رمضان بشردوست د محمد علي زوی دی، چې په 1340 کال د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې يې دنيا ته سترګې غړولې دي.
رمضان بشردوست

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د غزني د قره باغ، مقر او فارياب ولايت په ميمنه ښار کې سرته رسولې دي .

د 1357 کال د ثور د اوومې تر کودتا دوه کاله وروسته ايران ته تللی هلته يې لېسه پای ته رسولې او بيا پاکستان ته مهاجر شوی دی .

بشردوست په 1360 کال کې له پاکستانه فرانسې ته د تګ چانس وموند، او هلته يې سياسي پنا واخيسته، خو په وينا يې هېڅکله هم د فرانسوي تابعيت غوښتنه نه ده کړې .

په 1361 کال کې يې د فرانسې په ديژن ښار کې د ادبياتو په فاکولته کې د فرانسوي ژبې زده کړه پيل کړه، چې بيا وروسته په 1363 کال کې د ديژن ښار له پوهنتون نه فارغ شو .

بيا وروسته يې د د ګرونوبل ښار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو فاکولتې ته امتحان ورکړ، چې په 1368 کال کې يې په حقوقو کې د ماسټرۍ ډګري هم خپله کړه .

بشردوست وايي چې تر ماسټرۍ وروسته په پاريس کې د ژان موني پوهنتون کې د ديپلوماسۍ په برخه کې تر ماسټرۍ لوړ تخصصي ديپلوم ترلاسه کړ . مونوګراف يې په ديپلوماسۍ او سوېلي افريقا کې د جګړې په اړه ليکلی دی .

دی وايي چې په افغانستان کې د ديپلوماسۍ او جګړې په اړه يې د دکتورا بحث هم ليکلی دی .

ډاکټر بشردوست اووه کاله د پاريس په پوهنتونونو کې د حقوقو، سياسي علومو او ديپلوماسۍ په برخه کې تدريس هم کړی .

دی وايي چې 1381 کال کې يې څو مياشتې په پاريس کې د افغانستان سفارت د درېيم سکرتر په حيث هم کار کړی، چې له سفير سره له سخت اختلاف وروسته له سفارت څخه وويستل شو او بيا وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په غوښتنه په همدې وزارت کې د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز د مشر په توګه کابل ته راغی .

بشر دوست د 2004 کال د مارچ پر اتمه (1383 ) د ښځې په نړيواله ورځ د کرزي د حکومت په لومړيو کې د افغانستان د پلان وزير وټاکل شو .

نوموړي د هماغه کال د دسمبر پر څلورويشتمه له 2365 نادولتي بهرنيو ادارو څخه 1935 منحلې اعلان کړې، چې د يوشمېر دولتي او نادولتي ادارو له سخت مخالت سره مخامخ شو.

نوموړي له دې اعلان يوه ورځ وروسته خپله استعفا وکړه او بېغمه د کاپيسا د البيروني پوهنتون د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې يې تدريس پيل کړ .

رمضان بشردوست په 1384 کال کې ولسي جرګې ته د کابل د خلکو له خوا د استازي په توګه ومنل شو، او تر اوسه په همدې جرګه کې غړيتوب لري .

د نوموړي مرستيالان محمد موسی بارکزی او عفيفه معروف دي .