بل توپير چي دنارينه او ښځي ترمنځ ليدل کيږي، دبيماريو ډيروالى،څرنګوالى او دهغوي په وړاندي ټينګار دى .

ځينى بيماري (ناروغي) شته چي دښځي جسمي او روحي قوت کموي .مثلاً دميرمنو مياشتنۍ بيماري (ناروغي) داولاد تر زيږولو وروسته بيماري ،په ګيډه کي داولاد روزل،ماشوم ته شيدي ورکول. ټول هغه څه دي چي دجسمي او روحي قواوو په کم وسي کولوکي اغيزه لري .

موږ به په دي ليکنه کي يوازي دښځي دمياشتنۍ بيماري هغه منفي اغيزي ووايوچي په ښځه يي لري .

دمياشتني بيماري په وخت کي، دښځي دزړه خوځښت کمزوري کيږي،په تنفس اوهضم کي يي توپيرليدل کيږي،ذهني تمرکز بايلي،په احساساتو اوخيالاتو کي يي فرق پيدا کيږي.په حقيقت کي ښځه په مياشتنۍ بيماري (ناروغي) کي دروغتيا اوناروغي ترمنځ حالاتوکي ژوند کوي .

داکتر اميل نوويک ليکي :په حايضه ښځه کي دسر درد، د اندامونو سستي،داعصابوکمزوري،دمثاني ناارامي،دهضم خرابي،زړه ايشيدل ،قي کول،په سينه کي درد،په اوازکي تغير او دتنفس خرابيدل ليدل کيږي.

داکتر ګپ هارد ليکي :دهمدي بيماري (ناروغي) په ورځوکي ښځه ستوماني محسوسوي،تر نامه لاندي يي درد وي،خوله يي وچه وچه کيږي .دعصبي کمزورتيا له کبله ژرپه غصه کيږي او ژړا ورځي.

متخصصين وائي :دهمدي بيماري  په وخت کي په ښځه دومره ذهني دباو(فشار) پروت وي چي که ټکټ خرڅوي غلطي به پکي کوي. که موټرچلوي وارخطايي به ورسره وي .په ليکنه کي به غلطي کوي .جملي به غلطي جوړوي .په هرکار کي به يا غلطي کوي اويا به پکي ډيره تلولۍ وي چي په حقيقت کي يي ډيرکارونه له ارادي وزي.ذهني کمزوري يي دومره زياتيږي چي کله ،کله ترځان وژني ورسيږي .جرمونه اوځان وژنه تر ٦٠% زيات په همدي ورځوکي تري پيښيږي .کله ،کله خو يوه شريفه ميرمن ديوي داسي ګناه مرتکبه شي چي وروسته ورباندي پيښمانه وي.

دحمل په ورځوکي هم دميرمنوپه جسمي او ذهني قواووکي کمزوري ښکاره وي، په ځانګړي ډول ،په وروستني مياشت کي خو يي ټولي قواوي بايللي وي.کومه غذاچي خوري له هغي څخه يوازي دژوندي پاته کيدلوپه کچ دښځي بدن ته رسيږي .نوره ټوله دشيدو له لاري دماشوم دبدن په وده کي مصرفيږي.

داولاد زيږولو په وخت اوبيا تر يوه کاله پوري خو دډيرونورو بيماريو احتمال هم زيات وي چي ښځه ورباندي اخته کيږي.

له دي سره ،سره ديوه ماشوم مورپه فطري ډول ،ټوله پاملرنه دماشوم لورته اړوي او نوروکارونو ته يي توجه کمه وي، ځکه په فطري توګه دنسل دبقا دمصلحت له پاره ښځه همداسي جوړه شوي ده ،څو ماشومان وروزي اوتر هرکار همدي کارته زيات ارزښت ورکوي.