مسلمان باندې فرض ده گ ( ابن ماجه.ج1_ص 224،اوترمذى ج1_ ص218،له انس بن مالك نه روايت كړى )

      2_ علم ترلاسه كړئ اونوروته يې ورزده كړئ. ( ترمذى ص 279_ دارمى اودارقطنى رواه عبدالله بن مسعود)

  څوك چې دمخلوقاتوپه داخلي جوړښت اوپه ساه لرونكو اوبې سامادو باندې غوركوي اودخپل چاپيريال دشيانوپه اړه له تحقيق اوپلټنې سره دلچسپي لري هغه به خامخا دلوى څښتن په كامله حكمت دهغه په بې پايه علم اودهغه په تلپاته ځواك ؛ايمان رواړي .

ځينې هغه ټكى چې خداى Y په ځانګړى توګه انسانان هڅوي څو په هغوباندې غوروكړي په دې لاندې ايت شريف كې سره لولو: افلم ينظروا الى السماء فوقهم كيف بنينها وزينّها ومالها من فروج ° والارض مددناها والقينا فيها رواسي وانبتنا فيها من كل زوج بهيج ° تبصرة وذكرى لكل عبد منيب° ونزلنا من السماء ماءً مباركاً فا نبتنا به جنت وحب الحصيد° والنخل بسقت لها طلع نضيد° سورۍ ق ايت 6-10

ژباړه: ايادوى په دوى باندې له پاسه اسمان ته نه ګوري ؟ مونږ هغه څه ډول جوړكړي دي اوښايسته كړى مودى اوپه هغه كې څه چولې نه شته ، اوځمكه مونږغوړولې ده ادغرونوميخونه موپرې ټك وهلي دي، اوپه هغه كې موهرډول ښكلې ګياه راشنه كړې ده، داهرڅه دسړي سترګې خلاصوي اوپندوركونكي دي دهغه بنده له پاره چې دحق لوري ته مخه كړي ، اومونږ له اسمان نه مباركې اوبه رانازلې كړې دي، په هغوسره موباغونه اودفصلونو دانې شنې كړې دي اولوړې اودنګې كجورې موپيداكړي دي چې هغه د ميوو يوپربل دپاسه وښكالي لري.

) الذى خلق سبع سموات طباقاً ماترى فى خلق الرحمن من تفوا ت فارجع البصر هل ترى من فطور(، سورۍ ملك ايت 3،  

ژباړه : هغه ذات چې يوپربل دپاسه يې اووه اسمانونه پيداكړي دي، ته به درحمن خداىY په تخليق كې هيڅ توپير پيدانكړې بياسترګې وغړوه! اياته څه خلل وينې؟ . )فلينظرالانسان مم خلق( لږدې انسان دېته  وګوري چې له څه نه پيداكړل شوى دى، ) افلاينظرون الى الابل كيف خلقت ° والى السماءكيف رفعت ° والى الجبال كيف نصبت° والى الارض كيف سطحت(ا لغاشيه،17_20 ، ژباړه: اياداخلك اوښانوته نه ګوري چې څه ډول پيداكړل شوي دي، اسمان ته نه ګوري چې څه ډول پورته كړى شوي دي، غرونوته نه ګوري چې څه ډول درول شوي دي، اوځمكې ته نه ګوري چې څه ډول اواره كړل شوي ده.

دپورتنيو ايتونو مطلب بيخي روښانه دى، چې الله پاك انساني نوعې ته ددې نړۍ په ګڼ شمېر اړخونو كې دنظراوغوركولو بلنه وركوي، دبيلګې په توګه بايدپه اسمانونو، بارانونو،بوټيو،څارويو ددوى دخلقت په لارو اودځمكوپه جغرافيايې جوړښت باندې غوركول انسان دې ته رسوي چې ددې څيزونودخالق حكمتونه وپيزني اوپه دې مخلوقاتوكې كتنه يامشاهده ،دسوچ اوفكرلارواودهغوپه حكمت باندې دپوهيدلوهڅې ته لكه مخكې هم چې مونږ وويل ؛ سائنس  وايې .

دسائنسي كتنواومشاهداتو په بركت سره انسان دخلقت له اسرارو اوپټورازونو سره اشناكېږى ،اوپه ده سره دخداى جل جلاله دبى پايه علم دهغوپوهه اوحكمت اودهغه ځواك اوطاقت پيژندل كيدلى شي.

سائنس يوه داسې لاره اوكړندود دى چې په هغه سره دخداى جل جلاله دصفتونو ښايسته توازن اوپخې اندازې پيزندل كيدلى شي، له دې كبله چې مونږ په ټول تايخ كې څومگره ښه اوغوره سائنسپوهان وينو هغه چې بشريت په يې رښتياګټې رسولي دي ، هغوى په خداى جل جلاله باندې كلك ايمان لاره.

په سيائنسي څېړنو دايمان اغيز:

 لكه مخكې موچې وويل مذهب دسائنس هڅوونكىدى اوڅوك چې دسائنسي څېړنوله پاره عقل اوپوهه په كارواچوي دهغوايمان به لامزبوت اوپوخ شي، ځكه هغه دالله پاك نښې ډيرې له نږدې ويني ځكه هغه دخپلو پلټنو اوڅيړنو په هرګام كې يوه كره اوكامل نظام ته ډبر ورنږدې كيږي، هره ګړۍ هغه دباريكه اونازك انكشافات مخته ورځي لكه رسول الله ص  چې وايي: دعلم ترلاسه كولو له پاره وتلى سړى چې ترڅوپورې بېرته نه وي راستون شوى دهغه داټول ژوندپه عبادت كې شمېرل كېږ ( ترمذى ص 220 ) په دې توګه ايمانداره سائنسپوه ته به خداى جل جلاله دهغه په څيړنيزوكارونو باندې خورا زيات ثوابونه وركوي، دبيلګې په توګه په سترګه باندې څيړنې كوونكي سائنسپوه ته داحقيقت روښانه كېږي چې داپيچلى نظام هيځكله داتفاق اوناڅاپي له مخې په تدريجي توګه نه دى رامنځته شوى ، په دې اړه نورې څيړنې اوزياتې پلټنې انسان ته دا حقيقت مخته ږدي چې دسترګې دجوړښت هره برخه يوه معجزه لرونكى تخليق دى ،اوپه دې كې دننه ګڼ شمېربرخې دي چې په منځ كې خورا ښه اوپه زره پورى يووالى لري ، په دې توګه سره دسترګې دخالق اوپيداكونكي په كامل حكمت باندې په ايمان كې لازيات پوخوالى راځي .

 دا راز دفلكياتو په څانګه كې دڅيړنې په مهال يوو سائنسپوه ته عجيب ځواكونه رامخته كېږى اودهغو په منځ كې حيرانوونكې توازن ته سړى هك پك پاتي شي ، هغه چې يوه په سلهاوو لكه كهكشانونه ويني اوپه هغه كې دننه په بيلنونوستوري ويني اوپه هغوبې شمېره پراخيوكې دخوځنده اجسامو زبردست يوالى ومومي نوپه هغه كې دزياتې پوهې تنده نوره هم زياته شي  دا راز په يوايماندار انسان كې دمخلوقاتو دسرپټو رازونو دلوڅولو نوره ولوله اوجزبه هم راوپاريږي..........

"البرټ اّئن سټائن" دمخكني پيرنابغه بلل كيږي دى په خپله يوه ليكنه كې په سائنسپوهانو كې دمذهبى ولولونه دراپيداكيدونكى تجسس اودهغه ذوق په اړه كاږى: زه په دعوه سره وايم چې مذهبي ولولې اوجذبات دسائنسي څېړنو له پاره ځواكمن او سپيڅلى محرك جوړدې شي داسې هڅې يواځې داډول خلق رامنځته كولى شي په دې برسيره هغه جذبه چې له  هغې پرته په عقيدوي سائنس كې دقيادت او مشر تابه كارنه شي كيدلى هغه له دې ځايه ځواك ترلاسه كولى شوى هغه كه څه هم دژوند له نږدې حقيقتونو څخه هر څومره لري ليدل كيږي خودكار په تكميل كې خورا زياته مرسته كولى شي.

دكپلر  Kepler  اونيوټن  Ne wton   دكائناتو په ظاهرى معقوليت باندې څومره ژور اوپوخ يقين وو اوپه هغوباندې دپوهيدلو سره يې څومره زياته مينه لرله ،دوى له نړۍ نه په ګوښه كې په سلهاوو كلونه هڅې اوخوارۍ وكړې اودفلكياتي جوړښتونو له معلوماتونه يې دپېچگلتيا پردې پورته كړې اودهغه له پاره يې اصول وټاكل څوك چې دسائنسي څيړنو په پرتله خپل زياته پوهه په عملي پايلو باندې راڅرخوي هغوى په ډيره اساني سره دهغو خلقوپه څېرپه غلطو تصوراتوكې اخته كيږي چې هغه دشك اودوه زړى توب په نړۍ كې ژوندكوي ، داتصورات له څوپېړيو مخكې مافوق الفطرت خيالاتو په څيردي ، حتمى برياليتوب دهغه چاپه برخه دي چير خپل ديوې روښانه موخې له پاره ټاكلي وي ، اوله خپل پگټ ځواك سره دګڼ شمېر ناكاميو په شتون كې مخ په وړاندې روان وي ، هغه ته داځواك دمذهب دپيژندګلوي له كبله ترلاسه كيږي لكه زمونږ يوه معاصر چې ويلي دي اودهغوداوينا بيځايه نه وه دى وايې: زمونږ په ماده پرسته پېر كې پوه كارګرهغه دى چې مذهبي ولولې ولري .( البرټ ائن سټائن _افكاراونظريات.خپرونكي كراون نيويارك 1954ء )

دجرمنى فلكيات اورياضي پوه "جوهنزكيپلر" وايې: زه په سائنسي هڅوځكه بوخت شوم څودحقيقي خالق په صفتونو په اسرارو اورازونو خبر شم ، دبرتانيې سترفلسفې اورياضي پوه "انرك نيو ټن" وايې چې په سائنس كې زما ددلچسپي اوليوالتيا ترشا اصلي محرك دخداى جل جلاله دقدرت په اړه پوهه اوزيات معلومات ترلاسه كول وو.

 دنړۍ په تاريخ كې دوتلواونامتو سائنسپوهانو له جملې نه يواځې ددې دوواعترافات مونږ  راواخستل په راتلونكوپاڼوكې به مونږ دسلهاوو سائنسپوهانو دنظرياتواوخيالاتو جائزه واخلو،هغه چې دكائناتو په پراخيو كې يې دخپلوافكارو نيلى ځغلولى دى اودلوى څښتن په ذات يې ايمان واړى دى اودهغه دتخليق له مظاهرواودهغوله اړوندقوانينو څخه خورا زيات اغيزمن شوي دي اودنورې پوهې ترلاسه كولو له پاره يې لاملاوې تړلې .

داراز به مونږ ووينو چې دخداى جل جلالهدتخليق كړيو كائناتو په اړه دنوروزياتو معلوماتو ليوالتيا په تاريخ كې دډيرو سائنسپوهانو له پاره سترمحرك وو، داځكه چې څوك په دې خبره پوهه شي چې داټول كائنات اوپه هغو كې نورموجودات مخلوق دي نوهغه په دې حقيقت پوهيږي چې داتخليق به خامخا څه موخه لري ، پيادا موخه دې دهغه معناووته كشوي اوددې معناپلټنه دهغوله نښو څيرى پردې پورته كوي اودهغوپه اړه نورو نفصيلاتوته يې هڅوي اوپه دې توګه دسائنسي مطالعې ذوق اومينه  زياتيږي .

   څوك ددې كائناتو اوپه هغوكې دننه موجودوشيانوله مخلوق كيدلونه انكاروشي نوبيادهغومعنا ته رسيدل هم نشي كيدلى ، په ماده پرسته فلسفه اوډارونيزم باندې ايمان لرونكي سائنسپوهان خامخا دا معروضه وړاندې كوي چې داكائنات بې موخى اوىبى مقصده دي، اوپه دې كائناتوكې ټول موجودشيان مازې دړانده اتفاق  Brind    Chenceله مخې رامنځته شوي دي بناءً په كائناتواونوروموجوداتو باندې تحقيق كول دكومې معنى دپلټنې له پاره نه شو"ائن سټائن" دې حقيقت ته په نغوتې كولو سره ليكي:

تركومه ځايه چې انساني عقل رسيږي ماته دفطرت په حائقاقو ديقين كولو له پاره له مذهبي توجيه پرته بل حقيقت نه په سترګوكېږي هركله چې دا احساس ختم شي سائنس له خپل مقام نه رالويږي اويوبې خونده اوبې رنګه تجرباتي شي، Uhins pired    Empiricism ورنه جوړيږي

( دلومړى مارنيس سولووين په نامه يوليك 1_1 1951ء ائن سټائن اركائبوز.178،80،174 21.صفحه 119) ،كله چې داحالت وي بياديوه سائنسپوه د انكشافاتواوپلټنوموخه ياخوشهرت ترلاسه كول اوپه تاريخ كې دځان يادپيدكول وي ،اويايې موخه شتمن كيدل وي، چې داموخه به دخلوص اوسائنسي سپيڅلتيا له لارې نه كوږ كړي ،دبيلګې په توګه كه دى دخپل څېړنيزوهڅو په بركت يوې داسې پايلې ته ورسيږي چې دسائنسپوهانو په ټولنه كې دوخت له رواجي نظرياتوسره ټكرولري ؛نودى دې ته اړكيږي چې هغه پټې كړي چې هسې نه شهرت يې زيانمن شي اوياله نيوكو ترټنواودچاله خندا نه ځان وژغوري .

 دسائنس په نړۍ كې چې د"ارتقاء نظريه "داوږدې مودي له پاره دمنلووړ پاتې دي سائنسي كيدل دهمدا ډول نه اخلاص يوه بيلګه ده ، اصلا ډير سائنس پوهان په دې سائنسي حقيقت پوهيږي چې دانظريه دژونددپيل كيدو دروښانولو په لاره كې له سختې ناكامي سره مخ شوې ده . خوپه ښكاره توګه ددې خبرې څرګندونه نه شي كولى، ځكه دوي ويريږي چې هسې نه له منفي غبرګون سره مخ شي له دې سوچ سره سم يوبرتانوى طبيعيات پوه .ايچ ،اس، لسپسن  H_S_ Lispson دا ا عتراف كوي: مونږ دژوندۍ مادې په اړه د"ډارون" ددپوهې په پرتله زيات معلومات نلرومونږ پوهيږو چې اعصاب څه ډول كاركوي، زه هره عصبه داليكترويكل انجئيرنګ يوشهكاربولم اومونږ په بدن كې هغه دبلينونو په شمار وجودلري ، زما په ذهن كې چې په ناڅاپى توګه دهغه له پاره كوم تورى  راڅرخيږى هغه د"ډيزاين"تورى دى خوزما بيالوژى پوه ملګرى يې نه خوښوى .

( ايچ.ايس. لپسن.دډارون دارتقاء دنظريې په اړه ديوه طبعيات پوه نظردبوټو پرمخيتايې نمايلات دويم ټوك نمبر1، 1988_مخ 6،

      دسائنسي ادب څخه د"ډيزاين" تورى يواځې ددې له پاره ايستل شويدي چې داڅوك نه خوښوي ، ځكه ډيروسائنسپوهانو دتجربې ضدعقيدې په وړاندې وسلې غورځولې دي، لكه لپسن چې په دې اړه كاږي : په حقيقت كې دارتقاء نظريې ديوه سائنسې مذهب شكل غوره كړى دى ، اوډيرسائنسپوهان خپلې پلټنې اوشاهدات په ګوډه ماته توګه په هغه كې دځاى كولو هڅو ته تياردى،(فزكس بلټين لومړى ټوك،نمبر13. 1980،لپسن )دابداحلت دبى خدايه (  Unqodly ) سائنس د دروهوپه نتيجه كې رامنځته شوىده چې دنولسمې پيړۍ په منځ كې پيل شوى دې، اوتراوسه پورې يې په سائنسي تړۍ باندې سورى پروت دى، خولكه اّئن سټائن چې ويلى: سائنس له مذهبه پرته ګوډ مات دى، په دې حالت باندې بايدغوروشي، دى دروهى اوفريب نه يواځې سائنسپوهان په غلطولارو روان كړي دي بلكې داسې سائنسپوهان يې هم زيږولى دي چې سره له دي چې په دې غلطي پوهيږي هم خو بيايې  هم خولې پگټى نيولې دي، اويايې له هغه سره داړيكې نه لرلو لاره غوره كړې ده، مونږ به په دامخكې بيان شوې مسئله باندې په دا روستيوپاڼوكې په تفصيل سره رڼاواچوو.

دايمان لرونكو سائنسپوهانوله عبادت سره مينه

په تيرو پاڼوكې ديوډول سائنسپوهانو يادونه شوې ده خوالحمدالله داسې سائنسپوهان هم شته چې دخداى Y په وحدانيت اودهغه په بيپايه ځواك باندې پوخ ايمان لري، دوي ددنياله مال اومتاع نه يې پروا، اوچوكيو،رتبواوشهرت په څيرپاتې كيدونكو دبدبوكې رى نه وهي ، اوهروخت په څيړنو اوپلټنو بوخت وي ، دوي پوهيږي چې څومره دقدرت له رازونوڅخه پردې پورته كيږي هغومره دخداى Y په بيپايه ځواك اوبى انتها علم اوپوهه باندې دانسانانو يقين اوباور زياتيږى ، اوهمدومگره دهغه په واجب الوجود كيدلوباندې ددوي ايمان پخيږي ، اوهمدومره دتخليق حقايق رابرسيره كيږي چې داكار ديوه بنيادم له پاره په رښتيا سره هم عبادت دى،  ايمان لرونكي سائنسپوهان چې په داسې  مخلصانه ولولوسره دكائناتو دقوانينو،دفطرت دمعجزه لرونكو اډانو، دخداى جل جلاله دكامله قدرت په اسرارو اودژونديو اجسامو په معنى لرونكو رويو؛ باندې چې كله په پراخه پيمانه څيړنيزو كاركوي نوهغوى ته خورا ګران بيه ملغلرې په لاس ورځي ، ددوى ترلاسه كړې پايلې په حقيقي توګه سائنسي پرمختګ ثابتيږي  دوى ته چې كوم ستونزمندمسائل رماخته كيږي دهغوله كبله ددوى په هڅوكې څه تيروتنې نه رامنځته كيږي، له نورو خلكو نه دستاينو نه ليدلوپه صورت كې ددوي همتونه نه كمزوري كيږي ، ځكه دوى په خپل هڅو سره يواځې خداى جل جلاله خوشاله كول غواړي ، دوى هڅه كوي څودنورو ايمانوالو په ايماني ځواك كې زياتوالى رواولي اوپه دې سره يې هم موخه دخداىY درضاترلاسه كول وي، دوى دخپل هڅوله پاره كوم حدنه ټاكې اودنورو دګټې له پاره خپلې هرڅومره هڅې چي وي په كاريې اچوي، ددوى بې غرضه هڅې خامخا ګټورې ثابتيږىاود دوى څيړنو اومطالعو څخه خامخا ګټورې پايلې منځته راځى.

كوم خلك چې له مذهب نه دسائنس په بيلولو باندې ټينګاركوي هغوى ډير غلط كاركوي ددې لومړى لامل دادى چې په خداى جل جلاله ايمان نه لرونكي خلك دمذهب دروحاني لوړتياوو دخوندله احساس كولو څخه بې برخې پاتي كيږي ،چې په نيتجه كې دهغوى په ډيره جذبه سره پيل شوې پروسې نيمګړې اونيمژاونده پاتي كيږي. ځكه دمتخيله ځواك په نشتوالي سره له هغوىنه مړىجوړشي اوړواهدافودنه لرلو په صورت كې ددوى هڅې په لنډمهاله ګټوپورې وتړل شي، ددنيوي غوښتنو ترلاسه كول لكه مال پيداكول، رتبه ،شهرت ياعزت ترلاسه كول اودخپلو ارزوګانو پروه كول ددوى مهمې موخې وي اوخپل څيړنيز كارونه يواځى دهمدى موخوله پاره پرمخ بيايې دبيلګى په توګه دكاروباري ګټو Career  Intersts ارزمن سائنسپوهان يواځى په هغوبرخوكې څيړنى كوى چې ددوي په شخصى پرمختګ كې مرسته ورسره وكړى دوي په داسى موضوع باندى څيړنوته هيڅكله زړه نه ښه كوى چې دګردبشريت له پاره ګټوروي  اوداډول څيړنې كوې بياپه هغه صورت كې يې كوې چې خپلى ګټې په كې وويني ، اوكه په دا ډول دوه څيړنيزوموضوعاتوكې هغه ته اختياروركړل شي نودوى يواځې هغه موضوع غوره كوي چې په هغه كې يې ډيرې مالي ګټې پرمختګ اوشهرت نغښتى وي ، اوپه كومه موضوع كې چگې دګردبشريت له پاره ګټې پرتې وي هغه سمدستي ردوي لگنډه دا چې داډول سائنسپوهان دبشريت دسوكالۍ له پاره بيخي كم كاركوي اوداډول كارونوته دوى يواځې په هغه صورت كې زگړونه ښه كوي چگې كله څوك  دښومرستو يازياتې مزدوري وعده ورسر ه وكړي ،كله چې له شخصى ګټونه نااميده شي يانى دزړه راښكونكو مادى منصب اومرستوچانسونه يې له لاسه ووزى نوپه دوي كې دبشريت دسوكالى له پاره دكار كولوجذبه هم سړه شي،

     دسول الله صلى الله عليه وسلم دداډول سوچ اوذهنيت ضرر ته په اشاره كولو سره وايې: له نورو علماو اوپوهانو سره دمناظرى اوشخړوله پاره، ياپه هغوباندى دځان لوړګڼلوله پاره ،يادكم علم وال دډارولوله پاره، ياددى له پاره چې دخلكو دتوجه وړشي ؛ علم مه زده كوئ!( نرمذى ص،225.اوابن ماجه دعبدالله بن عمر اوكعب بن مالك په روابت )

    بل ځاى رسول الله صلى الله عليه وسلم دګټورعلم خپروونكى ستايلى دي چې ددې حديث معنى تقريباً داسى ده: څوك چې خلكوته ګټورعلم ورښيى خداى جل جلاله  په هغوعلماوورحمتونه اوروى.( نرمذى ص 1392)

 څوك چې دخداى جل جلاله درحمتونو په اوريدلو باندې يقين لري هغه په ډير جوش اوجذبه اومينه سره څېړنيزاوتحقيقي كارونه پرمخ بيايي اوخداى جل جلاله  به ستراجروركوي هغه به دې كارسره يواځى دسائنسي علومو لاره نه پرانيزى بلكې دژوند دنوروډيرو اړخونو لكه فن اوتهذيب اونوروواقعى موخې هم روښانه كوي ، دداډول لورينو دوړتيا ارزومنو سائنسپوهانو دڅيړنو مينه اوجذبه هيځكله نه شي مړه كيدلى بلكې په پرپسى توګه نوره هم تازه كيږي اوزياتيږى.­

 

نڅا او اتڼ د اسلام له نظره

عمر تېرېږي، د وخت كاروان هېڅ لاروي ته انتظار نه كوي، كه څوك وغواړي او كه ونه غواړي وخت تېرېږي، كه څوك خفه وي او كه خوشحال د عمر د مرغلين تار مزي يې لنډېږي. عمر كم دى، ژوند لنډ دى، دا جهان كاروان سراى دى، هېڅوك په كې تل نه پاتې كېږي. څوك نن او څوك سبا، د ژوند د كاروان يون ډېر ګړندى دى، منزل ته رسېدل حتمي دى. ژوند ډېر لنډ او تنګ دى. د لمريز نظام په دې اوږده او ساره كې د عمر له پلوه انسان ته ډېره كمه ونډه وركړل شوې ده. د انسان عمر ډېر كم دى. دسيارو او ځينو نورو موجوداتو په پرتله چې زرګونه څه چې آن ميليونونه كاله عمر لري د انسان شپېته اويا كاله عمر ډېر كم دى لږ څه چې آن د پرتلې او حساب وړ نه دى.
نو انسان ته چې الله جل جلاله اشرف المخلوقات ويلي او د ټولو مخلوقاتو بادار او سردار يې پيدا كړى دى، د ژوند دا څو شېبې تېرول څنګه په كار دي؟ په خوښۍ، په خندا، ورين تندي او كه په غم، خفګان، اندېښنو، چورتونو او وسوسو. او ايا دا لنډكى ژوند دومره ظرفيت او ګنجاېش لري، چې هم په كې خوښۍ او خنداګانې وكړو او هم په كې وير او ژړاګانې. هم په كې مزې او چړچې وكړو او هم په كې تشويش او اندېښنې، هم په كې ناز او نخرې وكړو، هم په كې سوداګانې او وسوسې، هم په فطرت كې له پنځول شويو ښكلاګانو او خوندونو څخه لذت واخلو او هم د طبيعت له منظرو او كرشمو سره په دښمنۍ ماړه شو؟ هم له انسان او انسانيت سره مينه وكړو او هم له خپل همنوعه (هم ډوله) سره دښمني او كركه؟ نه نه هېڅكله هم نه. دا ژوند خو د خندا، خوښۍ، خوند او لذت لپاره هم ډېر كم دى. خفګان، غم، كركه او دښمني خو لا پرېږده. هغه شاعر څه ښه او څومره پاخه ويلي دي:
((دا ژونـــد خـــو زموږ كم د محبت لپاره هم دى
حېران يم چې نفرت ته وزګارېږي خلك څنګه؟))
ژوند تېرېږي، ستا خوښه چې په خندا او خوښۍ يې تېروې او كه په غم او ژړا، دا وخت تېرېږي، په هر حال تېرېږي.
((اى شمع! تيرے عمر طبيعى هين ايك رات
هنس كـــر ګزار يـــــــــا رو كـــــــر ګزار دے.))
يا:
((مړه به شې شمعې يوه شپه به ستا رڼا وي
خندا كه په ژړا وي دا ژوند به دې تېرېږي.))
نو كله چې ژوند لږ دى، عمر مو كم دى، كاروان مو حتمي منزل، (مرګ) ته رسېدونكى دى، نو ولې د خپل ژوند د قيمتي وخت تېرولو لپاره د خپګان، ژړا، غم او اندېښنو پرځاى خوښي، خنداګانې، مستي، لذت، تفريح خوند او مزې ونه ټاكو.
د هند نامتو عالم او د اردو ژبې ستر ليكوال او روڼ اندى مفكر علامه مولانا ابوالكلام ازادرح ليكي، كه چېرې د خوښ اوسېدلو هنر زده كړې، نو باور وكړه چې د ژوند تر ټولو لوى كار دې زده كړ." دى ليكي چې:"د يو فلسفي، يو زاهد، يو سادو له ګونځ (تريو) تندي څخه موږ هغه څه نه شو يادولى چې د فطرت انځورګر يې په خپل باريك قلم او موشګافانه انداز د لمر په ګرد او پړقېدونكي تندي، د سپوږمۍ په خندېدونكي مخ، د ستورو په سترګك، د ونو په نڅا، د الوتونكيو په نغمو، د روانو اوبو په سندريز غږ، د ګلانو په رنګينه ادا كې راښيي او د خپل فن او هنر كرشمې په كې ځلوي."(1)
رښتيا خبره دا ده، چې ژوند د خوښۍ او تازه ګۍ، خندا او خوشحالۍ، سرور او پراخۍ، خوند او لذت نوم دى او كه څوك ژوند د ژوند په مفهوم او د ژوند له غوښتنې سره سم تېرول غواړي، نو په كار ده چې همدا ډول يې تېر كړي.
اسلام هم د فطرت دين دى، اسلام هم له بشر څخه غواړي چې ژوند د ژوند په مانا او د ژوند له غوښتنې سره سم د ژوند په څېر تېر كړي. اسلام ټولو انسانانو ته په كلكه خبر وركړ، چې اسلام وچ كلك، مټكور او جامد دين نه، بلكې تازه، خوځنده، خوښوونكى، خوند بخښونكى، اراموونكى او هوسا كوونكى دين دى. اسلام بشر ته روح پالونكى، زړه لمانځونكى، د خندا او خوشحالۍ پېغام وركوونكى دين دى. اسلام هېڅكله هم د چا خوښۍ او خنداګانې نه تروړي او نه چا ته غمونه او اندېښنې ډالۍ كوي. نه پرې جامد، بې مانا، وچ او نه چلېدونكى پېغام تحميلوي. اسلام د خوښۍ، سوكالۍ په ټولنه كې په ورين تندي د اوسېدلو درس وركوي، نور خو لا پرېږده آن چې الله جل جلاله خپل پېغام، خپل دين او خپل كلام هم بنده ګانو ته د يو نعمت په ډول وړاندې كوي، د يوې خوږې ډالۍ، يوې قدرمنې تحفې په توګه يې ورپېژني او ورته وايي چې په ډېرې خوښۍ سره يې ومنه: (ياايهاالناس قد جاءتكم...) يعنې: "اى انسانانو تاسو ته ستاسو د رب لخوا د نصيحت او لارښوونې يوه ډالۍ درلېږل شوې ده او د زړونو (د نننيو ناروغيو) لپاره شفا ده، او لارښوونه او د ټولو مومنانو لپاره رحمت ده. (2)
بيا مؤمنانو ته فرمايي، چې د الله جل جلاله ددې نعمت او ډالۍ قدر وكړئ او پرې خوښي ښكاره كړئ. "وبذالك فليفرحوا..." يعنې :((او په دې سره خوښ شئ)) (3).
يانې نور ژوند خو مو په خوښۍ تېر كړئ آن زما عبادت او زما كلام هم د يو نعمت په توګه ومنئ او له خوښۍ څخه ډك چلند ورسره وكړئ.
ستر معاصر عالم عطاءالله پالوي ليكي:"الله جل جلاله غم، خپګان، وير او اندېښنې له انساني ټولنې څخه لرې غواړي. ټول ژوند، د ژوند هره پديده (ښكارندويه) ورته د خوښۍ زېږوونكې معرفي كوي او نه غواړي چې ټول عمر خفه شي، نو همدا لامل دى چې مرګ يې هم ورته يو نعمت او يوه ګټوره ډالۍ وروپېژندله او په سورت رحمن كې فرمايي، چې مرګ هم يو الهي نعمت او پېرزوينه ده: "كل من عليها فان" يعنې: "ټول هغه څه چې پردې ځمكه دي فاني كېدونكي دي... نو په كوم نعمت د خپل رب د نعمتونو تاسو دروغ وايئ".(4)
مسلمانانو ته امر کوي چې په دنيا کې موځانته داخرت لپاره توښه برابره کړئ او په هغه څه( نعمتونو او شتمنيو ) چې الله جل جلاله درکړي دالله رضا ولټوئ خو په دنيا کې هم خپله برخه مه هېروئ: (( وبتغ في ما آتاک الله الدارالاخرة ولا تنس نصيبک من الدنيا))
يعنې :او په هغه څه کې چې الله ج درکړي داخرت کور ولټوه او په دنيا کې هم خپله برخه مه هېروه))
په همدې ډول يې په دې كايناتو كې انسانانو ته د غور، فكر او تدبر امر كړى دى، ترڅو دا كاينات په خپلو سترګو وګوري، چې څومره خوښ او موسك پيدا شوي دي. ښكاره خبره ده، چې اسلام وچ مذهب نه، بلكې تازه دين دى او خلكو ته د خوښۍ او خوشحالۍ درس وركوي او له تريو تندي ، ګونځ مخ او غم او غوسې څخه ېي ژغوري، نو دا كله ممكنه ده چې انسانانو ته ووايي چې په دې موسكه، خوښه او سوكاله نړۍ كې داسې خفه، غمجن او غوسه واوسئ، چې ګواكې همدا اوس مو خپل پلار په قبر ننويستى دى او ترې راغلي يئ".(5)
رسول الله (ص.) فرمايي، چې په ورين تندي له يو مسلمان سره مخ كېدل صدقه ده. اسلام د خوښۍ او موسكا پېغام لري اسلام وايي، چې هر مسلمان بايد د خپل ژوند لپاره د موسكا پانګه ولري، دا يې د ژوند فلسفه او لارښود ګرځولى دى. اسلام وايي، چې تاسې هم خوښ او خوشحاله واوسئ او ټولنه هم په تاسې حق لري، چې خوښه ،موسېدونكې او خوشحاله يې وساتئ. دا يوه طبعي اړتيا، يوه اخلاقي ذمه واري او ژمنه ده، دا وګړنيز حق نه بلكې، د ټولنې حق دى. دلته زموږ خبره يواځې زموږ خبره نه ده، بلكې په نورو هم اغيز كوي. دلته زموږ هر چلند يواځې تر موږ محدود نه پاتې كېږي، بلكې نورو ته هم سرايت كوي. كه موږ هر څومره ځان خوښ كړو، خو چې شاوخوا مو سپېره مخونه، خفه زړونه او دردېدلي احساسات وي، نو زموږ خوښي راڅخه الوځي.
اسلام ورين تندى، خوشحاله او خوښ انسان خوښوي او زموږ پر ټولنې د حاكم نظر پرخلاف، چې تر يو تندى، خفګان، د غم اظهار، سپېره، خېرن مخ، پيوندې جامې، خشن او زيږ چلند، دنيا او د دنيا له شتمنۍ سره پرېكون (مقاطعه) د تقدس، روحانيت او علم لپاره لازم او اړين او د مسلمانۍ او پيرۍ ښه نښه بولي. دا ډول ژوندون غندي او برائت ترې اعلانوي. اسلام وايي، چې ټول انسانان او په ځانګړي ډول مذهبي پاټكي چې صورت او سيرت (بڼه او كړنه) يې د اسلام څرګندوى او ترجمان بلل كېږي. بايد ډېر نشېط، خوښ، خوشحاله ،موسك او مست وي دا چې ځينې د اسلام له روح څخه ناخبره علما نن سبا كوم اكتونه كوي، تريو تندى، قهرجن چلند، تل خپه او غمجنه څېره خلكو ته وړاندې كوي. دا د اسلام له احكامو او ادابو څخه ښكاره سرغړاوى دى.
ښه نو كله چې اسلام امر كوي، چې زړونه مو ژوندي، روحونه مو تازه او بدنونه مو خوښ او خوشحاله وساتئ، نو موسيقي او نڅا هم چې د زړه د خوښ او ژوندي ساتلو او د روح د تازه ګۍ او د بدن د نشاطت ستره ذريعه او لامل دى او انسان ورته په فطري او غير اختياري ډول ميلان لري. په اسلام كې څه ځاى لري؟ اسلام موسيقۍ او نڅا ته په كومه سترګه ګوري؟
رښتيا خبره دا ده، چې د موسيقۍ او نڅا په هكله فقهاء او ديني علماء د نظر اختلاف او بېل بېل اند لري. ځينې يې مطلق روا، ځينې يې ناروا بولي او ځينې ورته حدود ټاكي، د اسلامي نړۍ ستر مفكر علامه غزالي، امام سعيد ابن حزم، موسيقي او نڅا روا څه چې آن مستحب بولي. د ډاكټر علامه يوسف قرضاوي په څېر سلګونه اوسمهالي علما هم د غزالي او ابن حزم په پله روان دي او عطاء الله پالوي هم په دې اړه ډېره څېړنه كړې ده، چې زموږ د ليكنې ډېره برخه هم د جيد عالم او محقق عطاء الله پالوي له كتاب "قرآن اور فنون لطيفه" څخه رااخيستل شوې ده.

کوډګرو اوپال بينو ته د ورتګ حکم

 

  کوډګرو کاهينانو،پال بينو اوغيب ويونکو ته ورتګ شرعاً حرام دي ځکه چه داډلې د شيطان پيروان دې دهغه ټول افعال په درواغو چل او فريب ولاړ دي که کله کوم رښتيا وايې هغه هم د خپلو شيطانې ملګرو په وسيله وي شيطانان ځکه ورسره مرسته کوي چې پدی سره خلک ګمراه کړي . نو يوه مسلمان ته کله ښايې چه په خپل لاس د شيطان په دامونو کې ځان ونښلوي .

که په چا کوډی شوي وي هغه د کوډو لري کولو لپاره کوډ ګر ته نشي ورتلای ځکه چه په حرام شي معالجه حرامه ده .

دکوډو تداوي او وقايه په قرآنې آيتونه سره کيږي هر مسلمان ته پکار ده چه دشپې لخوا د بيده کيدو پر مهال قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ، قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ او قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ سورتونه ووايې او په ټول بدن يې دم کړي .

پدی کې دري کټی دي .

۱- د سنتو پيروي ځکه چه د محمدرسول الله همدا عادت ؤ .

۲- په شپه کې د بيده کيدو پر مهال د قرآن کريم تلاوت .

۳- کوډی له منځه وړي او په آينده کې کوډی په سړي باندي کوم اثر نشي کولای .


کوډ ګرو کاهينانوته د ورتګ په اړه نبوي ص ارشادات :

 «مَن أتَي عَرَّافَاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً»1

څوک چه عرافی (عرافی هغه کس دی چه دغلا شوی مال ځای او غلا ښیی ) ته ورشې او ديوه شی په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړی اوهغه رښتيا وبولې دڅلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي .
 


«مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم»2


هر څوک چه فالګير (هغه کس چه دعلم غيب دعوا کوی) ته ورشی اود هغه خبري رښتيا وګڼی داکس په هغه څه کافرشو کوم چه په محمد ص نازل شوي .


پدي اړه نور احاديث هم شته ولې زمونږ هدف خو په چټکه ټوګه د خلکو خبرول دي .

دلوي خداي ج دقدرت يوه بله نښه په نباتاتوکې وموندل شوه

 

دلوي خداي ج دقدرت دغه نښه چې په يوه ټينډئ کې موندل شوي ددغه ټينډي په مينځ کې دپاک خداي ج نوم په ډېرروښانه اوڅرګنده توګه په طبعي شکل سره ليکل شوي دي .

دګربزو ولسوالۍ دصحرامدرسي کلي اوسيدونکي شهزاد الدين په خبره چې ياده شوي  عظمه تحفه هغه مهال ترلاسه کړه کله يي چې خپلې په ټينډوکرل شوي يونيم جريب ځمکي څخه دټينډوحاصل راټولوو

نوموړي وايي چې زه ځان ډېرنيکبخته بولم چې لوي ځداي ج دغه راز لويه اوعظيمه تحفه راپه نصيب کړه.

دده په ويناچې په دغه شان څيزونوکې دلوي خداي ج نوم پيداکيدل خپلوبنده ګانوته دده دوحدانيت اوقدرت ښودنه اودويته پکې  پند اوعبرت نغښتي دي ترڅودوي دلوي خداي ج په وحدانيت  خپله عقيده نورهم ټينګه کړي

ديادوني وړده چې څه موده وړاندي هم په يوکچالواويوه کيله باندي دلوي خداي ج نوم  په طبعي شکل ليکل شوي پيداشوي وو .

دمېرمنې حقوق

لوى اومهربان خداى جل جلا له فرمايي :
 وعاشروهن بالمعروف) [سورة النساء ٤سپاره، ايت ١٩] (په ځانګړي ډول دهغو ښځو سره چې ستاسو مېرمنې دي) حسن سلوک اوښه رويه کوئ .
 په يوبل ځاى کې الله جل جلا له فرمايي : والصاحب بالجنب ) [ سورت نساء پنځمه پاره: ٣٦ايت]
ژباړه : اودهم مجلس (مېړه ) سره هم ښه خوى اونيک سلوک کوي .

نبوي احاديث

 لومړى حديث :
 عن ابى هريره رضى الله تعالى عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : اکمل المؤمين ايمانا احسنهم خلقاً،وخيارکم خيارکم لنسائکم . رواه الترمذي. وقال هذا حديث حسن صحيح . [ مشکوة ٣٠٤]
ژباړه : کامل مومنان هغه دي چې دهغوى اخلاق ښۀ اونيک وي، په تاسوکې غوره هغه دي ، چې  خپلومېرمنو ته غوره وي .
دويم حديث :
 عن ابى هريره رضى الله تعالى عنه  قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم استوصوا بالنساء خيرا ..... ) متفق عليه . [ مشکوة ٣٠٢مخ]
ژباړه : زه تاسوته دمېرمنو په هکله دخيروصيت کوم ؛نوتاسوددې په هکله زما وصيت قبول کړئ.
دريم حديث :
 عن عائشة رضى الله تعالى عنها قالت : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : خيرکم ،خيرکم لاهله  وانااخيرکم لاهلي واذا مات صاحبکم فدعوه .رواه الترمذي والدارمي. [ مشکوة ٣٠٣]
ژباړه : غوره اوبهتر په تاسوکې هغه دى چې له خپلې ميرمنې سره ښه سلوک کوي او زه په تاسوکې ډيرغوره يم له خپلې مېرمنې سره. اوچې کله ستاسوملکرى (ميړه ياميرمن) وفات شي ؛نودعا ورته کوئ .
څلورم حديث :
 عن ابى هريره رضى الله تعالى عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لايفرک مؤمن مؤمنة ،ان کره منها خلقا رضى منها اخر. وراه مسلم . [ مشکوة ٣٠٢]
له حضرت ابوهريره رضى الله تعالى عنه نه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: هيڅ مؤمن ته له خپلې ميرمنې سره کينه اوبغض نه دى پکار، ځکه چې که کوم يوعادت دده خوښ نه شي ، نوبل عادت به يې خوښ شي.
پنځم حديث :
عن عبدالله بن زمعة رضى الله تعالى عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لايجلد احدکم امراة جلدة العبد ثم يجامعها فى اخراليوم. متفق عليه [ مشکوة ٣٠٢]
ژباړه : له حضرت عبدالله بن زمعة رضى الله تعالى عنه نه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:  تاسو خپلې مېرمنې  مه وهئ  ، دغلام اومريي په څېر، اوبيا دورځې په اخيرکې يوځاى والى هم ورسره کوئ .
شپږم حديث :
 په احياء العلوم کې دحضرت نبي کريم صلى الله عليه وسلم حديث نقل کړى شوى دى چې : (زماپه امتيانوکې ) کوم کس  دخپلې ميرمنې  په بداخلاقي باندې صبر وکړي ؛الله تعالى  به هغه ته دومره ثواب ورکړي لکه حضرت ايوب عليه السلام ته يې چې  په مرض صبر ورکړى و،   اوکه کومې ميرمنې دخپل ميړه (خاوند)په بدواخلاقو اوغصه باندې  صبروکړ؛نودېته به دومره ثواب ورکړى شي لکه دفرعون ميرمنې  حضرت آسيه عليها السلام ته يې چې ورکړى ؤ. له دينه وروسته حضرت پيغمبرعليه السلام وفرمايل: زه دخپلوميرمنوپه غصه باندې صبرکوم تاسوهم زماپه شان اووسئ.
اووم حديث :
 دحضرت انس رضى الله تعالى عنه په يوروايت کې راغلې دي چې حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم پر ښځواوماشومانو  ډېرزيات مهربان اومشفق ؤ.
اتم حديث :
  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: ماانفق الرجل على اهله فهو صدقة وان الرجل فى نفقة امراته يدرک درجة الغازي. [ بيهقي ]
ژباړه : هغه څه چې ميړه يې په خپله ميرمن باندې خرچ کوي؛هغه صدقه ده. اوهغه سړى چې په خپله ميرمن باندې خرچ کوي ؛هغه به دغازيانودرجه ومومي.
نهم حديث :
په حدېث شريف کې راځې : کوم کس چې خپلې ميرمنې ته يوه دينې مسئله وښيې ؛ نوالله تعالى  به داتلس کلونو عبادت ثواب ،دده په عملنامه کې وليکي.  
لسم حديث :
 د رسول کريم صلى الله عليه وسلم حديث مبارک دى  چې زما دامت په نارينه ؤ کې تر ټولوزيات  غوره  هغه څوک دى چې د خپلې ميرمنې سره داسې رويه کوي لکه مورچې دخپل اولاد سره کوي. دداسې نارينه لپاره هرورځ اوشپه په صبراوشکرتيرولو سره دسلو شهيدانو ثواب ليکل کيږي.

دخاوند اومېرمنې حقوق په لنډ توګه

 دخاوند اومېرمنې دحقوقو په اړه ډيرزيات حديثونه   نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلې دي ، دټولوبيانول ناشونې دي؛ خودلته يې مونږ يواځې په پورتنيو شلو مبارکوحديثونو (چې لس دميړه اولس دمېرمنې دحقوقو په اړه دي )  بس والى کوو.
که قرانکريم اوحديثو مبارکو ته ځيرشو ؛نوپه لنډه توګه لاندې لارښوونې  ترې معلوميږي :

 دخاوندحقوق :
 
١- په هرحکم کې دده اطاعت کول، خوپه دې شرط چې دګناه نوې.
٢ – دده له وس نه زياته نفقه اوخوراک ،نه غوښتل .
٣ – دميړه له اجازې پرته دهيچا کورته ، نه تلل .
٤ – دده له اجازې پرته به هيچاته دکورته ننوتو اجازه نه ورکوي.
٥ – دميړه  له اجازې پرته به ،دده مال چاته نه ورکوي.
٦ – دميړه له اجازې پرته به نفلي لمونځ اوروژه نه نيسي.
٧ – که يې دهمبستري لپاره وغواړي ؛نود شرعي عذر(حيض اونفاس اونور...) څخه پرته په نورو وختونو کې  به انکار نه کوي.
٨ – خپل ميړه (خاوند) به دنېستۍ اوبدرنګۍ له امله  حقير نه بولي .
٩ – که دشريعت خلاف کوم کارپه ميړه کې وويني ؛نوپه ډېرادب  به يې منع کوي.
١٠ – ميړه ته به خپل نوم ، نه اخلي.
١١ – دهيچا په مخ کې به دميړه شکايت نه کوي.
١٢ – دهغه په مخکې به ژبان درازي نه کوي .
١٣ – دهغه  له خپلوانوسره به جنګ اوبحث  نه کوي .
١٤ – اوکه مېړه (خاوند) وفات شي ؛نودعا به ورته کوي .

دمېرمني حقوق :

١ – د مېرمنې سره به نيکه رويه کوي .
٢ – دضرر رسولوپروخت  برداشت کول،يعنې که دميرمنې لخوا څۀ تکليف ور رسيږي دهغه به زغم کوي .
٣ – په غيرت کې اعتدال کول ، نه به پر هغې بدګماني کوي اونه به بيخي غفلت ترې کوي  .
٤ – په خرڅ اوخوراک کې به ميانه روي کوي،  نه به تنګسيا پرې راولي اونه به يې فضول خرڅي ته پريږدي .
٥ – دحيض (مياشتنى مرض ) نفاس ( دماشوم له پيداکيدو وروسته مرض ) په احکاموبه يې خبر وي ،د دينداري تاکيدبه ورته کوي اوله ناروا کارونوبه يې په کلکه  منع کوي .
٦ – که له يوې څخه زياتې مېرمنې يې  په نکاح وي؛نوددوى په منځ کې به  برابرى کوي .
٧ – دضرورت په اندازه به يوځاى والى کوي .
٨ – دهغې له اجازې پرته  عزل (يعنې بهر انزال کول ) به نه  کوي .
٩ – دضرورت په اندازه داوسيدلو کور ورکول .
١٠ – دهغې له خپلوانو(پلار،مور،تره،ورور،خور. . . ) سره به نيکه رويه کوي .
١١ – که خداي مه کړه  دوهلواړتيا پيښه  شي، نوپه وهلو کې به زياتى نه کوي  .
١٢ – دخپل مېرمني  دراز خبرې به   چاته نه کوي .
١٣ – که خداي مه کړه  ددوى په منځ کې شخړه پيداشې نو په طلاق کې به تلوار نه کوي.
١٤ – دخاوند په شتون اونه شتون کې به دده دکور ساتنه کوي .

 

دقرآن كريم ژباړې

په نړۍ كې چې څومره ژبې دي ، هره ژبه د قرآن كريم ژباړې ته اړتيا لري، ترڅو هغه څوك چې علم نه لري هغه هم دلوى څښتن له حكمونو نه، خبر شي اودا كار هغه څوك كولاى شي چې دواړه ژبې يې زده وي او ډېرې ښې يې زده وي.

د قرآن كريم ژباړې كار لومړى ځل صحابه وو رضى الله عنهم د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په ژوند كې پيل كړ، د احنافو ستر فقيه شمس الائمة السرخسي رحمه الله وايي چې څو تنه نويومسلمان شويو اېرانيانو له حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه نه وغوښتل چې دوى ته په فارسي ژبه د سورت فاتحې ژباړه وليكي، حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه چې ژباړه وليكله دهغه يادونه يې پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته وكړه، هغه صلى الله عليه وسلم څه ونه ويل اودغه ژباړه يې هغوى ته واستوله ، چې د سر ټكي يې داسې و: ( به نام خداوند بخشائنده ومهربان ).

د اسلام  د بلنې لمن چې څومره پراخېدله ورسره دقرآن كريم دژباړې اړتيا هم زياتېدله، فارسي او تركي ژبې په دې كتار كې ترټولو لومړۍ ښكاري اوديوې څېړنې ترمخه د نړۍ په نژدې يونيم سلو ژبو كې دقرآن كريم ژباړې شويدي، چې داتيا ژبويې بشپړې ژباړې او شل يې نېمګړي دي اوترټولوزياتې ژباړې اردو ژبه لري، چې نژدې اووه سوه ته رسيږي، بيا د تركي اوفارسي ژبې وار راځي اوپه لويديځو ژبو كې انګريزي، فرانسيسي اوجرمني ژبې دقرآن كريم ډېرې ژباړې لري.

په دې لنډه مقاله كې به زيار وباسو څو په دې هكله تاسو ته څه ناڅه معلومات وليكو، كېداى شي په راتلونكي كې زمونږ د علم اوتحقيق مينه وال په دې موضوع ډېر څه وليكي. اوپه ځانګړي ډول په پښتو ژبه چې دا كار څومره شوى؟ اوڅه ډول شوى ليكلو ته ډيره  اړتيا ده؟ اوپه دې اړه ډېرې سترګې زمونږ ښاغلواكاډميسنانو او پوهاندويانو ته وراوښتل كېږي. .

ديادولو وړ ده چې مسلمانو پوهانو او ليكوالانو په دې هكله ډېر كم معلومات رايوځاى كړي دي، ختيځ پوهانو په دې اړه ډېر كار كړى دى، د بېلګې په توګه ډاكټر شووين  VICTOR CHAUVIM په فرانسوي ژبه يوداسې كتاب په څو ټوكه كې ليكلى دى چې له اتلس سوه لس ميلادي نه تر اتلس پنځوس ميلادي پورې په لويديځ كې دچاپ شويو هغو كتابونو يو لړ ليك  په خپل كتاب كې بليو ګرافي  BILIOGROUNE  كې ترتيب  كړى دى، چې په عربي ژبه اوياهم دهغه سره تړلي دي، نوموړي دخپل كتاب لسم ټوك د قرآن كريم  او احاديثوچاپ شويو كتابونوته ځانګړى كړى دى اودقرآن كريم دژباړو په اړه  ډېر ښه معلومات ورسره موندل كېږي.. د امريكا مسلم ورلډ MUSLEM WORLD هم په دې هكله يوه اوږده مقاله خپره كړې ده، چې جرجي زيدان د مصر په ( الهلال ) ورځپاڼه كې په عربي ژبه خپره كړه.

يولويديځ وال بيا دانجيل دژباړو په هكله د (انجيل په ډېرو ژبو كې)  GOSPLE ANY TONGUES په نامه يوداسې كتاب ليكلى چې د انجيل دپنځه سوه ژبو دژباړو په هكله يې معلومات راغونډ كړي اودهرې ژبې نوم  اودبېلګې په ډول يې دژباړې يوه ټوټه هم راخيستې ده.

په مسلمانانو كې دې ته ورته كار دپاريس اوسيدونكي هندي عالم ارواښاد ډاكټر حميدالله سر ته رسولى و اوپه ۱۹۴۵ ميلادي كال كې ده (قرآن كريم په هره ژبه  ـــــ القرآن فى كل لسان )) نومى كتاب وليكه، دغه كتاب درې ځله په هند كې چاپ شوى اود قرآن كريم په هكله يې د اووه شپيتو ژبو(۶۷) دژباړو په هكله معلومات رايوځاى كړي دي اود هرې ژبې نوم اودفاتحې سورت  ژباړه يې دبېلګې په ډول راخيستې ده. ډاكټر صيب وايي چې اوس له ماسره ددې كتاب دڅلورم چاپ له پاره د يونيم سلو ژبو په هكله دژباړو معلومات شته، خو افسوس چې كتاب له څلورم ځل چاپ نه پاتې شواوډاكټرله نړۍ سره مخه ښه وكړه .

تردې وروسته يو تركي پوهاند ډاكټر اكمل الدين احسان اوغلو په انګريزي ژبه په ۱۵۱۵ ميلادي څخه تر ۱۹۸۰ ميلادي پورې د قرآن كريم دچاپ شويو ژباړو يو لړليك د ( WORLD BIBLIOGRAPHY HOLYQRAN PROINTAD TRANSLETIONS ) (په نړۍ والو ژبو دقرآن كريم دژباړو لړليك ) په انګريزي ژبه په ۱۹۸۶ ميلادي \ ۱۴۰۶ هـ  چاپ كړ، چې ټول مخونه يې ۸۸۰ ته رسېدل . ډاكټر علي شواخ هم په وارسره په خپل كتاب ( معجم مصنفات القرآن ) كې د يو سل اتلسو ژباړو يادونه كړې ده . كېداى شي تردې وروسته دې ميدان ته خداى پاك دكار نور خلك پيدا كړي . اوس به  د قرانكريم ديوڅو ژباړو يادونه په لنډ ډول وكړو اوپيل به يې له پښتو ژبې وكړو:

۱ ــــ په پښتوژبه كې دقرآن كريم لومړنۍ ژباړه  كه څه هم (( تفسير يسير))  دمولوي صاحب مراد علي صاحب زاده رحمه الله ( مړ ۱۲۹۷  هــ  ننګرهار كامه)  ګڼله كېږي چې لومړى ټوك يې نوموړي په ۱۲۹۱ هــ كې اودوهم ټوك يې په ۱۲۹۶ هــ كې پاى ته رسوي، په داسې حال كې چې د هند د بهوپال په اسلامي رياست كې دقندهار يو ستر عالم اولوى مفتي ( محمد فتح الله قندهاري ) چې ددې ستر اسلامي رياست د دارالافتاء مرستيال هم و په ۱۲۷۸ هـ \ ۱۸۶۱ ميلادي كې دشاه عبدالقادر محدث دهلوي د قرآن كريم د اردو ژبې الهام شوې ژباړې پښتوژباړه د بهوپال په سكندري مطبعه كې چاپوي، چې په دې حساب سره د صاحب زاده صاحب د ((تفسير يسير)) دلومړي ټوك دپاى ته رسولو څخه نژدې ۱۳ كاله دمخه دقندهاري مفتي صاحب  ژباړه چاپ شوې هم وه اوپه دې توګه هغه بايد دقرآن كريم لومړنى پښتو ژباړن وبلل شي. د قندهاري مفتي صاحب   دپښتو ژباړې قلمي نسخه د هند د رام پور ولايت په ( رضا ) لائبريرى كې اود حيدرآباد د دكن د ( ادارۀ ادبيات اردو ) په كتابتون كې خوندي دي.[ ډاكټر صالحه   ( قرآن كريم كى اردو تراجم  ۱۷۹ مخ .]

هو! كه داسې وويل شي چې دصاحب زاده صاحب تفسير ژباړه  نه ده نوځكه هغه لومړنى ژباړن دى قندهاري مفتي صاحب ژباړه كه څه هم  له صاحب زاده صاحب  څخه دمخه ليكل شوې خوله اردو څخه ژباړل  شوې ده ، له زيار سره سره د قندهاري مفتي صاحب بشپړ سوانح اودهغه د چاپ شوي تفسير نسخه مې تردې دمه ترلاسه كړې شوه او  دصاحب زاده صاحب په ژوند ليك  به كه خداى كول  په راتلونكې كې يوه ښه مقاله ستاسوپه  خدمت كې وړاندې كړم  .

له دې پرته پښتو ژبه دمولانا الياس پيښوري كوچياني مشهور تفسير ( فخر التفاسير ) اومولانا عبدالحق داربنګوي او مولانا واعظ كاشفي تفسير چې مولانا عبدالله اوعبدالعزيز ژباړلى اوپه ۱۹۳۰ هــ كې دبمبئي په ښاركې چاپ شوى دى .ژباړې لري ، په اوسنيو لسيزو كې د قرآن كريم ټكي په ټكي اوروانه ژباړه باندې ډېرو علماوو كار كړى دى چې دپېښور ارواښاد ډاكټر دين محمد خان اودمولانا جانباز سرفراز خان دواړه ټكي په ټكي او روانه ژباړه ديادونې وړ دي،دغه څېر د مولوي صاحب سلطان عزيز تفسير عزيزالتفاسير چې تر ديارلسو ټوكو پورې يې چاپ اټكل شوى اود ښاغلي مولوي فاروق غلجي ژباړه هم دهېرولو نه دي،اود قرآن كريم پښتو ژباړو بشپړه شننه به كه خداى  په راتلونكي په يوه مقاله كوم  .

۲ـــ په لويديځ كې په لومړي ځل په لاطيني ژبه دقرآن كريم ژباړه ديو فرانسيسي راهب پطرُس نرابلس پيل كړې وه اوبيا يو انګرېز رابرټ آف رينا اوجرمني هرمن آف ډلماشيابشپړه كړه اوپه ۱۱۴۳ ميلادي كې بشپړه شوه، چې په ۱۵۴۳ ميلادي كې په سويزرلنډ كې خپره شوه اوهمدا ژباړه ايټالوي ډچ اوجرمني ژبو ته هم وژباړل شوه.

۳ ـــ په فرانسوي ژبه ترټولولومړۍ ژباړه چې بشپړه نه وه، د (ميشائل بوډي ) ده، چې نوموړي (د ترُكانو دمذهب تاريخ ) ترسر ليك لاندې كتاب كې د قرآن كريم د آيتونو ژباړه ليكلې وه اوپه فارس كې په ۱۶۲۵ ميلادي كې چاپ شوه، ترهغه وروسته ( موسيو سيوآري ) په ۱۷۵۲ ميلادي او ( موسيو ګارس ) په ۱۸۲۹ ميلادي كې او ( كازي مرسكى ) په ۱۸۴۰ ميلادي كې هم خپلې ژباړې خپرې كړې، ديادونې وړ ده چې فرانسوي ژبه د قرآن كريم څه دپاسه اويا(۷۰) ژباړې لري، چې ترټولو وروستۍ ژباړه يې د ډاكټر حميدالله ده، چې په ۱۹۵۹ ميلادي كې په پارس كې چاپ شوې اود ډاكټر صيب په ژوند كې پنځلس ځله چاپ شوې او وروستى چاپ يې په امريكا كې وشو،چې نژدې يو لك نسخې يې لرلې اود فرانسې مسلمانان يې د قرآن كريم په ژباړو كې ترټولو زياته لولي.

۴ ـــ  په هندي ژبه ترټولو لومړنۍ ژباړه يو هندو راجه مهروك كړې ، چې د پنجاب او كشمير واكمن و.

۵ ــــ په اردوژبه تر ټولو لومړنۍ ژباړه يو نيمګړى تفسير و چې په زړه ګجراتي اردو ليكل شوى و اود قرآنكريم بشپړه ژباړه په لومړي ځل مولانا رفيع الدين اوبيا د شاه ولى الله صاحب زاده شاه عبدالقادر وليكله چې په اردو ادب كې ډېر لوړ مقام لري او لكه دمخه چې يادونه وشوه داردو ژبې  د  ژباړو دبشپړې يادونې له پاره ګوښي كتابونه هم ليكل شوي دي چې يويې د يوې نيكې مېرمنې ډاكټر صالحه عبدالحكيم د ( قرآن كريم كى اردو تراجم ) تر سرليك لاندې په پنځه سوه شپږ دېرش مخونوكې او بل يې د اسلام اباد پوهنتون دعلمي څېړنودڅانګې مشر ډاكټر احمدخان د ( قرآن كريم كى اردو تراجم ) تر سرليك لاندې كښلى اوداسلام آباد پوهنتون له خوا چاپ شوى، په اردو ژبه كې دقرآن كريم ګڼ شمېر منظومې ترجمې هم شته چې لومړنۍ منظومه ترجمه يې د آغا قزلباش بلله كېږي اواوس اوس دپاكستان يو بل شاعر عبدالعزيز خالد هم دقرآن كريم منظومه ژباړه كړې ده.

۶ ـــ بنګالي ژبه  د قرآن كريم نژدې دوه څلوېښت ژباړې لري چې پنځلس يې بشپړې اواووه ويشت يې نيمګړې دي اولومړنۍ ژباړه يې دشاه رفيع الدين رحمه الله داردو ژباړې په رڼاكې په ۱۳۴۱ ميلادي كې وليكل شوه اوپه ۱۸۹۹ ميلادي كې د ښاغلي نعيم الدين بنګالي ژباړه هم خپره شوې، ترده وروسته دمحمد عبدالحق ژباړه په ۱۹۰۱ ميلادي كې اوپه ۱۹۰۸ميلادي كې د آغو لاصاك ژباړه خپره شوه. د يادونې وړ ده چې دمفتي محمدشفيع رحمه الله داردو ژبې معارف القرآن اودغه راز دمودودي صاحب تفهيم القرآن هم بنګالي ژبې ته ژباړل شوى دى .

۷ ـــ په روسي ژبه دقرآن كريم  لومړنۍ ژباړه  په ۱۷۷۶ ميلادي د ( سينټ پيټرس برګ ) څخه خپره شوه اوتردې وروسته په روسي ژبه نورې ډېرې ژباړې هم خپرې شوې .

۸ ـــ دفارسي ژبې لومړنۍ ژباړه حضرت سليمان فارسي رضى الله عنه پيل كړې وه او بشپړه لومړنۍ ژباړه يې دشيخ مصلح الدين سعدي شيرازي ده، دغه څېر شاه ولى الله رحمه الله اودهغه زوى شاه رفيع الدين صاحب هم دقرآن كريم دېرې ښكلې فارسي ژبې كښـلي دي.

۹ـــ په جاپاني ژبه كې ترټولو لومړنۍ ژباړه د دجاپان مشهور ديني عالم شيخ عمر ميتا دوړاندې اوپاكستاني عالم شيخ عبدالرشيد شيخ عبدالرشيد په ګډو هڅو  پرله پسې څو كلونو كوښښ وروسته په ۱۹۶۳ ميلادي كې په  حرم شريف   بشپړه كړه اود رابطۀ عالم اسلامي په مالي لګښت چاپ شوې ده .

۱۰ ـــ په سويډني ژبه په ۱۹۳۴ ميلادي كې مسټرانو كلر يوه ژباړه ليكلې چې وروسته بيا مسلمان شوى هم دى .

۱۱ـــ په قزاقي ژبه شيخ خليفه التائب يوه ژباړه ليكلې چې د رابطۀ عالم اسلامي په مالي لګښت له مدينې منورې څخه خپره شوه .

۱۲ ــــ په كوريايي ژبه كې د ډاكټر حامد تشوي يونع كيل ژباړه هم خپره شوې ده .

۱۳ ـــ په نايجريايي ژبه د شيخ ابوبكر جومي يوه ژباړه دملك فهد دچاپ خونې له خوا خپره شوه .

۲۱ ـــ په ازبكي ژبه هم دقرآن كريم دوه ژباړې تراوسه خپرې شوې دي، چې يوه يې په ازبكي الف با دشيخ يعقوب خواجه او عبدالرحيم اچقونده اوبله يې په عربي الف با د ډاكټر محمد سعيد بخاري له دوهمې كتنې وروسته د ملك فهد دچاپ خونې په مرسته خپره شوې .

اوپه پاى كې به دانګريزي ژبې دقرآن كريم ديوڅو ژباړو لنډه يادونه وكړو.

Introduction To The Study Of Holy Quran. M . Ali    ــــ  ۱

Holy Quran By Maulana Abdulmajid . Daryabadi. Tafsir.majidi.By. Maulana Abdulmajid . Daryabadi. Tafsir.majidi Translation of The Holy Quram. By Hafoz Ghulam sarwar.

Translation Of The Holy Quram. By . M . Ali

Glorious Holy Quran By Ali ahmad Khan ـــــ ۲

     The Holy Quran By D. Khadim Rehmani . Nuri ــــ.۳

The Holy Quran By Asadullah Yusof. ــــ ۴

۵ ـــ په دې ترټولو د اعتماد وړ اوبشپړه ژباړه د مفتي شفيع رحمه الله دمعارف القرآن انګريزي ژباړه ده چې له كراچۍ څخه په اووه ټوكه كې خپره شوې ده.

د امام ابوحنيفه رحمه الله غوره ويناوې

۱ ـــ په دنياكې چې عالمان د الله پاك دوستان نه شي نوڅوك به يې دوستان وي؟

۲ ـــ بې علمه عمل بې ساه كالبوت دى.

۳ ـــ كړاوونه وزغمئ ، ځكه د استاسو دګناوو له امله درباندې راځي.

۴ ـــ يوه ګوله ډوډۍ اوساده جامې كه په ښه زړه ترلاسه شي نو ترهغه عيش اوعشرت ډېر غوره ده چې پښېماني اوسپكاوى ورسره ملګرى وي.

۵ ـــ څوك چې ددنياوي ګټې له پاره علم زده كوي په زړه كې به يې ځاى ونه نيسي.

۶ ـــ دښمن يو هم زيات دى اودوستان ډېر هم كم دي.

لس ګټور وصيتونه.

حضرت معاذ بن جبل رضى الله عنه وايي چې ماته پيغمبر صلى الله عليه وسلم لس وصيتونه وكړل:

۱ ـــ له خداى جل جلاله سره هېڅوك شريك مه نيسه، كه څه هم ووژل يا وسوځول شې.

۲ ـــ د مور او پلار خبر هېڅكله ځمكې ته مه غورځوه! كه څه هم امر درته وكړي چې مېرمن او شتمني پرېږده اوله كوره ووځه.

۳ ــ لمونځ په لوى لاس مه پرېږده، چاچې په لوى لاس لمونځ پرېښود نو دڅښتن له ساتنې يې ځان بې برخې كړ.

۴ـــ شراب هېڅكله مه څښه، ځكه  د بي حيايي بنسټ دى.

۵ ـــ له ګناه ځان ساته، لوى څښتن په ګناه خپه كېږي.

۶ ـــ دجهاد له ميدانه مه تښته، كه څه هم نور خلك مړه شي.

۷ ـــ كله چې په خلكو كې د مرګ وبا ګډه شي له خپله  ځايه مه ښورېږه.

۸ ـــ د چانفقه  دې چې په غاړه وي ( مور، پلار، مېرمن، اولاد اوداسې نور ) نو ښه شى پرې خوره.

۹ ـــ د اولاد روزنې ته پام كوه او لرګى له لاسه مه غورځوه.

۱۰ــ هغوى تل د الله جل جلاله د حكمونو په هكله وېروه.

( مشكوة ، ۱۸ مخ، د مسند احمد په حواله. )

تشرېح:

ددې حديث په تشريح كې درانه حديث  پوهان (محدثين) ليكي چې : دپيغمبر صلى الله عليه وسلم دا امر چې ((د مور او پلار خبره ځمكې ته مه غورځوه ، كه څه هم د مېرمن اود كور دپرېښولو اوله كوره د وتلو امر درته وكړي )) دغه وينا يې اولاد ته كړې، څو د مور اوپلار بشپړ اطاعت وكړي  ځكه خو بايد مور او پلار هم له پام او فكر څخه كار واخلي اوداسې ناروا حكم دې اولاد ته نه كوي چې له هرڅه يې بې برخې كړي اوپه خپله دې پام وكړي  چې دداسې امر پايله به څه وي؟ او زما د زوى اودهغه اولاد ته به زمونږ دحكم د منلو له امله څومره وځوريږي؟

اودا وينا چې چېرته وبا خپره شي ، له هغه ځايه مه ښورېږه! كېداى شي حكمت يې داوي چې مړي به بيا څوك خښوي؟ اودغه راز پر تقدير د ايمان لرلو يوه نښه هم ده.

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم وروستي درۍ نصيحتونه د اولاد په اړه دي او لنډيز يې دا راوځي چې : په اولاد ښه او حلال مال خوره، تل دهغوى د هوساينې لارې چارې لټوه، خو سختي هم ورسره كوه، چې د الله جل جلاله له حكمونو څخه لا پروا نه شي اود نرمي له امله بې ادبه لوى نه شي.

 

په اسلامی ټولني کښې ښځه او حجاب

په اسلامی ټولني کښې ښځه او حجاب 

  لیکوال  : میاهدایت الله محمدی


د اسلام مبارک دین داسی دین دی چی نر او ښځي ته یي پوره او مکمله حقوق ورکړی او په نړۍ کښې به داسی بل دین نه وی لکه اسلام چه څومره ښځو ته توجه او پاملرنه کړی پدی خا‌طر چی د ښځی حقوق تلاف نشی او په ښځي باندی  کوم ظلم او زیاتی ونشی ځکه ښځه د یوی ټولنۍ په جوړولو کښې له نر نه زیات حیثیت لری او ښځه کولای شی چه ټولنۍ ته داسی څوک وروزی چه ټول بشریت او انسانیت ته تری فایده ورسیږی او داسلامی ټولنی د ترقی او پیشرفت سبب شی بل ښځه د نر لپاره نیم ژوند دی او نر کولای شی چی  خپل ټول د ژوند د تګلارو مصلاحیتون له ښځی سره شریک او په هغو کښې له ښځی سره صلاح او مشوره وکړی ښځه د نر لپاره د ژوندون یو مهم رازدار اود بدبختیو او نجسو کارونو څخه د نجات یوه ستره وسیله او سبب دی الله (ج) په خپل مبارک کتاب کښې فرمایلی چی ښځی د نر لپاره لباس (( پرده پوشی د خرابو کارونو څخه د منع کیدلو وسیله )) او نر د ښځی لپاره لباس دی نو رابه شو دی ته چی اسلام ښځی ته ډير لوی مقام او منزلت ورکړی خو بدبختانه په اوسنی وخت کښې  په بعضو ځایونو کښې په ښځو ډیر ظلم او زیاتی کیږی په هغوی باندی سخت سخت کارونه کول او هر ورځ په کور کښې د میړه له لاسه په زورونه لاس په سر دې او هغوی هغه حقوق چه اسلام ورکړی  ، نه دی ورکړل شوی په اسلامی ټولنۍ کښې باید ښځی ته خپل حقوق په پوره توګه وکړل شی

او د ظلم او وحشت څخه باید وژغورل شی ځکه چی ما مخکی هم وویل چی ښځه د یوی ټولنۍ په جوړولو کښې مهمه ونډه لری  او کولای شی چی په خپل زیار او کوشش اسلامی ټولنۍ ته ترقی او پیشرفت وکړی او داسی یو څوک ورته وروزی چی ټوله نړۍ پری افتخار وکړی او د نړۍ ټول بشریت ته تر خیر ورسیږی خو متاسفانه په ننی وخت کښې په اسلامی ټولنه کښې داسی ښځی موجودیت لری چی هغو ترقی او تمدن بی پرده ګی او د کور څخه د باندی وتلو او چکر وهلو ته وایي اسلام ښځو ته د پردی ډير تاکید کړی حتی تر دی پوری چه که د ښځی پلار هم مړه وی نو ښځه نشی کولای چی بغیر د میړه د اجازی څخه له خپله کوره راووځی ځکه پرده یا حجاب د ښځی لپاره یو وقار او عزت دی او ښځه کولای شی چی په پردی او حجاب سره خپل ځان د ورځنی فساد او د بدبختیو څخه وژغوری د ښځی او نر تر منځ پرده دومره ضرور ده چی آن خپل کور ته سړی هم بی غیر د اجازی ولاړ نه شی او په کور  کښې هم باید ښځه د خپل ځان او خپل لباس خیال وساتی او نرانو ته حکم شوی چې خپلو کورونو ته به هم بغیر د اجازی او په خفیه توګه نه  ننوځی ځکه چې رسول الله (ص) فرمایلی دی چی آیا دا مو خوښه ده چې خپله مور یا خور تاسی سرلوڅی او یا د بدن کوم لوڅ ځای ووینی نو دا خو هیڅوک هم نه خوښوی ځکه رسول الله (ص) فرمایلی چې کله کور ته ننوځی د کور دروازه ټکوی او یا هم خپله غاړه تازه کوی ځکه خامخا کور دی کیدای شی چی یا دسړی مور یا خور او یا هم د کور نوری ښځینه غړۍ سر لوڅی او یا د جامو اغوستلو په مهال وی او یا هم د بدن کومه برخه یي لوڅه وی او ته پری ناڅاپی راشی  نو ډیره بده خبره ده  نو  ای د نړۍ مسلمانو میرمینو ! اسلام څومره د حیا او عزت  څخه ډک دین دی چې خپل کور ته به هم داسی نیغ سړی نه ننوځی تر دی چې یا به ور ټکوی او یا به غاړه تازه کوی  .راځم دی ته چې یو څو خبری د پردی په باره کښې ما کولی چی موضوع رانه بلی خوا ته لاړه نشی الله (ج) د پردی په باره کښې په خپل کتاب کښې بار بار فرمایلی دی چی ښځی باید د نارینو نه پرده وکړی لکه الله (ج) د سوره النور په څلورویشتم او د سوره الاحزاب په دیرشم ایتونو کښې د هغی ښه تفصیل راغلی  اسلام د حجاب  (پردی) د احکامو په ترڅ کښې ښځوته امر کړی چې په خپلو کورونو کښې په درنښت او وقار اوسیږی که چیری د بهر وتلو اړتیا وه په هغسی ډول لکه څنګه چې د جهالت په وخت کښې ښځو عادت درلود په ارايش او ځان جوړولو سره دی ځانونه  نه ښکاره کوی عطر دی نه لګوی هغه زیورات او ګاڼه چې اواز کوی د کور څخه دی د باندی پکی نه راوځی د بشریت ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) د دغو حکمونو په تشریح کښې فرمایلی چې د ښځو د مخ  کاسه ، لاسونه او قدمونو څخه پرته نور ټول بدن عورت دی او باید د خپل پلار ، ورور څخه هم پټ وساتل شی ، بله غټه خبره د لباس ده نن سبا ښځینه طبقه داسی نرۍ او نازکی جامی استعمالوی چې د بدن اکثره برخی تری ښکاری لباس یي تنګ ، نازک او چسپی دار وی چې دا ټول شیان د ښځی د هلاکت او د ټولنۍ د بدبختیو لامل ګرځی  او د قیامت د نښانو څخه یوه نښانه ده  بل د ښځو لپاره حجاب او پرده څو ښکلی او ستری موخی په ګوته کوی.

1 : په پردی او حجاب سره د نارینه او د ښځی د اخلاقو د خرابیدلو مخه نیول کیږی د ټولو خرابو کارونو ور تړل کیږی او هغه ازادنه اړیکی چې نن سبا یي نر او ښځه په رسمی ادارو او دفتر کښې لری  ټول له منځه ځی . 2  :  په پردی او حجاب سره د سړیو او ښځو کاری ساحه بیلیږی او هغه دندی چې په فطرتی توګه ښځی ته ورکړل شوی ښه له اطمینان نه سرته رسوی  .  3  : په پرده او حجاب سره د کور او کورنۍ نظام محفوظ پاتی کیږی  هغه نظام چې اهمیت او ارزښت یی نه یواځی کورنی بلکی ټولنۍ ته هم دنورو نظامونوڅخه کم ندی .په اوسنی  وخت کښې په اسلامی ټولنی کښې ښځی دا ادعاکوی چی پرده د ژوند په لاره کښې یو مشکل او خنډ ده  او که دا ادعا کوی هم نه نو بغیر د پردی څخه د کوره راوځی  مطلب دا چې ښځه باید محکمه کښې قاضی  ولسی او دولتی ادارو کښې کار وکړی   او هم په ازادانه  توګه په بازارو کښې چکر ووهي او د سړیو د تفریح او ساعت تیری لپاره سرودونو ته رقصونه وکړی  او په خپله خوښه بغیر د میړه د اجازی نه د سودا اخیستلو لپاره بازار ته ولاړه شی  ، یو ساعت یا دوه ساعته د پردیو دکاندارنو سره کپ شپ ، چای خوری  وکړی او بعد د هغی نه خپل کورته راشی لکه څنګه چې مخکی په کابل کښې شیعه مذهبو ښځو داسی قانون کرزی صیب ته وړاندی کړی ؤ  چې ښځه د ټولنۍ په هر کار کښې په ازادانه توګه برخه اخیستلی شی که میړه یی اجازه ورکړی او که نه او همداسی نور څوقانونه یی هم وړاندی کړی ؤ خو د هغی نه به تیر شو چې کرزی صیب وروسته بیا تطبیق کړ نو دا زمونږ د ننی  اسلامی ټولنۍ د ښځو ادعا وی او حقوق دی چې دوی یي په غوښتلو مظاهری او سړکونه او عامی لاری بندوی ترڅو دوی ته دا  د ازادی حقوق ورکړل شی چې کله هم وغواړی د کوره ووځی او په ازادانه توګه لکه څنګه چې سړی داسی هم وظیفه مخ په وړاندی بوځی او هم هري خوا چکر ووهی.

ما مخکی هم وویل چې اسلام ښځی  ته پوره خپل حقوق ورکړی دی او هغه حقوق داسی عادلانه حقوق چې په هیڅ مذهب  اوهیڅ   دین کښې نشته خو د اسلامی حقوقو لاندی باید ښځه د اسلام اومرو ته هم غاړه کیږدی او څه چې اسلام وایي باید هغی ته لبیک ووایی  په اسلام کښې خو یو پرده ده چې په ښځه فرض کړیی شویده .  که چیرته هغه حقوق چی اسلام ښځی ته ورکړی له منځه ولاړ شی نو کیدای شی چې بیا هغه د جهالت دوره رامنځ ته شی لکه یهودی تمدن چې ښځه به یي د مریتوب په شکل ساتله او یا د کورنۍ سیستم د جوړولو د کورنۍ کارونو په کولو را بهر او سخت زشت کارونه چې د ښځی د وسی پوری ندی پری تر سره شی . که په اسلامی ټولنه کښې ښځه پرده او حجاب یو خنډ او مشکل کار بولی او په ازادانه توګه له نرانو سره اړیکی ولری او بازارو کښې چکری ووهی او همداسی په دولتی دفترو کښې او یا هم خارجی دفترو کښې  له نرانو سره یو ځای کارکولو باندی خوښ او خوشحاله وی او دا د ځان لپاره ترقی او پیشرفت بولی  نو لری نده چی یو ځل بیا به هغه د جهالت د دوری غوندی چلند چې یهودو به په خپلو ښځو کول راشی او ښځی ته به د یو مریی په توګه ګوری  او د نارینو په کاری میدان کښې به خوشی کړی شی تر څو په خپل لاس خپلو بچیانو ته نفقه پیدا کړی  نو ای مسلمانو میرمینو هغه  وخت څنګه احساسوی ؟ او هغه وخت به مو څه حال وی ؟

 

اسلام د روغې او درناوي دين

هسې خوكه دانساني خلقت پس منظر راوځيرو نولومړى د الله جل جلاله اودهغه د مطيع مخلوق ملائكو ترمنځ دشوې مكالمې ياسوال ځواب سره مخ كېږو چې دبقرې سورة ۳۰ آيت يې حكايت كوي:

ژباړه: اوكله چې وويل ستا رب پرښتو ته چې زه پيداكوونكى يم په ځمكه كې ديوه خليفه نو پرښتو وويل آياته په ځمكه كې هغه څوك پيداكوې چې فساد به كوي او وينې به تويوي .. تر آخره.

دملائكو دا اندېښنه چې د الله تعالى په تخليق اعتراض نه بلكې يو تعجب و، لاهغه مهال وه چې د بشر پلار حضرت آدم عليه السلام لا نه و پيداشوى.

دلته مفسرينو داپوښتنه راپورته كړې چې ملائكې څنګه پوه شوې چې انسان به په ځمكه كې فساد كوي او وينې به تويوي، ځينې وايي ښايي دوى په لوح محفوظ كې داخبره لوستې وي ، ځينې نور وايي ښايي دوى به انسانان دځمكې په پخوانيو استوګنو پېريانو ورقياسول چې خپل منځي جګړې او وژنې يې كولې، خو يوه ډله مفسرين په دې باور دي چې ښايي پرښتو د الله تعالى جل جلاله په كلام كې دخليفه له كلمې څخه داحقيقت معلوم كړى وي ، په داسې توګه چې الله تعالى وويل: زه په ځمكه كې يو خليفه ( استازى ) پيداكوم، نو خليفه اوحاكم ته خو هغه وخت اړتيا پيښيږي چې دځمكى په مخ وژنې وي ، جګړې او بربادي وي، بياخليفه دجګړو او بې عدالتيو مخه ونيسي.

نو بناء په وروستي احتمال ويلى شو چې په سپېڅلي قرآني او اسلام قاموس كې دبشر له پيدايښت څخه لا ډېر پخوا له جګړې او وينې توييدنې څخه بيزاري اودمخنيوي تدابير مراعات شوي دي خو دپورتني او دې ته ورته دنورو شواهدو باوجود دنن شوپرك مزاجه انسان په ډېر جسارت داپوښتنه راپورته كوي چې آيا اسلام هغه دين نه دى چې يواځې تاوتريخوالى پيژني؟؟؟.

دا يواځې د نن خبره نه ده اونه يواځې دهالينډ فتنه نامي فلم پورې خلاصه كېداى شي، بلكې ويلاى شو چې داد اسلام دلومړنيو غير معمولي برياوو په غبرګون كې دمشركينو يهودو او نصاراوو دګډو ناكامو تبليغاتو او افترائتو دلړۍ يوه كړۍ ده، چې له هغه مهاله رانيولې بيا تر ننه پورې په اوږده زماني واټن كې داسلام دښمنه حلقو ترمنځ له بېلابېلو انګېرنو اوعقدو سره لاس په لاس شوي او رارسيدلي، نن به يواځې عنوان او فورم بدل وي ، كنه معنون او موخه هماغه زړه ده ، چې يواځې له عقده پالنې تعصب اوتنګ نظري څخه سرچينه اخلي، ځكه ددوى دداسې بې دليله انكار په اړه قرآن وايي: ( يعرفونه كما يعرفون ابناءهم ... ) د پيغمبر عليه السلام رسالت اوداسلام حقانيت داسې پېژني لكه خپل زامن چې پېژني، عبدالله بن سلام رضى الله عنه چې تراسلام قبلولو وړاندې يهودي عالم و به ويل چې ترخپلو زامنو يې لاښه پېژني، ځكه دزامنو په هكله خو به لاداشك ورسره وي چې كېداى شي ښځې يې خيانت  ( له كوم بل سره كورواله ) كړى وي اودابه دده زوى نه وي.

خود ماتې خوړلي اودحق په وړاندې دتاب نه لرونكي انسان خوى همدا وي، دحقيقت نه بلكې يواځې دخپلې باطلې مدعا د اثبات له پاره د ( لانُسلم ) ( انكار ) په ګدۍ ناست وي، اوپه بې ساري جسارت د شيدو د توروالي اود شاتو د تريخوالي له پاره دلائل وړاندې كوي. هغه مهال غير اسلامي پيدو او واكمنيو د اسلامي نوراني سېلاب په وړاندې دمقاومت او تمدن ډګرونه يوپه بل پسې له لاسه وركول نو دا اودې ته ورته اكاذيب ددوى وروستۍ حربه وه.

په راوروسته اومعاصر دور كې د تبشير او استشراق مكتبونو ددې شعار لپه پاره ډېر كار وكړ اوهڅه يې وكړه ترڅو په نړيواله كچه اسلام دتاوتريخوالي اوتشنج دين معرفي كړي.

ډېرو ختيځ پوهانو په دې اړه زهرجنې اومتعصبې ليكنې كړي دي ، دوى د نبي عليه الصلوة والسلام او صحابه وو كرامو رضى الله عنهم په غزاګانونيوكې   كړې اود راشده خلافت د دور سوبې او برياوې يې تر نيوكې لاندې نيولي.

دوى وايي: مسلمانان چې په مكه كې وو نوعاجزه بردباره اوپه مصيبتونو صبر كوونكي وو، خو چې مدينې منورې ته راغلل مشكلات يې له سره لرې شو ل او څه امكانات يې وموندل نو په جګړو او وژنو يې لاس پورې كړ ، دا اودې ته ورته افتراګانې ه پخوا ديوې فردي نظريې اوتور په شكل اورېدل كېدې خوپه دې وروستيو كې دپخوا په خلاف په سنجول شوې او رسمي توګه داپروسه په مخ وړل كېږي.

د [۲۰۰۵ د سپتمبر په ۳۰ ] ډنماركي ورځپاڼې Jyllandsposten جيولانډپوسټن په بې سارې ګستاخۍ نبي كريم صلى الله عليه وسلم ته منسوب داسې كارتونونه خپاره كړل چې هغه صلى الله عليه وسلم معصوم ذات يې دجګړې او تروريزم بنسټګر تمثيلاوه. ( العياذ بالله )

ددې ليكنې لامل همدا تاسف دى چې اوس په ډېرېدونكې توګه په اسلامي نړۍ كې همدا نظريه سرايت كوي اوځوان مسلمان قشر چې دلويديځ دهرسهار بدرګه ورته پرمختګ بريښي په ناخود آګاه توګه له داډول مفكورو څخه پلوي كوي. دلته به مونږ په لنډه توګه داخبره راوسپړو چې آيااسلام په رښتيا بشر ته يواځې دجګړو او وژنو پيغام درلود؟ اوكه په جګړو كې ښكيله نړۍ يې د وحشت او بربريت له كومې راواېستله. څرنګه چې دموضوع حوصله ډېره پراخه ده مونږ به په مختصره توګه ځينې عناوين تشريح كړو ترڅو دى قضاوت ته لاره هواره شي چې دتاوتريخوالي او سولې ترمنځ اسلامي انتخاب څه دى؟

۱ ـــ اسلام و چې نړۍ ته يې له جګړو او وژنو څخه نجات وركړ:

كه ديوې شېبې له پاره تر اسلام وړاندې نړۍ ته ولاړ شو نو وبه وينو چې دجهالت دوره په انساني تاريخ  كې يوه توره دوره ده چې ورور وژنه او وينې تويول سرلوړي او مېړانه ګڼل كېده، دكورونو او مالونو لوټ تالان او دپرديو ناموسونو بې عفتۍ، دسړيتوب شهامت دريځ خپل كړى و.

له اٌنس اومينې څخه مشتق انسان يواځې وحشت اوبربريت پېژانده ، دايواځې عرب نه وو چې له پېړيو پېړيو ورپاته بدۍ يې پاللې ، په جګړو كې نيول شوي ښځې او سړي يې دچارګام آسونو په لكيو پورې تړل اودحاملو ښځو نسونه يې په تورو ورڅيرل، بلكې له هند رانيولې بيا تر افريقا او اروپا د درست بشريت حال تردې بدتر وو، دهند دطبقاتي ټولنې قانون دپست نژادو په اړه حكم كاوه چې د سپي، چونګښې، كارغه اوپست نژاد حقوق اودمرګ سزا يوه ده.

دنړۍ دوه سيال زبرځواكونه فارس او روم په دوامدارو جګړو كېوتې وې چې ترمنځ خواراوستومانه انسانيت وريتېده، په دوى كې به چې كوم فوځ ماتې وخوړه نوسيال اود سوبې په نشه كې خمار لښكر به په مظلومو انسانانو له يوې مخې توره راواېسته ، ددښمن دنيول شوې سيمې اوښار هر اوسېدونكى په مرګ محكوم بلل كېده چې بيابه تر مياشتو مياشتو داعام وژنه روانه وه.

پردې سربېره امپراطورانو دداخلي بغاوتونو په مقابل كې خونړى عكس العمل هم خپل فرض باله، د پنځمې ميلادي پېړۍ په پاى كې چې فارسي داعي مزدك د پيروانو له خوا دديني اصلاح او اشتراكيت كومه بلوا پيل شوه چې ظاهراً له زردشتي دين څخه يو بغاوت و فارسي حكمرانانو قباد او نوشېران د زرګونو انسانانو په وژلو خاموشه كړه.

په ټوله كْ دفارس ساساني حكمرانان له اردشير (۴۲۲۴) نه نيولې بيا تر دريم يزدګرد (۴۶۵۱)پورې د بشريت په وړاندې بې رحمه اومتجاوزين وو چې محكوم اولس يې دبرچې تر څوكې لاندې ژوندكولو ته اړ كړى وو.

د روم سلطنت چې تحريف عيسويت يې دتوري په زور عملي كاوه ډېرځله په كورنيو شخړو كې ښكېل وو ، هغه پاڅون چې درومي سلطنت په زړه قسطنطينيه كې د بې وسه خلكو دحكومت په ضد شوى و پاچا Justinius اول د درې لكه خلكو په وژلو آرام كړ.

لنډه داچې داسې ګوښه نه وه چې هلته دې انسانان د آرام سا واخلي ،په درست بشريت دځنګل قانون واكمن و، چې له مخې يې كمزورى اړ و چې د زورور هره روا اوناروا غوښتنه ومني.

كله چې صثورت حال تردې بريده اضطراري وي نو د الهي حكمت او بشري فراست په مقتضى يوه داسې دين ته اړتيا محسوسيږي چې له جګړو سړى بشر د امن او سكون په پلوشو ونازوي ، د جګړه مارو ترمنځ دپخلاينې او اوربند تيږه كېږدي، دعمومي عفوې او ورورولۍ پيغام له ځانه سره ولري، د ظالم لاس له ظلمه ايسار كړي ، ښايي يواځې هغه غږ ته لبيك ووايي جې ترټولو ړومبى له ځانه سره د سولې پيغام ولري، د اسلامي دعوت او محمدي رسالت دبې سارې كاميابۍ يو راز همدا وه چې دځپلي انسانيت دهوساينې له پاره يې يوه داسې نسخه له ځانه سره درلوده چې هغه ورته له پېړيو پېړيو په تمه وه.

پيغمبر عليه السلام له بعثت څخه پخوا هم په قريشو كې په دې مشهور و چې دخير په كارونو اود شخړو په هواري كې به يې هڅې كولې، دقريشو دشخړو دمخنيوي په پار چې دحلف الفضول په نامه كوم اوربند اوتعهد شوى و نبي كريم صلى الله عليه وسلم دخپل تره زبير بن عبدالمطلب ترڅنګ لويه ونډه پكې درلوده.

خوكله چې د نبوت په وظيفه وګمارل شو نو تر ايمان وروسته يې خلك له ناروا قتل څخه ځان ساتلو ته راوبلل، ايمان راوړونكو ته يې په صفا ټكو وويل: ( لن تؤمنوا حتى تراحموا ) هېڅكله به تاسې مؤمنان نه شئ ترڅو چې په يوبل رحم ونه كړئ.

همدرانګه يې انسان بنيان الرب او عيال الله وباله، او له نويو ايمان راوړونكو نه يې تعهد واخيست چې دچاپه حقوقو به تيرى نه كوي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم په خپلو دې اصلاحي هڅو سره وكړاى شول د عربي قبيلو ترمنځ له پيړيو پېړيو د راپيل شويو خونړيو جګړو اورونه مړه كړي، ديثرب د عربو ددوو كورنيو ( اوس او خزرج ) تر منځ (۱۲۰) كلنه دښمني د پيغمبر عليه السلام په منځګړتوب او بيعت اخيستلو سره دتل له پاره پاى ته ورسېده، اوددې دوو قبيلو ترمنځ لرغونې دښمني په يوه مثالي دوستي بدله شوه.

قرآن كريم دټولنيز فساد دمخنيوي ياد فرد او جامعې دسر، مال اوناموس دساتنې له پاره دقصاص حد ، دغلا حد، د قذف حد اونور غوره احكام او قوانين اعلام كړل. له همدې ځايه وه چې له جګړه مارو او تالانګرو عربو څخه يې يوه داسې ټولنه جوړه كړه چې په بشري نړۍ كې يې د انساني كرامت ، درناوي ، سولې او آطمينان شاهكار بللى شو.

همدا د صدر اسلام په انساني كرامتونو مالامال پيروان ( صحابۀ كرام رضى الله عنهم ) وو چې دلومړي ځل له پاره يې نړۍ ته د سولې او بشري درناوي درس وركړ، په جګړه بوخت انسانيت يې دسولې او عدم تشدد له خونده خبر كړ، د زور بالاى زور فارموله يې دتل له پاره د نابودۍ كندې ته وغورځوله، اود بادارۍ او غلامۍ په دنياكې يې دعدل او مساوات بيرغ هسك كړ.

هغه مهال چې دګنګا دغاړو هندي برهمنانو خپل ټيټ ذاتي دسپي له نرخه بلل، هغه مهال چې بودائزمو دتبت او نيپال دژوند له خوږو محروم اوپه رهبانيت كې ښكيل انسانان مجبورول چې دبودا د ډبرينو مجسمو په وړاندې خپل زامن اولوڼه ذبحه كړي ، هغه مهال چې د كسرى زردشتي قوانينو د فارس او بين النهرين په خوارو اولسونو دژوند چاپېريال تنور كړى و اوهغه مهال چې تحريف شوي عيسويت د رومي واكمنو د ظلم او جبر تبرګي ته دلاستي حيثيت درلود، د عربي ريګزارو په يوه ګوښه كې اسلام خپلو پيروانو ته په بيابيا وريادول چې خبردار ! ... تربې ځايه وينې توييدنې د درستې نړۍ نړيدل او فنا كېدل د الله جل جلاله په وړاندې آسانه دي.

په وروستي تحليل كې ويلى شو چې همدا اسلام و چې دلومړي ځل له پاره يې دځمكې پر مخ دبشر ژوند تامين كړ، دحيوانيت تل ته لوېدلى انسانيت كې يې دملكيت عنصر را ژوندى كړ اوخپل مخلص پيروان يې دانساني شرافت مهربانۍ ځان تېرېدنې اونورو حسنه وو اخلاقو هغه سټيج ته وخېژول چې ديو وېشتمې پېړۍ په ځان غره متمدن؟ انسان يې دفهم او درك په وړاندې هم عاجز دى.

نوكه اسلام د جګړو او وژنو پلوي واى څنګه به توانېدلى واى چې دبشر په تاريخ كې دتمدن د بنسټګرو اود انساني اقدارو دتمثيلوونكي دريځ خپل كړي اودښكېلو قبيلو دبې ځايه وينې توئېدنې مخنيوى وكړي.

۲ ــ په فردي او اجتماعي ژوند كې د اسلام نياومن اوسوله ساتى دريځ:

اسلام دمسلمان مسلماني يا كامله ايمانداري تردې پورې تړلې ده چې نور مسلمانان يې له ضرر څخه په امن وي، دغه راز دوګړو ترمنځ په ټولنيز اخوت بآور لري چې ددو كسانو ترمنځ دشخړې په صورت كې دريم ته على الوجوب امر كوي چې ( فاصلحوا بين اخويكم ) دخپلو دوو وروڼو ترمنځ مو سوله وكړئ، تردې چې د ( مېړه ) او ( مېرمنې ) ترمنځ دجوړجاړي له پاره په بې ساري صراحت سره توصيه كوي چې ( والصلح خير ).

دټولنيز فساد او انارشيزم د مخنيوي له پاره اسلام داسې كوټلي قوانين او حدود وضع كړي دي چې په مراعا سره يې دټولو انساني او اسلامي ارزښتونو حفاظت حتمي دى.،

كه موږ دلته د ساري په ډول د قتل حد چې قصاص دى راوځيرو نو لكه څنګه چې لوى خداى جل جلاله فرمايي دټولنې له پاره د ژوند اوپايښت فلسفه پكې نغښتې. معمولاً سترې جګړې او دوامداره شخړې له وړې هغې څخه رازيږي، چې بياديوې مناسبې حل لارې دنشتوالي په صورت كې پسې زياتيږي.

تر اسلام د مخه دجاهلي قبيلو دخپل منځي جګړو او تربګنيو شاليدهم همداسې وو، دعربو او يهودانو د دستور له مخې به كه يوسړي بل قتل كړ،نودمقتول ورثه به دې ته تياره نه وه چې يواځې قاتل په نښه كړي، بلكې دغچ اخيستلو په صورت كې يې تيرى خپل روا حق باله، چې په دې توګه به د دوو كورنيو اوقبيلو ترمنځ د دوامداره جګړو اور بل شو، خو اسلام ددا ډول شخړو دهواري له پاره دقصاص حكم راووړ ، دلغت پوهانو له انده د قصاص د مادې يوه معنا برابرى او مساوات ده، يعنې اسلام په دې برخه كې د بې سارې برابري حكم كوي چې هېڅ ډول شذوذر او استثناء نه قبلوي، تردې چې د ( النفس بالنفس ) او ( المسلمون تتكافؤا دمائهم ) په مقتضاء كه مقتول غلام معذور ، ضعيف اويا ښځه وي اوقاتل يې آزاد، شريف النسب، قوي او نارينه وي هم قاتل په خپله قصاص كېږي، دا حكم تر ذمي كافر او مستامن كافر پورې هم عام دى، چې داسلامي عدالت شاهكار يې بللى شو.

په اسلام كې ټول انساني اعضاء محترم بلل شوي اوديو انسان په بل باندې هېڅ جزي تعرض هم بې بدله نه پاتې كېږي

ابوسعيد الخدرى رضى الله عنه روايت كوي چې يوځل زمونږ ترمنځ رسول الله صلى الله عليه وسلم څه شى تقسيمول چې يو تن دگڼې ګوڼې له امله مخته ورغى رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه په يوه لرګي منعه كړ، هغه سړي فرياد وكړ، پيغمبر عليه السلام ورته وويل: ( تعال فاستقد ) راشه خپل بدل واخله!. هغه سړي ورته وويل: ما بښلى يې!

خوله دې ټولو تر لمر روښانه حقائقو سره سره بياهم داهڅه كيږي چې اسلام دخشونت اوتاو تريخوالي دين معرفي كړي. دسترګو خاوندانوته بويه چې راشي سوچه اسلامي قاموس په خپله مطالعه كړي، ترڅو يې خداى مه كړه څوك يې ور ړندې نه كړي.

 

آياښځې كولاى شي دسر وېښتان كم كړي ؟

محترم مفتي صيب !

دښځوله پاره دوېښتنانواوياهم نابالغوجينكوته دوېښتانوكمول اوخريل څه حكم لري ؟

الجواب حامداومصليا.

ميرمنوله پاره دسروېښتانوكمول اوياخريل حرام دي .هو!كه داړتياله مخې وي بيايې كمول اوياخريل روادي، اړتياداسې چې ديوې ميرمنې په سردردوي اودېښتانوله كمولوپرته يې روغتياشونې نه وي،هلته يې كمول روادي،كومه نجلۍ چې بلوغ ته نه وي رسيدلې هغوى ته هم له اړتياپرته دسړيوپه څيردسروېښتان ورجوړول روانه دي اوداړتياله امله يې كمول روادي. ونحوه في بهشتي زيور:۸۲۹  وامدادالاحكام:۴\۳۴۱

ففي الدرالمختار:۶\۴۰۷
قطعت شعرراءسهااثمت ولعنت،زادفي البزازية وان باذن الزوج لانه لاطاعة لمخلوق في معصية الخالق،

وفي الهندية:۶\۴۰۷
ولوحلقت المراة راسهافان فعلت لوجع اصابهالاباس به وان فعلت ذلك تشبهابالرجل فهومكروه،

وفي البحرائق :۸\۳۷۵
واذاحلقت المراة راسهافان كان لوجع اصابهافلاباس به ،وان حلقت تشبه الرجل فهومكروه،

وفي فتاوى النوازل:۲۹۹
امراة حلقت راسهالوجع اصابهالاباس به والافهومكروه،

وفي فتاواالولوالجية: ۲\۳۴۹
المراة اذاحلقت راسهاان فعلت لوجع اصابهالاباس به وان فعلت تشبهابالرجل يكره،لانهاملعونة ،

وفي مجمع الانهر:۲\۵۳۷
ويكره الباس الصبى ذهبااوحريرا لئلايعتاده والاثم على الملبس،

والله سبحانه وتعالى اعلم

آياښځه دخاوندڅخه دبېل کورغوښتنه کولاي شي ؟

آياښځه دخاوندڅخه دبېل کورغوښتنه کولاي شي ؟

 محترم مفتي صاحب !

 زمونږ په ټولنه كې چې څو ك واده وكړي بياهم له خپل پلار سره په ګډكور كې اوسيږي ، اوكه مېرمن دځان له پاره د بيل كور اوخوراك غوښتنه كوي ،نوخلك ورته دبد اخلاقې اوبدبختې مېرمنې په سترګو ګوري ، اوس پوښتنه داده چې آيا دامېرمن چې كومه غوښتنه لري، دا روا ده اوكه نه؟اوبل داچې كه داځوى مېرمنې ته بيل كور اودخوراك لارې برابرې كړي، نوله دې وروسته دپلارنفقه پردې ځوى واجب ده اوكه نه؟ اوكه په دغه مهال بيا هم پلار له ځوى څخه دمېرمنې دطلاق غوښتنه وكړي بياڅه حكم دى؟

الجواب :حامدا ومصليا

له خاوند څخه دبېل كور اونفقې غوښتنه دمېرمنې شرعي حق دى اودهمدې حق غوښتنې له امله هغې ته دبد اخلاقې اوبدبختې مېرمنې په نظركتل روا نه دي.
خاوند ته په كار دى چې مېرمنې ته داستوګنې له پاره ځانګړى كور اونفقه چمتوكړي، اوله دې سره سره كه يې پلار بې وزله ؤ هغه ته نفقه وركول هم واجب دى، اوكه بياهم پلار يې ورڅخه دمېرمنې دطلاق غوښتنه وكړي، دغه غوښتنه پوره كول يې واجب نه دى. اوپه ځانګړې ډول چې په نن وخت كې ګڼ شمېرفتنې اوفسادونه  خواره دي، هغه ته په پام سره پرداسې مهال مېرمنې ته دطلاق وركولو معنا خپل ځان دګناوو درياب ته غورځول دي.
وفى مشكوة المصابيح: ۱۸ :
عن معاذ رضى الله تعالى عنه قال : اوصاني رسول الله صلى الله عليه وسلم بعشر كلمات : قال لاتشرك بالله شيئا وان قتلت وحرقت، ولاتعقن والديك وان امرك ان تخرج من اهلك ومالك. وساق الحديث.
وفى المرقاة ۱\ ۲۲۰:
شرط للمبالغة باعتبار الاكمل ايضا اى لاتخالف واحد منهما وان غلا فى شئ امرك به وان كان فراق زوجة اوهبة مال اما باعتبار اصل الجواز فلايلزمه طلاق زوجة امراه بفراقها وان  تاذيا ببقائها ايذاءا شديدا، لانه يحصل له ضرربها فلايكلفه لاجلهما اذ من شان شفقتهما انهما لو تحققا ذلك لم يامراه به فالزامهما له به مع ذلك حمق منهما ولا يلتفت اليه وكذالك اخراج المال..

 وفى تنوير الابصار وشرحه الدر المختار ورد المحتار: ۳\ ۵۷۲: و نفقة الغيرتجب على الغيرباسباب ثلاثة: زوجية وقرابة وملك،فتجب للزوجة، بنكاح صحيح،على زوجها.
وايضافيه : ۲\ ۶۲۲، ۶۲۳:
(وتجب على مؤسريسارالفطرة النفقة لاصوله) قال ابن عادين (رحمه الله) (قوله النفقة) اشارالي ان جميع ماوجب للمراة وجب للاوالام علي الولدمن طعام وشراب وکسوة وسکني.
وفي البحرالرائق ٣٢٨ج٤
قوله  (والسكنى فى بيت خال عن  اهله واهلها، معطوف على النفقة اى تجب السكنى فى بيت اى الاسكان للزوجة على زوجها... واذا وجبت حقا لها ليس له ان يشترك غيرها فيه لانها تتضرربه فانها لاتامن على متاعها ويمنعها من المعاشرة مع زوجها ومن الاستمتاع.
وفيه ايضا:۴\۳۸۴:
قوله(ولابويه واجداده وجداته لوفقراء) اى تجب لهولاء ونحوه فى النهرالفائق: ۲\ ۵۱۴، ۵۲۰. ومجمع الانهر: ۱\ ۴۹۲، والهندية: ۱\ ۵۵۶.
والله سبحانه وتعالى اعلم

ظلم او دهغه ډولونه او پايلې

 

ظلم او دهغه ډولونه او پايلې

ادامه نوشته

كور ـــــ ښكلى نثر

زمونږ ددنياګۍ ژوند كه څه هم خوږ او خوندور دى خودغه خوند دڅو شيبو له پاره دى، تاسې وګورئ چې زمونږ ددنياګۍ ښائست څومره زړه راښكونكى ويړ او خور دى چې انسان ترې خوند اخلي، خو يو وخت بيا داسې وي چې دغه ليد هم له انسان سره خپله ملتيا پرېږدي اود بل په مټ لاس ايښى ګرځي.

تاسو كله پام كړى دى چې مونږ دهمدې نېمګړې دنياګۍ د عزت او هوسا ژوند له پاره هر لور ته څومره بې دريغه منډه وهو، تاسو به ليدلي وي چې دژوند په پاى كې همدا لالهانده انسان څومره له هيلو ډك زړګى بېرته له ځانه سره وړي.

زمونږ په دې دنياګۍ كې ټول هغه څه شته چې انسان يې غواړي خو دټولو لاس ته كول هم شوني نه دي، آن چې زمونږ په اند هغه نېكمرغه انسانان چې په ښكاره ددنيا هرڅه په لاس كې لري دهغوى له پاره هم شوني نه دي، انسان كه څه هم بشپړ پيداشوى دى خو ستونزې يې په دې دنياګۍ كې په بشپړ ډول نه هواريږي، ځكه خو انسان يوداسې كور ته اړتيا لري چې دغه ډول ستونزې ونه لري، دانسان ټولې هيلې هلته ترسره شي اوهغه كور (جنت ) دى چې ددې دنياګۍ دستړو ستونزو په مټ ترلاسه كېدلى شي.

اوس پوه شوئ ! چې زمونږ ددنياګۍ كور بشپړ نه دى ، كه مونږ تېروتلي نه واى نودانيمګړى اوبې وفا كور به مو دخپل رښتيني كور څخه قربان كړى واى اوڅوك چې دغه ډول قرباني ته چمتونه وي هغه كه څه هم په ښكاره ډول ددنيا له ډېرو نعمتونو څخه برخمن اودخوښيو ترمنځ له دې نړۍ سره مخه ښه كوي خوپه راتلونكي ژوند كې به له ناهيلو او ارمانونو پرته بل څه په لاس ورنه شي اودمخكني ژوند ديوې يوې شيبې ارمان به كوي چې كاشكې دخداى په اطاعت كې مې تېرې كړې واى، خو پام مو وي چې دې دنيا ته بياراتګ نشته.

راځئ ! خپل رښتينى اوبشپړكور وپېژنو اودهغه دترلاسه كولو له پاره په دې نيمګړي كور كې خواريوته ملا وتړو اولوى څښتن جل جلاله په خپل ښه عمل خوشاله كړو.

كاشكې مونږ دخپل كور له لارې سره ځان بلد كړى واى . كاشكې، كاشكې! كاشكې

لويې ګناوې

يوځوهغه ګناوې چې پايله يې ډېره بده او عذاب يې سخت دى

۱ ـــ الله پاك جل جلاله سره سيال نيول.

۲ ـــ ناحقه وژل.

۳ ـــ د مسلمان مور او پلار آزارول.

۴ ـــ  بدلمني كول.

۵ ـــ ديتيمانو مال خوړل.

۶ ـــ نجونې له ميراثه بې برخې كول.

۷ ـــ درغلي كول.

۸ ـــ ديواځې شك له امله پر كومه مېرمن د بدلمنۍ تور لګول.

۹ ـــ د غلا تهمت لګول.

۱۰ ـــ له بې وزلو او مسكينانو سره زور زياتى كول.

۱۱ ـــ دمسلمان ورور غيبت كول.

۱۲ ـــ عيبونه يې لټول.

۱۳ ـــ د الله پاك له رحمته ناهيلي كېدل.

۱۴ ـــ په امانت كې خيانت كول.

۱۵ ـــ په خپله ژمنه نه درېدل.

۱۶ ـــ دالله په فرض شويو حكمونوكې سستي كول اويايې پرېښودل، لكه لمونځ،زكات، روژه ، حج اوداسې نور.

۱۷ ــــ قرآن كريم هېرول.

۱۸ ـــ درواغ ويل.

۱۹ ـــ په درواغو سره لوړه كول.

۲۰ ـــ له خدايه پرته د بل چا په نامه سوګند كول، ياداسې لوړه كول چې د مرګ وخت مې دې كلمه په برخه نه شي، پر ايمان مې دې خاتمه نه كوي،كه فلانى كار به ما كړى وي.

۲۱ ـــ  له الله پاك نه پرته بل چاته سجده كول.

۲۲ ـــ له عذر پرته لمونځ پرېښودل.

۲۳ ـــ مسلمان ته كافر ، بې ايمانه او مشرك ويل، يايې د الله دښمن بلل اوياورته خداى وهلى ويل.

۲۴ ـــ د چا ګېلې اوشكوې اورېدل.

۲۵ ـــ غلا كول.

۲۶ ـــ سود خوړل.

۲۷ ـــ د غلې په ګرانه كېدلو خوشاليدل.

۲۸ ـــ د مال له خرڅولو وروسته يې په زوره له هغه څخه كمول.

۲۹ ـــ له نامحرم سره يواځې كېناستل.

۳۰ ـــ قمار كول.

۳۱ ـــ دكافرانو او بې دينه خلكو رواج او دودونه خوښول.

۳۲ ـــ په خوراك كې عيب لټول.

۳۳ ـــ نڅا ته كښېناستل.

۳۴ ـــ موسيقي اورېدل.

۳۵ ـــ له ځواك سره سره چاته نصېحت نه كول.

۳۶ ـــ پر يوچا ملنډې وهل اويايې بې عزته كول.

 

كوچي له پغمبر صلى الله عليه وسلم پنځه ويشت پوښتنې لري

پوښتنه: غواړم چې بډاى شم؟

ځواب : قناعت غوره كړه، بډاى به شې.

 پوښتنه : غواړم چې لوى عالم شم.

ځواب: تقوى او پرهېزګاري غوره كړه عالم به شې.

پوښتنه: غواړم چې عزتمن شم

ځواب: خلكو ته لاس مه نيسه عزتمن به شې.

پوښتنه: غواړم چې لوى سړى شم.

ځواب: له خلكوسره مرسته كوه.

پوښتنه: غواړم چې عادل شم.

ځواب: چې ځان ته يې خوښوې نورو ته يې هم خوښوه.

پوښتنه: غواړم چې ځواكمن شم.

ځواب: په خداى جل جلاله باندې باور اوتوكل كوه.

پوښتنه: دخداى جل جلاله په دربار كې غوره درجه غواړم

ځواب: د خداى جل جلاله ذكر كوه.

پوښتنه: غواړم چې روزي مې پراخه شي.

ځواب: تل په اوداسه كې اوسه.

پوښتنه: غواړم چې دعا مې قبوله شي.

ځواب: له حرامو نه ځان ژغوره.

پوښتنه: غواړم چې ايمان مې بشپړ شي.

ځواب: اخلاق ښه كړه.

پوښتنه: دقيامت په ورځ له خداى جل جلاله نه داسې ليدنه غواړم چې راڅخه خوشاله وي.

ځواب: ژر ترژره له جنابت څخه وروسته غسل كوه.

پوښتنه: غواړم چې ګناهونه مې كم شي.

ځواب: زيات استغفار وايه.

پوښتنه: غواړم چې الله جل جلاله رحم راباندې وكړي.

ځواب: دخداى جل جلاله په مخلوق رحم كوه.

پوښتنه: غواړم چې خداى جل جلاله مې پرده وكړي.

ځواب: دخلكو پرده ساته.

پوښتنه: غواړم چې رسوا نه شم.

ځواب: له زنا څخه ځان ژغوره.

پوښتنه: غواړم چې الله جل جلاله اورسول صلى الله عليه وسلم ته ګران شم.

ځواب: كوم كارونه چې خداى جل جلاله ته ورګران وي هغه ځان ته ګران كړه.

پوښتنه: غواړم چې دخداى جل جلاله تابع شم.

ځواب: فرائض مه پرېږده.

پوښتنه: غواړم چې احسان كوونكى جوړ شم.

ځواب: دخداى جل جلاله داسې عبادت كوه لكه ته يې چې وينې اوياتا وينې.

پوښتنه: يارسول الله ! ګناهونه په څه شي بښل كېږي؟

ځواب: اوښكې، عاجزي، ناروغي.

پوښتنه: كوم شيان ددوزخ اور سړوي؟

ځواب: په تكليفونو باندې صبر كول.

پوښتنه: د الله جل جلاله غوسه په څه شي سړيږي؟

ځواب : پټه صدقه وركول او صِله رحمي.

پوښتنه: له ټولو نه لويه ګناه كومه ده؟

ځواب: بداخلاق اوكنجوسي.

پوښتنه: له ټولو نه لويه نيكي كومه ده؟

ځواب: ښه اخلاق، عاجزي او صبر.

پوښتنه: غواړم چې دخداى جل جلاله له غصې نه وژغورل شم.

ځواب: خلكو ته غصه مه كوه!.

[ كنزالعمال\ مسند احمد ].

دهركار له پاره استخارې كوئ

 استخاره په عربي ژبه کې دخير ښيګڼې غوښتنې ته وايي په دې  معنا داچې له الله تعالى نه دداسې خيرغوښتنه کول چې هغه يې دبنده لپاره خوښ کړي . انسان خودخپل کارله پايلې ناخبره دى يواځې الله تعالى دده په خيراوشرښه پوهيږي ، نوله همدې امله له الله تعالى نه غوښتنه کوي چې دخپل کامل علم له لارې دبنده زړه دکارکولويانه کولولورته مات کړي اوشک يې لرې کړي .

داستخارې ګټې اوموخې :

۱ـــــ  : ديومسلمان نېکمرغي داده چې په خپلوکارونوکې  که غټ کار ياوړوکى وي، ديني وي اوکه دنياوي  بايدپه هر کار کې دخپل څښتن خواته متوجه وي اوتل هغه ته سرټيټى وي ، له همدې امله پيغمبرعليه السلام دانسان دهر طبعي ، شرعي ، اوفطري کارونودترسره کولوپروخت الله تعالى ته دتوجه کولولپاره ډول ډول دعاوې ښوولي، دبېلګې په ډول خوراک،څښاک،تشناب ته تلل،ياخوب کول اونور........ داټول دانسان په فطري اړتياووکې شمېرل کيږي ، پيغمبرعليه السلام ددې ټولودترسره کولوپروخت دعاوې ښوولي دي ، ترڅوپه هرکارکې دالله تعالى رحمت اومرسته له بنده سره مل وي اوهغه کارپه همدې ډول عبادت وګرځي ، ددې لپاره چې بنده تل دالله تعالى لوري ته متوجه وي پيغمبرعليه السلام دژوند دمهموکارونو دترسره کولوپروخت ورته داستخارې لارښوونه کړې اوله دې سره يې دمشورې کولوامرهم  کړى .

۲ــ  ارزښتناکه ګټه يې دنبي کريم صلى الله عليه وسلم له حديثوڅخه څرګنديږي هغه داچې له استخارې وروسته په هغه کارکې پښېمانتيانه وي  . نوهرمسلمان بايدپه خپلومهموکارونوکې استخاره وکړي ترڅويې کارونه په سمه توګه پرمخ ولاړشي ، له احاديثوڅخه داسې څرګنديږي چې داستخارې په نه کولوسره انسان له بدمرغۍ اوناهيلۍ سره مخ کيږي .

دريمه ګټه يې داده چې په استخارې سره انسان ته دزړه ډاډترلاسه کيږي ، شک يې له زړه وزي اوکاريې په برياليتوب سرته رسيږي .

مولانا اشرف علي تهانوي صاحب وايي :  داستخارې لويه ګټه داوي چې دانسان زړه ډاډه شي اوپه هرکارکي يې خيروي .

 داستخاې ارزښت :

داستخارې دارزښت په اړه ډېراحاديث راغلي غواړويوڅويې دلته راواخلو.

١-پيغمبرعليه السلام وايي : دانسان نېکمرغي داده چې په هرکارکې له الله تعالى سره استخاره وکړي اودخداى جل جلاله په پرېکړه خوښ شي ، اوبدمرغي يې داده چې استخاره ونکړي .

٢-حضرت جابربن عبدالله وايي چې پيغمبرعليه السلام به مونږته داستخارې ښوونه داسې کوله څنګه  به يې چې دقرآن کريم دسورتونوښوونه کوله .

 داستخارې طريقه :

حضرت جابربن عبدالله وايي چې پيغمبرعليه السلام به مونږته داستخارې زدکړه راکوله اوويل به يې چې تاسوته کله هم يومهم کارپېښ شي نواول دوه رکعته نفل وکړئ بيادغه دعاولولئ .

داستخارې دعا:

اللهم اني استخيرک بعلمک واستقدرک بقدرتک واسئلک من فضلک العظيم فانک تقدرو لااقدروتعلم ولااعلم وانت علام الغيوب ، اللهم ان کنت تعلم ان هذالامرخيرلي في ديني ومعاشي ومعادي وعاقبة امري وعاجله واجله فاقدره لي ويسره لي ثم بارک لي فيه ، اللهم وان کنت تعلم ان هذالامرشرلي في ديني ومعاشي ومعادي وعاقبة امري وعاجله واجله فاصرفه عني واقدرلي الخيرحيث کان ثم ارضني به .

ژباړه : اې خدايه ! زه له تانه مشوره اودخيرغوښتنه کوم ستاله کامل اوپوره علم اولوى قدرت څخه دپرېکړې غوښتنه کوم ، اوستادلوى فضل غواړم ، بې له شکه چې ته په هرڅه ځواكمن يې اوزماهيڅ په وس پوره نه دي ، ته په هرڅه ښه پوهيږې زه نه پوهېږم .

 خدايه ! که ستاپه علم کې وي چې داکارزمالپاره په دنيااواخرت کې ګټوردى نوراته يې غوره کړې ، اسانه او برکتي يې کړې ، اوکه ستاپه علم کې وي چې داکارزمالپاره په دنيااواخرت کې ګټورنه دي نوله مايې لرې کړې اوپه کوم کارکې چې زماله پاره خيروي هرچيرې که وي ماپرې ښاداوخوښ کړې .

 داستخارې مسائل :

 ١-هرمسلمان بايددادعاياده کړي اوپه خپلومهموکارونوکې استخاره خپل عادت وګرځوي ، که څوک يې په ياده نشي ويلاى نودکتاب له مخې يې هم لوستلاى شي .

٢-دکوم مقصدلپاره چې استخاره کوي ددعاپروخت به  هغه کارپه ذهن کې نيسي . الدرالمختار١-٧١٨

٣-داستخارې ددعاله ويلوڅخه وروسته به پرپاکه بستره څملي ، مخ به قبلې ته کړي اوويده به شي ، دويښېدوپروخت چې يې په زړه کې دکومې خبرې کلکه اراده وه هغه دې ترسره کړي .  الدرالمختار١-٧١٨

٤-که په اوله شپه يې دزړه شک لرې نشونوپه دوهمه شپه دې بياوکړي ، تراووشپودې داکا وكړي .

٥-په استخاره کې دشپې اوورځې ځانګړتيانشته ، هروخت يې کولاى شي ، شپه له دې امله ښه ده چې سړى هوساوي اوغږونه هم نه وي .

٦-کله ناکله له سړي سره دومره وخت نه وي چې استخاره وکړي غواړي کارزرترسره کړي نوبيادې دغه دعاولولي: (اللهم خرلي واخترلي )  ژباړه : خدايه داکارزمالپاره ګټورکړې اوماته يې غوره کړې .

٧-هغه کارونه چې الله تعالى فرض کړي دهغولپاره استخاره نه کيږي ، البته دوخت دټاکلولپاره يې استخاره سهي ده ، دبېلګې په ډول که حج په چافرض شي دکولويانه کولولپاره يې استخاره نه کيږي خودوخت دټاکلولپاره يې استخاره ښه کاردى . (بخاري شريف)

٨-ځينې خلک داستخارې په هکله له ځانه خبرې  كوي اووايي : داستخارې معنى داچې په خوب کې به ښکاره نښه ويني ، دکولواونه کولوبه ورته ويل کيږي ، شنه اوسره رڼابه ويني ، اويابه ښى اوچې خواته اشاره ويني ، له دې پرته استخاره نه ده شوې  داخبرې حقيقت نه لري .

داخبرې يوازې ممکني دي پرته له دې هم استخاره سهي ده ، داستخارې موخه داوي چې که په کارکې خيروي نويوازي زړه ورسره ډاډه شي  .

 داستخارې نورډولونه :

 ځينې علماوله پورتنۍ طريقې پرته نورې طريقې هم په ګوته کړي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي  

۱ـــ اول به اودس وکړي اوبيابه په ښي اړخ څملي اوسورة الشمس به اوه ځله ، سورة الليل اوه واره اوسورة اخلاص به  اوه ځله ووايي . له دې وروسته به په ډېرې عاجزۍ سره دعاوکړي اودکوم کارلپاره چې استخاره کوي  هغه دې په زړه کې ونيسي اوويده دي شي ، که په اوله شپه يې څه ونه ليدل داکار دې تراووشپوترسره کړي . [کمالات عزيزي شاه عبدالعزيزمحدث دهلوي  ]

۲ـــ دپنجشنبې ياجمعې په شپه دې ځان له دنيايي خبروڅخه خلاص کړي ٣٠٠ ځله دې بسم الله ووايي پرسينه دې چف کړي داستخارې دعاد دې ووايي اودعابه وکړي چې که په دې کارکې كه زما خير او اوياهم شروي يې راوښايې بيابه دادرودووايي :  اللهم صل على سيدنا محمدبعددکل معلوم لک .  [کمالات عزيزي شاه عبدالعزيزمحدث دهلوي .]

۳ــــ مولاناانورشاه کشميرصاحب په خپل کتاب (خاص عمليات ) کې ليکلي : دوه رکعته نفل داستخارې په نيت وکړئ دسلام اړولوڅخه وروسته ٣٢٣ځله بسم الله الرحمن الرحيم او٣٢٣ځله حسبي الله ونعم الوکيل ووايئ اوويده شئ الله تعالى به موله غيبه ډاډمن کړي

 داستخارې ځاى :

حکيم الامت مولانااشرف علي تهانوي صاحب وايي :

استخاره په هغه کارونوکې رواده چې دواړه خواوې يې په رواوالي يوډول وي  اوپه کوموکارونوکې چې دکارښه والى اوبدوالى دشريعت له لوري ښودل شوى وي په هغوکې استخاره نشته . (انفاس عيسى ١٣٤)

دبېلګې په ډول لمونځ کول ، عمرې ته تلل ، ياله بې وزله خلکوسره مرسته کول،ددې ښه والى شريعت ښوولى ،اوپه بې ځايه کارونوکې پيسې لګول ددې بدوالى شريعت  ښوولى ، پدې کارونوکې استخاره نشته .

 مشوره كول هم  سنت ده :

مسلمان بايدپه هرکارکې داستخارې ترڅنګ له خپلومشرانواوپوهانوسره مشوره هم وکړي ، داكار سنت  دى  په قرآن کريم  الله تعالى  پغمبر صى الله عليه وسلم ته داسې لارـښوونه كوي : (وشاورهم في الامر) [سورت شورى ] ژباړه : اوله دوى (صحابوو) سره مشوره کوه .

په احاديثوکې هم په مشوركولو  ډېرټينګارشوى ، علامه شبيراحمدعثماني صاحب ددې آيت په تشريح كې ليکلي دي  : په هر کاركې  مشوره کول كه  ديني  اويا دنياوي  وي ، دالله جل جلاله  ډېرخوښ وي،  پيغمبرعليه السلام بهم په ټولوکارونوکې دصحابه وو رضى الله عنهم سره مشوره کوله اوصحابووبه هم په خپلوکارونوکې  يوله بل سره مشوره کوله  ان تردې چې   راشده خلافت بنسټ پرشورا ولاړو.

خوبَ وړی  اسلامي امت او نمرودي اور

 
خوبه وړيه اسلامی امته  دانمرودي اور به تر کومه په جوش سره  لمبي وهي ؟
مخکی موهم اشاره ورته وکړه چه نن دنړي په کوټ ګوټ کې نمرودي اور په جوش سره لمبي وهي  او مسلمانان پکې سوزي .
2001 کال کې د 24000 زرو طالبانو محاصره او دهغه قتل عام چه له هوا څخه امريکن طاغوت بمبارول او له ځمکې څخه د شمال مقاومت ويشتل که څه هم دنړی په ګوټ ګوټ کې ډير ناري پورته شوی نور بس کړي  هغوی  مه  وژنی اسيران دي ولی نمرودي اور په جوش سره لمبي وهلي .
همدارنګه له هغه وخت ورسته  تر اوسه  دا اور په جوش سره لمبې وهي   ډير کلي له خاورو سره خاوري شول حتی  د ناويې  په  ورا  اودحيواناتو په رمه هم  دستر ظالم  له خوا  بمونه ووريدل .
نن غزه هم دستر اسرائلي ظالم تر هوايې او ځمکنی اور لاندی ده او دبي ګناه مسلمانانو قتل عام يې  پيل کړی دي  که څه هم دنړۍ په ډيرو هيوادو کې د دوی دظلم سخته غندنه وشوه خو نمرودي اور په جوش سره لمبي وهي او دامريکن طاغوت لخوا هم پوکی ورته وهل کيږي .
نو دا نمرودي اور به تر کومه لمبي وهي او مخنيوی په څه کې دي .
ددي شيطاني طاغت مخنيوي په لاندی ټکو کې وينم :
۱- جهاد : جهاد دالهي   دين دلوړوالي  او دمسلمانانو دغزت خونديتوب لپاره پر مسلمانانو فرض شوي دي کله چه مسلمانان جهاد پريږدي نو دسختي بي عزتی  او تباهی سره مخ کيږي .
الهی  دين  دځمکي له مخي  ورکيږي  او ځای  يې  وضعي  او خود ساخته  نظامونه  نيسی  چه بلاخره نړی له يوه سره دفساد او فتنو اډه ګرځي دانسنانو ژوند دليوانو د ژوند په شان کيږي چه دوه ليوان کله دشپي څملي او خوب کوي يواوبل ته مخامخ څملی په يوه سترګه خوب کوي او پر بله سترګه مقابل لوري ته ګوري چه حمله  راباندي ونه کړي  نو نړی به له يوه سره دچور او چپاو په ځنګل بدله شي .
۲- کفري طوفان په يوازي ځان هيڅ هم نشي کولاي اونه هم پر مسلمانانو دحملی جرأت لری بلکی دا کار دځنو ضعيف الايمانه مسلمانانو په ملګرتيا تر سره کوي .
ددی مثالونه هم ډير دي خو يو مثال همغه د طالبابو د 2001 کال د بنديانو قتل عام ؤ د طالبانو پر خطونو 2.5 مياشتي سخت مببارت وشو خو هغوي يې يو کلومتر هم په شانشوای کړاي ولی دشمال دمقاومت په ملګرتيا دطالبانو اکماتي لاري بندي شوی اوبلاخره د دوي خطونه مات شول .
پرغزه هم چه نن اسرائل په تيزی سره حملي کوي  پدی کې هم دځنو عربي خټورو مشرانو رايه حتمي شته که نه وای دومره په جرأت سره اسرائلو کله حملي کولای شوای .
اوبل داچه امريکن طاغوت دسختي تباهي سره مخ دي  دامريکا نفت يواځي 8 کاله نور کار ورکولاي شي او نور به ختم شي اوس هم تقريباً 60٪ نفت له اسلامي هيوادونو څخه تر لاسه کوي که اسلامي هيوادونه دا نفت ورباندي بند کړي نو امريکا به يواځی دفاعي حالت غوره کړي او بيا به د ليوني سپي په شان هري خواته خوله نه اچوي .
دامريکی اوسنی جنګ هم تر ډيره حده دنفتو لپاره دي او غواړي د نفتو په بازار خيټه واچوي .

3- مسلمانان  دفاعی تکنالوژی  ته سم پام نه کوي
سوونه کاله پخوا قرآنکريم مسلمانانو ته دخپل د دوښمن لپاره د تياري امر کړي دي .
قوله تعالي :  وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ (الانفال ۶۰ ). ٍ
(( تياروئ (ای  مؤمنانو ) لپاره  ( دجنګ )  ددغو ( ماتوونکو دعهد يا دمطلق  کفارو ) څومره چه توانيږی تاسی له قوت  ( اسباب دجنګ ) )) .
په الله تعالی دتوکل معنی دانه ده چه ضروري اومشروع اسباب  دي ترک کړ شي اوپه خالې لاس دي له دوښمن سره جنګ وشي بلکی دا تياری پر مسلمانانو فرض دی  تر هغه پوری چه قدرت لری دجهاد سامان او لوازم به برابروي .
دنبی کريم صلی الله عليه وسلم په عهد کې  داسونو سورلې  ، توره وهل  ، غيشی ويشتل  او نور جنګی مشقونه د جهاد له لوازمو څخه وو چه هغه وخت مسلمانانو پوره  تيارول .
نن  زمان  توپک ، ماشين ګني ،ټانک ،طياره ،راکت  او هر ډول فضايی او بحري جنګی وسايل او نور جنګی مهمات او وسايلو برابرول  او لرل  په استعمال اچول اود هغه د جوړولو پوهه او تکنالوژي  په مسلمانانو فرض ده .
ولی پدي قرآنی امر کې مسلمانان تر ډير ه پاتی راغلی دي
ځنی له دين څخه ناخبره خو د ننی تکنالوژي زده کړی ته په ښه سترګه نه ګوري ،ننی ساينس او تکنالوژی  ته نور نور عنوانونه ورکوي  ولی  پدی علومو کې کوم مشکل نشته خبره دهغه په استعمال ،اشخاصو او دملک په نظام کې ده .

۴- مسلمانان  د دين پر ځاي ددنيا په حب اوعيش کې عرق تللي دي :
که بل مسلمان ورو يې په وينو کې لامبو وهي يا له لوږی مري په ده يې هيڅ پروا هم نشته ده ځکه  دی  خو دجيب  ډکولو او مال ډيرولو داسی مصروف کړي چه نور يی د زړه د رحم او خواوږي ځاي د دنيا په حب او عيش ډک شوی دي او په ډيره مستي سره پدي عيش کې لامبو وهي .
نن ورځ  دين بي کسه دي  ډير کم خلک  دي چه د دين  او مسلمانانو دنصرت  لپاره يې  ملا تړليې  وي  د طاغوت  د ورکولو کوښښ  کوي  يا له  لوږي  سره  مخ  شوي  مسلمانانو سره مرسته کوي   نور ډير کسان خپلی  چړچي  کوي  نو نن  زمان  دين  بي کسه  دي  . پدي اړه داسلام ستر پيغمبر سوونه کاله پخوا داسی وړانديز کړي دي
(«بَدَأَ الْإِسْلاَمُ غَرِيبًا ثُمَّ يَعُودُ غَرِيبًا كَمَا بَدَأَ فَطُوبَى لِلْغُرَبَاءِ» قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَمَنْ الْغُرَبَاءُ؟ قَالَ: «الَّذِينَ يُصْلِحُونَ إِذَا فَسَدَ النَّاسُ»). [رواه أحمد والترمذی ]
((اسلام  بې کسه او غريب شروع شوي دي  او بيا به بي کسه او غريب شي لکه څنګه چه شروع شوی ؤ – پس طوبی ( يوه ونه ده په جنت کې ) لپاره د غريبانو – چا پوښتنه وکړه يا رسول الله (ص) غريبان کوم کسان  دي  هغوی (ص) وفرمايل :
هغه کسان دي چه د فتنو اوفساد په وخت کې د خلکو داصلاح کوښښ کوي  .
قرآنکريم په داسی خلکو سلام ويلی دی
سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ (الرعد 24 ) .
نو دنمرودي اور مخنيوی په لاندي ټکو کې دي :
نو ددي طاغوتي اور له منځه وړلو لپاره جهاد في سبيل الله
د کفارو له دوستی او حمايت څخه د مسلمانانو لاس اخيستل
دفاعي اوجنګی وسلوجوړولو تکنتلوجي ته د مسلمامانو پوره پام
او دخدای ج دين ته پوره تسليميدل
دافغانی اوفلسطينی مور لپاره دتسليت څو خبرې
 

ګروی

په هغه صورت کی چه سړی په سفرکی وی روپو ته يی ضرورت پيښ شی ياپه خپل وطن کی وی خوڅوک ونه پيژنی اويا دقرض د آداکولو اعتبار موجود نه وی .
پدغه صورتونو کی داسلام اقتصادی نظام ددی ډول ستونزو حل درهن يا ګروی دحکيمانه لاری په مشروعيت سره کړی دی .

درهن شرعی تعريف :
رهن عربی لفظ دی چه معنی څه څيز لره دڅه سبب په بنا باندی منع کول يا پابندول دی
په شرعی اصطلاح کی رهن دمال بندول اوتوقيف دی ،دحق په مقابل کی،دومره مال چی دحق نه اداکولو په صورت کی له ګرو شوی شی څخه حق پوره کيدای شی.

درهن (ګاڼه يا ګروی )ارکان اوشرطونه :
۱- ګروی به د دواړو په رضامندی وی .
۲- دګروی دوهم رکن قبضه ده کوم شی چه په ګروی ورکول کيږی بايد هغه شی مرتهن (ګرو نيونکی ) ته په قبضه کی ورکړی ،مثلاً ځمکه په ګروی کی ورکوی خو په هغه باندی دبل چا قبضه وی نو دا ګروی نه صحی کيږی.
۳- ګرو ايښودونکی  او ګرو اخيستونکی  به دواړه قاعلان وی ،يعنی په معامله باندی پوهيږی .
۴- د ګروی شی به ددی قابل وی چه خرڅ شی قيمت پری وصول شی ،موجود وی او دګروی په وخت کی په هغه قبضه کيدای شی .
مثلاً څوک د درياب ماهيان ،دباغ ميوه د موسم نه مخکی ياپه بل ملک کی مال وی چه دهغه په راتلو وخت اوخرچ لګی ،نودا ټول څيزونه په ګرو ايښودلو کی نه صحی کيږی .

دراهن (ګاڼه  يا کرو ايښودونکی )  مسئوليتونه اوحقوق :
1- راهن ياګرو ايښودونکی  بايد دګروی شی ګرو اخيستونکی  ته تسليم کړی .
۲- تر څو چه ګرو اخيستونکی  ته دګروی شی نه وی حواله شوی نوګرو اخيستونکی  هغه معاهده فسخ کولای شی.
۳- دګاڼه يا ګرو شوی شی له تسليمی او دګاڼه ګرو اخيستونکی   درضامندی نه ورسته ګاڼه ايښودونکی  معاهده نشی فسخه کولای .
۴- ګانه ايښودونکی  دګاڼه کړی شی د بدلولو داختيار جواز لری په هغه صورت کی چه ګاڼه اخيستونکی  پری راضی وی .
۵- دګاڼه ياګروی په موده کی دګاڼه شوی شی چه څومره زياتوالی اوګټه کوی هغه به هم له ګاڼه يا ګروی سره يوځای د راهن يا ګاڼه ايښودونکی  وی .
مثلاً دباغ ميوه ،دځمکی حاصيلات ،دڅاروی بچی او دمکان کرايه داټول څيزونه دراهن ياګاڼه  ياګروی ايښودونکی  دی .
نوڅرنګه چه دګاڼه کړی شی ګټه د ګاڼه ايښودونکی  وی  نوپه هغه چه څومره مصرف  شوی وی هغه مصرف به ګاڼه اخيستونکی  ته ورکوی .
مثلاً دځمکی دبزګری مصارف ،دڅاروی مصارف  اونور به ګاڼه اخيستونکی  ته ورکوی.
۶- که راهن مړ شی نود ګاڼه ياګروی معاهده فسخ ده ،نووارثان دده به له ترکی نه قرض اداکوی اوګاڼه شوی شی به بيرته اخلی .
دګرو اخيستونکی مسئوليتونه اوحقوق :
۱- ګرو اخيستونکی به دګروی شی يو امانت ګڼی او دهغه به پوره ساتنه کوی .
۲- دګرو شی په ساتنه اوحفاظت چه کوم خرڅ کيږی هغه دګرو اخيستونکی په غاړه دی ،خوکه دا خرڅ دګرو شوی شی دبقا اوګټی لپاره وی نو بيا په ګرو ايښودونکی دی .
۳- ګرو اخيستونکی له ګرو شی څخه ګټه نشی اخيستی ،دځمکی حاصلات نشی خوړی ،په سرواوسپينوزرو اونغدو پيسو تجارت نشی کولی ،دباغ ميوه نشی خوړلی .
۴- که ګرو ايښودونکی دګرو شی دبقا اوګټی خرڅ نه ورکوی ، نوګرو اخيستونکی چه په هغه کوم خرڅ کړی وی  هغه د ګروی شی له کټی څخه کټ کړی .
۵- په ګرو شی که څه خرابی راشی نوهغه دګرو اخيستونکی مسئوليت دي  يعنی د قرض د ادا کولو په وخت کی به راهن يا ګرو ايښودونکی ته اختيار وی  چه دتاوان په اندازه روپی  ترينه کټ کړی .
۷- که راهن يا ګرو ايښودونکی موجود نه وی ګرو اخيستونکی بغير دحکومت له اجازی  ګاڼه کړی شی   نشی خرڅولای.
۸- که مرتهن  يعنی ګرو اخيستونکی مړشی نودهغه وارثان به دګرو شی ګرو اخيستونکی  وی.

 دګرو شی څخه فائده اخيستل :
په ننی زمانه کی دګرو ايښودونکی او ګرو اخيستونکی دواړو په ذهن کی داوی چه ګرو ايښودونکی به ګټه اخلی ولی په ګروی باندی ګټه اخيستل سراسر سود دی ،ځکه چه دلته دقرض په بدل کی ګټه په لاس ورځی او هغه  خوری  داسی نه کوی چه ګټه  په قرض کی حساب کړی .
په افغانستان چه نن سبا کومی ځمکی په ګروی ورکول کيږی  هغه ته  يی د يوی بيعی  نوم ورکوی  چه بيع الوفا  يی بولی .
بيع الوفا يوه اجتهادی بيعه ده چه د بخارا علماؤ ټاکلی ده  اود نړی علماء پدی اړه  مختلف نظريات لری
دهندوستان  علماء هم ليکی دا بيع د بلخ او بخارا علماوو ټاکلی ده  ،يواختلافی مسئله ده .
چی ځنی  يی روا اوځنی يی د سود لپاره يوه لاره بولی .
عربی علماؤ هم  پدی اړه ذياتی ليکنی کړی  دوی هم ليکلی دا د سمرکند علماؤ ټاکلی ده .
يوه اختلافی بيعه ده چه ځنی علماء ردوی اوځنی يی تائدوي  والله اعلم .

شهید چاته ویل......!!!؟؟؟؟

شهيدهغه مسلمان دى چه مشرك يامشركان ئې مړكړى يائې مسلمان يامسلمانان په ناحقه مړكړى او پر وژلوئې ديت واجب نه وى بلكه قصاص پرواجب وى، ياهغه څوك چه دغزاپه ميدان كښى دټپ سره مړپيداشى، ياهغه څوك چه دباغيانو او دلارى د غلوله خوا ووژل شى، مشرك هغه دى چه خداى (ج) ته ئې شريك نيولى وى لكه هندو، يهود، نصارا او داسى نور، كه ښكارى ښكار يانښان ويشتى ناببره ئې مسلمان وويشت اوهغه مړشو يا چابل مسلمان په لغته ووهى اوهغه مړشوپه شريعى حكم سره شهيد نه دى .
په فقهى حكم دڅلورومذهبواوپه حكم داحاديثواوتفاسيرو درى (٣) وژنى حق دى :
١. چـه يومسلمان داسلام دمقـدس دين څخه وبل دين ته واوړى ٢. قصاص يعنى هغه څوك چه په ناحقه ئې مسلمان يااهل ذمه وژلى وى ٣. رجم يعنى هغه نارينه چه ښځه لرى ياهغه ښځه چه ميړه لرى زنا وكړى اوڅلورشاهدان ئې د زناپرعمل شاهدى اداكړى بيله دغودرو(٣) وژنوڅه نورى ټولى وژنى ناحقه دى . وشهيدته دى دجنازى لمونځ وركړه شى اوغسل دى نه وركوى، امام اعظم ابو حنيفه (رح) فرمايى جنب شهيدته دى دجنابت غسل وركړه شى اوهمداراز نابالغه شهيدته دى غسل وركړه شى مګرامام ابويوسف (رح) اوامام محمد(رح) فرمايى چه نه دى جنب شهيدته اونه دى نابالغه شهيدته غسل وركوى، دشهيدنه دى جامى نه كاږى او وينه دى نه ور وينځى مګرپوستين، چپنه، بوټونه، موزى، خولۍ، توره، ټوپك اوداسى نوردى ورڅخه وكاږى، كه څوك وروسته له ټپى كيدونه خورك چښنګ، دوا او دارو وكړى ياژوندى پاته شى چه دلمانځه يومكمل وخت ورباندى تيرشى پرهوښ وى يا د غزاله ميدان نه ژوندى وايستل شى ياپه رجم يا قصاص سره ووژل شى نوغسل اودجنازى لمونځ دى وركړى، كه څوك دباغيانوله خوا ووژل شى يا د لاروهونكوله خواه ووژل شى غسل دى شى خولمونځ دى نه وركوى، كه چاخپل ځان پخپله په قصد ياپه سهوه سره مړكړدامام حنيفه (رح) په مذهب غسل دى وركړه شى اولمونځ دى وركړه شى مګرامام ابويوسف (رح )وايى چه لمونځ دى نه وركوى

داسلامی حجاب په اروند معلومات

 

 

داسلامی حجاب په اروند معلومات

 

 

ادامه نوشته

د اسلامی تجارت اصول

   
۱- خپل منځی رضامندی :
 داسلامی تجارت يو اساسی شرط خپل منځی رضامندی ده  په تجارتی معامله کی دپلورنکی اوپيرودونکی يا بايع اومشتری رضا شرط ده.

۲- تجارتی جنس (مبيعه) او قيمت (ثمن) به حلالی وی 
تجارتی جنس به شرعاً حرام نه وی  لکه شرات،خنځير،مرداره ،بتان،دسازاوسرودسامان،چرس،هيروئين اونور.

۳- دنرخونوآزادی
د اسلامی تجارت دريم اصل دنرخونوآزاد پريښودل دی ،دحکومت له پلوه دنرخ ټاکل دکوم شرعی غذر نه پرته حرام دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی :لاَتُسَعِرُوْ فَاِن َّاللهَ هُوَاالمُسَعِرْ  ((نرخونه مه ټاکی ځکه چه پخپله الله تعالی دنرخونو ټاکونکی دی )) .

۴- دمارکيټ يا بازار آزادی 
په اسلامی تجارتی قانون کی څلورم اصل د بازارآزادی ده .
حال داچه په کپيټالستی نظام کی دمارکيټ انحصار صرف دڅوبډايو اوسودخورو په لاس کی وی اوهمدارنګه  دکمونيزم په اقتصادی نظام کی دغه حق صرف د حکومت  په لاس کی وی اوافراد دغلامی اوبردګی ژوند پکی کوی چه مارکيت اواجناس دحکومت په لاس کی وی اودخپلی خوښی په نرخ يی پرعاموخلکوپلوری.

۵- داحتکار حرمت
په اسلامی اقتصادی نظام کی داحتکار ظاليمانه عمل حرام دی 
احتکار دی ته وايی چه ارتزاقی مواد دنرخ داچتولولپاره څوک زخيره کړی ،داهغه ظاليمانه عمل دی چه يوکس يی دخپل يوه جيب ډکولو په موخه ټول عالم ته غم اوفريشانی جوړوی اوپه ټولنه کی قحطی اوقيمتی رامنځه ته کوی.

۶- دسود حرمت :
په اسلامی اقتصادی نظام کی دسود عمل حرام دی 
سودهم دڅوبډايوله کټی نه بغير په ټولنه  کی د خير،يوله بله کومک اوخواخوږی ټولی دروازی بندوی ، دغريبو اوتنګ لاسو لپاره دتباهی يوستر دام دی.
 دغه د سود دام اوس اولسونه لاڅه چه حکومتونه يی هم دغلامی پرځنځير تړلی دی .
زمونږ په ټولنه کی هم اوس دا ناولی بازار دچټک رشد په درشل کی دی چه په ډيره سپين سترګی سره خلک دتلويزيون له لاری  سودخوری او قيماربازی ته وربولی . 
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دنرخ ټاکلوضررونه 
۱- له بازار څخه دموادو کميدل :
لومړی زيان يی دادی چه کچيری حکومت داسی نرخونه وټاکی چه دسوداګرو لګښتونه پکی نه پوره کيږی نودضرورت وړ اجناس له بازار څخه ورک کيږی  اوداحتکار لپاره لاره  هواريږی .
ځکه چه تاجران خويی په تاوان نشی خرڅولای ،چه په نتجه کی دموادونرخونه دنرخ نامی څخه څوچنده  نورهم اوچتيږی  .
اوبلاخره مواد دخرڅولولپاره تور بازار ته وړاندی کوی  اوهلته يی په خپله خوښه خرڅوی .

۲- زيان اړول شرعًا حرام دی 
دنرخ په ټاکلو سره به ځنی تاجران داسی وی چه که د نرخ نامی مطابق يی خپل تجارتی اموال  خرڅوی  نوزيان به پکی کوی ،نوپه اسلام کی زيان اړول حرام دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی : لاَضَرَرَ وَلاَ ضِرَارَ  (مسند احمد) (( بل ته زيان رسول روا نه دی اوپه خپله هم زيان قبلول روا نه دی )).

۳- غل بازاری 
دنرخ په ټاکلوسره غل بازاری ،بډی اورشوت  ته لاره پرانستل کيږی ځکه هغه مامورين  چه دنرخ په کنترول ګومارل ښوی وی ځنی د دوی له سوداګرو سره سازش کوی  چه په نتجه کی رشوت ورکونکی تاجران په خپله خوښه اجناس پلوری او هغه تاجران چه رشوت نه ورکوی  په حکومتی نرخ خپل اجناس پلوری چه په نتجه کی  ټولنيزه بی عدالتی منځ ته راځی .
۴- دقرآنکريم سره مخالفت 
څلورم زيان يی دادی  چه دنرخ ټاکل له قرآن کريم سره ښکاره مخالفت دی 
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ  (النساء ۲۹) . 
((ای مؤمنانو! په خپلو منځو کی ديو اوبل مالونه په ناروا ټوګه مه خوری او راکړه ورکړه (تجارت ) به د دواړو خواوو په خوښه وی )).
دقرآنکريم دحکم سره سم داسلام تجارتی نظام آساسی اصل خپل منځی رضامندی ده .
نه پلورنکی په زور پرچا باندی  مال خرڅولای شی اونه هم څوک په زور له چا څخه مال اخيستلای شی .
مګر دحکومتی نرخ په ټاکلو سره تاجر اوصارف دواړه له يوه مسلط کړی اوکنترول شوی جبر سره سمه معامله کوی چه نه بايع اونه مشتری پری خوښ اوراضی وی.
څرنګه چه تجارت په اسلام  کی يو ستر امانت دی  ځکه چه دټولنی لپاره يوعامه خدمت دی  نودتجارت په اړه به نور مهم اوضروری معلومات تاسی ته ان شآء الله ورسته  خپاره شی

ریشتنی پیغام

که ستا مسلمان ورور ته کوم تکلیف او یا پرېشاني ورسېږي خو تاته د یو مسلمان په صفت په کار نه ده چي ور باندي خوشاله شې ولو که ستا او د هغه شخص تر مېنځ  څه خفګان او شخړه پرته وي په کار داده چي د هغه په مشکل کي ورسره خواشیني څرګنده او شریکه کړي او د هغې ستونځي په ازالې کي ورسره مرسته وکړې ، په دې شکل به له یوې خوا تا خپل اېماني مسؤلیت سرته رسولی وي بل کېدای شي ستا دا غم شریکي ستا سو له مېنځ څخه هغه ګړز لېري کړي کومه چي ستا سو د ورورولي فضا ور باندي خړه پړه ده .  زمونږ په خواوشا كي ځيني داسي بد مرغه كسان هم شته چي تل د تماشو انتظار كوي او د نفس غذا ئي د نورو مصيبتونه او تكليفونه وي چي كله د يو چا په تكليف ،  مصيبت اوپريشاني خبرشي ډير ئي زړه ورته ښه اوطبيعت یې ورته برابر وي دا خو لا په خپل ځای  پريږده كله ناكله خو په خپله هم د دي كوشش كوي چي خپل مسلمان ورور ته يو څاه وكــني ترڅو دده مسلمان ورور په كي ولويږي مزاج ئي شرير او ضررپسند وي حال داچي دهغه سړي مصيبت به ده ته هيڅ فائده نه رسوي او نه به ئي ده ته كوم تكليف رسولي وي سر چپه كه هغه مصيبت زده شخص د ده قريب وي نو له مصيبت ځخه ئي ځان هم نشي خلاصولي او ضرور به د قرابت په وجه په كي ور شريك كيږي او دا بيماري زيات تره د قريبانو په مينځ كي خپره وي .

دا عمل یو اخلاقي ناروغي ده چي کېدای شي نوري اجتماعي ستونځي را مېنځ ته کړي په دې شکل که په مصیبت اخته شخص په دې پوه شي چي دا ستونځه ورته ستا له لاسه ورته متوجه ده او یا ستا زړه ورباندي ښه ده کېدای شي د هغه درد نور هم زیات کړي او ستا په هکله یې دښمني راوپارېږي چي پایلي به یې په باوري توګه د هیڅ یوه لوري په ګټه نه وي ، دا نوع اخلاقي رنځونه که له یوې خوا اسلامي شریعت حرام ګرځولي دي خو له بله پلوه له انساني ژوند څخه د نېکمرغي لذت ختموي او انساني ټولنه په بد مرغیو اخته کوي .

بل څرنګه چي دا ډول اعمال شریعت حرام بللي دي  او ارتکاب یې د الله تعالی نافرماني او ګناه بلله کېږي نو ځکه یې په ارتکاب  الله تعالى خپه كيږي او غالبا دا پيښ شوي دي چي هغه سړی چي په مصیبت اخته دی  الله تعالى یې له هغه مصيبت ځخه خلاص كړي او هغه نندارڅو شخص په هماغه مصيبت اخته كړي چي بيا به ئي د همدردي هم څوك نه وي.

عن واثلة بن الأسقع قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لا تظهر الشماتة لأخيك فيرحمه الله ويبتليك. (الترمذي)

له واثله بن الاسقع رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: دخپل مسلمان ورور په غم خوشالي مه كوه الله تعالى به په خپل رحمت د هغه مصيبت پورته كړي او تا به په هغه مصيبت اخته كړي او آزمېیښت به دركړي. .

 يو شاعر وائي:

إذا ما الدهرجرَّعلى أناس ................... مصائبه أناخَ بآخرينا

فـقل للشَّامتــين بنا أفيقوا .............  سيلقى الشَّامتون كما لقينا

زمانه د خلګو په مينځ كي رابدليږي او مصيبتونه له يوه  ځخه آخلي او په بل ئي ږدي د چاچي زمونږ په مصيبت زړه خوشاله دي هغه ته ْووايه چي ويښ شه او چا چي زمونږ په مصيبت خوشالي كړي ده هغوي ته به هم ضرور دا مصيبت داسي رسيږي لكه مونږته چي ْورسيد .

په عربي كي يو ضرب المثـل دي :

من حفر بئرا لاخيه فقد وقع فيه .

چاچي خپل ورورته څاه ْوكينلو نو په خپله به په كي لويږي پښتانه وائي:

مه كـنه د بل په لاره كي كوهۍ .................................  ناګهانه به د تا په كوهي لار شي

وائي چي يوه  سړي خپل يوه ورور ته دهغه په لاره کي د شپې څاه  وكينلو تر څو هغه په کي ولوېږي خو چي رڼا شوه دده په خپله هغه ځای له یاد څخه ووت اوپه سپينه رڼا ورځ په خپله په كي ولويدلوچي شاعر په شعر کي ورته اشاره کړي ده ..

وكم من حافر لأخيه ليلا.................  مكبا فيه في ضوء النهار

ډير ځلي مي داسي كسان ليدلي دي چي خپل ورور ته به ئي د شپي په تياره كي څاه كينلو چي  خلګ ئي ْو نه ويني خو په رڼا ورځ  به مي ليد چي په خپله به  پړمخي په كي پروت ْوو.

اوبل شاعر وائي:

ومن يحتفر بئراً ليسقط غيره ................... يقع دون شكِّ بالذي هو حافر

قضى الله أن البغض يصرع أهله.............. وإنَّ على الباغي تدور الدوائر

چاچي د بل چا لپاره څاه ْوكينلو بي شكه به هغه څوك په كي لويږي چاچي كينلی وي دا دالله تعالى فيصله ده چي حسد خپل مالك رانيسي او يو څوك چي د الله تعالى له حكم ځخه باغي وي په هغه به ميچني را تاوېږي او په خپله به هغه په كي ژرنده كيږي.

 خلاصه داده چي د بل چا په مصيبت خوښي څرګندول اویا بې موجبه په ناحقه مصيبت ورته جوړول دواړه هم ستر ګناهونه او مردم آزاري ده او هم انسان ته ور کرونده کېږي له دي رنځ ځخه د خپلو اخلاقو روغول لازمي او ضروري  دی

نبوی ملغلری

عنْ اَنَسٍ رَضُیَ اللهُ  تَعَالی عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُوْ ل الله ص ثَلاثٌ مَنْ کُنَّ فِیْهُ وَجَدَ حَلاوَ ة الاِیْمَانِ انْ یَکُوْنَ الله وَرَ سُوْلُهُ اَحَبّ اِ لَیْهِ مِمّاسَوَاهُمَاوَاَنْ یُحِبّ الْمَرءَلاَیُحِبّهُ اِلاّ لِلهِ وَ  اَ نْ یَکْرَهَ اَ نْ یَعُوْدَ فِیْ الْکُفْرِ کمَایَکْرَهُ اَنْ یُقْذَ فَ فِی النّارِ                                             

      (متفق علیه)

ژباړه  :

نبی کریم  ص فرمایلی چاکی چی دادری خویونه موجود وی دایمان خوند یی حاصل کړ لومړی  داچی الله ج اورسول ص ورته دنور هرڅه څخه محبوب وی دوهم چاسره چی مینه کو ی دامینه یی نه وی مګر خالص دالله لپاره وی دریم کفر ته ستنیدل ورته داسی ښکاری  لکه په اور کی چی اچول کیږی .

تشریح  :

 پورته حدیث شریف کی فرمایی چی کله دانسلن په زړه اودماغو دالله ج اورسول ص محبت دومره غالبه شی چی دهیڅ شی محبت ورته ونه رسیږی دغه کس دایمان په خوند اولذت پوه شو ترکومه چی دالله اورسول محبت دی حد ته نه و ی رسیدلای دایمان لذت اوخوند نه حاصلیږی مسلمان باید داسلام سره دخپل زان څخه هم زیاته مینه ولري دنفس هره غوښتنه چی داسلامی ښونو سره په ټکرکی و ی هغه پریږدی دایمان دغه درجه انسان ته پدی دنیا دجنت خوندونه ورکوی بیاورته په کفر کی داخلیدل داسی  ښکاری لکه اور ته چی اچو ل کیږی

اللهم ارزقنا حلاوة الایمان

دکایناتو مالکه دایمان خوند مو نصیب کړه

 محمدزمان افغان دامرخیلودعالی لیسی دلسم تولگی زده کونکی

نبوی ملغلری

 عن انس رضی الله عنه قال قال رسول الله ص مَنْ احَبّ انْ یُبْسَط لَهُ فیْ رِزْقِهِ اَوْ یُنسالَهُ فیْ اثرهِ فلیَصلْ رَحِمَهُ (متفق علیه )
 
 ژباړه :
 نبی کریم ص فرمایلی څوک چی غواړی رزق یی زیات اواجل یی روسته شی نو خپلوانو سره دی خپلوی کوي
 شرحه : پورته حدیث شریف کی خپلوانو سره دخپلوۍ حکم شوی .کورنۍ ته په ټولنه کی زیات ارزښت حاصل دی کورنۍ په اصل کی دانساني ټولنی لومړۍ خښته ده په همدی کلي اوښارونه جوړیږی نوکه دکورنۍدخلکوترمنځ څومره ناسته ولاړه زیاته وی په همغه اندازه به یی مینه اومحبت هم زیات وي نوځکه الله ج دخپلوانو دحقونوپه پوره کولوزیات زور راوړی نژدی خپلوانو ته یی په میراث کي پوره حصه مقرر کړې اوبارباریی تلقین کړی چی خپلوانو سره مرسته کوۍ
 دحدیث څخه څرګندیږی چی څوک خپلوانو سره دخپلوۍ نه کولوپه وجه پّ ټولنه کی فساد پیداکیږي اوداهم څرګندیږی څوک چی خپلوانو سره خپلوي نه کوی الله ج یی دخپل رحمت څخه لری کوي
 مسلمان باید خپلوانو لپاره هررازقربانۍ څخه ډډه ونه کړی که هغه بدسلوک وکړي نو مایوسه کیدل نه دي پکار اوهمغه شان نیکی کول پکاردي نبی کریم ص ته یو کس راغی اوعرض یی وکړ چی ای دالله پیغمبره چی زماڅه خپلوان دي زه ورسره تعق ساتم خوهغوۍ یی ختموي زه ورسره نیکي کوم هغوۍ راسره بدکوي زه ورسره نرمي کوم اوهغوۍ سختي کوی نبی کریم ص ورته وفرمایل که ستا خبره رښتیاوي نو وپوهیږه چي هغوۍ ګناهګاردي اوترکومی چی ته ورسره نیکی کوی الله به ستا مرسته کوي
 
 دپورته حدیث څخه څرګنده شوه چی خپلوانوسره په خپلوۍ کولو الله تعالی خوشحالیږي دخرڅ کونکي په رزق کي فراخی راولی اوعمر کی برکت اچوي .

هغه ٰمفتيانٰٰ چې سيده دوزخ ته ځي

هغه ٰمفتيانٰٰ چې سيده دوزخ ته ځي

 نن و سبا له فتوا څخه هم بيزينس جوړ شوى او داوطلبۍ ته وړاندې کېږي. هر څوک که هر څومره لږ علم هم ولري د لويو عامو مسالو په اړه فتوا ورکوي.
آن يو شمېر خلک چې پر ځان يې يو يا نيم درځن شاګردان او پلويان را ټول کړي وي يوازې خپله ډله ناجيه او کاميابه ډله بولي. فکر کوي دا نور ټول خلک ګمراه، مرتد، درواغجن او ګناهګار دي.
د دوى د فتواوو سره سم، چارواکي ټول کافر، ليکوالان زنديق، شاعران فاجر، علماء درباري، اسلامي داعيان (بلونکي) غولوونکي، کارګران ظالمان او سوداګر خاينان دي.
ځينې خلک د خوارجو د يو مشهور تن ابو حمزه په څېر عمل کوي. هغه يو ورځې خپل ملګري ته ويل چې جنت ته به له ما او تا پرته بل هېڅوک نه ځي.
هغه ورته وويل: سبحان الله، هغه جنت ته به چې تر ځمکه او اسمان پراخ دى يوازې دوه تنه ورځي؟؟ دا جنت دې تاته مبارک وي. زه يې نه غواړم. يقيناً دا هماغه جنت نه دى چې خداى يې له خپلو بنده ګانو سره ژمنه کړې.
په حديث کې راغلي: اجرؤکم على الفتيا اجرؤکم على النار (له تاسې نه چې څوک په فتوا ډېر تېز ورځي، هغه به په اور يا دوزخ باندې هم همداسې تېز ورځي)
څو موده مخکې زما او دکتور سعد البريک له يوه ځوان سره بحث شو. هغه يوازې د منځني ښوونځي سند لري او اوس ازاده مطالعه او تحقيق کوي، او هڅه کوي چې بې له کوم لارښوده په ديني نصوصو باندې پوه شي. هغه د قرآن او سنت د متنونو په تحريف او تاويل سره د اسلامي شريعت يو عجيب او غريب انځور وړاندي کاوه. کله مو چې د پخوانيو امامانو او مجتهدينو په اړه وپوښتل، سپکې سپورې يې ورته وويلې. هېښوونکې يې دا وه چې د ديت، جزايي حقوقو، ولاء او براء په څېر د خورا خطرناکو مسالو په اړه يې له ځانه فتواګانې صادرولې. خو له يو څو ورځې بحث وروسته هغه ځوان الحمد لله بېرته لارې ته راغى او ذهن يې له پخوانيو وسوسو څخه پاک شو.
د حضرت عمر رضي الله عنه په وخت کې د صبيغ بن عسل په نامه يو چا د شريعت له ژور فهمه او تقوا پرته او بې له دې چې شرعي دلايل په پام کې ونيسي په خپل سر فتواګانې صادرولې. حضرت عمر (رض) هغه د خلکو په مخکې راوغوښت او په امر يې وکړ چې څو دورې يې ووهي. صبيغ يوه شېبه بې هوښه شو. چې را بيدار شو، امير المؤمنين ځينې پوښتنه وکړه: څنګه يې؟
هغه وويل: هغه ذهني ګډوډي چې پخوا پرې اخته وم اوس راڅخه ولاړه، او د خداى په مهربانۍ ښه شوم.
نن د معلوماتي تکنالوژۍ له برکته په اسلامي نړۍ کې مفتيان هم د روپۍ شل موندل کېږي. ډېرى يې د فتوا علمي وړتيا نه لري. هغوى له لويه سره په ذهن کې د شرعي استدلالونو د اوډلو وړتيا او له اسلام څخه سم پوهاوى نه لري. نه د شريعت په مقاصدو خبر دي او نه په ننۍ نړۍ کې له شته واقعيتونو څخه. خو له دغو کمزوريانو سره سره، ناندريزې او ضد و نقيض فتواوې صادروي.
د هرې پوښتنې په ځواب کې به وايي: پروا نه لري. په دې کې مشکل نشتهز
بل بيا وايي: ګمان کوم، داسې ښکاري، او احتياط واجب دى... هغه کلمې چې له ورايه د هغوى علمي کمزوري او ظاهربيني ښيي.
اسلامي امت څنګه د خپل دين او دنيا چارې د داسې مفتيانو ته وسپاري چې نه علمي رسوخ لري او نه د تفقه قوه. څرنګه داسې مفتيانو ته د خپلو چارو رواوالى او نارواوالى وسپارو چې پر هغو مسالو باندې چې سترو علماوو او پخوانيو د احتياط لامله پرې چوپه خوله پاتې شوي، خو دوى بې له ژورې پلټنې پرې فتواوې ورکوي او احکام صادروي. دوى په داسې لويو مسالو کې هم چټکې او خپلسرې فتواوې صادروي چې ښايي که د حضرت عمر (رض) په وخت کې يې پوښتنه شوې واى د بدر غزا ټول صحابه به يې راغوښتي وو چې پرې نظر ورکړي.
هغو ته چې په چټکۍ فتواګانې صادروي، يو بدعتي، هغه بل کافر، او بل مرتد ګڼي بايد تل ورياد کړو چې ٰٰ الايظن اولئک انهم مبعوثون ليوم عظيمٰ (ايا دوى باور نه لري چې دوى به د قيامت په ورځ راپاڅول کېږي (او له خپلو خبرو او کارونو ځواب به وايي)؟)
فتوا د جهانونو د خداى له لورې د لاسليک په څېر ده. افسوس د هغو کسانو لپاره چې د قهار خداى په استازيتوب غلطې امضاګانې کوي. هر څوک خپلې هومره ګناوې لري چې بايد د توبې او پښيمانۍ په سيند کې ټول عمر ځان ډوب کړي، نو څرنګه دا ښاغلي مفتيان د نورو خلکو ګناوې هم پر ځان بارولى شي؟
د درنو علماوو دنده ده چې سمې فتواوې چې په ښکاره دلايلو سره او د پخوانيو مجتهدينو د نظر په پام کې نيولو سره سمې فتواوې صادرې کړي او د هغو ناپوهانو او نااهله کسانو لاسونه لنډ کړي چې له اور سره لوبې کوي.
نن که څوک د موسيقۍ، انځور کښلو، جامو او نورو لانجمنو مسالو په اړه د ديني علومو هر زده کوونکى يا نيمچه عالم فتواوې ورکوي، سبا يې د مهمو ديني احکامو، واجباتو، عقايدو او د جنګ او سولې د حالاتو په اړه هم ورکوي. که د دوى مخه په لومړي پړاو کې ونه نيول شي، همداسې پرمخ ځي او د ټول امت د مغشوشولو او بې باورۍ سبب ګرځي.
صحابه وو ته به چې فتوا راغله د خداى له ويرې او پرهيزګارۍ له وجهې، به يې يو بل ته راجع کوله. له امام مالک څخه يو چا ٤٠ پوښتنې وکړې، يوازې د اتو په اړه يې فتوا ورکړه. د نورو په اړه يې وويل: نه پوهېږم.
پوښتونکي په حيرانتيا سره وويل: امام مالک نه پوهېږي؟
هغه ورته وويل: هو، ځه ولاړ شه نورو خلکو ته هم ووايه چې امام مالک نه پوهېږي.
د امام مالک همعصره علماوو به ويل: تر څو چې امام مالک په مدينه کې وي، هېڅوک د فتوا ورکولو حق نه لري.
اوس نو تاسې او خداى، د دغو چټکو مفتيانو علم او تقوا له امام مالک سره پرتله کړئ.
ځينې خو يې د اهل سنت او جماعت په استازيتوب داسې ديني تيوريسنان بولي چې ګواکې يوازې دوى پر سمه لار دي او دوى غوره بېلګه دي، که هر څوک ورسره پر لاره ځي هماغه الصراط المستقيم ده، او که نه ځي هغوى ګمراهان دي.
د قرآن د النحل سورې په ١١٦ آيت کې لولو: وَلا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلالٌ وَهَذَا حَرَامٌ لِتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لا يُفْلِحُونَ (١١٦)
 (څښتن حلال او حرام تاسې ته معلوم کړي، نو هغه څه ته چې له خپل ذهن کې يې جوړوئ او په ژبه يې واياست، په درواغو مه واياست چې دا حلال دي او هغه حرام چې په دې توګه په خداى پسې درواغ وتړئ. يقيناً هغه کسان چې په خداى پورې درواغ تړي نه بريالي کېږي.)