طبي څيړني ښیې، هغه ځواني ښځي چې په خپل فزیکي جوړښت کې د پستانونو (تیو)د سرطان زیږونکي جینونه لري کولای شي د خپل بدن  د وزن  په  کمولو سره په ځان کې  د دغې ناروغۍ خطر تر زیاته حده را ټیټ کړي.
نړیوالو   طبي څیړونکو له  متواترو پلټنو وروسته دا وموندله چې  که چیرته د یوه  مناسب وزن درلودونکي ښځه چې عمر یې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ وي، خپل نورمال وزن لږ تر لږه پینځه کیلوګرامه له  مناسب حد څخه کم کړي نو په خپل دې  کار سره به یې د تیو په سرطان د اخته کیدو فیصدي هم ۶۵ سلنه تيټه کړي وي
دغه ناروغي تر ۴۰ کلونو پوري ښځي  تهدیدولای شي.

دا په خپل ډول  کې  لومړۍ څیړنه ده چې د بدن  د وزن  او سرطان ناروغۍ اړیکې په ګوتو کوي.
نړیوالو څيړونکو ویلي چې تر  اوسه پوري داسي  کوم تحقیق نه وو تر سره شوی چې وښیې آیا د بدن وزن د سرطان د ناروغۍ لامل ګرځي که څنګه.
څیړونکي وایې چې په ځوانۍ کې د ډنګر بدن درلودل کولای شي چې د ښځو په  مینځ کې د سینو د سرطان ناروغي را ټیټه کړي.

نړیوال طبي محقیقین  توسعه  کوي چې په ټوله کې باید هر  انسان په ځوانۍ کې  کوښښ وکړي چې د خپل بدن  وزن په انډول کې وساتي او که نه نو د عمر په زیاتیدو سره به له  بیلا بیلو ناروغیو سره مخ شي.