فلسطینیانو په نړۍ کې ترټولو ستر ښځینه کمیس اوبدلی
فلسطینیانو دغه خامک کمیس د خلیل په ښارکې چې د)الضفه الغربیه( په جنوب کې پرته ده ،ګنډلی)اوبدلی( دی ؛او اټکل کوي چې دا به په نړۍ تر ټولو لوی خامک کمیس وي .
ددغه کمیس په اوبدلو کې چې اوږدوالی یې ۳۲,۶ متره ،او سور یې ۱۸,1متر دی ۱۵۰ میرمنو برخه اخستې ده .
دوی هیله مند دي ،چې دغه کمیس به د جینیس په کتاب کې خوندی)ثبت ( کیښودل شي او دودیز صناعاتو ته به ځلا ورکړي .
پر فلسطین باندې داسراییلو له خوا دبندیز لګول، دفلسطینیانوپراقتصاد یې ناوړه اغیزه کړې چې له همدې لامله ډیر فلسطیني میرمنو لاسي صناعاتو ته مخه کړې تر څو وشي کړای چې دخپل دژوند ورځنۍ اړتیاوې برابرې کړي .
دفلسطین اقتصاد دنهه کالو راهیسې ورځ په ورځ مخ په ښکته را درومي چې لامل یې داسراییلو له خوا بندیز او دفلسطین دخلکو دطبیعی سرچینو ) اسراییلو دفلسطینیان په کرڼیزه ځمکو کې کورونه جوړ کړل( له منځه وړل .

دا هغه اوبدل شوی کمیس ده چې ۱۵۰ میرمنو پرې کار کړی دی .