ملګري ملتونه له افغانستان څخه خپل ٩٠٠ بهرني مامورين اوباسي
ملګري ملتونو پرېکړه کې ده ، چې سر له نن به له افغانستان څخه خپل ٩٠٠ بهرني مامورين اوباسي .
دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه ، چې تېره اونۍ (د لړم په ٦ مه ) د کابل ښار د شيرپور په سيمه کې د باختر په نوم د ملګرو ملتونو پر يوه مېلمستون بريدترسره شو، چې په پايله کې يې ٦ بهرنيان، ٢ د ملي امنيت کارکوونکي او يو عام وګړى ووژل شول او د ٨ بهرنيانو په ګډون ١٣ افغانان ټپيان شول .د پژواك د خبري اژانس د خبر له مخې په کابل کې د ملګرو ملتونو دسياسي همکارۍ ددفتر ( يوناما) يوې سرچينې د لړم په ١٤مه، رسنيو ته ويلي، چې ددغو بهرنيو مامورينود وتلو لړۍ به سر له نن څخه (د لړم ١٤مه ) پيل شي .
سرچينې زياته کړې ده، چې دغه پرېکړه دامنيتي ستونزو له امله شوې ده .
د يوناما يادې شوې سرچينې، چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کړې ، وايي چې دوى اوسمهال په افغانستان کې ١٣٠٠ بهرني مامورين لري ، چې له دې وروسته به يې يواځې ٤٠٠ بهرني مامورين په افغانستان کې پاتې شي .
د يوناما يو تن وياند نظيف الله سالارزي پژواک خبري اژانس ته ومنله، چې دوى غواړي د خپلو بهرنيو مامورينو شمېره کمه کړي، خو دقيقه شمېره يې ونه ښوده . نوموړي زياته کړه : (( هغه مامورين له افغانستان څخه ځي، چې دلته ورته ډېره اړتيا نه ليدل کېږي .))

د سالارزي په وينا، په دې اړه به د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى او د يوناما مشر کاى ايډه نن له غرمې مخکې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې رسمي نظر ورکړي .
بلخوا د يوناما لخوا نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي ، چې دوى د خپلو افغان او بهرنيو مامورينو د امنيت ساتنې لپاره نور اقدامات کوي .په خبرپاڼه کې زياته شوې ده ، چې دوى دامنيتي ملحوظاتو له امله ددغو امنيتي تدابيرو په اړه معلومات نه شي ورکولى .
سرچينې ويلي : (( ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو کړيو وعدو ته ژمن دى ، زموږ اړيکې له افغانستان سره له تېرو نږدې سلو کلونو راهيسې ټينګې دي، زموږ هڅې دافغانستان دخلکو د مرستې لپاره دي . ))ملګرو ملتونو ويلي دي، چې دوى نوي امنيتي تدابير ددې لپاره نيولي، څو ددوى د فعالتيونو د ګډوډولو مخه ونيول شي .