امریکا افغانستان ته د خپلوښځینه ځواکونویوه ۴۶ کسیزه ډله استولې

د پنسلوانیا ایالت یوه بریدمنه جنیفر ګریګوري چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې خدمت کوي ، وایي موږپه دې کار سره غواړو ثابته کړو چې د سیمې د خلکود کلتور او دود - دستور په وړاندې ډېر حساس یو. دا وايي دلته که د یوې افغانې ښځې سر لوڅ شي داسې یې انګيري لکه ټول ځان یې چې لوڅ شوی وي او دا ځکه چې ښځې پوره پټې دي.
ى اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپورله مخې د امریکا په پوځ کې اصلا ښځې د جګړو له ډګره منعه دي او د ځینو عسکرو لپاره دا ډیرد تعجب ځای دی چې وګوري ښځینه همکارانو یې تر پوځي خولیو لاندې سرونه په دستمال تړلي او د جګړې تر ټولو سخت ځای کې ځای په ځای شوي دي. خو بریدمنه ګریګوري وايي خلک پوهیږي کوم کار چې موږ یې کوو د طالبانو پرضد عملیاتو لپاره ډېر مهم او حیاتي دی .
د امریکا د کولاراډو ایالت بریدمنه سارا فیورر وایي ښځینه عسکرې په عراق کې هم د لټون یا تلاشۍ لپاره موظفې شوې وې او د هغه ځای تجربې موږ په افغانستان کې کاروو. دا وايي حقیقت دادی چې موږ له افغاني ښځو سره له خبرو او راشه درشه بېره نلرو.
په نوزاد کې دېره د امریکا د پوځ یو قوماندان بریدمن زخاري مارتین وایي ښځې نه غواړي چې خاوندان دې یې جګړې ته لاړ شي او ودې وژل شي.
دی وايي دوی ته له ښځو څخه زیات استخباراتي راپورونه رسیږي او د همدغو معلوماتو په اساس دوی ته زیاته اندازه وسلې او چاودیدونکي مواد هم په لاس ورغلي دي.