نن چې د اكتوبر له پنځلسمې سره سمون خوري، په نړۍ كې د لاس وينځلو ورځ لمانځل کېږي

  د لاس وينځلو په نوم د يوې ورځ د نومولو مقصد دا دى چې په دنيا كې خصوصا په هغو ټولنو كې چې خواري او بې سوادي پكې زياته ده، خلك د لاسونو پاك ساتلو ته ډېر پام وكړي، څو په دې ډول د خلكو په تېره بيا د ماشومانو د ناروغيو او مرګونو اندازه كمه شي.

   له احصاييو سره سم، په نړۍ كې  هره ورځ كابو پنځۀ زره ماشومان د اسهال د ناروغۍ په وجه سا وركوي، چې كه چېرې ماشومان تر ډوډۍ خوړلو د مخه او دغه راز تشناب او قضاى حاجت ته تر تلو وروسته لاسونه په صابون پاك ووينځي نو د مرګونو دغه اندازه به نيمايي ته راټيټه شي.

  د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق، يونيسف، ويانده مېرمن نيك تاويو وايي چې د لاس وينځلو د اهميت  په ساده حقيقت باندې د خلكو د خبرولو لپاره ملګرو ملتونو پريكړه وكړه چې د اكتوبر پنځلسمه نېټه د لاس وينځلو ورځ ونوموي.

   د احصاييو مطابق هغه ماشومان چې تر ډوډۍ دمخه او تر قضاى حاجت وروسته خپل لاسونه په صابون سم نۀ وينځي، او په همدې علت په اسهال او نورو ناروغيو مبتلا كېږي او سا وركوي، تر ډېره حده له وروسته پاتې هيوادونو سره تعلق لري. له راپورونو سره سم، افغانستان يو هغه هيواد دى چې د ماشومانو نظافت او حفظ اصحې ته پكې توجه ډېره كمه ده.

    ميرمن تاويو وويل چې په صابون باندې د لاس وينځل نه يوازې د اسهال او نس ناستې بلكې د ځينو نورو وژونكو ناروغيو په كمېدو كې هم لويه مرسته كولاى شي، نو پكار ده چې ميندې او پلرونه په دې ساده حقيقت خبر شي، خپل ماشومان تر ډوډۍ خوړلو دمخه او تشناب ته تر تلو وروسته په صابون باندې په لاس وينځلوعادت كړي  او په دې ډول د خپلو ماشومانو ژوند ته ورپېښ خطرونه كم كړي.