امریکایان او عبدالله د تیښتی په حال کی
د ټولټاکنو پایلی چی کله وځنډیدی نو داسی اوازی خپری شوی چی ګواکی ټاکنی دویم پړاو ته روانی دی. خو دا هر څه اوازی پر کرزی باندی د فشار راوړلو په موخه وی. د پردی تر شا هره ورځ بهرنیو سفیرانو او د ځینو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو هڅه کوله چی کرزی ایتلافی دولت ته اړباسی. خو په مشرقی، غربی او جنوبی ولایاتو کی بیا خلکو اوضاع و سنجوله او د دویم پړاو د ټاکنو سره یی مخالفت څرګند کړ. او اعلان یی وکړ چی په دویم ځلی انتخاباتو کی به په هیڅ صورت برخه نه اخلی. نو نړیوالو دا فکر وکړ چی کرزی او په مجموع کی به افغان ملت د دویم پړاو ټاکنی د خپلو رایو سپکاوۍ و بولی. او رشتیا به هم د دویم پړاو په ټاکنو کی برخه وانخلی. نو په دی صورت کی به نړیوالو ته لاره خلاصه شی. او دوی به د یو موقت دولت د پاره تیاری ونیسی. چی دا موقت یا لنډ مهاله دولت به د بهرنیانو په خوښه وی. او د تشکیل د لحاظه به بیا د بون کنفرانس په نتیجه کی په وجود راغلی دولت بڼه ولری. چی مهم وزارتونه به بیا هم په یوه ولسوالۍ پوری اړه ولری. او دوی به هغه څه بیا هم کوی چی په تیرو اتو کلونو کی یی کول. او مسوولیت یی ټوله د ښاغلی کرزی په حساب کی لیکل کیده. بمباری امریکایانو کولی. غلاوی د بهرنیانو حمایت یافته د نظارشوراغلو کولی او الزام ټوله کرزی ته متوجه وو. یعنی هغوی داسی واکمنان وو چی صلاحیت یی ډیر زیات او مسوولیت یی هیڅ نه وو. هم په دولت کی وو او هم یی د دولت د اپوزیسیون رول لوبولو. هرڅه چی به یی زړه وو کول به یی او کله چی به یو ناوړه پییښه رامنځ ته شوه ، نو چیغی به شروع کړی چی دا خو حکومت د کرزی دۍ او موږ د هغه په کړنو کی هیڅ مسوولیت نه لرو. ځینی وخت به ناری پیل کړی چی کرزی یو بی کفایته ولسمشر دۍ او نه شی کولای کار اهل د کار ته وسپاری. خو چی کله به دولت د اداری اصلاحاتو او د کار اهل ته د کار سپارلو پروسه پیل کړه نو بیا به دوی ناری شروع کړی چی ګواکی دولت غواړی مجاهدین له صحنی باسی. یانی یوازی دوی ځانونه د مجاهدینو استازی بلل. په دی ډول دوی اته کاله عملا په دولت کی مهم واکونه د ځانه سره درلودل او له بلی خوا یی د محرومیت ناری هم وهلی چی ګواکی موږ له دولت سره هیڅ اړه نه لرو.
خو کله چی د ټاکنو نهایی پایلی اعلان شوی نو کرزی نه یوازی د ټاکنو پایلی ومنلی بلکه د دویم پړاو ټاکنو ته یی هم خپل ځان تیار وبللو. په کومه ورځ چی د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون خپل راپور د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارلو په هغه ورځ د امریکا د مشرانو جرګی د بهرنیو اړیکو د کمیټی رییس سناتور جان کیری څو ځله د ښاغلی کرزی او نورو مطرح کاندیدانو سره ولیدل. تر څو هغوی د ایتلافی حکومت جوړولو ته اړباسی. خو د کرزی انکار هغوی ناهیلی کړل.دلته باید یادونه وکړو چی د لومړی پړاو د ټاکنو د تر سره کیدو وروسته چی کله د پاکستان او افغانستان د پاره امریکا د ولسمشر خاص استازی ریچارډ هالبروک له ښاغلی کرزی سره د ایتلافی حکومت خبره مطرح کړه. نو د رسنیو په وینا ښاغلی کرزی دی خبری ډیر په غصه کړ. او د هغه وروسته بیا ښاغلی هالبروک افغانستان ته هیڅ سفر و نه کړ. نو امریکا د معاملاتو د طی کولو په منظور جان کیری او ځینی نور سناتوران غوره کسان وبلل او هغوی ته یی د کرزی د راضی کولو ټاسک ورکړ. چی په دی کی هم هغوی بریالی نه شول.
اوس چی د ټاکنو دویم پړاو ته افغان ملت تیاری نیسی او داسی ښکاری چی دا ځل افغانان ټاکنو ته صرف د یو پروسی په نظر نه ګوری بلکی ورته به که خدای کول د یو هوډ او عزم سره ورځی. چی دا کار ښایی د افغانانو پر سیاسی راتلونکی ډیر مثبت او دور رس اغیزی وښندی. خو لیدل کیږی چی دا ځل که له یوی خوا د افغانانو روحیی بدلون موندلی دی نو له بلی خوا د دی ملت د دی سپیڅلی روحیی د ځپلو له پاره او په مجموع کی د ملت د نهیلی کولو له پاره ځینی کړۍ ډیری په چټکتیا سره لګیا دی. دغه پروسه اوس په سیریال اوښتی ده. چی ځینی برخی یی تیری شوی دی او ځینی برخی یی ښایی په راروانو ورځو کی ننداری ته وړاندی شی. د دی سیریال یوه برخه په تیرو ورځو کی هغه وخت سټیج شوه کله چی ځینی کړیو وغوښتل د سړی هوا او د اکمالاتی ستونزو له امله د دویم پړاو ټاکنی ناشونی اعلام کړی. کله چی دا برخه بی پایلی پای ته ورسیده، نو په بله برخه کی بیا د قرآن کریم د سوځولو پیښه وشوه. او وروسته د کابل پوهنتون محاصلین واټونو ته راوایستل شول. او د محاصلینو له خوا پولیس په کاڼو و ویشتل شول او هڅه وشوه چی پولیس هم باید غبرګون وښیی او په نتیجه کی یی مرګ ژوبله رامنځ ته شی. تر څو دا تظاهرات پراختیا و مومی او په پای کی ټاکنی ناشونی اعلام شی. خو دا هم د امنیتی ځواکونو د زغم له امله ناکامه ننداره تمامه شوه. په هم دغه ورځوکی په کندهار کی د بهرنیو ځواکونو له خوا په کندهار کی یوځوان د خپلی مور، خاله او د خاله د زوی سره یو ځای په داسی حال کی په شهادت ورسیدل چی د خپل واده د پاره یی امادګی نیوله. د دی پیښی تر شا اهداف داسی ښکاریدل چی کندهاریان تظاهراتو ته وهڅول شی او وروسته د ټاکنو شونتیا ته د شک په سترګه وکتل شی. خو لکه چی دا چال هم ناکام شو. ددی یوه ورځ وروسته د فضل الرحمان اوریا او د ځینو نورو خلکو په نوښت په کابل کی داسی یو غونډه راغوښتل شوی وه چی د ټاکنود دایریدو پر شونتیا خبری وشی. او اصلی هدف یی دا وو چی نوموړی مجلس داسی یو اعلامیه صادره کړی. چی پکی د یو لنډمهالی اداری د جوړیدو غوښتنه شوی وی. او په اوسنیو حالاتو کی د ټاکنو کیدل ناشونی ښکاره کړی. خو دا غونډه بیا د ځینی بااحساسه خلکو له خوا اخلال شوه. خو دی غونډی هغه خبری چی د پردی تر شا کیدلی په ډاګه کړلی. او افغانان یی په دی پوه کړل چی بهرنی او کورنی سیاسی سوداګر له هغوی څه غواړی. پر دی بل شوی اور باندی نور تیل هغه وخت وشیندل شو کله چی د ولسمشری د ټاکنو د دویم پړاو مهم کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکنو کی د برخی اخیستلو له پاره ځینی شرطونه وړاند کړل. چی مهم یی د ځینو وزیرانو او رییسانو د دندو تعلیق او په هغه سیمو کی د ټاکنیزو مرکزونو ختمول چیری چی د هغه په وینا درغلی شوی وی. دی خبری هر څه ښکاره کړل چی بهرنیان او ښاغلی عبدالله نه غواړی د دویم پړاو ټاکنی تر سره شی. همدا وجه ده چی هغوی داسی بی سره او بی پښو غوښتنی وکړی. ښاغلی عبدالله او د هغه بهرنی لارښودان اوس دی پایلی ته رسیدلی دی چی د دویم پړاو په ټاکنو کی به دوی هرومرو بی ابرو کیږی. نو ځکه یی د ټاکنو څخه تیښته یوه مناسبه لار ګڼلی ده. لیری نه ده چی په راتلونکی ورځو کی عبدالله نوری غوښتنی هم وکړی.
ددی سیریال یوه بله مهمه برخه تیره ورځ په کابل کی پر یو شخصی میلمستون برید وو چی پکی د ملګری ملتونو ځینی کورنیو او بهرنیو کارکوونکو ته مرګ ژوبله پکی واوښتله.
دغه پرله پسی پیښی داسی ښکاره کوی چی امریکایان نور نه غواړی چی افغانستان د یو داسی دولت څښتن شی چی مشرتابه یی د کار تجربه ولری او دوست او دښمن یی پیژندلۍ وی. هغوی د یو داسی مشر سره چی د ولس په رایو راغلۍ وی، معامله کول د ځان دپاره ډیره ګرانه بولی. نو همدغه وجه ده چی زلمی خلیلزاد په کابل کی ناست دۍ. او غواړی چی د نوی اداری اصلی واکمن په توګه د واک واګی په لاس کی واخلی. او عبدالله چی په دی سیناریو کی د لوبتی رول لوبوی. د هغه سره د هغه دوولسو مهمو وزارتونو وعده شوی چی کرزی لاوارد مخه رد کړی دی. چی په هغه کی به د کندهار د خلکو استازیتوب علومی او ملالۍ اسحاقزۍ کوی. د پکتیکا او پکتیا د شمله ورو افغانانو استازیتوب به پکی پیراسحاق ګیلانی کوی.او اصلی واکمنان به بهرنیان، د د افغانانو د فرهنګ د له مینځه وړلو مسوولیت به د حفیظ منصور وی او والیان به پکی د عطامحمد نور له خوا ټاکل کیږی. او پدی ډول ځینی نور کردارونه هم ښایی په صحنه کی داخل کړای شی. خو د دی تر مخه باید دغه څه ته زمینه مساعده شی. او د دی له پاره زمینه د امریکایانو بمباری او د کورونو تلاشی کول، د تاو تریخوالی نه ډکی مظاهری، او نور بریدونه مساعدولای شی. چی هغه هم روانی دی.. نو راروانی ورځی ډیری مهمی دی که نور کارونه د پلان سره سم تر سره شول، نو لیری نه ده چی امریکایان او د هغوی لوبته یعنی عبدالله به له ټاکنو وتښتیږی. او افغانستان به بیا د یو نامعلومه او وحشتناک شرنوشت سره مخامخ کړی(خدای دی وکړی چی زما اندازه غلطه وخیږی. )
خدای دی زموږ پر وطن رحم وکړی. آمین ثم آمین
بریالۍ پښتون