د یوه تازه تحقیق پایلي ښیې چې د ژیړ پوټوکي درلودونکي میوې داسي یو خاصیت لري چې کولای شي د انسان معده له تیزابې حالت څخه وژغوري.

د لندن د طبي څیړنو د مرکز پروفیسرانو دغه تحیقیق په ۲۵ زرو کسانو تر څیړنو وروسته بشپړ کړ.
هغوي وایې چې مالته او ورته نورې ژیړ رنګي میوې کولای شي چې د معدې تیزاب په تدریجي توګه لږ  کړي او په پایله کې یې له مینځه یوسي.

د دغه  مرکز ډاکټران توصیه کوي چې  په متوسطه توګه په ورځ کې د مالتې د یوه ګیلاس اوبو څښل کولای شي د معدې له تیزابي کیدو څخه مخ نیوی وکړي  او په ورته وخت کې د انسان په روحي او جسمي سلامتۍ هم مثبتې اغیزي درلودلای شي.

د لندن د طبي مرکز  څیړونکي وایې  چې د نړۍ  په کچه ډیر انسانان د معدې له ناروغۍ رنځيږي او د معدې  ناروغي بیا په تدریجي توګه نورو ناروغیو ته هم لاره هواروي.

ډاکټران وایې  چې په اپتدا کې د معدې تیزاب ډیریږي او وروسته بیا ترینه زخم او د معدې دیوالونه شړیږي چې دمګړۍ ډیري کسان له دغه حالت سره مخامخ دي.

د دغې څیړني په پایله  کې دا جوته شوي چې ویټامین  سي درلودنکي میوې د معدې د تیزابو په لري کولو کې کارنده رول لوبوي او هغه کسان چې د معدې له تیزابو کړیږي باید په خپله غذايي تابلو  کې  ویټامین سي لرونکي خواړه ډیر کړي
ویټامین سي اکثراْ په ستروس میوو کې( مالټه،  نارنج، لیمو، سنتره) موندل کیږي.