عبدالسلام راكټي

د غويي تر كودتا وروسته ښاغلى راكټي مهاجر شو، په كال 1358 كې له مجاهدينو سره يو ځاى شو او د شوروي يرغلګرو پرضد يې جهاد پيل كړ.
ويل کېدل چې د راکټي لقب هم د شوروي پر ضد د جهاد پر مهال ورکول شوی.
نوموړي د مجاهدينو د واك پر مهال د زابل ولايت د ۲۷ فرقې د قوماندان په توګه دنده ترسره كوله.
كله چې طالبانو واك ترلاسه كړ نو له هغوى سره يو ځاى شو او د1376 لمريز كال نه د كرزي تر راتګه پورې يې د ننګرهار ولايت د لومړي قول اردو د قوماندان په توګه دنده ترسره كوله.
او د 1384 لمريز كال را په دېخوا په ولسي جرګه كې د زابل ولايت د خلكو استازى دى.
اوس نوموړی د هغو يو څلوېښت کانديدانو په ډله کې دی چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې يې ځانونه کانديد کړي.
ملا سلام راکټي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ننګرهار د قول اردو قومندان و.
د نوموړي لومړی مرستيال محمد اجمل حبيب صافي او دويم يې محمد صادق دی .