فروزان فنا

نوموړې په 1352 کال کې لومړنۍ زده کړې د سيدنورمحمدشاه مېنه کې سرته رسولې او په 1363 کال کې له ښوونځي فارغه شوې ده .
له هغه وروسته يې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون په طب پوهنځي کې د معالجوي طب په برخه کې بشپړې کړې دي .
فروزان فنا تر فراغت وروسته د وزيرمحمد اکبرخان په روغتون کې هم دنده پرمخ وړې ده .
آغلې فنا په 1373 کال کې د افغانستان د هوايي چلند له وزير ډاکټر عبدالرحمن سره واده کړی .
فروزان فنا د افغانستان ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړی دی .
دا وايي چې : ((زه له چا خيرات نه غواړم، پور اخلم، خو خپل هېواد له بحرانه راوباسم. که چېرې افغان مېرمن وزيره او والۍ کېدای شي، نو ولسمشره کېدای هم شي .))
نوموړې خپل مېړه اووه کاله وړاندې د لنډمهالې ادارې په وخت کې له لاسه ورکړ .
په افغانستان کې د ولسمشرۍ لپاره ولاړه کانديده فروزان فنا وايي که ولسمشره شوه نو په پراخه کچه به حکومتي څوکۍ ښځو ته ورکړي .
د فروزان فنا لومړی مرستيال نسيم الله درمان او دويم يې غلام جيلاني درماني دی .