د رسنيو لپاره په تبليغاتو كې انډول په كار دى
ليكنه :پوهنمل ماموند
له بده مرغه په هېواد كې دجګړو اغيزې يوازې فزيكي اړخ نه لري، دغو جګړو د ذهنونو او فكرونو ويجاړتياوې هم رامنځته كړي دي او هېوادوال د يو رنځور ذهنيت سره ژوند كوي. د نوي اساسي قانون په چوكاټ كې د بيان ازادۍ او په سياسي ټولنيز ژوند كې له دموكراتيكو بدلونونو سره د دې زمېنه هم برابره شوه چې هر څوك د خپل فكر د دايرې څخه و غږيږي، كه دا دموكراتيك اصل ښه اړخونه لري نو په څنګ كې ستونزې هم ورسره شته. رسنۍ يا مطبوعات د بيان د ازادۍ د اصل څخه په ګټې اخيستنې سره هر ډول نشرات كوي خو ځينې يې ملي ګټې په پام كې نه نيسي او په غير عمدي او هم عمدي توګه د هېواد دښمنانو ته ګټه رسوي، خلكو ته په ذهني انتشار او پر حاكميت باندې د بې باوره كيدوه لپاره زمينه برابروي.
د بيان ازادي په دې مانا نه ده چې په خپلو خپرونو او تبليغاتو كې هغه څه ووايو چې د دښمن مورال قوي شي او عامو وګړو ته انديښنه پيدا كړئ. مونږ همېشه عادت لرو چې (نيم تش ګيلاس) يادوو خو كه (نيم ډك ګيلاس) د اوبو لپاره و كاروونو د تندې سره مخ انسان ته به اروايې سكون راشي د دې بېلګې او مثال يادونه د دې لپاره اړينه ده چې زمونږ ټلويزيوني خپرونې، چاپي رسنۍ، راډيو او نور همېشه د منفي خبرونو او خبرتياوو څخه پيل كوي. حتى د كلمو اوالفاظو په كارولو كې هم د احتياط څخه كار نه اخلي. د بېلګې په توګه په رسنيو كې لومړى او تازه خبر دا وي چې په فلاني ولايت كې دومره پوليس او يا پوځيان له منځه ولاړل. دلته دا له ياده بآسو چې ووايو هغوى د هېواد او خلكو لپاره ځان قربان كړ او يا هم دا چې په دغه ولايت كې د آبادۍ څومره كار شوى دى. په كار ده چې د امنيتي ځواكونو د سرښندنو او برياوو په اړه هم ځانته لږ څه تكليف وركړو. د نورو هېوادونو مطبوعات هم دا انډول په پام كې نه نيسي او په خپلو رسنيو كې دښمن ته مورال وركوي. ځينې رسنۍ د بيان د ازادۍ تر عنوان لاندې د شخصيت ترور تر سره كوي او پرته د اسنادو څخه پر نورو وګړو تورونه لګوي. كه له يوې خوا تور لګوونكي غير قانوني عمل كوي نو د بلې خوا رسنۍ هم قانون تر پښو لاندې كوي.مطبوعات بايد تر هر څه وړاندې د تاريخ په دې حساس پړاو كې ملي ګټو ته پاملرنه ولري. د دولت اراكين دې ته را و بولي چې د سرښندنو پر خپل وخت د درناوي زمينه مساعده كړي.
رسنۍ دا حق نه لري چې د شخصي او ډله ييزو غرضونو لپاره د شخصيت روزنې لپاره كار وكړي او په دې توګه د نوو كړكيچنونو او دښمينو لپاره زمينه برابره كړي. هغه خبرونه و خپرونې چې د قومونو ترمنځ وفاق د نفاق خواته بيايي په واقعيت كې د هېواد سره دښمني كوي.دولت نړيوالې رسنۍ لكه بي بي سي، د اشنا غږ او ازادۍ راډيوګانې او نورې رسنۍ چې د افغانستان په ملي ژبو خپرونې كوي دې ته را و بولي چې پخپلو خپرونو كې دغه اصل رعايت كړي او د هېوادوالو ذهنونه مغشوش نه كړي.
ځينې رسنۍ پرته د تورونو لګولو خه د مثبتو كارونو يادونه نه كوي، حال دا چې ډير برياليتبونه او پياوړي كاركوونكي له نظره غورځول كېږي چې دا پخپله يو منفي ذهنيت راوړي او عام وګړي پر حاكميت باور له لاسه وركوي. په دولت كې د هڅونې لپاره د ښو كارونو او پياوړو كارمندانو ستاينه څه عيب لري؟ تشويق او هڅونه ډير وخت تر انتقاد او غندنې څخه زيات كار وركوي. د بيان ازادي دا مانا نه لري چې هر څه پرته د وړانديزونو څخه د غندنې او نهيليستى مفكورو قرباني وګرځي.په هېواد كې ځينې مهمې برياوې دا دي چې ور څخه يادونه كيدلاى شي.
د سياسي او دولتي سيستم په برخه كې:- په هېواد كې د جمهوري رياست او ملي شورا د انتخاباتو سرته رسول.
- د افغانستان اوسنى دولت په نړيواله كچه د بل هر وخت څخه زيات اعتبار او ديپلوماتيكي اړيكي لري.- د تقنين بهير د ملي شورا له خوا د نورمال حالت خواته روان دى.
- هغوي چې د 2001 كال تر مخه يې د ټوپك او مرمۍ له لارې يو بل سره خبرې كولې اوس په يو حال كې د ډيالوګ او مذاكرې له لارې د كړكيچونو د حل په لور ځي.- د مطبوعاتو او سياسي ګوندونو د ازاد فعاليت شرايط برابر شوي دي.
- افغانستان د لومړي ځل لپاره ډيرې نړيوالې مرستې را جلب كړي دي.د زير بنايي جوړښتونو په برخه كې:
- د كابل- مزار، كابل-كندهار، كابل- تورخم، كابل- ګرديز لويې لارې رغول شوي دي او په زرګونو كيلومتره مركزي او فرعي سړكونه بيارغول شوي او يا هم نوي جوړ شوي دي.- د كابل او حيرتان ترمنځ د برق د ليږد سيستم د سالنګ د هسكو څوكونه تير شوى دى.
- د شير خان پر بندر د عصري پل جوړيدنه. - په ولايتونو كې ځينې نوي هوايي ډګرونه جوړاو د پخوانيو ترميم او پراختيا روانه ده. - هيرات، كندهار، جلال آباد اومزار شريف ښارونو كې زياته پراختيا او سمسور تيا راغلې ده.- د خصوصي سكتور لپاره د كار زمينه برابره او د ودانيو په برخه كې ډېر پرمختګ شوى دى.
- د خصوصي بانكونو د شبكې رامنځته كېدو سره د هېوادوالو لپاره ډېرې اسانتيوې برابرې شوي دي.- د نړيوالې ټولنې او دوستو هېوادونو سره د سترو پروژو په برخه كې تړونونه لاسليك شوي دي او په ځينې پروژو كار روان دى.
- د لومړي ځل لپاره د كانونو څخه د ګټې اخيستنې سترې پروژې په لاره دي او په دې لړ كې د لوګر د عينك د مسو د كان د استخراج او پروسس د كامپلكس د جوړولو قرارداد د چين د هېواد يو ستر شركت سره لاسليك شوى دى چې دا د هېواد په ملي اقتصاد كې سترو بريالتوبونو ته لاره هواروي او د زرګونو وګړو لپاره پكې د كار زمينه برابرېږي.- د معارف او روغتيايي خدماتو پراختيا
-د هېواد د پوهنتونونو د شبكې پراختيا.- د مخابراتي نظام پراختيا.
- دغه او نورې برياوې بايد په مطبوعاتو او رسنيو كې په ملي او نړيواله كچه انعكاس ومومي څو چې عامه ذهنيتونه رغنده كارونو ته چمتو شي او نړيواله مرستندويه ټولنه پر موږ باوري شي. د مثبتو خبرونو او تبصرو وروسته بيا كېداى شي چې د هېواد په كچه په لاندنيو برخو كې پر نيمګړتياو باندې په رغنده توګه تبصرې او خپرونې وشي:- په دولتي ادارو كې د ښه مديريت كمزوري. دلته كېداى شي چې په مشخصه توګه د وزارتونو، ادارو په نيمګړتياو باندې تبصره وشي او د ښه مديريت لپاره ورته وړانديزونه مطرح شي.
- د ملكي تلفاتو په مخنيوي كې پاتې راتلل په ۲۰۰۸ كال كې دغه تلفات ۴۰ سلنه زيات شول.- د اداري فساد په اړه د ځانګړو مثالونو له مخې هېوادونو ته معلومات وركړاى شي.
- د عادي او پرمختيايي بوديجې د تطبيق په برخه كې پاتې راتلل بايد د هغو د عواملو سره يو ځاى وڅېړل شي.- د بهرنيو مرستو څخه ناوړه ګټه اخيستنه او د تداركاتو په سيسټم كې د شفافيت د نشتوالي له امله د بډو او رشوتونو په ډاګه كول.
- د عامه خدمتونو په چارو كې د دولتي او غير دولتي موسسو له خوا د موجودو نمګړتياو په اړه رغنده خبرتياوې او تبصرې.- د خلكو د امنيت او مصونيت د تامين په برخه كې د اړوندو ارګانونو او مسوولو افرادو په اړه ولس ته معلومات وركول.
- د عدالت د تامين په برخه كې د ستونزو او مشكلاتو يادونه او د حل د لارو ښوول.- د قوانينو، مقرراتو او لوايحو د عدم تطبيق په اړه خلكو ته معلومات وركول او د دولتي ارګانونو د توجه راجلبلول.
- د عامه نظم او امنيت د ويجاړونكو عاملانو په ډاګه كول.- د ټولنيز سوله ييز چاپېريال د مخربو عواملو او فكتورونو يادونه او په دې اړه د ولس د عامه پوهاوې د كچې لوړول.
- د هېواد د دښمنانو دسيسو په اړه پر خپل وخت د وګړو د پوهې د كچې لوړول.- د ښارونو د طبيعي چاپېريال د ساتنې لپاره د وګړو مرستې راجلبول او په دې برخه كې د موجودو ننګونو يادونه.

