امریکا به په تلفاتو سربیره سیمه پرینږدي
امریکا به په افغانستان کې د شدیدې مرګ ژوبلې سربیره له سیمې څخه و نه وزي.
دغه ټکی د امریکې ولسمشر بارک اوبهاما له خپلو امنیتي سالاکارانو سره تر یوې محرمې غونډې وروسته کړي ده.
ویل شوي وو چې په دغه غونډه کې چې د اونۍ په نیمایي کې د بندو دروازو تر شا شوي وه امریکایې چارواکو په دې مسله خبري کولي چې څرنګه کولای شي له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو لپاره د وتلو یو مهال ویش وټاکي .
د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت ګیبس وویل چې په دغه غونډه کې مشرانو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې باید په افغانستان کې پاتې شي او دغه ماموریت په درنو تلفاتو سربیره د دې ارزښت لري چې ورته دوام ورکړل شي.
د امریکې په دننه کې د میشتو سیاستوالو تر مینځ وروسته تر هغه له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو ګنګوسي تودې شوې چې تیره اونۍ په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ امریکایې سرتیري مړه او ژوبل شول.