دتعلیمي کال په لومړننۍ ورځ د لومړني ښونځي دپنځم ټولګي ښوونکې میرمن تامپسون ټولګي ته ننوته اوله مقدماتي خبرو وروسته ېې له معمول سره سم زده کونکوته وویل چې ټول یو شان پرې ګران دي او توپیر ېې نه کوي . البته هغې دروغ ویل او دغه کار نا شونی ؤ په تیره بیا داچې دتیډي سټودارډ په نوم یو کوچنی ماشوم په مخکینی چوکۍ ناست ؤ او میرمن تامپسون ترې راضي نه وه .تیډي تیرکال هم دهمدې ټولګي شاګرد ؤ . تل به ېې خیرنې جامې اغوستلې له نورو ماشومانو سره جوړ نه ؤ اوپه درسونو کې هم تکړه نه ؤ . هغه په ریښیا چې غیر منظم زده کونکی ؤ او میرمن تامپسون ترې خوشاله نه وه بالاخره په امتحان کې ېې ښې نمرې ورنه کړې او ناکامه شو .سږ کال چې بیا تیډي په پنځم ټولګي کې ناست ؤ میرمن تامپسون فیصله وکړه دهغه دتیرو کلونو دوسیه وڅیړي چې ولې په درسون وکې دومره کمزوری دی ښايي په دې پوهه شي چې ولې درس نه وايی ا وپه دې ډول به مرسته ورسره وکړي .

دتیډي دلومړي کال ښوونکې دهغه په دوسې کې لیکلي ؤ تیډی ډير ځيرک او تکړه شاګرد دی ، خپلې کورنۍ دندې په خپل وخت ترسره کوي او چال چلند ېې ډير ښه دی (ترې رضایت لرو ) .


د دوهم ټولګي ښوونکې دهغه په دوسې کې لیکلي ؤ : تیډي فوق العاده شاګرد دی . پر ټولګیوالو ګران دی خو هغه دخپلې مور له لاعلاجه ناروغۍ چې په کورکې بستر ده ځوریږي او له روحي مشکل سره مخامخ دی . دتیډي د دریم کال ښوونکې دهغه په دوسېې کې لیکلي ؤ دټيډي مور دهغه لپاره سخت ګوزار ؤ هغه په خپلو درسون وکې ډير ه هڅه کوي خو پلار ېې ورسره مرسته نه کوي او دهغه له سبق سره علاقه نه لري که په کورکې چاپریال ورته بدل نه شي هغه به ډير ژر له سختو ستونزو سره مخامخ شي . دتیډي دڅلورم کال معلمې دهغه په دوسېې کې لیکلي ؤ تیډي درس نه وايی او له ښونځي سره هم دلچسپي نه لري ډير ملګري نه لري او کله خو په ټولګي کې ویده هم شي .


میرمن تامپسون دتیډي ددوسېې په مطالعې سره دهغه په مشکل پوهه شوه او له دې چې ناوخته ېې دغه فکر کړی ؤ ډیره خواشینۍ وه او ځان ېې وراټه .


تصادفاً په سبا دښوونکي ورځ وه اوټولو زده کونکو خپلو ښوونکو ته ډالۍ اخیستې وې دهلکانو ډالۍ په ښکلو کاغذونو کې تاوو شوې وې یوازې دتیډي ډآلۍ په یوه معمولي او نامناسب کاغذ کې نغنښتې وه میرمن تامپسون ټولې ډآلۍ په ټولګي کې له کاغذونو بهر کړې کله چې دتیډي ډآلۍ ېې پرانسیته په قوطي کې یو بنګړی چې څو غمي ېې لویدلي ؤ او یوبوتل عطر چې نیمايي پکې مصرف شوي وو پراته وو . زده کوونکو وخندل خو میرمن تامپسون سمدستي دهغو دخند ا مخه ونیوله او دبنګړي دښکلا ستاینه ېې وکړه او سمدستي ېې په لاس کړ او لږ عطر ېې په ځآن ووهل . په دې ورځ تیډي دښونځي له رخصتیدا وروسته له ښونځي بهر ودرید ترڅو میرمن تامپسون له مکتبه رابهر شي بیا دهغې لورته ورغی او ویې ویل:
میرمن تامپسون نن له تاسو زما دمور بوي راته .


ښوونکې چې کله له هغه روانه شوه او په خپل ګاډي کې کیښناسته په ژړه شوه او څو شیبې ېې وژړل .
له هغه وروسته هغه بیخي بدله شوه او دریاضۍ ، علومواو نورو درسونو ترڅنګ ېې دژوند درس او له انسان سره دمیېنې درس هم پيل کړالبته ټیډي ته ېې خاصه توجه کوله . له یوې مودې وروسته دتیډي ذهن بدل شو چې څومره به معلمې ورسره مینه کوله هومره به هغه ژر ځواب ورکاوه . تیډي ډیر ژر په یوه ځیرک شاګرد بدل شو مخکې میرمن تامپسون په دروغو ویلي ؤ چې ټول یو شان پرې ګران دي خو اوس ټیډي ترټولو محبوب شاګرد ؤ.


یوکال ورسته میرمن تامپسون له تیډي یو لیک ترلاسه کړ هغه لیکلي ؤ چې تاسو ترټولو ښه ښوونکې یاست .
شپږ کاله ورسته یې یوبل لیک ترلاسه کړ هغه لیکلي ؤ چې لېسه ېې بشپړه کړې او دریم نمبر کې راغلی دی بیا ېې لیکلي ؤ چې ته ترټولو غوره معلمه ېې چې ما په خپل عمرکې کتلي دي .


له دې څلورکاله ورسته میرمن تامپسون له تیډي بل لیک ترلاسه کړ چې پکې لیکل شوي ؤ له دې سره سره چې سخت شرايط ېې درلودلي دي خو پوهنتون ېې نه دی خوشې کړی او ډیر ژر به په ښو نمبرو له پوهنتونه فارغ التحصیل شي بیا ېې هم ټینګار کړی ؤ چې میرمن تامپسون زما دژوند ترټولو غوره معلمه ده .
څلورنورکلونه هم واوښتل او بیا له تیډي بل لیک راورسید دا ځل تیډي ویلي ؤ \چې دلیسانس له ترلاسه کولو وروسته ېې فیصله کړې چې نورې زدن کړې به هم کوي او دغه کار ېې کړی دی بیا ېې هم میرمن تامپسون دخپل عمر ترټولو ښه ښونکې بللې وه خو دا ځل ېې دتیډي نوم دلیک په پاي کې لږ اوږ د لیکلی ؤ : ډآکټر ټیوډر ستوډارډ. خو کیسه لانه ده بشپړه شوې دهمغه کال په پسرلي کې ېې بل لیک لیکلی ؤ. تیډي په دغه لیک کې ویلي ؤ له یوې نجلۍ سره آشنا شوی دی چې ورسره واده کوي هغه ویلي ؤ چې پلارېې څو کاله مخکې وفات شوی دی اوله میرمن تامپسون څخه ېې غوښتي ؤ که ممکنه وي په کلیساکې دهغه دواده په دستورکې ګډون وکړي او په هغه ځآ ي کې دي کیښني چې دزوم مور او پلار پکې ناست وي . میرمن تامپسون بې له ځنډه ومنله آیا پوهیږئ چې څه ېې وکړل ؟


هغې دتیډي دموربنګړی په لاس کړ اوهغه عطر ېې هم واخیستل چې تیډي په هغه وخت کې ورته ډالۍ کړي ؤ او په ځآڼ ېې ووهل .


کله چې ټیډي په کلیسا کې میرمن تامپسون ولیدله هغه یې په غیږ کې ټینګه کړه او په غوږ کې ورته وویل : میرمن تامپسون له دې چې په ما دې اعتماد وکړ ډير مننه کوم . له تا ډير ه مننه کوم چې ما ته دې دا احساس راکړ چې مهم کس یم او ترټولو مهمه دا چې په دې پوه شوم چې زه بدلیداي شم له دې امله هم مننه کوم .
دمیرمن تامپسون په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې او دهغه په غوږ کې ېې وویل :

ته تیروتنه کوې دا ته وې چې ما ته دې رازده کړل دبدلیدا توان لرم اوبدلیداي شم زه له هغې ورځې مخکې چې تاله ښونځې بهر ولیدم نه پوهیدم چې څنګه درس ورکړم .

غوره ده پوه شئ چې تیډي ستوډآرډ همدا اوس دایوا په پوهنتون کې دطب اچت او تکړه استاد دی او ددغه پوهنتون دسرطان برخه هم دهغه په نوم یادیږي .

نو همدا اوس دیوکس زړه خوشاله کړئ . دپرښتو په شتونه باور وکړئ او ډاډه اوسئ چې ستاسو مینه به ستاسو په لورانعکاس کوي .