دننګرهار والي ديو وسله وال بريد نه ژوندى ووت
ګل اغا شيرزې چې نن له غرمې مخکې پر خواوشاه لسو بجو يې غوښتل دجلال اباد ښار ددرمسال په څلور لارې کې پنځه ستوريز هوټل ته ديوه شخصي بانک دڅانګې دپرانستنې مراسمو ته ورشي دخپل کار ځای ته څېرمه دپښتونستان په څلور لارې کې دننګرهار هوټل له بامه پرې دټوپکو ډزې وشوې.
دوالي وياند احمد ضيا عبدالزي تورغرته وويل په ډزو کې دوالي يو تن ساتونکې ټپي شوى خو والي ته کوم زيان نه دى رسيدلى.
ده وويل دوه تنو ځان وژونکو بريد کوونکودننګرهار دهوټل پر بام چې دهوټل په دننه کې دمخابراتو رياست دکارکوونکو لپاره يو روزنيز ورکشاپ هم روان و مورچلې نيولې وې. ده وويل دوالي ساتونکو بريد کوونکي محاصره کړل چې وروسته يو تن خپل ځان والوزاوه او يو تن دده په وينا دتيښتې پرمهال ديوه اندازه مهماتو سره ژوندې ونيول شو چې دمګړۍ دملي امنیت په اداره کې تر پوښتنو ګروينو لاندې دى.

کومې مخالفې ډلې تر اوسه ددې بريد پړه پرغاړه نه ده اخيستې خو موده وړاندې هم دجلال اباد په ښار کې دپوليسو پرلومړۍ حوزه ورته بريد شوې وه چې پکې يو شمير پوليس مړه او تپيان شوي وو.