حکیم الله مسود د بیت الله مسود ځای ونیوه
د پاکستاني طالبانو یو لوړ رتبه مقام وایي، دې ډلې د بیت الله مسود ځای ناستی ټاکلی دی.
ویل کېږي چې بیت الله مسود د اګسټ په پنځمه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې وژل شوی دی.
مولوي فقیر محمد اسوشیتد پرس آژانس ته ویلي: مسود ژوندی دی خو ډېر سخت ټپي دی او له دې امله د پاکستان د تحریک طالبان د ډلې شورا د نوموړي ځای ناستی وټاکه.
نوی ځای ناستی د بیت الله مسود نژدې یاور حکیم الله مسود دی چې یو غښتلی قومندان دی، او د اورکزیو له قبایلي سیمې څخه عملیات کوي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې مقامات وایي، د پاکستان د تحریک طالبان ویاند مولوي عمر چې روانه میاشت نیول شوی دی، تایید کړې ده چې مسود د آګسټ په پنځمه د خپل خسر په کور کې د متحد ایالاتو د استخباراتي الوتکو په حمله کې وژل شوی دی.