د افغانستان په اړه د پاکستان یرغلګر سیاست لابربنډیږي

د روان کال د جولای په ۱۶ مه د پاکستان د دوزخي سازمان ای ایس ای پخواني مشر متقاعد جنرال حمیدګل د یوه پاکستاي خصوصي تلویزیون ای ار وای سره په مرکه کې وايی « ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس کابل د پاکستان لپاره تیاره شوې ډوډۍ ده چې باید وخوړل شي » . حمیدګل نور هم په مرکه کې وړاندې ځي او وايي « پاکستان پلوه وسلوال طالبان بریالي دي او راتلونکی حکومت به په افغانستان کې د دوی وي چې د پاکستان خواخوږي دي »

همدارنګه نوموړي دا خبره چې ګواکې پنجابي طالبان هم شته رد کړه . ده زیاته کړه « د پنجابي طالبانو اصطلاح غلطه ده په پنجاب کې چې څوک نا امني پيدا کوي هغه ورانکاري او د ده په وينا د هند جاسوسان دي . حميد گل وسله والو طالبانو ته په بيا بيا د سپېڅلو مجاهدينو خطاب وکړ او ويي ويل چې سپېڅلي مجاهدين پوهيږي چې د جهاد او مقصد ځاى افغانستان دى پاکستان نه دى .»

حمید ګل په یادو شویو خبرو هم بسیا نه کوي وړاندې ځي او د اسلام اباد چارواکو ته سلا ورکوي « چې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد له وتلو وروسته حالت تکرار نه کړي او دا ځل واردمخه د افغانستان لپاره منځمهالى حکومت جوړ کړي »
څو ورځې مخکې هم د اریانا په وینا د ادیان نیوز د خبر له مخې ، جنرال حمید ګل د الجزیرې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو ، طالبان به خپل اساسي قانون ولیکي او په دې اړه نه ښايي چې څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي ځکه چې افغانان په کورنیو چارو کې د بل لاسوهنه ښه نه ګڼي !

حمید ګل بل ځای وړاندوینه کوي چې د کرزي دولت به ژر ختم شي او امریکا به د کرزي ۴۰۰ یا ۵۰۰ اړوندان اروپايي هېوادونو ته واستوي . افغانستان به د طالبانو او یا د مجاهدینو د بلې ډلې لخوا اداره شي او د نویو واکمنانو ترمنځ به هیڅ ډول کړکېچ نه وي !

د حمید ګل په اند یوازې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او پر افغان هېواد د یرغل حق لري . دا چې دا حق پاکستان ته ولې او څنګه ترلاسه دی حمید ګل او د پاکستان نور واکمنان يي د کومې څرګندونې په کیسه کې هم نه دي !
همدارنګه د روان عیسوي کال د جولای په درېیمه د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګروپ مشرنوازشریف په لاهور کې د خبریالانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو :« ترهګري د پاکستان له بهرنۍ پالیسۍ او ملي سیاست سره نېغ په نېغه ارتباط لري او دا تګلارې په اسلام اباد کې جوړېږي »

« رحمان مالک د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې وايي چې ناټو او افغان دولت د ترهګرو مخه هلته افغانستان کې نشي ډب کولای او ترهګر دي غاړه پاکستان ته رااوړي ، لکه څو ورځې وړاندې چې له افغانستانه رااوښتو ترهګرو په مومندو کې بمي چاودنه وکړه او په دې چاودنه کې یي ګڼ وګړي ووژل . » هغه متل دی چې وايي موږ پور غواړو دوی نور غواړي !

ټوله نړۍ او افغانستان ، پاکستان ته وايي چې ترهګر دې خپله خاوره کې دننه وتړه ، روزنه او پالنه يي بس کړه ، د ترهګرو خوندې ځالې ورړنګ کړه او له افغانستانه غلی شه لاس واخله ؛ خو پاکستان هغه په ولسې ژبه لکه شیشکه هم لاس لګوی ، هم کوکارې وهي ؛ هم ترهګر پالي او افغانستان ته يي رالیږي او هم نارې وهي چې داسې کار دوی نه بلکې افغانستان کوي ؟ !
پاکستان داسې چلن له هندوستانه سره هم کوي . د جولای په ۱۶ مه د هند او پاکستان د بهرنیوچارو وزیرانو خبرې ناکامې شوې او د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر قریشي ادعا وکړه چې هند د دوو هیوادونو ترمنځ خبرو ته ذهناً تیار نه وو. ده وویل د هند او پاکستان ترمنځ په خبرو کې بدبختي دا ده چې کله د دواړو هیوادونو په خبرو کې پرمختګ وشي نو په وروستیو شېبو کې یوه ټکه پرېوزي . نوموړي د خبرو د ناکامۍ پړه پر هند ورواچوله .

خو زموږ ځينې شنونکو بیا په سادګۍ سره وايي حمیدګل اوس متقاعد دی او ښايي د نوموړي خبرې د دوی په ګومان د دولت رسمي پالیسي نه وي . خو پوښتنه دا ده ایا د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست او ستراتیژۍ کې کوم بدلون پيښ شوی ؟ د پاکستان دولت له ملاتړ پرته ترهګر په یوازې ځان ، په افغانستان کې ورځ تربلې زیات د دومره ورانیو جوګه کېدی شي ؟ د متقاعدو کسانو لکه حمیدګل ، پرویز مشرف او نورو سربېره ، په دولت کې مطرح کسان او د مرکزي دولت غړي هم ، د افغانستان په اړه د پاکستان همغه زوړ او یرغلګر سیاست چلوي !

ما په یوې بریښناپاڼه کې د یوه افغان ورور چې نوم يي نه اخلم دا اندیښنه ولوسته چې هندوستان په دې لټه کې دی چې پاکستان تجزیه کړي . خو زه دې ورور ته وایم چې پاکستان لکه اسراییل د سیمې سرطان او له افغانستان سربېره سیمې او نړۍ ته د ترهګرو د لیږد وسیله ده ، ترڅو چې دا سرطان عملیات نشي او د نړیوال تروریزم دا مرکز دړې وړې نشي نه افغانستان او نه نړۍ ارامیدلای شي !

د پاکستان په تجزيي سره افغانستان نه خواریږي ، افغانان هم ددغه بي موروپلاره هېواد تجزیه غواړي . د پاکستان په تجزیه کې د هند په هلو ځلو نه یوازې نه ښايي چې افغانان خپه شي بلکې افغانان باید د داسې هلو ځلو ستاينه او ملاتړهم وکړي !
ځني نور افغانان بیا چې ځانته روڼ اندې هم وايي بریښناپاڼې او رسنۍ يي د طالبانو په ستاینه ډکې کړي او د پاکستان په وړاندې يي د بېوسۍ ، زارۍ او غلامۍ لار خپله کړې ! دوی لکه د توپان مرغان د هوا په بدلون پوهیږي او له کوم لوري چې شمال لګیږي همغه خوا ور سره ځان کږوي .

خو زه دغه ډول روڼ اندو ته وایم : تېر ځل هم د طالبانو له راتګ څخه مخکې ، ای ایس ای او د پاکستان نورو واکمنانو افغانانو ته ویل چې طالبان خپله حکومت نه غواړي . دوی د پخواني پاچا محمدظاهرشا د بیا واکمنۍ لپاره جنګیږي . خو کله چې طالبانو پر حکومت منګولې ټينګې کړي نو بیا زړې خبرې نه وي او افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه وه . نن بیا همغه زړه لوبه روانه ده ، موږ باید هرځل ونه غولیږو . خواره دې شي مینځه چې د مینځي کالي وینځي !

د حفيظ منصور له خوا استاد يون ته د مرګ ګواښ

 ټول افغان په پاڼه كښې مې د محترم حفيظ الله منصور له خوا استاد يون ته د مرګ د ګواښ په اړه يو مطلب ولوست . زه په دې خبره ډير خپه شوم چې د منصور صاحب په شان يو تعليميافته او دانشمند شخصيت بل تعليم يافته فرهنګي شخصيت ته د مرګ ګواښ كوي ، كنځاوې كوي او فزيكي بريد پرې كوي.

د تلفزيون په بحثونو كښې هر څوك حق لري چې خپل نظر څرګند كړي او ليدونكو ته حقايق بيان كړي . هر څوك حق لري چې د خپلو نظرياتو څخه دفاع وكړي. دا بحثونه د همدې دپاره دي چې حق او باطل معلوم شي .

ټولو ته معلومه ده او دا يو څرګند حقيقت دى چې د كرزي صاحب په دولت كښې د شمال ټلواله لويه برخه او قدرت لري . كله چې په بن كښې د افغانستان د پاره حكومت جوړ شو نو د دفاع ، خارجه او داخله كليدي وزارتونه شمال ټلوالې ته وركړل شول . له دې حقيت څخه څوك منكريداى نه شي .

همدا اوس د باندنيو چارو او نورو وزارتونو كښې مهم پستونه د شمال د ټلوالى سره دي . همدا اوس په نورو هيوادو كښې د افغانستان په سياسي نمايندګيو كښې زياتره سفيران او دبلوماتان د شمال په ټلوالى پورې اړه لري . نهه كاله د افغانستان ملي امنيت رياست د شمال د ټلوالى په لاس كښې ؤ . همداسې نور ډير مثالونه شته چې يادونه يې ضرور نه ګڼم.

د شمال په ټلواله كښې ډير ښه خلك شته چې د ملي مفكورې خاوندان دي خو په دوي كښې داسې تنګ نظره خلك هم وجود لري چې له ملي مفكورې سره علاقه نه لري ، دوي ته نور قومونه او په خاص ډول پښتانه د ستر ګو خار ګڼل كيږي ، دوي پښتنو ته ښه نظر نه لري . دا هغه څه دي چې تجربه يې شوې ده او ډير با احساسه پښتانه ورباندې پوهيږي . د همدې تنګ نظرو له لاسه فغانستان د بې امنئ او عدم استقرار په اور كښې سوزي .

د طالبانو د شكست نه پس کله چې په بن كښې حكومت جوړشو له هغې ورځې راپه دې خوا په پښتنو باندې قيامت را كوز شوى دى . پښتانه د طالب په نوم ټكول كيږي او ووژل كيږي .

نن چې د افغانستان جمهور رئيس محترم حامد كرزى طالبانو ته خواست كوي چې له جنګ څخه لاس واخلي او له دولت سره د سولې په لار روان شي ، دا كار د مجبوريت له مخې كوي ، كرزى صاحب په دې پوهيږي چې څوك اوبه خړوي او ماهيان نيسي ، كرزى صاحب پوهيږي چې دده په دولت كښې كوم خلك په اداري فساد كښې لاس لري ، كرزى صاحب پوهيږي چې دچا لاسونه د مخدره موادوپه قاچاق او تجارت كښې لړلي دي ، كرزى صاحب په دې پوهيږي چې څوك دده د حكومت ملا ماتوي او نه يې پريږدي چې په خپلو پښو ودريږي ، كرزى صاحب پوهيږي چې كومو خلكو د دولت املاك غصب كړي او بلند منزلونه يې جوړ كړي دي .

خو څه وكړو چې د دغو خلكو نومونه نه افشا كيږي او نه هم د محاكمې ميدان ته را كاږل كيږي.

د افغانستان جمهور رئيس چې له كومو ډلو ټپلو سره د قدرت په ويش معاملې كړي دي په دوي كښې زياتره كرزي صاحب ته مخلص او وفادار نه دي ، دوي د خپلو تنظيمي ، قومي ، ژبني او مذهبي ګټو د پاره د كرزي صاحب شا او خوا را ټول شوي دي كه دوي خپلې ګټې تر لاسه نه كړي نو د كرزي صاحب په مقابل كښې ودريږي او بد رد ورته و ايي .

مونږ وليدل چې د ولسي جرګې لخوا دوو هزاره وزيرانو د اعتماد رايې تر لاسه نه كړې نو استاد محقق خپل خلك وهڅول چې په مظاهرو لاس پورې كړي . استاد محقق خپلو خلكو ته خبرې وكړې او د خپلو خبرو په ترڅ كښې يې كرزى صاحب په قوم پرستئ تورن كړ او نورې ډيرې ناسمې خبرې يې وكړې . د ولسي جرګې له خوا ددو و هزاره وزيرانو په نه تأئيد كيدو كښې كرزي صاحب څه كولاى شول ؟

له دې نه معلوميږي چې استاد محقق د خپلو قومي ګټو په خاطر كرزي صاحب ته د همكارئ لاس وركړى دى ، نه د ملي ګټو په خاطر . مونږ بايد ملي ګټې په نظر كښې ونيسو او د هيواد او هيوادوالو دپاره په ملي روحيه خدمت وكړو.

جنرال دوستم هم د خپلو قومي او تنظيمي ګټو د پاره فكر كوي ، كه وزراتونه ورته ونه رسي نو بيا خفه وي او كله چې ورته وزراتونه ورسي نو بيا غلى وي .

همداشان نورې ډيرې ډلې ټپلې دي چې د خپلو خپلو منافعو د پاره فكر كوي او د ملي منافعو په فكر كښې نه دي. په دې شان دولت داري كيداى نه شي .

دولت داري په هغه شان كيداى شي چې د قوم بازئ مفكوره له مغزو څخه بهر شي او ملي مفكورې ته پكښې ځاى وركړ شي.
كه يو پښتون وزير په خپل وزارت كښې كوم د لياقت او اهليت وړپښتون مقروروي نو هغه په قوم پرستئ متهم كيږي ، اما كه په هيواد كښې ميشت د بل قوم وزيران په خپلو وزارتونو كښې د خپل خپل قوم مربوط په لس هاو كسان مقر ركړي نو هغوي ته څوك قوم پرست نه وايي .

په تيرو نهو كالونو كښې چې د كرزي حكومت ته څوك نظر واچوي نو دده په حكومت كښې پښتنو ته ډيره لږه ونډه وركول شوې ده ، پښتانه په عام ډول له كرزي صاحب څخه خپه او ناراضه دي . د كرزي صاحب په كابينه كښې د لويې پكتيا څخه څوك وزير نشته ، څو ورځې د مخه دا خبره د پكتياد خلكو په يوه غونډه كښې ياده شوه او په تلفزيونونو كښې نشر شوه .
دا كوم انصاف دى ، دا كوم عدالت دى چې لويه پكتيا په كابينه كښې وزير ونه لري. همدا د لويې پكتيا خلك وو چې د ولسمشرئ په ټاكنو كښې يې كرزي صاحب ته رائې وركړې او هغه يې قدرت ته ورسولو.

د افغانستان په اساسي قانون كښې پښتو او دري دواړه رسمي ژبې ګڼل شوي دي . خو له بده مرغه په دولتي ادارو كښې پنځه فيصده پښتو نشته .

آيا منصور صاحب د يو مسلمان مجاهد په حيث دا بې انصافي نه ګڼي چې په دولتي ادارو كښې پښتو نشته ؟ پښتانه د هيواد د نفوس 60% برخه تشكيلوي . كومه ده ددغو پښتنو برخه ؟ په ښونځيو كښې دري ده ، په دفترونو كښې دري ده ، نو دا پښتو څه شوه ؟

يوه ورځ كله چې زه په كويت كښې د افغانستان په سفارت كښې لومړي سكرتر وم نو د باندنيو چار پخواني وزير داكټر سپنتا كويټ ته په يو رسمي سفر راغى نو مونږ دواړو په همدې موضوع خبرې وكړې . ما ډاكټر سپنتا ته وويل چې : " پښتو او دري دواړه ژبې د هيواد رسمي ژبه دي خو متأسفانه چې د وزارت ټول مكتوبونه په دري ژبه ليكل كيږي او پښتو نشته . " هغه وويل چې " ما هدايت وركړې چې مكتوبونه په پښتو هم وليكل شي خو له بده مرغه په وزارت كښې څوك په پښتو څه ليكلى نه شي . " ما ورته وويل چې " دا مشكل ځانته حل لري ." هغه وويل چې " څنګه ؟" ما ورته وويل چې " يو درې څلور تنه پښتانه ليكوالان په كار وكومارئ چې دري مكتوبونه په پښتو وليكي ، له دې سره به د وخت په تيريدو د يو كال په موده كښې د وزارت مامورين د پښتو د مكتوبونو په لوستلو او ليكلو بلد شي ، دا خو څه سخت كار نه دى ." وزير وويل چې " دا كار مې كړی ، ما دوه درې تنه پښتانه راوستل خو هغوي هم نه پوهيدل ." ما ورته وويل " تاسې به سم كسان نه وي راوستي . " بيا يې راته وويل چې " له تا غواړم چې خپل مكتوبونه چې مركز ته يې راليږې هغه په پښتو وليكې ." ما ورته وويل چې " وزير صاحب زه له اول څخه همدا كار كوم ."

دا چې يون صاحب دې خبرې ته اشاره كړې چې " په دولت كښې داسې خلك شته چې هم په دولت كښې دي او هم د دولت مخالفت كوي ." دا خبره خو غلطه نه ده . باور وكړئ چې په دولت كښې يو شمير چارواكي په كرزي صاحب نيوكې كوي او وايي چې په دولت كښې اداري فساد دى ، دولت ضعيف دى ، كرزى ضعيف دى ، كرزي قوم پرست دى ، كرزى صاحب د مخدره موادو په قاچاق او تجارت كښې لاس لري او داسې نورې ډيرې نيوكې.

د كرزي صاحب حكومت ، په حقيقت كښې خپله په حكومت كښې د يو شمير چارواكو له لاسه كمزورى شوى دى ، دا ځكه چې دا چارواكي له كرزي صاحب سره په صادقانه ډول همكاري نه كوي .

د بلخ والي استاد عطا د نظام يو غړی دى خو په همدغه نظام او د دولت په مشر يې څو څو ځلې نيوكې كړي دي . همداشان نور ډير كسان شته چې په پټ او څرګند ډول د دولت ضد فعاليتونه كوي.

مونږ افغانان بايد له پخوانيو ترخو تجربو څخه عبرت واخلو ، په اويايمه لسيزه كښې چې په كابل كښې څه ناوړه پيښې وشوې ، هغو پښو ته بايد بيا لار هواره نه كړو. په زركونو بيګناه خلك په بې رحمانه ډول ووژل شول ، كابل په ويرانه بدل شو او نورې ډيرې تباهئ منځ ته راغلې. د تعصباتو او توكميزو لانجو ته لمن وركول د هيچا په ګټه نه تماميږي . پښتون ، تاجك ، هزاره ، ازبك ددې وطن وكړي دي ، هيڅ قوم بل قوم له منځه وړلى نه شي ، پښتون تاجك محو كولاى نه شي او نه تاجك پښتون له منځه وړلاى شي ، هزاره هم څوك محو كولاى نه شي او نه هم څوك ازبك له دې وطن څخه ايستلاى شي. خداى پاك دا ټول قومونه په يو افغانستان كښې ميشت كړي دي . د خداى په كار كښې لاس وهنه د نادانانو كار دى ، د خداى په كار كښې هغه څوك لاس وهنه كوي چې ايمان يې كمزورى وي . د افغانستان ټول قومونه مسلمانان دي او د لا الله الا الله كلمه وايي . ( إنما المومنون اخوه ) ټول مسلمانان سره وروڼه دي.

د افغانانو په منځ كښې د تعصب او تربكنئ اور شيطانانو بل كړى دى . شيطان د انسان اصلي دښمن دى . دا شيطان له انسان سره د آدم عيله سلام له وخت څخه ملګرى دى . انسان هيڅكله د بل انسان دښمن كيداى نه شي .

راځئ چې مونږ ټول افغانان د خپلو زړونو ښيښې د مينې ، الفت ، صداقت او ايماندارئ په اوبو ومنځو او د تعصب ، تربكنئ ، تبعيض او زړه بدئ خيري ترينه لر كړو او يو بل ته پكښې په مينه وكورو پرته له دې بل څه ګټه نه لري . كه دا كار ونه كړو نو هسې به خپل قيمتي وخت بيهوده ضايع كړوو ، ځانونه به ستړي كوو ، ماغزه به ويلې كوو خو څه به لاس ته رانه شي .

وما علينا الا البلاغ

دکابل له کانفرانس څخه بايد څه ګټه واخستل شي؟

تمه ده چې ١٣٨٩کال د روانې مياشتې په نهه ويشتمه مه نېټه به چې دجولاى له شلمې سره برابره ده افغانستان ديوې لويې نړيوالې غونډې کوربه وي؛ددې کانفرانس د جوړولو دچارو مشري   دولسمشرکرزي لخوا    دماليې پخواني وزيراشرف غني احمدزي او  معاونيت  يې دافغانستان دماليې اوسني وزير ډاکټرعمرزاخېلوال ته سپارل شوى ، پدې کانفرانس کې  شاوخواد٧٠ هېوادونو  دبهرنيوچارو وزيران اواستازي  ګډون  کوي، چې په افغانستان کې به  پکې په شته ستونزو هراړخيزه خبرې وشي، چې   مهم ټکي    به يې له مخالفينوسره د سولې اوجوړجاړي خبرې اودافغانستان اقتصادته وده ورکول وي  په دې کانفرانس کې به دافغانستان په اداراتوکې داداري اختلاس  د ختمولو پر لارو چاروهم خبرې وشي..

دافغانستان اوپاکستان لپاره دامريکا خاص استازي ريچارډهولبروک ويلي چې  دکرزي لخوا له مخالفينوسره دخبرواترپه پروسه به راتلونکې اونۍ په مرکزکابل کې دکنفراس په ترڅ کې خبرې وشي؛دولسمشرکرزي لخوا دملګروملتونو له تورلېست څخه دځينوطالبانو دنومونوداېستلوملاتړ به هم وشي
ولسمشر کرزى او هالبروک دواړه غواړي  هغه افغان  وسله وال مخالفين چې اوس  له دولت سره مخالفت کوي خو غواړي دسولې له پروسې سره ملګري شي  افغان دولت سره   دهمکارۍ اويوځاى والي لپاره راجلب کړي ترڅويومستحکم اوبريالى حکومت منځ ته راشي

په دې کنفرانس کې به دافغان ملي اردواوملي پوليسوپه تقويه کولوهم خبرې وشي ،چې له افغانستان څخه دبهرنيو قواوو دوتلوپه صورت کې ددې وړتياولري ،چې دهېواد اوهېوادوالوساتنه وکولى شي .
حکومت هيله لري چې  د ډېروهېوادونوملاتړبه ترلاسه کړي ،اوپه ٢٠١١کال کې له افغانستان څخه  دامريکايي پوځيانوپه وتلوبه هم غور وشي ،
امريکا  او افغانستان دواړه هېوادونه هيله چې راتلونکي کال کې له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونودوتلو پروسې ته به دحل يوه سياسي لاره پيداکړي.
 افغان حکومت وايي چې دې کنفرانس ته به د١٥ ميلياردو ډالو په ارزښت پروژې وړاندې کړي  او هيله ده چې نړيوال به دافغان حکومت داوړانديزومني

ددې کنفراس يوه بله  مهمه  موضوع   به داوي چې  په افغانستان کې به له ټولوبهرنيوځواکونوڅخه وغوښتل شي چې په راتلونکې کې په هوايي،بمباريواوخپلسرو حملوکې دملګي اوبېګناه افغانانو له وژلواوځورولوڅخه کلکه ډډه وشي اودخلکوکورونه په خپل سرتلاشي نشي.
داچې افغانستان دلومړي ځل لپاره دداسې يوې تاريخي غونډې کوربه توب کوي نوبايدپه روانوستونزو هراړخيزه خبرې وشي،  دافغانستان په اقتصادي ،امنيتي اوټولنيزو مسايلوملاتړترلاسه شي اويوې مثبتې موافقې ته سره ورسېږي.

اوس چې افغانستان ته داسې يولوى وياړاو قوي چانس  ورپه برخه شوى چې د ډېروهېوادونو کوربه توب کوي اوله هغوى څخه دافغانستان دجوړولواوپرخپلوپښوودرولو په خاطر مرستې غواړي بآوردى چې هغوى به  هم ورسره دمرستو ژمنې کوي   ؛نو پکار داده چې دولت  بايد دامرستې په داسې ځايونو او  کارونو ولګوي  ،چې دهېوا داوهېوادوالوپه درد هم يوڅه دواشي ،نه داچې  دتېرپه شان بياټولې  مرستې دڅوګوتوپه شمار کسانوجېبونوته ورشي اوخپلې مزې چړچې پرې وکړي، دامرستې بايد د يو متوازن وېش له مخې دافغانستان په بيارغونه کې  مصرف شي،معارف ته د ودې ورکولوپه کارونوکې   ولګول شي اوهمدارنګه بايد دټولوبې وزلواوبې سرپرستو افغانانو مشکلاتوته پکې پوره پاملرنه وشي اوهغوى ته دکارکولوزمينه برابره شي.

رفيع الله روشن   

په افغانستان کښی په ډیره بی شرمی سره یوه بدرنګه لوبه روانه ده!

لکه ځرنګه چی درانه هیواد وال  خبر دی په دی ورستیو کښی د قومی ملیشو د جوړولو آواز ه توده ده.
خو د دی خبری اصلی ځیره نه غواړی ځان په دی نژدو کی ښکاره کړی!
  د  ۲۰۱۰ کال د جولای ۱۱ د   دی   یوی موضوع  په هکله  په ۳ بیلابیلو رسنیو کی ۳ بیلآبیل رپوټونه خپاره سول دغه دری رسنی  د بی بی سی فارسی تلویزیون ، د طلوع تلویزیون او د بی بی سی  د پښتو وبپاڼه.
د بی بی سی فارسی تلویزیون کښی دغه خبره تاید سوی ده او د دوی په ګزارش کښی د ناټو د ویاند  ژوزف بلاتز  ږغ او تصویر هم خپور سو چی هغه دا خبره تاید کړه او زیاته یی کړه چی  دغه قومی ملیشه د دوی لخوا نه بلکه د افغان دولت لخوا جوړیږی .  دغه رپوټ کی راغلی وه چی تر اوسه پوری د افغانستان په شمال کښی د ۷۰۰۰  په شا او خوا کښی  دغه ډول ملیشی جوړ سوی  هم دی. هغه زیاته کړه چی د کرزی د حکومت د کورنیو چارو وزارت ،  د امنیت د ساتلو په موخه دغه ګام پورته کړی دی.  ده زیاته کړه چی د جنرال پتریوس او کرزی اړیکی ډیری ښه دی او د دوی په میآنځ کی هیځ کوم جنجال نسته. (د دغه ګزارش ویډیو زه په خپل کمپیوټر کښی لرم مګر چون دا د یوه رسمی تلویزیون ویډیو د نو زه اجازه نه لرم چی په یوټوب کښی یی آپ لوډ کړم)
د بی بی سی په پښتو وب پاڼه کښی بیا په لاندی ګزارش کښی ویل سوی دی
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2010/07/100711_hj-karzai-petreaus-plan.shtml
چی کرزی د دغه پلان سره مخالفت کړی دی.؟؟؟!!!!
د طلوع په تلویزیون کی   د عین خبری ناستی ځخه بیآ  بل ډول ګزارش جوړ سوی دی. د دغه تلویزیون په  خبری سرویس کښی چی لینک یی  د دغه دی
http://www.youtube.com/watch?v=J9P9OFmCCx8&feature=channel
د ناټو د ملکی استازی ویاند دومنیک مدلی (چی یو وخت په طلوع تلویزیون کښی د ژورنالیستانو ټرنر او مشاور وو) له خولی ویل سوی دید چی د ناټو قوا وی ملیشی جوړولو هیځ کوم پلان نه لری او هرځه چی کیږی هغه د کرزی د حکومت په چوکاټ کی تر سره کیږی.
اوس دا چی اصله خبره ځه ده  حد اقل د دی مزدورو رسنیو د ګزارشونو نه یی پوهیدل ګران کار دی.  خو دا تری  حتماً معلومیږی چی حتماً یوه خبره خو سته!
د دی خبرو سره یو ځای د یوه لوړپوړی امریکایی چار واکی د خولی دا خبره هم خطا سوه چی د افغانستان د مسلی یوه د حل لاره د دغه هیواد تجزیه ده.
 همدا اوس د افغانستان په خاوره کی ۱۱۹۴۷۸ بهرنی عسکر د ناټو په چوکاټ کی  په دنده بوخت دی  او د  ۲۰۰۰۰  په شا او خوا کی امریکایی عسکر د آیساف د چوکاټ نه بهر په جګړه بوخت دی.
۱۳۴۰۰۰ په اصطلاح د ملی اردو عسکر د یرغل په خدمت کی دی!
د ۱۲۰۰۰۰ نه تر ۱۴۰۰۰۰ پوری ملی پولیس!
په سلهاو امنیتی کمپنی چی د هغو د غړو شمیر هم لږ تر لږه تر ۵۰۰۰۰ ډیریږی.
د امنیت یا استخباراتو کار کونکی ، جاسوسان ، ترجمانان او ...
که دغه ټولی شمیری سره یو ځای سی نو د دغو کسانو شمیر به  لږ تر لږه ځلورو لکو ته ورسیږی.
که دغه ځلور سوه زریز ځواک چی د اوسنی عصر په ډیره لوړه تکنالوژی سمبال هم دی ، نه سی کولای چی غربیآن د حتمی ماتی نه وژغوری نو ځرنګه داسی خیال کیدای سی چی دغه  قومی ملیشه دی دغه هدف تر سره کړی.
که د افغانستان د جګړی ۳۰ کلن تاریخ  ته یو ځغلنده کتل وسی نو په ورایه به ښکاره سی ، هغه دسیسی چی روسانو د خپل ماتی نه وروسته د افغان ولس په وړاندی وکارولی اوس یوځل بیآ د امریکایانو لخوا کارول کیږی!
کله چی روسانو خپله ماته په مړو سترګو ولیده نو د خپل فرعونی غرور د وجی نه یی  دا هوډ وکړ چی که موږ دلته مات سولو نو زموږ ماتونکی هم باید د ښی ورځ وه نه وینی او هغه وو چی د قومی ملیشو په جوړولو او د بی همت انسانانو په رانیولو سره یی د افغانستان د بدبختی دسیسه جوړه او د عملی کیدو لپاره یی د داکټر نجیب و جیب ته ور واچوله او د بی پشتوانی پیسو یی جیبونو ور ډک کړه او د قدرت پر ګدی یی کښیناوه. ( اوس امریکایان هم غواړی د خپلو دښمنانو نه د غچ اخستلو لپاره دغسی کار وکړی)
نجیب هم د خپلی خوږی ژبی په کارولو سره د  افغانستان لپاره د روسانو د تباهی پروګرام په ډیر صداقت سره په پلی کولو پيل وکړ.(
د ګلم جم او کیهانی او جباری او سید احمد او ... نورو خونخوارانو تر قوماندی لاندی یی د ولسونو عام او ساده وګړی تر سږمو مسلح کړل او د  نورو خوارو ولسونو په وړاندی یی د تباه کونکی ماشینونو په ځیر وه کارول.
 او د اوږدی مودی دښمنی یی د دی ملت په میآنځ کښي واچول چی تر اوسه پوری د هغو دښمنیو ترخه میوه زموږ په ویجاړ باغ کی تر سترګو کیږی.
روسانو د خپل شتون  په وخت کښی د سکاډ توغندیو ځخه کار نه اخیست ، مګر کله چی ولاړل نو و نجیب ته یی دغه غیر عادی سلاح ورکړه او نجیب هم په ډیر ذوق سره هره ورخ د کابل د چهاردهی ځخه پر هغه چا ورول چی د هغو سره یی د ملی روغی جوړی اعلان تبلیغاوه.
د بی پشتوانی پیسو چاپ یی په بی ساری ډول  پيل کړ او  د نجیب د اداری  په واک کی یی د خاصو احدافو لپاره ورکړ. روسانو دومره افغانی چاپ کړی چی ارزش یی لږ تر لږه دوه زره چند بایلود.
ډاکټر نجیب دغه پيسی د ځو تنو حرام خورو جنرالانو په اختیار کی ورکړی  او هغو ته یی عام او تام او بی پوښتنی صلاحیت د دغو پیسو د مصرف په هکله ورکړی وو. شاید درانه هیواد وال او په تیره بیآ د کندهار اوسیدونکو په یاد وی چی د پارلمان اوسنی استازی نورالحق علومی په کندهار کښی په میلیاردونو افغانی د مجاهدینو پر ځینی خاینو قوماندانانو باندی وه ویشلی چی هغو د دغه پیسو په بدل کی د نورو مجاهدینو سره جګړه پيل کړه.  ( علومی دغه بی حده صلاحیت نه یوازی د افغان ولس د جنګولو لپاره وکاراوه بلکه خپل حرام جیبونه یی هم په ډک کړه. علومی اوس ځو تنه پخوانی بګیل سوی پرچمیان پر ځان راټول کړی دی او د حزب متحد ملی په نامه یی یو ګوند جوړ کړی دی. په عدلیه وزارت کی د ثبتولو پر محال د دغه حزب ابتدایی سرمایه ۸۵ ملیونه ډالره په رسمی توګه ثبت سوی ده! اوس دا پوښتنه راپیدا کیږی چی دغه پیسی علومی د کومه ځایه کړی؟ تر هغه ځایه چی زه خبر یم علومیانو په ارغسان کښی ځه اندازه مځکی درلودلی ، مګر دغه مځکی اوس هم د دوی په ملکیت کی دی ، نو دا دومره پيسی ده کومه سوی؟؟ که علومی او یا د هغه خوا خوږی په دی هکله اعتراض لری نو زه کولای سم چی په دی هکله رسمی ثبوت هم وړاندی کړم)
هغو قوماندانانو د ډلی نه چی دغه پيسی به یی وه لاس ته راوړلی د کندها او هغه په شا او خوا سیمو کښی د حاجی لطیف (د ګل آغا شیرزی پلار) او بیآ خپله  ګل آغا (  هغه کور چی حاجی لطیف دغه رشوت تر لاسه کاوه اوس هم د کندهار په ښکاپر دروازه کښی آباد ولاړ دی او عین شاهدان یی ژوندی او دا خبره شاید د کندهاریانو نه ډیره پټه هم نه وی)  ، امیر لالی ، ملا نقیب الله ، او استاذ عبدالعلیم وه .
ډاکټر نجیب هغه وخت چی د قدرت پر ګدی ناست وو نو په واری واری یی دغه خبره تکارروله چی که زه د قدرت نه لری سم نو کلی په کلی او کوځه په کوځه به جګړه وسی او د وینو لښتیان به وبهیږی. نجیب دا خبره د کوم علم غیب د لاری نه کوله بلکه هغه او د هغه نا وړه سیاستونو همدومره دښمنیانی د دی ولس په میآنځ کی کرلی وی!
او کرزی او نور د هوټلیان کله چی نوبت ور ورسیږی نو وای چی که برهنی قواوی د هیواد نه ووزی نو ځه او ځه به پيښ سی!
دا خبره دوی د علم غیب د برکته نه کوی بلکه دوی پوهیږی چی د دوی د لاسه په دغه ولس کی ځومره زهر شیدندل سوی دی!!! د دوی د لاسه په لس هاوزره کسان په خپه مړه سول، د خپلو کورونو نه وشړل سول ، جایدادونه یی تری نه غصب سول ، حتی د ځارویو ځرځایونه تری نه منع سول.  دوی په دی ښه پوهیږی چی هر عمل عکس العمل لری او په دی تیرو وختونو کښی کوم ښه برخورد د دی ملت سره نه دی سوی چی عکس العمل یی هم ښه وی!
اوس کرزی هم عین هم هاغه د داکټر نجیب رول لوبوی! غواړی یو قوم د بل په مقابل کی وکاروی یو کلی د بل په ماقبل کی او یوه کوځه د بل په مقابل کښی. د ده   دا رول د نن ځخه نه دی شروع ، کرزی چی د لمړی ورځی ځخه د قدرت واګی په لاس کی اخیستی دی هیځ داسی کوم کار یی نه دی کړی چی هغه دی د هیواد د ملی ګټو په رڼا کی د تاید وړ وی.
د ده راتګ د افغانانو د بدبختی د یوه نوی پړاو پیل وو.
کرزی د یوی خوا د پخلاینی خبری کوی او د بلی خوا د خپل ورور د خولی د یرغلګرو نه په کندهار کی د عملیاتو د شروع خبره کوی.
کرزی هم په ظاهری توګه ګا او بیګا د بهرنیانو په هکله تر خولی تیری خبری کوی مګر د پردی شا ته هر هغه پلان چی یرغلګر یی د افغانستان د تباهی په هکله جوړ کړی د کرزی د پټاټی ټاپه ورسره ده.
د یوی خوا کرزی د قومی ملیشو د جوړیدو سره خپل مخالفت ښکاره کوی خو د بلی خوا د ده  د حکومت د کورنیو چارو وزارت دغه کار کوی. د یوی خوا د ملیشو د جوړیدو سره مخالف دی خو د بلی خوا د ده حکومت تر پنځوسو نه ډیر امنیتی کمپنیو ته د فعالیت رسمی اجازه لیک ورکړی دی. آیا کرزی او د ده په حکومت کښی هیځ داسی ځوک نه پوهیږی چی امنیتی کمپنی د ملیشی مډرن نوم دی؟ کرزی، وروڼه یی  او د ده د حکومت ډیر غړی  د همدی ملیشو د جوړیدا د برکته میلیونران سول!
آیا کرزی په دی نه پوهیږی چی عطا اوس هم هاغه  رول لوبوی چی دوستم په ۱۹۹۱ او ۱۹۹۲ کی لوباوه؟ کرزی ولی د عطا په مقابل کښی چپ پاتی دی؟
کرزی په دی بریالی سو چی اسمعیل خان د هرات نه لری کړی ګل آغا د کندهار نه ، نو ولی د عطا دسیسی نه خنثی کوی؟  داسی خو به نه وی چی کرزی د هغه پلان یوه مهره وی چی  وه هندوستان ته د امریکا د خاص استازی د خولی ځخه خطا سوه؟
آیا کرزی د خپلو وروڼو د میلیادر کیدلو لپاره کیدای سی چی د افغانستان د تجزیه او بربادی تر حده مخ ته ولاړ سی؟
د کرزی په سیاست کی به کله په ریشتیا سره د ملت مصلحت ځان را ښکاره کړی؟
د کرزی په حکومت کښی هر قاتل ، غل ، قاچاقبر ، خاین ... د مصلحت تر عنوان  لاندی ځای لری مګر  وطن ته د واضح خطر لری کول هیځ کله د  دی عنون لاندی ځای نه سی پیدا کولای؟

(البته دا هم د ویلو وړه ده چی د افغانستان د غمیزی یوازینی مسول یوازی کرزی هم نه دی مګر ځکه چی دی په ظاهری توګه د دی هیواد مشر دی نو ډیره ګوته وه ده ته نیول کیږی.)

يـ . سلیمان   

له بهرنيو پوځونو وروسته افغانستان

د امريكا ولسمشر بارك اوباما يو ځل بيا ټېنګار كړى، چې د راتلونكي كال په جون كې به د خپلو پوځونو وتل له افغانستان څخه پيل كړي او يو زيات شمير سرتېري به وباسي. د اوباما دغه هوډ له افغانستان څخه د امريكايي سرتېرو وتل حتمي كړي او هم دغه كار په افغانستان او لويديځ كې ځينې اندېښنې را ولاړې كړې دي.

د امريكا ځينې پوځي چارواكو  او د سنا غړيو له اوباما غوښتي، چې په دې  اړه له سره كتنه وكړي او ځينې نور بيا دغه نېټه سمه ګڼي او وايي، چې د افغان امنيتي ځواكونو روزنه دې چټكه شي او د افغانستان امنيتي چارې دې ورته وسپارل شي.

د اوباما په نوې ستراتيژۍ كې، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل، لكه نورې تنظيمي ډلې په واك كې د طالبانو شريكول، د افغان امنيتي ځواكونو پياوړي كول او د هېواد امنيتي چارې ورته سپارل، خو دا ټول كارونه د افغانستان د جګړې د يوې خوا پلان دى او په هغه صورت كې د دوى له خوښې سره سم پر مخ تلاى شي، چې د جګړې ابتكار د نوموړې غاړې په لاس كې وي.

افغان ولس، دولتي چارواكي او ان د دولت مخالف ګوند حزب اسلامي هم د ځواكونو له يو ځايي وتو څخه وېره لري او وايي، چې دا به په هېواد كې د كورنيو جګړو او د ګاونډيانو د لاسوهنې د زياتېدو سبب شي.

حزب اسلامي، خو په دې اړه يوه طرح هم لري، چې په كې د بهرنيو ځواكونو د وتو لپاره دوه كاله موده ټاكل شوې او په دې موده كې د يوې منځ مهالې ادارې او ورپسې د انتخاباتي دولت جوړېدل هم په پام كې نيول شوي، خو دغه پلان بيا هم په هېواد كې د سولې او امنيت لپاره تضمين نه شي بلل كېداى، ځكه دغه پلان نه دا په ډاګه كړې، چې كه بيا هم جنګ ادامه پيدا كوي، نو څه به ورسره كيږي، په داسې حال كې، چې د طالبانو پر وړاندې ټول امنيتي ځواكونه او ډلې كمزورې بريښي. په دې صورت كې به بيا هم له بهرنيانو څخه مرسته غوښتل كيږي، لومړى خو به هيڅ هېواد سملاسي د پوځوونو لېږلو ته زړه ښه نه كړي او كه بيا هم څوك زړه ښه كوي او افغانستان ته پوځونه استوي، نو پرته له دې، چې يو عمل تكرار شوى وي، بله معنى به ونه لري.

له بل پلوه دا هم څرګنده نه ده، چې د حزب اسلامي طرح به طالبان ومني كه نه؟ طالبانو تراوسه پورې د سولې په اړه هېڅ ډول طرح او ټولنيز مسووليتونه، نه دي په ډاګه كړي او يوازې له هېواد څخه د بهرنيو ځواكونو په وتلو ټينګار كوي او د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته هم د افغانستان لپاره كومه طرح نه لري.  دا دوه اړخه درلوداى شي، يو دا، چې د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته طالبان وسلې پر ځمكه ږدي، له حكومت سره كار نه لري او خپلو كورونو ته ستنيږي او بل دا، چې طالبان د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته د ځان پر وړاندې د ټينګې څوك نه ويني او په يو اړخيز ډول پر واك خېټه اچوي. د طالبانو د تېر ځل واكمنۍ ته كه وكتل شي، نو ليدل كيږي، چې دويم اټكل يقيني ښكاري، ځكه دوى د خپلې لومړۍ واكمنۍ پر مهال ژمنه كړې وه، چې د طالبانو هدفت له هېواد څخه د نا امنيو او پاټكونو وركول دي.
د واك او قدرت لېوالتيا نه لري، خو د كابل تر نيولو وروسته يې بيا خپلې ژمنې ته  شا كړه او له يوه سره يې د دولت پر څوكيو خېټې واچولې او هر ډول سياسي مسووليتونو ته يې شا كړه.

دوى څه ناڅه لوستي خپل ټول ياران په څو كېو وګومارل. ډاكټرانو، انجينرانو، پروفيسرانو، پوهانو او نورون ټولو د دوى تر لاس لاندې كار كاوه، سره له دې، چې وضعيت په طبع برابر نه و او تحقيرونكى ورته برېښيده، خو چاره به يې نه وه. د ولس پر وړاندې كه په لنډه توګه وويل شي د طالبانو واكمني په ټوله معنى يوه بې مسووليته واكمني وه، چې   دويم ځل ازمايښت ته به يې هيڅ سياستوال او د سليم عقل خاوند زړه ښه نه كړي. په دې خبره دوى ښه پوهيږي، چې په سياست او ټولنه كې له يوه غير بالقوه ځواك څخه پورته هېڅوك د دوى منلو ته حاضر نه دي، نو له همدې امله له انتخاباتي نظام سره جوړ نه دي او د زور له لارې د واك په تر لاسه كولو او د نظام پر تپلو ټنيګار لري.

تېرو تجربو ثابته كړې، چې دا راز كړنې لنډ مهالې دې او نتيجه نه وركوي، د زور له لارې د طالبانو واك ته رسېدلو پر وړاندې به ډير ژر د شمال پخوانۍ ټلواله  غبرګون وښيي او يو ځل بيا به د تېر په څېر حالت رامنځته شي.

د جګړې د يوې غاړې ملا پاكستان او عربان تړي او د بلې غاړې ملا به ايران، ازبكستان، روسيه او نور تړي. دغه  جګړې به مساوي مخته ځي او كېداى شي كلونه كلونه دوام وكړي او د هېواد د تجزيې باعث وګرځي ، ځكه د جګړې ملاتړ كوونكې غاړې يعنى پاكستان، ايران او روسيه هم د افغانستان پر تجزيه خوښ او هغه يې د ستراتيژيو مهمه برخه ده.

د امريكا او ناټو ځينې ستراتيژستان هم تر خپلې ماتې وروسته د افغانستان لپاره  ځانګړې سراتيژي بيانوي. دوى په دې اند دي، چې افغانستان بايد د ماتې په صورت كې په داسې  حالت كې پرېښودل شي، چې ګټونكى يې هم څوك نه وي. دوى باور لري، چې له افغانستان څخه د امريكا او ناټو ځواكونو له وتو وروسته طالبان صحنې ته داخليږي او جكړه لا ادامه پيدا كوي. په دغه جګړه كې به د دوى ځاى د دوى ستراتېژيك سيالان روسيه، پاكستان، ايران او چين ونيسي، دوى به هم د جګړې اورته تېل ورشيندي او له لرې به يې سيل كوي. دا پخپله دا ښيي، چې په دې صورت كې جګړه له كنټروله وځي او هيڅوك به د دې جوګه نه وي، چې د دغې جګړې مخه ونيسي.

د افغانساان په اړه راتلونكو نړيوالو سياستونو ته په كتو سره د افغانستان راتلونكې خورا تته او نه اټكلېدونكې ښكاري.
د هېواد پر جنوبي ولايتونو به د طالبانو واكمني وي او د تېر ځل په شان نادودې.

د هېواد پر شمالي ولايتونو به د جنګسالارانو حكومت او واكمني ټينګه وي او لكه د تېر ځل غوندې غلا، پاټكونه، نا امني او بې امنيتي به په كې واكمن وي.
د دغو دوو وروستيو حالتونو ترمنځ يو منځنى حالت هم شته، چې د افغانستان دولت او زياترو روڼاندو له ملاتړ څخه برخمن دى.

هغه د ځنيو اصلاحاتو په منلو سره د برحاله حكومت ادامه، د امنيتي ځواكونو پياوړتيا، د د ولت مخالفانو ته په واك كې برخه وركول، له هېواد څخه په تدريج سره د بهرنيو ځواكونو وتل او د اړتيا په وخت كې د دوى د سمبوليك شتون ادامه، چې په كورنيو عملياتو كې به برخه نه اخلي او د افغان امنيتي ځواكونو هوايي ملاتړ او نوره مرسته به كوي.

د دغه هدف تر لاسه كېدل د افغان دولت او افغان روشنفكرانو په هلو ځلو او د دولت د مخالفانو په كمزوري كولو پورې تړلې دي.

پيروزالدين پيروز   

ښاست او ښکلا : دانجینرګلبدین حکمتیار لیکنه

د ښايست په اړه هر څوك او هر دين او مذهب بېل بېل تعبيرونه او معيارونه لري، قرآن نېكي او نېك عمل د حسنه او حسنى (ښايسته او ښكلا) په نامه يادوي، د كافرانو په اړه فرمايي چي دوى حسنى تكذيبوي، راشئ وگورو چي ښايست څه دئ؟ ولي يو څه تر بل زيات ښايسته راته ښكاري؟ آيا ښكلا او ښايست زموږ د سليقې انتخاب دئ او زموږ د ذهن زېږنده؟ يعني دا موږ يو او دا او زموږ سليقه ده چي يو څه ته ښايسته وايو او بل ته ناښكلى، د خپلي سليقې شى راته ښكلى ښكاري او د بل د سليقې شى راته بد رنگى؟ يو زموږ مينه راپاروي او بل كركه؟ كه نه ښايست زموږ له ذهن او سليقې بهر شته والى لري؟ آيا ښايست دقيق نظم دئ كه موزون ترتيب؟ له ښه نظم نه ښايست راټوكېږي كه له موزون او دقيق ترتيب نه؟ طبيعت ښايسته دئ كه موږ ته ښايسته ښكاري؟ كه طبيعت ښايسته وي او په هغه كي د ښكلا بې شمېره مظاهر زموږ د ذهن زېږنده نه وي نو دا ښايست چا وركړى؟ دا د طبيعت په پراخي لمني كي، هر لوري ته او په هر گام كي د ښكلا او ښايست بې شمېره مظاهر د څه نښه گنلى شو او موږ ته څه پيغام لري؟
كه زه د يوه ښكلي ماشوم له خندا، موسكا، غږ، لاس پښو خوزېدا دومره خوند اخلم چي زړه مي راتخنوي، ما هڅوي چي په غېږ كي ئې واخلم او پر مخ او تندي ئې ښكل كړم، دا د ده ځانگړتيا ده كه زما د سليقې او ميني تقاضاء؟ دى ښكلى دئ كه ما ته ښكلى ښكاري؟ په ده كي داسي څه شته چي زما مينه راپاروي كه زه په زړه كي داسي مينه لرم چي د خړوبولو لپاره ئې ده ته ورنږدې كېږم؟ آيا دا مينه دې ته ورته ده چي كله زه تږى وم نو له اوبو خوند اخلم خو كه تږى نه وم همدا خوندوري اوبه راته بې خونده ښكاري؟!! كه داسي نه وي نو د ده د ښكلا او زما د ميني تر منځ دا تناسق او تړاو څنگه رامنځته كېږي او چا رامنځته كړى؟ كه زما مخي ته يو ښكلى انسان ولاړ وي، څېره ئې، سترگي او باڼوگان ئې، وروځي او وېښتان ئې، قد او ونه ئې، هر څه ئې زما عُجب او حيرانتيا راپاروي، زه ئې تر نورو ښايسته گڼم؛ خو كه د همدغه ښايسته انسان پر پزي گوته كېږدم، لږ ئې پيته كړم، يوې خوا بلي خوا ته ئې كږه كړم، وروځي ئې لږ لاندي باندي كړم، غوږ ئې لږ كوږ كړم، د خولې وښكي ئې يا لږ كش كړم يا ئې لږ لاندي باندي كاږه كړم، نو گورم چي د هغه ښايست زيانمن كېږي، هر تغيير د ده ښايست له منځه وړي. آيا د دې معنى دا نه ده چي ښايست يا دقيق نظم دئ او يا موزون ترتيب، داسي چي په دې نظم او ترتيب كي هر بدلون هغه له منځه وړي؟!! كه همدغه ښايسته انسان ته خيرني جامې ورواغوندم، پر مخ او وېښتانو ئې لږ دوړي او ايرې وشيندم، وروځي ئې ورسپيني او غاښونه ئې ورتور كړم، او سرې شونډي ئې ورژېړي كړم، څومره به بد ښكاري او هر څوك به ترې كركه كوي؟!! د دې معنى دا ده چي په ښايست كي ډېر دقيق تناسب، عميق نظم، ژوره انځورنه او رنگونه مراعات شوي، د رنگونو انتخاب او مناسب رنگونه يو د بل خوا كي اېښودل ئې هم يو اهم عنصر دئ، كه دا انتخاب او تناسب مراعات نشي ښايست له منځه ځي.
كه له يوه عادي سړي پوښتنه وكړې چي په انسانانو كي نارينه ډېر ښايسته دئ كه ښځينه، نو كه شرم ونه كړي ځواب به ئې دا وي چي ښځه تر سړي زياته ښايسته ده!! خو كه ورته ووايې: په مارغانو كي نارينه ئې ښايسته وي او كه ښځينه ئې؟ د مارغانو گڼ شمېر جوړې ورته يادي كړي، لكه چرگان، طاوسان، هيلۍ، مرغۍ، مينا، زركه او ... نو ځواب به ئې له ځنډه پرته دا وي: نارينه، نارينه، نارينه او نارينه، كه گڼ شمېر حيوانات ورته ياد كړي بيا به هم درته وايي: نارينه ئې ښايسته دي، نارينه ئې ښايسته دي. د داسي حيوان او مارغه نوم به وانه خيستى شي چي نارينه ئې تر ښځينه ښايسته نه وي!! پوښتنه دا ده چي آيا د انسان په اړه د ده قضاوت صحيح دئ، همدومره عادلانه او له كوم شخصي غرض لوړ چي د نورو په اړه ئې كوي؟ كه نه دلته او د انسان په اړه ئې قضاوت له ځانگړو عواملو اغېزمن شوى او د حقيقت خلاف غلطه پرېكړه ئې كړې؟ گواكي حقيقت دا دئ چي په انسانانو كي هم د ټولو نورو ژوو په څېر نارينه تر ښځينه ښايسته وي. خو ده دلته او انسان په اړه د خپل عقل او ښايست پېژندني استعداد او مَلَكې په حكم نه بلكي د شهوت تر اغېز لاندي پرېكړه كړې ده، كه خپل عقل د شهوت له اغېز نه آزاد كړي او بيا د قضاوت پر كرسۍ كښېني نو يقيناً چي د انسانانو په اړه به همغه قضاوت كوي چي د ټولو نورو ژوو په اړه ئې كوي.
كه ورته ووايې: ښځه ولي سينگار كوي، سترگي توروي، شونډي او اننگي سره كوي، پر تندي او زنې خالونه ږدي، رنگه رنگه جامې خوښوي، گاڼې اغوندي...؟ سينگار ته خو هغه څوك اړ وي چي څه كمى احساسوي، غواړي دا كمى پوره كړي، په ډول ډول سينگارونو سره غواړي هغه تشه ډكه كړي چي د نارينه په پرتله ئې په خپل ښايست كي احساسوي.
په نورو ژوو كي د نارينه او ښځينه تر منځ توپير په دې كي وي چي د ښځينه په پرتله د نارينه قد لوړ وي، اندامونه ئې مضبوط وي، څه بڼكې او وېښتان ئې تر ښځي زيات وي، په مرغانو كي د نارينه بڼكي ډېر رنگونه او انځورونه لري او ښځينه ئې هم د رنگونو له پلوه او هم د انځورونو له پلوه ساده او كم رنگه وي.
د انسان د نارينه او ښځينه تر منځ پر نورو توپيرونو علاوه نارينه پر مخ ږيره لري او پر بدن وېښتان، داسي لكه د زمريانو نارينه چي تر زنې لاندي او د غاړي شاوخوا كي زيات وېښتان لري، دا توپېرونه فطري دي او په دې كي ډېر ستر ستر علمي بنسټونه، مصلحتونه او حكمتونه په پام كي نيول شوي، دا يو فطري ضرورت دئ چي د ژوو په هري جوړه كي د ښځينه جوړښت له ساده والي او كم رنگوالي سره توأم وي، د دې عكس حالت د فطرت خلاف حالت دئ، په دې كي هر راز تبديلي مضره او خطرناكه ده، بدي پايلي لري، دا تبديلي داسي ده لكه له فطرت سره جنگ، داسي ده لكه د يوه ډېر ماهر رسام په يوه مهم انځور كي چي كوم ماشوم په خپل پنسل او قلم سره لاسوهنه كوي، گوتي د رنگ په بوتل كي منډي او د انځور له پاسه ئې راكاږي. له انسان پرته نور ژوي خپل فطري حالت ثابت ساتي او په هغه كي بدلون نشي راوستى، يوازنى مخلوق انسان دئ چي كولى شي له فطرت سره د مخالفت دريځ غوره كړي او هغه څه وكړي چي د ده د فطري غوښتنو خلاف وي. خو هغه نه پوهېږي چي له فطرت سره جنگ څومره بد عواقب لري، نه پوهېږي چي دا جنگ دى له كوم تور، سپېره او كرغېړن عاقبت سره مخامخ كوي. لكه څنگه چي انسان په داسي حال كي چرس، ترياك، هيروئين، سگريټ، شراب او نور مضر توكي كاروي چي د ده صحت او سلامتيا ته تاوان رسوي، همداراز دى د ښايست په هيله پر خپل ځان داسي ملنډي ووهي چي هم ئې ښكلا له منځه يوسي او هم ئې انساني وقار. يوه بېلگه ئې له غربي لنډغر او گنده فرهنگ نه متأشر شوي هغه مقلد او بد سليقه زلميان دي چي تنگ تنگ شړېدلي كوبايي پتلونونه اغوندي، پر مخ، ږيري او وېښتانو هره ورځ بېلي بېلي خندوونكې ملنډي وهي، په غاړه كي ئې زنځير، په لاسونو كي ئې بنگړي، د پتلون پايڅې ئې سپخېدلې، د زنگنو او كوناټيو برخي ئې شړېدلې، كوږ كوږ به روان وي او ...
بله بېلگه ئې هغه څوك دئ چي پر خپلي ږيري ملنډي وهي!! كله يو ډول كله بل ډول، كله له بره او كله له لاندي ئې تراشي!! له هغي څېره څومره بې مالگي او حتى كركجنه ښكاري چي ايراني ډوله ږيره ئې وي، له لاندي او بر نه ئې په مستقيمه ليكه وهلې وي، نرۍ كرښه ئې پر خپلي ژامي جوړه كړې وي، يا ئې د خپلي خولې شا وخوا د وېښتانو يوه دائره جوړه كړې وي، يا ئې د لاندنۍ شونډي لاندي تر زنې پوري څو وېښتان پرېښي وي، د سر وېښتان ئې له سرښناكي مايع نه په استفادې سره نېغ نيغ او شخ شخ ودرولي وي، او ... نه پوهېږم دا خلق د سليقې له پلوه څومر بد سليقه دي!! د ښايست پېژندني له پلوه څومره ناپوه او بدتميزه دي، له اخلاقي پلوه څومره پرېوتي دي، په ړانده تقليد كي څومره غرق دي، څومره پر ځان ملنډي وهي، نه پوهېږي چي الله تعالى هر څه ښايسته پيدا كړي، د هر څه طبيعي حالت ښايسته دئ، هر تغيير ښايست له منځه وړي، هغه ځوانكى څومره ښكلى او ښايسته ښكاري، ښايي په نړۍ كي تر هر ښايسته زيات ښكلى او ښايسته، چي ږيره ئې نوې رسېدلې، په غنم رنگي سپين نوراني مخ كي ئې د رښتيني ايمان، تقوى، متانت او ډاډه زړه نښي له ورايه برېښي!! زه هغي مېرمني ته حيران يم چي خپلي وروځي نرۍ كوي، د وروځو، سترگو، شونډو، او د مخ د نورو برخو تر منځ هغه طبيعي او فطري تناسب له منځه وړي چي د ښايست اصلي برخه ده، همغه تناسب چي په ښايست منتج شوى، او ښايست يعني همدا تناسب، دوى نه پوهېږي چي ښايسته انځور هغه دئ چي د رنگونو تر منځ ئې دقيق او موزون تناسب وي، په انځور كه له يوه رنگ نه بل ته تگ ئې تدريجي وي، د غنمي مخ او تورو وروځو تر منځ بايد يوه داسي غيرمستقيمه كرښه وي چي له يوه رنگ نه بل ته انتقال په تدريجي توگه تأمين كړي، د وروځو وېښتان داسي وي چي لومړنۍ او برنۍ برخه ئې په نريو نريو خفيف رنگه وېښتانو پوشل شوې وي، ورو ورو ئې وېښتان لوى او رنگ ئې غليظ شي، د منځنۍ برخي ويښتان ئې تر ټولو زيات لوى، پړېړ او تك تور وي، همغه ترتيب چي په فطري توگه د وروځو په جوړښت كي مراعات شوى، په مستقيمي ليكي او په مستقيمه ليكه بېل شوي رنگونه د ښايست او دقيقي انځورني مغاير كار دئ. طبيعت ځكه ښايسته دئ چي نه مستقيمي ليكي لري او نه په مستقيمه ليكه بېل شوي رنگونه، كه تاسو يوه گل، يوې وني، په ونو او بوټو پوښلي يوه غره ته ځير شئ او زړه راښكونكي ښايست ته ئې پام وكړئ دا هر يو به ځكه درته ښايسته برېښي چي د ښايست همدا اصل په كي مراعات شوى. كه د يوه ښايسته گل پاڼي ته ځير شئ وبه گورئ چي د پاڼي د بيخ او سر رنگ په تدريجي توگه له پاخه او غليظ رنگ نه ساده كمرنگه حالت ته تغيير كړى، همدغه تناسب هغې ته او ټول گل ته ښكلا او ښايست وركړى.
د انسان په مخ كي د وروځو، د سترگو د لاندي باندي منحني ليكو، د پزي د سر او سپږمو منحني ليكو، د برنۍ او لاندنۍ شونډي منحني ليكو او نورو ليكو تر منځ خاص تناسب په پام كي نيول شوى، د وروځو تراشل، نرۍ كول او په مستقيمه ليكه د ږيري لاندي باندي برخي خرېيل دا تناسب له منځه وړي او ښايست ته زيان رسوي.
الحمد لله ما په ځوانۍ كي ږيره پرېښوده، د ږيري له پرېښودو وروسته او هغه مهال چي د لومړي ځل لپاره مي هينداره خپل مخ ته ونيوله او خپلي څېرې ته ځير شوم له ځان سره مي وويل: هغه څوك څومره كمعقله دئ چي د ښايست او وقار دا مهم عنصر په خپل لاس له منځه وړي او ږيره خرېيي!! له هغه وروسته تر نن پوري د ږيري له لاندي او باندي كرښي نه د يوه وېښته كمول مي هم نه خوښېږي.
نارينه وو ته مي مشوره دا ده چي د الله تعالى له لوري دركړل شوي ښايست باندي قناعت او اكتفاء وكړئ، يوازي دومره تصرف وكړئ چي په فطري ښايست كي د تغيير په معنى نه وي، مه د ښځو په څېر جامې اغوندئ، مه سينگار كوئ او مه گاڼه كاروئ.
ښځو ته مي نصيحت دا دئ چي پر هغه ښايست قناعت او اكتفاء وكړئ چي ستاسو عليم او حكيم رب دركړى، سيالي دي تاسو هغه څه ته ونه هڅوي چي په خپل فطري ښايست كي د تغيير په معنى وي، شيطان لوړه كړې ده چي انسان به دې ته هڅوي چي په الهي خلقت او فطرت كي تغيير راولي، قرآن د شيطان وينا داسي بيانوي: وَ لأُضِلَّنَّهُمْ وَ لأُمَنِّيَنَّهُمْ وَ لاَمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكنَّ ءَاذَانَ الأَنْعَمِ وَ لاَمُرَنهُمْ فَلَيُغَيرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ وَ مَن يَتَّخِذِ الشيْطنَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسرَاناً مُّبِيناً * يَعِدُهُمْ وَ يُمَنِّيهِمْ وَ مَا يَعِدُهُمُ الشيْطنُ إِلا غُرُوراً * أُولَئك مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَ لا يجِدُونَ عَنهَا محِيصاً * النساء: 119-121
او حتماً به ئې تېرباسم او حتماً به هيلي په كي راولاړوم او خامخا به ورته امر كوم نو د څاروو غوږونه به غوڅوي او هرومرو به ئې گمارم نو د الله د مخلوق جوړښت به بدلوي او څوك چي له الله پرته شيطان دوست ونيسي نو په ښكاره تاوان سره ئې تاوان وكړ. وعدې ورسره كوي او هيلي په كي راولاړوي او شيطان خو له تېرايستو پرته څه وعده نه ورسره كوي. دوى همغه دي چي مېشت ځاى ئې دوزخ دئ او له هغه نه به د خلاصون چاره نه مومي.
د شيطان ملگري د هغه رټل شوي شيطان په تحريك دا كار كوي چي په څو خبرو ئې لوړه كړې:
• د الله د بندگانو يوه برخه به هرو مرو په دام كي غورځوم.
• له سمي لاري به ئې تېرباسم.
• په كږو لارو تگ به ورته ښايسته كوم، داسي چي له هغې ډېري هيلي او طمعي ولري او رنگين رنگين خوبونه ورته وگوري.
• په دې به ئې گمارم چي د خپلو بتانو لپاره څاروي په نخښه كړي او غوږونه ئې ورغوڅ كړي.
• او په دې به ئې گمارم چي الهي سنن بدل كړي، د فطرت خلاف گام واخلي، د الله د مخلوق په جوړښت كي تغيير راولي.
په دغو څو لنډو جملو كي د شيطان ټول هغه خبيث كارونه په گوته شوي چي په خپلو ملگرو ئې ترسره كوي. د شيطان ملگرتيا او ټول هغه كارونه كول چي د شيطان د حزب غړي ئې بايد ترسره كړي، له سمي لاري انحراف او كږېدل او په كږو لارو كي خپلو موخو ته د رسېدو هڅه كول، شرك، د دروغجن معبود لپاره قرباني، له فطرت سره جنگ او د هغو الهي سننو د بدلولو هڅه چي د ټولو مخلوقاتو په پيدايښت او جوړښت كي مراعات شوي. دا چي گورئ څوك سالم او پاكيزه جنسي تعلقات پرېږدي او ناولې لاري او غير فطري طريقې غوره كوي، دا د همجنسانو تر منځ غير فطري جنسي تعلقات، د خپل فطرت خلاف هغه مخدره مواد استعمالول چي بې سده ئې كړي او د خپلو حواسو اداره كول له لاسه وركړي، دا چي نارينه غواړي ځان د ښځي په څېر كړي او ښځه ځان د نارينه په څېر، په لباس كي هم او په حركاتو او سكناتو كي هم، دا چي نارينه ږيره خريي، هره ورځ د خپل مخ د پوستكي په مليونهاوو حجرات ريبي، لنډه موده وروسته ئې مخ گونځي گونځي شي، د زنې لاندي غوښه ئې راوځړېږي، دا همغه له فطرت سره جنگ دئ چي شيطان خپل ملگري ورباندي گماري، دا چي گورئ څوك د دروغجنو معبودانو لپاره په انسان، حيوان او حتى په خپل ځان ظلم كوي، څوك د څاروي غوږ غوڅوي، څوك ځان وهي، څوك رياضتونه په ځان مني، څوك رهبانيت ته مخه كوي او څوك له نكاح ډډه كوي، دا هر يو په حقيقت كي د شيطان هغه قسمونه رښتيني كوي.
عجيبه ده چي څوك په دې عالم كي (ښكلا) او (ښايست) احساسولى شي، خوند ترې اخلي، ستاينه ئې كوي او مينه ورسره كوي خو سره له دې له هغه ذات نه انكار كوي چي دا ښايست او ښكلا ئې په طبيعت كي پيدا كړې!!
نه پوهېږو چي ستا "عقل" څنگه مني چي دا ټوله هستي، په دې كي بې شمېره ښكلي او ښايسته مخلوقات، په هري برخي كي ئې د "علم"، "هنر"، "دقت" او "هدف والي" خورې نښي، له "عليم"، "قدير" او "حكيم" خالق نه پرته پيدا شوي؟! په يوه "مصنوع" او "جوړ شوى" شي كي د "علم" او پوهي نښي موږ دې ته اړ باسي چي ووايو: پيداكوونكى ئې پوه دئ، د "دقيق" او "ظريف" انځورني نښي موږ ته وايي: پيداكوونكى ئې ماهر رسام دئ، په ظرافت پوه دئ، كه څه هم موږ نه د دې توكي "پيداكوونكى" ليدلى او نه د دې ښكلي انځور "رسام"، فقط د ده په "پيدا كړي" شي كي مو د ده د لاس آثار ليدلي، زموږ عقل له آثارو نه د خالق، صانع، رسام او مصور په شته والي باور كوي. آيا دا هري خوا ته تر سترگو كېدونكې ښكلا او ښايست، كمال او جمال، نظم او دقت او دا چي گورئ هر څه داسي سم او ښكلى پيدا شوي چي په هغه كي معمولي تغيير د هغه ښكلا او ښايست ته تاوان رسوي، آيا دا ټول په دې شهادت نه وركوي چي د دې عالمونو (رب) د ستاينو وړ او له هر عيب او نقص نه منزه او پاك ذات دئ؟!!