استخاره په عربي ژبه کې دخير ښيګڼې غوښتنې ته وايي په دې  معنا داچې له الله تعالى نه دداسې خيرغوښتنه کول چې هغه يې دبنده لپاره خوښ کړي . انسان خودخپل کارله پايلې ناخبره دى يواځې الله تعالى دده په خيراوشرښه پوهيږي ، نوله همدې امله له الله تعالى نه غوښتنه کوي چې دخپل کامل علم له لارې دبنده زړه دکارکولويانه کولولورته مات کړي اوشک يې لرې کړي .

داستخارې ګټې اوموخې :

۱ـــــ  : ديومسلمان نېکمرغي داده چې په خپلوکارونوکې  که غټ کار ياوړوکى وي، ديني وي اوکه دنياوي  بايدپه هر کار کې دخپل څښتن خواته متوجه وي اوتل هغه ته سرټيټى وي ، له همدې امله پيغمبرعليه السلام دانسان دهر طبعي ، شرعي ، اوفطري کارونودترسره کولوپروخت الله تعالى ته دتوجه کولولپاره ډول ډول دعاوې ښوولي، دبېلګې په ډول خوراک،څښاک،تشناب ته تلل،ياخوب کول اونور........ داټول دانسان په فطري اړتياووکې شمېرل کيږي ، پيغمبرعليه السلام ددې ټولودترسره کولوپروخت دعاوې ښوولي دي ، ترڅوپه هرکارکې دالله تعالى رحمت اومرسته له بنده سره مل وي اوهغه کارپه همدې ډول عبادت وګرځي ، ددې لپاره چې بنده تل دالله تعالى لوري ته متوجه وي پيغمبرعليه السلام دژوند دمهموکارونو دترسره کولوپروخت ورته داستخارې لارښوونه کړې اوله دې سره يې دمشورې کولوامرهم  کړى .

۲ــ  ارزښتناکه ګټه يې دنبي کريم صلى الله عليه وسلم له حديثوڅخه څرګنديږي هغه داچې له استخارې وروسته په هغه کارکې پښېمانتيانه وي  . نوهرمسلمان بايدپه خپلومهموکارونوکې استخاره وکړي ترڅويې کارونه په سمه توګه پرمخ ولاړشي ، له احاديثوڅخه داسې څرګنديږي چې داستخارې په نه کولوسره انسان له بدمرغۍ اوناهيلۍ سره مخ کيږي .

دريمه ګټه يې داده چې په استخارې سره انسان ته دزړه ډاډترلاسه کيږي ، شک يې له زړه وزي اوکاريې په برياليتوب سرته رسيږي .

مولانا اشرف علي تهانوي صاحب وايي :  داستخارې لويه ګټه داوي چې دانسان زړه ډاډه شي اوپه هرکارکي يې خيروي .

 داستخاې ارزښت :

داستخارې دارزښت په اړه ډېراحاديث راغلي غواړويوڅويې دلته راواخلو.

١-پيغمبرعليه السلام وايي : دانسان نېکمرغي داده چې په هرکارکې له الله تعالى سره استخاره وکړي اودخداى جل جلاله په پرېکړه خوښ شي ، اوبدمرغي يې داده چې استخاره ونکړي .

٢-حضرت جابربن عبدالله وايي چې پيغمبرعليه السلام به مونږته داستخارې ښوونه داسې کوله څنګه  به يې چې دقرآن کريم دسورتونوښوونه کوله .

 داستخارې طريقه :

حضرت جابربن عبدالله وايي چې پيغمبرعليه السلام به مونږته داستخارې زدکړه راکوله اوويل به يې چې تاسوته کله هم يومهم کارپېښ شي نواول دوه رکعته نفل وکړئ بيادغه دعاولولئ .

داستخارې دعا:

اللهم اني استخيرک بعلمک واستقدرک بقدرتک واسئلک من فضلک العظيم فانک تقدرو لااقدروتعلم ولااعلم وانت علام الغيوب ، اللهم ان کنت تعلم ان هذالامرخيرلي في ديني ومعاشي ومعادي وعاقبة امري وعاجله واجله فاقدره لي ويسره لي ثم بارک لي فيه ، اللهم وان کنت تعلم ان هذالامرشرلي في ديني ومعاشي ومعادي وعاقبة امري وعاجله واجله فاصرفه عني واقدرلي الخيرحيث کان ثم ارضني به .

ژباړه : اې خدايه ! زه له تانه مشوره اودخيرغوښتنه کوم ستاله کامل اوپوره علم اولوى قدرت څخه دپرېکړې غوښتنه کوم ، اوستادلوى فضل غواړم ، بې له شکه چې ته په هرڅه ځواكمن يې اوزماهيڅ په وس پوره نه دي ، ته په هرڅه ښه پوهيږې زه نه پوهېږم .

 خدايه ! که ستاپه علم کې وي چې داکارزمالپاره په دنيااواخرت کې ګټوردى نوراته يې غوره کړې ، اسانه او برکتي يې کړې ، اوکه ستاپه علم کې وي چې داکارزمالپاره په دنيااواخرت کې ګټورنه دي نوله مايې لرې کړې اوپه کوم کارکې چې زماله پاره خيروي هرچيرې که وي ماپرې ښاداوخوښ کړې .

 داستخارې مسائل :

 ١-هرمسلمان بايددادعاياده کړي اوپه خپلومهموکارونوکې استخاره خپل عادت وګرځوي ، که څوک يې په ياده نشي ويلاى نودکتاب له مخې يې هم لوستلاى شي .

٢-دکوم مقصدلپاره چې استخاره کوي ددعاپروخت به  هغه کارپه ذهن کې نيسي . الدرالمختار١-٧١٨

٣-داستخارې ددعاله ويلوڅخه وروسته به پرپاکه بستره څملي ، مخ به قبلې ته کړي اوويده به شي ، دويښېدوپروخت چې يې په زړه کې دکومې خبرې کلکه اراده وه هغه دې ترسره کړي .  الدرالمختار١-٧١٨

٤-که په اوله شپه يې دزړه شک لرې نشونوپه دوهمه شپه دې بياوکړي ، تراووشپودې داکا وكړي .

٥-په استخاره کې دشپې اوورځې ځانګړتيانشته ، هروخت يې کولاى شي ، شپه له دې امله ښه ده چې سړى هوساوي اوغږونه هم نه وي .

٦-کله ناکله له سړي سره دومره وخت نه وي چې استخاره وکړي غواړي کارزرترسره کړي نوبيادې دغه دعاولولي: (اللهم خرلي واخترلي )  ژباړه : خدايه داکارزمالپاره ګټورکړې اوماته يې غوره کړې .

٧-هغه کارونه چې الله تعالى فرض کړي دهغولپاره استخاره نه کيږي ، البته دوخت دټاکلولپاره يې استخاره سهي ده ، دبېلګې په ډول که حج په چافرض شي دکولويانه کولولپاره يې استخاره نه کيږي خودوخت دټاکلولپاره يې استخاره ښه کاردى . (بخاري شريف)

٨-ځينې خلک داستخارې په هکله له ځانه خبرې  كوي اووايي : داستخارې معنى داچې په خوب کې به ښکاره نښه ويني ، دکولواونه کولوبه ورته ويل کيږي ، شنه اوسره رڼابه ويني ، اويابه ښى اوچې خواته اشاره ويني ، له دې پرته استخاره نه ده شوې  داخبرې حقيقت نه لري .

داخبرې يوازې ممکني دي پرته له دې هم استخاره سهي ده ، داستخارې موخه داوي چې که په کارکې خيروي نويوازي زړه ورسره ډاډه شي  .

 داستخارې نورډولونه :

 ځينې علماوله پورتنۍ طريقې پرته نورې طريقې هم په ګوته کړي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي  

۱ـــ اول به اودس وکړي اوبيابه په ښي اړخ څملي اوسورة الشمس به اوه ځله ، سورة الليل اوه واره اوسورة اخلاص به  اوه ځله ووايي . له دې وروسته به په ډېرې عاجزۍ سره دعاوکړي اودکوم کارلپاره چې استخاره کوي  هغه دې په زړه کې ونيسي اوويده دي شي ، که په اوله شپه يې څه ونه ليدل داکار دې تراووشپوترسره کړي . [کمالات عزيزي شاه عبدالعزيزمحدث دهلوي  ]

۲ـــ دپنجشنبې ياجمعې په شپه دې ځان له دنيايي خبروڅخه خلاص کړي ٣٠٠ ځله دې بسم الله ووايي پرسينه دې چف کړي داستخارې دعاد دې ووايي اودعابه وکړي چې که په دې کارکې كه زما خير او اوياهم شروي يې راوښايې بيابه دادرودووايي :  اللهم صل على سيدنا محمدبعددکل معلوم لک .  [کمالات عزيزي شاه عبدالعزيزمحدث دهلوي .]

۳ــــ مولاناانورشاه کشميرصاحب په خپل کتاب (خاص عمليات ) کې ليکلي : دوه رکعته نفل داستخارې په نيت وکړئ دسلام اړولوڅخه وروسته ٣٢٣ځله بسم الله الرحمن الرحيم او٣٢٣ځله حسبي الله ونعم الوکيل ووايئ اوويده شئ الله تعالى به موله غيبه ډاډمن کړي

 داستخارې ځاى :

حکيم الامت مولانااشرف علي تهانوي صاحب وايي :

استخاره په هغه کارونوکې رواده چې دواړه خواوې يې په رواوالي يوډول وي  اوپه کوموکارونوکې چې دکارښه والى اوبدوالى دشريعت له لوري ښودل شوى وي په هغوکې استخاره نشته . (انفاس عيسى ١٣٤)

دبېلګې په ډول لمونځ کول ، عمرې ته تلل ، ياله بې وزله خلکوسره مرسته کول،ددې ښه والى شريعت ښوولى ،اوپه بې ځايه کارونوکې پيسې لګول ددې بدوالى شريعت  ښوولى ، پدې کارونوکې استخاره نشته .

 مشوره كول هم  سنت ده :

مسلمان بايدپه هرکارکې داستخارې ترڅنګ له خپلومشرانواوپوهانوسره مشوره هم وکړي ، داكار سنت  دى  په قرآن کريم  الله تعالى  پغمبر صى الله عليه وسلم ته داسې لارـښوونه كوي : (وشاورهم في الامر) [سورت شورى ] ژباړه : اوله دوى (صحابوو) سره مشوره کوه .

په احاديثوکې هم په مشوركولو  ډېرټينګارشوى ، علامه شبيراحمدعثماني صاحب ددې آيت په تشريح كې ليکلي دي  : په هر کاركې  مشوره کول كه  ديني  اويا دنياوي  وي ، دالله جل جلاله  ډېرخوښ وي،  پيغمبرعليه السلام بهم په ټولوکارونوکې دصحابه وو رضى الله عنهم سره مشوره کوله اوصحابووبه هم په خپلوکارونوکې  يوله بل سره مشوره کوله  ان تردې چې   راشده خلافت بنسټ پرشورا ولاړو.