له بهرنيو پوځونو وروسته افغانستان
د امريكا ځينې پوځي چارواكو او د سنا غړيو له اوباما غوښتي، چې په دې اړه له سره كتنه وكړي او ځينې نور بيا دغه نېټه سمه ګڼي او وايي، چې د افغان امنيتي ځواكونو روزنه دې چټكه شي او د افغانستان امنيتي چارې دې ورته وسپارل شي.
د اوباما په نوې ستراتيژۍ كې، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل، لكه نورې تنظيمي ډلې په واك كې د طالبانو شريكول، د افغان امنيتي ځواكونو پياوړي كول او د هېواد امنيتي چارې ورته سپارل، خو دا ټول كارونه د افغانستان د جګړې د يوې خوا پلان دى او په هغه صورت كې د دوى له خوښې سره سم پر مخ تلاى شي، چې د جګړې ابتكار د نوموړې غاړې په لاس كې وي.
افغان ولس، دولتي چارواكي او ان د دولت مخالف ګوند حزب اسلامي هم د ځواكونو له يو ځايي وتو څخه وېره لري او وايي، چې دا به په هېواد كې د كورنيو جګړو او د ګاونډيانو د لاسوهنې د زياتېدو سبب شي.
حزب اسلامي، خو په دې اړه يوه طرح هم لري، چې په كې د بهرنيو ځواكونو د وتو لپاره دوه كاله موده ټاكل شوې او په دې موده كې د يوې منځ مهالې ادارې او ورپسې د انتخاباتي دولت جوړېدل هم په پام كې نيول شوي، خو دغه پلان بيا هم په هېواد كې د سولې او امنيت لپاره تضمين نه شي بلل كېداى، ځكه دغه پلان نه دا په ډاګه كړې، چې كه بيا هم جنګ ادامه پيدا كوي، نو څه به ورسره كيږي، په داسې حال كې، چې د طالبانو پر وړاندې ټول امنيتي ځواكونه او ډلې كمزورې بريښي. په دې صورت كې به بيا هم له بهرنيانو څخه مرسته غوښتل كيږي، لومړى خو به هيڅ هېواد سملاسي د پوځوونو لېږلو ته زړه ښه نه كړي او كه بيا هم څوك زړه ښه كوي او افغانستان ته پوځونه استوي، نو پرته له دې، چې يو عمل تكرار شوى وي، بله معنى به ونه لري.
له بل پلوه دا هم څرګنده نه ده، چې د حزب اسلامي طرح به طالبان ومني كه نه؟ طالبانو تراوسه پورې د سولې په اړه هېڅ ډول طرح او ټولنيز مسووليتونه، نه دي په ډاګه كړي او يوازې له هېواد څخه د بهرنيو ځواكونو په وتلو ټينګار كوي او د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته هم د افغانستان لپاره كومه طرح نه لري. دا دوه اړخه درلوداى شي، يو دا، چې د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته طالبان وسلې پر ځمكه ږدي، له حكومت سره كار نه لري او خپلو كورونو ته ستنيږي او بل دا، چې طالبان د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته د ځان پر وړاندې د ټينګې څوك نه ويني او په يو اړخيز ډول پر واك خېټه اچوي. د طالبانو د تېر ځل واكمنۍ ته كه وكتل شي، نو ليدل كيږي، چې دويم اټكل يقيني ښكاري، ځكه دوى د خپلې لومړۍ واكمنۍ پر مهال ژمنه كړې وه، چې د طالبانو هدفت له هېواد څخه د نا امنيو او پاټكونو وركول دي.
د واك او قدرت لېوالتيا نه لري، خو د كابل تر نيولو وروسته يې بيا خپلې ژمنې ته شا كړه او له يوه سره يې د دولت پر څوكيو خېټې واچولې او هر ډول سياسي مسووليتونو ته يې شا كړه.
دوى څه ناڅه لوستي خپل ټول ياران په څو كېو وګومارل. ډاكټرانو، انجينرانو، پروفيسرانو، پوهانو او نورون ټولو د دوى تر لاس لاندې كار كاوه، سره له دې، چې وضعيت په طبع برابر نه و او تحقيرونكى ورته برېښيده، خو چاره به يې نه وه. د ولس پر وړاندې كه په لنډه توګه وويل شي د طالبانو واكمني په ټوله معنى يوه بې مسووليته واكمني وه، چې دويم ځل ازمايښت ته به يې هيڅ سياستوال او د سليم عقل خاوند زړه ښه نه كړي. په دې خبره دوى ښه پوهيږي، چې په سياست او ټولنه كې له يوه غير بالقوه ځواك څخه پورته هېڅوك د دوى منلو ته حاضر نه دي، نو له همدې امله له انتخاباتي نظام سره جوړ نه دي او د زور له لارې د واك په تر لاسه كولو او د نظام پر تپلو ټنيګار لري.
تېرو تجربو ثابته كړې، چې دا راز كړنې لنډ مهالې دې او نتيجه نه وركوي، د زور له لارې د طالبانو واك ته رسېدلو پر وړاندې به ډير ژر د شمال پخوانۍ ټلواله غبرګون وښيي او يو ځل بيا به د تېر په څېر حالت رامنځته شي.
د جګړې د يوې غاړې ملا پاكستان او عربان تړي او د بلې غاړې ملا به ايران، ازبكستان، روسيه او نور تړي. دغه جګړې به مساوي مخته ځي او كېداى شي كلونه كلونه دوام وكړي او د هېواد د تجزيې باعث وګرځي ، ځكه د جګړې ملاتړ كوونكې غاړې يعنى پاكستان، ايران او روسيه هم د افغانستان پر تجزيه خوښ او هغه يې د ستراتيژيو مهمه برخه ده.
د امريكا او ناټو ځينې ستراتيژستان هم تر خپلې ماتې وروسته د افغانستان لپاره ځانګړې سراتيژي بيانوي. دوى په دې اند دي، چې افغانستان بايد د ماتې په صورت كې په داسې حالت كې پرېښودل شي، چې ګټونكى يې هم څوك نه وي. دوى باور لري، چې له افغانستان څخه د امريكا او ناټو ځواكونو له وتو وروسته طالبان صحنې ته داخليږي او جكړه لا ادامه پيدا كوي. په دغه جګړه كې به د دوى ځاى د دوى ستراتېژيك سيالان روسيه، پاكستان، ايران او چين ونيسي، دوى به هم د جګړې اورته تېل ورشيندي او له لرې به يې سيل كوي. دا پخپله دا ښيي، چې په دې صورت كې جګړه له كنټروله وځي او هيڅوك به د دې جوګه نه وي، چې د دغې جګړې مخه ونيسي.
د افغانساان په اړه راتلونكو نړيوالو سياستونو ته په كتو سره د افغانستان راتلونكې خورا تته او نه اټكلېدونكې ښكاري.
د هېواد پر جنوبي ولايتونو به د طالبانو واكمني وي او د تېر ځل په شان نادودې.
د هېواد پر شمالي ولايتونو به د جنګسالارانو حكومت او واكمني ټينګه وي او لكه د تېر ځل غوندې غلا، پاټكونه، نا امني او بې امنيتي به په كې واكمن وي.
د دغو دوو وروستيو حالتونو ترمنځ يو منځنى حالت هم شته، چې د افغانستان دولت او زياترو روڼاندو له ملاتړ څخه برخمن دى.
هغه د ځنيو اصلاحاتو په منلو سره د برحاله حكومت ادامه، د امنيتي ځواكونو پياوړتيا، د د ولت مخالفانو ته په واك كې برخه وركول، له هېواد څخه په تدريج سره د بهرنيو ځواكونو وتل او د اړتيا په وخت كې د دوى د سمبوليك شتون ادامه، چې په كورنيو عملياتو كې به برخه نه اخلي او د افغان امنيتي ځواكونو هوايي ملاتړ او نوره مرسته به كوي.
د دغه هدف تر لاسه كېدل د افغان دولت او افغان روشنفكرانو په هلو ځلو او د دولت د مخالفانو په كمزوري كولو پورې تړلې دي.
پيروزالدين پيروز