هندوستان د شاه رخ خان د نيولوله امله امريکا ته احتجاج کړی
هند له هغه وروسته چې امريکايي پوليسوهندي فلمي ستوری ، شاه رخ خان دنيويارک په JFK هوايي ډګر کې دپوښتنوګرويزنو لپاره تر دوو ساعتو ساتلی وو، دامريکا حکومت ته احتجاج کړی.
شاه رخ خان رسنيوو ته ويلي چې امريکايي پوليسو نوموړی له دې امله چې مسلمان دی، له څيړنو لاندې نیولی وو. هغه وويل . ))پوليسو ماته تر دوو ساعتونوهيچاسره داړيکو نيولو اجازه نه راکوله...که زما نوم شاه رخ خان نه وای نو ښايي دا پيښه نه وای رامنځته شوی. . . زه پوهيږم چې دا د هر مسلمان سره کيږي چې ډيره خفه کوونکې ده. (( هغه وويل چې له ډيرو کوښښونو وروسته يې پوليس په دې
قانع کړل چې

په امريکا کې د هند سفارت سره اړيکې ونيسي او همغه وو چې دی راخوشي شو.
په امريکاکې د هند سفارت وايي چې دوی سمدستې يولوړپوړی هيئت هوايي ميدان ته وليږه او شاه رخ خان يې راوست. د سفارت په اعلاميه کې راغلي.)) شاه رخ خان د هندوستان وياړ دی. . . مونږ ددې پېښې له امله ډيرزیات خواشيني يو او خپل احتجاج مو په رسمي توګه امريکايي مقاماتو ته رسولی.((
دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې شاه رخ خان د امريکا دنيو جرسي ايالت ته د هندوستاني ټولنې په بلنه د هغوی سره د هند دخپلواکۍ په جشن کې د ګډون لپاره روان وو. امريکايي رسنيوو دياد شوي هوايي ډګر د پوليسو له خولې ليکلي چې هغوی شاه رخ خان وپيژاندخو دا پوښتنې ګرويږنې د اکثره خلکو څخه کيږي.
شاه رخ د هندي سينما )باليوډ( مشهور ستوری دی چې دګوګل لټون مطابق هرکال يې خلک نوم او تصويران د نړۍ د نورو فلمي او سپورتي ستورو په پرتله ډير لټوي. نوموړي د سولې او مينې د خورولو د نړيوالې جايزې په ګډون ۱۳۱ نورې نړيوالې جايزې او ۵ اعزازي دکتوراوې هم اخيستې.نوموړي ته د ډير شهرت له امله د باليوډ بادشاه هم ويل کيږی.
له بلې خوا هندي سينما هم دا پيښه غندلي. د هندي فلمونو يو ډآيريکټر مهيش بټ ويلي چې حکومت بايد دا مسله جدي ونیسي. د نوموړي په وينا د هندوستانيانو سره د مذهب او نوم په بنسټ د داسې سلوک مخنيوی مهم دی. د هند يو بل مشهور ستوري عرفان خان ويلي چې که امريکايي پوليس هر یو سړی له دې امله په ساعتونو ساعتونو تر پوښتنو لاندې راولي چې هغه مسلمان دی نو دا به له کرکې خورولو پرته هيڅ ونه کړي. هغه وويل.))که امريکا دومره تکړه وي نو هغه کسان دې ونيسې چې ترهګري پيلوي. دسوله خوښو مسلمانانو په نيولو د مسلمانانو په زړونو کې نفرتونه زيږيږي.((
د يادونې وړه ده چې شاه رخ دا مهال په امريکا کې د My name is Khan )زما نوم خان دی( په نامه فلم چې موضوع يې ترهګري او د مسلمانانو سره تعصب دی، په ډکولو بوخت دی. د دغه فلم يو هندوستاني لوبغاړي عامر ته له دې کبله چې په نيزدې وخت کې ايران ته تللی وو، د امريکا ويزه نه ده ورکړل شوي.
څو ورځې وړاندې هندد امريکا د هغه هوايي شرکت الوتکې د څو اونيوو لپاره په خپله خاوره بندې کړي چې د دغه هيواد پخواني ولسمشر او دهند اتوم بم جوړوونکي،ډاکټر عبدالکلام تالاشي يې کړي وه.په هند کې په دغه کار پراخه لاريونونه شوي وو او پارلمان له حکومته غوښتې وو چې په دې هکله سخت ګامونه پورته کړي.
