د امريکا يو جگپوړي چارواکي چې ترهگرو ته مالي سرچينې څاري وايي په مالي لحاظ القاعده له ستونزو سره مخامخ شوي ده په داسې حال کې چې د طالبانو شتمني د مخدره توکيو د سوداگرۍ او نورو نامشروع فعاليتونو له امله ډېره شوي ده .

ډېوېډ کوهن چې د امريکا په ماليې وزارت کې د ترهګرو مالي سرچينې څاري، وويل چې په تېرو څو کلونو کې د القاعدې ډلې مالي حالت ډېر کمزوری شوی او اغېز يې په لږېدو دی .

نوموړی وايي که القاعده له مالي پلوه کمزورې شوې ده، خو وسله وال طالبان او نورې اورپکې ډلې په نړۍ کې په دې توانېدلي چې خپلې مالي سرچينې څو واره ډېرې کړي .

د امريکا د ماليې وزارت خپلې استخباراتي څانګې لري، چې کار يې د ترهګرو د مالي سرچينو وچول دي .

ښاغلی کوهن وايي چې دغه راز هڅو القاعده کمزورې کړې او په وينا يې سږ کال القاعدې د مرستې راټولولو لپاره خواستونه کړي وو .

دی وايي چې د القاعدې مشرانو ويلي وو که چېرې پيسې ونه مومي، نو د نويو غړو د جذبولو لړۍ به يې له ستونزو سره مخامخ شي .

هغه وويل چې د امريکا د ماليې وزارت په خليج کې له ملګرو هېوادونو سره د القاعدې د مرستو د کشفولو لپاره يوځای کار کوي .

ښاغلي کوهن دا خبره هم وکړه چې طالبان له مالي پلوه په ښه حال کې دي .

دی وايي چې هغوی د کوکنارو له کروندګرو، نشه يي توکو له قاچاق وړونکو څخه په زور پيسې اخلي .

ښاغلي کوهن وويل چې د اورپکو ډلې په ټوله نړۍ کې ورته چلند لري .

دوی د خپلو مالي چارو د پرمخ بېولو لپاره جنايتونه کوي .

ده وويل چې حزب الله ډله د سندرو غيرقانوني کسيټونه او د کمپيوټري وسايلو کاپۍ جوړوي، حزب الله د سګرېټو قاچاق هم کوي .