دننګرهار پوهنتون زرګونه   قهرېدلو  محصلينو په ميدان وردګو کې  د امريکايي ځواکونو لخوا د قرانکريم د سوځولو په غبرګون کې يو سوليز لاريون ترسره کړ.

 لاريون کوونکو د امريکاد متحده ايالتونو، اوباما او ولسمشر کرزي په خلاف شعارونه ورکول او دهغو امريکايي ځواکونو د محاکمې غوښتنه يې کوله چا چې په وردګو ولايت کې قرانکريم سوځولی و. د ښوونې روزنې پوهنځي يو تن محصل صفي الله کليد راډيو ته وويل چې د امريکايي ځواکونو دغه کړنه ددې لاريون په ترڅ کې غندي او د هغوی د محاکمې غوښتونکي دي.

لاريون کوونکو محصلينو لومړی د امريکا بېرغ تر پښو لاندې کړ او بيا يې ورته اور واچاوه. محصلينو د پرلپسې څو ساعتونو لپاره د کابل جلال اباد لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ وتړله.

 لاريون کوونکو ګواښ وکړ که بهرني ځواکونه د بيا لپاره دغه ډول کړنه تکرار کړي، نو دوی به يې پر وړاندې وسله وال غبرګون وښيي.

 پټه دې پاتې نه وي چې تېر کال هم د ننګرهار پوهنتون زرګونه محصلينو له دې امله يو سوليز لاريو ن ترسره کړ چې بهرنيو ځواکونو قرانکريم په ډزو ويشتلی و.