زما وطنه د افغان وطنه

دافغانانو وياړلي څهرې

۱-د ښاغلي مولانا خانمیر خان زوی

۲- د وزیر بابا وراره ښاغلی محمد پتنګ مومند
۳- ښاغلی نور احمد خان ستانکزی
۴- ښاغلی ډاکټر عبدالحق خان
۵- ښاغلی مولانا عبدالقادر خان
۶- ښاغلی، پیاړوې وزیر محمد ګل خان مومند بابا
۷- ښاغلی ملک سیدا خان شینواری
۸- ښاغلی مولوي خانمیر خان هلالي
۹- ښاغلی عبدالخالق خان خالق
۱۰- ښاغلی مولوي محمد امین خان خوګیاڼې
۱۱- د وزیر بابا نږدی ملګری او د بلخ حکمران حاجي داد محمد خان عمرخېل
۱۲- ؟
۱۳- ښاغلی عبدالرووف خان علیزی (بینوا)
۱۴- ښاغلی سید قاسم خان رشتیا
۱۵- ښاغلی حاجي ګل محمد خان بړېڅ
۱۴- ښاغلی اې.اېم قادر
۱۶- ښاغلی محمد نواز خټک
۱۷- ښاغلی حاجي عبدالشکور خان
۱۸- ښاغلی حاجي نیازمحمد خان ځاځی
۱۹- ښاغلی سید شمس الدین خان مجروح
۲۰- د پښتو ادب ځلانده ستوری ښاغلی استاد ګل پاچا الفت
۲۱- ښاغلی سید رسول خان رسا
۲۲- ښاغلی قیام الدین خان زاخیل (خادم)
۲۳- ښاغلی نیک محمد خان احمدزی
۲۴- ښاغلی صدیق الله خان رښتین
۲۵- ښاغلی مولوي عبیدالله خان ساپی
۲۶- د پښتو غزل بابا ښاغلی میر حمزه شینواری
۲۷- ښاغلی محمد نور خان
۲۸- ؟
۲۹- ښاغلی محمد رفیق خان کړوخېل
۳۰- ښاغلی نور احمد خان بړېڅ
۳۱- ښاغلی عبدالحق خان کابلی سوداګر

wazeer baba

له ښاغلي عمرخېل څخه په مننه

داتلانو تاریخ

دهندوستان دسترې محکمې یو واکمن پلاوی پرون دشمالي هندوستان د سسرام ولایت ته په دې موخه ورسید څو ستري محکمې هغه حکم چې نومیالی ټولواکمن شیرشاه شورې دمقبرې په اړه چې په دې وروستیوکې یې دشمالي هندوستان دهنری او تاریخی آثاروکې  په ارزونه کې  دریم مقام ترلاسه کړعملی کړي . پلاوي پرون په سسرام کې ددغې سیمې له مقاماتو اوددغه ښار دښاروالۍ اونورو ټولنیزو اداروله اړوندو مسولینو سره یوه اوږده غونډه وکړه  په دغه غونډه کې په لاند ې ټکو باندې دسترې محکمې دحکم له مخې جدي ټینګاروشوچې پرته له هرډول څنډ ځخه باید ددغې تاریخی ودانې د ساتنې او سمبالونې په مقصد دسترې محکمې حکم په جدي توګه په پام کې ونیول شي .
۱ – ددغې تاریخې ودانې په سل مترۍ کې چې کومې ودانې  جوړې شوې باید له منڅه یووړل شي او نور څوک شخصي اودولتی  مقامات داحق نه لري چې دلته په جوړونوباندې لاس پورې کړي.
۲- ددغې تاریخی ودانې چا پیره تالاب باید تل پا ک وساتل شی خوک حق نه لري چې دلته د ناولتیاوو په مینڅلو باندې لاس پورې کړي .
۳- دقدیمې آثارو خوندي کولو ادارې باید ددغې تاریخی ماڼې دساتنې کارهروخت دسترې محکمې له حکم سره سم وڅارې او په دغه برخه کې بایدددغې ماڼې له هرځه څان باخبره وساتی .
ددغې پلاوي له لارښونو سره سم هغو دووښوونڅیو ته هم یادښت سپارل شوی چې ددغې ماڼې ځخه دخپلو ښوونڅیو لري کول له ټاکلی واټن سره سم  ( سل متره ) په پام کې ونیسې .
ددغه پلاوي مشردسسرام په ښارکې دخپلې غونډې په ترځ کې داټکی روښانه کړ چې  دشیرشاه مقبره دشمالي هندوستان له  ارزښتناکو لرغونو آثاروځڅه ده چې زموږ ټولو ویاړلی میراث دی چې  نه یوازې باید ورباندې وویاړو بلکه  دهغه په ساتنه او لاښکلولو کې هم برخه اخیستنه زموږ ملي او انساني دنده ده .