شهنواز تڼی
شهنواز تڼی په 1950 کال د افغانستان د جنوب ختيځ خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ په درګۍ کلي کې زيږېدلی دی .

نوموړي لومړنۍ او لوړې زده کړې په پوځي برخه کې کړې دي.
په 1978 کال کې د کودتا پرمهال ولسمشر محمد داود خان له څوکۍ ليرې او ووژل شول .
هغه مهال شهنواز تڼی د نظامي استخباراتو مشر و، چې بيا وروسته د کابل د ګارنيزون مشر شو .
کله چې محمد حسن شرق د ډاکټر نجيب الله له خوا لومړی وزير وټاکل شو، د يوڅه مودې لپاره د دفاع وزير پُست تش پاتې شو، خو په پای کې شهنواز تڼی د دفاع وزير شو .
شهنواز تڼی د هغه وخت د مجاهدينو سرسخت دښمن و.
د 1989 کال په دسمبر میاشت کې 127 خلقي پوځي افسران د يوې کودتا د هڅې په تور ونيول شول.
اووه ويشت يې په تېښته بريالي شول او پاتې نور يې په پېښور کې له ګلبدين حکمتيار سره يوې خبري ناستې ته راوستل شول .
د دسيسې جوړوونکو په ډله کې د قامونو چارو پخوانی وزير باچا ګل وفادار او د ملکي هوايي چلند وزير حسن شرق هم وو .
شهنواز تڼي د وخت د دفاع د وزير په توګه پر ډاکټر نجيب الله دباو راوړ، چې دغه دواړه وزيران خوشي کړي .
تڼی د کمونيستي رژيم په ورځو کې د افغانستان د لوی درستيز، د پوځ او توپخانې مشر او د څارګرې ادارې (خاد) تر مشرۍ هم ورسېده.
د کمونيستي رژيم د يوې پايې په توګه، شهنواز تڼي د خپل اقتدار په وروستيو کې هڅه وکړه، چې د يوې کودتا په درشل کې خپل ملګری نجيب الله له واکه ليرې کړي.
هغه وخت ده په پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو او د حزب اسلامي د ګوند مشر انجنير ګلبدين حکمتيار په څېر پر ځينو سخت دريځو ډېره تکيه وه .
شهنواز د افغانستان د (خَلق) ديموکراتيک ګوند يو فعال غړی و، او وروسته د دغه ګوند مشر هم شو.
د 1990 په مارچ کې چې کله د خلقي افسرانو محاکمه پيلېدونکې وه، تڼي د ګلبدين حکمتيار په مرسته د نجيب الله د راپرځولو کودتا پيل کړه .
تڼي ويل چې دی د نجيب الله له اندونو سره موافق نه دی، خو د پوځ په اړه د هغه له تګلارې سره هم يوه خوله نه دی : ((نجيب الله غوښتل چې د پوځ ټولې ځانګړنې قامي ملېشو ته ورکړي، په ځانګړې توګه خاص ګارد ته . زه د هغه مخالف وم، ځکه چې زه پوهېدم که دا کار وشي، افغان پوځ خپله مؤثريت له لاسه ورکوي.))
حکمتيار خپلو جنګياليو ته امر وکړ، چې د تڼي په ملاتړ پر کابل د واکمن رژيم پرضد خپل بريدونه سخت کړي.
په پای کې شهنواز تڼی پاکستان ته ولاړ.
ښاغلي تڼي واده کړی، يوه لور او دوه زامن لري.
اوس
55 کلن شهنواز اوس (د افغانستان د سولې غورځنګ ګوند) مشر دی.
نوموړی په دې وروستيو کې بېرته خوست ته راستون شو.
پر ښاغلي تڼي تور دی، چې د ګڼ شمېر خلکو په وژنه کې يې لاس درلود، د نوموړي پرضد د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د تېرې غبرګولې مياشتې پر درېيمه لاريون هم وشو .
د سولې دغورځنګ دګوند مرستيال رحيم داد دا مني، چې تڼى په ١٣٦٧ کال کې د دفاع وزير و، خو وايي چې د دفاع وزير په نېغه په عملياتو کې ونډه نه اخلي او هر دولت په خپل وخت کې حق لري، چې د خپلو مخالفينو پر وړاندې له ځان نه دفاع وکړي.
د شهنواز تڼي لومړی نثار احمد سليمي مرستيال او دويم يې محمد جان پامير دی .