حبيب منګل

د نوموړي پلار د خوست، پکتيا او پکتيکا يو قامي مشر و، چې د هغه وخت د جمهوري دولت په لويو جرګو کې يې د خوست او پکتيا ولايتونو د خلکو په استازيتوب ګډون هم کړی و .
حبيب منګل خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل په رحمان بابا لېسه او لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د طب په پوهنځي کې کړې دي.
نوموړي د خوست په ملکي روغتون کې د ډاکټر په حيث هم کار کړی او د سمنګان ولايت د عامې روغتيا رياست يې هم چلولی .
همدارنګه، په مسکو، فنلنډ، رومانيا او قبرص کې د افغانستان د ديموکراتيک جمهوريت د استازي په توګه هم پاتې شوی دی .
ده د اساسي د تصويبولو په لويه جرګه کې د پکتيا د خلکو په استازيتوب هم ګډون کړی . چې بيا وروسته په ولسي جرګې کې د نړيوالو اړيکو د جرګه ګۍ رييس هم پاتې شوی دی .
حبيب منګل په ټولنيزو علومو کې دوکتورا لري .
نوموړی د افغانستان د 1388 کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ديموکراسۍ او پرمختيا د فراګير غورځنګ له خوا کانديد دی .
د ده مرستيالان پوهنوال ډاکټر محمد داود راوش او آغلې نفس جهيد، د افغانستان د ديموکراسۍ د پرمختيا د فراګير ګوند له خوا ټاکل شوي دي .
دی وايي چې د افغانستان کانديدان تر خبرو کار او زحمت ته ډېره اړتيا لري .
نوموړی هم لکه د نورو کانديدانو په څېر د پرمختيا، ديموکراسۍ او عدالت نارې وهي .
حبيب منګل وايي چې زموږ په هېواد کې د امريکا او ناټو ځواکونو شتون که له يوې خوا د اوسني دولت د پر پښو درولو اصلي او مهمترين عامل دی، خو له بل پلوه بيا د دوی له شتون سره د افغانستان د خلکو ملي واکمني له محدوديت سره مخامخه شوې ده .
دی وايي که چېرې د افغانستان خلک په ټاکنو کې ده ته رايه ورکړي نوموړی به د افغانانو د سوکالۍ لپاره ترخپله وسه کوښښ وکړي .
دی د هېواد اوږدمهاله امنيت له ګاونډيو سره د باورجوړونې په سياست کې ويني .
دی وايي چې افغانستان له هېڅ کوم هېواد سره دښمني نه لري، د ملي ګټو په خاطر موږ له ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښه روابط غواړو .
د خپل ملي منفعت په خاطر موږ بايد د نړۍ له پرمختللو او سخي هېوادونو سره، چې امريکا يې په سر کې راځي، خپل روابط ټينګ وساتو .
دی وايي که چېرې د افغانستان ولسمشر شي، نو هېواد به يې د نړيوالې ټولنې يو فعال غړی وګرځوي.
ښاغلی منګل وايي پرې به نږدي چې هېواد يې د انګويېزم لاسونو ته ولوېږي او د ده په وينا د حقونو په خوړلو يې د هېواد مشرتابه سترګې پټې کړي، بلکې ژمنه کوي چې هېڅ قانون او هېڅ عدلي پرېکړه او يا د حکومت هېڅ سياست د اسلام له سپېڅلي دين سره په ټکر کې د منلو وړ نه دی.
حکومت مکلف دی، چې د خپل وګړو له حقونو دفاع، هغوی له هر ډول ګواښ کورني او بهرني ګواښ نه وساتي او د دوی دفاع وکړي.
متحد او وېش نه منونکی هېواد
ولسمشرۍ ته کانديد حبيب منګل وايي افغانستان له بېلابېلو قامونو، کولتورونو، ژبو او مذهبونو جوړ دی. په دغه هېواد کې هېڅ قوم پر بل لاسبری نه دی، هېڅ ژبه د پرمختګ له وسايلو بې برخې کېدای نه شي.
افغانستان د خپلواکو، انسانانو، خپلواکو ژبو يو ګډ ډګر دی، دلته کولتور د پرمختيا په حال کې دی، موږ تاريخي ګډ کور او مشترک راتلونکی لرو، زموږ غنا زموږ په تنوع کې ده.
د افغانستان هر وګړی، که نارينه وي که ښځه، ماشوم وي که ځوان او يا سپين ږيری، خپل خپل حقونه لري. هر دولت او هر سياسي سازمان بايد د دوی له حقونو دفاع وکړي، او پرېنږدي، چې دغه حقونه ـ که په هره بهانه وي ـ تر پښو لاندې شي .
د ښځو حقونه
حبيب منګل وايي چې د ښځو له سياسي او مدني حقونو نه دفاع کول او په ټولنيز او کولتوري ژوند کې د ښځو د شريکېدو ته لاره اوارول زما د ملي سياستونو له ډلې څخه دی .
دی وايي چې د ښځو پروړاندې تاوتريخوالی به ختم کړي .