حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه

نوم يې عبدالله ، كنيت يې ابوبكر , صديق او عتيق يې لقبونه وو . دپلار نوم يې عثمان كنيت يې ابو قحافه او دمور نوم يې سلمى او ام الخير يې كنيت وو .
دپلار دلورې د نسب پوره كړۍ يې داده : عبدالله بن عثمان بن عامر بن عمرو بن كعب بن سعد بن تيم بن مُره بن كعب بن لوئ القرشي التميمي .
او دمور دلورې دنسب كړۍ يې په دا ډول ده : ام الخير بنت صخر بن عامر بن كعب بن سعد بن تيم بن مُره ( طبقات ابن سعد قسم اول دريم ټوك119 مخ) پدې ډول دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه نسب دمور او پلار دواړو له لورې په شپږم پشت درسول الله صلى الله عليه وسلم له نسب سره يو ځای كيږي .

دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه پلار

دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه پلار ابو قحافه عثمان بن عامر دمكې له شرفاوو څخه او دډير عمر سړى وو , په پيل كې هغه هم داسلام غورځنګ هسې يوه ټوكه بلله له همدې كبله حضرت عبدالله وايي كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم هجرت وكړ نو زه درسول الله صلى الله عليه وسلم په لټه كې دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه تر كوره راورسيدم هلته ابو قحافه موجود وو هغه حضرت علي رضي الله عنه پدې لاره دتيريدو په مهال ليدلى وو نو ډير دغصې په حالت كې يې وويل چې دې هلكانو زما زوی هم خراب كړ ( الاصابه 4 ټوك 221مخ )
ابو قحافه دمكې تر فتحې پورې پخپل پلارني مذهب ولاړوو دمكې تر فتحې وروسته يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم په مسجد كې تشريف درلود چې ابوبكر له خپل پلار سره يو ځای درسول الله صلى الله عليه وسلم ليدو ته راغى ,كله چې درسول الله سترګي پرې ولګيدې نو ويې فرمايل اى ابوبكره تا (دلته په راوستو سره)خپل پلار ولې وځوراوه زه به ورغلى وم ,كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دابو قحافه سپين ږيرتوب وليد نو دابو قحافه په حالت يې رحم راغى او خپل دشفقت لاس يې دهغه په سينه ورتير كړ او دښو او مباركو تورو تلقين يې ورته وكړ او په اسلام يې مشرف كړ هغه درسول الله صلى الله عليه وسلم له رحلته وروسته دابوبكر رضي الله دخلافت زمانه هم وليده اوپه 14هجري كال كې د97 كلونو په عمر مړشو . (اصابه 4 ټوك 222 مخ )
 

دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه مور

حضرت ام الخير سلمى بنت صخر رضي الله عنها له هغو كسانو نه شمير ل كيږي چا چې په پيل پيل كې داسلام حق مذهب قبول كړ,تردې له مخې يواځې 39 كسانو اسلام راوړى وو او هغوی هم په جار دخپل اسلام ښكارندوينه نشوا كولای اونه يې هم داسلام بلنه په ښكاره ډول كولای شوا. حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه چې يو ځل له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اجازه وغوښته او مشركين يې په جار سره اسلام ته راوبلل نو مشركينو هغه سخت وواهه خو په دې ربړ سربيره حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دخپل كور غړو ته داسلام بلنه وركوله هماغه وو كله چې سهار شو نو له خپلې مور سره دارقم بن ارقم رضي الله عنه كورته درسول الله صلى الله عليه وسلم ليدو ته راغى او عرض يې وكړ چې اى دخدای رسوله ! زما مو ر حاضره ده هغې ته دحقې لارې لارښوونه وكړئ : نو رسول الله صلى الله عليه وسلم هغې ته داسلام راوړو بلنه وركړه او هغه په اسلام باندې مشرفه شوه ( الاصابه 8 ټوك 229 مخ ) حضرت ام الخير هم دډير عمر ښځه وه دحضرت ابو بكر صديق رضي الله تر خلافته پورې ژوندۍ وه ليكن له خپل خاوند نه مخكې مړه شويده . ( الاصابه له طبراني )نه .

دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه حليه

حضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه ډير دنريو اندامونو څښتن وو ,څهره يې لغږوښي او غنم رنګى وو , تندى يې لوړ او پراخ وو , سترګې يې ور ننوتلي وې او په ويښتانو به يې دنكريزو خضاب لګاوه .

دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه مېرمنې او اولادونه

حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په مختلفو مهالونو كې له يوه نه ډير ودونه كړي وو .له كومو ميرمنو نه چې يې اولادونه شوي دهغوی نومونه دادي :
قتيله يا قتله : له دې څخه يې حضرت عبدالله او حضرت اسماء رضي الله عنهماپيدا شو .
ام رمان : دادام المؤمنين حضرت عايشې او حضرت عبدالرحمن رضي الله عنهما مور وه .
اسما : له دې څخه محمد بن ابي بكر پيدا شو .
حبيبيه بنت خارجيه : دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ترټولو كشره لور( ام كلثوم )له همدې نه پيدا شوې وه .


دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه ژوند

حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه له اسلام څخه تر مخه يو بډای سوداګر وو چې په ديانت ,ريښتنولۍ او امانت ساتلو كې يې وتلى نوم درلود . د مكې اوسيدونكو به دهغه دعلم , تجربې او ښو كړو وړو له امله دهغه ډير عزت كاوه .دجاهليت په زمانه كې به د خون بها مال دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه په كور كې يوځاي كيده كه به دبل چا كره يوځای شو نو قريشو به هغه مال نه مانه .(كنزالعمال 6 ټوك 313 مخ ) دجاهليت په زمانه كې هم ابوبكر صديق رضي الله عنه له شرابو نه همداسې بد وړل لكه داسلام په زمانه كې , اوويل به يې چې دشراب څښل دانسان عزت ته زيان رسوي .
له حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه سره له ډيره وړوكوالي درسول الله صلى الله عليه وسلم مينه وه او درسول الله صلى الله عليه وسلم دملګرو په ټولۍ كې ګډ وو. دسوداګرۍ په ډيرو سفرونو كې به هم له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ملګرى وو (پورتنۍ حواله) كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم نبي وټاكل شو نو هغه په پټه خپل ټول مخلصين او درازملګري پدې حقيقت خبر كړل نو حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ترټولو لومړی سړی وو چې د رسو لله صلى الله عليه وسلم سره دبيعت كولو لپاره يې لاس ور اوږد كړ .كه څه هم ځينو مؤرخينو ليكلي چې تر ټولو مخکې حضرت خديجې رضي الله عنهااسلام راوړ ځينو بيا حضرت علي رضي الله عنه ليكلى ځينو حضرت زيد بن ثابت رضي الله عنه ليكلى ليكن له ډيرو اثارو او دلايلوڅخه دا په ډاګه كيږي چې تر ټولو مخکې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه اسلام راوړى , او ددې نورو اثارو او احاديثو تطبيق څيړونكو څه پدې ډول كړى چې : په ښځو كې ام المؤمنين حضرت خديجې رضي الله عنها لومړى اسلام راوړى , په ماشومانو كې حضرت علي رضي الله عنه ,په غلامانو كې حضرت زيد بن ثابت رضي الله عنه او په ازادو او بالغو سړو كې بيا حضرت ابو بكر رضي الله عنه تر ټولو ړومبى په اسلام باندې مشرف شوى دى . فتح الباري 7ټوك 130 مخ .
دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه له مسلمانيدو سره سم داسلام دپر مخ تللو لړۍ پيل شوه او دحضرت عثمان بن عفان , حضرت زبير بن عوام,حضرت عبدالرحمن بن عوف , حضرت سعد بن ابي وقاص , حضرت طلحه بن عبدالله ,حضرت عثمان بن مظعون , حضرت ابو عبيده ,حضرت ابو سلمه ,حضرت خالد بن سعيد بن العاص رضي الله عنهم په څيرجليل القدره خلک هم دحضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه دزېارايستلو په پايله كي مسلمانان شول .
حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په خپل كور كې دلمانځه كولو لپاره يو ځانګړى مسجد جوړ كړى وو چې ډير په عاجزۍ او خشوع وخضوع سره به يې لمونځ پكې ادا كاوو , صديق رضي الله عنه ډير زړه نرمى انسان وو ,كله چې به يې دقرآن كريم تلاوت كاوو نو له سترګو څخه به يې اوښكې بهيدلې آن تردې چې خلكو به دهغه ژړااوريدله او ټول به رايو ځای شول او له دې اثر درلودونكي منظر څخه به ډير متاثر شول . بخاري باب هجرة النبي واصحابه .
حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه به دخدای په لاره كې ډير مالونه وركول په سنه 9 هجري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم دغزوۀ تبوك دتيارۍ لپاره دخدای جل جلاله په لاره كې دمالونو دوركولو اعلان وكړ نو حضرت عمر رضي الله عنه دخپل كور نيمايي مال دخدای په لار كې دوركولو په بڼه درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته راوړ او دا ګمان يې وكړ چې كيدای شي نن زه په نيك كار كې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ته ماتې وركړم خو حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دخپل كور ټول مال راوړ او درسول الله صلى الله عليه وسلم مخې ته يې كيښود , رسول الله صلى الله عليه وسلم له حضرت عمر څخه وپوښتل چې تا خپل اولادته څه پريښودل؟ نو حضرت عمر وفرمايل چې نيمايي مال مې اولاد ته پريښود او نيمايي مې دخدای جل جلاله په لار كې د صدقه كولو په نيت ستاسې حضورته راوړ , بيا يې له ابو بكر صديق رضي الله عنه څخه وپوښتل چې تا خپل اولادته څه پريښودل؟ هغه ورته وفرمايل : چې اى دخدای رسوله ! ما چې څه په كور كې درلودل نو هغه مې ټول ستاسې حضورته راوړل , اوويي فرمايل چې كور مې الله تعالى او دهغه رسول ته پريښود (هغه به له خپله درباره زما روزي راكوي ) دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دا وينا درسول الله صلى الله عليه وسلم ډيره خوښه شوه او دحضرت ابو بكر صديق ستاينه يې وكړه ,نو حضرت عمر رضي الله عنه وايي چې ما له ځان سره وويل چې ريښتيا هم په نيكو كارونو كي تر حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه وړاندې کيدل اسان كار نه دى . ترمذي مناقب ابو بكر رضي الله عنه .
رسول الله صلى الله عليه وسلم چې تر ټولولومړى دمسجد دجوړولو لپاره دكومې ځمكې انتخاب كړى وو هغه ديتيمانو وه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم نه غو ښتل چې ديتيمانو په ځمكه مسجد جوړ كړي خو حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دهغې ځمكي قيمت هغو يتيمانو ته وركړ او درسول ا لله صلى الله عليه وسلم له رايې سره سم په هماغې ځمكې مسجد جوړ شو . فتح الباري 7ټوك 193 مخ .

دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ځانګړتياوې

1-حضرت ابو بكررضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه وو چې په نړۍ كې ورته د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې دجنتي توب زيرى وركړل شوى وو .
2- داسلام دلومړي خليفه په توګه وټاكل شو .
3- په بالغو نارينه و كې ترټولو لومړى په اسلام باندې مشرف شو.
4- درسول الله صلى الله عليه وسلم دخسرتوب وياړ ورپه برخه شو .
5- په غار حرا كې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دملګرتوب له كبله ورته د(يارغار) دلقب اخيستلو شرف حاصل شو .

په لاندې غزاوو كې حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه فعاله ونډه اخيستې وه

1- غزوۀبدر 2-غزوۀ احد 3-غزوۀ بني مصطلق 4-واقعۀ حديبيه 5- امارت حج .

دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه وفات

كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې نړۍ څخه دآخيرت په لورې سفر وكړنو دمرتدينو او په دروغو دنبوت ددعوې كوونكو يو سيلاب راپورته شو له بله پلوه ځينو مسلمانانو دزكوة له وركړې څخه هم ډډه وكړه نو دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دخلافت ډيره برخه له هغوی سره په مقابله تيره شوه ايله څه باندې دوه كاله وتلي وو او له داخلي فتنو څخه خلاصون او دفتوحاتو پيل شوى وو چې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دمرګ په مرض اخته شو . حضرت عايشه صديقه رضي الله عنها وايي چې په يوه سړه ورځ حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه ولامبل او له هغه وروسته يې سخته توده تبه پيل شوه چې نژدې 15 ورځې يې دوام درلود دمرض په مهال يې وپوښتل چې نن كومه ورځ ده ؟ ورته وويل شو چې نن دو شنبه ده , بيا يې وپوښتل چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په كومه ورځ وفات شو ؟ ورته وويل شو چې ددوشنبې په ورځ نو ويې وفرمايل چې زه هم هيله لرم چې په همدې نن شپه دخپل اجل بلونكي ته ښه راغلاست ووايم هماغه وو چې دسه شنبې په شپه د63 كالو په عمر په 13 هجري كال دجمادى الاولى په پای كې د تل پاتي نړۍ په لورې مسافر شو . انا لله وانا اليه راجعون .
له وصيت سره سم يې د شپې په مهال دكفن او دفن تياري وشوه , خپلې ميرمنې حضرت اسماء بنت عميس رضي الله عنها ورته غسل وركړ , حضرت عمر فاروق رضي الله عنه يې دجنازې لمونځ اداكړاو حضرت عثمان ,حضرت طلحه ,حضرت عبدالرحمن بن ابي بكر , او حضرت عمر فاروق رضوان الله تعالى عليهم اجمعين قبر ته ورټيټ كړ او پدې طريقه سره درسول الله صلى الله عليه وسلم دژوندوني ملګرى دتلپاتې ملګرتيا په بڼه درسول الله صلى الله عليه وسلم په خوا كي خاورو ته وسپارل شو او پدې څه كولوسره له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دنيوي مينې په پايله كې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه داخروي ملګرتوب لپاره له رسول الله صلى الله علي وسلم سره يوځای جنت ته ننووت .
رضي الله عنهم ورضوا عنه .

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه

نوم يې عمر كنيت يې ابو حفص او لقب يې فاروق وو , دپلار نوم يې خطاب او دمور نوم يې ختمه وو .دنسب پوره كړۍ يې داسې ده :
عمر بن الخطاب بن نفيل بن عبدالفرى بن رباح بن عبدالله بن قرط بن رزاح بن عدي بن كعب بن لوئ بن فهر بن مسالك .
دعدي دوهم ورور مُره وو چې درسول الله صلى الله عليه وسلم له نيكونو نه شميرل كيږي ,له همدې امله دحضرت عمر رضي الله عنه نسب په اتم پشت له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ګډيږي .
حضرت عمر رضي الله عنه له نبوي هجرت څخه څلويښت كاله دمخه دې نړۍ ته سترګې پرانيستې . دځوانۍ عمر يې په شريفوعربوكې دوتلو زده كړولكه دنسب دزده كړي ,سپه ګري ,پهلواني ,او خطابت غوندې دشريفانه اعمالوپه كولوكې تير كړاو پدې علومو كې يې وتلى نوم او لوړ مقام تر لاسه كړ .
له نوموړوعلومو سره سره حضرت عمر رضي الله عنه ليك لوست هم زده كړ ,ځكه خو هم دهغه شمير له هغو كسانو نه كيږي كوم چې آن دجاهليت په مهال يې ليك لوست زده كړی وو.
هغه به دجاهليت په زمانه كې هم دخپل فكري تدبر ,سالم عقل او لوړې حوصلې درلودو له امله په ټولو مهمو مسائلو كي دقريشو دسفير او دريم ګړي په توګه ټاكل كيده او دخپل خدای وركړي معامله فهمۍ او تجربې له امله به يې ډيرې لويې لويې مسئلې په خورا لږه موده كې حل او فصل كولې .
دحضرت عمر رضي الله عنه دعمر اووه ويشتم كال وو چې دعربو دجاهليت په تورو ډګرونو داسلام روڼ لمر وځليده ,او دمكې له هرې درې نه دتوحيد ازانګې خپرې شوې , د نورو مشركينو په څير حضرت عمرفاروق رضي الله عنه ته هم دتوحيد دې اوازونو خوند نه وركاوه اوتل به د داسې اوازونوله اوريدو څخه په غصه كيدو , او دې اوازونو ته به يې دكركې په سترګه كتل , آن تردې چې دخپلې كورنۍ يوه مينځه (بسينه) يې داسلام دراوړلو له امله دسزا وركولو په توګه دومره ووهله چې مرګ ته يې نژدې كړه .
دجاهليت په مهال دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه داسلام دښمنۍ په اړه د سيرپوهانو له لورې دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه يوه وتلې كيسه ليكل شوې چې رانقلول يې اړين بولم :

" كله چې حضرت عمرفاروق رضي الله عنه وليدل چې اسلام ورځ په ورځ مخ په وړاندې روان دى نو فكر يې وكړ چې داسلام دوركولو لپاره دحضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم (وژل) ډير ضروري دي نو دهمدې ناوړې موخې د پوره كولو لپاره يې خپله توره تر ملا وځړوله او راروان شو. كله چې يې څه سفر وكړ نو په لاره كې له نعيم بن عبدالله سره مخامخ شو, هغه چې دده حالت وليدنو پوښتنه يې ځنې وكړه چې خير خو به وي ؟ حضرت عمررضي الله عنه ورته وويل چې غواړم دحضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) فيصله وروكړم په همدې موخه له كوره راوتلى يم .
نعيم ورته وويل چې ته لومړى دخپل كورخبر واخله ستا خور او خاونديې دواړه مسلمانان شوي , حضرت عمرفاروق رضي الله عنه چې دا واوريدل نو راستون شو اودخپلې خور كورته په داسې حالت كې راورسيدو چې هغې دقرآنكريم تلاوت كاوه , خوكله چې يې دحضرت عمررضي الله عنه دقدمونو غږ واوريده نو پټه خوله شوه او قرآني ورقې يې پټ ځای كيښودې .
خوحضرت عمررضي الله عنه ددې غږ اوريدلى وو نو ورڅخه ويي پوښتل چې دا اواز دڅه شي وو؟ خور يې ورته وويل دهيڅ شي هم نه وو , حضرت عمرفاروق رضي الله عنه ورته وويل چې زه خبر شوى يم چې تاسې دواړه (مرتدان) شوي ياست ؟ له دې وينا سره سم حضرت عمر رضي الله عنه دخپلې خور له خاوند سره لاس او ګريوان شو كله چې يې خور خلاصي ته راغله نو هغه يې هم دومره ووهله چې آن ويني يې پرې وبهولې .
خو له دې وهلو سره نه يواځې داچې ددې دواړو له اسلام سره په مينه كې كوم كمى رانغى بلكه خور يې ورته وويل عمره : چې څه كولای شې ويې كړه اسلام اوس زمونږ په زړه او د وينو په رګونو كې ځای نيولى چې هيڅ د وتو لار يې نشته . دخور دې تورو دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په زړه كې ډير اثر وكړ او د ورورولۍ له احساس نه په ډكو كتلو سره يې خپلې خورته وكتل چې ويې ليدل دهغې له زخمونو نه دسرې وينې دارې وهي نو زړه يې نور هم نرم شو او خپلې خور ته يې وويل چې تاسې چې څه تلاوت كول هغه ماته هم راوښاياست هماغه وو چې خور يې فاطمې ورته دقرآنكريم اجزا په مخكې كيښودل نو دسورة الحديد دا آيت شريف (سبح لله مافي السماوات وما في الارض) ليكلى وو او له دې يوه يوه توري څخه دهغه په زړه كې دومره رعب ډيريدو چې كله د(آمنوا باالله ورسوله) آيت ته ورسيد نو بې اختياره يې چغه كړه چې (اشهدان لااله الاالله وان محمدا رسول الله) .
دا هغه مهال وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دصفا ترغره لاندې دارقم بن ارقم رضي الله عنه په كور كې تشريف درلود ,حضرت عمرفاروق رضي الله عنه چې كله هلته ورغى نو دروازه يې ور وټكوله څنګه چې دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه توره په لاس كې وه نو ځينې صحابۀ كرام ده ته دننه داجازې وركولو په اړه متردد شول ,ليكن حضرت حمزه رضي الله عنه وويل چې راپرې يې ږدئ كه هغه مخلصانه راغلى وي نو ډيره ښه او كه يې نيت خراب وي نو پخپله توره به يې سر ور پرې كړم ,كله چې حضرت عمر رضي الله عنه پښه دننه كيښودله نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته رامخكې شو او له لمنې نه يې ونيو او ورته ويې وفرمايل وايه عمره په كومه موخه راغلى يې ؟
حضرت عمررضي الله عنه چې دنبوت دغه له جلاله ډك غږ واوريدو نو په رپيدا شو او په ډيره عاجزۍ سره يې وويل (ايمان راوړلو ته راغلى يم) ددې تورو له اوريدو سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم په بې اختياره توګه د(الله اكبر) دومره زوروره ناره وكړه چې شاوخوا ټول غرونه دهغه له اوازه ولړزيدل .
سيرة النبي 1 ټوك 209-210 مخونه داسدالغابې وابن عساكر ,او كامل ابن اثير په حواله .
همدا روايت له لږ بدلون سره دار قطني ,ابو يعلى,حاكم او بيهقي هم له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت كړى ا وهغوی دسورة حديد په ځای دسورة طه دآياتونو ذكر كړى .

دقريشو دوو لويو لويو سردارانو ته 1- ابو جهل او2- حضرت عمررضي الله عنه ته رسول الله صلى الله عليه وسلم پدې تورو سره دعا كړيوه چې :
??اللهم اعز الاسلام باحدالرجلين اما ابن هشام واما عمر بن الخطاب ,, اى خدايه اسلام ته دقريشو له دوو سړو نه په يوه سړي سره عزت ور وبښه يا په ابن هشام (ابو جهل) يا په عمر بن الخطاب . درسول الله صلى الله عليه وسلم دهمدې دعا بركت وو چې حضرت عمر رضي الله عنه داسلام سپيڅلى دين ومانه اوزړه يې دشريعت په حقو لارښوونو سپين وځليده .

عامو مؤرخينو او سيرت پوهانو ليكلي چې دنبوة په اووم كال حضرت عمر رضي الله عنه اسلام راوړ او تردې دمه نژدې نهه ديرشو كسانو ايمان راوړى وو چې حضرت عمررضي الله عنه يې څلويښتم تن شو .
كله چې دحضرت عمررضي الله عنه داسلام راوړو خبره قريشو ته ورسيده نو هغوی ډير وځوريدل او ويل به يې چې (صبا عمر) ??عمر بې دينه شوى - نعوذباالله,, بخاري-اسلام

دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه  حليه

حضرت عمر فاروق رضي الله غنم رنګى سړى وو وسر يې برابر وو نه غټ نه وړوكى ,دغامبورو غوښه يې لږ وه , ږيره يې ډيره ګڼه بريتونه يې غټ غټ او قديې ډير لوړ وو آن تردې چې د ډيرو خلكو په منځ كي به هم له ورايه څرګنديده .
 

ميرمنې او اولادونه يې

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په مختلفو مهالونو كې له يوه نه ډير ودونه كړي وو,چې تفصيل يې په لاندې توګه بيانيږي :
زينب -دعثمان بن مظعون خور په مكه كې مسلمانه او هم هلته په حق ورسيده.
قريبه بنت ميته المخزومي ?داسلام دنه منلو له امله يې طلاق وركړ.
مليكه بنت جرول-داسلام دنه منلو له امله يې طلاق وركړ.
عاتكه بنت زيد- ددې نكاح لومړى له عبدالله بن ابي بكررضي الله عنهما سره شوې وه خو وروسته بيا دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په نكاح كې راغله .
ام كلثوم -چې درسول الله صلى الله عليه وسلم لمسۍ او دفاطمې رضي الله عنها لور وه حضرت عمر فاروق له نبوي كورنۍ سره دتړاو پيداكولو په بڼه په 17 هجري كال كي د40 زره مهر په بدله په نكاح كړه .
 

اولادونه يې

دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په كورنۍ كې حضرت حفصه رضي الله عنها ځكه ترټولو غوره وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په زوجاتو مطهراتو كې ګډه وه ,له همدې كبله حضرت عمررضي الله عنه خپل كنيت هم دهغې په نامه ايښى وو .
دنارينه اولادونو نومونه يې دادي : عبدالله ,عبيدالله,عاصم ,ابوشحمه ,عبدالرحمن ,زيد,او مجير ,پدې واړو كي عبدالله ,عبيدالله او عاصم دخپل علم, فضل ,كرم او نورو ځانګړتياوو له كبله ډير وتلي دي .طبقات ابن سعد تذكرۀ عمر بن الخطاب رضي الله عنه .
 

دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه ځانګړتياوې

1-حضرت عمررضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه وو چې په نړۍ كې ورته دسول الله صلى الله علي وسلم له لورې دجنت زيرى وركړل شوى وو .
2-حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دخسرتوب وياړ ورپه برخه شوى وو .
3-حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته په لومړي ځل داميرالمؤمنين لقب وركړل شو .
4-حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته داسلام ددوهم خليفه وياړ ورپه برخه شو .
5-په ډيرى احكامو كې دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه رايه له قرآنكريم سره موافقه وه لكه دښځو دپردې مسئله او داسې نور ډير مسائل .
6- ډيرى فتوحات دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په زمانه كي وشول .

دحضرت عمررضي الله عنه له مسلمانيدو سره سم داسلام يوه نوې دوره پيل شوه ,تردې دمه څه لږ ډير څلويښت تنه مسلمان شوي وو نوداخو پريږده چې په ښكاره ډول چا خپل مذهبي عبادات نشو ادا كولیي بلكې چاته د خپل اسلام ښكارندوينه هم له ويرې خالي نه وه خو پداسې حالت كې يواځې حضرت عمرفاروق رضي الله عنه وو چې ټول مشركين يې رايوځای كړل او په لوړ آواز يې هغوی ته دخپل اسلام راوړو خبروركړ.
مشركينو ته پدې څه خوراربړ ورسيد او غوښتل يې چې حضرت عمررضي الله عنه ته زيان ورسوي خوعاص بن وائل چې دحضرت عمررضي الله عنه ماماكيده حضرت عمر رضي الله عنه ته دپناه وركولو بلنه وركړه ,حضرت عمررضي الله عنه چې دمسلمانانو مظلوميت پخپلو سترګو ليدلى وو نو دعاص ابن وائل دپناه وركولو بلنه يې په سختۍ سره رد كړه اوله مشركينو سره يې دمخامخ مقابلې كولو لارغوره وبلله تردې چې دمسلمانانو له يوه لښكر سره يې په كعبه شريفه كې لمونځ ادا كړدالومړى ځل وو چې حق په ښكاره ډول په باطل باندې غالب شو او دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه ددې كړنې له امله هغه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې دفاروق لقب وركړل شو . ابن سعدجزء دريم ټوك 1 193 مخ .

څنګه چې دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په زمانه كې فتوحات پيل شوي وو نو دحضرت عمر رضي الله عنه په زمانه كې دفتوحاتو لړۍ نوره هم اوږده شوه او دځمكې ښه ډيره برخه داسلامي حكومت تر ولقې لاندې راغله مونږ په لنډه توګه يواځې دمفتوحه سيمو دنومونو په اخستلو بسنه كوو :
كه څه هم دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په زمانه كي دعراق بانفيا,كسكراو حيره سيمې دحضرت خالد بن وليد رضي الله عنه په لاس فتحه شوې وې خو دهغه له وفاته وروسته بيرته دغې سيمې دمسلمانانو له لاسه ووتلې خو دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په زمانه كې په نورو سيمو سربيره دغه سيمې بيرته فتحه شوې , دقادسيي خونړۍ جګړه هم دحضرت عمررضي الله عنه په زمانه كې وشوه ,او دكسرى دكورنۍ درفش كادياني دتل لپاره سرچپه او داسلام سپين بيرغ دتل لپاره دايران په خاوره ورپيده .
له دې سره سره مسلمانانو په بابل ,كوفي ,بهره شير , او پخپله په نوشيرواني پلازمينه مدائن باندې هم قبضه وكړه , چې له دې وروسته بيا ايرانيانو دجلولاء سيمه دخپل پوځي مركزپه توګه وټاكله چې له څو مياشتو محاصرې وروسته اسلامي لښكر جلو لاء هم فتحه كړه .
شام او دمشق هم دحضرت خالد بن وليد رضي الله عنه اوديرموک ميدان ,حمص,ﻻذقيه دحضرت ابوعبيده اونورو صحابۀ كرامورضوان الله تعالى عليهم اجمعين ترپوځي مشرۍ لاندې دحضرت عمررضي الله عنه په زمانه كې فتحه شوي .
دبيت المقدس سپيڅلې ځمكه هم دحضرت عمر رضي الله عنه په زمانه كې داسلامي لښكر دسرتيري مجاهد حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه او حضرت ابو عبيده رضي الله عنه ترپوځي مشرۍ لاندې دمجاهدو ځواكونو تر لاس لاندې راغله .
همدارازمصر , اوورته نورې سيمې هم دحضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې دحضرت عمررضي الله عنه په زمانه كې فتحه شوې .
په لاندې غزاوو كې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ګډون كړى وو :
دبدر وتلې غزا , داُحًد وتلې غزا , دخيبر په پيښه كې كې هم حضرت عمررضي الله عنه ګډون درلود , دمكې له فتحې وروسته دهوازن په نښته كې چې په غزوۀ حنين باندې شهرت لري هم حضرت عمر رضي الله عنه سرلښكر وو ,په حجة الوداع كې حضرت عمرفاروق رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ملګرى وو ,همداراز دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په زمانه كې چې څه پيښې شوي نژدې په ټولو كې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ګډون كړى وو .

دشهادت پيښه يې

دمغيره بن شعبه يو فارسي غلام چې فيروز نوميده او ابو لؤلؤ يې كنيت وو حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته راغى او دخپل آقاګيله يې ورته وكړه " چې هغه په ما خورا ډير محصول ټاكلى ,, خو څنګه چې دابولؤلؤدا ګيله بې ځايه وه ځكه نو حضرت عمرفاروق رضي الله عنه ورته وفرمايل چې ته خو كسب كوونكى سړى يې په تا دا محصول ډير نه دى ابو لؤلؤدحضرت عمر فاروق رضي الله عنه پدې خبره ډير خپه او په قهر شو هماغه وو چې دسهار دلمانځه په مهال يې په حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دخنجر شپږ پرله پسې وارونه وكړل ,نو حضرت عمر رضي الله عنه دزخمونو دورپيښيدو له امله ولويده او دلمانځه د اداكولو لپاره حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه مخكې شو .
دابو لؤلؤدخنجر زخمونه ډير كاري وو ځكه نو درې شپې وروسته حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دمحرم په لومړۍ نيټه دهفتې په ورځ په 24 هجري كال كې دشهادت لوړ مقام ته ورسيد. او دخپل محبوب صلى الله عليه وسلم په خوا كې خاورو ته وسپارل شو .
انا لله وانا اليه راجعون

حضرت عثمان (ذوالنورين) رضي الله عنه

نوم يې عثمان ,ابو عبدالله او ابو عمر يې كنيت ,او ذوالنورين يې لقب وو .
دپلار نوم يې عفان او دمور نوم يې اروى وو ,دپلار له لورې يې دنسب پوره لړۍ داسې ده :عثمان بن عفان بن ابي العاص بن اميه بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصى القرشي .
او د مور له لورې يې د نسب پوره لړۍ پدې ډول ده :اروى بنت كريز بن ربيعه بن حبيب بن عبد شمس بن عبد مناف , پدې ډول حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دنسب په پنځمه كړۍ له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای كيږي .
دحضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دمور مور (انا) بيضاء ام الحكيم دحضرت عبدالله بن عبدالمطلب سكه خور اودرسول الله صلى الله عليه وسلم ترور وه ,له دې پلوه حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دمور له لورې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د قريشي توب په خپلو ي هم تړل كيږي .
دحضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه كورنۍ دجاهليت په زمانه كي هم دعربو په منځ كې ډيره محترمه كورنۍ ګڼل كيده ,اودخپل پت ,رياست او غزواتو له امله يې په نورو قومونو كې ځانګړې بڼه درلوده . دحضرت عثمان ذوالنورين رضي ا لله عنه نيكه اميه بن شمس د قريشو دقبيلې مشرتوب په غاړه درلود,داموي خليفه ګانو نسبت هم دې اميه بن شمس ته كيږي له همدې كبله د(امويين) په نامه باندې پيژندل كيږي .
دقريشو قومي بيرغ (عقاب) هم دهمدې كورنۍ په قبضه كي وو ,دفجار دوتلي جګړې سرلښكر حرب بن اميه او دزور اوځواك څښتن داسلام وتلى دښمن عقبه بن معيط,همداراز ابوسفيان بن حرب چې داسلام له راوړو مخكي يې دبدر له غزا پرته په نورو ټولوغزاګانو كي دقريشو دمشر په توګه درسول الله صلى الله عليه وسلم سره مقابله كوله دهمدې (اموي) كورنۍ سترګي اوڅراغونه وو .
دحضرت عثمان رضي الله عنه دعمر څلورديرشم پسرلى په سپړيدو وو چې په مكه مكرمه كي دتوحيد زړه راښكونكي اوازونه پورته شول , دملكي رسم ورواج اودعربو دمذهبي تخيل له كبله حضرت عثمان رضي الله عنه له دې اوازونو سره نااشنا وو, خو دفطري سپيڅلتيا ,ريښتينولي او ديانت درلودو له كبله حضرت عثمان رضي الله عنه حق ته درابلونكو شاځلموددې اوازونو قبلولو ته تيار وو .
داسلام لومړي خليفه حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه چې كله ايمان راوړ نو داسلام تبليغ او پر مخ بيول يې خپله ديني دنده بلله ځكه يې نو دخپلو ملګرو په كړۍ كې داسلام دتلقين او لارښوونې په كار پيل وكړ ,دجاهليت په زمانه كې د حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه له حضرت عثمان رضي الله عنه سره خوږه ملګرتيا وه ,او ډيرى مهال به يې ډير ځانګړي مجلسونه سره كول دهمدې پيژندګلوي له امله يوه ورځ حضرت عثمان رضي الله عنه دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه مجلس ته راغى او داسلام په اړه يې خبرې اترې ورسره پيل كړې دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه خبرو په حضرت عثمان رضي الله عنه كې دومره اثر وكړ چې حضرت عثمان رضي الله عنه دنبوة دربارته په تللو سره داسلام قبلولو ته اماده شو .
دواړه ملګري درسول الله صلى الله عليه وسلم لورې ته د ورتلو په تكل كې وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوی مجلس ته تشريف راوړ, كله چې درسول الله صلى الله عليه وسلم سترګې په حضرت عثمان رضي الله عنه ولګيدې نو ورته ويې فرمايل :عثمانه :دخدای جل جلاله جنت قبول كړه ,زه ستا او دټول مخلوق د لارښوونې لپاره ټاكل شوى يم .دنبوة دژبي دې ساده اوپاكو تورو په حضرت عثمان رضي الله عمه کې دومره اغيزه وكړه چې بې اختياره يې د(اشهدان لااله الاالله واشهدان محمداعبده و رسوله) كلمه ترخوله ووته او درسول الله صلى الله عليه وسلم په مبارك لاس كې يې لاس وركړ او داسلام سوچه او حق مذهب يې قبول كړ .
دحضرت عثمان رضي الله عنه شمير له هغو كسانو څخه كيږي كومو چې آن دجاهليت په زمانه كې ليك لوست تر سره كړي وو .

دحضرت عثمان رضي الله عنه واده

داسلام له قبلولو وروسته حضرت عثمان رضي الله عنه ته هغه وياړ ور په برخه شو كوم چې ډيرو صحابۀ كرامو ته نه وو ورپه برخه شوى , هغه داچې رسول الله صلى الله عليه وسلم ده ته خپله لور حضرت رقيه رضي الله عنها په نكاح وركړه او دخپل ځوم توب وياړ يې حضرت عثمان رضي الله عنه ته ورپه برخه كړ .
حضرت رقيه رضي الله عنها لومړى دابو لهب د زوی عتبه په نكاح كې وه مګر داسلام له راتلو وروسته دابو لهب له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دښمني دې پوړ ته رسيدلې وه چې خپل زوی عتبه يې اړ كړ چې درسول الله صلى الله عليه وسلم پتمنې لور ته طلاق وركړي هماغه وو چې عتبه طلاق كړه او رسول الله صلى الله عليه وسلم يې له حضرت عثمان رضي الله عنه سره نكاح وتړله .

دبدردغزا پيښه او دحضرت رقيي رضي الله عنها ناروغي

دكفر او اسلام تر ټولو لومړۍ جګړه چې د بدر په څيره كي ښكاره شوه حضرت عثمان رضي الله عنه ديوې اتفاقي پيښې له امله چې دحضرت رقيي رضي الله عنها دناروغي په صورت كې ورپيښه شوه دبدر په غزا كې ګډون ونه كړ .
دحضرت عثمان رضي الله عنه ميرمنه او درسول الله صلى الله عليه وسلم دزړه ټكړه حضرت رقيه رضي الله عنها چې كله بيماره شوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت عثمان رضي الله عنه ته وفرمايل چې ته بدر ته مه ځه , بلكې دخپلې ميرمنې د دارو درملو څه چاره وكړه ,كه څه هم دبدر په غزا كې دګډون نه كولو خبر اوريدل دحضرت عثمان رضي الله لپاره تر يوې لويې پيښې لږ نه وو خو درسو الله صلى الله عليه وسلم امر وو ځكه يې په سرا وسترګو منلو ته تيار شو.
رسول الله صلى الله عليه وسلم دده دلا خوښۍ لپاره ورته وفرمايل چې ته به دبدر په غزا كې په ګډون نه كولو سربيره هم ګډ شميرل كيږې او د بدر د غزا په ثواب او دغنيمت په مالونو كي (په دواړو كي) به تاته هرو مرو خپله برخه دركول كيږي .
خو دحضرت رقيي رضي الله عنها دا ناروغي په اصل كې دمړينې يو پيغام وو, ناروغي ورځ په ورځ مخ په زياتيدو وه تردې چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دنه موجوديت په مهال يې څو ورځې وروسته دمرګ ملائكې ته ښه راغلاست وويل .
انا لله وانا اليه راجعون
حضرت عثمان او حضرت اسامه بن زيد رضي الله عنهمادجنت د دې ملكي په جنازه او خښولو بوخت وو چې حضرت زيد بن حارثه رضي الله عنه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په اوښه سپور وو او په بدر كې يې دمسلمانانو دسوبي زيرى راوړ.
حضرت عثمان رضي الله عنه دخپلې ميرمنې په مړينې ډير غمجن وو ,يوه ورځ حضرت عمررضي الله عنه ورته وفر مايل چې څه چې خدای جل جلاله ليكلي وو هغه وشو دومره غمژن كيدو ته اړتيا نه ليدل كيږي .حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وفرمايل : زه چې دخپل نصيب په محرومۍ باندې هرڅومره غم وكړم بيا هم لږ دي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې دقيامت په ورځ به زما له خپلوۍ پرته ټولې خپلوۍ پای ته رسيږي , زه افسوس كوم چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له كورنۍسره زما تړاو پرې شو.
كنز العمال 6ټوك 379 مخ .
كه څه هم دحضرت عثمان رضي الله عنه د خوښۍ لپاره رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته دبدر د غزا غنيمت هم يوه برخه وركړه او هغه ته يې د بدر د ثواب د وړلو زيرى هم وركړى وو خو پدې سربيره يې خپله دوهمه لور حضرت ام كلثوم رضي الله عنها هم حضرت عثمان رضي الله عنه ته په نكاح وركړه چې پدې سره په دوهم ځل دحضرت عثمان رضي الله عنه له نبوي كورنۍ سره تړاو راغى .
درسول الله صلى الله عليه وسلم له دوو لوڼو (حضرت رقيه رضي الله عنها او حضرت ام كلثوم رضي الله عنها) سره په پرله پسې ډول دنكاح كولو له امله حضرت عثمان رضي الله عنه ته د(ذوالنورين) (دوو رڼاوو??رقيه ,ام كلثوم,, خاوند) لقب وركړل شوى

دحضرت عثمان رضي الله عنه حليه

حضرت عثمان رضي الله عنه ډير ښكلى او ښايسته غنم رنګى سړى وو, قد يې برابر, پوزه يې لوړه او بند درلودونكې وه, مخ يې له غوښې ډك او د چيچك لږ لږ داغونه هم ورباندې وو, ږيره يې ګڼه او لويه وه , د سر ويښتان يې ګڼه او ډير لوی وو چې څڼې يې آن تر غوږونو پورې رسيدې , دځينو رواياتو له مخې به يې په ويښتانو نكريزي هم لګولې ,غاښونه يې تك سپين , ځليدونكي , پرله پسې او د سرو زرو په تارونو باندې ټينګ كړي وو .
ابن حنبل 1ټوك 73 مخ اومستدرك حاكم 3ټوك 96 مخ

ميرمنې او اولادونه يې

حضرت عثمان رضي الله عنه تر يوه ډير ودونه كړي وو لومړۍ نكاح يې له حضرت رقيي رضي الله عنها سره وتړله ,او له هغې څخه يې عبدالله نامي زوی پيدا شو چې په وړوكوالي كې په حق ورسيده .
بيا يې درسول الله صلى الله عليه وسلم له دوهمې لور حضرت ام كلثوم رضي الله عنها سره نكاح وكړه هغه هم شپږ كاله وروسته په حق ورسيده او له هغې څخه يې كوم اولاد نه دى شوى .
له هغه وروسته يې له لاندې ميرمنو سره نكاح كړي وه :
فاخته بنت غزوان :له دې څخه يې هم عبدالله نامى هلك پيداشو چې هغه هم په وړوكوالي كې مړ شو .
ام عمرو بنت جندب :له دې څخه يې عمرو,خالد,ابان,عمر او مريم پيدا شوو .
فاطمه بنت وليد: دا دحضرت عثمان رضي الله عنه دزامنو وليد او سعيد مور وه .
ام ا لبنين بنت عتيه : له دې څخه يې عبد الملك نومى ماشوم پيداشو چې په وړوكوالي كي مړ شو .
رمله بنت شيبه : عايشه ,ام ابان او ام عمروله دې څخه پيداشوي وو .
نائله بنت فرافصه : دا دحضرت عثمان رضي الله عنه دشهادت په مهال موجوده وه .
په زامنو كې يې حضرت ابان وتلى دى او دبنو اميه په زمانه كي دځانګړي اعزاز څښتن وو.

حضرت عثمان رضي الله عنه په لاندې غزاوو كې ګډون كړى وو

داحد په وتلې غزا كې حضرت عثمان رضي الله عنه ګډون درلود ,همدا راز دهجرت په څلورم كال كې چې دذات الرقاع غزا پيښه شوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم غزا ته ولاړ او حضرت عثمان رضي الله عنه ته په مدينه منوره كې د قايم مقام لوی وياړ ورپه برخه شو . بيا د بنو نضيرو دجلا وطنۍ او په پنځم هجري كې دغزوۀ خندق په پيښو كې هم حضرت عثمان رضي الله عنه ګډون كړى دى .دهجرت په شپږم كال كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دكعبې شريفې د ليدلو هوډ وكړ نوكله چې حديبيي نومې ځای ته ورسيدل نو دوی ته خبر ورسيده چې مشركين جنګ ته تيار ناست دي خو څنګه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم موخه دجنګ كول نه وو ځكه يې نو حضرت عثمان رضي الله عنه د مشركينو لورې ته دسولې لپاره دمسلمانانودسفيرپه توګه وروليږه .طبقات ابن سعدقسم اول 3 ټوك دتذكرۀ عثمان رضي الله عنه په بحث كې

دحضرت عثمان رضي الله عنه دخلا فت په مهال فتوحات

دطرابلس دفتحې لپاره كه څه هم دهجرت په 25 كال تياري شوې وه خوخونړى بريد ورباندې په كال 27 هجري كې دحضرت عبدالله بن زبير اوحضرت عمرو بن العاص او حضرت عبدالرحمن بن ابې بكر رضوان الله عليهم اجمعين غوندې وتلو جهادي سرلښكرو تر ځانګړې مشرۍ لاندې وشو .كله چې طرابلسي مشرانو وليدل چې دمسلمانانو مقابله ممكنه نه ده نوپدې جګړه كې د مجاهدينو دعمومي مشر حضرت عبدالله بن ابي السرح رضي الله عنه حضور ته راغلل او په 25لكه ديناره يې سوله وكړه . يعقوبي 2 ټوك 189 مخ .
افريقيه : كومو سيمو ته چې نن الجزائر او مراكش ويل كيږي هغه هم دحضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې د حضرت عبدالله بن زبير رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې دهجرت په 26 كال فتح شوې .
اسپين : نننۍ هسپانيه هم دحضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې دحضرت عبدالله بن نافع بن عبد قيس او حضرت عبدالله بن نافع بن حسين رضي الله عنهما تر ځانګړې څارنې لاندې فتح شوه .
قبرص : چې نن په (سائپرس) نامه باندې ياديږي, دروم او شام بحر ته څيرمه خورا شنه او زړه راښكونكي جزيره ,اوداروپا او روم له لورې دمصر او شام دفتح كولو لپاره ددروازې بڼه لري پدې سيمه هم دحضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې داميرالبحرحضرت عبدالله بن قيس حارثې رضي الله عنه او بيا دهغه له شهادته وروسته دحضرت سفيان بن عوف ازدي رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې دلاندې شرائطو په منلو سره سوله وشوه :
1-قبرصيان به اووه زره ديناره كلنى خراج ادا كوي .
2-په بحري جنګونو كي به قبرصيان دمسلمانانو ددښمنانو دخوځښت يا نقل وحركت خبر مسلمانانو ته وركوي .
3- مسلمانان به دقبرص دساتلو پړه په غاړه نلري .
خودهجرت په 33 كال قبرصيانو دا پريكړه ماته كړه او دمسلمانانو په مقابل كي يې درومي جهازونو مرسته وكړه ,ځكه نو حضرت امير معاويه رضي الله عنه ددوهم ځل لپاره په قبرص بريد وكړ او هغه ځمكه يې دمسلمانانو تر لاس لاندي راوسته .
دهجرت په ديرشم كال حضرت عبدالله بن عامر او حضرت سعيد بن عاص رضي الله عنه په دوو ځانګړو لارو دخراسان او طبرستان لورې ته مخه وكړه .له سعيد بن عاص رضي الله عنه سره حضرت امام حسن , حضرت امام حسين, حضرت عبدالله بن عباس, حضرت عبدالله بن عمر, حضرت عبدالله بن عمروبن العاص او حضرت عبدالله بن زبير رضوان الله تعالى عليهم اجمعين غوندي جليل القدره صحابۀ كرامو ګډون درلود او دې كسانو دخپل پر مختګ په ترڅ كي دحضرت عبدالله بن عامر رضي الله عنه تر رسيدو مخكي جر جان ,خراسان او طبرستان فتح كړل .
عبدالله بن عامر رضي الله عنه خپله ورسپارل شوې دنده مخ پر وړاندې بوتله او دهرات ,كابل او سجستان له فتح كيدو ورسته يې دنيشاپور لورې ته مخه كړه او هلته يې اسبرائن ,ارغيان او نورې څيرمه سيمې ونيوې نيشاپوريانو له دې ښار څخه څو مياشتې دفاع وكړه خو بالاخر اړ شول او دكال اوو لكو درهمو په وركولو سره يې له اسلامي لښكر سره سوله وكړه .
عبدالله بن عامر رضي الله عنه له نيشاپوره وروسته حضرت عبدالله بن خازم دسَرَخس په لورې وليږه او پخپله يې دماوراءالنهر لورته مخه كړه دسَرَخس اوسيدونكو اطاعت قبول كړ او دماوراءالنهر اوسيدونكي له عبدالله بن عامر رضي الله عنه سره سولې كولو ته اماده شول حضرت عبدالله بن عامر رضي الله سوله ورسره وكړه او قسي بن الهيثم رضي الله عنه يې خپل قائم مقام وټاكلواو پخپله له سامان وړلو سره سره پلازمينې ته ستون شو . ابن اثير 3ټوك 84 مخ .
دهجرت په 31 كال دحضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې خبيب بن مسلمه فهري آرمينيه فتح كړه .دهجرت په 32 كال حضرت امير معاويه رضي الله عنه تر قسطنطنيي پورې ټولې سيمي فتح كړې .په همدې كال عبدالله بن عامر مرو,طالقان ,فارياب او جوزجان فتح كړل .دهجرت په 33 كال حضرت امير معاويه رضي الله عنه دروم دخاوري په حصن المرأة سيمه بريد وكړ.

دحضرت عثمان رضي الله عنه ځانګړتياوې

1- دحضرت عثمان (ذوالنورين)رضي الله عنه ترټولو لويه ځانګړتيا دا وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه لوڼې يې په پرله پسې ډول په نكاح كې راغلې وې .
2-حضرت عثمان رضي الله عنه دمسلمانانو ددريم خليفه په توګه وټاكل شو .
3-حضرت عثمان رضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه وو چې درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې ورباندي دجنت زيرى وشو.
4-دحضرت عثمان رضي الله عنه په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې : ??ان عثمان اول من هاجر باهله من هذه الامة ,, عثمان د دې امت تر ټولو هغه لومړى سړى دى چې له خپلې كورنۍ سره يې هجرت وكړ .اصابه 8 ټوك تذكرۀ رقيه رضي الله عنها
5-حضرت عثمان رضي الله عنه دبير رومه په نامه باندې څا دمسلمانانو لپاره له يوه يهودي څخه په دوو وارو په شل زره درهمه واخيسته او عامو مسلمانانو ته يې وقف كړه .
6-حضرت عثمان رضي الله عنه دخپل ښه ليك دليكلو له كبله درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې دوحي دليكونكي په توګه وټاكل شو .

دحضرت عثمان رضي الله عنه دشهادت پيښه

كه څه هم دبصرې , كوفې او مصر فتنه اچوونكي چې په زوراو زياتۍ سره دخپلو غوښتنو دپوره كولو لپاره راغلي وو په لمړي ځل دحضرت علي رضي الله عنه په دريم ګړيتوب سره بيرته ستانه شول او خلكو نوره داهيله درلوده چې داسلام په چمن كې به چې له شپږو كلونو راهيسې دخزان بادونو وهلى وو اوس يو پسرلى راشي خويوه ورځ په ناڅاپي توګه دمدينې په كوڅو كې داسونو د قدمونو غږ شو صحابۀكرام وويريدل او له كورونو نه راووتل چې ويې كتل نو دا فتنه ګر بيا راغلي او د(انتقام,انتقام) چيغې وهي .
حضرت علي رضي الله عنه له دوی څخه دبيرته راتللو لامل وپوښت دوی ورته وويل چې مونږ په لاره دتلو په مهال دخلافت ددربار يو قاصد وليد چې ډير په چټكۍ سره روان وو نو ګمان مو وكړ چې ګواكې د حضرت عثمان رضي الله له لورې به زمونږ په اړه د مصر والي ته څه احكام جاري شوي وي نو كله چې مو له دې سړي څخه تالاشي وكړه نو يو ليك مو ورڅخه راپيداكړ چې په هغه كې دمصر والي ته لارښوونه شوې وه چې هغه دې زمونږ سرونه پرې كړي ځكه نو دحضرت عثمان رضي الله عنه ددې ژمن ماتي (وعده خلافي) له كبله له هغه څخه كسات اخيستلو ته راغلي يو .
كله چې حضرت عثمان رضي الله عنه ته ددې ليك خبر ورسيد نو لوړه يې وكړه چې زه له دې ليك نه هيڅ خبر نه يم او ماته ددې ليك په اړه هيڅ معلومات هم نشته , كله چې فتنه ګرو داخبره واوريده نو ويي ويل چې كه څه هم دا كار به مروان كړى وي خو يو خليفه دوخت چې دومره كمزورى شي چې هغه ته دداسي امورو په اړه هيڅ معلومات نه وي نو هغه خليفه ددې وړ نه دى چې نوردې په خلكو حكومت وچلوي ځكه يې نو وغوښتل حضرت عثمان رضي الله عنه دي له خلافته لاس په سرشي .
حضرت عثمان رضي الله عنه چې د دوی له دې غوښتن خبر شو نو ويي فرمايل چې ترڅو په ماكې يو نفس ساه موجوده وي نو دغه دخدای جل جلاله له لورې راكړل شوى منصب به پرې نږدم اودرسول الله صلى الله عليه وسلم له وصيت سره سم به دخپل ژوند تر آخيري سلګۍ پورې صبر غوره كړم .ابن سعدتذكرۀ عثمان رضي الله عنه
دحضرت عثمان رضي الله عنه دانكار له امله باغيانو دخلافت ددربار ټينګه محاصره وكړه چې تر څلويښتو ورځو پورې يې په پرله پسې ډول دوام درلود په دې موده كې دحضرت عثمان رضي الله عنه ځای ته يو غړپ اوبه وروړل هم جرم بلل كيده .
حضرت عثمان اوحضرت ابی بن کعب رضي الله عنهما څو ځله دباغيانو دپوهولو لپاره ويناوې وكړې خو په باغيانو باندې دې ويناوو هيڅ اثر ونه كړ او حضرت عثمان رضي الله عنه يې آن دلمانځه داداكولو لپاره هم دباندې نه راپريښود .
خو كله چې باغيانو وليدل چې دحج موسم په ختميدو دى او د دې موسم له پای ته رسيدو سره سم به خلك بيرته مدينې ته راځي او دا مساعده موقع مو له لاسه وځي نو دحضرت عثمان رضي الله عنه دشهيدولو مشورې يې سره پيل كړې , حضرت عثمان رضي الله عنه چې دا حالت وليد نو باغيانو ته يې وويل چې تاسي ما په كومه ګناه وژنئ ؟
په اسلامي شريعت كې خو يو چاته دبل چا وژل له دريو لارو رواكيږي :لومړى داچې چا بدكاريې كړی وي نو هغه په ډبرو ويشتل كيږي ,يا كه يو څوك بل څوك په قصد او اراده ووژني نو وژونكى قصاصا وژل كيږي ,او دريم چې يو څوك مرتد شي نو هغه وژل كيږي .
ماخو نه دجاهليت په زمانه كې او نه داسلام په زمانه كې بدكاري كړې,او نه مې څوك وژلي او نه له اسلام راوړو ورسته مرتد شوى يم زه اوس هم دا شاهدي وركوم چې خدای جل جلاله يو دى او محمد صلى الله عليه وسلم دخدای رسول او بنده دى . ليكن په باغيانو يوې خبرې هم هيڅ اثر ونه كړ .مسندابن حنبل 1ټوك 62 مخ .
څنګه چې له يوه پلوه رسول الله صلى الله عليه وسلم دحضرت عثمان رضي الله عنه دشهادت وړاندوينه كړې وه او له بله پلوه دحضرت عثمان رضي الله عنه دشهادت په اړه دباغيانو مشورې روانې وې نو دحضرت عثمان رضي الله عنه دايقين وو چې شهادت دده په برخه كيږي .رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت عثمان رضي الله عنه ته دهغه دشهادت خبر وركړى وو او پداسې حالت كې يې دصبر غوره كولو وصيت ورته كړى وو ځكه نو ذهناَ حضرت عثمان رضي الله عنه دې ته تيار وو چې يوه داسې ورځ هم راتلونكې ده او د باغيانو دمحاصرې په مهال په هره لحظه كې دحضرت عثمان رضي الله عنه شهادت شونى وو ,ځكه نو دا حالات حضرت عثمان رضي الله عنه درسول الله صلى الله عليه وسلم له وصيت سره سم په پوره صبر سره زغمل .همداراز حضرت عثمان رضي الله عنه دجمعې په مباركه ورځ خوب هم ليدلى وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له حضرت ابو بكر صديق او حضرت عمر فاروق رضي الله عنهما سره ناست وي او ده ته وايي چې ,,عثمانه زرراشه مونږستا دافطار په انتظار يو ,,كله چې راويښ شو نو حاضرينو ته يې خوب ووايه او خپلې ميرمنې ته يې وفرمايل چې زما دشهادت مهال راغلى او باغيان ما شهيدوي , هغې ورته وويل چې امير المؤمنينه داسې نشي كيدای, حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وويل چې ما خوب ليدلى .
همداراز په يوه بل روايت كې راځي چې : ??رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت عثمان رضي الله ته ووايي چې عثمانه :نن جمعه له ما سره ادا كړه,,ددې خوب له ليدلو سره سم يې خپل شل غلامان راوبلل او هغه واړه يې ازادكړل ,او قرآنكريم يې پرانست اوپه تلاوت باندې بوخت شو .ابن سعد 3ټوك 53 مخ ,حاكم 3ټوك 99 او 103 مخونه,په مسند ابن حنبل كې يواځي لومړى او په حاكم كي ددواړو خوبونو ذكرراغلى .
هماغه وو چې باغيانو دخپلې دې ناوړې موخې دپوره كولو په غرض دحضرت عثمان رضي الله عنه په كور بريد وكړ حضرت امام حسين رضي الله عنه چې ددروازې په څارلو ټاكل شوى وو له لږ دفاع كولو وروسته زخمي شو ,څلور باغيانو تر ديوال ورټوپ كړ او دبام سر ته وختل ,په دې كسانو كې د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه كشر زوی حضرت محمد بن ابي بكر رضي الله عنه هم ګډون درلود چې له حضرت عثمان رضي الله عنه څخه ديوې لويې دندې د ورسپارلو غوښتنه يې كوله خو دحضرت عثمان رضي الله عنه له لورې دنوموړې دندې دنه وركولو له امله دباغيانو په ډله كې ورګډ او له حضرت عثمان رضي الله عنه سره يې ددښمنۍ لار ونيوله .
دحضرت عثمان رضي الله عنه په كور باندې دباغيانو له لورې له بريدكولو وروسته محمد بن ابي بكر رضي الله عنه راوړاندي شو او حضرت عثمان رضي الله عنه يې تر ږيره ونيواوپه ډير زور سره يې وَجړَقَاوه ,حضرت عثمان رضي الله عنه په هغه مهال هم ورته وويل چې وراره! كه دې پلار ژوندى وای نوداڅه به دهغه نه وو خوښ شوي ,كله چې محمد بن ابي بكر رضي الله عنه دا خبره واوريده نو د شرم ورتلو له كبله په شا شو ,د ده په شاتلو سره سم يو بل تن چې كنانه بن بشرنوميده رامخكې شو اوپه حضرت عثمان رضي الله عنه يې داوسپنيز سيخ يوګزار وكړ د وسپنې سيخ دحضرت عثمان رضي الله عنه په مبارك تندي ولګيداو دبغل په لورې ولويدواو په دې مهال يې هم د(بسم الله توكلت على الله) توري په ژبه جاري وو ,له لويدو سره سم ورباندي ديوه بل سخت زړي (سودان ابن حمران مرادي) له لورې يو بل ګزار وشو چې له دې ګزار سره سم دحضرت عثمان رضي الله عنه له مباركه بدنه دسرو وينو فواري پورته شوې ,په همدې حالت كې ورباندې يو بل باغي عمرو بن الحمق په سينه مباركه ور وختلو اودجسم په مختلفو برخو كې يې دنيزې پرله پسې نهه وارونه وكړل ,يو بل بدبخت بيا ورباندې له بله لورې دتوري وار وكړدحضرت عثمان رضي الله عنه وفادارې ميرمن حضرت نائله رضي الله عنها چې كله دتوري ګزار وليد نو دتوري مخي ته يې دلاس په نيولو سره دحضرت عثمان رضي الله له بدن څخه دتوري دنيولو نابريالۍ هڅه وكړه چې له امله يې دحضرت نائلې رضي الله عنها درې ګوتي شهيدانې شوې او توره دحضرت عثمان رضي الله عنه په زړه كې خښه شوه ,دتوري همدې وار دتل لپاره دحضرت عثمان رضي الله عنه دژوند ډيوه مړه كړه او حضرت عثمان رضي الله عنه دجمعې په مباركه ورځ , دژړ مازديګري په مهال ,دروژې په حالت كې , دقرآنكريم د تلاوت په سردشهادت له ليلى سره غاړه غړۍ شو. انا لله وانا اليه راجعون .
دشهادت پر مهال حضرت عثمان رضي الله عنه دقرآنكريم له مخي دسورة البقرة دا آيت ??فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللّهُ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ {137} ,,ژباړه: نو ژر ده چې كافي به شي په (دفع دشر) د دوی كې تا لره الله ,او هم دى دى ښه اوريدونكى (داقوالو) ښه عالم (په احوالو) , تلاوت كاوه چې په توره ولګيده او دقرآني پاڼو دنوموړي آيت پاڼي ته په تكوسرو عثماني (رضي الله عنه) وينو درنګيدو وياړ ورپه غاړه شو .
تر دوو ورځو پورې د حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه مړى بې ګوراو كفنه پروت وو ,په حرم رسول كې قيامت جوړوو ,دباغيانو له ويرې چا دحضرت عثمان رضي الله عنه لورې ته هم نشوای كتلای څه خو يې ښكاره خښول وو,ددوشنبې دورځې له تيريدو سره سم يو څو كسانو دسرښندنې لپاره خپل سرونه په تلي كې كيښودل او دجنازې اوخښولو همت يې وكړ,او له لامبولو پرته يې د دې مظلوم او په وينو كې لت پت شهيد جنازه له كفن وركولو پرته په خپلووينو لمدو كاليو سره پورته كړه او له كابله تر مراكشه دمسلمانانو د دي محبوب مشرجنازه يواځي اوولسو(17) كسانو اداكړه .
په مسند احمد كې يې ليكلي چې حضرت زبير رضي الله عنه او په ابن سعد كې يې ليكلي چې حضرت جبير بن مطعم رضي الله عنه يې دجنازې لمونځ اداكړ ,او جنت البقيع ته څيرمه په (حش كوكب) نامې سيمه کې دصبر , زغم ,بېكسۍ او مظلومۍ دغه پيكر خاورو ته وسپارل شو .چې وروسته بيا دغه سيمه هم په جنت البقيع كې ګډه شوه نن هم دجنت البقيع په پای كې د حضرت عثمان رضي الله عنه مزار مبارك موجوددى .
دحضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه په دې شهادت باندې ځمكو او اسمانونو وژړل ,دبې كسۍ پدې مهال باندې ځمكنيو او اسماني كائناتو اوښكې توی كړې ,دمظلوميت پدې حالت باندې عالم امكان هم ګريوانونه لامده كړل ,دقضا او قدر كاركوونكو وويل :كومه وينې څښونكې توره چې نن بې تيكي شوې هغه به تر قيامته بې تيكي وي , ا و دكومې فتنې او فساد دروازه چې نن پرانستل شوې هغه به بيا تر قيامته ونه تړل شي . رضي الله عنهم ورضوا عنه

حضرت علي حيدر رضي الله عنه

نوم يې علي كنيت يې ابو الحسن او ابو التراب وو,حيدر (زمرى) يې لقب وو, دپلار نوم يې ابو طالب او دمور نوم يې فاطمه وو , دنسب پوره لړۍ يې داده :
علي بن ابي طالب بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف بن قصى بن كلاب بن مره بن كعب بن لوئ .
څنګه چې دابو طالب واده دخپلې كا كا له لور سره شوى وو ځكه نو حضرت علي رضي الله عنه دمور او پلار دواړو له لورې هاشمي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سكه د كاكا زوی كيږي . دهاشموكورنۍ ته چې په عربو او قريشو كې كوم عزت حاصل وو د هغې بيان ته هيڅ اړتيا نه ليدل كيږي , د كعبې شريفې چوپړ هم د همدې كورنۍ ځانګړتيا وه , دهمدې ځانګړتيا له كبله هغوی ته په ټولو عربو باندې دمذهبي مشرۍ كولو شرف حاصل وو .
دحضرت علي رضي الله عنه پلار ابو طالب دمكې له لويانو څخه وو او رسول الله صلى الله عليه وسلم د همده دشفقت په غيږكې رالوی شو , او له بعثت څخه وروسته يې دابو طالب تر څارنې لاندې دمكې په كوڅو كې دحق بلنه پيل كړه , د كفارو له لورې د رسول الله صلى الله عليه وسلم ترڅنګ ابو طالب ته هم ډول ډول تكليفونه ورسيدل ، دساري په توګه له هغه سره يې هر ډول راكړه وركړه ودروله ,په خوښۍ ,غم ,خوراك او څښاك كې يې ګډون ورسره پريښود,لنډه داچې له هيڅ ډول ربړ و ورسولو نه يې ډډه نه كوله .
درسول الله صلى الله عليه وسلم ډيره تلوسه وه چې دابو طالب زړه دايمان په رڼا روښانه كړي او هغه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دحمايې او څارنې په بدل كې جنت الفردوس وركړل شي, همدالامل ووچې دمړينې په مهال په وار وار رسول الله صلى الله عليه وسلم ابو طالب ته دكلمې ويلو بلنه وركوله . خو ابو طالب رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په ځواب كې وويل چې : پتمنه وراره :كه له ما سره دقريشو دپيغور راكولو ويره نه وای نو ما به په ډيره خوښۍ سره ستا بلنه په ځان منلې وه .سيرت ابن هشام 1 ټوك 228 مخ .

كه څه هم په سيرت ابن هشام كې دحضرت عباس رضي الله عنه دا روايت هم راوړل شوى چې په هغه كې حضرت عباس رضي الله عنه ويلي چې دزنكدن په مهال دابو طالب په ژبه دحق كلمه جاري وه ليكن دا روايت خورا كمزورى دى .
كه څه هم په ښكاره ډول باندې دابو طالب داسلام منلو كوم روايت نه ليدل كيږي ,مګر بيا هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دپالنې , حمايت او درسول الله صلى الله عليه وسلم له امله دكفارو ټولو ربړونو ته دسينې وركولو له كبله نن هم دابو طالب نوم له هغه څخه ددې څه په بدله كې دمننې په توګه د اسلامي تاريخپاڼو په زرينو كرښو كې ليكل كيږي .
دحضرت علي رضي الله عنه مور حضرت فاطمې رضي الله عنها هم دبي بي آمنې ددې سپيڅلي يتيم پالنه په ډيره مينه سره كړيوه .دمستندو رواياتو له مخې حضرت فاطمه رضي الله عنها مسلمانه شوه اودهجرت په آړكې مدينې منورې ته ولاړه او هملته په حق ورسيده .انا لله وانا اليه راجعون . دمړينې په مهال رسول الله صلى الله عليه وسلم هغې ته خپل كميس دكفن په توګه ورواغوست ,او دهغې په قبر كې پريووت او پدې څه كولو سره يې دهغې قبر متبرك وګرځاوه .كله چې خلكو له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه ددې مهرباني كولو لامل وپوښت نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې له ابو طالبه وروسته زه ددې ميرمنې د ډيرو احسانونواو نيكيومنونكى او له امله يې له هغې څخه مننه كوم .اسدالغابه 5 ټوك 517 مخ .

حضرت علي رضي الله عنه درسول الله صلى الله عليه وسلم له بعثت څخه لس كاله دمخه وزيږيد,له زيږيدو سره سم وروسته حضرت علي رضي الله عنه درسول الله صلى الله عليه وسلم تر ځانګړې څارنې لاندې وو , ځكه خو هم حضرت علي رضي الله عنه له ډير وړوكوالي څخه درسول الله صلى الله عليه وسلم په مجلسونو كې كيناستلو اودرسول الله صلى الله عليه وسلم ويناوې به يې دزړه په غوږونو اوريدلې .زرقاني 1 ټوك 280 مخ .

لكه څنګه چې مو وويل حضرت علي رضي الله عنه دلسو كالو وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دالله تعالى له لورې دنبوة په لوی مقام وټاكل شو ,څنګه چې حضرت علي رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يو ځای اوسيده ځكه يې نو داسلام دمذهبي تګلارو ننداره له ډيره نژدې نه كړې وه .
يوه ورځ حضرت علي رضي الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم او حضرت خديجة الكبرى رضي الله عنها په عبادت باندې بوخت وليدل ,ددې تاثيركوونكي نندارې په ليدو سره يې په ډير ماشومانه استعجاب سره وپوښتل چې تاسې دواړو څه كول ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته دنبوة دلوی مقام دترلاسه كولو خبر وركړ او دكفر اوشرك بدي يې ورته بيان , او توحيد ته دراتلو بلنه يې وركړه .
څنګه چې حضرت علي رضي الله عنه له داسي خبرو سره نااشنا وو ځكه يې نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په ځواب كې وويل چې زه به پدې اړه له خپل پلار ابو طالب څخه وپوښتم , خو رسول الله صلى الله عليه وسلم نه غوښتل چې وحدانيت ته درابللو داخبره دې په ناڅاپي توګه په لومړي ځل عام ډګرته ووځي ځكه يې نو حضرت علي رضي الله عنه ته وفرمايل چې :ته پخپله پدې خبر ه فكر وكړه چاته دويلو اړتيا يې نه ليدل كيږي .
درسول الله صلى الله عليه وسلم په مجالسو كې دګډون له كبله دحضرت علي رضي الله عنه فطرت ډير پاك وواودتوحيد په اړه فكر كولو كې دخدای جل جلاله توفيق ورسره مل شو هماغه وو چې ډير ژر دنبوة په دربار كې حاضر شو او داسلام په سپيڅلي دين يې ايمان راوړ,او توحيد ته دخلكو رابلل يې خپله ديني كړنلاره وبلله .او پدې ډول يې په ماشومانو كې تر ټولو دلومړي ايمان راوړونكي ماشوم ځانګړتيا تر لاسه كړه .

له حضرت فاطمې رضي الله عنها سره دحضرت علي رضي الله عنه واده

دهجرت په دوهم كال حضرت علي رضي الله عنه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دځومتوب وياړ ور په برخه شو ,او درسول الله صلى الله عليه وسلم له محبوب ترينې لور سيده فاطمة الزهرا رضي الله عنها سره يې نكاح وشوه .كله چې حضرت علي رضي الله عنه له فاطمة الزهرا رضي الله عنها سره دنكاح تړلو غوښتنه وكړه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته وفرمايل چې ته دمهر اداكولو په بڼه څه شى لرې ؟
حضرت علي رضي الله عنه ورته وفرمايل چې زه له يوه اس اويوې ذرې پرته بل هيڅ شى هم نلرم . رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې اس خو دجهاد لپاره دى ولاړشه ذره خرڅه كړه ,حضرت علي رضي الله عنه هغه ذره په حضرن عثمان رضي الله عنه په څلور سوه اتيا(480) درهمه وپلورله او هغه قيمت يې درسول الله صلى الله عليه وسلم مخې ته كيښود ,رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضي الله عنه ته امر وكړ چې له بازاره عطر(خوشبو) راوړي او پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم نكاح وويله او په دواړو (خاوند او ميرمن) يې داوداسه اوبه وشيندلې او دخير او بركت دعا يې ورته وغوښته .زرقاني 2ټوك 4 مخ .


دحضرت علي رضي الله عنه حليه

حضرت علي رضي الله عنه غنم رنګى ,دمنځني قد, د غټو غټو سترګو ,ښايسته سپين مخ ,او دبَبَرې پراخې سينې څښتن وو .بدن يې غوښين او ګيډه يې لږ دباندې لور ته راوتلې وه , د سر ويښتان يې نه وو . په يوه روايت كې راځي چې خرييل به يې , او په بل روايت كې راغلي چې له څيلمي يې دسر ويښتان وو نه . ږيره يې لويه او دومره پراخه وه چې له يوې اوږې او بلې اوږې سره به لګيدله ,دعمر په پای كې يې ويښتان خورا سپين شوي وو او په ټول عمر يې يواځې يو ځل خضاب (نكريزي) لګولې وې .

ميرمنې او اولادونه يې

دجنت دسردارې حضرت فاطمة الزهرا رضي الله عنها له نكاح وروسته يې له يوه نه ډير ودونه كړي وو ,او ډير اولادونه يې زيږيدلي وو تفصيل يې دادى :
حضرت فاطمه رضي الله عنهاچي درسول الله صلى الله عليه وسلم دزړه ټكړه وه له هغې څخه يې په هلكانو كي حضرت حسن ,حضرت حسين ,حضرت محسن رضي الله عنهم پيدا شوي وو . او په ښځينه اولادونو كې يې زينب كبرى ,او ام كلثوم كبرى رضي الله عنهما پيدا شوې وې ,محسن په كوچني توب كې مړشو .
ام البنين بنت حزام : له دې څخه يې عباس ,جعفر ,عبدالله او عثمان پيداشوي وو, چې له دوی څخه له عباس څخه پرته نور ټول له حضرت امام حسين رضي الله عنه سره په كربلا كې شهيدان شول .
ليلى بنت مسعود :له دې څخه عبيدالله او ابو بكر پيداشو,چې له يوه روايت سره سم دا دواړه هم له حضرت امام حسين رضي الله عنه سره شهيدان شول .
اسماء بنت عميس : له دې څخه يحيی او محمد اصغر پيداشو .
صهبا (ام حبيب بنت ربيعه) : دا ام ولده وه ,له دې څخه عمر اورقيه پيداشو .
امامه بنت ابي العاص : دا دحضرت زينب رضي الله عنها لور اودرسول الله صلى الله عليه وسلم لمسۍ وه له دې څخه محمد(اوسط) پيداشوي وو.
خوله بنت جعفر : محمد بن علي چې په محمد بن حنفيه باندېس شهرت لري له همدې څخه پيدا شوى وو .
ام سعيد بنت عروه :له دې څخه ام الحسن او رمله كبرى پيداشوي وو .
محياة بنت امرأالقيس : له دې څخه يې يوه لور پيداشوه او په وړوكتوب كې په حق ورسيده .
له دې ميرمنو پرته هم دحضرت علي رضي الله عنه نورې مينځې هم وې ,چې له هغوی څخه يې لاندې ښځينه اولادونه شوي :
ام هانئ , ميمونه , زينب صغرى , رمله صغرى , ام كلثوم صغرى , فاطمه , امامه , خديجه , ام الكرام , ام سلمه ,ام جعفر ,جمانه او نفيسه .
لنډه داچې دحضرت علي رضي الله عنه نژدې 17 لوڼي او 14 زامن وو ,په دوی كې يواځې له لاندې څلوروكسانوڅخه دنسب لړۍ روانه شوه :
حضرت امام حسن رضي الله عنه ,حضرت امام حسين رضي الله عنه , حضرت محمد بن حنفيه رضي الله عنه , او عمر رضي الله عنه .

حضرت علي رضي الله عنه په لاندې غزاوو كې ګډون كړى وو

دبدر وتلې غزا ,داحد وتلې غزا ,دهجرت په 5كال كې دبنو نضيرو په جلاوطنۍ كې هم حضرت علي رضي الله عنه ګډون درلود,په 5 هجري كال كې دخندق په وتلې غزا كې هم دكفارو مشر عمرو بن عبدود هم دحضرت علي رضي الله په لاس دوزخ ته وليږل شو , دخندق له پيښې وروسته بنو قريضه و دمسلمانانو په خلاف دقريشو مرسته كړې وه او له مسلمانانو سره شوى تړون يې مات كړځكه نو له هغوی سره دجګړې كولو په موخه يې حضرت علي رضي الله عنه دمسلمانانو مشر وټاكه او هغه درسول الله صلى الله عليه وسلم په امر دكفارو كلا ونيوله او دمازديګر لمونځ يې هم پكې ادا كړ .
دهجرت په 6 كال رسول الله صلى الله عليه وسلم ته څرګنده شوه چې بنو سعد دخيبر ديهودو دمرستې لپاره يوځای شوي ځكه يې نو حضرت علي رضي الله عنه دسلو كسانو مجاهدينو سره دهغوی دمقابلې لپاره واستاوه اوحضرت علي رضي الله عنه دشعبان په مياشت كې په بنو سعدو بريد وكړ او له هغوی څخه يې 500 اوښان او 200 وُزې په غنيمت ونيولې .
په همدې كال رسول الله صلى الله عليه وسلم له 14000 صحابۀ كرامو رضوان الله تعالى عليهم اجمعين سره يوځای دكعبې شريفي دزيارت كولو لپاره ولاړ, كله چې حديبيي نومې ځای ته ورسيدل نو مشركينو جګړه كول غوښتل خو درسول الله صلى الله عليه وسلم موخه جنګ كول نه وو ځكه يې حضرت عباس رضي الله عنه دسفير په توګه هلته ورواستاوه ,دلته داخبره مشهوره شوه چې حضرت عثمان رضي الله عنه شهيد كړى شوى نو رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغه دكسات اخيستلو له كبله له صحابۀ كرامو څخه بيعت واخيست پدې بيعت وركولو كې حضرت علي رضي الله عنه هم ګډون درلود او دسولې پاڼه هم دحضرت علي رضي الله عنه په ګوتو وليكل شوه .
دخيبر په سيمه كې دكفارو ډيرې مضبوطې كلاوې او مركزونه موجودوو ,چې په فتح كولو يې حضرت ابوبكر صديق او حضرت عمر فاروق رضي الله عنهما زور وواهه خو بريالي نه شول ,يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې سبا به زه دجګړې بيرغ دداسې چا په لاس وركوم چې هغه خدای جل جلاله او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته خورا محبوب دى كله چې سهار شو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرغ دحضرت علي رضي الله عنه په لاس كې وركړ هغه دسترګو د ناروغي درلوده، رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلي لاړې دهغه په سترګو ورومښلې او هغه رك روغ شو او خپله ورسپارل شوې دنده يې مخ پر وړاندي بوتله تردې چې دخيبر سيمه يې فتح او دكفر او شرك اولسونه يې پو پناكړل .
دحُنَين په وتلې غزا كې هم حضرت علي رضي الله عنه ډير په ميړانه له دښمن سره وجنګيده . او دهغوی مشر يې په خپل حيدري وار باندې دتل لپاره د دوزخ برغولى وګرځاوه .
دهجرت په 9كال كې چې كله رسول الله صلى الله عليه وسلم تبوك نومې ځای ته دتلو هوډ وكړنو داهل بيتو دساتنې لپاره يې حضرت علي رضي الله عنه په مدينه كې پريښود .
دهجرت په لسم كال رسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى حج وكړ,حضرت علي رضي الله عنه هم له يمن څخه راغى او په دغه مبارك حج كې يې ګډون وكړ.

دحضرت علي رضي الله عنه ځانګړتياوې

1- حضرت علي رضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه وو چې درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې ورته دجنت زيرى وركول شوى وو.
2-حضرت علي رضي الله عنه داسلام دڅلورم خليفه په توګه وټاكل شو .
3-حضرت علي رضي الله عنه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دځومتوب وياړ ورپه برخه شو .
4- حضرت علي رضي الله عنه ته دترټولو لومړي ايمان راوړونكي ماشوم وياړ ورپه برخه دى .

دحضرت علي رضي الله عنه دشهادت پيښه

دهجرت په 40 كال دخوارجو دباطلې ټولۍ له لورې د كورنيو جګړو او دهغوی دلاملونودجاج اخيستلو په اړه دحج په موسم كې خبرې اترې پيل شوې , دخبرو په ترڅ كې په يوه خله دا ومنل شوه چې ددې پيښو لاملونه يواځې درې كسان حضرت علي رضي الله عنه , حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه او حضرت امير معاويه رضي الله عنه دي .
دخبرو په پای كې يې وويل چې د دې پيښو يواځينى حل د نوموړو دريو كسانو شهيدانول دي ,ځكه نو دريو كسانو عبدالرحمن بن ملجم دحضرت علي رضي الله عنه ,نزال دحضرت امير معاويه رضي الله عنه او عبدالله نامي تن بيا دحضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه دشهيدولو دروند پيټي په خپلو ځانونو كيښودل .او د دې شومو موخو دتر سره كولو لپاره روان شول .
كوفې ته په رسيدو سره ابن ملجم له يوې پيمخي قطام نومې ميرمنې سره مخامخ شو او دخپلې موخې په اړه يې توضيحات وركړل دې بدبختې ميرمنې نه يواځې داچې دابن ملجم دناوړي كار تاييد يې وكړ بلكه د دې كارپه برياليتوب سره دپای ته رسيدو په صورت كې يې دنكاح كولو ژمنه هم ورسره وكړه .
لنډه داچې دې دريو واړو كسانو دهجرت په 40 كال د روژې په مياشت كې دسهار په مهال په دريو صحابه وباندې بريد وكړ ,حضرت امير معاويه رضي الله عنه د تورې دنه لګيدو له امله ,حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه امامت ته دنه تلو له امله روغ پاتې شول او هغه تن چې دحضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه په ځای امامت ته تللى وو دخوارجو دتيروتنې له كبله په شهادت ورسيد.
خو دالهي قضا له مخې داميرالمؤمنيين حضرت علي رضي الله عنه دژوند نيټه نوره په پوره كيدو وه ,كله چې هغه لمانځه ته راغى نو ابن ملجم چې په مسجد كې ويده وو يې دلمانځه داداكولو په نيت راويښ كړ.او پخپله دلمانځه داداكولو په نيت ابن ملجم چې كله حضرت علي رضي الله عنه دسجدې په حالت كې وليدنو په هغه يې د تورې سخت ګزار وكړ ,توره دحضرت علي رضي الله عنه په سر مبارك كې خښه شوه او حضرت علي رضي الله عنه سخت زخمي شو .
كه له يوې خوا دتورې وارونه ډير ژور وو نو له بلې خوا دابن ملجم توره په زهرو هم ككړه وه او دزهرو اغيزې په ډيره چټكتيا سره دحضرت علي رضي الله عنه په ټول بدن كې وغزيدلې چې له امله يې داسلام دغه څلورم ځليدونكى ستورى حضرت امام حسين رضي الله عنه ته دڅه نصيحت له كولو وروسته دهجرت په 40 كال دروژې په شلمه نيټه دجمعې په مباركې شپې دشهادت لوړ مقام ته ورسيد .انا لله وانا اليه راجعون .