په داسې حال کې چې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد پر پاکستان تور لګولی، چې د سيستان بريد په سنبالښت کې د پاکستان لاس و، پاکستان د ايران دا تور رد کړی دی .

تېره ورځ د ايران په سيستان ايالت کې د ايران د انقلابي ساتونکي ځواک پر پوځي قوماندانانو او قامي مشرانو بريد وشو، چې له امله يې د جګپوړو قوماندانانو په ګډون تر څلوېښتو ډېر کسان ووژل شول .

د ايران ولسمشر پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې په بريد کې تورن کسان ونيسي او ايران ته يې وسپاري :

((زه د پاکستن له حکومته غواړم چې د دغه جنايت د اصلي تورنو په سپارلو کې ځنډ ونه کړي، هغه چې پاکستان ته تللي . موږ خبر يو چې له بده مرغه ځينو افسرانو له دوی سره په پاکستان کې مرسته کړې ده .))

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند له پاکستاني رسنيو سره ويلي چې : ((پاکستان د ايران د ننه په ترهګريزو فعاليتونو کې هېڅ ښکېل نه دی، بلکې موږ دا ډول وحشيانه عمل غندو .))

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني هم د سيستان دغه بريد غندلی دی

نور علي شوشتري

د ايران رسمي (فارس) خبري اژانس د ولسمشر محمود احمدي نژاد له خولې خبر ورکړی، چې : ((داسې معلومات رارسېدلي، چې د تېرې يکشنبې ورځې په بريد کې د پاکستان د امنيتي عناصرو لاس و، موږ حق لرو چې له پاکستاني چارواکو څخه د تورنو کسانو د راسپارلو غوښتنه وکړ و . ))

محمود احمدي نژاد

خو د پاکستان ولسمشر ايران بايد د دې تور په اړه خپل وخت ضايع نه کړي، چې ګني په دغه بريد کې پاکستاني عناصرو لاس درلود .

ايران د سيستان تر بريد وروسته واشنګټن او برتانيا هم په دغه بريد کې ښکېل وبلل .
د ايران تلوېزيون د انقلاب ساتونکي ځواک له خولې يوه اعلاميه خپره کړه چې پکې د بريد پړه پر بهرنيو عناصرو وراچول شوې وه .

د فارس خبري اژانس د اعلاميې له مخې ويلي وو چې په دغه بريد کې د هغو سترو ترهګرو ډلو لاس و، چې امريکا او د هغې پلوۍ برتانيا يې ملاتړ کوي .

ايران د دغه بريد د غچ اخيستو ګواښ هم کړی دی .