ددعوت شرطونه

هغه کسان چې د الهی دين طرف ته بلنه کوي خلق د نيکی طرف ته بولی او له بدو کارونو خلق منع کوي  دده دعوت ،وعظ او نصيحت به هغه وخت ګټور وي چې په لاندې شرايطو برابر وي  او که په لاندې شرايطو برابر نه وي ( د حکمت په طريقه ) نه يواځې دا چې په دعوت کې به يې هيڅ اثر هم نه وي بلکې د اسلام او مسلمانانو لپاره به يوه صدمه شي .
دنبوت او خلفاء راشدينو په وخت کې چې اسلامې دعوت په حکيمانه ټوګه روان ؤ په ډير لنډوخت کې تقريباً ټولی نړی ته دين ورسيدو او اوس چې سوونه کاله تير شوي دي  داخو پر ځای پريږده چې نړي ته مو دين ونه رسولو بلکی خپل کور،کلی او ولس مو لاهم  د اسلام په ٪30 احکامو خبر نه کړل !!!!

۱- تقوی : دتقوی نه مراد د ټولو الهی اوامرو انجامول اود ګناهونو څخه د ځان ساتل دي .
کله چې په چا کې تقوی ځای ونيسی د هغه په زړه کې نورانيت پيداکيږي  دپوهی او ادراک قوه يې لوړيږی  او الله تعالی (ج) دده لپاره ټولی چاری آسانه کوي .
قوله تعالی : وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا (الطلاق ۴).
د دعوت لپاره اولين شرط تقوی ده د اسلامې امت داعی به د يهودو دعلماؤ په څير نه وي چې خلکو ته په نيکی امر کوي او له بدو کارو خلک منعه کوي خو خپله کوم عمل ورباندې نه کوي .
د داسې کس په اړه سخت وعيد دي
حديث : عَنْ أُسَامَةَ (رض) قال: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ (ص) يَقُولُ: «يُجَاءُ بِالرَّجُلِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيُلْقَى فِي النَّارِ، فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُهُ فِي النَّارِ، فَيَدُورُ كَمَا يَدُورُ الْحِمَارُ بِرَحَاهُ، فَيَجْتَمِعُ أَهْلُ النَّارِ عَلَيْهِ فَيَقُولُونَ: أَيْ فُلانُ، مَا شَأْنُكَ أَلَيْسَ كُنْتَ تَأْمُرُنَا بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَانَا عَنِ الْمُنْكَرِ؟ قَالَ: كُنْتُ آمُرُكُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَلا آتِيهِ وَأَنْهَاكُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَآتِيهِ». (بخارى: 3267).
ژباړه : اسمامه رض وايې چه له رسول الله ص نه مې ارويدلی چې ويې فرمايل :دقيامت په ورځ به يو کس راوستل شي او دوزخ ته وروغرځول شي اوپه تيزی سره به يې کلمی د باندې تويې شي         په خپلو کلمو به دخره د څپر په شان غوبل کوي .
دوزخيان به  دده چاپير راټول شي ورته وايې به ای فلان ! په تا څه شوي دی آيا ته نه وي  چې مونږ ته  به مو امربالمعروف  او نهی عن المنکر نه کولو؟
وايې به هو تاسې ته به مې په نيکی امر کولو خو خپله به می نه انجامول او تاسې به مې د منکر کار څخه منع کولی خو خپله به می انجامول .

 ۲- اخلاص :
يعنی  د دعوت  نيت به يواځی او يواځی د الله تعالی رضا وي .
داسې به نه وي چه د الهی دين ته د دعوت پر ځای خپل ځان ته  دعوت  کوي  ،يعنی ددی پرځای چې خلک د الله (ج)  دين ته دعوت کړي  خلک خپل ځان ته دعوتوي خلکو ته خپله پوهه ،خپل استعداد او شخصيت ښکاره کوي .
دا ډير تباه کونی مرض دی سختی خطرناکی پايلی لری  الله تعالی (ج) دې مونږ تری وساتی .
۳- علم :
بل شرط د دعوت لپاره علم دی  قوله تعالی  :
قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ  (يوسف ۱۰۸)
 (( ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه دغه لاره زماده چې خلق بولم د الله طرف ته  په بصيرت ( علم او ښکاره بيان ) )).
  
حسن بصری رح  پدی اړه وايې : عمل کونکی بدون له علمه څخه د هغه لاروي په شان دی چې لاره يې  ورکه کړي وي .
۴- تواضع  :
ځان په نورو خلکو لوی نه ګنړ لو ته تواضع وايې .
تواضع د خدای (ج)  د معرفت او خپل ځان پيږندلو ثمره ده  نو ځکه د اسلام لومړی خليفه ابوبکر صديق(رض) فرمائيلی : هيڅ مسلمان بايد خپل مسلمان ورور حقير او ذليل ونه ګڼی ځکه د دټيټی مرتبی  مسلمان هم د خدای (ج)  په نزد لوی او محترم دی .
اسلامې دعوت به د نصيحت پر ځای د خلکو تحقيرول او بې غزته کول نه وي .
۵- حلم :
حلم د قهر او غوصی په وخت کې د نفس کنترولوته او عقل نه کار اخيستلو او دعفوی او بخشش لاره غوره کولو ته  وايې .
چې د يوه دعوتګر لپاره آساسی شرط ګڼل کيږی  ځکه  دعوت ورکونکې هدف د زړونو لاس ته راوړل  او زړونه يوازی په نرمې او مهربانه وينا لاس ته راوړل کيږي .
حضرت علی (رض)  زړه د يوه حيوان سره تشبح  کړی  چې يوازی  په نرمی رام کيږي او بس .

درشوت لنډ بيان

رشوت دادی چه يو سړی ديوه کار لپاره مقرر شوي وي او هغه پدی کار باندې دحکومت نه يا دکومی بلې اداری نه يا دکوم چا دطرف نه تنخواه اخلی بیاهم هغه ددی کار په بدل کې نوره څه معاوضه هم اخلی نودا رشوت شو.
رشوت داهم دی چه دکومې عهدی په وجه سره ده ته څه تحفه يا هديه ورکړشی ،يوځل نبی کريم صلی الله علیه وسلم يو سړی د زکات د ټولولو لپاره مقرر کړ هر کله چه هغه واپس راغی نو ويې ويل دا دومره مال د زکات دی او دا نور ماته هديه راکړ شوی ده ،رسول الله ص وفرمائل هغه دې په کور کې کينی اوبيا د وګوری چه ده ته څوک هديه ورکوی يعنی دا تحفه د عهدی په وجه ورکړ شوي وه ..

رشوت په يوه ټولنه کې سخت تباه کونې آفت دې  رشوت چه کله منځ ته راشی نو بيا د عدل اوقانون ځای پيسی ونيسی دمظلوم حق نورهم پايمال اومجرم په پيسو ځان ته لاره باسې .

رشوتخور  هغه پست او ذليل سوالګر دي چه سره لدی چه الله ج  ده ته لوی مقام ورکړی وي خو په دومره لوړ مقام کې به بياهم هغه يو سپک او ذليل سوالګر وي .

دغه مقام بيا هيڅ وخت هم په خپله اداره کې دفساد مخ نشی نيولای ځکه چه بيا دده خپل دمردارو  ډک کچکول افشاه کيږي .

دغه ذليل عمل اوس دومره ډير شوی چه حکومت خو دافغانستان په ټول تاريخ  کې په فساد او رشوت خوری کې  لومړی مقام لري  بيان  ته يې هيڅ حاجت ځکه نشته چه پدی باندی د نموړی اداری چارواکې هم قانع دي .
خو اوس دغه ذليل عمل د داکتر تر نوبت پوری هم رارسيدلی دي ، دکوم مريض چه نوبت څه ورسته وي هغه څه روپۍ چوکيدار ته په رشوت کې وړاندی کوي تر څو دده نمره مخکی کړی  او داسې نورو معمولې چارو کې .

درشوت حرمت او دهغه خطرناکې پايلې :
الهی ارشاد:
وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ( البقره ۱۸۸).
په ناحقه يو دبل مال مه خورئ اوهغه حاکمانو نه مه ورکوئ (درشوت په ډول  چه  فيصله ستاسو په ګټه وکړی ) ترڅوڅه مال دخلکو ځنی په ناحقه وخوری اوتاسی پوهيږی (چه دا ظلم دی ).
نبی ص ارشاد:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن عَمْرٍو، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:"الرَّاشِي وَالْمُرْتَشِي فِي النَّارِ
رشوت اخستونکی اورشوت ورکوونکی دواړه په دوزخ کې دي. (الطبرانی)

لَعَنَ اللَّهُ الرَّاشِيَ وَالْمُرْتَشِيَ فِي الْحُكْمِ   
دالله ج  لعنت دی  په قضاوت  باندي  درشوت اخستونکی اوورکونکی  (الطبرانی ،ترمذی ،حاکم او احمد)
    
لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلی َّ اللهُ عَلَيه وَسَلَّم اَلرََّاشِیَ وَالمُرتَشِی َ ( رواه ابوداود ابن ماجه )
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم درشوت په اخستونکی او ورکونکی لعنت ويلای دی .

عن عبد اللّه بن بريدة، عن أبيه ، عن النبيِّ صلى اللّه عليه وسلم قال: "من استعملناه على عملٍ فرزقناه رزقاً فما أخذ بعد ذلك فهو غلولٌ".

چا ته چه کوم کار وروسپارم ،په مقابل دهغه کې يې مزد هم ورکوم ،دخپل مزد نه علاوه چه نور څه اخلی هغه خيانت او رشوت  دی . (رواه ابؤداو.

اسلام د روغې او درناوي دين

هسې خوكه دانساني خلقت پس منظر راوځيرو نولومړى د الله جل جلاله اودهغه د مطيع مخلوق ملائكو ترمنځ دشوې مكالمې ياسوال ځواب سره مخ كېږو چې دبقرې سورة ۳۰ آيت يې حكايت كوي:

ژباړه: اوكله چې وويل ستا رب پرښتو ته چې زه پيداكوونكى يم په ځمكه كې ديوه خليفه نو پرښتو وويل آياته په ځمكه كې هغه څوك پيداكوې چې فساد به كوي او وينې به تويوي .. تر آخره.

دملائكو دا اندېښنه چې د الله تعالى په تخليق اعتراض نه بلكې يو تعجب و، لاهغه مهال وه چې د بشر پلار حضرت آدم عليه السلام لا نه و پيداشوى.

دلته مفسرينو داپوښتنه راپورته كړې چې ملائكې څنګه پوه شوې چې انسان به په ځمكه كې فساد كوي او وينې به تويوي، ځينې وايي ښايي دوى په لوح محفوظ كې داخبره لوستې وي ، ځينې نور وايي ښايي دوى به انسانان دځمكې په پخوانيو استوګنو پېريانو ورقياسول چې خپل منځي جګړې او وژنې يې كولې، خو يوه ډله مفسرين په دې باور دي چې ښايي پرښتو د الله تعالى جل جلاله په كلام كې دخليفه له كلمې څخه داحقيقت معلوم كړى وي ، په داسې توګه چې الله تعالى وويل: زه په ځمكه كې يو خليفه ( استازى ) پيداكوم، نو خليفه اوحاكم ته خو هغه وخت اړتيا پيښيږي چې دځمكى په مخ وژنې وي ، جګړې او بربادي وي، بياخليفه دجګړو او بې عدالتيو مخه ونيسي.

نو بناء په وروستي احتمال ويلى شو چې په سپېڅلي قرآني او اسلام قاموس كې دبشر له پيدايښت څخه لا ډېر پخوا له جګړې او وينې توييدنې څخه بيزاري اودمخنيوي تدابير مراعات شوي دي خو دپورتني او دې ته ورته دنورو شواهدو باوجود دنن شوپرك مزاجه انسان په ډېر جسارت داپوښتنه راپورته كوي چې آيا اسلام هغه دين نه دى چې يواځې تاوتريخوالى پيژني؟؟؟.

دا يواځې د نن خبره نه ده اونه يواځې دهالينډ فتنه نامي فلم پورې خلاصه كېداى شي، بلكې ويلاى شو چې داد اسلام دلومړنيو غير معمولي برياوو په غبرګون كې دمشركينو يهودو او نصاراوو دګډو ناكامو تبليغاتو او افترائتو دلړۍ يوه كړۍ ده، چې له هغه مهاله رانيولې بيا تر ننه پورې په اوږده زماني واټن كې داسلام دښمنه حلقو ترمنځ له بېلابېلو انګېرنو اوعقدو سره لاس په لاس شوي او رارسيدلي، نن به يواځې عنوان او فورم بدل وي ، كنه معنون او موخه هماغه زړه ده ، چې يواځې له عقده پالنې تعصب اوتنګ نظري څخه سرچينه اخلي، ځكه ددوى دداسې بې دليله انكار په اړه قرآن وايي: ( يعرفونه كما يعرفون ابناءهم ... ) د پيغمبر عليه السلام رسالت اوداسلام حقانيت داسې پېژني لكه خپل زامن چې پېژني، عبدالله بن سلام رضى الله عنه چې تراسلام قبلولو وړاندې يهودي عالم و به ويل چې ترخپلو زامنو يې لاښه پېژني، ځكه دزامنو په هكله خو به لاداشك ورسره وي چې كېداى شي ښځې يې خيانت  ( له كوم بل سره كورواله ) كړى وي اودابه دده زوى نه وي.

خود ماتې خوړلي اودحق په وړاندې دتاب نه لرونكي انسان خوى همدا وي، دحقيقت نه بلكې يواځې دخپلې باطلې مدعا د اثبات له پاره د ( لانُسلم ) ( انكار ) په ګدۍ ناست وي، اوپه بې ساري جسارت د شيدو د توروالي اود شاتو د تريخوالي له پاره دلائل وړاندې كوي. هغه مهال غير اسلامي پيدو او واكمنيو د اسلامي نوراني سېلاب په وړاندې دمقاومت او تمدن ډګرونه يوپه بل پسې له لاسه وركول نو دا اودې ته ورته اكاذيب ددوى وروستۍ حربه وه.

په راوروسته اومعاصر دور كې د تبشير او استشراق مكتبونو ددې شعار لپه پاره ډېر كار وكړ اوهڅه يې وكړه ترڅو په نړيواله كچه اسلام دتاوتريخوالي اوتشنج دين معرفي كړي.

ډېرو ختيځ پوهانو په دې اړه زهرجنې اومتعصبې ليكنې كړي دي ، دوى د نبي عليه الصلوة والسلام او صحابه وو كرامو رضى الله عنهم په غزاګانونيوكې   كړې اود راشده خلافت د دور سوبې او برياوې يې تر نيوكې لاندې نيولي.

دوى وايي: مسلمانان چې په مكه كې وو نوعاجزه بردباره اوپه مصيبتونو صبر كوونكي وو، خو چې مدينې منورې ته راغلل مشكلات يې له سره لرې شو ل او څه امكانات يې وموندل نو په جګړو او وژنو يې لاس پورې كړ ، دا اودې ته ورته افتراګانې ه پخوا ديوې فردي نظريې اوتور په شكل اورېدل كېدې خوپه دې وروستيو كې دپخوا په خلاف په سنجول شوې او رسمي توګه داپروسه په مخ وړل كېږي.

د [۲۰۰۵ د سپتمبر په ۳۰ ] ډنماركي ورځپاڼې Jyllandsposten جيولانډپوسټن په بې سارې ګستاخۍ نبي كريم صلى الله عليه وسلم ته منسوب داسې كارتونونه خپاره كړل چې هغه صلى الله عليه وسلم معصوم ذات يې دجګړې او تروريزم بنسټګر تمثيلاوه. ( العياذ بالله )

ددې ليكنې لامل همدا تاسف دى چې اوس په ډېرېدونكې توګه په اسلامي نړۍ كې همدا نظريه سرايت كوي اوځوان مسلمان قشر چې دلويديځ دهرسهار بدرګه ورته پرمختګ بريښي په ناخود آګاه توګه له داډول مفكورو څخه پلوي كوي. دلته به مونږ په لنډه توګه داخبره راوسپړو چې آيااسلام په رښتيا بشر ته يواځې دجګړو او وژنو پيغام درلود؟ اوكه په جګړو كې ښكيله نړۍ يې د وحشت او بربريت له كومې راواېستله. څرنګه چې دموضوع حوصله ډېره پراخه ده مونږ به په مختصره توګه ځينې عناوين تشريح كړو ترڅو دى قضاوت ته لاره هواره شي چې دتاوتريخوالي او سولې ترمنځ اسلامي انتخاب څه دى؟

۱ ـــ اسلام و چې نړۍ ته يې له جګړو او وژنو څخه نجات وركړ:

كه ديوې شېبې له پاره تر اسلام وړاندې نړۍ ته ولاړ شو نو وبه وينو چې دجهالت دوره په انساني تاريخ  كې يوه توره دوره ده چې ورور وژنه او وينې تويول سرلوړي او مېړانه ګڼل كېده، دكورونو او مالونو لوټ تالان او دپرديو ناموسونو بې عفتۍ، دسړيتوب شهامت دريځ خپل كړى و.

له اٌنس اومينې څخه مشتق انسان يواځې وحشت اوبربريت پېژانده ، دايواځې عرب نه وو چې له پېړيو پېړيو ورپاته بدۍ يې پاللې ، په جګړو كې نيول شوي ښځې او سړي يې دچارګام آسونو په لكيو پورې تړل اودحاملو ښځو نسونه يې په تورو ورڅيرل، بلكې له هند رانيولې بيا تر افريقا او اروپا د درست بشريت حال تردې بدتر وو، دهند دطبقاتي ټولنې قانون دپست نژادو په اړه حكم كاوه چې د سپي، چونګښې، كارغه اوپست نژاد حقوق اودمرګ سزا يوه ده.

دنړۍ دوه سيال زبرځواكونه فارس او روم په دوامدارو جګړو كېوتې وې چې ترمنځ خواراوستومانه انسانيت وريتېده، په دوى كې به چې كوم فوځ ماتې وخوړه نوسيال اود سوبې په نشه كې خمار لښكر به په مظلومو انسانانو له يوې مخې توره راواېسته ، ددښمن دنيول شوې سيمې اوښار هر اوسېدونكى په مرګ محكوم بلل كېده چې بيابه تر مياشتو مياشتو داعام وژنه روانه وه.

پردې سربېره امپراطورانو دداخلي بغاوتونو په مقابل كې خونړى عكس العمل هم خپل فرض باله، د پنځمې ميلادي پېړۍ په پاى كې چې فارسي داعي مزدك د پيروانو له خوا دديني اصلاح او اشتراكيت كومه بلوا پيل شوه چې ظاهراً له زردشتي دين څخه يو بغاوت و فارسي حكمرانانو قباد او نوشېران د زرګونو انسانانو په وژلو خاموشه كړه.

په ټوله كْ دفارس ساساني حكمرانان له اردشير (۴۲۲۴) نه نيولې بيا تر دريم يزدګرد (۴۶۵۱)پورې د بشريت په وړاندې بې رحمه اومتجاوزين وو چې محكوم اولس يې دبرچې تر څوكې لاندې ژوندكولو ته اړ كړى وو.

د روم سلطنت چې تحريف عيسويت يې دتوري په زور عملي كاوه ډېرځله په كورنيو شخړو كې ښكېل وو ، هغه پاڅون چې درومي سلطنت په زړه قسطنطينيه كې د بې وسه خلكو دحكومت په ضد شوى و پاچا Justinius اول د درې لكه خلكو په وژلو آرام كړ.

لنډه داچې داسې ګوښه نه وه چې هلته دې انسانان د آرام سا واخلي ،په درست بشريت دځنګل قانون واكمن و، چې له مخې يې كمزورى اړ و چې د زورور هره روا اوناروا غوښتنه ومني.

كله چې صثورت حال تردې بريده اضطراري وي نو د الهي حكمت او بشري فراست په مقتضى يوه داسې دين ته اړتيا محسوسيږي چې له جګړو سړى بشر د امن او سكون په پلوشو ونازوي ، د جګړه مارو ترمنځ دپخلاينې او اوربند تيږه كېږدي، دعمومي عفوې او ورورولۍ پيغام له ځانه سره ولري، د ظالم لاس له ظلمه ايسار كړي ، ښايي يواځې هغه غږ ته لبيك ووايي جې ترټولو ړومبى له ځانه سره د سولې پيغام ولري، د اسلامي دعوت او محمدي رسالت دبې سارې كاميابۍ يو راز همدا وه چې دځپلي انسانيت دهوساينې له پاره يې يوه داسې نسخه له ځانه سره درلوده چې هغه ورته له پېړيو پېړيو په تمه وه.

پيغمبر عليه السلام له بعثت څخه پخوا هم په قريشو كې په دې مشهور و چې دخير په كارونو اود شخړو په هواري كې به يې هڅې كولې، دقريشو دشخړو دمخنيوي په پار چې دحلف الفضول په نامه كوم اوربند اوتعهد شوى و نبي كريم صلى الله عليه وسلم دخپل تره زبير بن عبدالمطلب ترڅنګ لويه ونډه پكې درلوده.

خوكله چې د نبوت په وظيفه وګمارل شو نو تر ايمان وروسته يې خلك له ناروا قتل څخه ځان ساتلو ته راوبلل، ايمان راوړونكو ته يې په صفا ټكو وويل: ( لن تؤمنوا حتى تراحموا ) هېڅكله به تاسې مؤمنان نه شئ ترڅو چې په يوبل رحم ونه كړئ.

همدرانګه يې انسان بنيان الرب او عيال الله وباله، او له نويو ايمان راوړونكو نه يې تعهد واخيست چې دچاپه حقوقو به تيرى نه كوي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم په خپلو دې اصلاحي هڅو سره وكړاى شول د عربي قبيلو ترمنځ له پيړيو پېړيو د راپيل شويو خونړيو جګړو اورونه مړه كړي، ديثرب د عربو ددوو كورنيو ( اوس او خزرج ) تر منځ (۱۲۰) كلنه دښمني د پيغمبر عليه السلام په منځګړتوب او بيعت اخيستلو سره دتل له پاره پاى ته ورسېده، اوددې دوو قبيلو ترمنځ لرغونې دښمني په يوه مثالي دوستي بدله شوه.

قرآن كريم دټولنيز فساد دمخنيوي ياد فرد او جامعې دسر، مال اوناموس دساتنې له پاره دقصاص حد ، دغلا حد، د قذف حد اونور غوره احكام او قوانين اعلام كړل. له همدې ځايه وه چې له جګړه مارو او تالانګرو عربو څخه يې يوه داسې ټولنه جوړه كړه چې په بشري نړۍ كې يې د انساني كرامت ، درناوي ، سولې او آطمينان شاهكار بللى شو.

همدا د صدر اسلام په انساني كرامتونو مالامال پيروان ( صحابۀ كرام رضى الله عنهم ) وو چې دلومړي ځل له پاره يې نړۍ ته د سولې او بشري درناوي درس وركړ، په جګړه بوخت انسانيت يې دسولې او عدم تشدد له خونده خبر كړ، د زور بالاى زور فارموله يې دتل له پاره د نابودۍ كندې ته وغورځوله، اود بادارۍ او غلامۍ په دنياكې يې دعدل او مساوات بيرغ هسك كړ.

هغه مهال چې دګنګا دغاړو هندي برهمنانو خپل ټيټ ذاتي دسپي له نرخه بلل، هغه مهال چې بودائزمو دتبت او نيپال دژوند له خوږو محروم اوپه رهبانيت كې ښكيل انسانان مجبورول چې دبودا د ډبرينو مجسمو په وړاندې خپل زامن اولوڼه ذبحه كړي ، هغه مهال چې د كسرى زردشتي قوانينو د فارس او بين النهرين په خوارو اولسونو دژوند چاپېريال تنور كړى و اوهغه مهال چې تحريف شوي عيسويت د رومي واكمنو د ظلم او جبر تبرګي ته دلاستي حيثيت درلود، د عربي ريګزارو په يوه ګوښه كې اسلام خپلو پيروانو ته په بيابيا وريادول چې خبردار ! ... تربې ځايه وينې توييدنې د درستې نړۍ نړيدل او فنا كېدل د الله جل جلاله په وړاندې آسانه دي.

په وروستي تحليل كې ويلى شو چې همدا اسلام و چې دلومړي ځل له پاره يې دځمكې پر مخ دبشر ژوند تامين كړ، دحيوانيت تل ته لوېدلى انسانيت كې يې دملكيت عنصر را ژوندى كړ اوخپل مخلص پيروان يې دانساني شرافت مهربانۍ ځان تېرېدنې اونورو حسنه وو اخلاقو هغه سټيج ته وخېژول چې ديو وېشتمې پېړۍ په ځان غره متمدن؟ انسان يې دفهم او درك په وړاندې هم عاجز دى.

نوكه اسلام د جګړو او وژنو پلوي واى څنګه به توانېدلى واى چې دبشر په تاريخ كې دتمدن د بنسټګرو اود انساني اقدارو دتمثيلوونكي دريځ خپل كړي اودښكېلو قبيلو دبې ځايه وينې توئېدنې مخنيوى وكړي.

۲ ــ په فردي او اجتماعي ژوند كې د اسلام نياومن اوسوله ساتى دريځ:

اسلام دمسلمان مسلماني يا كامله ايمانداري تردې پورې تړلې ده چې نور مسلمانان يې له ضرر څخه په امن وي، دغه راز دوګړو ترمنځ په ټولنيز اخوت بآور لري چې ددو كسانو ترمنځ دشخړې په صورت كې دريم ته على الوجوب امر كوي چې ( فاصلحوا بين اخويكم ) دخپلو دوو وروڼو ترمنځ مو سوله وكړئ، تردې چې د ( مېړه ) او ( مېرمنې ) ترمنځ دجوړجاړي له پاره په بې ساري صراحت سره توصيه كوي چې ( والصلح خير ).

دټولنيز فساد او انارشيزم د مخنيوي له پاره اسلام داسې كوټلي قوانين او حدود وضع كړي دي چې په مراعا سره يې دټولو انساني او اسلامي ارزښتونو حفاظت حتمي دى.،

كه موږ دلته د ساري په ډول د قتل حد چې قصاص دى راوځيرو نو لكه څنګه چې لوى خداى جل جلاله فرمايي دټولنې له پاره د ژوند اوپايښت فلسفه پكې نغښتې. معمولاً سترې جګړې او دوامداره شخړې له وړې هغې څخه رازيږي، چې بياديوې مناسبې حل لارې دنشتوالي په صورت كې پسې زياتيږي.

تر اسلام د مخه دجاهلي قبيلو دخپل منځي جګړو او تربګنيو شاليدهم همداسې وو، دعربو او يهودانو د دستور له مخې به كه يوسړي بل قتل كړ،نودمقتول ورثه به دې ته تياره نه وه چې يواځې قاتل په نښه كړي، بلكې دغچ اخيستلو په صورت كې يې تيرى خپل روا حق باله، چې په دې توګه به د دوو كورنيو اوقبيلو ترمنځ د دوامداره جګړو اور بل شو، خو اسلام ددا ډول شخړو دهواري له پاره دقصاص حكم راووړ ، دلغت پوهانو له انده د قصاص د مادې يوه معنا برابرى او مساوات ده، يعنې اسلام په دې برخه كې د بې سارې برابري حكم كوي چې هېڅ ډول شذوذر او استثناء نه قبلوي، تردې چې د ( النفس بالنفس ) او ( المسلمون تتكافؤا دمائهم ) په مقتضاء كه مقتول غلام معذور ، ضعيف اويا ښځه وي اوقاتل يې آزاد، شريف النسب، قوي او نارينه وي هم قاتل په خپله قصاص كېږي، دا حكم تر ذمي كافر او مستامن كافر پورې هم عام دى، چې داسلامي عدالت شاهكار يې بللى شو.

په اسلام كې ټول انساني اعضاء محترم بلل شوي اوديو انسان په بل باندې هېڅ جزي تعرض هم بې بدله نه پاتې كېږي

ابوسعيد الخدرى رضى الله عنه روايت كوي چې يوځل زمونږ ترمنځ رسول الله صلى الله عليه وسلم څه شى تقسيمول چې يو تن دگڼې ګوڼې له امله مخته ورغى رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه په يوه لرګي منعه كړ، هغه سړي فرياد وكړ، پيغمبر عليه السلام ورته وويل: ( تعال فاستقد ) راشه خپل بدل واخله!. هغه سړي ورته وويل: ما بښلى يې!

خوله دې ټولو تر لمر روښانه حقائقو سره سره بياهم داهڅه كيږي چې اسلام دخشونت اوتاو تريخوالي دين معرفي كړي. دسترګو خاوندانوته بويه چې راشي سوچه اسلامي قاموس په خپله مطالعه كړي، ترڅو يې خداى مه كړه څوك يې ور ړندې نه كړي.

بابكر خېل \ زرمت

قرانكريم دساينس هڅونكى اولارښود

دهارون يحى ليكنه

اسلام دعقل اوپوهې مذهب دى څوك چې له عقل څخه كارواخلي هغه دمذهب رښتياوى اوصداقتونه پيژندلى شي خوددې صداقت اورښتيانه دپايلو ترلاسه كولو له پاره خپله پوهه اوعقل په كاراچول غواړي ،كه يوكس دمخلوقاتوديوه شي په ځانګړتياوو اوخصوصياتوباندې غوراوفكر وكړي كه څه هم هغه مهارت اووړتيا ونه لري يواځې دعقل اوشعوردوړتياپه ذريعه په دې خبره پوهيدلى شي چې داشى داسې چاتخليق اوپنځولى دى  چې هغه زبردست عقل اوپوهه لري اودډيرزيات ځواك خاونددى .

    په زمكه باندې دژوندكولودشونتياله پاره په زرهاوو لاملونه پيداكړل شوي دي، له دې زياتولاملونو څخه كه ديوڅوپه اړه علم ترلاسه شي هغه په دې خبره باندې دپوهيدلو له پاره كافي اوبس دي چې ددنيا دجوړولو موخه دلته ژوندكول اودهه په خپل حال ساتل دي، له دې كبله څوك چې له خپل عقل نه كارواخلي اود خپل ضمېراوشعوراوازته لبيك ووايې هغه ته به داخبره دلمرپه څېرروښانه شي چې ددې نړۍ اتفاقاً

اويو په يورامنځته كيدلودعوه بيخي پوچه اوسراسرغلطه ده ، لنډه داچې څوك خپل ذهن په كارواچوي اودسوچ كولو له وړتياڅخا كارواخلي هغه دخداى جل جلاله  په نښوباندې په ډيره ښكاره توګه سره پوهيدلىشي ،په دې لاندې ايت كې دداډول خلكو يادونه په داسې توګه شوې ده :الذين يذكرون قياماً وقعودا وعلى جنوبهم ويتفكرون فى خلق السموات والارض ربنا ماخلقت هذا باطلا سبحانك فقنا عذاب االنار،سورت ال عمران ايت 191

ژباړه : هغه خلك  چې په ولاړه ،ناسته اوپروتې باندې خداى جل جلاله  ياد وي اوداسمانونواوځمكو په خلقت اوجوړښت كې غوراوفكركوي ( هغه ناڅاپه ووايې ) لويه څښتنه ! داهرڅه تابيكاره ساوبې ګټې نه دي پيداكړي، ته له دي نه پاك يې چې بې ګټې كاروكړي نواى ربه ! مونږ د دوزخ له عذاب نه وژغورې، قران كريم انسانانوته لارښودنه كړې چې په خپل چاپېريال كې دتخليق اوكائناتونښې وګورى اوپه هغوباندې غوراوفكروكړى،دخداى جل جلاله رسول حضرت محمدص هم خلكوته امركړى دى چې علم اوپوهه حاصله كړى په ډيرټنګارسره ويلي دي چې دعلم ترلاسه كول زمونږ فريضه ده مونږ دالاندې دوه صحيح حديث سره لولو: 1 دعلم زده كړه په هر مسلمان باندې فرض ده گ ( ابن ماجه.ج1_ص 224،اوترمذى ج1_ ص218،له انس بن مالك نه روايت كړى )

      2_ علم ترلاسه كړئ اونوروته يې ورزده كړئ. ( ترمذى ص 279_ دارمى اودارقطنى رواه عبدالله بن مسعود)

  څوك چې دمخلوقاتوپه داخلي جوړښت اوپه ساه لرونكو اوبې سامادو باندې غوركوي اودخپل چاپيريال دشيانوپه اړه له تحقيق اوپلټنې سره دلچسپي لري هغه به خامخا دلوى څښتن په كامله حكمت دهغه په بې پايه علم اودهغه په تلپاته ځواك ؛ايمان رواړي .

ځينې هغه ټكى چې خداى Y په ځانګړى توګه انسانان هڅوي څو په هغوباندې غوروكړي په دې لاندې ايت شريف كې سره لولو: افلم ينظروا الى السماء فوقهم كيف بنينها وزينّها ومالها من فروج ° والارض مددناها والقينا فيها رواسي وانبتنا فيها من كل زوج بهيج ° تبصرة وذكرى لكل عبد منيب° ونزلنا من السماء ماءً مباركاً فا نبتنا به جنت وحب الحصيد° والنخل بسقت لها طلع نضيد° سورۍ ق ايت 6-10

ژباړه: ايادوى په دوى باندې له پاسه اسمان ته نه ګوري ؟ مونږ هغه څه ډول جوړكړي دي اوښايسته كړى مودى اوپه هغه كې څه چولې نه شته ، اوځمكه مونږغوړولې ده ادغرونوميخونه موپرې ټك وهلي دي، اوپه هغه كې موهرډول ښكلې ګياه راشنه كړې ده، داهرڅه دسړي سترګې خلاصوي اوپندوركونكي دي دهغه بنده له پاره چې دحق لوري ته مخه كړي ، اومونږ له اسمان نه مباركې اوبه رانازلې كړې دي، په هغوسره موباغونه اودفصلونو دانې شنې كړې دي اولوړې اودنګې كجورې موپيداكړي دي چې هغه د ميوو يوپربل دپاسه وښكالي لري.

) الذى خلق سبع سموات طباقاً ماترى فى خلق الرحمن من تفوا ت فارجع البصر هل ترى من فطور(، سورۍ ملك ايت 3،  

ژباړه : هغه ذات چې يوپربل دپاسه يې اووه اسمانونه پيداكړي دي، ته به درحمن خداىY په تخليق كې هيڅ توپير پيدانكړې بياسترګې وغړوه! اياته څه خلل وينې؟ . )فلينظرالانسان مم خلق( لږدې انسان دېته  وګوري چې له څه نه پيداكړل شوى دى، ) افلاينظرون الى الابل كيف خلقت ° والى السماءكيف رفعت ° والى الجبال كيف نصبت° والى الارض كيف سطحت(ا لغاشيه،17_20 ، ژباړه: اياداخلك اوښانوته نه ګوري چې څه ډول پيداكړل شوي دي، اسمان ته نه ګوري چې څه ډول پورته كړى شوي دي، غرونوته نه ګوري چې څه ډول درول شوي دي، اوځمكې ته نه ګوري چې څه ډول اواره كړل شوي ده.

دپورتنيو ايتونو مطلب بيخي روښانه دى، چې الله پاك انساني نوعې ته ددې نړۍ په ګڼ شمېر اړخونو كې دنظراوغوركولو بلنه وركوي، دبيلګې په توګه بايدپه اسمانونو، بارانونو،بوټيو،څارويو ددوى دخلقت په لارو اودځمكوپه جغرافيايې جوړښت باندې غوركول انسان دې ته رسوي چې ددې څيزونودخالق حكمتونه وپيزني اوپه دې مخلوقاتوكې كتنه يامشاهده ،دسوچ اوفكرلارواودهغوپه حكمت باندې دپوهيدلوهڅې ته لكه مخكې هم چې مونږ وويل ؛ سائنس  وايې .

دسائنسي كتنواومشاهداتو په بركت سره انسان دخلقت له اسرارو اوپټورازونو سره اشناكېږى ،اوپه ده سره دخداى جل جلاله دبى پايه علم دهغوپوهه اوحكمت اودهغه ځواك اوطاقت پيژندل كيدلى شي.

سائنس يوه داسې لاره اوكړندود دى چې په هغه سره دخداى جل جلاله دصفتونو ښايسته توازن اوپخې اندازې پيزندل كيدلى شي، له دې كبله چې مونږ په ټول تايخ كې څومگره ښه اوغوره سائنسپوهان وينو هغه چې بشريت په يې رښتياګټې رسولي دي ، هغوى په خداى جل جلاله باندې كلك ايمان لاره.

په سيائنسي څېړنو دايمان اغيز:

 لكه مخكې موچې وويل مذهب دسائنس هڅوونكىدى اوڅوك چې دسائنسي څېړنوله پاره عقل اوپوهه په كارواچوي دهغوايمان به لامزبوت اوپوخ شي، ځكه هغه دالله پاك نښې ډيرې له نږدې ويني ځكه هغه دخپلو پلټنو اوڅيړنو په هرګام كې يوه كره اوكامل نظام ته ډبر ورنږدې كيږي، هره ګړۍ هغه دباريكه اونازك انكشافات مخته ورځي لكه رسول الله ص  چې وايي: دعلم ترلاسه كولو له پاره وتلى سړى چې ترڅوپورې بېرته نه وي راستون شوى دهغه داټول ژوندپه عبادت كې شمېرل كېږ ( ترمذى ص 220 ) په دې توګه ايمانداره سائنسپوه ته به خداى جل جلاله دهغه په څيړنيزوكارونو باندې خورا زيات ثوابونه وركوي، دبيلګې په توګه په سترګه باندې څيړنې كوونكي سائنسپوه ته داحقيقت روښانه كېږي چې داپيچلى نظام هيځكله داتفاق اوناڅاپي له مخې په تدريجي توګه نه دى رامنځته شوى ، په دې اړه نورې څيړنې اوزياتې پلټنې انسان ته دا حقيقت مخته ږدي چې دسترګې دجوړښت هره برخه يوه معجزه لرونكى تخليق دى ،اوپه دې كې دننه ګڼ شمېربرخې دي چې په منځ كې خورا ښه اوپه زره پورى يووالى لري ، په دې توګه سره دسترګې دخالق اوپيداكونكي په كامل حكمت باندې په ايمان كې لازيات پوخوالى راځي .

 دا راز دفلكياتو په څانګه كې دڅيړنې په مهال يوو سائنسپوه ته عجيب ځواكونه رامخته كېږى اودهغو په منځ كې حيرانوونكې توازن ته سړى هك پك پاتي شي ، هغه چې يوه په سلهاوو لكه كهكشانونه ويني اوپه هغه كې دننه په بيلنونوستوري ويني اوپه هغوبې شمېره پراخيوكې دخوځنده اجسامو زبردست يوالى ومومي نوپه هغه كې دزياتې پوهې تنده نوره هم زياته شي  دا راز په يوايماندار انسان كې دمخلوقاتو دسرپټو رازونو دلوڅولو نوره ولوله اوجزبه هم راوپاريږي..........

"البرټ اّئن سټائن" دمخكني پيرنابغه بلل كيږي دى په خپله يوه ليكنه كې په سائنسپوهانو كې دمذهبى ولولونه دراپيداكيدونكى تجسس اودهغه ذوق په اړه كاږى: زه په دعوه سره وايم چې مذهبي ولولې اوجذبات دسائنسي څېړنو له پاره ځواكمن او سپيڅلى محرك جوړدې شي داسې هڅې يواځې داډول خلق رامنځته كولى شي په دې برسيره هغه جذبه چې له  هغې پرته په عقيدوي سائنس كې دقيادت او مشر تابه كارنه شي كيدلى هغه له دې ځايه ځواك ترلاسه كولى شوى هغه كه څه هم دژوند له نږدې حقيقتونو څخه هر څومره لري ليدل كيږي خودكار په تكميل كې خورا زياته مرسته كولى شي.

دكپلر  Kepler  اونيوټن  Ne wton   دكائناتو په ظاهرى معقوليت باندې څومره ژور اوپوخ يقين وو اوپه هغوباندې دپوهيدلو سره يې څومره زياته مينه لرله ،دوى له نړۍ نه په ګوښه كې په سلهاوو كلونه هڅې اوخوارۍ وكړې اودفلكياتي جوړښتونو له معلوماتونه يې دپېچگلتيا پردې پورته كړې اودهغه له پاره يې اصول وټاكل څوك چې دسائنسي څيړنو په پرتله خپل زياته پوهه په عملي پايلو باندې راڅرخوي هغوى په ډيره اساني سره دهغو خلقوپه څېرپه غلطو تصوراتوكې اخته كيږي چې هغه دشك اودوه زړى توب په نړۍ كې ژوندكوي ، داتصورات له څوپېړيو مخكې مافوق الفطرت خيالاتو په څيردي ، حتمى برياليتوب دهغه چاپه برخه دي چير خپل ديوې روښانه موخې له پاره ټاكلي وي ، اوله خپل پگټ ځواك سره دګڼ شمېر ناكاميو په شتون كې مخ په وړاندې روان وي ، هغه ته داځواك دمذهب دپيژندګلوي له كبله ترلاسه كيږي لكه زمونږ يوه معاصر چې ويلي دي اودهغوداوينا بيځايه نه وه دى وايې: زمونږ په ماده پرسته پېر كې پوه كارګرهغه دى چې مذهبي ولولې ولري .( البرټ ائن سټائن _افكاراونظريات.خپرونكي كراون نيويارك 1954ء )

دجرمنى فلكيات اورياضي پوه "جوهنزكيپلر" وايې: زه په سائنسي هڅوځكه بوخت شوم څودحقيقي خالق په صفتونو په اسرارو اورازونو خبر شم ، دبرتانيې سترفلسفې اورياضي پوه "انرك نيو ټن" وايې چې په سائنس كې زما ددلچسپي اوليوالتيا ترشا اصلي محرك دخداى جل جلاله دقدرت په اړه پوهه اوزيات معلومات ترلاسه كول وو.

 دنړۍ په تاريخ كې دوتلواونامتو سائنسپوهانو له جملې نه يواځې ددې دوواعترافات مونږ  راواخستل په راتلونكوپاڼوكې به مونږ دسلهاوو سائنسپوهانو دنظرياتواوخيالاتو جائزه واخلو،هغه چې دكائناتو په پراخيو كې يې دخپلوافكارو نيلى ځغلولى دى اودلوى څښتن په ذات يې ايمان واړى دى اودهغه دتخليق له مظاهرواودهغوله اړوندقوانينو څخه خورا زيات اغيزمن شوي دي اودنورې پوهې ترلاسه كولو له پاره يې لاملاوې تړلې .

داراز به مونږ ووينو چې دخداى جل جلالهدتخليق كړيو كائناتو په اړه دنوروزياتو معلوماتو ليوالتيا په تاريخ كې دډيرو سائنسپوهانو له پاره سترمحرك وو، داځكه چې څوك په دې خبره پوهه شي چې داټول كائنات اوپه هغو كې نورموجودات مخلوق دي نوهغه په دې حقيقت پوهيږي چې داتخليق به خامخا څه موخه لري ، پيادا موخه دې دهغه معناووته كشوي اوددې معناپلټنه دهغوله نښو څيرى پردې پورته كوي اودهغوپه اړه نورو نفصيلاتوته يې هڅوي اوپه دې توګه دسائنسي مطالعې ذوق اومينه  زياتيږي .

   څوك ددې كائناتو اوپه هغوكې دننه موجودوشيانوله مخلوق كيدلونه انكاروشي نوبيادهغومعنا ته رسيدل هم نشي كيدلى ، په ماده پرسته فلسفه اوډارونيزم باندې ايمان لرونكي سائنسپوهان خامخا دا معروضه وړاندې كوي چې داكائنات بې موخى اوىبى مقصده دي، اوپه دې كائناتوكې ټول موجودشيان مازې دړانده اتفاق  Brind    Chence له مخې رامنځته شوي دي بناءً په كائناتواونوروموجوداتو باندې تحقيق كول دكومې معنى دپلټنې له پاره نه شو"ائن سټائن" دې حقيقت ته په نغوتې كولو سره ليكي:

تركومه ځايه چې انساني عقل رسيږي ماته دفطرت په حائقاقو ديقين كولو له پاره له مذهبي توجيه پرته بل حقيقت نه په سترګوكېږي هركله چې دا احساس ختم شي سائنس له خپل مقام نه رالويږي اويوبې خونده اوبې رنګه تجرباتي شي، Uhins pired    Empiricism ورنه جوړيږي

( دلومړى مارنيس سولووين په نامه يوليك 1_1 1951ء ائن سټائن اركائبوز.178،80،174 21.صفحه 119) ،كله چې داحالت وي بياديوه سائنسپوه د انكشافاتواوپلټنوموخه ياخوشهرت ترلاسه كول اوپه تاريخ كې دځان يادپيدكول وي ،اويايې موخه شتمن كيدل وي، چې داموخه به دخلوص اوسائنسي سپيڅلتيا له لارې نه كوږ كړي ،دبيلګې په توګه كه دى دخپل څېړنيزوهڅو په بركت يوې داسې پايلې ته ورسيږي چې دسائنسپوهانو په ټولنه كې دوخت له رواجي نظرياتوسره ټكرولري ؛نودى دې ته اړكيږي چې هغه پټې كړي چې هسې نه شهرت يې زيانمن شي اوياله نيوكو ترټنواودچاله خندا نه ځان وژغوري .

 دسائنس په نړۍ كې چې د"ارتقاء نظريه "داوږدې مودي له پاره دمنلووړ پاتې دي سائنسي كيدل دهمدا ډول نه اخلاص يوه بيلګه ده ، اصلا ډير سائنس پوهان په دې سائنسي حقيقت پوهيږي چې دانظريه دژونددپيل كيدو دروښانولو په لاره كې له سختې ناكامي سره مخ شوې ده . خوپه ښكاره توګه ددې خبرې څرګندونه نه شي كولى، ځكه دوي ويريږي چې هسې نه له منفي غبرګون سره مخ شي له دې سوچ سره سم يوبرتانوى طبيعيات پوه .ايچ ،اس، لسپسن  H_S_ Lispson دا ا عتراف كوي: مونږ دژوندۍ مادې په اړه د"ډارون" ددپوهې په پرتله زيات معلومات نلرومونږ پوهيږو چې اعصاب څه ډول كاركوي، زه هره عصبه داليكترويكل انجئيرنګ يوشهكاربولم اومونږ په بدن كې هغه دبلينونو په شمار وجودلري ، زما په ذهن كې چې په ناڅاپى توګه دهغه له پاره كوم تورى  راڅرخيږى هغه د"ډيزاين"تورى دى خوزما بيالوژى پوه ملګرى يې نه خوښوى .

( ايچ.ايس. لپسن.دډارون دارتقاء دنظريې په اړه ديوه طبعيات پوه نظردبوټو پرمخيتايې نمايلات دويم ټوك نمبر1، 1988_مخ 6،

      دسائنسي ادب څخه د"ډيزاين" تورى يواځې ددې له پاره ايستل شويدي چې داڅوك نه خوښوي ، ځكه ډيروسائنسپوهانو دتجربې ضدعقيدې په وړاندې وسلې غورځولې دي، لكه لپسن چې په دې اړه كاږي : په حقيقت كې دارتقاء نظريې ديوه سائنسې مذهب شكل غوره كړى دى ، اوډيرسائنسپوهان خپلې پلټنې اوشاهدات په ګوډه ماته توګه په هغه كې دځاى كولو هڅو ته تياردى،(فزكس بلټين لومړى ټوك،نمبر13. 1980،لپسن )دابداحلت دبى خدايه (  Unqodly ) سائنس د دروهوپه نتيجه كې رامنځته شوىده چې دنولسمې پيړۍ په منځ كې پيل شوى دې، اوتراوسه پورې يې په سائنسي تړۍ باندې سورى پروت دى، خولكه اّئن سټائن چې ويلى: سائنس له مذهبه پرته ګوډ مات دى، په دې حالت باندې بايدغوروشي، دى دروهى اوفريب نه يواځې سائنسپوهان په غلطولارو روان كړي دي بلكې داسې سائنسپوهان يې هم زيږولى دي چې سره له دي چې په دې غلطي پوهيږي هم خو بيايې  هم خولې پگټى نيولې دي، اويايې له هغه سره داړيكې نه لرلو لاره غوره كړې ده، مونږ به په دامخكې بيان شوې مسئله باندې په دا روستيوپاڼوكې په تفصيل سره رڼاواچوو.

دايمان لرونكو سائنسپوهانوله عبادت سره مينه

په تيرو پاڼوكې ديوډول سائنسپوهانو يادونه شوې ده خوالحمدالله داسې سائنسپوهان هم شته چې دخداى Y په وحدانيت اودهغه په بيپايه ځواك باندې پوخ ايمان لري، دوي ددنياله مال اومتاع نه يې پروا، اوچوكيو،رتبواوشهرت په څيرپاتې كيدونكو دبدبوكې رى نه وهي ، اوهروخت په څيړنو اوپلټنو بوخت وي ، دوي پوهيږي چې څومره دقدرت له رازونوڅخه پردې پورته كيږي هغومره دخداى Y په بيپايه ځواك اوبى انتها علم اوپوهه باندې دانسانانو يقين اوباور زياتيږى ، اوهمدومگره دهغه په واجب الوجود كيدلوباندې ددوي ايمان پخيږي ، اوهمدومره دتخليق حقايق رابرسيره كيږي چې داكار ديوه بنيادم له پاره په رښتيا سره هم عبادت دى،  ايمان لرونكي سائنسپوهان چې په داسې  مخلصانه ولولوسره دكائناتو دقوانينو،دفطرت دمعجزه لرونكو اډانو، دخداى جل جلاله دكامله قدرت په اسرارو اودژونديو اجسامو په معنى لرونكو رويو؛ باندې چې كله په پراخه پيمانه څيړنيزو كاركوي نوهغوى ته خورا ګران بيه ملغلرې په لاس ورځي ، ددوى ترلاسه كړې پايلې په حقيقي توګه سائنسي پرمختګ ثابتيږي  دوى ته چې كوم ستونزمندمسائل رماخته كيږي دهغوله كبله ددوى په هڅوكې څه تيروتنې نه رامنځته كيږي، له نورو خلكو نه دستاينو نه ليدلوپه صورت كې ددوي همتونه نه كمزوري كيږي ، ځكه دوى په خپل هڅو سره يواځې خداى جل جلاله خوشاله كول غواړي ، دوى هڅه كوي څودنورو ايمانوالو په ايماني ځواك كې زياتوالى رواولي اوپه دې سره يې هم موخه دخداىY درضاترلاسه كول وي، دوى دخپل هڅوله پاره كوم حدنه ټاكې اودنورو دګټې له پاره خپلې هرڅومره هڅې چي وي په كاريې اچوي، ددوى بې غرضه هڅې خامخا ګټورې ثابتيږىاود دوى څيړنو اومطالعو څخه خامخا ګټورې پايلې منځته راځى.

كوم خلك چې له مذهب نه دسائنس په بيلولو باندې ټينګاركوي هغوى ډير غلط كاركوي ددې لومړى لامل دادى چې په خداى جل جلاله ايمان نه لرونكي خلك دمذهب دروحاني لوړتياوو دخوندله احساس كولو څخه بې برخې پاتي كيږي ،چې په نيتجه كې دهغوى په ډيره جذبه سره پيل شوې پروسې نيمګړې اونيمژاونده پاتي كيږي. ځكه دمتخيله ځواك په نشتوالي سره له هغوىنه مړىجوړشي اوړواهدافودنه لرلو په صورت كې ددوى هڅې په لنډمهاله ګټوپورې وتړل شي، ددنيوي غوښتنو ترلاسه كول لكه مال پيداكول، رتبه ،شهرت ياعزت ترلاسه كول اودخپلو ارزوګانو پروه كول ددوى مهمې موخې وي اوخپل څيړنيز كارونه يواځى دهمدى موخوله پاره پرمخ بيايې دبيلګى په توګه دكاروباري ګټو Career  Intersts ارزمن سائنسپوهان يواځى په هغوبرخوكې څيړنى كوى چې ددوي په شخصى پرمختګ كې مرسته ورسره وكړى دوي په داسى موضوع باندى څيړنوته هيڅكله زړه نه ښه كوى چې دګردبشريت له پاره ګټوروي  اوداډول څيړنې كوې بياپه هغه صورت كې يې كوې چې خپلى ګټې په كې وويني ، اوكه په دا ډول دوه څيړنيزوموضوعاتوكې هغه ته اختياروركړل شي نودوى يواځې هغه موضوع غوره كوي چې په هغه كې يې ډيرې مالي ګټې پرمختګ اوشهرت نغښتى وي ، اوپه كومه موضوع كې چگې دګردبشريت له پاره ګټې پرتې وي هغه سمدستي ردوي لگنډه دا چې داډول سائنسپوهان دبشريت دسوكالۍ له پاره بيخي كم كاركوي اوداډول كارونوته دوى يواځې په هغه صورت كې زگړونه ښه كوي چگې كله څوك  دښومرستو يازياتې مزدوري وعده ورسر ه وكړي ،كله چې له شخصى ګټونه نااميده شي يانى دزړه راښكونكو مادى منصب اومرستوچانسونه يې له لاسه ووزى نوپه دوي كې دبشريت دسوكالى له پاره دكار كولوجذبه هم سړه شي،

     دسول الله صلى الله عليه وسلم دداډول سوچ اوذهنيت ضرر ته په اشاره كولو سره وايې: له نورو علماو اوپوهانو سره دمناظرى اوشخړوله پاره، ياپه هغوباندى دځان لوړګڼلوله پاره ،يادكم علم وال دډارولوله پاره، ياددى له پاره چې دخلكو دتوجه وړشي ؛ علم مه زده كوئ!( نرمذى ص،225.اوابن ماجه دعبدالله بن عمر اوكعب بن مالك په روابت )

    بل ځاى رسول الله صلى الله عليه وسلم دګټورعلم خپروونكى ستايلى دي چې ددې حديث معنى تقريباً داسى ده: څوك چې خلكوته ګټورعلم ورښيى خداى جل جلاله  په هغوعلماوورحمتونه اوروى.( نرمذى ص 1392)

 څوك چې دخداى جل جلاله درحمتونو په اوريدلو باندې يقين لري هغه په ډير جوش اوجذبه اومينه سره څېړنيزاوتحقيقي كارونه پرمخ بيايي اوخداى جل جلاله  به ستراجروركوي هغه به دې كارسره يواځى دسائنسي علومو لاره نه پرانيزى بلكې دژوند دنوروډيرو اړخونو لكه فن اوتهذيب اونوروواقعى موخې هم روښانه كوي ، دداډول لورينو دوړتيا ارزومنو سائنسپوهانو دڅيړنو مينه اوجذبه هيځكله نه شي مړه كيدلى بلكې په پرپسى توګه نوره هم تازه كيږي اوزياتيږى.­

دروژي په اړه داسلام دپيغمبرهركليزه خطبه

  
 لوي څښتن فرمايي :
« شهر رمضان الذي أنزل فيه القرآن هدی للناس و بینات من الهدی و الفرقان »
درمضان په مياشت كي قران نازل سوى، هغسي قران چي دخلګولپاره لارښوددى اودلارښووني پوره دلائل اودحق اوباطل ترمنځ ښه بيلونكي دى .
كله چي دروژي مباركه مياشت رانيژدي  سول داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) يي دهركلي په ډول مسلمانانوته داسي وفرمائل : ( أیها الناس انه قد أقبل علیکم شهر الله تعالی بالبرکة و الرحمة و المغفرة شهر هو عند الله أفضل الشهور و أیامه أفضل الأیام و لیالیه أفضل اللیالی و ساعاته أفضل الساعات .. أیها الناس ان أبواب الجنان فی هذا الشهر مفتحة فاسئلوا الله أن لایغلقها علیکم .. واسئلوا الله بنیات صادقة و قلوب طاهرة أن یوفقکم لصیامه و تلاوة کتابه ) .
 ژباړه : اي خلګويقيناچي پرتاسودخداي ماشت راروانه ده چي له ځان سره بركت ، رحمت اوبخښه راوړي ، هغه دالله پاك په نيزترټولوغوره مياشت ده ، اودهغي ورځي ترټولوغوره ورځي دي اوشپي يي ترټولوغوره شپي دي ، اوشيبي يي ترټولوغوره شيبي دي ..اي خلګوپه دي مياشت كي دجنتونودروزاي خلاصي دي ، نوتاسودالله پاك څخه وغواړئ چي پرتاسوباندي بيرته ونه تړل شي ..اودلوي خداي (ج) څخه په ريښتينونيتونواوپاكوزړونوغوښتنه وكړي چي ددي مياشتي دروژواوپه هغي كي دقران كريم دتلاوت توفيق درپه برخه كړي .
انسان چي كله ددنياپه چاروسرګردانه شي ، دنيوي لذتونه يي په مخه واخلي ، مادي بوختياوي يي لالهانده كړي اوددنياكاروباراودنس اونفس شهوت پالنه يي داضطراب په سمندرلاهوكړي ،نويوي مانيزي تفريح ته اړتيالري ، داسي تفريح چي پكښي خپل نفس تزكيه كړي ، جسم اوروح دواړه يي پكښي سكون ومومي اوديوڅه مهال لپاره ددنيوي ماديزوبوختياووڅخه ليري اخروي مانيزواحوالوته رجوع وكړي ، خپل خداي يادكړي اوددنيادمتاع پرځاي دابدي ژونداوتلپاتونعمتونوپه اړه فكراوذكروكړي .
ځكه نوانسان ته په كارده چي په كال كي يوځل دروژي په مباركه مياشت كي ځان دخپل بادارپرلوبرابركړي ، اودلوي څښتن په هغه ميلمستياكي چي ټولومسلمانانوته يي كړي برخه واخلي ، څنګه چي داسلام سترلارښود(صلي الله عليه وسلم)  فرمايي : ( فهو شهر قد دعیتم فیه الی ضیافة الله و جعلتم فیه من أهل کرامة الله) ياني : داداسي مياشت ده چي تاسوپكښي دخداي ميلمستياته بلل شوي ياست ، اوتاسي په دي مياشت كي دخداي دعزتمندوبندګانوله ډلي څخه شميرل شوي ياست .
همداډول مسلمان ته په كارده چي په دي مياشت كي ښه ډيروخت دقران كريم تلاوت ته وركړي ، دهغه قران تلاوت ته چي دكائناتوپيداكونكي څښتن دانسانانواوبشريت دلارښووني لپاره رااستولي ، په هغه كي يي دټول بشريت ښګيڼي ايښي اودبشري ژوندانه طرز العمل اوانساني ژوندكړنچاره يي ښوولي .
په داسي حال كي چي نس له خواړوخالي وي اوفكرددنياوي ماديزوخيالونو، په خلاص فكراوفارغه نس دقران كريم تلاوت اوپه ماناګانواومفاهيموكي يي تدبركول ددي لامل كيږي چي زړه پاك شي اوانسان سمه لاره په مخه واخلي .

درسول الله (صلي الله عليه وسلم ) څخه روايت دي چي فرمايي :( من أراد أن یتکلم الله معه فعلیه بالقرآن و من أراد أن یتکلم مع الله فعلیه بالدعاء )
ماناداچي: كه څوك غواړي خداي ورسره خبري وكړي نودي دقران كريم تلاوت كوي اوكه څوك له خدايه سره خبري كول وغواړي نوبياښايي دعاوكړي .
ځكه په همدي توګه كيداي شي دانسان اوالله پاك ترمنځ وصيله جوړه شي ، يادقران كريم تلاوت اويادعااولوي څښتن ته زاري كول، داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم ) په خپله خطبه كي وفرمائل  : ( من تلا  في هذا الشهر  آیة من القرآن کان له من الأجر من ختم القرآن في غیره من الشهور و من تطوع فی هذا الشهربصلاة کتب الله له براءة من النار و من أدی فیه فرضا کان له ثواب من أدی سبعین فریضة فیما سواه من الشهور و من أکثر فیه من الصلاة عليّ ، ثقّل الله میزانه یوم تخف الموازین )
ژباړه : كه كوم څوك په دي مياشت كي دقران كريم يوآيت تلاوت كړي نودونه ثواب وركول كيږي لكه په نورومياشتوكي چي پوره قران ختم كړي ،كه څوك په دي مياشت كي نفلي لمونځ وكړي نولوي خداي به ورته له اوره خلاصون پاڼه وليكي ، كه څوك په دي مياشت كي فرض عبادت ترسره كړي نودنورومياشتوداوياووفرضونوثواب به يي په برخه شي ، اوكه څوك په دي مياشت كي پرما(محمد (ص))ډيردرودووايي نولوي خداي به يي په هغه ورځ چي بارونه پكښي سپيكيږي دښګيڼوباردروندكړي .
 داسلام سترلارښودحضرت محمد(صلي الله عليه وسلم )دروژي په مباركه مياشت كي دعبادتونوارزښت بيانيوي ، نفلي عبادتونه يي دفرضي په شان اوفرضي يي ۷۰چنده بولي اوپه دي توګه  خپلي خطبي ته دوام وركوي اومسلمانان وخپلوټولنيزومسئوليتونوته متوجه كوي ،هغوي ته دنوروانسانانولوږي اواحتياج ورښيي اوفرمايي : ( و اذکروا بجوعکم و عطشکم فیه ،  جوع یوم القیامة و عطشه و تصدقوا علی فقرائکم و مساکینکم  .. ومن أکرم فیه یتیما أکرمه الله یوم یلقاه .. وتحننوا علی أیتام الناس یتحنن علی أیتامکم  )
ژباړه : دروژي په مياشت كي ستاله لوږي اوتندي څخه دقيامت دورځي لوږي اوتنده په يادكړئ ، اوپرخپلوفقيرانواومسكينانوخيراتونه وكړي ..كه څوك په دي مياشت كي ديتيم درناوي وكړي نوخداي به يي په هغه ورځ درناوي وكړي چي دى ورسره يوځاي كيږي ..اوتاسودخلګوپريتيمانومهرباني كوي چي بيابه ستاسوپريتيمانومهرباني وشي.
داسلام مهربانه لارښود دنوروبي وزلو، بيچاره وواويتيمانوسره دمرسته كولوترڅنګ پرخپلي كورنۍ ، عيال اوقريبانوباندي دښګيڼي ، احسان اومهربانئ لارښوونه هم كوي اوفرمايي : ( وقـّروا کبارکم و ارحموا صغارکم و صلوا أرحامکم .. و من وصل فیه رحمه وصله الله برحمته یوم یلقاه  )
ژباړه : تاسودخپلومشرانودرناوى كوي ، پركشرانومورحم كوئ اودخپلودوستيومزي ټنګوئ ..ځكه كوم څوك چي په دي مياشت كي خپلي دوستي ونښلوي نولوي خداي به يي دقيامت په ورځ په رحمت پوري ونښلوي .
خوله دي ټولواجتماعي مسئوليتونوسره سره انسان دخپل ځان په وړاندي هم مسئوليتونه لري ، انسان ته  په كارده چي  له خپل خداي (ج) سره رابطه جوړه كړي ، نفس پاك كړي اوزړه دلوي الله په ذكراويادباندي ومينځي ، اودانوهغه څه د ي چي انسان ته قلبي ، فكري جسمي ارامتياوركوي ، پيغمبر(صلي الله عليه وسلم) فرمايي : ( أیها الناس ان أنفسکم مرهونة بأعمالکم ففکوها باستغفارکم و ظهورکم ثقیلة من أوزارکم فخففوا عنها بطول سجودکم واعلموا أن الله جل ذکره أقسم بعزته أن لا یعذب المصلین و الساجدیـن و أن لا یـروعـهـم بالنار یوم یقوم الناس لرب العالمین )
 اي خلګو! ستاسونفسونه ستاسوپه اعمالوپوري ګرودي ، خپل ځانونه په بخښه غوښتولوسره خلاص كړئ ، شاوي موپه عملونودرني شوي په اوږدوسجدوسره يي سپكي كړئ اوپه دي پوه شئ چي الله پاك په خپل عزت سره قسم اخستي چي لمونځ كونكواوسجده كونكوته عذاب نه وركوي اودقيامت په ورځ يي په اورنه كبابوي .
داسلام مهربانه پيغمبرحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم )امت ته زيرى وركوي اوپه دي مياشت كي دهرعمل په وړاندي دبشميره ثوابونويادونه كوي ، فرمايي :( أنفاسکم فیه تسبیح و عملکم فیه مقبول و دعاؤکم فیه مستجاب .. فتوبوا الی الله من ذنوبکم و ارفعوا أیدیکم بالدعاء فی أوقات صلواتکم فإنها أفضل الساعات ینظر الله عز و جل فیها بالرحمة الی عباده و یجیبهم اذا ناجوه و یلبیهم اذا نادوه و یستجیب لهم اذا دعوه )
ياني : په دي مياشت كي ستاسونفسونه پاكيږي ، عملونه موقبليږي اودعاګاني مودلوي څښتن [ج] له لوري دمنلووړګرځي .. نوتاسوالله پاك ته دخپلوګناهونوڅخه توبه وباسئ ، ستاسودلمونځونوپرمهال خپل خداي ته لاسونه په دعاپورته كړئ ، ځكه داټولوغوره شيبي دي چي الله پاك پكښي خپلوبندګانوته په رحمت ګوري ، كله چي پټ وبلي دعوت يي قبلوي ، كله چي ورته ناري كړي خبريي اوري اوڅه مهال جي ورته دعاوكړي نويي دوعاورقبلوي .
 
 ځكه نوموږ ته په كارنه ده چي دالله پاك له رحمت څخه ناهيلي سو، موږته نه ښايي چي په داسي يوه مياشت كي چي دټولوښيګڼو، رحمتونواوبخښوڅخه ډكه ده ، سستي اوبي فروايي وكړو، ځكه داداسي يوه مياشت ده چي توبي پكښي قبليږي ، دخداي له عذابه خلاصون پكښي موندل كيږي اوبالاخرلوي خداي ته دنيژدي كيدوفرصت پكښي برابريږي ، ښايي په دي مياشت كي په سالموزړونو، پاكونفسونواوښوعملونوسره لوي څښتن ته ځانونه نيژدي كړو، درحمت مستحق يي وګرځواودبخښي په لوريينه يي ځانونه ونازوو.
داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) دخطبي په پاي كي فرمايي : (  فإن الشقي من حرم غـفـران الله تعالی في هذا الشهر العظیم )
بدبخته هغه څوك دي چي په دي ستره مياشت كي دخداي له بخښي څخه محروم پاته شي .
 نولوي خداي دي موږ له دي محروميت څخه وژغوري ، اوددي ستري مياشتي دروژو،عبادتونو، لمنځونواوخيراتونوتوفيق دي راپه برخه كړي.
آمين

دتعليم القران والسنه مدرسه – نارنج باغ – نړۍ اونيزه - ننګرهار

د روژې نيولو پنځوس ګټې

شيخ الحديث مولانا احمد شاه

روژه نيول په مسلمان فرض ده. الله تعالى فرمائي:
ژباړه: (اى مومنانو! فرض شوې ده په تاسو روژه لکه چې په مخکنيو مسلمانانو فرض شوې وه. ددې لپاره چې په تاسې کې تقوا او پرهيز ګاري پيدا شي)
قرطبي په ٢ جز ٢١٠ مخ کې ليکي چې په يهودو نصارو يوه يوه مياشت روژه فرض وه. خو دوى بيا په کې زياتوالى راوست. او د مجاهد څخه قرطبي نقل کوي چې روژه په هر امت فرض وه. او تشبيه په نفس فرضيت کې دى.
د روژې نيولو پنځوس ګټې. او د نه نيولو پنځوس زيانونه يې.

١: د روژې په هره شپه کې الله تعالى ځېنې بنده ګان د اور څخه خلاصوي. (مشکوة ١٧٣).
٢: د روژې په راتللو سره د دوزخ دروازې بندېږي. (مشکوة ١٧٣)
٣: د روژې په مياشت کې د ليلة القدر شپه شتون لري چې د زرو شپو څخه غوره ده.
٤: رسول الله (ص) فرمائي: چې د انسان د هر نيک عمل په مقابل کې نيکي زياتېږي. د يوې نيکۍ په مقابل کې لسو څخه تر ٧٠٠ ځلو پورې نيکۍ زياتېږي. الله تعالى فرمائي: مګر روژه نيول ځکه چې دا زما لپاره ده او زه په دې سره بدله ورکووم. او خپل شهوت او خواړه زما لا کبله پرېږدي. روژه نيوونکي لپاره دوه خوشحالۍ دي. يو د په روژه ماتي کې او بله خوشحالي چې کله د رب تعالى سره لېدنه کېږي. د روژه نيوونکي د خولې خوشبوئي د د مشکو د خوشبوئي څخه هم الله تعالى ډېره خوښوي. روژه ډال دى د شيطان او ګناهونو لپاره .
کله چې انسان روژه وي نو د بې ځايه او ناروا خبرې او شور دې نه کوي. او که څوک ورسره جنګ کوي نو ورته دې ووائي چې زه ررژه يم.( مشکوة ١٧٣)
په پورتني حديث کې د روژې ګټې دا دي.
٥: روژه په ورځ د الله تعالى سره خبرې کوي. (مشکوة ١٧٣) الترغيب والترهيب بتحقيق الشيخ الباني مخ ١٤٠١ و سنده حسين لغيره.
٦: د روژې اجر د نورو عملونو څخه زيات دى چې د ١٠ څخه تر ٧٠٠ پورې اجرونه ورکوي.
٧: روژه نيوونکي شهوت او خواړه پرېښودل د الله تعالى لپاره وي.
٨: روژه نيوونکي لپاره خوشحالي ده د روژه ماتي په وخت کې.
٩: روژه نيوونکي لپاره خوشحالي د قيامت په ورځ کې د الله تعالى سره لېدنه ده.
١٠: د روژ ه نيونکي خوله ښايسته بوي کوي.
١١: د روژ ه نيونکي د خولې خوشبوئي د الله تعالى په وړاندې د مشکو د خوشبوئي څخه ډېره خوښه ده.
١٢: روژه د کناهونو لپاره ډال دى چې انسان پرې بچ کېږي.
١٣: روژه د شيطان لپاره ډال دى.
١٤: روژه باطلو ته ډال دى.
١٥: روژه د دوزخ د اور لپاره ډال دى .
١٦: روژې سره انسان د بدو خبرو او شور څخه بچ کېږي.
١٧: روژې سره انسان بدو ردو او جنګ څخه بچ کېږي.
١٨: روژه نيونکى به جنت ته د باب الريان دروازې څخه ننوځي. (متفقه عليه) مکشوة المصابيح ١٧٣ مخ.
١٩: د روژې په راتللو سره شيطانانو او پيريان تړل کېږي. (مشکوة ١٧٣)
٢٠: د روژې په راتللو سره د جنت دروازې خلاصېږي. (مشکوة ١٧٣)
٢١: په روژه کې د الله تعالى له لورې اعلان کوونکي اعلان کوي. چې اى د خير غوښتونکيه! د خير غوښتنه کوه. او د شر غوښتونکيه! د شر څخه ځان وساته. (مشکوة ١٧٣)
٢٢: په دې سره تقوا لاسته راځي. چې دا يو ډېر ستر نعمت دى. لکه په پورتنې ايت کې يې يادونه شوې ده. بيا پنځه پنځوس ګټې په الفوائد في تزکية القلوب ج ١ مخ ١٦٤ څخه تر ٢٥٥ پورې (الحديث).
٢٣: د روژې مياشت د برکت او د خير مياشت ده. ( چې انسان ته په روژه نيولو حاصلېږي) (مشکوة ١٧٣).
٢٤: روژه د مسلمانانو لپاره شفارس کوي چې الله تعالى دا بنده وبښه. (مشکوة ١٧٣).
٢٥: رسوالله (ص) فرمائي: چې هر هغه انسان چې روژه ونيسي. د ايمان د له کبله او د ثواب د غوښتلو له کبله يې مخکني ګناهونه بښل کېږي. (بخاري، مشکوة ١٧٣).
٢٦: روژه د انسان لپاره مِبوطه قلعه ده. الترغيب والترهيب بتحقيق الشيخ الباني مخ ١٤٠١ و سنده حسين لغيره.
٢٧: د روژې نـسبت الله تعالى ځانته کړى چې دا زما لپاره ده.
٢٨: روژه کې نفل عبادت الله تعالى په فرضو عبادتو سره قبلوي. (مشکوة ١٧٣)
٢٩: روژه کې فرض عبادات الله تعالى له ٧٠ عباداتو قبلوي. (مشکوة ١٧٣)
٣٠: روژه د صبر مياشت ده. او د صبر ثواب او بدله جنت دى. (مشکوة ١٧٣)
٣١: روژه د همدردۍ او احساناتو مياشت ده. ( د فقيرانو مسکينانو ، کونډو ضعيفانو سره) (مشکوة ١٧٣).
٣٢: د روژې په مياشت الله تعالى دمومن رزق زياتوي. ( کله په مقدار سره کله په کيفيت او برکاتو سره ) (مشکوة ١٧٣).
٣٣: روژه ماتى ورکول روژه دار انسان ته په دې سره کناهونه بښل کېږي او نفس د اور څخه اوادېږي. او په دې سره د روژه نيونکې په اندازه ثواب دى. (مشکوة ١٧٣).
٣٤: هر انسان چې روژه دار موړ کړي. الله تعالى دا داسې حوض څخه اوبه ورکړي. چې بيا به نه تږى کېږي. تر دې چې جنت ته ننوځي. (مشکوة ١٧٤).
٣٥: دروژې مياشت اول يې رحمت منځ يې بښل او اخر يې د اور څخه خلاصون دى. (مشکوة ١٧٤)..
٣٦: روژه دار ته په اخري روژې نيولو سره ګناهونه بښل کېږي لکه مزدور ته چې مزدوري په اخر کې ورکول کېږي. او دا يوازې د ليلة القدر شپې پورې ځانګړې نه ده.
٣٧: جنت ښايسته کېږي روژې ته د کال د اول څخه د کال تر اخره پورې..نو کله چې د روژې اوله ورځ شي. نو يو ښايسته هوا راولوځي د عرش څخه لاندې د جنت په پاڼو د جنت په ښايسته حورو باندې او د ا حورې وائي : چې اى ربه! وګرځوه موږ ته د جنت والاو څخه داسې خاندان چې زموږ سترګې ورباندې يخې شي او د هغوى سترګې په موږ يخې شي. د پهقي څخه دا روايت نقل شوى دى. (مشکوة ١٧٤)..
٣٨: په روژه کې سحور ( پيشمنى) راځي او په دې کې برکت وي. (مشکوة ١٧٥).
٣٩: روژه منع کوي نفس د غوښتنو څخه چې نور عباداتو کې دومره قوت نشته دى. قرطبي – ٢٠٩ – ٢
٤٠ : روژه د الله تعالى او بنده تر منځ يو راز دى . چې دا راز بل چا ته نه ښکاري. د الله تعالى څخه پرته نورو ته او نور عبادت خو ښکاره وي. قرطبي – ٢٠٩ – ٢
٤١: رسول الله (ص) فرمائلي دي: هر انسان چې روژه ونيسي يوه ورځ د الله تعالى د رضا لپاره او په دې سره يې خاتمه وشي. نو دا به جنت ته داخل شي. رواه احمد الترغيب والترهيب ١٤١٠ مخ وصححه الباني.
٤٢: رسول الله (ص) ابو امامة (رض) ته چې لازمه ده په تا باندې روژه نيول. ځکه ددې برابر نشته دى په اجر عباداتو او عمل کې. نو ابو امامة ته رسول الله ص) بيا دا عمل وفرمائيلو. رواه النسائي و صححه الباني. ١٤١١مخ.
٤٣: ابو سعيد خدري (رض) فرمائلي دي: چې رسول الله ص) وفرمائيل: هغه انسان چې روژه ونيسي د الله تعالى په لاره کې نو الله تعالى به دده مخ او ذات په دې ورځې د روژې سره د دوزخ د اور څخه اويا کاله لرې کړي . متفق عليه.
٤٤: رسول الله (ص) فرمايلي دي هر هغه انسان چې روژه ونيسي د الله په لاره کې نو د دوزخ اور به ترې د سلو کلنو په مزل لرې وي. الترغيب والترهيب و صححه الباني.
٤٥: رسول الله (ص) فرمائيلي دي هر هغه تن چې روژه ونيسي د الله تعالى په لاره کې نو الله تعالى به دده او اور تر منځ يوه کنده او لريوالى وګرځوي. لکه د ځمکې او اسمان تر منځ . الترغيب والترهيب و صححه الباني.
٤٦: رسول الله (ص) چې پنځه لمونځونه او يوه جمعه تر بلې جمعې پورې او روژه تر بلې روژې مياشت پورې دا ګناهونه ختموونکى دى هغه څه لپاره چې ددې تر منځ دى. کله چې دا د غټو کناهونو څخه ځان ساتي. رواه مسلم الترغيب والترهيب و صححه الباني ١٤٢٦.
٤٧: رسول الله (ص) فرمائيلې دي چې ماته جبرائيل (ع) راغلى دى د الله تعالى له لورې چا چې د روژې مياشت وموندله . او ده ته بښنه ونه شوه. او د دوزخ اور ته داخل شو نو الله تعالى دې لرې کړي. نو ته پرې امين وويلو. ( روژه نه نونکي ته رسول الله (ص) او جبرائيل (ع) خبره کړې ده. الترغيب والترهيب و صححه الباني ١٤٤٢.
٤٨: رسول الله (ص) فرنمائلي دي چې د الله تعالى لپاره په هر روژه ماتي کې د اور او دوزخ څخه خلاصيدونکي شته دى. ( نو روژى سره انسان د دوزخ نه خلاصېږي. الترغيب والترهيب و صححه الباني١٤٤٢.
٤٩: رسول الله (ص) فرمايلي دي چې د روژې په شپه او ورځ کې انسان الله تعالى د دوزخ څخه بچ کوي. او د مسلمانانو دعا قبلوي. الترغيب والترهيب و صححه الباني. ١٤٤٢.
٥٠: رسول الله (ص) يو صحابي ته وويل: چې ته شاهدي د ايمان ، توحيد او رسالت د رسول الله (ص) ورکړې او پنځه وخته لمونځونه کوي او زکات ورکوي. او د روژې روژه نيسي او د شپې د رمضان عبادت کوئ . نو ته د رښتينو شهيدانو څخه يې. الترغيب والترهيب و صححه الباني. ١٤٥٠.مخ

سور كړى چرګ

سور كړى چرګ په تازه مساله كي
لازم مواد :-
1- دوې دانې د چرګ ورنونه چي يو يو كيلو وي پاك كړي او 24 ساعته يې په يخچال كي كښېږدى

2- مستې 250 ګرامه

3- اوږه دولس دانې

4- شونډ كوچنۍ ټوټه

5 - سره ثابت مرچ دولس دانې

 6- تور مرچ دولس دانې

7- غوړي 250 ګرامه

8- كوچني ګردۍ ګردۍ پټاټگـې 250 ګرامه.


د پخېدو ترتيب :- چرګ د يخچال څخه را وباسى او په پنجه يې ښه كښې كاږى. اوږه او شونډ ښه وكوټگـى، په 125 ګرامه مستو كي يې واچوى، مالګه هم ور واچوى او په چرګ باندي دغه مستې ښه ووهى او بيا يې دوهم ځل د يوه يا دوو ساعتو لپاره په يخچال كي كښېږدى. بيا چرګ په غوړو كي سور كړى او د سره كېدو په مهال لږ لږ مستې ور څڅوى. كله چي چرګ سور كېدوته نژدې سو بيا پټا ټگـې او شپږ دانې سره مرچك ور واچوى اوسره يې كړى ترڅو چرګ ښه سور شي. وروسته پاته سره مرچك او تور مرچ او لږ اوبه ور واچوى چي چرګ پكښي پوخ او اوبه يې وچي سي. بيا يې دم كړى څو دقيقې وروسته يې را كښته كړى.


انګريزي سور كړى چرګ
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ يوه دانه چي وزن يې يو كيلو وي

2- غوړي 250 ګرامه

3- تور مرچ 24 دانې

 4- سركه نيمه پياله

 5- شونډ كوچنۍ ټوټه

6- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.


د پخېدو ترتيب :- شونډ ، تور مرچ ، او مالګه سره ميده كړى. او په سركه كي يې واچوى. چرګ پاك كړى او څـنـګه چي مو خوښه وي ټوټگـې ټوټگـې يې كړى يا يې درست كښيږدى. يوه پنجه را واخلى داسي يې په چرګ كي ووهى چي د چرګ غوښي سورى سورى سي. بيا نو پر چرګ باندي دغه مساله واچوى چي چرګ دننه او د باندي په مساله ولړل سي بيا يې په غوړو كي سور كړي، كله چي ښه سور سو اوبه يې وچي شوې بيا يې غوړي ځني ايسته كړى، دومره غوړي پكښي پرېږدى چي ستاسي خوښه وي. بيا يو څه اوبه ور واچوى څو چرګ پوخ سي كله چي چرګ پوخ سو بيا دغه چرګ په خپلو غوړو كي سور كړى او را كښته يې كړى. سور كړى چرګ تيار دى.

دوهم ډول سور كړى چرګ
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ يو كيلو 2- غوړي 275 ګرامه 3- توره او سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 4- هګۍ درې دانې 5- تور مرچ څلور دانې 6- لونګ شپږ دانې 7- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 8- تازه ګشنيز او نعناع يوه كوچنۍ دسته 9- شنه مرچك څلور دانې 10- اوږه څلور دانې 11- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- چرګ حلال كړى، پاك يې كړى او كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې يې كړى، په دېګ كي يې واچوى، نعناع ، ګشنيز ، اوږه ، مرچك او مالګه دا ټوله سره وكوټگـى او چكني ځني جوړ كړى. نوره مساله ټوله سره ميده كړى، لږ اوبه ور واچوى او كښې يې ږدى. چرګ ته دونه اوبه ور واچوى چي پكښي پوخ سي او اوبه يې وچي سي بيا هغه جوړ سوي چكني او څلور دانې لونـګ ور واچوى او پر اور يې كښيږدى چي چرګ ښه پوخ سي خو خوړين نه سي كله چي د مسالې اوبه وچي سوې را كښته يې كړى او د چرګ ټوټگـې په يوه لوښي كي كښيږدى چي سړې سي. اوس نو يوه پياله را واخلى درې دانې هكۍ پكښي ماتي كړى او ښه يې سره ووهى او ميده سوې مساله په ګډه كړى. مرچ او مالګه لږ ور واچوى چي چرګ ډېر تند او تيز نه سي. وروسته بيا په كړايې كي غوړي واچوى ښه يې سره كړى بيا د چرګ يوه يوه ټوټه په هګۍ كي وهي او په غوړو كي يې اچوى او لږ يې سره كوى وروسته تر سره كېدو يې په دېش يا غوري كي كښيږدى او را وايې خلى ډېر ښه، خوندور چرګ به وي.

متنجن چرګ
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ يو كيلو او 250 ګرامه
2- ورجي 750 ګرامه
3- غوړي 250 ګرامه
4- غټ ليمو دوې دانې
5- بوره نيم كيلو
6- زعفران د چايو دكاچغي څلورمه
7- شنه هيل اته دانې
8- بادام پنځوس دانې
9- كشميش پنځه ويشت دانې
10- پياز يوه غټه دانه
11- اوږه دولس دانې
12- خواږه ولني او د كټوي دارو
چي سره واچوى يوه د چايو كاچغه
13- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه
14- مالګه د ضرورت په اندازه


د پخيدو ترتيب :- چرګ پاك كړى او ټوټگـې ټوټگـې يې كړى په دېګ كي يې واچوى او لږ اوبه او مالګه ور واچوى، بيا د خاصې يو پاك ټوكر را واخلى، پياز درې څلور ټوټگـې كړى، اوږه سپينه كړى او وچ ګشنيز او خواږه ولني په دغه ټگـوكره كي وتړى په دېګ كي يې واچوى او سر يې ور بند كړى او پر اور باندي يې كښېږدى څو چرګ پوخ سي كله چي پوخ سو او دوه ګيلاسه اوبه يې پاته سي دېګ را كښته كړى.
اوس نو په يوه بل دېګ كي غوړي واچوى او هېل سپين كړى ور وايې چوى چي ښه سره سي بيا نو د چرګ ټوټگـې ور واچوى او ورو ورو يې سره كړى بيا د بورې څخه يوه پياله خټه شربت جوړ كړى او ور وايې چوى چي لږ و اېشېدل بيا خيشتې سوي ورجي د ليمو اوبه، كشميش او بادام ور واچوى كله چي ورجي دم سوې يعني اوبه يې وچي سوې بيا نو زعفران ور واچوى كه ورجي كلكي وې يو څه شيدې يا اوبه ور واچوى كه سمي وې نو ضرورت نسته او دم يې كړى. د دم كېدو په مهال د دېګ لاندي او سربېره اور بايد يو برابر وي نيم ساعت وروسته يې وګورى چي متنجن تيار دى او په دېش كي يې واچوى.

جمیله همت