په افغانستان کې د ټاکنو لپاره د منډو ترړو په لړ کې هرې خواته د کانديدانو تصويرونه ځړول شوي چې د ښځينه نوماندو عکسونه هم په کې زيات تر سترګو کېږي، خو داسې ښکاري چې د ښځينه نوماندو د عکسونو پر خپرولو سره يو شمېر خلک خوښ نه دي .
ځينې کسان په لارو، کوڅو او بازارنو کې

د ښځو د عکسونو ځړول د افغاني کلتور او مذهب پر خلاف کار بولې . خو يو شمېر نور بيا د ټاکنو د کمپاين په موخه د قوانينو له مخې دا کار د نارينه او ښځو لپاره يو ډول قانونې حق ګڼي .
په افغانستان کې د ټاکنيزو منډو ترړو له هلو ځلو درې اونې تېرې شوې دي، ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ته نوماندو افغان مېرمنو له خپلو سيالانو سره سم د خپل کمپاين په موخه خپل عکسونه او پوسترونه د کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې د ښار د سړکونو، دېوالونو، شنو ونواو د برېښنا پر دنګو ولاړو پايو ځړولي چې د هرلاروي پام ځانته را اړوي .
په کابل کې خلک د ښځينه نوماندو د دغه عکسونو په اړه بېلابېل غبرګون ښيي .
ځينې خلک د ټاکنيزو هلو ځلو به لړ کې د ښځو د نښلول شويو عکسونو هرکلی کوی او ستايي يې، په تېره بيا هغه کسان چې د دوی پلويان دي ، دخپلو هټيو پر ښيښيو او د خپل کور پر دېوالونو د ښځينه نوماندو تصويرونه ځړولي .
خو يو شمېر نور بيا اصلاً ورته نه ګوري او څيرې کوي يې . ځينې افغانان چې په دې نظر دي وايي په لارو، کوڅو او بازار کې د ښځو د عکسونو ځړول د افغاني کلتور او مذهب پرخلاف کار دی .
ښځه يا د کور ده يا د ګور
د کابل ښار يو اوسېدونکی اسدالله وايي: (( نوم مې اسدالله دی ، زما په نظر د نوماندو ښځو د عکسونو بندول په ښار او بازار کې هېڅ ښه کار نه دی . د دې لپاره چې دا افغانستان دی او اسلامي هېواد دی ، نو د ښځو عکسونه چې نامحرم يې ګوري موږ ورته نه ګورو او زموږ لپاره ښه نه برېښي، ځکه دا د ننګ مساله ده زه وايم چې ښځه يا د کور ده يا د ګور.))
بل نظر هم همداسې وايي چې : (( په اسلام کې ښځه امارت نه شي کولای، خو په شورا کې کولای شی ګډون وکړي، نو د عکسونو په اړه بايد هم ووايم د افغانې کلتور او مذهب له مخی د ښځو د عکسونو ليدل زموږ په ټولنه کې دا ډېر د شرم ځای دی که چېرې يو څه اسلامي حجاب پکې مراعات شوی وای نو شه به وو خو موږ يي چې وينو په عکسونو کې دا شی نه دی مراعات شوی . زه په خپله د ښځو عکسونو د بندولو په لارو او کوڅو کې مخالف يم، ځکه زه شکر مسلمان او يو افغان يم نو زما افغاني کلتور او پښتني ننګ دغه اجازه ماته نه راکوي چې زه د ښځې عکس په بازار کې ووينم. ))
خو يو شمېر نور بيا په دې نظر نه دي، ځينې خلک وايي چې د ټاکنو د اصلو له مخې هر کانديد که نارينه وي يا ښځينه، حق لري د خپل کمپاين په موخه خپل عکسونه خپاره او خلکوته خپله تګ لاره او پيغامونه په ډاګه کړي .
(( زما نوم محمدجان دی زه د ښځو عکسونه ته به ښه نظر ګورم داسې چې لکه خپلې مور يا خپلې خور ته ګورو ځکه هغوی د وطن لپاره کار کوي، نو څوک چی زموږ او موږ خلکوته خدمت کوي داسې ورته ګورم لکه زموږ مور چې وي او د عکسونو په بندولو يې هم ښه نظر لرم چې بايد ولګول شي.))

د دې تر څنګ ځينې نارينه وايي ښځې د ا حق لري چې خپل عکسونه خپاره کړي خو د شرعي او اسلامي قوانينو له اصولو سره سم بايد دغه کار وکړي .
خو پېغله ستورې وايي چې په ښار او بازا کې د ښځينه نوماندو عکسونه له شرعي او اسلامي قوانينو سره سم چاپ او خپاره شوی دي :
(( تر کومه ځايه چې موږ يې وينو، خو د دغو نوماندو ښځو عکسونه پوره په ستر او حجاب کې دي . موږ وينو چې ټکری په سر دی . که چېرې لږ څه سينګار کړي پکې برېښي نو دا خو د ښځو يوه سليقه او خپل شخصي کار دی .))
په خپله نوماندې مېرمنې هم دا ادعا کوي چې د دوی عکسونه د اسلامي حجاب سره سم په ښار او بازار او لارو کوڅو کې خپاره شوي دي . دوی وايي چې ښځې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي او له همدې کبله د دوی شتون په سياست او د ټولنې په ټولو اړخونو کې ضروري بلل کېږي .
خو لا هم د ښځينه تصويرونو د خپرېدو د مخالفت د انګېرنې له مخې د افغانستان په يو شمېر سيمو کې تر اوسه ځينو ښځينه کانديدانو خپل تصويرونه دعامه ليد لپاره نه دي خپاره کړي .
همدا اامل دی چې د ملي شورا لپاره په تېرو ټاکنو کې ان ځينو ښځينه استازو نوماندو د خپلو تصويرونوپر ځای خپل انتخاباتي نښانونه چاپ کړی وو .
دا رنګه د رايه ورکولو لپاره د نوم ليکنې په کارټونو کې د ښځو د تصويرونو چاپېدل د شته حساسيتونو ته په کتو سره جبري بڼه نه لري .