د افغانستان برخلیک د درېیو بهرنیانو په لاس کې
له څه مودې راهیسې د افغانستان د انتخاباتو پر سر ناندریو نړیوال او افغانان دواړه سربډاله کړې دي، ټول په دې تمه دي چې د انتخاباتي شکایاتو د کمیسیون له سر پټي دیګ نه به څه راووځي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چې کله دیوه قانوني فرمان له مخې د حامد کرزي له خوا رامنځته کېده نو هغه مهال ښایي حامد کرزی ډاډه و چې ګوندې نړیوال یې ملاتړي دي، خو اوس چې دنیا د حامد کرزي د ځینو نیمګړتیاو پر ضد ده، نو دا مهال د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم کرزي ته د لستوڼي د مار په څېر سر را اوچت کړی. دا چې ولې دې کمیسیون ته د هېواد برخلیک په لاس ورکړل شو، په دې تېرو اوبو پسې به بېل نه را اخلو، خو اوس چې انتخاباتي کمیسیون کومې ستونزې جوړولای شي او کومي قانوني خلاوې رامنځته کولای شي دا نو د چا خبره له عقله لرې خبرې دي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چې دوه غړي یې افغانان او درې یې بهرنیان دي، هغه مهال د کرزي د ډلې تر ګوزارونو لاندې راغلل کله چې په انتخاباتو کې د درغلیو مسله رامنځته شوه، هغه وخت لا ابتدایي نتیجې هم نه وې اعلان شوې، په افغانستان کې ځینو سیاسي کارپوهانو یو ډېر مهم راز د افغانستان خلکو ته افشا کړ، هغه راز دا و چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړی کیپن، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی هالبروک او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سکرتر جنرال ځانګړی استازی کای ایډي درې هغه خطرناک لوبغاړي دي چې د بوسنیا په تجزیه کې یې مهم لاس درلود. دغو لوبغاړو په پیل کې له ځینو کاندیدانو سره لیدنې کتنې پيل کړې، چې له یوې خوا یې ګاونډیان پر افغانستان بدګومانه کړل او له بلې خوا یې د حامد کرزي زړه ته هم ویره ور واچوله.
د ګاونډیانو د بدګومانۍ خبره مې ځکه یاده کړه، چې دا مهال د غربي هېوادونو استازي، سفیران او نور لوړپوړي چارواکي داسې په خلاص مټ یوې او بلې خوا ته ځي ته به وایې افغانستان ددوی د هېوادونو یوه برخه ده، اوسمهال د افغانستان د وضعې د خرابۍ یو لامل دا هم دی چې زموږ ګاونډیان متناسب حقوق نه لري، که چېرې د امریکې دسفیر په څېر د ایران، پاکستان او نورو هېوادونو سفیران هم یوې او بلې خوا ته خپلسري منډې پیل کړي نو ښایي د امریکې چیغه اسمان ته ورسېږي. په هر حال دا موضوع به د هېوادوالو قضاوت ته پرېږدو.
هغه څه چې اوسمهال د اندېښنې وړ دي هغه د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د کار پایله ده، ویل کېږي چې دوی په خپلو کارونو کې دوه افغان غړو ته صلاحیت نه ورکوي، ځکه د بهرنیانو شمېر هم په کمیسیون کې زیات دی او هم په لاندې پوسټونو کې، ښایي همدا یې یو لامل وي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون یو غړی مصطفی بارکزي خپله استعفی اعلان کړه.
دا څو ورځې کېږي چې د انتخاباتو کمیسیون پرله پسې چیغې وهي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پر خپلو کړو وعدو وفا نه کوي، هره ورځ او هر ساعت د انتخاباتو کمیسیون ته د خپلې څېړنې او ارزونې د لېږلو ژمنه کوي خو د وخت په تېرېدو معلومېږي چې پایله بیا هم کومې سیاسي جوړ جاړي او یا ګډوډۍ ته منتظره ده.
هغه پوښتنې چې له افغانانو سره دي هېڅوک یې هم ځوابولو ته حاضر نه دي، افغانان غواړي پوی شي چې ایا په رښتیا هم په انتخاباتو کې درغلۍ شوي او که نه، د درغلیو د معلومولو کره دلایل او معیارونه باید ورته روښانه شي، که چېرې درغلي شوې ده نو بیا خو انتخابات باید باطل اعلان شي او درغلي کوونکو ته د قانون له حکمونو سره سم سزا ورکړل شي.
خو پوښتنه داده چې سزا به څوک ورکوي، د اصولو له مخې د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمیسیون باید درغلي کوونکي معلوم کړي او بیا یې عدلي او قضایي مراجعو ته ور وپېژني، ایا خارجیان دا صلاحیت لري چې پر سترې محکمې امر وکړي، ایا خارجیان دا واک لري چې جمهور ریس او یا د هغه ملاتړي د درغلیو په تور محاکمه کړي، دا نو هغه ګونګې پوښتنې دي چې تر اوسه پورې نه د انتخاباتو کمیسیون او نه هم نورو عدلي او قضایي مراجعو ورته ځواب ویلای دی.
د مطبوعاتو له قوله اوسمهال یو شمېر بهرني استازي په دې کار کوي چې حامد کرزی دویم ځلي انتخاباتو ته حاضر کړي، خو دویم ځل انتخابات هم کېدلای نه شي، ښایي له عبدالله سره داسې خبرې شوې وي چې حامد کرزي ته تېر شي او په قیمت کې یې په واک کې ځان شریک کړي.
همدا نن داسې اوازې او انګازې وې چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به د خپل کار نتیجه د انتخاباتو کمیسیون ته ولېږي، خو وروسته بیا کوم جنجال پیدا شو، وروسته د امریکې سفیر ایکن بیري په بېړني ډول د افغانستان پارلمان ته لاړ او هلته یې له ځینو وکیلانو سره د دویم ځل لپاره وکتلې. له دې معلومېږي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون بې طرفه عمل نه کوي، ها خوا د انتخاباتو کمیسیون اعلان کړی و چې ددوی له تصدیق پرته د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون کار کومه خاصه نتیجه نه ورکوي، ویل کېږي چې تېره ورځ د انتخاباتو د کمیسیون د ریس پر لکۍ هم پښه ایښودل شوې او اوس یې خپله خبره تصحیح کړې او ویلې یې دي چې په څلوروېشتو ساعتونو کې به نتیجه اعلان کړي، دا چې څه ډول حکومت به راځي دا به وروسته روښانه شي ځکه په افغانستان کې دچارواکو سیاسي دریځ هره لحظه بدلېدلای شي ځکه خو قضاوت کول هم پرې اسانه کار نه وي. هغه څه چې روښانه دي او موږ پرې پوهېږو هغه دا دي چې د شاعر خبره :
څومره چې زه یمه خبر له ملکه
دمشوړې سر دی بهر له ملکه

کاوون- کابل