ټول افغان په پاڼه كښې مې د محترم حفيظ الله منصور له خوا استاد يون ته د مرګ د ګواښ په اړه يو مطلب ولوست . زه په دې خبره ډير خپه شوم چې د منصور صاحب په شان يو تعليميافته او دانشمند شخصيت بل تعليم يافته فرهنګي شخصيت ته د مرګ ګواښ كوي ، كنځاوې كوي او فزيكي بريد پرې كوي.

د تلفزيون په بحثونو كښې هر څوك حق لري چې خپل نظر څرګند كړي او ليدونكو ته حقايق بيان كړي . هر څوك حق لري چې د خپلو نظرياتو څخه دفاع وكړي. دا بحثونه د همدې دپاره دي چې حق او باطل معلوم شي .

ټولو ته معلومه ده او دا يو څرګند حقيقت دى چې د كرزي صاحب په دولت كښې د شمال ټلواله لويه برخه او قدرت لري . كله چې په بن كښې د افغانستان د پاره حكومت جوړ شو نو د دفاع ، خارجه او داخله كليدي وزارتونه شمال ټلوالې ته وركړل شول . له دې حقيت څخه څوك منكريداى نه شي .

همدا اوس د باندنيو چارو او نورو وزارتونو كښې مهم پستونه د شمال د ټلوالى سره دي . همدا اوس په نورو هيوادو كښې د افغانستان په سياسي نمايندګيو كښې زياتره سفيران او دبلوماتان د شمال په ټلوالى پورې اړه لري . نهه كاله د افغانستان ملي امنيت رياست د شمال د ټلوالى په لاس كښې ؤ . همداسې نور ډير مثالونه شته چې يادونه يې ضرور نه ګڼم.

د شمال په ټلواله كښې ډير ښه خلك شته چې د ملي مفكورې خاوندان دي خو په دوي كښې داسې تنګ نظره خلك هم وجود لري چې له ملي مفكورې سره علاقه نه لري ، دوي ته نور قومونه او په خاص ډول پښتانه د ستر ګو خار ګڼل كيږي ، دوي پښتنو ته ښه نظر نه لري . دا هغه څه دي چې تجربه يې شوې ده او ډير با احساسه پښتانه ورباندې پوهيږي . د همدې تنګ نظرو له لاسه فغانستان د بې امنئ او عدم استقرار په اور كښې سوزي .

د طالبانو د شكست نه پس کله چې په بن كښې حكومت جوړشو له هغې ورځې راپه دې خوا په پښتنو باندې قيامت را كوز شوى دى . پښتانه د طالب په نوم ټكول كيږي او ووژل كيږي .

نن چې د افغانستان جمهور رئيس محترم حامد كرزى طالبانو ته خواست كوي چې له جنګ څخه لاس واخلي او له دولت سره د سولې په لار روان شي ، دا كار د مجبوريت له مخې كوي ، كرزى صاحب په دې پوهيږي چې څوك اوبه خړوي او ماهيان نيسي ، كرزى صاحب پوهيږي چې دده په دولت كښې كوم خلك په اداري فساد كښې لاس لري ، كرزى صاحب پوهيږي چې دچا لاسونه د مخدره موادوپه قاچاق او تجارت كښې لړلي دي ، كرزى صاحب په دې پوهيږي چې څوك دده د حكومت ملا ماتوي او نه يې پريږدي چې په خپلو پښو ودريږي ، كرزى صاحب پوهيږي چې كومو خلكو د دولت املاك غصب كړي او بلند منزلونه يې جوړ كړي دي .

خو څه وكړو چې د دغو خلكو نومونه نه افشا كيږي او نه هم د محاكمې ميدان ته را كاږل كيږي.

د افغانستان جمهور رئيس چې له كومو ډلو ټپلو سره د قدرت په ويش معاملې كړي دي په دوي كښې زياتره كرزي صاحب ته مخلص او وفادار نه دي ، دوي د خپلو تنظيمي ، قومي ، ژبني او مذهبي ګټو د پاره د كرزي صاحب شا او خوا را ټول شوي دي كه دوي خپلې ګټې تر لاسه نه كړي نو د كرزي صاحب په مقابل كښې ودريږي او بد رد ورته و ايي .

مونږ وليدل چې د ولسي جرګې لخوا دوو هزاره وزيرانو د اعتماد رايې تر لاسه نه كړې نو استاد محقق خپل خلك وهڅول چې په مظاهرو لاس پورې كړي . استاد محقق خپلو خلكو ته خبرې وكړې او د خپلو خبرو په ترڅ كښې يې كرزى صاحب په قوم پرستئ تورن كړ او نورې ډيرې ناسمې خبرې يې وكړې . د ولسي جرګې له خوا ددو و هزاره وزيرانو په نه تأئيد كيدو كښې كرزي صاحب څه كولاى شول ؟

له دې نه معلوميږي چې استاد محقق د خپلو قومي ګټو په خاطر كرزي صاحب ته د همكارئ لاس وركړى دى ، نه د ملي ګټو په خاطر . مونږ بايد ملي ګټې په نظر كښې ونيسو او د هيواد او هيوادوالو دپاره په ملي روحيه خدمت وكړو.

جنرال دوستم هم د خپلو قومي او تنظيمي ګټو د پاره فكر كوي ، كه وزراتونه ورته ونه رسي نو بيا خفه وي او كله چې ورته وزراتونه ورسي نو بيا غلى وي .

همداشان نورې ډيرې ډلې ټپلې دي چې د خپلو خپلو منافعو د پاره فكر كوي او د ملي منافعو په فكر كښې نه دي. په دې شان دولت داري كيداى نه شي .

دولت داري په هغه شان كيداى شي چې د قوم بازئ مفكوره له مغزو څخه بهر شي او ملي مفكورې ته پكښې ځاى وركړ شي.
كه يو پښتون وزير په خپل وزارت كښې كوم د لياقت او اهليت وړپښتون مقروروي نو هغه په قوم پرستئ متهم كيږي ، اما كه په هيواد كښې ميشت د بل قوم وزيران په خپلو وزارتونو كښې د خپل خپل قوم مربوط په لس هاو كسان مقر ركړي نو هغوي ته څوك قوم پرست نه وايي .

په تيرو نهو كالونو كښې چې د كرزي حكومت ته څوك نظر واچوي نو دده په حكومت كښې پښتنو ته ډيره لږه ونډه وركول شوې ده ، پښتانه په عام ډول له كرزي صاحب څخه خپه او ناراضه دي . د كرزي صاحب په كابينه كښې د لويې پكتيا څخه څوك وزير نشته ، څو ورځې د مخه دا خبره د پكتياد خلكو په يوه غونډه كښې ياده شوه او په تلفزيونونو كښې نشر شوه .
دا كوم انصاف دى ، دا كوم عدالت دى چې لويه پكتيا په كابينه كښې وزير ونه لري. همدا د لويې پكتيا خلك وو چې د ولسمشرئ په ټاكنو كښې يې كرزي صاحب ته رائې وركړې او هغه يې قدرت ته ورسولو.

د افغانستان په اساسي قانون كښې پښتو او دري دواړه رسمي ژبې ګڼل شوي دي . خو له بده مرغه په دولتي ادارو كښې پنځه فيصده پښتو نشته .

آيا منصور صاحب د يو مسلمان مجاهد په حيث دا بې انصافي نه ګڼي چې په دولتي ادارو كښې پښتو نشته ؟ پښتانه د هيواد د نفوس 60% برخه تشكيلوي . كومه ده ددغو پښتنو برخه ؟ په ښونځيو كښې دري ده ، په دفترونو كښې دري ده ، نو دا پښتو څه شوه ؟

يوه ورځ كله چې زه په كويت كښې د افغانستان په سفارت كښې لومړي سكرتر وم نو د باندنيو چار پخواني وزير داكټر سپنتا كويټ ته په يو رسمي سفر راغى نو مونږ دواړو په همدې موضوع خبرې وكړې . ما ډاكټر سپنتا ته وويل چې : " پښتو او دري دواړه ژبې د هيواد رسمي ژبه دي خو متأسفانه چې د وزارت ټول مكتوبونه په دري ژبه ليكل كيږي او پښتو نشته . " هغه وويل چې " ما هدايت وركړې چې مكتوبونه په پښتو هم وليكل شي خو له بده مرغه په وزارت كښې څوك په پښتو څه ليكلى نه شي . " ما ورته وويل چې " دا مشكل ځانته حل لري ." هغه وويل چې " څنګه ؟" ما ورته وويل چې " يو درې څلور تنه پښتانه ليكوالان په كار وكومارئ چې دري مكتوبونه په پښتو وليكي ، له دې سره به د وخت په تيريدو د يو كال په موده كښې د وزارت مامورين د پښتو د مكتوبونو په لوستلو او ليكلو بلد شي ، دا خو څه سخت كار نه دى ." وزير وويل چې " دا كار مې كړی ، ما دوه درې تنه پښتانه راوستل خو هغوي هم نه پوهيدل ." ما ورته وويل " تاسې به سم كسان نه وي راوستي . " بيا يې راته وويل چې " له تا غواړم چې خپل مكتوبونه چې مركز ته يې راليږې هغه په پښتو وليكې ." ما ورته وويل چې " وزير صاحب زه له اول څخه همدا كار كوم ."

دا چې يون صاحب دې خبرې ته اشاره كړې چې " په دولت كښې داسې خلك شته چې هم په دولت كښې دي او هم د دولت مخالفت كوي ." دا خبره خو غلطه نه ده . باور وكړئ چې په دولت كښې يو شمير چارواكي په كرزي صاحب نيوكې كوي او وايي چې په دولت كښې اداري فساد دى ، دولت ضعيف دى ، كرزى ضعيف دى ، كرزي قوم پرست دى ، كرزى صاحب د مخدره موادو په قاچاق او تجارت كښې لاس لري او داسې نورې ډيرې نيوكې.

د كرزي صاحب حكومت ، په حقيقت كښې خپله په حكومت كښې د يو شمير چارواكو له لاسه كمزورى شوى دى ، دا ځكه چې دا چارواكي له كرزي صاحب سره په صادقانه ډول همكاري نه كوي .

د بلخ والي استاد عطا د نظام يو غړی دى خو په همدغه نظام او د دولت په مشر يې څو څو ځلې نيوكې كړي دي . همداشان نور ډير كسان شته چې په پټ او څرګند ډول د دولت ضد فعاليتونه كوي.

مونږ افغانان بايد له پخوانيو ترخو تجربو څخه عبرت واخلو ، په اويايمه لسيزه كښې چې په كابل كښې څه ناوړه پيښې وشوې ، هغو پښو ته بايد بيا لار هواره نه كړو. په زركونو بيګناه خلك په بې رحمانه ډول ووژل شول ، كابل په ويرانه بدل شو او نورې ډيرې تباهئ منځ ته راغلې. د تعصباتو او توكميزو لانجو ته لمن وركول د هيچا په ګټه نه تماميږي . پښتون ، تاجك ، هزاره ، ازبك ددې وطن وكړي دي ، هيڅ قوم بل قوم له منځه وړلى نه شي ، پښتون تاجك محو كولاى نه شي او نه تاجك پښتون له منځه وړلاى شي ، هزاره هم څوك محو كولاى نه شي او نه هم څوك ازبك له دې وطن څخه ايستلاى شي. خداى پاك دا ټول قومونه په يو افغانستان كښې ميشت كړي دي . د خداى په كار كښې لاس وهنه د نادانانو كار دى ، د خداى په كار كښې هغه څوك لاس وهنه كوي چې ايمان يې كمزورى وي . د افغانستان ټول قومونه مسلمانان دي او د لا الله الا الله كلمه وايي . ( إنما المومنون اخوه ) ټول مسلمانان سره وروڼه دي.

د افغانانو په منځ كښې د تعصب او تربكنئ اور شيطانانو بل كړى دى . شيطان د انسان اصلي دښمن دى . دا شيطان له انسان سره د آدم عيله سلام له وخت څخه ملګرى دى . انسان هيڅكله د بل انسان دښمن كيداى نه شي .

راځئ چې مونږ ټول افغانان د خپلو زړونو ښيښې د مينې ، الفت ، صداقت او ايماندارئ په اوبو ومنځو او د تعصب ، تربكنئ ، تبعيض او زړه بدئ خيري ترينه لر كړو او يو بل ته پكښې په مينه وكورو پرته له دې بل څه ګټه نه لري . كه دا كار ونه كړو نو هسې به خپل قيمتي وخت بيهوده ضايع كړوو ، ځانونه به ستړي كوو ، ماغزه به ويلې كوو خو څه به لاس ته رانه شي .

وما علينا الا البلاغ