کله چې لمر ډوبېږي اسمان ولې سور رنګ غوره کوي؟::
اناهيتا روهي
کله چې لمر په خپله تل يو رنګ لري،نو څنګه اسمان ته بېل بېل رنګونه ورکوي ؟ کله چې ماښام لمر ډوبېږي نو رڼا يې بل ډول ماتېږي يا بل ډول منعکس کيږي. هغه ﻻره چې د هوا په تشيال کې د لمر رڼا پرې تېرېږي، ډيره لويه ده. د لمر د ډوبېدو پر وخت ټول رنګونه موجود وي خو موږ يوازې سور رنګ وينو ځکه سور يوازينی رنګ دی چې له ورايه ښکاري.
که چيرې هوا بيخي صافه وي نو داسمان رنګونه تت ښکاري، که غبار وي د اسمان رنګ نور هم تياره او اغېزمن وي. همدا لړۍ په لمر خاته کې هم تکرارېږي خو توپير يې يوازې دا دی چې د اسمان د رنګ بدلون په لمر خاته کې ختيځ لوري او د ډوبېدو په وخت کې لويديځ لوري ته ښکاري.