په کابل کې د يوناما په ميلمستون بريد,او په سرينا هوټل توغندي لګيدلي دی
نن سهار په پنځو بجو د کابل شير پور سيمه کې د يو ناما په ميلمستون، وسلوالو کسانو د پوليسو په جامه کې بريد کړی ، جګړه تر اوسه روانه ده . د يوناما وياندې نيلاب مبارز خبريالانو ته ويلي تر اوسه درې کسان وژل شوي او دوه ټپيان دي ، ويل کيږي درې بريد کونکي هم وژل شوي دي . سيمه محاصره ده ، خبريالان نه شي ورتلی ، له ورايه د اور لوګي پورته کيږي او دپوليسو رسمي چارواکو تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو د حقاني ګروپ کسانو د خپلو وياندويانو له لار ې رسنيو ته د پيښې مسوليت منلی دی .
دبلی خوا نن سها ر اته بجي اوشل دقيقي وې چې دكابل په زړه كي پرسرينا هوټل باندي له نامعلوم لوري د توغنديو بريد وشو .
توغندي دهوټل پرودانۍ باندي لګيدلي دي خو امنيتي چارواكي سيمي ته رسيدلي اوڅوك دپيښي ځاي ته نږدي نه و رپريږدي ځكه يې دمرګ اوژوبلي په اړه تراوسه معلومات نشته دی.
تردي پيښې دمخه ديوناما د دفتر په خوړن ځاي باندي هم نن سهار ولسوال بريد شوی چې پكې دچارواكوپه وينا ۶ تنه بهرنيان مړه شوي دي خو دقيق راپور په دي ارړه هم تراوسه په لاس كي نشته .
تورغرهڅه وكړه چه دكورنيو چارو وياند زمري بشري څخه د نن ورځي بريدونو په اړه پوښتنه وكړي خو تلفون يې پورته نه كړ .