په افغانستان کې دولسمشرۍ د ټاکنو له رارسېدلو سره هره ورځ وينو چې يو شمېر  کسان ځانونه نوموي او په دې تمه يې منډي ترړې  پيل کړې دي،چي په راتلونکي کې دهېواد ولسمسشر شي.
په زړه پورې خبره داده چې يو شمېر داسې کسان هم را دبره شوي دي چي نه وړتيا لري او نه سپېڅلتيا.
په ځانګړي ډول که دپخوانۍ شمالي ټلوالې کانديد ډاکټر عبدالله او يو شمېر نور کسان ووينو نو دا به جوته شي چې دلته اوس هم دديموکراسۍ پر ځاى زورواکي حاکمه ده ځکه نو دغه کسان له خپل  تور شاليد سره سره اوس هم دې ته زړه ښه کوي چي ځانونه ونوموي .
يو شمېر کسان نور بيا له لوېديځ ځخه هېواد ته راځي او غواړي چي له دېرش کاله يا څه کم او زياتې مسافري او له خپلوخلکو څخه له لريتوب وروسته ځانونه ونوموي .
جنګي جنايتکاران هم کم نه دي چې غواړي بيا دخلکو په اوږو ورسپاره شي .
هغه کسان هم شته چې دکرزي دواک پر مهال يې دوزارتونو ناکامې تجربې درلودې او اوس له شرمه پرته څانونه ولسمشرى ته رسوي .
دا هغه کسان چې دخپل  وزارت پر مهال يې هېواد ته هېڅ هم ونه کړل او بيا هم ترې هيله کول احمقانه برېښي .
دخليلزاد په څېر يو شمېر پردي پالي هم شته چې اوس يې ځانونه نومولي خو يو هم ددوى شاليد ته په کتلوسره ددې وړ نه دي چې دهېواد ولسمشران شي.
هېواد اوس يوه خواخوږي، سپېڅلي، هوښيار؛ وطن او ملت پال انسان ته اړتيا لري هغه که نر وي اوکه ښځه خو چې دچارو واګې په لاس کې واخلي او هېواد له دغه بحراني حالت څخه راوباسي.
په اوسنيو کانديدانو کې که موږ دافغانستان حالت ته وګورو نو يو هم ددې جوګه کېداى نه شي چې دهېواد همدغه ګډوډي له منځه يوسي او قانون حاکم کړي ځکه همدغه کسان دي چې دخپل واک پر مهال يې په وار وار قانون مات کړى او هېوادوال يې ځورولي دي .
که ولسمشر کرزى ته وګورو نو په تېرو اووه کالونو واکمني کې يې لکه چې ښايي هماغه ډول هېڅ هم ونه کړل .
ځينې کانديدان   بيا ثبات نه لري ذوالحاله دي  ماښام يوډول وي سهار بل ډول.  همدارنګه انوري، فهيم، ضيامسعود، عبدالله،  محقق، بشردوست، ياسيني او نور دافغانستان له حالت سره پرتله کړو نو يو هم ددې وړ نه دي  چې ولسمشران يا د ولسمشر مرستيالان  شي.
دهېواد وران ويجاړ حالت ته په کتلوسره موږ يانې ( دمېړنيوځوانانوټولنه)  دهېواد له وتلې او نامتو سندرغاړې مېرمن ښاپېرۍ نغمې څخه هيله کوو چې  ډېر ژر دسياست ډګر ته راودانګي او دهېواد په دې غم لړلي  حالت رحم وکړي او ځان ولسمشرۍ ته ونوموي.
ځکه :
١-په جګړو او وراني کې يې لاس نه دى لرلى .
٢-دملت په وينو يې لاسونه نه دي سره .
٣-دملت په وينو او حق يې ودانۍ او پيسې لاسته نه دي راوړې.
٤-له کوم سياسي بدنام ګوند او ډلې سره  اړيکې نه لري .
٥-دټاکنو لپاره دکاندېدو قانوني سن يې پوره کړي دى .
٦-زده کړې يې دقانون له مخې دکانديدو له شرايطو سره سمې دي .
٧-ټول افغانان يې په ښه نوم پېژني  او يوه نامتو څېره ده .
٨-نورتابعيتونه نه لري او اصيله افغانه ده .
٩-دهېواد او هېوادوالو په درد يې تل ځان خبر کړى دى او دجګړو پر مهال يې دکډوالو له چاپېرياله دخپلو هنري فعاليتونو په مټ ګټلې پيسې په هېواد کې دننه کونډو اويتيمانو ته رالېږلې دي .
١٠-دکوم بهرني هېواد له لوري نه تمولېږي او نه يې هم استازيتوب کوي .
١١-دچا لخوا په جوړ شوي تور او سپين لست کې نه ده راغلې .
١٢-چې وس يې رسېږي افغانانو ته خدمت کوي .
نو ددې ټکو په پام کې نيولوسره موږ له ټولو افغانانو څخه غواړو چې مېرمن ښاپېرۍ نغمې ته رايه ورکړي اودهېواد په بيا ودانولو کې خپله تاريخي ونډه هېره نه کړي .
او له مېرمن نغمې څخه هم هيله کوو چې ژر تر ژره ځان کانديد کړي او خپل کمپاين پيل کړي .
که چېرته ځان ونوموي نو له هېواد او هېواد والو سره دخپلې لېونۍ مينې زباد به وکړي .
ومن الله توفيق