X
تبلیغات
تـــــورغـــــــــــــر

په کونړ ولایت  کې  ځايي  چارواکي وايي، چې  نن  ددغه  ولایت  په  بیلابیلو  ولسوالیو  کې  د بهرنیو ځواکونو  په  اډو  د  توغندیو  حملې  شوي.

 د کنړ  د امنیې  قومندان  خلیل اله  ضیايي  وویل،  چې دا حملې  د  وټه  پوری،  ماڼوګۍ او اسمار  ولسوالیو  کې  شویدي  خو  هیڅ  یو توغندې پخپل  هدف  ندې  لږیدلې.

له  بل  لوري  زوبیر  صدیقي،  چې  ځان د حزب  اسلامي  ویاند بولي له  رسنیو  سره په  یو  ټلیفوني  تماس  کې  ادعا  کړې،  چې  پدې  راکټي حملو  کې،  چې  ددوی لخوا  شوي  بهرنیو  ځواکونو ته  درنه  مرګ  ژوبله اړولې ده.چارواکو  دا  ادعا  بې  بنسټه بللې.

 په خوست كى د امريكا په مشرى د ائتلافي ځواكونو چارواكي وايي د يعقوبيو د ولسوالۍ دوه تنه اوسيدونكى يي له وسلوالو طالبانو سره د تړاو په تور نيولي دي.

ددغو ځواكونو وياند جګړن سيبر نن وويل له دغو كسانو څخه يو هاون او څو ميله سپكه  وسله ترلاسه شوى ده.

خبرزياتوي چى په همدى ولسوالى كى تيره ورځ ائتلافي ځواكونو د سړك د غاړى درى ماينونه شنډ كړي دي.

خو د وسلوالو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ويلي دغه ماينونه دوى ځاى پرځاى كړى او چاولي دي او نړيوالو ځواكونو ته يي مرګ ژوبله اړولى ده .

خو دا ادعا ناسمه بلل شوى .

د يو بل خبر له مخى د خوست امنيتى مسولين وايي تيرشپه د خوست ښآر د يوى لوړپوړى ودانى لاندى د يوه ماين چاودنى دوه ملكيان ژوبل كړي دي.

د خوست يوه امنيتى چارواكي دنوم د نه اخستلو په شرط  ويلي چى پيښه تيرشپه ناوخته شوى ده:

ذبيح الله  مجاهد د پيښى مسوليت اخستى اويلي دا كار يي ځكه كړى چى ددى ودانى خاوند ددوى دوه طالب جنګيالي دولت ته سپارلي وو.

 په ميدان وردګ ولايت كى يو ملي سوداګر چى د كابل د زړو مكريانو څخه تښتول شوى وو تيرشپه د امنيتي ځواكونو لخوا د تښتونكو له منګولو خوشى شوى دى .

د ميدان وردګ د ولايت وياند شاهدالله شاهد نن وويل چى دا سوداګر حاجي بهاوالدين نوميده او د كندهار اوسيدونكى وو .

دى وايي تښتونكو دغه كس له كابل د غزني په لور روان كړى وو چى په لاره د امنيتى ځواكونو لخوا ازاد شو.

خبرزياتوي چى پردى سوداګر تښتونكو پنځه ميلونه امريكايي ډالر بيه ايښى وه.

دامهال په سيمه كى د تښتوكو د نيولو او موندلو په هدف پلټونكي عمليات روان دي.

د غزني امنيتى چارواكي وايي نن سهار وخته د دى ولايت  د قره باغ ولسوالۍ د نوروز خېلو پر امنيتي پوستى حمله شوې چې يو  حمله  کوونکي وژل شوى او دوه نور يې ټپيان دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال خيالباز شېرزى وويل چې پر امنيتي پوسته سهار پنځه بجى حمله شوى چى له حملى وروسته ددواړو لورو ترمنځ نښتى يوساعت دوام كړى .

دى وايي چې له بريد کوونکيو يو کرولا موټر او يو موټر سايکل هم پاتې شوي دي.

امنيه قوماندان په دې نښته کې د يوه پوليس د ټپي کېدو خبره خبر هم ورکړ .

د نوروز خيلو پر امنيتي پوسته د حملى مسووليت  وسلوالو طالبانو پر غاړه واخيست. طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي په حمله كى يي څلور پوليسان وژلي دي

هغه په دې جګړه کې د يوه طالب د وژل کيدو خبره هم منلى ده.


+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Sep 2009 او وخت 12:1 PM |

نیویارک ټایمز د امریکا د دفاع وزارت د چارواکواو په بګرام هوايي اډه کې د امریکا د بند د حقوقي وکیلانوپه وینالیکلي چې د دې محبس ټول شپږسوه بندیانو ته به امریکايي صاحب منصبان وګومارل شي چې د هربندي د شکایت په صورت کې د هغه لپاره اسناد اوشواهد ولټوي .

 حاضردمه ډېربندیان شکایت کوي بې له دې چې د قید علت یې ورته څرګند کړای شي ،په زندان کې پراته دي .

 تمه کېږي چې نوي مقررات به وروسته له دې چې کانګریس پرې غور وکړي ، روانه اوونۍ اعلان شي خو دا څرګنده نه ده چې کله به دا مقررات نافذ شي .

 د نیویارک ټایمزورځپاڼې د راپورله مخې د بندیانو پرشکایتونو به د پوځ له لوري یوګومارل شوی پلاوی غورکوي .

 د بګرام په محبس کې ځینې کسان له تېرو پنځوکلونو راهیسي د بند شپې ورځې تېروي .هغوی پرځان د لګېدلوتورونو د دفاع لپاره دمدافع وکیل امکان نه لري اونه دا حق لري چې پوښتنه وکړي چې په څه جرم نیول شوي دي .

 د بشري حقونوټولنوپه امریکايي بندیخانو په تېره بیا بګرام کې د  بندیانو وضعیت ناوړه بللی او ویلي یې دي چې دا بندیان په غیرقانوني ډول په غیرانساني شرایطو کې ساتل کېږي .

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 13 Sep 2009 او وخت 1:50 PM |
د شنبی په ورځ مازدیګر مهال د ټاکنو د خپلواک کمیسون لخوا د ټاکنو لومړنی پایلی د یوی خبری ناستی به ترڅ کی اعلان شوی.

ویل کیږی چه دغه رایی د ۹۱٪ اعلان شوو رایو وروسته اعلانیږی چه لمړنی ۹۵٪ رایو نتایج په ډاګه کوی پدغه ټولو اعلان شویو رایو کی محترم حامد کرزی تر ټولو زیاتی رایوپه ترلاسه  کولو سره لمړی مقام حاصل کړی دی .

چه محترم عبدالله عبدالله او رمضان بشردوست په ترتیب سره دوهم او دریم مقامونه ترلاسه کړی دی

 

د وروستیو پایلو نتایج په لاندی جدول کی ذکر شویدی.

 

تر لاسه کړی رایی

دکاندید نوم

شمیره

۳۹۰۵۵۵۹

حامد کرزی

۱

۱۵۵۸۵۹۱

ډاکټرعبدالله عبدالله

۲

۵۱۱۴۴۱

رمضان بشردوست

۳

۱۴۹۷۲۰

اشرف غنی احمدزی

۴

۴۸۴۰۸

میرویس یاسینی

۵

 

د ټاکنو دخپلواک کمیسون د ویاندانو په وینا د (۶۰۰) ټاکنیزو مرکزونو رایی کرانتین شوی چه تر پریکړی وروسته  به وروستنی نتیجی اعلان کړای شی.

باید وویل شی چه ۹۱٪ رایی تردی مخکی اعلان شوی چه ددی پایلو په اعلان سره د لومړنیو پایلو نتایج ۹۵٪ ته ورسیدل او وروستی  نتایج به وروسته اعلان شی.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 13 Sep 2009 او وخت 8:12 AM |
 

که د ګران او ويا ړلي افغا نستان د تېر و خت د تاريخ پا ڼې راواړوو نو جو ته به شي چې دايران دولت د ټولو واکمنا نو په دورو کې که هغه صفو يان وو ، که قا جاريان، که پهلو يان وو او که او سني متعصب شيعه اخو ندان د افغا نستان سره د ښمني کوي او ددوی دغه د ښمنۍ په لا ند نيو څو کټګو ريو ويشلای شو :
١-زموږ د خاورې سره دښمني :
اېران ,ګران افغا نستان د فارس د امپر اتورۍ يوه بر خه بولي او دخراسان بزرګ په قلمرو کې يې شا ملوي٠ دوی نه يوازې بلخ،فارياب، با دغيس ، هرات اونيمروز د خپل هېواد جز بولي، بلکې هيلمند، کند هار ،زابل او غز ني هم د ځا ن بولي٠ که تا سو ددوی ځينو جغر ا فيا يي نقشې و ګو رئ نو د غه ټول ځا يو نه چې ما يې نو مو نه وا خيستل په خپل قلمرو کې شا مل ځا يو نه بولي٠
همدا اير انيان ول چې دشاه اسما عيل صفوي په وخت کې چې هغه شيعه مذهب په اېران کې رسمي کړ او دسني مسلما نا نو په وينو يې ژرندې وګر ځولي پر افغا نستان باندې تيری وکړ٠ ددغه جنا يت کوونکي او متعصب واکمن په وخت کې په ١٥١٠ عيسوي کال پر هرات ير غل وشو٠ صفوي تيري کوونکو کله چې دهرات ښار ونيوه نو دهرات په جا مع جو مات کې يې د صفوي واکمن د سو بې فر مان ولو ستل شو٠ په دغه وخت کې دهرات د جا مع جو مات خطيب حا فظ زين الد ين هر اتي و او هغه له دې کبله د صفوي ير غلګرو له خوا شهيد شو چې د جمعې د لما نځه په خطبه کې يې د حضرت علي کرم الله وجهه د نا مه تر څنګ يې د حضرت ابو بکر،عمر اوعثمان نو مو نه د جمعې د لما نځه په خطبه کې اخيستي وو٠دهغه تر شها دت وروسته صفوي ير غلګرو امر وکړ چې يوازې به د اثنا عشره اما ما نو نو مو نه د جمعې دلما نځه په خطبه کې اخيستل کيږي او نور څوک حق نلري چې د ابو بکر ، عمر او عثمان نو مو نه د جمعې دلما نځه په خطبو کې ووايي٠ همد اراز صفوي ير غلګرو په هرات کې داسې ظلمو نه او ناتار پيل کړ چې دسپين ږيرو نه نيولې تر سپين سرو ښځو او ان د زانګو ما شو مان يې د سني مذ هب په جرم له تېغه تېر کړل٠ زړورو هر اتي مبا رزينو لکه ابو القا سم بخشي، خو اجه شهاب الد ين غوري، قا سم کر خي، امير نظا م الدين، عبد القا در او نورو د صفوي تا راکګرو پر خلاف پا څون وکړ، خو له بده مر غه ددوی پا څون و ټکول شو او دا ټول يې له تېغه تېر کړل٠ همداراز صفوي وحشي تيري کوونکو د افغا نستان په شما لي بر خوبد خشان، تخار ،کندز ، بغلان، بلخ او خلم او اند خوی کې هم ډېر و حشيا نه کا رونه وکړل او ګڼ شميرښځې ،نا رينه او ما شو مان يې د مذ هبي تعصب له مخې ووژل او دوی دا عقيده در لوده چې په دې وحشت او بر بر يت سره ګو اکې دوی د اثنا عشره اما ما نو ار وا ګا ني خو شا له کوي٠ په دغو پوځي عمليا تو کې د صفوي لښکرو مشران ديو سلطان او امير سلطان ول٠ که څه هم په اند خوی کې د صفو يا نو پر خلاف ملي مبارز قرا بقال ښه و جنګيده، خو تر يوې او نۍ ورو سته صفوي تير ي کوونکو دی له ما تې سره مخا مخ کړ او صفوي لښکرو داند خوی ټول واړه او زاړه له تېغه تېرکړل ٠ همدارز صفوي ير غلګرو د متعصب شا ه اسما عيل صفوي په وخت کې پر کند هار هم بر ېدونه وکړل ،خو له نېکه مر غه د کند هار هيواد پا لو ميړ نيو دوی ته غاښ ما توونکي ګو زارونه ور کړل٠
همدارز د شاه عباس صفوي او هم ددويم شاه عباس په وخت کې پر هرات او کند هار دصفوي ير غلګرو له خوا بر ېدونه شوي دي چې هر ځل دملي مبا رز ينو له خوا په پوره مېړ انې ځواب ور کړل شوی دی٠
د شاه حسين صفوي په وخت کې هم چې په ١٦٩٤ ميلادي کال کې پا چا شواير انيا نو په افغا نستان کې د لاسو هنو لړۍ روانه وه٠ صفوي شاه حسين د ٢٠ زرو اير اني سر تيرو سره ګر ګين کند هار ته واستاوه٠ ګر ګين چې يو عياش او ظالم سړی وپر خلکو يې ډېر ظلمونه کول چې په پای کې د هو تکي دولت د بنسټ ايښودونکي تر مد بر انه قيادت او مشرۍ لا ندې ګور ګين او ګو رګيا نو ته ما تې ورکړل شوه او هغه يې له مينځه يوړ٠
په ١٧١٧ ميلادي کال کې چې په هرات کې د ابدالي حکو مت بنسټ کيښودل شو او عبد الله خان ابدالي د ابداليانو د ټولو مشرانو او دهرات دخلکو په خو ښه په هرات کې د چارو واګې په خپل لاس کې ونيولې، په دغه وخت کې عبد الله خان د غوريانو، کهسان، مر غاب،با دغيس او او بې سيمې دصفوي تيري کوونکو د منګو لو نه ازادې کړې٠ په ١٧١٩ ميلادي کال کې ايران خپل يو لوی لښکر چې ٣٠ زره سر تيري يې درلودل د صفي قلي خان په مشرۍ فراه ته وليږلي چې د عبد الله خان دزوی اسد الله خان د ميړانې له کبله اير اني پو ځو نه له ما تي سره مخا مخ شول٠
همدارا د نادرشاه افشار او قا جار يانو په وخت کې هم پر افغا نستان په تېره بيا دهرات پر ښار با ندې پو ځي ګواښونه او برېدونه شوي دي٠
٢- فر هنګي ير غل :
اېران تل کو ښښ کوي چې په افغا نستان کې خپله ژبه او کلتور زموږ پر خلکو وتپي٠ ددې مقصد د عملي کولو له پاره دوی د ډول ډول وسا ئلو او ذر ايعو نه کار اخلي د بيلګې په تو ګه : زموږ هېواد ته د ډول ډول کتا بونو ،فلمونو، سيډي ګانوراليږل،د پښتوژبې په مقا بل کې کر که را پا رول،په ښوونځيو،لوړو تعليمي مؤ سسو،دليکوا لو او ژور نا ليستا نوپه ټو لنو،اخبا رونو،مجلو ،راډيو ګا نو او تلو يز يوني شبکو کې دخپلو جا سو سا نو روزل٠ دافغا نستان په ګډون دوی په خپلو ټو لو ګا ونډيو هيوادونو لکه پا کستان، هندوستان، بنګله ديش،تا جکستان،تر کيې ، سو ريې، عراق او ډېرو نورو هيو ادونو کې د خانه علم و فر هنګ ايران په نا مه مؤ سسې لري چې ددې لارې خپله ژبه پيا وړي کوي او په دې لاره کې ډېرې پيسي لګوي٠ دوی همدارز زده کونکو ته د خپل فر هنګ او ژبې له پاره د لنډې او اوږدې مو دې سکالر شيپونه او بو رسو نه ورکوي او په دې ډول ددوی ما غزه دتعصب په زهرو لړي٠ د افغا نستان هغه ليکوال چې داېران دولت سره په فر هنګي بر خه کې ډېره همکاري کوي او په دې لاره کې ددوی فر هنګ ته خو شخد متي کوي ه دغو ليکوالو کې د اعظم رهنورد زرياب،سيد مخدوم رهين چې اوس په هند کې دافغا نستان لوی سفېر دی، د رضا ما ئل هروي زوی نجيب ما ئل هروي ا و دطلوع تلو يز يون خا وندان دي چې د پښتو ضدهغه پروژې عملي کوي چې داير انيانوله خوا دوی ته ور کولې کيږي٠

٣-مذ هبي تعصب:
مذ هبي تعصب د اير انيا نو په خټه کې اخښل شوی دی٠ دوی په دې بر خه کې دومره فعال دي چې ان تصور يې هم نه شي کيدای٠ دوی په دې لاره کې مليا ردونه ډالر ونه خر څوي٠ دوی کو ښښ کوي چې په هغو هېوادونو کې چې سني مذ هبه دي خپل شيعه ای افکار خپاره کړي٠ په افغا نستان کې چې شيعه وګړي د دې هېواد لس په سلو کې هم نه جوړوي داير اني اخو ندانو دبشپړې حما يې لاندې دي٠ ايراني متعصب اخوندان دشيعه وو زده کوونکي دايران په قم او نورو علميه حوزو کې روزي٠ ددوی ما غزه د شيعه مذهب دتعصب په زهرو لړي او داسې ور ته ويل کيږي چې دسني مرګ روا دی٠ دوی خلفای را شدين او له هغې جملې نه شيخونو حضرت ابو بکر صديق او حضرت عمر رض او عثمان ته په سپکه ستر ګه ګوري او په خپلو کتابو نو کې دوی ته ښکنځلې ليکي٠ په افغا نستان کې چې دشيعه ووهر څو مره جو ما تو نه او مدرسې جو ړيږي پيسې يې داېران دولت له بود جې نه ور کولې کيږي٠ په داسې حال کې چې سنيان د ايران د زاهدانه پر ته په بل هيڅ ښار کې هم جو مات نلري او نه هم سنيا نو ته دې اجازه شته چې خپل جو ما تو نه جوړ کړي٠ دوی افغا نستان ته داسي مذ هبي کتا بو نه را ليږي چې دسنيانو دمذهب پر ضدليکل شوي دي او هم داسې کتا بونه چې دمذ هبو نو تر مينځ کر که را پاروي چې ښې بيلګې يې هغه کتا بو نه وو چې څه موده دمخه د نيمروز په ولا يت کې د هغه ځای د چار واکو له خوا ونيول شول٠ همدا اوس ايران د خپل يوه نږدي ايجنټ محسني ته په کا بل کې داسې مد رسه جوړه کړېد ه چې هدف يې دغه مذهب پر مخ بيول او د سنيا نو د مذهب ټکول دي٠ که نه تا سو دمحسني نه پو ښتنه وکړئ چې تا څو مره رو پۍ در لودې چې يوه داسې مد رسه دې جوړه کړېده، خو معلو مه خبره ده چې دا دايران پيسې دي٠
٤- زموږ د هېواد په سيا ست کې لاسو هنه :
دايران دو لت زموږ د هيواد په سيا ست کې د خپلو جا سو سا نو په ذريعه پر اخې لاسو هنې کوي٠ په تيره بيا ددوی د لاسو هنو لړۍ له هغه وخته ېره پر اخه شوه چې په کا بل کې دډاکټر نجيب الله حکو مت نسکور شو٠ دنجيب د حکو مت تر نسکورېدو ورو سته له ١٩٩٢ کال نه نيولې تر ١٩٩٦ کلو نو پورې هغه جنا يتونه چې ددوی پلوي ګو ندو نو حزب وحدت دمزاري او حرکت د محسني سر ته رسو لي دي ساری يې نه لېدل کيږي٠ د حزب وحشت اير اني پلوه ډلې دخلکو په سر ونو کې ميخو نه ور ټک وهل،د ښځو سينې يې غو څې کړې او درقص مرده کيسې او دا ستا نو نه د دوی دو حشت هغه کيسې دي چې د اير انيا نو په امر د حزب وحشت له خوا تر سره شوي دي٠ ددوی په دغو مشهورو جا سو سانو کې د عبد العلي مزاري، محسني، محقق اوخليلي نو مو نه ديا دونې وړ دي٠
سر بېره پردې ايران د طا لبانو په وخت کې دربا ني او دشمال د کر غيړن اتحاد يو نږدې او مر ستند ويه ملګری پا تې شوی دی ٠
همدا ايرا ني دولت و چې درې کا له دمخه يې د هرات په ښار کې دسني او شيعه جګړې ته لمنه ووهله٠ همدا ايراني
دولت و چې دعبد الله عبد الله انتخابا تي کمپا ين ټول لګښتو نه يې پر غا ړه وا خيستل او دادی په کا بل کې د هغوی سفېر وايې چې با يد کر زی دعبد الله سره ائتلافي دولت جوړ کړي٠ نو موږ د اېران سفېر ته وايو چې ته څوک يې چې زموږ په کو رنيو چارو کې بېشر ما نه لا سو هنه کوي ٠ که ته وايې چې د افغا نستان په ټولټا کنو درغلي شوې ده دا خو دافغا نا نو خپل کار دی ته څوک يې چې موږ ته دولت جوړوي٠ ايا ستا دهېواد انتخا بات شفاف او رو ښا نه وو٠ احمدي نژاد ولې دمو سوي سره ائتلافي دولت جوړ نکړ٠ ولې دمظا هره چيانو ويني مو وبهولې او ولې مو مظاهره چيان په زندانونو کې واچول او ان دوی ته مو په سپکه ستر ګه کتل جا يز وبلل٠
د افغا نستان خلک با يد د اير اني متعصبو اخوندانو کر غيړ نو اعما لو ته متو جه وي او پرې نږدي چې زموږ د هېواد په کو رنيو چارو کې نا ولې لاسو هنه وکړي٠

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 10 Sep 2009 او وخت 12:55 PM |
افغان ولسمشر لي فیګارو فرانسوۍ ورځپاڼې ته ویلي چې که بیا ولسمشرغوره شو د خپل کار په لومړیو سلو ورځو کې به له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

 خو کرزي په عین حال کې ویلي دا باید په پام کې ونیول شي چې دی له هغو وسله والو سره د سولې خبرو ته چمتو نه دی چې له القاعده شبکې سره اړیکې لري او یا د افغانستان اساسي قانون نه مني.

 د افغانستان په اساسي قانون کې ځینې تغییرات د وسله والوطالبانویوه اصلي او اساسي غوښتنه ده .طالبانو په تېرو دوو کلونو کې بیا بیا ویلي چې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي اوپه اساسي قانون کې یولړبدلونونه راوستل شي .

ښاغلي کرزي له (لي فیګارو) ورځاڼې سره په مرکه کې په زغرده ویلي چې سعودي عربستان پراخې هڅې کوي څو د ده د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ سوله ټینګه شي.

 خو کرزي دا هم ویلي چې سعودي عربستان باید دې ته پام ولري چې د افغانستان حکومت له هغو وسله والو سره خبرو ته چمتو نه دی چې له القاعده شبکې سره ارتباط لري.

لي فیګارو ته افغان ولسمشر وړاندې ویلي چې دی فکر کوي چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشرجورج بوش په پرتله له طالبانو سره د سولې خبرو ته زیات لېوال دی څو د نوموړي په وینا په افغانستان کې روان اته کلن بحران پای ته ورسیږي.

 کرزي په خپلو دغو تازه څرګندونو کې ویلي : امریکایان غلطي کوي چې پر ده باندې په پټه انتقادونه کوي ،د هغه په وینا دا د هیچاپه ګټه نه ده چې د افغانستان ولسمشردې د امریکایانو ګوډاګی وي.

 د اسد د نهه ویشتمې نېټې د انتخاباتو په اړه حامدکرزي ویلي : په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د پرختیا لپآره په انتخاباتوکې درغلي حتمي ده.

 د خپل ورو احمد ولي کرزي په اړه افغان ولسمشر لي فیګارو ورځپاڼې ته ویلي :امریکايي مقاماتو ورته داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي احمد ولي کرزی په کوم غیر قانوني کاروبار کې لاس لري.


+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 8 Sep 2009 او وخت 10:59 AM |
شېبه وړاندې د کابل ښار په ختيځه برخه کې هوايي ډګر ته څېرمه ځانمرګی بريد شوی .

د لومړنيو رپوټونو له مخې بريد نن سهار شاوخوا اته بجې هوايي ډګر ته څېرمه له يوې دولتي ودانۍ سره نژدې شوی دی .

په کابل کې د يوه روغتون چارواکو ويلي چې تر اوسه دوی ته ١ مړی او ٧ ټپيان وروړل شوي، چې د ٤ روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ بلل شوی دی .

په ټپيانو کې ١ ښځه او نور پاتې نارينه ښودل شوي دي .

د کابل پوليسو بريدمنلی، خو په اړه يې له نورو مالوماتو ورکولو ډډه کړې ده .

د بريد په سيمه کې عيني شاهدان وايي چې د پېښې له ځايه دوګي پورته کېږي او د ډېری نژدې ودانيو ښيښې ماتې شوې دي .

د پېښې ځای کلابند دی او هوايي ډګر ته غځېدلې لاره هم تړل شوې ده .

د بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده .

د دغې ډلې يوه تن وياند ذبيح الله مجاهدخبریالانو ته له ناڅرګنده ځايه د تېلې فون پر کرښه ويلي چې بريد د محمد الله په نامه د لوګر ولايت د يوه اوسېدونکي لخوا شوی دی .

ښاغلي مجاهد ادعا وکړه، چې بريد نن سهار د کابل هوايي ډګر ته پرلاره پر بهرنيو ځواکونو شوی، چې په وينا يې درې ګاډي پکې ويجاړ شوي او ٢٥بهرني پوځيان پکې وژل شوي دي.

خو تراوسه د ښاغلي مجاهد دغه ادعا کومې رسمي سرچينې نه تاييد او نه هم رد کړې ده .

په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ويلي چې د چاودنې په اړه يې پلټنه پيل کړې، خو تر اوسه د پېښې په اړه کره مالومات نه لري .

له کابل هوايي ډګر څخه د ملکي او پوځي الوتنو ګټه اخيستل کېږي .

په دغه هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو الوتکې هم کښته پورته کېږي .

وړمه شپه هم د کابل پر لوېديځه برخه (سپين کلي) دوه توغنديز بريدونه شوي وو، چې يوه يې د يوې کورنۍ څلور غړي ووژل او بل په يوه خالي ځمکه کې ولګېد.

 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 8 Sep 2009 او وخت 10:47 AM |
 

 په تیرو څو کلونو کی چه نړیوال ځواکونه زمونږ هیواد ته راغلی دی ډیری هیوادوال یی په یوه او بل نامه وژلی دی.

او بیا د تحقیقاتو په ترڅ کی په ډاګه شوی ده چه وژل شوی خلک عام او ملکی افغانان دی چه د کوم حاص ګروپ پوری تړلی ندی.

د تیری جمعی په ورځ چه د وږی د میاشتی له دیارلسمی نیټی سره برابره وه یو ځل بیا دکندز ولایت یو شمیر عام خلک په خپلو وینو کی د ایتلافی ځواکونو دبمباری له امله ولمبیدل.

په لمړی ورځ د کندز چارواکو او نړیوالو ځواکونو لخوا دا ادعا کیده چه اویا (۷۰) تنه طالبان یی ددی ولایت په مربوطاتو کی وژلی دی او یو شمیر نور یی د جګړی په ډګر ټپیان پاتی دی.

د شنبی په ورځ بیا د چارواکو خبره وروسته له هغه چه خلکو او خبریالانوله حقیقی معلوماتو څخه پرده پورته کړه  بدله شوه او ویی ویل چه پدی پیښه کی (۹۰) تنه ملکی عام وګړی وژل شویدی او په لسګونو نورټپیان دی.

څومره ښه چارواکی لرو چه د عامه وګړو دژوند څخه بی خبره پاتی دی واقیعتونو دنورو په ګټه رسنیو ته رسوی او لمر په دوو ګوتو پټوی.

دداسی چارواکو په حال افسوس کول پکار دی چه ملی شتمنی د بهرنیانو په ګټه استعمالوی.

ددی خبر سره سم نړیوالو ځواکونو د خپل غبرګون وښود چه دوی به پدی اړوند د حکومتی چارواکو سره یو ځای تحقیقات او څیړنی تر سره کړی.

تاسو ګرانو هیواد والو ته معلومه ده چه مخکښی هم د نورو پیښو په اړوند تحقیقات او څیړ نی وشوی خو کومه نتیجه یی ورنکړه ددی پیښی به هم هما غه برخلیک وی او د یوی بښنی په ویلو سره به ددی ملت د وینو ټیکه داران دوی وبښی او د را تلونکی دپاره به نور هم زړه ور شی.

خو زه ښاغلی کرزی او نړیوالو ځواکونو ته دا وایم بس دی ددی ملت په وینو لوبی مه کوی دغه چه تاسی له پیښی وروسته تر سره کوی لږ تر برید مخکښی په دی اړوند تحقیقات وکړی او وڅیړی چه دلته طالبان شته او که نه ؟

ایا ورکړل شوی راپور درست دی اوکه نه؟

ایا دغه بمباری دچا دوژلو سبب کیږی د طالبانو او که د عامه وکړو؟

یواځی پدی چه بښنه غواړو مونږ تیروتی یوخبره نه خلاصیږی دا به تاسی ته نور طالبان هم وزیږوی او بیا به پای یی ستاسو ناکامی وی او بس.

  

مخمدظاهرمجید

ننګرهار- افغانستان

mzmajeed@yahoo.com

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 6 Sep 2009 او وخت 8:13 AM |
مخکی تر انتخاباتو په دی وروستيو كې امريكا- انګرېز د خنجر او پړانګ د پنجې تر نامه لاندې پوځي عمليات دافغانستان دهلمند په ولایت کی شروع او پای ته و رسول، دې عملياتو هيڅ هم ونه كړل. دوى په افغانستان كې پوځي انډول ته هیڅ بدلون ور نه كړ او ټول خپلواك شنونكي په دې باور دي چې امريكايان په افغانستان كې ستراتيژيكه ماته خوري، ځكه دا رژيم چې دوى پر خلكو په زوره تپلى دى- دا هيچا لپاره د منلو وړ نه دى. دا حكومت اوس له هره پلوه جنايي شوى دى او د اصلاح كیدو اميد يې تر وخت تیره خبره ده.

دوام لري
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 3 Sep 2009 او وخت 11:33 AM |

US soldiers inspect the site of a suicide attack in Mihtarlam, ...

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 3 Sep 2009 او وخت 11:28 AM |
  
 لوي څښتن فرمايي :
« شهر رمضان الذي أنزل فيه القرآن هدی للناس و بینات من الهدی و الفرقان »
درمضان په مياشت كي قران نازل سوى، هغسي قران چي دخلګولپاره لارښوددى اودلارښووني پوره دلائل اودحق اوباطل ترمنځ ښه بيلونكي دى .
كله چي دروژي مباركه مياشت رانيژدي  سول داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) يي دهركلي په ډول مسلمانانوته داسي وفرمائل : ( أیها الناس انه قد أقبل علیکم شهر الله تعالی بالبرکة و الرحمة و المغفرة شهر هو عند الله أفضل الشهور و أیامه أفضل الأیام و لیالیه أفضل اللیالی و ساعاته أفضل الساعات .. أیها الناس ان أبواب الجنان فی هذا الشهر مفتحة فاسئلوا الله أن لایغلقها علیکم .. واسئلوا الله بنیات صادقة و قلوب طاهرة أن یوفقکم لصیامه و تلاوة کتابه ) .
 ژباړه : اي خلګويقيناچي پرتاسودخداي ماشت راروانه ده چي له ځان سره بركت ، رحمت اوبخښه راوړي ، هغه دالله پاك په نيزترټولوغوره مياشت ده ، اودهغي ورځي ترټولوغوره ورځي دي اوشپي يي ترټولوغوره شپي دي ، اوشيبي يي ترټولوغوره شيبي دي ..اي خلګوپه دي مياشت كي دجنتونودروزاي خلاصي دي ، نوتاسودالله پاك څخه وغواړئ چي پرتاسوباندي بيرته ونه تړل شي ..اودلوي خداي (ج) څخه په ريښتينونيتونواوپاكوزړونوغوښتنه وكړي چي ددي مياشتي دروژواوپه هغي كي دقران كريم دتلاوت توفيق درپه برخه كړي .
انسان چي كله ددنياپه چاروسرګردانه شي ، دنيوي لذتونه يي په مخه واخلي ، مادي بوختياوي يي لالهانده كړي اوددنياكاروباراودنس اونفس شهوت پالنه يي داضطراب په سمندرلاهوكړي ،نويوي مانيزي تفريح ته اړتيالري ، داسي تفريح چي پكښي خپل نفس تزكيه كړي ، جسم اوروح دواړه يي پكښي سكون ومومي اوديوڅه مهال لپاره ددنيوي ماديزوبوختياووڅخه ليري اخروي مانيزواحوالوته رجوع وكړي ، خپل خداي يادكړي اوددنيادمتاع پرځاي دابدي ژونداوتلپاتونعمتونوپه اړه فكراوذكروكړي .
ځكه نوانسان ته په كارده چي په كال كي يوځل دروژي په مباركه مياشت كي ځان دخپل بادارپرلوبرابركړي ، اودلوي څښتن په هغه ميلمستياكي چي ټولومسلمانانوته يي كړي برخه واخلي ، څنګه چي داسلام سترلارښود(صلي الله عليه وسلم)  فرمايي : ( فهو شهر قد دعیتم فیه الی ضیافة الله و جعلتم فیه من أهل کرامة الله) ياني : داداسي مياشت ده چي تاسوپكښي دخداي ميلمستياته بلل شوي ياست ، اوتاسي په دي مياشت كي دخداي دعزتمندوبندګانوله ډلي څخه شميرل شوي ياست .
همداډول مسلمان ته په كارده چي په دي مياشت كي ښه ډيروخت دقران كريم تلاوت ته وركړي ، دهغه قران تلاوت ته چي دكائناتوپيداكونكي څښتن دانسانانواوبشريت دلارښووني لپاره رااستولي ، په هغه كي يي دټول بشريت ښګيڼي ايښي اودبشري ژوندانه طرز العمل اوانساني ژوندكړنچاره يي ښوولي .
په داسي حال كي چي نس له خواړوخالي وي اوفكرددنياوي ماديزوخيالونو، په خلاص فكراوفارغه نس دقران كريم تلاوت اوپه ماناګانواومفاهيموكي يي تدبركول ددي لامل كيږي چي زړه پاك شي اوانسان سمه لاره په مخه واخلي .

درسول الله (صلي الله عليه وسلم ) څخه روايت دي چي فرمايي :( من أراد أن یتکلم الله معه فعلیه بالقرآن و من أراد أن یتکلم مع الله فعلیه بالدعاء )
ماناداچي: كه څوك غواړي خداي ورسره خبري وكړي نودي دقران كريم تلاوت كوي اوكه څوك له خدايه سره خبري كول وغواړي نوبياښايي دعاوكړي .
ځكه په همدي توګه كيداي شي دانسان اوالله پاك ترمنځ وصيله جوړه شي ، يادقران كريم تلاوت اويادعااولوي څښتن ته زاري كول، داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم ) په خپله خطبه كي وفرمائل  : ( من تلا  في هذا الشهر  آیة من القرآن کان له من الأجر من ختم القرآن في غیره من الشهور و من تطوع فی هذا الشهربصلاة کتب الله له براءة من النار و من أدی فیه فرضا کان له ثواب من أدی سبعین فریضة فیما سواه من الشهور و من أکثر فیه من الصلاة عليّ ، ثقّل الله میزانه یوم تخف الموازین )
ژباړه : كه كوم څوك په دي مياشت كي دقران كريم يوآيت تلاوت كړي نودونه ثواب وركول كيږي لكه په نورومياشتوكي چي پوره قران ختم كړي ،كه څوك په دي مياشت كي نفلي لمونځ وكړي نولوي خداي به ورته له اوره خلاصون پاڼه وليكي ، كه څوك په دي مياشت كي فرض عبادت ترسره كړي نودنورومياشتوداوياووفرضونوثواب به يي په برخه شي ، اوكه څوك په دي مياشت كي پرما(محمد (ص))ډيردرودووايي نولوي خداي به يي په هغه ورځ چي بارونه پكښي سپيكيږي دښګيڼوباردروندكړي .
 داسلام سترلارښودحضرت محمد(صلي الله عليه وسلم )دروژي په مباركه مياشت كي دعبادتونوارزښت بيانيوي ، نفلي عبادتونه يي دفرضي په شان اوفرضي يي ۷۰چنده بولي اوپه دي توګه  خپلي خطبي ته دوام وركوي اومسلمانان وخپلوټولنيزومسئوليتونوته متوجه كوي ،هغوي ته دنوروانسانانولوږي اواحتياج ورښيي اوفرمايي : ( و اذکروا بجوعکم و عطشکم فیه ،  جوع یوم القیامة و عطشه و تصدقوا علی فقرائکم و مساکینکم  .. ومن أکرم فیه یتیما أکرمه الله یوم یلقاه .. وتحننوا علی أیتام الناس یتحنن علی أیتامکم  )
ژباړه : دروژي په مياشت كي ستاله لوږي اوتندي څخه دقيامت دورځي لوږي اوتنده په يادكړئ ، اوپرخپلوفقيرانواومسكينانوخيراتونه وكړي ..كه څوك په دي مياشت كي ديتيم درناوي وكړي نوخداي به يي په هغه ورځ درناوي وكړي چي دى ورسره يوځاي كيږي ..اوتاسودخلګوپريتيمانومهرباني كوي چي بيابه ستاسوپريتيمانومهرباني وشي.
داسلام مهربانه لارښود دنوروبي وزلو، بيچاره وواويتيمانوسره دمرسته كولوترڅنګ پرخپلي كورنۍ ، عيال اوقريبانوباندي دښګيڼي ، احسان اومهربانئ لارښوونه هم كوي اوفرمايي : ( وقـّروا کبارکم و ارحموا صغارکم و صلوا أرحامکم .. و من وصل فیه رحمه وصله الله برحمته یوم یلقاه  )
ژباړه : تاسودخپلومشرانودرناوى كوي ، پركشرانومورحم كوئ اودخپلودوستيومزي ټنګوئ ..ځكه كوم څوك چي په دي مياشت كي خپلي دوستي ونښلوي نولوي خداي به يي دقيامت په ورځ په رحمت پوري ونښلوي .
خوله دي ټولواجتماعي مسئوليتونوسره سره انسان دخپل ځان په وړاندي هم مسئوليتونه لري ، انسان ته  په كارده چي  له خپل خداي (ج) سره رابطه جوړه كړي ، نفس پاك كړي اوزړه دلوي الله په ذكراويادباندي ومينځي ، اودانوهغه څه د ي چي انسان ته قلبي ، فكري جسمي ارامتياوركوي ، پيغمبر(صلي الله عليه وسلم) فرمايي : ( أیها الناس ان أنفسکم مرهونة بأعمالکم ففکوها باستغفارکم و ظهورکم ثقیلة من أوزارکم فخففوا عنها بطول سجودکم واعلموا أن الله جل ذکره أقسم بعزته أن لا یعذب المصلین و الساجدیـن و أن لا یـروعـهـم بالنار یوم یقوم الناس لرب العالمین )
 اي خلګو! ستاسونفسونه ستاسوپه اعمالوپوري ګرودي ، خپل ځانونه په بخښه غوښتولوسره خلاص كړئ ، شاوي موپه عملونودرني شوي په اوږدوسجدوسره يي سپكي كړئ اوپه دي پوه شئ چي الله پاك په خپل عزت سره قسم اخستي چي لمونځ كونكواوسجده كونكوته عذاب نه وركوي اودقيامت په ورځ يي په اورنه كبابوي .
داسلام مهربانه پيغمبرحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم )امت ته زيرى وركوي اوپه دي مياشت كي دهرعمل په وړاندي دبشميره ثوابونويادونه كوي ، فرمايي :( أنفاسکم فیه تسبیح و عملکم فیه مقبول و دعاؤکم فیه مستجاب .. فتوبوا الی الله من ذنوبکم و ارفعوا أیدیکم بالدعاء فی أوقات صلواتکم فإنها أفضل الساعات ینظر الله عز و جل فیها بالرحمة الی عباده و یجیبهم اذا ناجوه و یلبیهم اذا نادوه و یستجیب لهم اذا دعوه )
ياني : په دي مياشت كي ستاسونفسونه پاكيږي ، عملونه موقبليږي اودعاګاني مودلوي څښتن [ج] له لوري دمنلووړګرځي .. نوتاسوالله پاك ته دخپلوګناهونوڅخه توبه وباسئ ، ستاسودلمونځونوپرمهال خپل خداي ته لاسونه په دعاپورته كړئ ، ځكه داټولوغوره شيبي دي چي الله پاك پكښي خپلوبندګانوته په رحمت ګوري ، كله چي پټ وبلي دعوت يي قبلوي ، كله چي ورته ناري كړي خبريي اوري اوڅه مهال جي ورته دعاوكړي نويي دوعاورقبلوي .
 
 ځكه نوموږ ته په كارنه ده چي دالله پاك له رحمت څخه ناهيلي سو، موږته نه ښايي چي په داسي يوه مياشت كي چي دټولوښيګڼو، رحمتونواوبخښوڅخه ډكه ده ، سستي اوبي فروايي وكړو، ځكه داداسي يوه مياشت ده چي توبي پكښي قبليږي ، دخداي له عذابه خلاصون پكښي موندل كيږي اوبالاخرلوي خداي ته دنيژدي كيدوفرصت پكښي برابريږي ، ښايي په دي مياشت كي په سالموزړونو، پاكونفسونواوښوعملونوسره لوي څښتن ته ځانونه نيژدي كړو، درحمت مستحق يي وګرځواودبخښي په لوريينه يي ځانونه ونازوو.
داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) دخطبي په پاي كي فرمايي : (  فإن الشقي من حرم غـفـران الله تعالی في هذا الشهر العظیم )
بدبخته هغه څوك دي چي په دي ستره مياشت كي دخداي له بخښي څخه محروم پاته شي .
 نولوي خداي دي موږ له دي محروميت څخه وژغوري ، اوددي ستري مياشتي دروژو،عبادتونو، لمنځونواوخيراتونوتوفيق دي راپه برخه كړي.
آمين

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 2 Sep 2009 او وخت 2:54 PM |
 افغانستان په ختيځ لغمان ولايت کې يوه ځانمرګي بريد تر شلو ډېر کسان وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي .

بريد د مهترلام ښار جامع جومات مخې ته سهار شاوخوا لس نيمې بجې شوی دی .
د لغمان د والي وياند سيد احمد ساپي تورغر ته وويل چې په بريد کې لګسونه کسان وژل شوي او ټپيان دي .

ښاغلي ساپي زياته کړه چې په وژل شويو کې جګپوړي چارواکي هم شته، خو دمګړۍ يې په اړه مالومات نه شي ورکولی او د مرګ ژوبلې دقيقه شمېره هم په لاس کې نه لري .

د لغمان د والي وياند وايي چې د ملي امنيت مرستيال ډاکټر عبدالله لغمانی مهترلام ښار ته د يوه جومات د پرانيستلو لپاره تللی و .

که څه هم نوموړي د ډاکټرعبدالله لغماني د وژل کېدو په اړه څه ونه ويل، خو لومړنيو رپوټونو ويلي وو چې د ملي امنيت مرستيال عبدالله لغمانی هم په بريد کې وژل شوی دی .

د ننګرهار ولايت روغتيايي چارواکو ويلي چې د لغمان د ولايتي شورا رييس عمادالدين عبدالرحيمزى په ټپيانو کې ننګرهار ته لېږدول شوی، چې بيا وروسته يې په روغتون کې خپله ساه ورکړې ده .

د لومړنيو رپوټونو له مخې، په بريد کې د ولايت اجرائيه رييس او دوه نور غړي هم وژل شوي دي .

خو تر اوسه د نوموړي وژل کېدل کومې رسمي سرچينې نه دي تاييد کړي .

د کورنيو چارو وزارت بريد تاييد کړی، خو په اړه يې نور جزييات نه دي ورکړي .

که څه هم سيمه ييزو چارواکو د بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو عيني شاهدانو تورغر ته ويلي چې په بريد کې تر شلو ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا دېرش نور ټپيان دي .

په سيمه کې خبريالان وايي چې د بريد ځای د امريکايي پوځيانو لخوا کلابند شوی او نژدې څوک نه ورپرېږدي .

په بريد کې د يو شمېر ګاډو د ويجاړېدو خبر هم ورکړل شوی دی .

د بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده .

د دغې ډلې يوه تن وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د بريد موخه يې ډاکټرعبدالله لغمانی، چې هغه په بريد کې وژل شوی دی .

د تېر جون پر ٤ مه هم په دغه ولايت کې ځانمرګی بريد وشو، چې له امله يې ٧ تنه ووژل شول

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 2 Sep 2009 او وخت 2:24 PM |
د افغانستان دردیدلی ملت ته ددوی د اصیلو بچیانو د بری له امله چه ددوی بچیانو ته ور په برخه شوه مبارکی وایم

افغانانو وښودله چه دوی په هر کار کی تر ټولو مخکښ دی که چیری دوی خپلی ارادی ته پریښودل شی.

دا یو حقیقت دی چه افغانانو په خپل وخت او ازادی ارادی په لرلو سره د هر راز مبارزی دګټلو وړتیا ښودلی ده او نړی ته یی ثابته کړی چه دا هغه ملت دی چه حماسی یی دهیرولو ندی .

ګرانو هیوادوالو!زمونږ ملی ویاړلی لوبډلی وښودله چه په کم وخت او دنشت په حساب امکاناتو سره زمونږ هیواد ته دبری زیری راوړی.

ددی مبارکی له امله ټولو افغانانو ته دزړه له تله مبارکی وایو .

 

 دیو پرمختللی افغانستان په هیله

د تورغر خپرندویه ټولنی د چلونکو لخوا

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 2 Sep 2009 او وخت 1:2 PM |

د روژې نيولو پنځوس ګټې

شيخ الحديث مولانا احمد شاه

روژه نيول په مسلمان فرض ده. الله تعالى فرمائي:
ژباړه: (اى مومنانو! فرض شوې ده په تاسو روژه لکه چې په مخکنيو مسلمانانو فرض شوې وه. ددې لپاره چې په تاسې کې تقوا او پرهيز ګاري پيدا شي)
قرطبي په ٢ جز ٢١٠ مخ کې ليکي چې په يهودو نصارو يوه يوه مياشت روژه فرض وه. خو دوى بيا په کې زياتوالى راوست. او د مجاهد څخه قرطبي نقل کوي چې روژه په هر امت فرض وه. او تشبيه په نفس فرضيت کې دى.
د روژې نيولو پنځوس ګټې. او د نه نيولو پنځوس زيانونه يې.

١: د روژې په هره شپه کې الله تعالى ځېنې بنده ګان د اور څخه خلاصوي. (مشکوة ١٧٣).
٢: د روژې په راتللو سره د دوزخ دروازې بندېږي. (مشکوة ١٧٣)
٣: د روژې په مياشت کې د ليلة القدر شپه شتون لري چې د زرو شپو څخه غوره ده.
٤: رسول الله (ص) فرمائي: چې د انسان د هر نيک عمل په مقابل کې نيکي زياتېږي. د يوې نيکۍ په مقابل کې لسو څخه تر ٧٠٠ ځلو پورې نيکۍ زياتېږي. الله تعالى فرمائي: مګر روژه نيول ځکه چې دا زما لپاره ده او زه په دې سره بدله ورکووم. او خپل شهوت او خواړه زما لا کبله پرېږدي. روژه نيوونکي لپاره دوه خوشحالۍ دي. يو د په روژه ماتي کې او بله خوشحالي چې کله د رب تعالى سره لېدنه کېږي. د روژه نيوونکي د خولې خوشبوئي د د مشکو د خوشبوئي څخه هم الله تعالى ډېره خوښوي. روژه ډال دى د شيطان او ګناهونو لپاره .
کله چې انسان روژه وي نو د بې ځايه او ناروا خبرې او شور دې نه کوي. او که څوک ورسره جنګ کوي نو ورته دې ووائي چې زه ررژه يم.( مشکوة ١٧٣)
په پورتني حديث کې د روژې ګټې دا دي.
٥: روژه په ورځ د الله تعالى سره خبرې کوي. (مشکوة ١٧٣) الترغيب والترهيب بتحقيق الشيخ الباني مخ ١٤٠١ و سنده حسين لغيره.
٦: د روژې اجر د نورو عملونو څخه زيات دى چې د ١٠ څخه تر ٧٠٠ پورې اجرونه ورکوي.
٧: روژه نيوونکي شهوت او خواړه پرېښودل د الله تعالى لپاره وي.
٨: روژه نيوونکي لپاره خوشحالي ده د روژه ماتي په وخت کې.
٩: روژه نيوونکي لپاره خوشحالي د قيامت په ورځ کې د الله تعالى سره لېدنه ده.
١٠: د روژ ه نيونکي خوله ښايسته بوي کوي.
١١: د روژ ه نيونکي د خولې خوشبوئي د الله تعالى په وړاندې د مشکو د خوشبوئي څخه ډېره خوښه ده.
١٢: روژه د کناهونو لپاره ډال دى چې انسان پرې بچ کېږي.
١٣: روژه د شيطان لپاره ډال دى.
١٤: روژه باطلو ته ډال دى.
١٥: روژه د دوزخ د اور لپاره ډال دى .
١٦: روژې سره انسان د بدو خبرو او شور څخه بچ کېږي.
١٧: روژې سره انسان بدو ردو او جنګ څخه بچ کېږي.
١٨: روژه نيونکى به جنت ته د باب الريان دروازې څخه ننوځي. (متفقه عليه) مکشوة المصابيح ١٧٣ مخ.
١٩: د روژې په راتللو سره شيطانانو او پيريان تړل کېږي. (مشکوة ١٧٣)
٢٠: د روژې په راتللو سره د جنت دروازې خلاصېږي. (مشکوة ١٧٣)
٢١: په روژه کې د الله تعالى له لورې اعلان کوونکي اعلان کوي. چې اى د خير غوښتونکيه! د خير غوښتنه کوه. او د شر غوښتونکيه! د شر څخه ځان وساته. (مشکوة ١٧٣)
٢٢: په دې سره تقوا لاسته راځي. چې دا يو ډېر ستر نعمت دى. لکه په پورتنې ايت کې يې يادونه شوې ده. بيا پنځه پنځوس ګټې په الفوائد في تزکية القلوب ج ١ مخ ١٦٤ څخه تر ٢٥٥ پورې (الحديث).
٢٣: د روژې مياشت د برکت او د خير مياشت ده. ( چې انسان ته په روژه نيولو حاصلېږي) (مشکوة ١٧٣).
٢٤: روژه د مسلمانانو لپاره شفارس کوي چې الله تعالى دا بنده وبښه. (مشکوة ١٧٣).
٢٥: رسوالله (ص) فرمائي: چې هر هغه انسان چې روژه ونيسي. د ايمان د له کبله او د ثواب د غوښتلو له کبله يې مخکني ګناهونه بښل کېږي. (بخاري، مشکوة ١٧٣).
٢٦: روژه د انسان لپاره مِبوطه قلعه ده. الترغيب والترهيب بتحقيق الشيخ الباني مخ ١٤٠١ و سنده حسين لغيره.
٢٧: د روژې نـسبت الله تعالى ځانته کړى چې دا زما لپاره ده.
٢٨: روژه کې نفل عبادت الله تعالى په فرضو عبادتو سره قبلوي. (مشکوة ١٧٣)
٢٩: روژه کې فرض عبادات الله تعالى له ٧٠ عباداتو قبلوي. (مشکوة ١٧٣)
٣٠: روژه د صبر مياشت ده. او د صبر ثواب او بدله جنت دى. (مشکوة ١٧٣)
٣١: روژه د همدردۍ او احساناتو مياشت ده. ( د فقيرانو مسکينانو ، کونډو ضعيفانو سره) (مشکوة ١٧٣).
٣٢: د روژې په مياشت الله تعالى دمومن رزق زياتوي. ( کله په مقدار سره کله په کيفيت او برکاتو سره ) (مشکوة ١٧٣).
٣٣: روژه ماتى ورکول روژه دار انسان ته په دې سره کناهونه بښل کېږي او نفس د اور څخه اوادېږي. او په دې سره د روژه نيونکې په اندازه ثواب دى. (مشکوة ١٧٣).
٣٤: هر انسان چې روژه دار موړ کړي. الله تعالى دا داسې حوض څخه اوبه ورکړي. چې بيا به نه تږى کېږي. تر دې چې جنت ته ننوځي. (مشکوة ١٧٤).
٣٥: دروژې مياشت اول يې رحمت منځ يې بښل او اخر يې د اور څخه خلاصون دى. (مشکوة ١٧٤)..
٣٦: روژه دار ته په اخري روژې نيولو سره ګناهونه بښل کېږي لکه مزدور ته چې مزدوري په اخر کې ورکول کېږي. او دا يوازې د ليلة القدر شپې پورې ځانګړې نه ده.
٣٧: جنت ښايسته کېږي روژې ته د کال د اول څخه د کال تر اخره پورې..نو کله چې د روژې اوله ورځ شي. نو يو ښايسته هوا راولوځي د عرش څخه لاندې د جنت په پاڼو د جنت په ښايسته حورو باندې او د ا حورې وائي : چې اى ربه! وګرځوه موږ ته د جنت والاو څخه داسې خاندان چې زموږ سترګې ورباندې يخې شي او د هغوى سترګې په موږ يخې شي. د پهقي څخه دا روايت نقل شوى دى. (مشکوة ١٧٤)..
٣٨: په روژه کې سحور ( پيشمنى) راځي او په دې کې برکت وي. (مشکوة ١٧٥).
٣٩: روژه منع کوي نفس د غوښتنو څخه چې نور عباداتو کې دومره قوت نشته دى. قرطبي – ٢٠٩ – ٢
٤٠ : روژه د الله تعالى او بنده تر منځ يو راز دى . چې دا راز بل چا ته نه ښکاري. د الله تعالى څخه پرته نورو ته او نور عبادت خو ښکاره وي. قرطبي – ٢٠٩ – ٢
٤١: رسول الله (ص) فرمائلي دي: هر انسان چې روژه ونيسي يوه ورځ د الله تعالى د رضا لپاره او په دې سره يې خاتمه وشي. نو دا به جنت ته داخل شي. رواه احمد الترغيب والترهيب ١٤١٠ مخ وصححه الباني.
٤٢: رسول الله (ص) ابو امامة (رض) ته چې لازمه ده په تا باندې روژه نيول. ځکه ددې برابر نشته دى په اجر عباداتو او عمل کې. نو ابو امامة ته رسول الله ص) بيا دا عمل وفرمائيلو. رواه النسائي و صححه الباني. ١٤١١مخ.
٤٣: ابو سعيد خدري (رض) فرمائلي دي: چې رسول الله ص) وفرمائيل: هغه انسان چې روژه ونيسي د الله تعالى په لاره کې نو الله تعالى به دده مخ او ذات په دې ورځې د روژې سره د دوزخ د اور څخه اويا کاله لرې کړي . متفق عليه.
٤٤: رسول الله (ص) فرمايلي دي هر هغه انسان چې روژه ونيسي د الله په لاره کې نو د دوزخ اور به ترې د سلو کلنو په مزل لرې وي. الترغيب والترهيب و صححه الباني.
٤٥: رسول الله (ص) فرمائيلي دي هر هغه تن چې روژه ونيسي د الله تعالى په لاره کې نو الله تعالى به دده او اور تر منځ يوه کنده او لريوالى وګرځوي. لکه د ځمکې او اسمان تر منځ . الترغيب والترهيب و صححه الباني.
٤٦: رسول الله (ص) چې پنځه لمونځونه او يوه جمعه تر بلې جمعې پورې او روژه تر بلې روژې مياشت پورې دا ګناهونه ختموونکى دى هغه څه لپاره چې ددې تر منځ دى. کله چې دا د غټو کناهونو څخه ځان ساتي. رواه مسلم الترغيب والترهيب و صححه الباني ١٤٢٦.
٤٧: رسول الله (ص) فرمائيلې دي چې ماته جبرائيل (ع) راغلى دى د الله تعالى له لورې چا چې د روژې مياشت وموندله . او ده ته بښنه ونه شوه. او د دوزخ اور ته داخل شو نو الله تعالى دې لرې کړي. نو ته پرې امين وويلو. ( روژه نه نونکي ته رسول الله (ص) او جبرائيل (ع) خبره کړې ده. الترغيب والترهيب و صححه الباني ١٤٤٢.
٤٨: رسول الله (ص) فرنمائلي دي چې د الله تعالى لپاره په هر روژه ماتي کې د اور او دوزخ څخه خلاصيدونکي شته دى. ( نو روژى سره انسان د دوزخ نه خلاصېږي. الترغيب والترهيب و صححه الباني١٤٤٢.
٤٩: رسول الله (ص) فرمايلي دي چې د روژې په شپه او ورځ کې انسان الله تعالى د دوزخ څخه بچ کوي. او د مسلمانانو دعا قبلوي. الترغيب والترهيب و صححه الباني. ١٤٤٢.
٥٠: رسول الله (ص) يو صحابي ته وويل: چې ته شاهدي د ايمان ، توحيد او رسالت د رسول الله (ص) ورکړې او پنځه وخته لمونځونه کوي او زکات ورکوي. او د روژې روژه نيسي او د شپې د رمضان عبادت کوئ . نو ته د رښتينو شهيدانو څخه يې. الترغيب والترهيب و صححه الباني. ١٤٥٠.مخ

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 1 Sep 2009 او وخت 4:34 PM |

دتعلیمي کال په لومړننۍ ورځ د لومړني ښونځي دپنځم ټولګي ښوونکې میرمن تامپسون ټولګي ته ننوته اوله مقدماتي خبرو وروسته ېې له معمول سره سم زده کونکوته وویل چې ټول یو شان پرې ګران دي او توپیر ېې نه کوي . البته هغې دروغ ویل او دغه کار نا شونی ؤ په تیره بیا داچې دتیډي سټودارډ په نوم یو کوچنی ماشوم په مخکینی چوکۍ ناست ؤ او میرمن تامپسون ترې راضي نه وه .تیډي تیرکال هم دهمدې ټولګي شاګرد ؤ . تل به ېې خیرنې جامې اغوستلې له نورو ماشومانو سره جوړ نه ؤ اوپه درسونو کې هم تکړه نه ؤ


دوام لري
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 1 Sep 2009 او وخت 2:32 PM |
په ايران کې دبې پيلوټه الوتکې آزمېښتي الوتنه  په بري سره پای ته ورسېده .

دايران دهوايي قواووقوماندان  حسن  شاه صفي خبر ورکړ چې دغه بې پېلوټه الوتکه به دسپتمبرپه وروستۍ  نيمايي کې دايران هوايي قواووته تسليم شي .

 د دغه  قوماندان په وينا دغه الوتکه ،چې وزر یې یومتراوږدوالی لري او د ریموټ په وسیله کنټرولېږي ،درادارهغه سيستم چې الوتکې څاري  نشي ليدلاي .ددې الوتکې اساسي دنده دڅارگری خدمتونه سرته رسول دي ،چې دهغې پوسيله  به ځانگړې اوټاکلي  معلومات  راټولېږي .

ديادولو وړده چې دغه الوتکه داړتياپه صورت کې کولای سي  بمونه هم وغورځوي او پر مځکه او اوبو کښېنسلی سي.

دايران دهوايي قوا قوماندان اعلان وکړ چې  دې نوي بې پيلوټه  الوتکې  د ازمېښتي الوتنې په وخت کې چې دتهران پر شاوخوا تر سره شول  په نښه سوی هدف   په بري سره له  منځه يووړ  .

 په نظرکې ده  چې دغه الوتکې د روان وږي یا سنبلې تر پایه (دسپتمبر ۲۲) پوري دايران دهوايي قواوجز وگرځي .

دغه بې پيلوټه الوتکې به دايران او عراق  ترمنځ  دجگړې  (  1980-88 )  دمقدسې اونۍ دياداوتجليل دمراسموپه ورځ  دايران هوايي قواوته تسليم اودابری په همدې  ورځ ونمانځل سي .

دژباړونکي يوه اړينه يادونه :

ددې خبردژباړ نې نه زماموخه يوازي پښتو ژبې ته خدمت نه بلکې داټکی هم په گوته کول دی ،چي دادی تاسو وگورئ ايراني اخوندان زموږ تر زنه لاندي دبې پيلوټه الوتکوپه جوړېدوسره خپل پوځ په دې نوې  اومډرنه  الوتکه سمبالوي ،اوزموږ  يو شمير مذهبي تنظيمونه اوډلې دهمدې ايران اوپاکستاني استخباراتوپه اشاره اوبې درېغه ملاتړ دښوونځيو ورانيواو،ښوونکواوروڼ اندورټلواو وژلوته ملاتړلېده  .

ټول هغه ځواکونه چي همدا اوس ،اوس داوسنې دولت سره دوسلې  داستعمال په بڼه خپل مخالفت اودښمنې سرته رسوي  که په رښتياسره  افغانان اودپرديونوکران نه وي ،نودې ټکې ته بايد جدي پام وکړي چي دښوونځيو ورانول اودښونکو وژل  به په حقيقت کي افغان ولس  دې ته اړباسي ترڅودپرديود غلامی کړۍ  په خپله غاړه کي تر ډيره وساتي  .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 1 Sep 2009 او وخت 2:19 PM |

د هندستان په ممبئ ښار کي پوليسو يو کس نيولى چي ورباندي د جعل سازۍ او زياتو ودونو تور دى . هغه په دوو کلونو کي له نژدې  ٦ ښځو سره ودونه کړي  .

تشارواګمهري

 تشار واګهمري چي د هندپه هوايي شرکت ((ائر انډيا)) کي انجينر دى خپلې  ميرمني يې د يوې او بلي څخه خبري کړي هم نه دي .

 ليکن دهغه شپږمه ميرمن هوښياره وختله.شک ورته بیدا شواوپه خپل خاوند پسې یې  پلټنه پيل کړه او کله چي هغوې ته دا څرګنده  سوه چي مېړه يې له مخکني نه واده لري نو هغې پوليس په دې موضوع خبرکړل.

 تشار  تر ٢٩ اګست پوري د پوليسو په ولکه کي وو . تر اوسه  هغه منلې چي درې ودونه يې کړي خو يوه يې هم نده غولولې .

 د پوليسو په وينا تشار خپلي هري ميرمني ته بيل بيل ويلي چي هغه طلاق اخستى او هغوى ته  يې يو جعلي  قانوني طلاق پاڼه هم ښودلې ده .

 د ممبئي د پوليسو مشر ار ايم واټکر خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل  د حيراني وړ خبره دا ده چي د تشار يوې ميرمني هم ددې خبري د باوري کولو لپاره هڅه نده کړې ،ايا تشار چي هغوى ته د طلاق کومه خبره کړې هغه سمه ده او که څنګه .

د ښاغلي واټکر په خبره ( تشار به خپلي هري ميرمني ته دا ويل چي  چرته په سفر ځي ليکلن تلى به د خپلي بلي ميرمني کور ته )

 د پوليسو په وينا د تشار ځني ميرمني ښه لوستي دي او په دندو بوختي دي .

 ليکن د هغه شپږمه ميرمن د سفر په خبره کي شکي شوې وه او د پلټني په پايله کي څرګنده شوه چي هغه له پخوا څخه واده کړى دى .

 چي کله موضوع تر پوليسو ورسيده نو دا هم څرګنده شوه چي تشار نور ودونه هم لري .

 د ځينو راپورنو پر اساس واګهمري د کال ٢٠٠٦ څخه تر اوسه د ١٤ ښځو سره ودونه کړي خو پوليس وايي چي دوى يوازي د ٦ ودونو په اړه معلومات لري .

 واګهمري د ممبئي پوليس سټيشن دباندي رويټرز تلويزون سره د خبرو پرمهال شکايت وکړ چي د هندو او مسلمان سره  په جلاجلا ډول معامله تر سره کيږي ( مسلمان چي څومره غواړي ودونه کولاى شي ، خو هندوانو ته ددې اجازه نشته زموږ په وړاندي دا ډول قانون ولي دى ؟)

 هغه وويل : ما دوى ( خپلي ميرمني ) د جنسي لذت لاسته راوړلو لپاره ندي مجبوري کړي او نه مي هم هغوى غولولي . ما تر اوسه درې ځلي واده کړى .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 1 Sep 2009 او وخت 2:12 PM |

KHALED DESOUKI/AFP/Getty Images

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 1 Sep 2009 او وخت 1:48 PM |

افغانستان سره له دې چې په اوس وخت کې دنړۍ یوې پوځي اډې ته اوښتی، خوتر هغه ګواښونکی نورې چارې هم شته ،که دافغانستان اوسنۍ حالت ته یوڅه نظر وشي او نظر هم بې پرې وي، په ډاګه کیږي چې افغانان نورنو په خپل واک نه دي،او دوی دهمدې خاورې دمشرانو له خوا په بیلا بیلو نومونو په نړۍ باندۍ خرڅ شوي دي.

 اصله خبره داده چې اوس افغانستان دسیاسي ناندریو ترڅنګ،له ناوړه فرهنګي یرغل سره لاس اوګریوان دې، داتر ټولو مهمه مسله ده چې باید د دې خاورې روڼ آندي، خپلواکه،او پر هېودا باندې مینې څیرې دقت وکړي، ترڅو دې ټکي دملت پام ور واړوي، په افغانستان کې دطالبانو داسلامي امارت له ماتې وروسته، دټوپکسالارانو،له راتلوسره سم،افغانستان نوي پړاوته ور دننه شوو.

په دغه موده کې هرڅه نوي شول دبیان ازادي ګل وکړ، یو ګوډاګی نظام جوړ شو،شړل شوي، رټلي، تورمخي، غله، غلامان، جاسوسان، اوټول افغان خاینین، دحامدکرزي تر جنډې لاندې راټول شول،او هوکړه یې وکړه چې هېوداجوړوي، البته داهغه درواغ او چل وو چې دموقف لپاره ملت ته ورکړل شوې، او په حقیقت کې دوی بیا دغه ملت دبربادۍ کندې ته لاهوکړل.

 دغه موده کې بهرني هېوادونه لکه ایران،اوپاکستان ښه ډیر غلامان وروزل،او افغانستان ته ېې را واستول، دبهرني غلامان دهېواد بیلابیلې چارې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، دولتي څوکې په ملیونونو ډآلرو وپلورل شول، اولا اوس هم پلورل کیږي. دا دافغانستان لپاره دیوې نوي دورې پيل شو،او افغان ملت دساړه اورپه لمبو لاهو شول چې اوس یې لوګۍ پورته کیږي،او دژغورلولپآره یې څوک مرستې ته نه رازي.

اوس نو راځو اصلي خبرې ته، په دغه موده کې دبیان آزاد، درسنیو قانو او فعالیت یو له هغو کړنو څخه وو چې جوړ او دعملي کیدو ډګرته ووتل، په دغه موده کې د دولتي تلویزیون ترڅنګ شخصي تلویزیونونه هم را ووتل،اوپه دغه ډګر کې دوهم آزاد اوشخصي چینل دطلوع په نامه را څرګند او فعالیت یې پیل کړل، دغه ټلویزیون، د درېو وروڼو له خوا چې هریو سعد محسني،جاهد محسني، او زید محسني، نومیدل په درز سره نشرات شروع کړ.

 په هغه وخت کې خلک دغه تلویزیون ته ښه خوشحاله وو ځکه له یوه پوځي بهران څخه را وتلي وو، په لنډه غواړم دې موضوع ته راشم. دغه تلویزیون چې مصرف اوامکانات یې دامریکې دسفارت له خوا دیو اس ای دي ادارې له لوري ورکول کېده هغه ناوړه او منفورې څيرې را پیداکړې چې دهغوی له لاسه افغانستان دې حالت رسېدلی، ټولې استخباراتي څیرې په همدغه چنیل کې راټول شول.

 په دغه وخت کې ترټولویه برخه ایران ته ورکړل شوه، طلوع تلویزیون  دایران له خوا وګمارل شو ترڅو د دې خاورې اصیل فرهنګ نابود کړي، او ملي ترمینالوژۍ له منځه یوسي چې تر ډیره حده دغې موخې ورسید، دغه ایراني شبکه په دې وتوانید چې دافغانستان ددولت هغه فاحشې نیم ګړتیاوي په ګوته کړي چې ترشایې خپلې موخې ته ځان ورسوي.

 صدیق احمد زاده هغه څیره چې څآرنوال ثابت،ډبولی وو، د دې چینل اداري مدیر په توګه وټاکل شو، صدیق احمد زاده دببرک کارمل دخاله زوی دی، دی دطالبانو د واکمنۍ پرمهال دشلټرنو دموسسې مشر وو او په کابل کې یې عیسوي درس او بلنې ورکولې. چې ګیر شو او ورته درنه سزا ورکړل شوه.

 دصدیق احمدزاده په شان، نور ګوډاګيان هم شته چې اوس په دوام داره توګه دافغانستان نوي نسل ته دګوډاګۍ درس وروکوي، په دې ډله کې (لعل محمد خان) امنيتي مسوول)، صديق خان (د طلوع مدير مسوول) ، مولانا ( د ګفتمان چلونكى او د طلوع حقوقي سلاکار) ډاکتر ياسين ببرك (د بانود خپرونې چلونكى) د ملي امنيت غړی) او ( رهنورد زرياب ( د طلوع اصلي سلا کار،د  درې خپرونو ايديتر،او دایران اصلي غلام.

 خبره په دې کې ده چې طلوع خو دافغانستان ملي هویت و وآژه، اوس یې دیوشمېر ځوانانو په روزنه کې هڅې پیل کړي دي، ایران هېواد سره له دې چې افغانستان ته ښه نیت نه لري څنګه ممکنه ده چې د دې هیواد دفرهنګ په بډاینه کې کاروکړي ایاد دغه پوښتنې ته څوک ځواب ویلای شي، د دې خبرې یوه ښه بیلګه دمجاهد کاکړ، بکتاش سیا ووش، او هغه چلونکي یا ویاندویان چې په دري ژبه خبرونه وايي، دایراني الفاظوپه کارولو سره یادولای شو.

 هدف دمې دپښتو اودري ژبي ترمنځ ټکر نه دې،مګر مبارزه ده چې خلکو ته یې رسول غواړم،طلوع تلویزیون په ډیره بې شرمي سره د ګوډاګي افغانانو په مټ غواړي د دې خاورې ویاړونه دنابودۍ کندې ته لاهو کړي، نه مقداساتو ته په دې چینل کې دراناوی شته، نه ملي ګټوته،او نه هم دخلکو ناموس ته.

 هغه تنکي ځوانان چې اوس له نوي تیکنا لوژۍ سره آشنا شوي دهغوی له فکري وړتیا ته په ډیره ناوړه بڼه ګټه اخیتسل کیږي،چا خپل لور او زوی منع کړل چې طلوع ته دکار لپآره مه ورځۍ،  خوداسې څوک پیدا نه شول چې داکار یې کړي وای، دزهراموسوي له نوم سره تاسې ټول اشنا یاست، دغه میرمن یوه بدکاره ښځه ده چې وخت ناوخت درزاق مامون جنسي غوښتنې پوره کوي، دغه میرمن اوس مهال دطلوع دټاکنیزو خپرونو عمومي پرو ډیوسره ده، او دکارونو ترڅنګ له ښار نه بدکارې ښځې را ټولوي او دهر جمعې په شپه دطلوع دسیاسي څانګې له ځوانانو سره میلې کوي.

 ایا په افغاني فرهنګ کې داسې کارته ځآی ورکړل شوي، که څنګه داهغه پوښتنه ده چې دطلوع تلویزیون پلویان یې ښه ځواب ورکولای شي، له دې سره جوخت داهغه لارښونې دي چې پلان یې  ایران ورکوي او مصرف یې بیا دامریکې سفارت، د دغه تلویزیون مارکیټ دبرخې یو کار کونکې یاسین انوري نو میږي دی دانوري وراره دی، دی دنده لري چې دطلوع بهرني مشاورینوته دجنسي غرایزو دلرې کولو لپاره افغاني ښځې پیدا کړي او هغوی ته یې ورولي.

 له دې ټولو سره سره دغه بدنامه رسنۍ نه په حقیقت کې د دې خاورې دارزښتو مخالف،او دملي ګټو دښمن دی، دامنم چې طلوع تلویزیون بزنیس کوي،خو مهمه داده چې په چا یې کوي، دچاپه واسطه یې کوي، د دفحشا دفرهنګ د دود کولو لپآره یوه هواي خبره ده، چې په اصل کې داسې نه دي،سید سلیمان آشنا په دغه شبکه کې یو پياوړی خبریال وو تاسې له ده پوښتنه وکړۍ هغه ښه ځواب ویلای شي.

 تیرکال په طلوع تلویزیون کې کارکونکی ځاو ګوډاګي مصطفی عزیزیار، افغان سندر غاړی وحید صابري دکابل ښار دلامعه شهید دلیسې پر ۶ تنو ښځینه زدکونو باندې چې په هغوی کې دپارلمان دیووکیل لور هم شامل وو، جنسي تیر وکړ، کله چې علیشا پکتیاوال په دغه کیسه باندې خبرو شو ځآن یې ورسا وو، نور نو ډېره ناوخته شوې وه.

 مصطفی عزیز یار،او وحید صابر یاد دجنرال دوستم هلک، دسعد محسني له خوا له کابل څخه بلخ ته له بلخ نه تاجکستان ته واستل شول، ایا دافغانستان په تاریخ کې داسې یو فرهنګي څیره مولیدلې ده چې دخلکو پرناموس تیری کړی وي.؟؟؟؟؟؟؟

نو دې ته وررته سل داسې نورې نمک حرامۍ، دي چې په دغه تلویزیون کې روان دي، فرهنګي یرغل او دګوډاګیانو روزنه خو دهغوی سیاسي دنده ده،نو زه په ځغرده وایم چې په افغانستان کې دطلوع تلویزیون شتون یوه ډیره لویه ستونزه ده، له دې سره تړلی دلمر په نامه دپښتو دبدنامه کولو یو بل چینل چې ټول چرسي او ناکاره کسان یې په کې راټول کړي دي، او غواړي چې د دې خاورې پښتنو خلکو ته هم دغلامۍ درس ور وښیي، په ټولیزه توګه دافغانستان درسنیو په کورنۍ که بې لوري او خپلواک چنیل نشته خو له ټولونه یې ګواښونکی او نابود کونکي بیا طلوع اولمر چینلونه دي.

 زما دیوې بلې لیکنې په اړه چې دمجاهد کاکړ په اړه کړې وه ډیرو ګوډاګیانو زه وګواښولم البته د مجاهد پر پلوی نه بلکې دطلوع تلویزیون نه په دفاعیه کې، له دې سره جوخت نور ورونو له ماسره هم غږي وښودله، زه له هریو نه مننه کوم.

 په پای کې دومره وايم چې پرطلوع تلویزیون باندې دافغان دولت زور نه رسیږي چې بند یې کړي، خود ملت زرو ورباندې بر دې که خدای مکړې د دې ملت غوسه یوځل بیا وپارید له طلوع سره جوخت نور غلام روزونکو کړیو ته به هم ابدالي، درس ورکړي،یاده دې وي چې په کابل کې دطلوع تلویزیون له لوري خلکوته د صدیق خان،او څلورنو رو ايټالوي دپلوماتاتو له خوا عیسوي درس ورکول کیږي. چې له دې موضوع سره مجاهد کاکړ پوره مخالف دی سره له دې چې دی یو ایراني جاسوس دی نورمعلومات مجاهد کاکړ لري،مجاهد کاکړ دهمدې موضوع په ناندرۍ کې تیر کال امریکې ته ورغوښتل شوی وو.

 په درنښت

تلوسه هوسا

تورونتو

له خپلو وړاندیزونو څخه مې په دې پته خبر کړﺉ

shanbakhtare@yahoo.com

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 1 Sep 2009 او وخت 9:17 AM |
شپاړس کلنې هانا کلارک تر لس کاله ډیره موده په دوو زړونو ژوند کړی دی. دا چې ماشومه وه خپل زړه یې ډیر وړوکی و دا توان یې نه درلود چې وینه نور جسم ته پمپ کړي نو ډاکټرانو دې ته په ۱۹۹۵ میلادي  کال بل قلب کښیناوه. له دې عملیاته څلورنیم کاله وروسته دواړو زړونو په طبیعي ډول کار کاوه او ډاکټرانو ونه غوښتل چې ددې کرلی زړه وباسي. ډاکټرانو دې ته دوهم زړه له یوې نجلۍ چې په پنځلس کلنۍ کې وفات شوه اخیستی و او دې ته یې پیوند کړی و.

په دغې مودې کې چې هانا په دوو ړزونو ژوند وکړ ډیره ناروغیده او ډیر درمل یې خوړل.

هانا رسنیو ته ویلي دي چې نن سبا ډیره ارامه ژوند لري. درمل لږ څه چې هیڅ نه خوري او هیڅ ډول ناارامي نه احساسوي خو ددې پلار ومور لا دې ته اندیښنه لري.


په دوه زره شپږم میلادي کال یوې ډلې ډاکټرانو د مصري جراح مجدي یعقوب په مشرۍ ددې کرلی زړه وایست. له دې هیسته دا اوس ډیر عادي ژوند کوي، ښوونځي ته ځي او سپورت هم کوي.

هانا وایي اوس دا د خپلو نورو ملګرو په څېر ده. هانا له خپل پلارومور سره د بریتانیا په ویلز کې ژوند کوي.

هانا د اتو میاشتو وه چې ډاکټرانو یې پلار ومور ته ویلي و ښایي دا په دولس ساعتونو کې وفات شي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 31 Aug 2009 او وخت 12:48 PM |

ډاكټر الف. الف. ستانيزى

  زما د دې مقالې انګليسي متن تېره اوونۍ د لوېديځ په مطبوعاتو كې څو ځايه خپور شو. دا دى پښتو متن يې له لږ تصرف سره وړاندې كوم.

 حامد كرزى د خپلې اطلسي چپنې د رنګونو په شان زيات مخونه لري. د دۀ دوه مخه اوس ټولو ته څرګند شوي دي. لومړى د دۀ نه پخلاكېدونكې دښمني له پوهې او پوهانو سره او دوهم يې د تاريخ وهلو مفسدينو سره د نظر او عمل يووالى دى. په وروستۍ انتخاباتي تماشا كې دۀ يو ځل بيا خپل مشهور كار دود- تهديد، په پيسو او قدرت نازول او له درغليو نه ډكې پټې معاملې- يو ځل بيا څرګند كړ.


دوام لري
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 31 Aug 2009 او وخت 12:38 PM |
 

 دسره رود ولسوالی دتورغره په لمن کی پرتو کلیوته او همدغه رازدجلال اباد سره لندی پرتی سیمی ددی سیلاب له امله زیانمنی شویدی.

باران تیره شپه د پیشمنی په وخت واوریده چه ږلی هم ورسره وه زمونږخبریالان د مختلفوسیمو څخه خبر راکوی چه خلکو ته یی مالی او جانی تاوانونه وراړولی دی.

دتورخم په لویه لاره د سراچی علی خان پل هم اوبو وړی دی. چه مسافرینو ته یی ستونزی راولاړی کړی دی.

دجلال اباد دامنیی قومندانی ترڅنگ خوړ کی او همدغه راز دتیلوتانک او دفابریکی په ساحه کی د افغان مینی د استوگنی سیمی ته اوبه ورننوتی او مالی زیانونه یی اړولی دی.

همدغه شیبه چه د راپور په لیکلو بوخت وم خبر راورسید چه ددرونتی د جالاوانو او گل بیلی سیمی د سیلاب د راوتو له کبله تاوانی شویدی.

دچپرهار ولسوالی نه همدا اوس حکمت الله شرفزی خبر راکړچه هلته په چپرهار کی هم سیلابونه راوتی دی او خلکو ته یی مالی او جانی تاوانونه وراړولی دی.

د یو بل خبر له مخی د جلال اباد په اکمالتی بیزکی د اوبو راوتو له امله یوشمیر هیوادوال تپیان او مړه شویدی.

د پیښی په اړوند نور معلومات د ورځی په او ږدو کی تاسوته برابر کړو له مون ږ سره اوسی.
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 31 Aug 2009 او وخت 12:31 PM |

 دزمري د نهه ويشتمې د ټولټاكنوله  بهير وروسته حالات  ښيي  چې ښايي برحال ولسمشرحامدكرزى  يوځل بيا درايو په اكثريت  ټاكنې وګټي  او يو ځل بيا دپنځو كالو لپاره  پر تخت پاتې شي .

د  ۲۰۰۹ م كال دټاكنو له بهير څخه ښكاري  چې كه څه هم پدې ټاكنو كې  ډېرې درغلۍ او لاسوهنې شوې دي او ملت دبدترو اوبدترينو ترمنځ  انتخاب ته اړشوى وو  خوولس دبدترينو پرځاى بدتر انتخاب كړل   او يوځل بيايې ښاغلي كرزي ته  رايه وركړه ، زه پر دې باور يم چې دكرزي  بريادده دمحبوبيت نښه نده ، بلكې ولس دهغه چا بريا نه غوښته چې  دكرزي سيالان او جدي كانديدان وو ، كه ولس كرزي ته رايه نه واى وركړې معنايې داوه چې عبدالله دې بريالى شي او دهغه بريا دافغانانو لپاره سياسي انتحار، دافغانستان له تاريخ سره جفا، انارشۍ  او چورچپاول ته زمينه برابرول وو . يعنې دكرزي برياانګېزه   حب علي ( رض )  نه ، بلكې  بغض معاويه  وه ،   بل ده  هم ورته ژمنې وركړې  چې داځل يې  تجربه پيداكړه ، دوست او دښمن يې وپيژنده ، مخلص او خاين يې وپيژنده ،داځل به نوتېرې سهوې نه تكرارېږې ،داځل به نو حقدار ته خپل حق وررسوې او ....

  کله چې پنځه كاله وړاندې يعنې  د ۲۰۰۴ كال،  ښاغلي كرزي  دټاكنو په درشل كې  ولس ته د خدمت، ملي وحدت ته د کار، او په هېواد كې دقانون  د پلې کولو، ديوې متوازنې پرمختيا، د هيوادوالو د هوسا کولو، د سولې د راوستلو، هر افغان وطن ته د خپل هيواد د برخليک په ټاکلو کې د ونډې، د ملي  خاينانو او جنايتکاراتو د محاکمې شعارونه، دمعارف دتعميم  اودهېوادواولو ترمنځ دملي يووالي  دټينګښت شعارونه  زمزمه کول نو ملت  يې    شاته ودرېد   خو له  بده مرغه  له  بريا وروسته  يې  خپل شعارونه هېر اود ولس هيلې په سراب بدلې کړلې.

دى  چې کله واک ته ورسېد  بيا يې هغه ملي شعارونه په ياد نه شول، بيا يې ملي وحدت هيرکړ،له  مخالفينو سره د سولې پر ځای يې هغوی نور هم ډېر او قهرجن کړل.

    د چاپلوسو خود خواه، درغجنو، ولس دښمنو مشاورينو په منګولو کې پريووت ، لاره يې بدله کړه، هغوى به چې ورته سپين تور اوتور سپين معرفي  كړنو ده به په پټو سترګو مانه ،  همدا لامل وو چې ټول رښتوني، مخلص او وفا داره دوستان ترې  خفه او نهيلي شول .

  ، هغه ولس چې ده ته  يې رايه ورکړې وه  دده  په حكومت كې ووژل شو ،کور يې بمبارشو. دوی د دې لپاره رايه نه وه ورکړې چې ووژل شي، سپک او بې عزته شي، ښوونځي يې بند،له  روغتونونو بې برخې، کروندې يې شاړې او کورونه يې کنډر شي، بلکی دوی د يو پياوړي نظام لپاره رايه درکړې وه، د دې لپاره چې  دوی هم هوسا وي او افغانستان هم د يو بين المللي اعتبار خاوند شي خو داسې ونشول .

 ښاغليه ! اوس چې ولس يوځل بيا تاته رايه دركړه   نودا كوم سخاوت نه وو او نه يې په ړندو سترګو پرېكړه كړې ده ، بلكې اړ وو چې داكار وكړي ، ځكه بل بريالى انتخاب يې نه درلوداو يوځل بيا يې خپل افغانيت پښتونولي او مېړانه وښوده  چې دادى بيا درسره درېږو خو ګورو چې ته څه كوې  ولس وايي   داچې ته راته پړ يې داښه ده نه داچې موږ درته پړ شو  ، ولس ناپوه ، بې شعوره او ناخبره ندى  ، خير كه تاسوځولى دى نود ولسي تړون  دېوالونه خو يې پاخه  شول   كه تا  تجربه موندلې نودوى  هم هوښيار شوي دي  اوس يې دى  له لوى ازمېښت سره مخ كړى  اوس دوى له تا كار او پر ژمنو عمل غواړي خداى وكړې چې تجربه دې نور هم دافغانستان دورانولو او دپښتون دسپكولو په چارو كې نه وي .

ښاغليه ولسمشره ، ددرغليو اودولس دمجبوريت په پايله كې لاس ته درغلى حكومت دې مبارك ! خوګوره   چې امنيت ترهرڅه مهم دى او امنيت په جګړو نه راځي او يواځينۍ  لار يې له مخالفينو سره سوله ده،كه له مخالفينو سره سوله ونكړې والله چې يو ميليون بهرنى  پوځ هم راولې كه امنيت  او ارامي وويني .

هغوى  چې ددې نظام پرضد جنګېږي  هم انسانان دي ، بدن يې له غوښو جوړ دى ، مور لري پلار لري  كورنۍ او خواږه خواږه بچيان لري ، عقل او شعور لري خو له مجبوريته ځان پورې بمونه تړي ، او له خواږه ژوندڅخه  تېرېږي  هغوى افغانستان ښكېل او پرديو په لاس پرېوتى بولي نو مهرباني وكړه ترهرڅه وړاندې پر داسې  معقولولارو چارو فكر وكړه چې له مخې يې بهرني پوځونه له افغانستان څخه ووځي  ، له بهرنيو څخه درته خپل افغان زرځله غوره دى چې باور پرې وكړې .ته پوهېږي چې  دافغانانو په زړونو كې بهرنيانو ته څومره كركه پرته ده ؟؟ كه داوس نلرې نو ملت ته په ډاګه  ووايه چې ترخپلې وسې رانه زياته هيله مه لرئ.

همدارازستا په نظام كې  چې څوك  دحق چيغه پورته كړي  نوپه سبايا ترور يا بندي او يا هم دمافيا له لاسه تښتول كېږي ددې غم وخوره .

ستا كابينې او بين المللي دوستانو !! دښارونو ټولې لويې لارې او كوڅې  په پلچكونو بندې كړې داسې لكه له دې   ټول ملت څخه چې  وېرېږي نو لومړى  خو داپلچكونه لېرې كړه بل داچې په لومړي ګام كې ټول  ښارونه  غير نظامي كړه او كه وس دې رسېږي  په ټوليزه توګه تروتلوعجالتاً ټول بهرنيان له ښارونو بهر وباسه

ښاغليه! ولس سپيناوى غواړي  چې   آيابيابه موهمدا ظالمان پر سر حاكمان وي ،   ايا بيابه دې كابينه مصلحتي او مشاورين نااهله خلك وي هغه چې ته يې له ولس څخه لرې او ناخبره ساتلى يې ، ايا بيا به  پښتانه پخپل وطن كې مسافر او مهاجر  وي  ، بيا به پخپل كور كې بې كوره او په بې اوره  وي ، دكندها ر، هلمند ا وهرات   په پنډغالو كې به مو نور هم شمېر ډېرېږي  . بيا به هم د القاعده او طالب په نوم په ناسمو راپورونو  او ستا ترچتر  لاندې د کورنيوغليمانو  په لمسون او هڅونه به  په ډېره آسانه د بهرنيانو لخواوژل کيږو،. بيا به مو ستامشاورين او وزيران  بهرنيانو ته دښمن ، القاعده ، له تمدن او تهذيب څخه لېرې ورمعرقي كوي   آيا بيا به تا ته رايه درکوونکي بدنامېږي، ټاپې او تورونه به پرې لګېږي ، ستا او ستا د ائتلافيانو د سوء تفاهم ښکار به ګرځي؟، دا ځل به ټول ملت ته په يوه سترګه ګوري او که پښتون به په ملت كې نه شمارې  !!  په  خواجه بهاءالدين  كې د غليمانو په محبس کې دپرتوپښتنو  غم به خورې او كه  نه ؟

 ايا  ددې روان حالت ټول مسؤولين  بيا پرموږ واكمنان ګرځوې.؟ هغوى چې  ترداپرون  پورې  تاهم ترې    شكايت درلود ،  .

ستا په پنځو كالوراتلونكي  حكومت كې به دغم او ويرميچن بيا دپښتون پر سر ګرځي ، بيا به دپښتون بچې نالوستى ، او بې كلتور ه لوېېږي ، بيا پښتون له بيارغونې ، روغتيا، كلتوراوستا دحكومت له ټولو امتيازاتو بې برخې  وي . بيا به دپښتون پر كور بمونه غورځول كېږي . آيا بيا ستا دوستان او ستا دكابينې غړي په دسيسو او پلمو پښتون دې ته اړباسي چې غره ته وخېژي او  ستاد  نظام پر ضدوجنګېږي، او ته به يې ننداره كوې ؟

ايا تابه دنړۍ په تاريخ كې اورېدلي وي  چې چا دې درايو اخستلو او ټاكنيز كمپاين  لپاره  ولايتونه ولسوالۍ  او ولسوالۍ ولايتونه  كړي وي .او يادې يې كوم ځانګړي قوم ته  په دولتي تشكيل كې  فيصدي معلومه كړي وي

 آيا داډول  سخا او كرم   ملي وحدت او دقومونو ترمنځ  ورورګلوۍ ته زيان نه رسوي ، داتعصب ته لمن وهل ندي ؟

.په دولت كې ونډه  دهرچا حق دى ، زه خو وايم چې كه وړتيايې  ولري نو زموږ هزاره او ازبك وروڼوته دې ترهغې ډېرې څوكۍ وركړل شي چې تاورسره ژمنه كړې  اوډېر هغه پښتانه چې وړتيا نلري  بايد په كوركېنول شي خو اهليت په پام كې ونيسه ، په دولتي پستونو د ټاكنو  معيارونه دې  قوم نه ،بلكې  پوهه تخصص او تقوى وي .

    ملت حيران  دى چې دا ځل به رښتيا هم ملي وحدت او متوازن ملي انکشاف وي او که بيا به هم اقليتونه د اکثريت په اوږو سپاره وي او د پښتون په واکمنۍ کې به  پښتون د تاريخ له تر ټولو ستر ذلت سره مخ وي، آيا نور به هم د وژلو او تباه کولو له لارې او د غليمانو په اصطلاح د اکثريت بې فرهنګ (؟؟ ) پر اقليت بې فرهنګ د اړولو هڅې هم کېږي او که نه؟

  ملت اندېښمن دى چې په راتلونکې حکومت کې به دې هم وزيران، سفيران، واليان او مشاورين همدا خلک وي چې تا ته رايه ورکوونکي وژني او ترورستان يې ګڼي ؟؟، او بيا به دې هم کابينه کې د هېواد   مخلصو بچيانو، کارپوهانو، د ولس  دخادمانو او تجربه لرونکيو اشخاصو ته ځای نه وي. بيا به هم همدا عذاب پردې ملت نازل وي ؟بيا به  هم همدا ديګ او همداشلغم وي ؟ بيابه ستا وزيران هغه نااهله كسان وي چې ملت دلاريونونو په زور په كور كېنولي او تابيا په غېږ كې نيولي ، هغه چې ته يې داسې محاصره كړى يې  چې ټول مخلص ، هېوادپاله او دې هېواد ته وفاداره اشخاص يې درنه لېرې وساتل،دبدنامۍ لپاره يې ورته  پلمې او دسيسې  جوړې كړې  اوته يې  دفيل په غوږو كې  په ډېر ناز ويده كړى وي ، ددې كسانو اهليت دې په كمپاين كې ښه جوت شو.

     نه ښاغليه ولسمشره پام چې دا ځل داتاريخي  اشتباه  تکرار نه کړې. نوره نو له سره وېره لېرې کړه ، سازش، مصلحت انعطاف او باج ورکول پريږده، کار اهل ته وسپاره په خپلې پاليسۍډلې پلان، سياست او استراتيژۍ کې دې ژور بدلون راوله، پر ملي او بين المللي سياست دې بيا کتنه وکړه، له نوي هوډ او نويو ارادو سره راشه. له واقعي او رښتونو کارپوهانو سره چې ملي فکر او ملي درد لري مشورې کوه. دې ولس ته نجات ورکړه، ارزښتونه يې وژغوره،پر دې  غيرتي ،سرښندونکي ، وفادار او له ننګ اوغيرتونو ډک ولس  د ترورست، القاعده، مافيا، ډار اچوونکي، دهشتګر... نوم مه ږده ،په جنګسالارانو  باور مه کوه، پر ولس يي وکړه، په ولس د اعتماد او باور د فضا د راپيدا کولو لپاره خولې تويې کړه،  

نور نو له سياسي بدعتونو لاس  واخله ، پر افغانانو نړۍ مه خندوه ايا پوهېږي چې دا په قومونو ددولتي  څوكيو او امتيازاتو وېش  دافغانانو پر اينده څومره ناوړه اغيز لري؟

هغه كسان چې په ملت كې  تعصب خپروي ،ژبې  ،سيمې او قا م ته  كاركوي او پر تايې كوډې كړي چې   اوس  هم ستا ترزنې لاندې  دڅوكيو په تمه  ناست دي داسياسي مداريان او سياسي كوډګر دي دوى  له ځان پرته دبل وجود نه مني  دوى  وشړه او آن سزا وركړه .

  كه نه بل ځل خو دكاندېدېدلو حق  نلرې خو ګوره داملت  چې څومره په دوستۍ كې كلك دى هماغومره په دښمنۍ كې هم كلك دى ،  دوى سل كاله وروسته غچ هم بېړنى بولي ،دوى دځينونورو غوندې  دشاه له لارې ګوزار نه كوي   او هرچاچې له دې ولس سره جفا كړې ده هغه يې ندى بخښلى نور دې خوښه  .

 محمدحسن حقيار

haqyar@gmail.com

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 31 Aug 2009 او وخت 10:53 AM |
د برطانيه حکومت وايي چې د افغانستان په هلمند ولايت کې يې خپله يوه پوځي چورلکه له هغې وروسته چې تخنيکي خرابي پکې رامنځته شوه، په باروتو والوځوله.

دبرطانيه د دفاع وزرات ديوې مطبوعاتي اعلاميه له مخې دا الوتکه په سنګين ولسوالۍ کې له منځه وړل شوي. په اعلاميه کې راغلي چې چورلکه د ناستې پرمهال خرابه شوه او بيرته راوړل يې ناشوني وو نو ځکه په باروتو والوځول شوه. دبرطانوي رسنيوو په وينا الوتکه ځکه له منځ وړل شوي چې که همداسې پاتي شوی واي نو طالبانو ته په لاس ورتلله او نه يوازې د دغه هيلي کاپټر ساخت ورته معلوميده بلکې په رسنيوو کې به يې پرې تبليغات هم کول چې دبرطانوي ځواکونو چورلکه يې نيولي.

دطالبانو يوه ویبپاڼه بيا وايي چې دا چورلکه د دوی جنګياليوو په هاوان ويشتلې. دطالبانو ویب پاڼه زياتوي چې دوی هغه وخت پر الوتکه بريد وکړ چې خراب شوي وه او هغه ۷ تنه انګريز انجنيرانو چې د دې چورلکې دجوړولو هڅه يې کوله، وژل شوي دي. دبرطانيه وزارت دغه خبره نه مني.

د يادونې وړده چې تيره مياشت په افغانستان کې د برطانوي پوځونو مشرانو دپوځي چورلکودتخنيکي پلوه له کمزورتيا شکايت کړی وو او غوښتنه يې کړي وه چې زر تر زره دې ورته نوي چورلکې وروليږل شي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 31 Aug 2009 او وخت 10:17 AM |
له امريکا څخه خپرېدونکي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د اګست په ۲۸ په یو رپورټ کې د افغانستان په شمال کې په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په ګټه د درغلیو بېلګې خپرې کړي دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې پنځه واړه مخکښ کانديدان (حامد کرزی، عبدالله، رمضان بشردوست، اشرف غني، او ميرويس ياسيني) د ټاکنو په مهال د درغليو تورونه لګوي. په دې کې یې د ميرويس ياسيني د رایو هغه نمونې هم يادې کړي دي چې د نوموړي پلويانو د سپين بولدک په ښار کې په یو کنډر یا شیله کې له ټاکنو وروسته موندلې وې. ياسيني وايي چې د نوموړي په لسګونه زره رایې له بکسونو ويستل شوي دي او وروسته یا سوځول شوي او یا هم څېري شوي دي.

ورځپاڼې په شمال کې د بلخ په ولايت کې د عبدالله په ګټه د درغليو د بېلګو په لړ کې لاندې ټکي ياد کړي دي:

-د بلخ ولايت  د چمتال په ولسوالۍکې د حامد کرزي پلوی څارونکی عبدالحکيم غفورزی د پوليسو له خوا وهل شوی اوس مهال په زندان کې دی. نوموړی وایي چې پوليسو ځکه وواهه او بندي کړ چې شکايت یې وکړ چې په بلخ کې پولیس هغه مرکزونه تړي چې حامد کرزي ته په کې خلک ډېرې رایې ورکوي. خو د بلخ والي عطا محمد نور چې په ښکاره یې د عبدالله پلوي اعلان کړې وه د ټاکنو د خپلواک کميسيون کارکونکي تورنوي چې خرڅ شوي وو او په خپله د دې کميسيون مامورينو درغلي کړې ده. نوموړی وايي چې کرزی یې په درغليو وګټي نو په حکومت کې به برخه وانخلي.

غفورزی وایي چې د ټاکنو په ورځ په ۳:۳۰ بجو ورته ټيلي فون راغی چې پوليس په زوره مرکزونه بندوي ځکه خلک حامد کرزي ته رایه ورکوي. نوموړی وايي پوليسو د رایو په شمېرنه کې هم مداخله کوله. بکسونه یې قلف کړي وو. ما خپل مشر ته خبر ورکړ او په سبا باندې مو چې د ولی عصر په ښوونځي کې رایې شمېرلې، پوليس راغلل او له وهلو وروسته یې بندي کړم. عطا محمد نور وايي چې دا د غفورزي او د پوليسو د مشر ترمنځ شخصي مساله ده. په غفورزي دا تور دی چې د پوليسو مشر یې وهلی دی.

- د بلخ په چمتال کې یو قومي مشر وایي چې د عبدالله پلويانو له خلکو د مرستو په بدل کې د رایو کارتونه غونډ کړل او په خپله یې هغه رایې وکارولې. مرستې هم د بلخ د سرې مياشتې له رياسته راړل شوې وې.

- د پوهنتون یو محصله پلوشه بيا وايي چې د بلخ د دهدادي ولسوالۍ په کوم مرکز کې هغې رایه ورکوله هلته په ټول مرکز د عبدالله عبدالله پوسټرې لګېدلې وې. پوليسو او د ټاکنو چارواکو هم خلکو ته ویل چې عبدالله ته رایه ورکړي. نوموړې وايي چې په دې مرکز کې خلک ازاد نه وو چې رایې وکاروي. پلوشه وايي چې دې کسانو خلکو ته ويل که عبدالله ته رایه ورنکړﺉ نو امنيتي حالت به خراب شي او بيا به تاسو دلته ژوند نه شﺉ کولای.

- یوه ښځينه ناظره وايي چې د بلخ په برګه کلي کې مې ډېره پراخه درغلي وليدله. د ټاکنو د کميسيون مامورينو عبدالله ته د سل وارې زياته رایې واچولې او نور خلک یې په زوره بلل چې نوموړي ته رایه ورکړي.

د يادونې وړ ده چې په یو شمېر نوماندان په عبدالله د افغانستان په شمال او په حامد کرزي د افغانستان په ختيځ او سويلي سيمو کې د درغليو تورونه لګوي.

د واشنګټن پوسټ ټول راپور په انګليسي ژبه دلته لوستلای شﺉ.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Aug 2009 او وخت 5:11 PM |

دیهودانوپه یوه غونډه کښيې لوی یهودي عالم وینا کوله ، بایزیدبسطامی رحمة الله علیه هم دغه مجلس ته ورغی اوهلته کشیناست خودبایزید دکیناستلوسره دیهودی عالم ژبه بنده سوه نوره وینا یې نشو کولی ، خلګوشورجوړکړچی ولي عالم څه نه شي ویلای ، یهودی عالم وویل : دخل فینا محمدی ؛یعنی زموږمجلس ته یو محمدی راغلی ، له همدی امله مي ژبه بنده سوه ، خلګوورته وویل : ته هغه محمدی په ګوته کړه جی ویې وژنو یهودي عالم وویل : نه ؛ وروسته هغه عالم وویل : ای وروره هرڅوک چی محمدی وی پورته دی شي ، بایزیدبسطامی پورته شو یهودی عالم وویل چی زه له تاڅخه څوپوښتني کوم ته به ځواب راکوي ؛ بایزیدبسطامی ورته وویل سمه ده ، خو زه هم یوسوال لرم چي ته به یې ځواب راکوي ، یهودی عالم وورته وویل : سمه ده ؛ یهودی عالم خپلي پوښتني له بایزید بسطامي رح څخه داسي پیل کړي .



۱ س - داسی یو راوشیه چی دهغه په ډول دوهم نه وی؟

۱ ج - خدای یودی ثانی [دوهم ] دخدای ج په شان نشته .

۲ س - داسی دوه راوشیه چې داسي دریم نه وي؟

۲ ج - شپه اوورځ ( الیل والنهار ) دي چې دریم نه لري .

۳ س - داسی دري راوشیه چې څلورم نه لري؟

۳ ج - لوح ، قلم ، کرسي دري دي څلورم نه لري .

۴ س - داسي څلورراوشیه چې پنځم نه لري؟

۴ ج - تورات ،انجیل ،زبور، قران ؛ داڅلورپنځم نه لری .

۵ س - داسي پنځه راوشیه چې شپږم نه لری؟

۵ ج - الله تعالی په بندګانوپنځه لمځونه فرض کړي دي نه شپږ .

۶ س - داسی شپږراوشیه چی اوم نه لري ؟

۶ ج - خلق السموات والارض ومابینهمافی ستةایام ؛ یعنی زمکه اواسمان یی په شپږوورځوکی پیداکړی نه په اووورځواوشپوکښې .

۷ س - داسی اوه راوشیه چی اتم نلری؟

۷ ج - الم ترکیف خلق سبع سموات طبقا)خدای تعالی فرمایې چی مااوه اسمانونه پیداکړی دي اته می نه دي پیداکړی.

۸ س - داسی اته راوشیه چی نهم نلری ؟

۸ ج - (يجعل عرش ربك فوقهم يوميذثمانیة)یعنی عرش اته ملکی باروی.

۹ س - داسی نه راوښیه چی لسم نه وی؟

۹ ج - (وکان فی المدینة تسعته رهط یفسدون)یعنی دنوح علیه السلام دقوم کسان نه وو ، نه لس.

۱۰ س - داسی لس راوښیه چي یولسم نه لري؟

۱۰ ج - په حج کښی چی څه غلطی وسي لس روزی فرض کیږی نه یولس اوه هلته اودری بیا بهر (تلک عشرة کاملة)نودالس دی یولس ندی.

۱۱ س - داسی یولس راوښیه چی دولسم نه وی؟

۱ ۱ ج - دیوسف علیه السلام وروڼه یولس و دولسم نه لری .

۱۲ س - داسی دولس راوښیه چی دیارلسم نه وي؟

۱۲ ج - کال دولس میاستی ده دیارلسم نه لری..

۱۳ س - داسی دیارلس راوښیه چي څوارلسم نه وی ؟

۱۳ ج - (رآیت آحدعشرکوکباوالشمس والقمررأیتهم لي سجدين)یوسف علیه السلام خوب ولیدچي يولس ستوری یولمراوسپوږمي راته سجده وکړي داټول دیارلس دی څوارلسم نلري.

۱۴ س - داسی شی راوښیه چه خپله الله تعالی پیداکړی وی بیاخپله الله تعالی دهغه په باره کښی سوال کوی؟

۱۴ ج - ده ورته وویل :چی هغه دموسی علیه السلام لکړه ده چه الله تعالی خپله پیداکړی بیادهغه په مورد کی له موسی علیه السلام څخه تپوس کوی فرمایې چی (وماتلک بیمینک یاموسی) ستاپه ښی لاس کي څه شی دی؟

۱۵ س - بهترینه ورځ کومه ورځ وي ؟

۱۵ ج- دجمعي ورځ .

۱۶ س - بهترینه شپه کومه یوه ده؟

۱۶ ج - لیلة القدر.

۱۷ س - بهترین دسورلی شی څه دی ؟

۱۷ ج - آس .

۱۸ س - بهترینه میاشت کومه ده؟

۱۸ ج - رمضان المبارک.

۱۹ س - ووایه کوم شی الله پیداکړی بیایې دهغه په عظمت اقرارکړی؟

۱۹ ج - ښځه الله تعالی پیداکړي بیایی دهغی مکربیان کړی اقراریې پری کړی چی (ان کیدکن عظیم)دښځي مکرډیرلوی دی دیوښه عقلمندپښې له بیخه نسی ښکلای مګر ښځه یې کاږی له بیخه.

۲۰س - داسي شی راوښیه چي بې روح وي اوساه اخلي؟

۲۰ ج - (والصبح اذاتنفس)ماته الله تعالی وایې چی زما دی په سحرقسم وی یعنی په صبح چي دی ساه اخلی.

۲۱ س - هغه راوښيه چی الله تعالی ورته حکم کړي وی داطاعت اوله هغه سره یې خبری کړی وی؟

۲۱ ج - هغه اوه اسمانونه دی اواوه مځکي دی (ثم استوی الی السماء وهی دخان فقال لها والأرض آتیا طوعا اوکرها قالتا آتین طاََََََََََََََََََََََََََََََ ﺉعین )الله تعالی اوه ځمکي اواسمانونه پیداکړل اودغه څوارلسو ته یې خطاب وکړ ویې فرمایل چی زما مخ ته سجده وکړی ټیټ سی هغوڅوارلسوورته وویل موږستا مخ ته ټیټیږو اوسجده کوو.

۲۲ س - هغه څه شی دی چی الله تعالی خپله پیداکړی بیا بیرته الله تعالی واخستل ؟

۲۲ ج - الله تعالی مسلمانان پیداکړی بیایې په بدل دجنت کښی بیرته اخستی لکه چي الله تعالی فرمایې (ان الله اشتری من المؤمنین انفسهم واموالهم بان لهم الجنة).

۲۳ س - وښیه هغه کوم شی دی چي بې روح وی اوپه کعبه شریفه یې طواف کړی وي اواردګرد ښه په بیت الله شریفه ګرځیدلی وی؟

۲۳ ج - هغه کشتی دنوح علیه السلام ده چی دطوفان اوبوآهسته آهسته راوسته او چاپیره یې په مکه مکرمه طواف وکړ.

۲۴ س - کوم یوقبردی چی سړی یې خبله بارکړواوولاړو؟

۲۴ ج - هغه هغه ماهی دی چي یونس علیه السلام یې تیرکړواوولاړڅلویښت ورځی یې پخپل نس کښي وګرځاوودقبرپه رقم.

۲۵ س - کوم کسان وچی دروغ یې هم اوویل جنت ته به هم داخل شي؟

۲۵ ج - هغه دېوسف علېه السلام وروڼه ووچی(وجاءوعلی قمیصه بدم کذب قال بل سولت لکم انفسکم أمرا)بس ېعقوب علېه السلام داستغفاردعاورته وکړ اوددوې په توبه به الله تعالی دوی جنت ته داخل کړی.

۲۶ س - :ووایه هغه کوم قوم ده چي سره له رښتیا ویلوبه الله تعالی دوی دوزخ ته داخل کړي؟

۲۶ ج - هغه قوم یهودان اوعیسایان دی چی دوی یوبل ته دباطل خطاب کوی اوداخطاب رښتیاهم دي(وقالت الیهود لیست النصاری علی شېء وقالت النصاری لیست الیهود علی شیء وهم یتلون الکتب ).

همداسي یهودي نورسوالونه وکړو اوابویزیدځوابونه ورکړو

دحضرت بایزید بسطامی سوال له یهودی عالم څخه

بایزید بسطامی رح یهودی عالم ته وویل : اوس زه صرف یه پوښتنه درنه کوم اوهغه دادی چي: مع من مفتاح الجنة؟ دجنت کیلی به له کوم چاسره وي یهودی عالم خاموشه سو دمجلس خلګو ورته وویل : ولی دده دسوال ځواب نه ورکوی ،تا دسوالونو جوالونه باندي واچول ده ځوابونه درکړل ته دیوه سوال ځواب نه ورکوی یهودی عالم ورته وویل زه یې ځواب لرم خو بیا به یې تاسو نه اومنی دوی وویل ته ځواب ورکه موږیې منویهودی عالم په ځواب کي ورته وویل چی داکیلی به له محمدرسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) سره وی.
دمولوی عبدالعزیز حقمل لیکنه

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Aug 2009 او وخت 4:54 PM |

- دجمراتو ویشتلو ځای، چې ځينې خلک يي په غلطه دشيطان ویشتلو ځای بولي.

۲- مکه مکرمه 12 کاله ورورسته:

- له مکې مکرمې څخه به عرفات، منی، او مزدلفې اورګاډي ځي، فکر کوم چې
دغه پروژه سعودي له چين سره لاسليک کړې ده.

- په ګرمۍ کې حاجیانو ته دورځې له پلوه طواف کول ډیر سخت وي، ددی لپاره
به مطاف یعنې دطواف کولو ځای کی څلور لويې چترۍ ولګول شي.

- مکي حرم درې کاله وروسته:



۶- حرم نږدې هستوګنځايونه:



7- مدني حرم څلور کاله وروسته:



8- په جده کې دمیل په نامه برج، چې دنړۍ تر ټولودویم لوړ برج به بللې شي.



په درنښت
له خپل نفس سره جهاد کول رښتيا هم چی ډیر سخت کار دی، خو که انعام يي جنت وي، نو آيا بيا هم سخت دی!؟

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Aug 2009 او وخت 4:44 PM |
 قزاقستان نن د شوروي اتحاد له خوا په دې هیواد کې د لومړني اتوم بم د ازمیښت شپیتمه کلیزه لمانځي.

 د ۱۹۴۹ میلادي کال د آګست په ۲۹ مه  په ځايي وخت د سهار په ۷ بجو شوروي اتحاد د قزاقستان د شمال د سیمیپلاتینسک په سیمې کې د ۲۲ کیلو ټنو اتوم بم ازمویلی و. په دې ازمیښت سره د امریکا او شوروي اتحاد ترمنځ د ساړه جنګ  اتومي سیالي پيل شوه.

 امریکا د شورویانو دا اټومي ازمیښت د جو- ۱  په نامه یاد کړی چې اشاره یې د جوزیف ستالین د نوم لنډیزته وه. تردې اتومي ازموینې وړاند وړاندې امریکا په ۱۹۴۵ کال د جاپان په هیروشیما او ناګاساکې ښارونو خپل وژوونکي اټومي بمونه ازمویلي ول.

 د قزاقستان د اټومی ازمیښت په تعقیب، د څلورو لسیزو په مودې کې شوروي اتحاد تر ۴۵۰ څخه زیات اټومي او ترمځکې لاندې ازمیښتونه وکړل چې له امله یې د سیمیپلاتینسک د سیمې په اوسیدونکو کې د معیوبو ولادتونو ، د سرطان اودماغي ناروغیو اثرات رامنځ ته شوي دي. شوروي اتحاد د اټومي ازمیښتونو په مهال د سیمې اوسیدونکي نورو برخو ته نه وو انتقال کړي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Aug 2009 او وخت 4:10 PM |
د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نورو ابتدايی پایلو له اعلانېدو سره د ښاغلیو کرزي اوعبدالله په رایو کې توپیر نور هم زیات شو اواوس د ټولو اعلان شویو رایو په سلو کې شپږڅلوېښت اعشاریه درې د کرزي اویودېرش اعشاریه څلورد عبدالله دي .

 د انتخاباتودخپلواک کمیسون د مسوولانو په وینا له ننیو اعلان شویو نتیجو سره په درو کې د یوې برخې (شاوخوا پنځه دېرش فیصدو)رایو لومړنۍ پایلې څرګندې شوې .

 کرزی په سلو کې پنځوس جمع یوې رایې ته اړتیا لري چې د ډېروپه نظرهغه د ټولو رایوله شپېتو تراویا فیصدو پورې ګټلې دي .

 د انتخاباتو د دارلانشا د ريیس ښاغلي نجفي په وینا په شمېرل شویو رایو کې دوه ملیونه یو سلو څلوېښت زره شپږ سوه درې څلوېښت رایې دتصدیق وړ دي .

درې اویازره څلور سو نهه نوي رايې باطلې شوې دي .

همدا رنګه هغه کاندیدانو ته چې له کاندیدۍ د نورو په ګټه تېر شوي هم په شمېرل شویو رایو کې څلور دیرش زره څلور سوه لس رايې ورکړل شوې چې دا هم باطلې اعلان شوې .


د هغو نتیجوله مخې چې تر اوسه اعلان شوې د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندیدانو په لاندې توګه رایې خپلې کړې دي:

حامد کرزی :۹۴۰۵۵۸/ نهه سوه ، څلوېښت زره پنځه سوه اته پنځوس رايې.

عبدالله عبدالله : ۶۳۸۹۲۴/شپږسوه اته دیرش زره نهه سوه څلورویشت رايې.

رمضان بشردوست: ۲۷۷۴۰۴/دوه لکه اووه اویه زره څلور سوه څلور رايې.

اشرف غني :۴۸۲۷۵ /اته څلوېښت زره دوه سوه پنځه اویا رایې.

میرویس یاسني :۲۳۰۵۹ /درېویشت زره نهه پنځوس رایې.

شهنواز تڼي : ۱۳۵۱۲/ دیارلس زره پنځه سوه دولس رايې.

عبدالسلام راکټي : ۸۲۵۰/ اته زره دوه سوه پنځوس رايې .

پاتې نور کاندیدان : ۸۲۰۰۰ /دوه اتیا زره رايې.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Aug 2009 او وخت 1:25 PM |

افغان او هالنډي کپتان

د افغانستان دکرکت تیم کپتان دهالیند مات شوی تیم له کپتان سره ستری مه شی کوی

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 27 Aug 2009 او وخت 1:45 PM |

د پاکستان په اوسني صورتحال کي دا حقیقت بېخي څرګند دی چي طالبان تر کومې ځانګړې سیمې ملاکنډ ډویژن، وزیرستان او پېښور پورې محدود نه دي. موږ په تکرار سره دا خبره کړې ده، چي طالبان صرف یوه قام ته منسوب نه دي. لکه څنګه چي د پاکستان جهادي او جماعتي مېډیا پر نړیواله کچه دا منفي او غلط تاثر خور کړ چي طالبان پښتانه او پښتانه طالبان دي. البته دا یو حقیقت دی، چي په افغان جهاد (فساد) کي د جابر او جلاد ضیاءالحق ټوله انتهاء پسندي او خرمستي د ډیورینډ د غزېدلي ښامار په دواړو غاړو یوازې تر پښتني سیمو پورې محدوده پاتې شوه. خو ددې انتهاء پسندۍ او خرمستۍ د اثراتو نه د سیمې نور قامونه هم بچ پاتې نه شول. نن د طالبانايزېشن رجحان په ټول پاکستان کي د یو طاقتور ذهنیت په توګه کار کوي. د پاکستان ریاستي ذهنیت د طالبانايزېشن په زېږولو او پروموټ کولو کي پراخه ونډه تر سره کړې ده. نن حالت دا دی، چي اسفندیار ولي خان وائي چي د پاکستان او طالبانو نه به د یوه انتخاب کېږي، دواړه نور یو ځای نه شي پاتې کېدی. د امریکې موقف دا دی، چي که پاکستان د طالبانو خلاف کاروائي نه کوي نو امریکه پخپله د کاروائۍ حق محفوظ لري.                                                                                                                     

له یوې مودې پر نړېواله مېډیا د پنجابي طالبانو په حقله رپورټونه راځي. یو خوا که د ثبوت په توګه په لاهور او نورو ښارونو کي د پېښو شوو واقعاتو ذکر کېدی شي نو بل خوا په پښتونخوا او قبایلي سیمو کي د داسې ډېرو شواهدو د موندلو دعویٰ شوې ده چي په هغوی کي د ترهه ګرو تعلق د پنجاب سره تړلی دی.                                                        

څو هفتې وړاندي د اې این پي صوبائي صدر او نومیالي دانشور سنېټر افراسیاب خټک په اسلام اباد کي  یو سیمینار ته د وېنا پر مهال وویل چي په جنوبي وزیرستان کي دا وخت له 3000 نه تر 5000 پورې داسې طالبان موجود دي چي له پنجاب نه راغلي دي.

ددې طالبانو تعلق د پنجاب د جنوبي ضلعو سره دی او په دې هکله د پنجاب حکومت سره په سرکاري توګه خبره هم شوې ده.

جنوبي پنجاب دا وخت د ترهه ګرو ځاله ګڼل کېږي.

 د پنجاب سیکولر سیاسي حلقې پخپله وایي چي د سوات، بونیر او دیر په ډول په جنوبي پنجاب کي هم د اپرېشن ضرورت دی.هلته جهادي تنظیونه په تېزۍ سره خپل فعالیتونه پرمخ بیایي او خفیه ادارې په پراخه کچه د هغوی مرسته کوي. د پښتونخوا او قبایلي سیمو تر څنګ په افغانستان او کشمیر کي د تخریب لپاره هم دا جهادي تنظیمونه خپله لویه ونډه لري.د لشکر جهنګوي ځینو غړو د یو اوسني تفتیش په جریان کي د کراچي پولیس ته ویلي دي چي هغوی د پښتونخوا او قبایلي سیمو نه علاوه د  NATO پر ځواکونو د یرغل لپاره هم جنګیالي روزي او لېږي.

 خبري اژانسونه وایي چي د لاهور تر څنګ د پنجاب د زیات شمېر ښارونو جوماتونه او مدرسې دا وخت د تخریبي فعالیتونو لپاره تعلیمات تر سره کوي. هلته دا درس ورکول کېږي چي په افغانستان کي کفار واکمن دي او په پښتونخوا او قبایلي سیمو کي پاکستاني فوځ د نورو د مفاداتو لپاره خپل مسلمانان وروڼه وژني. ځکه نو جهاد پر هر مومن فرض کېږي. سیاسي څېړونکي دا خبره هم کوي چي د پښتونخوا په نسبت په پنجاب کي د طالبانو ټرېننګ زیات پر ټکنیکل بنیادونو دی. ځکه چي پنجاب خپل ترقي یافته اپروچ په دې ځای کې هم په کار راوړي.

اې این پی مسلسل دا دعوا کوي چي په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د جوماتونو او لاشونو بې حرمتي پنجابي طالبان کوي، ځکه چي هغوی د مذهب په حواله هم څه خاص استقامت نه لري او د هر مقصد لپاره په اسانه استعمالېدی شي.

د لاهور د وړو وړو بدمستیو تر څنګ د سرفراز نعیمي غوندې مذهبي خلکو وژنه ددې حقیقت ښودنه کوي چي جنګ اوس خور شوی دی . ولي خان دېرش کاله پخوا ویلي وو چي دا کوم کلاشنکوف بردار لاسونه چې تاسوافغانستان ته وږدوﺉ، ددې نښه به اخرکار لاهور او اسلام اباد وي او دا اور که خور شو نو بیا به یوازې د سرې جنډې کور نه سېزي بلکې برګې، زرغونې، سپینې او تورې به ټولې پکي ځي. زه نه پوهېږم چي په دې حواله پنجاب اوس هم په هوش کي نه دی راغلی؟ ایا هغه پنجاب به اوس هم نه پاڅېږي، کوم چي به د نورو صوبو د سوځېدلو په وخت حبیب جالب را پاڅول غوښتو؟ د پنجاب د مذهبي دانش او جهادي و جماعتي مېډیا په دې حقله اوس هم هغه احمقانه او جاهلانه ردعمل دی، چي دا جنګ زموږ نه دی بلکې موږ د نورو جنګ کوو. د عمران خان غوندې بې ږیرې مُلایان وائي چي د طالبانو خلاف فوځي کاروایي په ملکي مفاد کي نه ده بلکې دا د امریکې خواهش دی چي له دې لارې عوام د فوځ خلاف کړي. جماعتِ اسلامي خو نو د طالبانو په روزنه اوپرورش کي بنسټیزه خښته ده. مولانا فضل الرحمان د پارلیمان مزې هم کوي او په پس پسې د فوځي اپرېشن مخالفت هم کوي. "رند کې رند رهې جنت بهی هاته سې نهين گئی". د نواز شریف پوزیشن هم کټ مټ داسې دی.

تر اوسه پورې په دې حقیقت د پوهېدلو کوشش ونه شو، چي د جهالت خلاف جنګ د هر چا جنګ وي. په پاکستان کي خو ځنګل ښار ته راننوتی دی. کوم داسې کار دی چي په جبر نه تر سره کېږي؟ د دلیل او منطق خبره چرته لاړه، تهذیب چرته ورک شو او هغه د مساواتو، ورورولې او اسلامي اخلاقیاتو لوې لوې دعوې؟؟ مګر بیا هم د ترهه ګرو لپاره نرم زړه او د هغوی د دفاع لپاره د خودساخته دلیل تراشلو ریاستي پالیسي...!

فوځي اپرېشن تر اوسه پورې دوام لري، سره له دې چي د لویو لاس ته راوړنو دعوه کېږي او په مختلفو حوالو یو جزوي اطمینان څرګندېږي خو د طالب قیادت خوندي پاتې کېدل هغه سوال دی، چي هر حساس ذهن ته ورپېدا کېږي. په دې سلسله کي خلقو کومې بدمرغۍ او بدبختۍ ونه زغملې؟ هغه د افغان فساد د وخت د مهاجر او انصار د رشتو یادونه تازه شول.

 د بې ځایه شوو خلکو په نوم د خېرات جولۍ د ټولې نړۍ په وړاندي وغوړول شوه.

 موږ د طالبانو د جنونیت او د ریاست د استبدادیت لپاره پېدا شوي یو. پاکستان اوس هم د څو کورنیو ملکیت دی. پاتې عوام د اڼولو لپاره دی.

 اولس یوازې د کرکټ مېچ د ګټلو په وخت په خوشحالیو کي شاملوي. دا اخلاقي فریضه هم ده او حبُ الوطني هم، زموږ ساده ګان په تشه ګېډه ورته ټوپونه وهي. پردي مېچ ته اتڼ، پردي جج ته اتڼ!! د جناح صاحب "څوارلس نکات" لوستونکي او رټه کوونکي به هم دومره پوهېږي!! 

اولس له یو نالیدلې وېرې سره مخامخ دی او ریاستي ادارې د ویرې سیاسي استعمال کوي.

  د طالبانو له وېري حقیقي اولسی ګوندونه یوه عامه غونډه هم نه شي کولی برعکس د حمید ګل او صوفي محمد د سکول آف تهاټ سیاسي ګوندونه هر ډول سرګرمۍ تر سره کولی شي.

  پاکستاني ریاست په انتظامي توګه ناکام دی. په نورو لفظونو انتظامي ادارې د شرپسندو او ترهه ګرو خلاف کاروائۍ ته چمتو نه دي. د ټارګټ کلنګ واقعات اوس د معمول خبره ده. یو غیر یقیني صورتحال دی. د پښتونخوا او قبایلي سیمو نه علاوه د بلوچستان او کراچۍ په موجوده کشیده او پېچیده صورتحال کي د سیکورټي ادارو نېغ په نېغه مداخلت شامل دی. په پښتونخوا کي اکثر زړه لړزونکي واقعات او د سکولونو تباهي د کرفیو په دوران کي شوې ده. د سیکورټي ادارو د مجرمانه کردار د پټولو لپاره شپه او ورځ د بهرني لاس د مداخلت ذکر دوام لري.د مېډیا ټوله غصه تر بهارت او افغانستان وځي.

 خو ددې هر څه سربېره اوس نړیوال سیاست یو داسې رُخ اختیار کړی دی چي پکي د پاکستان د ډبل ګېم پالیسي نوره ګټوره نه شي پاتې کېدی.

 د ډرون حملو په شدت کي هم اضافه راغلې ده. اوباما د افغانستان مستقبل براه راست له پاکستان سره تړلی دی. لېکن بیا هم طالبان خو د پاکستان یو کاروبار دی، د کومو په نوم چي له دنیا نه د ډالرو بوجۍ را غونډولی شي. دېرش کاله "فساد خور کړه، ډالر وګټه" پالیسۍ ته د پاکستان په ریاستي تناظر کي مرکزي حثیت ورکول شوی دی.

 اوس هم د طالبانو خلاف د جنګ په نوم ډالر، د طالبانو د حمایت او ملاتړ د جاري ساتلو په نوم اجرتونه او اوس د بې کوره شوو خلکو په نوم د خېراتونو غوښتنه!!! په اوسني صورتحال کي د پاکستان دا څرګند موقف دی چي موږ په کمه تنخواه زیات کار نه شو کولی. طالبان د پاکستان یوه قیمتي سرمایه او اثاثه ده. پاکستان ددې پرورش او حفاظت په هر حال کي کول غواړي. جنوبي پنجاب او لاهور د طالبانو یوه ښه تربیت ګاه ثابتېدی شي.

 لشکرِ جهنګوي، لشکرِ طیبه، حرکت المجاهدین او نور جهادي تنظیمونه د طالبانايزېشن د خورولو لپاره د ریاستي ادارو لخوا سپورټ کېږي. ددې تنظیمونو تربیه شوي جنګیالي د جنګ عام آلات نه بلکې لوې وسلې، میزایل او راکټ لانچر استعمالولی شي. 

 سیاسي څېړونکي وایي چي د پنجاب د جهادي فرقه ورانه تنظیمونو او طالبانو تر منځ باقاعده اتحاد موجود دی. په نورو ټکو دا د یوې سکې دوه مخونه دي. پنجاب د خپلو جهادي تنظیمونو لپاره د طالب نوم ځکه نه استعمالوي، چي دوی طالب یوازې پښتنو ته منسوب ساتل غواړي. د طالبانو خلاف چي څومره په پښتونخوا کي خبره ګرانه ده، په هم دې کچه په پنجاب کي هم ده. د پاکستان مېډیا هر وخت طالبانایزېشن ته د دلیل او جواز پېدا کولو په هڅه وي، د افغانستان د طالبانو خوبۍ او کارنامې راشمېري او هلته کي هر ډول خرمستیو ته جواز ورکوي. خو چي کله خبره د پاکستان شي نو بیا یې دانشوران په مختلفو حلقو کي تقسیم شي. ضرورت ددې دی، چي پښتانه قام پرستان په دې حالاتو کي پر جدي بنیادونو خپل رول تر سره کړي. د طالب اصلی امېج دنیا ته ورمعارفي کړي، هم په حکومتي او په عوامي حواله دا کار باید وشي. یاران که مي ځان د قام ګني، نو درنه خاموشي به ماتوي. د خاموشۍ شکست زښت زړه چاودونکی وي. پښتانه هر خوا د المیو نه ډک ژوند تېروي.پښتونخوا ورانه ده، کراچۍ د ژوند او کاروبار جهنم دی، په بلوچستان کي د پښتنو ژوند بېخې بې اسرې او بې سهارې دی. نمایندګي نشته. بلوچیان یوازې د آزادۍ سیاست مني، خو د پونم پښتون زړه او دماغ په دې لړ کي کوم شرایط نه لري. له ګڼ شمېر بحرانونو سره لاس او ګرېوان یو. پنجاب لګیا دی، طالبان جوړوي او د پښتنو وطن ته یې رالېږي. موږ لا د خپلې مقدمې د وړاندي کولو په پوزیشن کي نه یو. قامی سوالونه چرته ارام پراته دي. قامي مسئلې نیژدې په لر او بر ټول وطن کي مذهبي شکل خپل کړی دی. دانشوران او ادیبان په دې حقله خپله منصبی فریضه نه تر سره کوي. د خپل وطن claim هم نه شي کولی. خپل مطبوعات مو جذباتیت ته سپارلي دي. د هغه وخت قصیدې راته لیکي "چي په هند کي پښتانه وو باچاهان". په سیاسی حواله مي روڼ آندي هیڅ محکم علمی contribution نه لري. څوک په ړوند عقیدت کي له سیاسي قیادت نه پېغمبران جوړوي او د هر ډول تنقید نه یې مبرا ګڼي او څوک بیا د سطحی جذباتيت له مخې ټول قامي تحریک په نیشت حسابوي. دا دواړوې رویې پر انتها پسندۍ مبني دی او نتایج یې هم دومره خطرناک دي لکه د مُلایانو بنیاد پرستي!!

 موږ نه غواړو چي د پښتنو قامي انتها پسندي دي د مُلایانو د مذهبي انتها پسندۍ په تول پوره وخېژي. موږ په یو اوږد جنګي ماحول کي پاتې شوي یو. په جغرافیایي حواله ټوټې توټې یو او په سیاسي، اقتصادي او علمي حواله خوار یو. موږ د اعتدال او سنجیدګۍ سیاست ته اړتیا لرو. زموږ وطن دروغژن دورونه تېر کړي دي، ځکه نو د رښتیا مکتبِ فکر ته زښت تږی دی او هم په دې مکتبِ فکر جوړېدی شي.

khanzamankakar.kakar@gmail.com


+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 25 Aug 2009 او وخت 11:17 AM |

د امریکا حکومت د دوشنبې په ورځ د ګوانتنامو له بندیخانې څخه یو بندي خوشي کړ او افغانستان ته یې ولېږه .

ټاکل شوې ده چې د ګوانتنامو لانجمن زندان په پنځو میاشتو کې یومخ بنداو بندیان یې یا خلاص اویا هم نورو هیوادونو ته واستول شي .

 د ګوانتنامو ترټولو کم عمره بندي محمدجواد چې ګوانتنامو ته د هغه په راوستلو سختې نیوکې شوې وې ، بالاخره افغانستان ته ولېږل شو .

نوموړی په ۲۰۰۲ کال  د امریکايي ځواکونو لور ته د لاسي بم د غورځولو په تور نیول شوی او ګوانتنامو ته بېول شوی وو.په دې پېښه کې دوه امریکايي پوځیان ټپیان شوي ول .

ټاکل شوې وه چې جواد د دوشنبې په ماښام افغانستان ته له رسېدو سره سم له ولسمشرکرزي سره وویني .

د جواد مدافع وکیل وویل چې په پیل کې ټاکل شوې وه چې نوموړی په افغانستان کې بندیحانې ته واستول شي خود دې پرېکړې مخالفت شوی دی .

 جواد له ګوانتنامو محبس څخه ترټولو وروستی خلاص شوی بندي دی .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 25 Aug 2009 او وخت 11:6 AM |
په پښتنو باندې وروسته تر دې چې رنګارنګ لوبې وشوې دا دې دا لوبه هم پرې وشه چې ځوان او تکړه ژورنالیست مو د پښتون قوم د دښمنانو لخوا په شهادت ورسید.ډير مرګونه داسې وشول او داد ې کیږي خو هیڅ چا د دې مرګونود لامل پوښتنه ونکړه ولې دا پوښتون قوم او پښتانه په یو او بل نوم وژل کیږي د دوی د وژل کیدو لامل څه ده ،څه ګناه یې کړې چې د هیڅ چا رحم پرې نه راځي ولې څوک پرې زړه نه خوږوي.د دوی د مرګ پوښتنه ولې څوک نه کوي د بې پولې ژورنالیستانو ټولنه ولې د پاکستان د پښتون پر ضد دولت دا بوج نه اچوي چې د دې بې ګناه ژورنالیست قاتلین پيداکړي.دلته ماته دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې ولې یوازې او یوازې پښتانه ژورنالیستان،لیکوالان،علما...او نور په یواوبل نوم وژل کیږي د دوی ګناه څه ده څه یې کړي دي او د چا سرهیې کړي دي ،ایا دچا کورته خوپه ظلم نه دي ورغلي په چا خو یې څه ظلم او تیری نه دی کړی،او ایا د هرچا په کور او کورنیوچاروکې خویې مداخله نه وي کړي،ولې د دې قوم پرضد هرڅوک لګیا ده دسیسي جوړوي ولې داسې دسیسې جوړې شي،د څانګې اماج څخه شروع او بیا تر عبدالصمد روحاني او ننې شهید جان الله هاشم پورې ولې دوی تل د مرګ خولې ته ورځي ایا ژورنالیستیکي فعالیتونه څه ګناه ده اوکه د دې قوم پرمختګ کول ګناه ده ولې پرې څوک زړه نه خوږوي.هرځای کراره کراري ده خو پښتون د اور لمبې بلې دي.ښونځي مو سوځول کیږي پر جونو مو تیزاب شیندل کیږي،کار ښونځي ټولنیزو،سیاسي او فرهنګي فعالیتونوته نه پریښودل کیږي په دولت کې ورته کار کول خو د دوی لپاره کفر ده ایا څه وکړي؟.چیرې لاړشي د دوی خو نور د ځمکې په سر نورځای نشته ولې په خپل کورکې وژل کیږي.دادې د ولسمشری ټاکنې وشوې په افغانستان کې پښتنوپيغلو اوځوانانودا ارمان له ځانه سره په زړه کې وساته چې دوی به هم رایه ورکړي.ایا دوی دا حق نه لري چې خپله راتلونکې وټاکي.که دا رایه ورکونه بد کار وي دا خو ټولو داد ې وکړ د دوی په سیمو ولې نه دې نا روا.ایا دوی مسلمانان نه دي ایا دوی علما نه لري ایا دوی د محمد مصطفی(صلی الله علیه وسلم) امتیان نه دي ولې په دې ځوریدلې کړلې دلې قوم باندې رحم نه کوی ای د خدای نا ترسه بندګانو د دوی په سیمه کې مو د دوی په ژبه د دوی پرضد ګواښونه پيل کړي دي.او درګرده دادی وژنی یې یوازې د پښتنو ګډون په هرڅه کې له اسلامه لرې دی.د خدای په خاطر د دې روژې د مبارکې میاشتې د فضیلت په خاطر راځي نور په دې ځوریدلي ولس زړه وخوږوی او نور یې مه کړوی ،نور د دې ځوریدلې قوم واړه ماشومان مه یتیمان کوی،ناوې ګانې یې مه کونډې کوی،او مندې یې مه بورې کوی راځی د دې برکتي میاشتې په خاطر نور د دې قوم څخه لاس واخلی.دادې یوځل بیا لر اوبر پښتون د یو ځوان او تکړه ژورنالیست جان الله هاشم زاده په مړینه غمجن شواو را روان کوچنی اختر یې بیا په غم شو.دی خو یوازې یو ژورنالیست وو دی خوڅه د پاکستان اویا د امریکایې یرغلګرپوځ کوم قومندان نه وو چې وو مو واژه.په اخر کې یوځل بیا په دې قوم غږ کوم چې سره یو شي څه که لر دي که څه بر لاسونه سره ورکړی او ستاسوپرضد د دې پټ دښمن ریښې له بیخه را ووباسی راځی سره یوشی لر او بر پښتون یو دی راځی چې لاسونه سره ورکړواو د خوشال خان خټک،خان عبدالغفارخان،دریا خان او ایمل خان هغه تیر ارمانوه پوره کړو او تاریخ ته دا په ګوته کړو چې دا قوم هیڅ څوک نه شي جلا کولای د خدای په خاطر راځي سره یوځای شی.د پاکستان او افغانستان له دولت څخه مې غوښتنه داده چې د دې بیګناه وژل شوي افغان ژورنالیست قاتلین دې پيداکړي او سزا د ورکړي.د بې پولې ژورنالیستانو له ټولنې څخه دا غوښتنه کوم چې په رسمي توګه د افغانستان له دولت څخه وغواړي چې د پاکستان پر دولت زور واچوي ترڅو د دې او داسې ډيرو نورو بې وزلو پښتنو قاتلین ونیسي.په پای کې خدای ته سوال کوم چې څوک د دې ځوردلي ملت ځورول غواړي الله تعالی دې وځوروي ،څوک چجې دې ځوریدلي ملت ته کوهي کنې الله دې په خپل کوهي کې واچوي.اللهم امین ثم امین.

 محمدالله آرین احمدزی
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 25 Aug 2009 او وخت 9:21 AM |

Img

پېښور: په پاکستان کې مېشت افغان خبريال او راپور ورکوونکی جان الله هاشمزاده نن سهار د لسو بجو په شاوخوا د طورخم په لاره د نامعلومو وسله والو لخوا اول د ګاډي څخه ښکته کړای شو او بيا په ډزو وويشتل شو چې په نتيجه کې يې جان الله هاشمزاده له دې نړۍ سترګې پټې کړې .

۳۷ کلن هاشمزاده پرون سهار د جمرود په سره کمرسيمه کې هغه مهال ووژل شو چې له خپل کور دننګرهار له بټي کوټ څخه پېښور ته روان و.

پټه دې پاتې نه وي چې هاشمزاده له العربيه تلويزيون ، پژواک خبري اژانس او د شمشاد تلويزيون سره کار کولو .


 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 25 Aug 2009 او وخت 9:17 AM |
لومړۍ پاڼۍ:

هېواد منډې سوځېدلي اورونه
افغانستان ۱۰۷ ۱۰ ۳۶
هالينډ ۱۸۱ ۱۰ ۵۷

مخامخ حال:

- حميد حسن هم وسوځېد.

- شاه پور ځدراڼ هم وسوځېد.

- نوروز هم  وسوځېد.

- اوس نوروز او ميرویس اشرف ولاړ دي.

- سميع الله شينواری هم وسوځېد.

- محمد نبي هم اوټ شو.

چ- د افغانستان ۵ لوبغاړي سوځېدلي دي. افغانستان د توقع خلاف لوبه وکړه. او لوبغاړي یې ډېر زر وسوځېدل. اوس نو هیله نوروز او نبي ته دي چې دواړه سره همدا مهال ولاړدي.

- نور علي وسوځېد

- نور علي په لومړي اور کې منډه وانه خيسته. ښه ده چې ارامه لوبه وکړي. موږ چې لومړۍ پاڼۍ وګټو دا یواځې په خپله ۶ نمرې لري.

- نور علي ځدراڼ ته دعاګانې کوﺉ چې الله ج یې بيا وځلوي.

- د افغانستان بيټنګ پيل شو. نور علي او احمد شاه پيلوونکي يا اوپنران دي.

- د چای وقفه ده او ورپسې د افغانستان بيټنګ پيل کېږي.

- په لومړۍ پاڼۍ کې حميد حسن او محمد نبي څلور څلور او شاه پور ځدراڼ ۲ ويکټې واخيستې.

- د لوبې ژوندی حال په دې پاڼه هم ليدلای شﺉ.

http://www.cricinfo.com/icccont2010/engine/current/match/415171.html

- پنځم کس هم اوټ شو.

- څلورم کس لاړو وسوځېد. محمد نبي اوټ کړ.

- ولاړو بيټسمينانو تر اوسه د ۶۳ منډو شراکت کړی دی.

- ګروت په سميع څلوريزه ووهله.

- محمد نبي اور وکړ او درې منډې یې ورکړې.

- ۳۱ اور سميع شينواري وکړ. ۱ منډه یې ورکړه.

- لوبغاړي ميدان ته راغلل. محمد نبي اور وکړ.

- اوس د غرمې ډوډۍ وقفه شوه.

- سميع الله شينواري په لومړي اور کې ۷ منډې ورکړې.

- سميع الله شينواری توپ اچونې ته راغی.

- محمد نبي بالينګ ته راغی او په لومړي اور کې یې ۸ منډې ورکړې.

- ولاړ دوه لوبغاړي سره ډېر ودرېدل، الله ج دې خير کړي.

- د هالينډ درېم لوبغاړی هم وسوځېد. درېم لوبغاړی حمید حسن ال بي ډبليو کړ.

- ميرويس اشرف دوه اورونه وکړل او دواړه یې ميډين کړل.

- د هالينډ دویم لوبغاړی هم وسوځېد. دا لوبغاړی زېدرنت نومېږي او په صفر وسوځېدو. د شاه پور ځدراڼ په توپ سمیع الله شينواري کيچ واخيست.

- ۹م اور شاه پور کوي. تر اوسه یواځې شاه پور او حميد توپ اچوي.

- د هالينډ یو لوبغاړی وسوځېدو. سوځېدلی لوبغاړی برېسي نومېږي او شاه پور ورته ويکټې وويشتې.

- شپږم اور حميد ميډين کړ، يانې یوه منډه یې هم په کې ورنکړه. اووم اور شاه پور ځدراڼ کوي. افغانانو ته په کار دي چې لوبغاړي زر زر وسوځوي.

- شاهپور زدراڼ تر اوسه په درې اورونو کې یوه منډه هم نه ده ورکړې.

- شپږم اور حمید حسن کوي.

- که افغانستان له خيره دا لوبه وګټي نو نمرې به یې ۲۹ ته ورسېږي. تر دې مهاله یواځې سکاټلينډ د دوه لوبو په پای کې ۲۹ نمرې لري.

- تر اوسه دوه اورونه حميد حسن کړي دي او دوه شاهپور، پنځم اور هم شاهپور کوي.

- هيله لرو که هالينډ مېشتو افغانانو د دې لوبې انځورونه اخيستي وي چې موږ ته یې په دې پته راولېږي

tbc.email@yahoo.com

- هالينډ په دویم او درېم اور کې خپلې منډې ۸ ته ورسولې. یوه یې څلوريزه ووهله او څلور یې اضافه منډې تر لاسه کړې.

- لومړی اور شاهپور ځدراڼ وکړ او هالينډ په کې منډه وانخيسته.

- لوبه پيل شوه.

- پچه هالينډ وګټله او لومړی یې توپ وهنه یا بيټنګ غوره کړل.

تر دې دمه د انټرکانټننټل په سيالۍ کې د لوبډلو د نمرو جدول په دې شکل دی:

لوبډله

لوبې

ګټلې

بایللې

نمرې

سکاټلينډ

۲

۱

۰

۲۹

کينيا

۲

۱

۰

۲۳

ایرلينډ

۲

۰

۰

۱۲

افغانستان

۱

۰

۰

۹

هالينډ

۱

۰

۰

۹

کاناډا

۳

۰

۰

۳

زيمبابوی

۱

۰

۰

۳

 هغه لوبې چې ګټلې یا بایللې نه دي، يا خو اوس هم روانې دي او يا  Draw شوي دي.

هالينډ مېشتي افغانان کولای شي د دې لوبو په اړه د هالينډ کرکټ له ویباڼې نور معلومات هم لاس ته راوړي.

د هالينډ د لوبو مهال ويش:

۱. څلور ورځنۍ لوبه: د اګست له ۲۴ څخه تر اګست ۲۷ پورې
۲. لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه:د اګست په ۳۰ ورځ
۳. دويمه یوه ورځنۍ لوبه: د سپتمبر په لومړۍ ورځ

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 25 Aug 2009 او وخت 9:14 AM |

په رمضان المبارک میاشت کې د الله تعالی  د وحدانیت  نښانې دخټکي په پوستکی باندې

د کابل  له  عاجل ابن سينا روغتون سره نږدې له کراچۍ څخه يو نفر يوه خټکی واخيسته  او ماته يې ويل ته راشه دغه څه پرې لیکلی دی ما چې ولیدل  دوه نومونه پرې  څنګ پر څنګ لیکلی وو  الله او محمد ما یی هم په موبايل عکسونه واخيستل او  دلته می پر ليکه کړل   که دغه ډول نښانه  عیسویانو موندلی وای چی ددوی دین یا د پیغمبر نوم پری  څرګند وای  نو څومره رسنیو به پری خبری کړی وای  او حال  داچې د ډول ډیر  شواهد شته چی په وریځ کی د الله تعالی نوم وی او یاهم په ونو کې کلیمه لیکل شوی وی  دغه ټول موږ دې متوجی کوی چی   د الله تعالی په وحدانیت ایمان او د اسلام د دین منل او عملی کول .

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 25 Aug 2009 او وخت 9:9 AM |

سور كړى چرګ په تازه مساله كي
لازم مواد :-
1- دوې دانې د چرګ ورنونه چي يو يو كيلو وي پاك كړي او 24 ساعته يې په يخچال كي كښېږدى

2- مستې 250 ګرامه

3- اوږه دولس دانې

4- شونډ كوچنۍ ټوټه

5 - سره ثابت مرچ دولس دانې

 6- تور مرچ دولس دانې

7- غوړي 250 ګرامه

8- كوچني ګردۍ ګردۍ پټاټگـې 250 ګرامه.


د پخېدو ترتيب :- چرګ د يخچال څخه را وباسى او په پنجه يې ښه كښې كاږى. اوږه او شونډ ښه وكوټگـى، په 125 ګرامه مستو كي يې واچوى، مالګه هم ور واچوى او په چرګ باندي دغه مستې ښه ووهى او بيا يې دوهم ځل د يوه يا دوو ساعتو لپاره په يخچال كي كښېږدى. بيا چرګ په غوړو كي سور كړى او د سره كېدو په مهال لږ لږ مستې ور څڅوى. كله چي چرګ سور كېدوته نژدې سو بيا پټا ټگـې او شپږ دانې سره مرچك ور واچوى اوسره يې كړى ترڅو چرګ ښه سور شي. وروسته پاته سره مرچك او تور مرچ او لږ اوبه ور واچوى چي چرګ پكښي پوخ او اوبه يې وچي سي. بيا يې دم كړى څو دقيقې وروسته يې را كښته كړى.


انګريزي سور كړى چرګ
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ يوه دانه چي وزن يې يو كيلو وي

2- غوړي 250 ګرامه

3- تور مرچ 24 دانې

 4- سركه نيمه پياله

 5- شونډ كوچنۍ ټوټه

6- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.


د پخېدو ترتيب :- شونډ ، تور مرچ ، او مالګه سره ميده كړى. او په سركه كي يې واچوى. چرګ پاك كړى او څـنـګه چي مو خوښه وي ټوټگـې ټوټگـې يې كړى يا يې درست كښيږدى. يوه پنجه را واخلى داسي يې په چرګ كي ووهى چي د چرګ غوښي سورى سورى سي. بيا نو پر چرګ باندي دغه مساله واچوى چي چرګ دننه او د باندي په مساله ولړل سي بيا يې په غوړو كي سور كړي، كله چي ښه سور سو اوبه يې وچي شوې بيا يې غوړي ځني ايسته كړى، دومره غوړي پكښي پرېږدى چي ستاسي خوښه وي. بيا يو څه اوبه ور واچوى څو چرګ پوخ سي كله چي چرګ پوخ سو بيا دغه چرګ په خپلو غوړو كي سور كړى او را كښته يې كړى. سور كړى چرګ تيار دى.

دوهم ډول سور كړى چرګ
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ يو كيلو 2- غوړي 275 ګرامه 3- توره او سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 4- هګۍ درې دانې 5- تور مرچ څلور دانې 6- لونګ شپږ دانې 7- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 8- تازه ګشنيز او نعناع يوه كوچنۍ دسته 9- شنه مرچك څلور دانې 10- اوږه څلور دانې 11- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- چرګ حلال كړى، پاك يې كړى او كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې يې كړى، په دېګ كي يې واچوى، نعناع ، ګشنيز ، اوږه ، مرچك او مالګه دا ټوله سره وكوټگـى او چكني ځني جوړ كړى. نوره مساله ټوله سره ميده كړى، لږ اوبه ور واچوى او كښې يې ږدى. چرګ ته دونه اوبه ور واچوى چي پكښي پوخ سي او اوبه يې وچي سي بيا هغه جوړ سوي چكني او څلور دانې لونـګ ور واچوى او پر اور يې كښيږدى چي چرګ ښه پوخ سي خو خوړين نه سي كله چي د مسالې اوبه وچي سوې را كښته يې كړى او د چرګ ټوټگـې په يوه لوښي كي كښيږدى چي سړې سي. اوس نو يوه پياله را واخلى درې دانې هكۍ پكښي ماتي كړى او ښه يې سره ووهى او ميده سوې مساله په ګډه كړى. مرچ او مالګه لږ ور واچوى چي چرګ ډېر تند او تيز نه سي. وروسته بيا په كړايې كي غوړي واچوى ښه يې سره كړى بيا د چرګ يوه يوه ټوټه په هګۍ كي وهي او په غوړو كي يې اچوى او لږ يې سره كوى وروسته تر سره كېدو يې په دېش يا غوري كي كښيږدى او را وايې خلى ډېر ښه، خوندور چرګ به وي.

متنجن چرګ
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ يو كيلو او 250 ګرامه
2- ورجي 750 ګرامه
3- غوړي 250 ګرامه
4- غټ ليمو دوې دانې
5- بوره نيم كيلو
6- زعفران د چايو دكاچغي څلورمه
7- شنه هيل اته دانې
8- بادام پنځوس دانې
9- كشميش پنځه ويشت دانې
10- پياز يوه غټه دانه
11- اوږه دولس دانې
12- خواږه ولني او د كټوي دارو
چي سره واچوى يوه د چايو كاچغه
13- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه
14- مالګه د ضرورت په اندازه


د پخيدو ترتيب :- چرګ پاك كړى او ټوټگـې ټوټگـې يې كړى په دېګ كي يې واچوى او لږ اوبه او مالګه ور واچوى، بيا د خاصې يو پاك ټوكر را واخلى، پياز درې څلور ټوټگـې كړى، اوږه سپينه كړى او وچ ګشنيز او خواږه ولني په دغه ټگـوكره كي وتړى په دېګ كي يې واچوى او سر يې ور بند كړى او پر اور باندي يې كښېږدى څو چرګ پوخ سي كله چي پوخ سو او دوه ګيلاسه اوبه يې پاته سي دېګ را كښته كړى.
اوس نو په يوه بل دېګ كي غوړي واچوى او هېل سپين كړى ور وايې چوى چي ښه سره سي بيا نو د چرګ ټوټگـې ور واچوى او ورو ورو يې سره كړى بيا د بورې څخه يوه پياله خټه شربت جوړ كړى او ور وايې چوى چي لږ و اېشېدل بيا خيشتې سوي ورجي د ليمو اوبه، كشميش او بادام ور واچوى كله چي ورجي دم سوې يعني اوبه يې وچي سوې بيا نو زعفران ور واچوى كه ورجي كلكي وې يو څه شيدې يا اوبه ور واچوى كه سمي وې نو ضرورت نسته او دم يې كړى. د دم كېدو په مهال د دېګ لاندي او سربېره اور بايد يو برابر وي نيم ساعت وروسته يې وګورى چي متنجن تيار دى او په دېش كي يې واچوى.

جمیله همت

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 24 Aug 2009 او وخت 10:50 AM |

دا جمله د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په هغه مقاله کې لیکل شوې چې عنوان یې دی : ((د افغان ښځو لپاره جګړه))

په دې تبصره کې وروسته دا موضوع چې په افغانستان کې دوې جګړې کومې دي ، توضیح شوې او ویل شوي :

 یوه جګړه د طالبانو د ماتولو لپاره روانه ده، چې ښه پرمخ نه درومي .بله د ښځودحقونو اوزادیوجګړه ده چې په ګرانه پیل شوې ده .

 د ورځپاڼې په نظرکه لومړۍ جګړه وګټل شي خودوهمه وبایلل شي،افغانستان به پریوه ناکام دولت ، د تشدد په مرکز،د بدمرغیواو د سخت دریځوپه یوې داسې ځالې بدل شي چې د لوېدیځ د نفوذ له مداره به وتلی وي .

 لاس انجلس ټایمزوايي چې د افغانستان د تېرې اوونۍ انتخابات له نیمګړتیاوو سره سره یوښه ګام و، خوترڅو چې ښځې د پلارواکۍ اود کلتوري بندیزونوپه زولنو تړلي وي ،دا ګام لوی پرمختګ نه دی.د افغانستان په ډېرو برخو کې ښځو ته ضروري ده چې له خپلو خاوندانو له کوره د وتلو اجازه واخلي .په کورنیو کې له ښځو سره تشدد عام دی.د افغانستان اوسني حکومت چې په ۲۰۰۴ کال کې انتخاب شوی وداسې قانون تصویب او ولسمشرکرزي توشیح کړچې په حقیقت کې د خاوند له لوري پر خپلې ښځې جنسي تېري قانوني کوي.

  پردې سربېره زاړه سړي اوبوډاګان د قدرت اوشتمنۍ په زور له ځوانو اوکم عمرو نجونو سره ودونه کوي .

 د راپورونو له مخې کله چې یوې نجلۍ چې نه یې غوښتل د پوخ عمر له یوه سړي سره واده وکړي ، د اپریل په میاشت کې له یوه هم عمره هلک سره وتښتېده، دواړه په نیمروزولایت کې د یوه جومات مخته ووژل شول .

د لاس انجلس ټایمزپه وینا افغانستان حاضردمه په نړۍ کې د ښځو لپاره ترټولوبد ځای دی اود ښځوحقوق یاله سره نشته اومخ په کمېدو دي .

د دې یوه څرګنده بېلګه د افغانستان د تېرې اوونۍ په انتخاباتو کې د تېرځل په پرتله د ښځود ګډون کموالی یادولی شو چې په دې موضوع بیا یوې بلې ورځپاڼې تبصره کړې ده .

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د درغلیو اوسرغړونوموضوع هماغه راز چې دننه په افغانستان کې توده ده ،د لوېدیځو ورځپاڼو پام یې هم ځان ته اړولی دی .

 نیویارک ټایمز ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې چې ((څارونکو د افغانستان د انتخاباتو په ترڅ کې درغلي اووېره اچونه لیدلې)) لیکي:

 د درغلیو په راپورونو کې دا هم ویل کېږي چې د انتخاباتو د کمیسون ځینو کارکوونکو بې طرفي نه ده رعایت کړې اود نوروخلکو پرځای یې په خپله صندوقونو ته رایې اچولې دي .

نیویارک ټایمزپه په انتخاباتو کې د ښځو دپام وړ کموالی په ځانګړي ډول د اندېښنې وړ بولي چې د انتخاباتو څارونکي او تنظیموونکي یې علت تاوتریخوالی اود طالبانو بېره اچونه بولي .

د افغانستان په هغوسیمو کې چې د طالبانو نفوذ پکې زیات وو، د ښځولپاره د رای ورکولوپه سلګونوځانګړي شوي مرکزونه یومخ پراننیستل شول .پر دې سربېره د افغانستان په ځینوشمالي اومرکزي سیمو کې وبېرول شوې او تبعیض امیزه چلند ورسره وشو.

 څارونکي وايي چې ښځینه کاندیدانو ته خبرداري ورکړای شول او د خبري رسنیو له لوري هم ورته کمه توجه وشوه .

نیویارک ټایمزد اروپايي اتحادیې د څارونکود لومړني راپورله مخې په انتخاباتو کې د ښځو د کمې ونډې عواملوته په شارې وايي : ناوړه امنیتي حالاتو،په ټولنیزژوند کې د ښځوله حضورسره په کلتوري بنیاد په پراخه پیمانه مخالفتونواوپرهغوی حملو جدي خنډونه رامنځته کړل .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 24 Aug 2009 او وخت 9:12 AM |
نیویارک ټایمزامریکايي ورځپاڼې په هلمند کې د امریکا د سمندري پلیو سرتېرود هلوځلو او د افغان ځواکونو د همکارۍ د کموالي په اړه تبصره خپره کړې ده .

 په دې تبصره کې په هلمند کې د افغانستان د حکومت د خدماتو پرضرورت ټینګار شوی او ویل شوي چې امریکايي پوځیان په یوازې سر د خلکو مشکلات نه شي اوارولی .

 په تبصره کې ویل شوي : امریکايي ځواکونو د هلمند خانشین ولسوالي کابو دوې میاشتې پخوا ونیوله او تېره اوونۍ یې هلته په ډېره سخت هوا کې خپلې اډې مضبوطې او د تلاشۍ پوستې جوړې کړې .خو له دې ټولو خواریو سره سره یوازې څو سوه افغانان وهڅول شول چې په دې ولسوالۍ کې رای ورکولو ته ورشي .

 امریکايي صاحب منصبان وايي په دې سیمه کې ،چې طالبانو شپږکاله په کنټرول کې لرله ، د افغانانو د اطمینان د ترلاسه کولو لپاره یوازې امریکايي پوځیان کافي نه دي.

 نیویارک ټایمزوايي د خانشین نوی ټاکل شوی ولسوال مسعوداحمدرسولي بلوچ په دې خوابدی دی چې حکومت ورسره مرسته نه کوي .هغه د ولسوالۍ د چارو د ادارې لپاره نه مامورین لري ، نه ښوونکي اونه په ولسوالۍ کې د ناروغانو د تداوۍ لپاره ډاکتر.

خوتردې هم بده دا چې یوشمېرپولیس لري چې غلاوې کوي اود ملي اردو یوه وړه ډله هم ورسره ده چې هغوی په خپلو کورونوکې اړولي دي.

 نیویارک ټایمزوايي دا ټولې خبرې د افغانستان په جنوب کې د  سیمو د ساتنې اویا د هغې د ادارې په برخه کې د امریکايي ځواکونو ماموریت له جدي پوښتنو سره مخامخوي.او دا سوال رامنځته کوي چې که د افغانستان حکومت ژر موثره نه شي ،افغانان به ترکله پورې بهرنیان وزغمي .

امریکايي قومندانان وايي چې له یاغیانو څخه د خلکود خلاصون او د هغوی د ملاتړ د ترلاسه کولولپاره یوه وړه هیله شته .

نیویارک ټایمزد امریکايي قومندانانو له قوله وايي چې هغوی ته له طالبانو څخه د خانشین په شان د وړو سیمو نیول اسانه کار دی او د دې لپاره کافي ځواکونه لري خو سیمه باید افغانان پخپله اداره کړي .

په دې ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو له حضورسره سره ، افغان مقامات وايي چې تېره پنجشنبه یوازې دوه سوه نوي تنو په انتخاباتو کې برخه واخیسته .

 امریکايي پوځي مقام ډګروال ګراټن نیویارک ټایمزته ویلي : که د افغانستان حکومت خلکو ته د امنیت اوخدماتو په برخه کې یوڅه زیات فعال شي او د امریکا د سمندري پلیوځواکونو شمېرهم ډېر شي، هاله ښايي دا امکان برابر شي چې امریکايي ځواکونه له دوو تردرو کلونو پورې له افغانستانه ووځي .

 امریکايي پوځي مقامات وايي چې دوی دومره ځواکونه نه لري چې په ټوله سیمه کې خلکو ته داسې خدمات برابر کړي چې د هغوی په ژوند کې بدلون راوستلی شي او امریکايي قومندانان غوره بولي چې دا کارد افغانستان حکومت ته پرېږدي.

 خود نیویارک ټایمزله راپورسره سم په خانشین کې افغانان د تداوۍ، د اوبو لګونې د سیستم او ویالود ترمیمېدو اود ښوونځیودپرانستلوپه برخه کې امریکايي پوځیانو ته مراجعه کوي .

په خانشین کې یوه امریکايي پوځي تورن کاروین کریکس وویل : د افغانستان له حکومته پرته نه شي کېدای چې موږ بریالي شو.دلته سخت دریځو ته د ماتې ورکولو لپاره په محلي سطحه ادارې ته اړتیا ده .که دا کار ونه شي طالبان بېرته پر سیمه واکمن کېدای شي .

 اکثره طالبان له خانشینه شپېته کیلومتره لېرې ګرمسېرته تښتېدلي اویقیناً چې هڅه به وکړي بیا خانشین ته ورشي .

 نیویارک ټایمززیاتوي چې په ټول افغانستان کې د سیمه ییزو اداروستونزه موجوده ده او اکثره خلک له فاسدو سیمه ییزو مقاماتو پکو شوي دي .

 که څه هم تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د افغانستان حکومت په خانشین کې د ادارې د جوړولو اوخدماتو په برخه کې څه وعدې کړي خو امریکايي پوځیان په دې شک لري چې افغان حکومت دې په دې برخه کې کومه ژمنه کړې وي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 24 Aug 2009 او وخت 9:8 AM |

د امريكايي پوځ يو قوماندان ډگ سټون د امريكا له حكومت نه غوښتي چې په باګرام كې د امريكا د بند نه ۴۰۰ افغان بنديان سمدستي خوشې كړي، نوموړي په دې اړه اوږد رپوټ ليكلى دى او ويلي يې دي چې دغه بنديخانه بيا بيا د انساني حقوقو د تنظيمونو او ادارو لخوا غندل كيږي او د تنقيد ګوته ورته نيول كيږي، چې د ۴۰۰ بنديانو په خوشې كولو سره به يو د امريكا حكومت له نقد نه بچ شي او بل به د امريكا پر ضد نفرت او كركه راكمه كړي.

يواځې په افغانسان كې د بګرام زندان نه دى چې دانساني حقوقو نه د سرغړونې له امله د نړېوالو د نفرت سبب ګرځېدلى دى، په عراق كې د ابو غريب زندان او د ګونتانامو بي زندانو نه هم په انساني حقوقو د تېريو او له بنديانو سره د غير انساني چلند خبرونه وركول كيږي، په دې وروستيو كې د امريكا حكومت د ګونتانامو زندان د تړلو فيصله كړې ده چې لا په بشپړه توګه تړل شوى نه دى.

د انساني حقوقو ادارې او عيني شاهدان وايي چې په دې زندانونو كې بنديان له هر ډول قانوني او انساني حقونو بې برخې دي، دغه زندانونه د امريكا د حكومت رسمي او پوځي زندانونه دي، دا په داسې حال كې ده چې د امريكايي پوځيانو لخوا په هېواد كې  د شخصي زندانونو خبرونه هم رسنيو خپاره كړي ول او په دې تور د امريكا محكمو ته څه پوځيان راكش شوي هم .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 24 Aug 2009 او وخت 9:3 AM |
د پاکستان د کورنيوو چارو وزير دعوه کړي چې په وزيرستان کې طالبانو د بيت الله محسود خسر او د هغه زوی امريکايانو ته دجاسوسۍ په تور وژلي.

رحمان ملک خبریالانو ته ويلي چې طالبانو د بيت الله خسر، مولوي اکرام الدين او اوښی اقبال محسود په دې تور وژلي چې د بيت الله محسود دوژلو لپاره يې امريکايانو ته جاسوسي کړي.

پاکستاني چارواکي وايي چې بيت الله محسود څو اونۍ وړاندې د امريکايي ډرون الوتکو په يو بريد کې په داسې حال کې ووژل شو چې دميرمنې سره د خسر په کور کې په بام ناست وو.په پيښه کې دبيت الله محسود حامله ميرمن هم وژل شوي وه خو دهغه دخسرګنۍ نورو غړو ته چې په نورو کوټو کې وو، کوم زيان نه وو رسیدلی. په جنوبي وزيرستان کې طالبانو دبيت الله محسود دميرمن وژل منلي خو وايي چې محسود ژوندی دی خو دورپيښې ناروغۍ له امله رسنيوو سره مرکې نه شي کولی. ددوی په وينا له همدې کبله يې پرون حکيم الله محسود دطالبانو نوی مشر وټاکه.

څو ورځې وړاندې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې طالبانو دبيت الله محسود خسر او درې اوښي امريکايانو سره دهمکارۍ په تورنيولي خو حکيم الله محسود دا خبرې رد کړي وي او ويلي يې وو چې دا دپاکستاني حکومت پروپاګند دی ترڅو په طالبانو کې نفاق واچوي.

د يادونې وړه ده چې رحمان ملک څو ورځې وړاندې ويلي وو چې طالبانو دمشرۍ په سر په خپل منځ کې جګړه کړي چې پکې حکيم الله محسود وژل شوی خو هغسې نه وه.

له بلې خواپاکستان دطالبانو وياند مولوي عمر نيولی او هغه منلي چې بيت الله محسود وژل شوی دی.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 24 Aug 2009 او وخت 9:2 AM |
د اوداسه فرضونه

د اوداسه فرضونه څلور دي.

١ ) د ټول مخ پرېمنځل دي د تندي د ويښتانو د شنه کېدلو له ځای څخه د زنې تر لاندې پورې او د يو غوږ له نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ پورې.
٢ ) د دواړو لاسونو پرېمنځل دي د څنګلو سره .
٣ ) د سر څلورمه برخه مسح کول دي.
٤ ) د دواړو پښو پرېمنځل دي د پړکو يا غوزانو سره.

د اوداسه سنتونه

د اوداسه سنتونه ١٣ دي چې په لاندې ترتيب سره بيانيږي.
١) نيت دی
٢ ) بسم الله الرحمن الرحيم وېل دي
٣ ) د واړو لاسونو پرېمنځل دي تر مړوندونو پورې
٤ ) د خولې پرېمنځل دي .
٥ ) مسواک وهل دي .
٦ ) د پوزې پرېمنځل دي
٧ ) د ګوتو په واسطه د ږيرې خلالول دي .
٨ ) د ټول سر مسح کول دي .
٩ ) د دواړو غوږونو مسح کول دي .
١٠ ) د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول دي .
١١ ) درې ، درې ځلې د هر غړي پرېمنځل دي .
١٢ ) په هغه ترتيب د غړو پرېمنځل دي څرنګه چې په آيت شريف کې راغلي دي .
١٣ ) د لومړي وينځل شوي اندام له وچېدونه د مخه ورپسې د بل اندام ويځل دي.

د اوداسه ماتوونکي

د اوداسه ماتوونکي څېزونه په دې ډول دي.
١ ) د شرم د ځايونو څخه د څه شي وتل دي.
٢ ) له بدن څخه د وينې يا زوې وتل او جاري کېدل .
٣ ) په ډکه خوله قی کول .
٤ ) هغه وينه ده چې له خولې څخه راشي او لاړې پرې غالبه نه وي .
٥ ) په ملاسته خوب ، يا په ناسته خوب په داسې حال کې چې کوم شي ته يې تکيه کړي وي هغه ترې لرې شي پرې به وځي .
٦ ) بې هوشي .
٧ ) مستي ( نشه کېدل )
٨ ) لېونتوب
٩ ) په لمانځه کې په قهقهه خندل .

د اوداسه ترتيب

١ ) لومړی به د اوداسه په نيت بسم الله الرحمن الرحيم ووايي .
٢ ) دواړه لاسونه به تر مړوند پورې درې ځله پرېمنځي .
٣ ) مسواک يا د شهادت ګوته به په خوله کې ووهي ، او په ښي لاس به درې کرته خولې ته اوبه واچوي او غړغړه به وکړي.
٤ ) په ښي لاس به درې کرته په پوزه کې اوبه واچوي او په چپ لاس به پوزه سوڼ کړي او پاکه به يې پرېمنځي .
٥ ) درې ځله به ټول مخ په دواړو لاسونو پرېمنځي . مخ د تندي د ويښتانو د شنه کېدو له ځايه څخه تر زنې لاندې ، او د يو غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ د نرمۍ پورې دي .
٦ ) که ږيره ګڼه وي نو حلال به يې کړي او که رنګۍ وي ، نو هڅه به وکړي چې د ويښتانو بېخو ته اوبه ورسيږي.
٧ ) بيا به دواړه لاسونه ، لومړی ښي لاس او بيا به کيڼ لاس د څنګلو سره پرېمنځي .
٨ ) د لاسونو ګوتې به خلال کړي . که چېرې ګوته ، بنګړي او ګړۍ په لاس وي ، له خپلو ځايو څحه به يې ښکته پورته وخوځوي تر څو ترې لاندې ځايونه لامده شي .
٩ ) بيا به دواړه لاسونه لامده کړي او ټول سره به له اوله تر آخره پورې مسح کړي .
١٠ ) بيا به په غټو او مسواکي ګوتو د غوږونو ظاهري او دننه برخه مسح کړي .
١١ ) بيا به لاسونه لامده کړي او د هر لاس د درې ګوتو په شاه به غاړه مسح کړي .
١٢ ) بيا به دواړه پښې ، لومړی ښي او بيا به کيڼه پښه د غوزانو سره درې کرته پرېمنځي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 23 Aug 2009 او وخت 4:45 PM |
دافغانستان دولت اودامریکا متحده ایالات خودافغانستان اوسنی ټول ټاکنی یوستربرې بولې اودطالبانو دپاره ېې ماته بولې . امریکا مجبوره ده چی پر خپله ماته خاورې واړوی که چیرې دوی په دې اعتراف وکړې چی موږبرې نه دې ګټلی نوبیاخوله دوې نه خپل ملت پوښتنه کوی چی دادومره پیسی اوقربانی ځه سوه چی یووړوکی ګروپ دنړی ویوه خبرځواک ته چلنچ ورکولاې سی . اوکرزې مجبوردې چی داموځان کامیابه وبولې که هغه خپله ماته ومنی نوبیاخوامریکایان ترې پوښتنه کوې چی زموږبچیان مړه سوه پیسی اواعتبارمودرپه دره سو نوتا څه وکړه بیا به دولت امریکا اوناتوته ځه جواب وایی.
رابه سو دی ته چی حقیقت ځه دی ؟، که سړی حقیقت ته ځان تسلیم کړې نوبیا خوددولت اوامریکا اوناټوداخبره چی دوی دټولټاکنوپه امنیت کی برې ترلاسه کړې دې هیسی دخلګوخطاایستل دې . ولی برعکس په نړې کی ترټولولوې سیاسی ، نظامی ، اواقتصادې قدرت امریکا ده ، په نړي کی ترټولوسترنظامی اوجنګی قوت ناټوده ، اوپسله اتوکالوپه لکوافغانی ملی اردو ، پولیس اودملې امینت لښکرې ددوی په ډیر قیمت روزل سوید ې اوترشاه یی موډرن ترین وسایل لکه طیارې ، توپ وټآنګ حتی هوایی بالولونه اوکمرې دې اودډالروخرمندونه دی . خوطالیبان ددی ډول وسایلونه یوفیصده هم نلرې لاکن چی کله دټولتاکنوورځ راغله موږ ولیدل چي کندهار ، هلمند، کندوز ، بغلان زابل ، غزنې ، لوګر، خوست ، ننګرهار ،ترین کوت دننګرهاردخوګیانوسیمه ، حتی دکابل اتمه ناحیه ، بادغیس ،میدان وردګ ، پکتکا ، دلغمان دولت شاه ولسوالی ، نورسیتان ، ډیرناارامه سیمی وې .طالیبانووکولای سوه چی په کندهارکی دښاراودخاکریزلاره اوهمدارنګه دشاولیکوت اوښارلاره دکندهار اوبولدک لاره دخلګواودناضرینوپرمخ بنده کړې اودغزنی ځوولسوالیوکی اوهمدارنګه دلوګرپه دریوولسوالیو کی ټولټاکنی بندې کړې اویا دکندوز اوبغلان په سیموکی ناارامی رامنځ ته کړې اوډیرخلګ مجبورکړې خصوصاپه سرحدی ولسوالیواوولایاتوکی ترخوخلګ وویروې چی په ټولټاکنوکی برخه وانخلې . داچی داسم کاردی اوکه غلط دا بله خبره ده چی دنړې سترنظامی ځواک . اقتصادې توان ، اواته کلن دولت ونه توانیدې چی سمی ټولټاکنی دیوه واړه افراطی ګروپ دلاسه سم درسره کړی ددی ټولونه داسی مالومه سوه چی طالیبانونظروناتواودکرزې دولت ته خپل قوت ښکاره کړې ددی احصایی له مخی اوسنی ټولټاکنونورهم وطالیبانوته جرات ورکړې اوهمدارنګه ېې ملت نورهم دکرزې پراداره بې باوره اود یوه ټګماری ادارې په صفت وپیژندې ،که داځل هم دکرزې اداره بیا امریکایان ددغه ټولوټګیوسره سره پرقدرت کښنوې اودهغه دادارې ټولې ټګی اودرغلی له نظره وغورځوې ملت به کورته ولاړسی اودولت به دطالیبانوپه وړاندی په یوه ډیرکمزورې ځواک په صفت ډیرژردپښوولویږې .اودافغانستان نه به دځنګل قانون جوړسی . نوکه دحقیقت نه سترګی پټې نه کړو . ویلای سوچی طالیبانوبرې موندلې اودکرزې ادارې دخپلی ماتی په نسبت ټګیواودرغلیوته لاس اچولې دی که امریکا بیا دکرزې درغلی نادیده ونیسی نوهغوې به هم دډیروسترننګونوسره مخامخ سی او په یوه کمزورې موقف کی به قرارونیسی .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 23 Aug 2009 او وخت 4:41 PM |

درسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى , غړي برابر , رنګ سور او سپين , تندى پلن , وروځي  سره نښتي , پزه يې دنګه او لوړوالي ته مايله وه ,مخ يې ډير غوښن نه وو ,خوله يې څه ناڅه غټه ,او غاښونه يې سره بيل بيل وو,غاړه يې دنګه اوسريي غټوالي ته مايل وو ,سينه يې پراخه ,دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو,مباركه ږيره يې ګڼه وه ,سترګې يې تورې , باڼه يې لوی او اوږده وو , وُلي يې غوښن ,او دوږو هډونه يې لوی وو, په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه , په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو , دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو ,څنګلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې , دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې .
درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهګۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير ګړندى ګرځيده ,خبرې به يې په دمه دمه كولې , كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله ,غږ يې لوړ وو , دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير لږخندل ,او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو .


+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 23 Aug 2009 او وخت 4:38 PM |


ديوه وتلي مصري هيئت پوهاند محمود پاشا فلكي د رياضي له څيړنې سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په نهمه نيټه ددوشنبې په ورځ چې د571 م كال داپريل دمياشتې له شلمې نيټې سره سمون خوري زيږيدلى . پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو , او عبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود.
رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا دابو لهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ , دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل ,او په دې كې دا ګټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانګړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې اوماشومان به يې وړل .
درسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښت څخه څو ورځې وروسته دهوازن كورنۍ ښځې ښار ته راغلې چې په دوی كې يوه هم حليمه وه , حليمې بل ماشوم پيدا نكړای شو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم مور بي بي غوښتل تر څو خپل زوی ورته وسپاري حليمې سره له دې چې دهغوی دبې وزلۍ او دماشوم ديتيمتوب له كبله دڅه شي تمه نه درلوده ,خو تر تش لاس تللو ورته ښه وبريښيدله او ماشوم يې له ځان سره واخيست .
رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته دبني سعد (هوازن) په كورنۍ كې دوه كاله پاتې شو,خو كله چې حليمې سعديي هغه ښار ته راوست نو د(وبا) ناروغي ګډه وه نو بي بي آمنې ورته وويل چې محمد صلى الله عليه وسلم بيا له ځانه سره بوځه ,حليمې سعديې ومنله او په يوه روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته تر شپږو كلونو پورې پاتي شو.


+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 23 Aug 2009 او وخت 4:37 PM |

 

رسول الله صلى الله عليه وسلم ټبر د عرب په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ يې داده :
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصى بن كلاب بن كعب بن لؤى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان .
له تاريخي رواياتو څخه څرګنديږي چې له عدنان څخه تر حضرت اسماعيل عليه السلام پورې دڅلويښتو پلرونو واټن دى خو په همدې منځ كې ټول نومونه ثبت شوي نه دي ځكه عربو به په لرې ليكونو كې يواځې وتلي نومونه يادول هغه نومونه چې له عدنان څخه تر اسماعيل عليه السلام پورې ثبت شوي دا دي :
عدنان بن عدو بن المقوم بن تارح بن يثحب بن يعرب بن ثابت بن اسماعيل بن ابراهيم عليهما السلام
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 23 Aug 2009 او وخت 4:36 PM |

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 23 Aug 2009 او وخت 3:32 PM |
      

د پاکستاني طالبانو یو لوړ رتبه مقام وایي، دې ډلې د بیت الله مسود ځای ناستی ټاکلی دی.

  ویل کېږي چې بیت الله مسود د اګسټ په پنځمه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې وژل شوی دی.

 مولوي فقیر محمد اسوشیتد پرس آژانس ته ویلي: مسود ژوندی دی خو ډېر سخت ټپي دی او له دې امله د پاکستان د تحریک طالبان د ډلې شورا د نوموړي ځای ناستی وټاکه.

 نوی ځای ناستی د بیت الله مسود نژدې یاور حکیم الله مسود دی چې یو غښتلی قومندان دی، او د اورکزیو له قبایلي سیمې څخه عملیات کوي.

 د پاکستان د استخباراتي ادارې مقامات وایي، د پاکستان د تحریک طالبان ویاند مولوي عمر چې روانه میاشت نیول شوی دی، تایید کړې ده چې مسود د آګسټ په پنځمه د خپل خسر په کور کې د متحد ایالاتو د استخباراتي الوتکو په حمله کې وژل شوی دی.       

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 23 Aug 2009 او وخت 3:4 PM |

 

نیویارک ټایمز - اوس چې د اوباما په اداره كې دا بحث- چې څنګه افغانستان باثباته شي- پياوړى كېږي، خو يوه مهمه مسئله له ياده وځي او دا مسئله په افغانستان كې د پښتنو زياتېدونكې سياسي انزوا او بې برخې كېدل دي. دا د طالبانو څخه د پښتنو د ملاتړ اصلي لامل هم ګڼل كېږي. اوس په افغانستان كې د دولتي ارګانونو اصلي ځواك د تاجكانو په لاس كې وركړل شوى دى.

 له دې سره- سره چې تاجكان د افغانستان په سلو كې ۲۴ تشكيلوي، خو دوى د وسلوالو پوځونو، د اطلاعاتو او د پټو جاسوسي شبكو واك په خپلې ولكې كې نيولى دى، دا نابرابر ځواك د پښتنو په ورځني ژوندانه كې ګواښونه را منځ ته كوي، له دې كبله د راتلونكيو انتخاباتو نه مخكې د طالبانو د تبليغ مهمه برخه دا ده چې مارشال فهيم له كرزي سره ولاړ دى او فهيم د تاجكانو د ځواك يو سمبول ګڼل كېږي. د كرزي پخوانى د دفاع وزير فهيم او د ده ملېشه د طالبانو پر ضد وو او دۀ او د شمال د ائتلاف نورو ملېشو له امريكايانو سره د طالبانو د حكومت په نسكورولو كې مهمه ونډه واخيسته. د امريكايانو په مستقيمه مرسته د تاجكانو يوې كوچنۍ پوځي ډلې- چې د پنجشېريانو په نامه شهرت لري- مهمې امنيتي چارې اشغال كړې. واشنګټن د دې لپاره چې د كابل رژيم ته د پښتنو رنګ وركړى وي، حامد كرزى يې د رژيم مشر وټاكه، خو دى له سره پښتنو ونه مانه او دۀ ته يې په ملنډو سره د پنجشېرزي لقب وركړ.

 د پښتنو په منځ كې ويل كېږي چې امريكايان تاجكانو ته ډالر وركوي او پښتنو ته مرمۍ. ډالر هغه پيسې دي چې تاجكانو او د دوى د متحدينو نورو ملي اقليتونو ډلې يې په پرله پسې توګه له امريكا نه تر لاسه كوي. د مرستو په نامه پيسې هم د دوى جېبونو ته ځي او مرمۍ د امريكايانو هغه هوايي بمبارۍ او پوځي عمليات دي چې د افغانستان په جنوب او ختيځ كې د پښتنو په سيمو كې سر ته رسول كېږي. كرزى د دې لپاره چې د تاجكو له خوا د ځواكونو نصب بل ډول وښيي، ځينې پښتانه يې په مهمو چارو ګومارلي دي، خو دا پښتانه يواځې د څوكيو په نامه ناست دي او ريښتينى ځواك له تاجك سره پاتې شوى دى. د مثال په ډول كرزي، عبدالرحيم وردګ د دفاع وزير وټاكه، خو اصلي واك د لوى درستيز بسم الله تاجك دى او د وزارت اساسي كړۍ، نظامي اطلاعات او د ترياكو پر ضد ځواك ټول د تاجكانو سره پاتې شوى دى.

 د ملي امنيت د ادارې رئيس چې د ملكي او نظامي اطلاعاتي شبكې او مخفي پوليسو لارښوونه كوي، د شمال په ائتلاف پورې تړلى امرالله صالح دى. ښاغلي مايكل سمپل په كابل كې د اروپايي اتحاديې پخواني استازي ماته وويل چې امرالله صالح يو شمېر پښتانه د اطلاعاتو ولايتي رئيسان مقرر كړي دي، خو د اطلاعاتي شبكې اساسي كړۍ همدا اوس- اوس د شمال د ائتلاف د پښتنو ضد ډلو ټپلو په لاس كې دي. د اطلاعاتي شبكو جوړښت په اساسي ډول د شمال د ائتلاف په لاس كې پاتې شوى دى. دوى همدا راز د تعقيب، بندي كولو، شكنجو او داسې نورو چارې هم پر مخ بيايي.

د اوباما اداره هيله لري چې د افغان ملي اردو په پياوړي كولو به يوه ورځ له افغانستانه د وتلو تكل وكړي. دا اردو به بيا د شورشيانو پر ضد جګړه مخ په وړاندې بيايي. د امريكا د دفاع د وزارت (پنټاګون) يوې څېړونكې موسسې په وروستيو كې خبردارى وكړ چې دا ريښتيا ده چې د افغان ملي اردو اصلي قدرت د تاجكو په لاس كې دى، خو د قومي انډول سمبالول خورا ګران كار دى. د ملګرو ملتونو يوۀ مهم چارواكي وويل چې د دې اصلي علت دا دى چې د ملي اردو د عملياتي پوځونو په سلو كې (۷۰) قوماندانان تاجك دي او طالبان پښتانه نه پرېږدي چې اردو ته لاړ شي. دا هم ګواښونكې ده چې د تاجك پوځي واحدونه د پښتنو سيمو ته لاړ شي او دوى په پښتنو نه پوهېږي.

پښتنو پاچاهانو له ۱۷۴۷م كاله را په دې خوا په افغانستان كې  حكومت كړى دى. شاهي نظام په ۱۹۷۳م كې ړنګ شو. دا ښكاره خبره ده چې د پښتنو مشرانو غوښتل چې ظاهرشاه د افغانستان د موقتې ادارې د جمهوررئيس په توګه وټاكي. داسې فكرونه هم كېدل چې پخوانى پاچا دي په محدود قدرت كې پاتې شي او كرزى دې د هغه صدراعظم وي، خو تاجكانو دا پلان ونه مانه. له دې كبله د بوش ادارې زلمي خليلزاد ته دنده وركړه چي يوه چاره وكړي. د غونډې په ترڅ كې زلمي خليلزاد له ظاهرشاه سره د څلوېښتو دقيقو لپاره خبرې وكړې، چې وروسته بيا ظاهرشاه په خپله د ځان ټاكنه رد كړه. د خليلزاد خبرې خورا ترخې وې.

د پښتنو ناسيوناليزم د طالبانو ځواك نه دى پياوړى كړى. طالبان اسلامي جذباتو، فاسدو جنګسالارانو، د امريكايانو له اشغال څخه كركه او د پاكستان د جاسوسي دستګاه پټو هلو ځلو د دې كار اصلي لامل ګڼل كېږي، خو هغه څه چې په رواني ډول له طالبانو سره مرسته كوي هغه په كابل كې د تاجكانو د لاس بري سره د پښتنو ضديت دى، تر هغو پورې چې د پنجشېريانو غصب ته پاى ور نه كړ شي نه به د امريكا پيسې او نه انساني ځواك طالبان مات كړي.

 ياددښت:-

دا مقاله چې د امريكا په يوۀ مهم اخبار او مهمه پاڼه چې "Opinion" نومېږي، د يوۀ وتلي څېړونكي په قلم خپره شوې ده، ځينې مهم ټكي لري چې په لاندې ډول وړاندې كېږي.

 ۱- دا ليكنه هغه باور چې امريكايان په دې ښه پوهېږي چې دوى په لوى لاس په كابل كې سياسي ځواك يوې كوچنۍ او بازاري ډلې ته په لاس وركړى، زموږ په ذهنونو كې پياوړى كوي.

 دا يو ښكاره اعتراف دى. امريكايان اوس دې ستونځمنې مسئلې ته متوجه شوي دي چې ولې دوى ورځ په ورځ په پوځي ډګر كې شاته تګ كوي، خو چاره هم نه لري، ځكه اوس ډېر ناوخته شوى دى چې د شمال ائتلاف- چې د دوى د شر او فساد تورتم اوس هم د افغانانو په شعور كې پر ځاى پاتې دى- له منځه يوسي. ټوله لانجه په همدې كې ده، امريكايان په داسې يوۀ دام كې را ښكېل شوي دي چې په خپلو لاسونو يې جوړ كړى دى.

 ۲- د شمال د ائتلاف غاصبان په واقعيت كې نه د تاجكانو او نه د نورو ملي اقليتونو استازي دي. رمضان بشردوست چې افغانيت يې تر كرزي ډېر پياوړى دى ريښتيا وايي چې دوى ځانونه په تاجكو، هزارګانو او اوزبكو ور تړلى دى. دا د مفسدينو يوه افراطي او ناروغه ډله ده چې پيسو او قدرت لېوني كړي دي او د خپلې بقا لپاره تل د بهرنيو ځواكونو غلامۍ ته تيار دي. دوى پخوا روسانو، ايران او هند ته كار كاوه او اوس يې د روسيې غلامي په امريكايي غلامۍ اړولې ده. سبا به دوى بيا د چين او يا بل بهرني ځواك په تمه ناست وي. دوى حرفوي قاتلان او هېواد پلورونكي دي.

دا مقاله يو بل واقعيت پټوي او هغه دا دى چې امريكايانو روسان، ايرانيان، هندوان او حتى پنجابيان غلي كړي دي، ځكه د دوى ګوډاګيانو ته يې لاس برى منلى دى. روس، ايران، هند او پنجابيان كولاى شي د امريكايانو پوځي تلفات زيات كړي. دوى د امريكا د ځواك په محدوديت ښه پوهېږي. دوى پوهېږي چې امريكا را ګير شوې ده، ښايي د شمال ائتلاف غصب دوى ته د امريكايانو له خوا يوه لويه ډالۍ وي.

 ۳- دا مقاله په پاى كې امريكايانو ته خبردارى وركوي چې پنجشېريان (البته زما منظور ټول پنجشېريان نه دي، بلكې دغه شراچوونكي او د پرديو غلامان دي) نور نو د زغم وړ نه دي. كه څه هم په امريكا كې بهرنۍ پاليسي پنټاګون او سي آى اې جوړوي، خو مطبوعات هڅه كوي ټول خبر كړي چې څه بايد وشي. نيويارك ټايمز د امريكا تر ټولو مهم اخبار دى، دې ورځپاڼې پخوا هم د پنجشېر د مافيا او په كابل كې د كانګسترانو د حكومت تر سرليك لاندې نورې ليكنې هم كړې دي.

 ۴- مقاله دا ټكى هم په ډاګه كوي چې كه چېرې امريكايان په افغانستان كې ژور بدلون را نه ولي دوى به هم د روسانو په برخليك واوړي. په امريكا او انګليستان كې خلك د خپلو دولتونو پر ضد را پارېدلي دي. دوى پوهېږي چې افغانستان هغه ځاى نه دى او هيڅ وخت به هغه ځاى نه وي چې هلته څوك يوه فاسده او هېواد پلورونكې ډله په زور پر خلكو وتپي.

 بي بي سي وړمه ورځ وويل چې په انګليستان كې يوه د برونزو لوحه غلا شوه. دا لوحه د انګليستان په يوه تاريخي او يادګاري سيمه كې چې برومفيلد پارك نومېږي ځاى پر ځاى شوې وه. د لوحې پر مخ د انګرېزانو د هغو پوځيانو نومونه ليكل شوي وو او ليكل كېدل چې په افغانستان كې وژل شوي وو او يا وژل كېږي.

 د انګليستان يوۀ چارواكي ويلي دي چې دا غلا يو لوى شرم دى، غلۀ زموږ تاريخ وركوي. ظاهراً د لوحې غلا د برونزو لپاره ګڼل شوې، خو واقعيت څرګندوي چې دا د انګرېز د خلكو څرګندونه هم ده.

 ۵- د شمال د ائتلاف ملېشې چې د تېرو اتو كلونو په موده كې اصلي قدرت د امريكا- انګرېز په مستقيمه مرسته په واك كې لري، د امريكايانو د آشيل پونده ده. (آشيل په لرغوني يونان كې يو داسې اتل و چې نه ماتېدونكى ځواك يې درلود، خو يواځې په پونده كې وژل كېدۀ). دا د لعنت طوق امريكايان نه په غاړه ساتلاى شي او نه تر تېرېدلاى شي. امريكا- انګرېز په خپل لوى لاس د افغانانو په افغانستان كې خپلې بېځايه وينې او اوښكې تويوي. ما په پرله پسې توګه د امرالله صالح نوم په څو امريكايي او انګرېزي كتابونو كې ليدلى دى. په دغو كتابونو كې صالح او عبدالله عبدالله د سي آى اې ډېر پخوانى جواسيس ښودل شوى دى. په يوۀ كتاب كې په صالح ملنډې هم شوې دي. ليكوال وايي هغه وخت چې احمدشاه مسعود وژل شوى و، صالح په داسې حال كې چې ژړل يې سي آى اې ته ټليفون وكړ. د سي آى اې مشر وويل: "احمدشاه مسعود چېرته دى؟ " صالح ځواب وركړ: "هغه په يخچال كې دى". امريكايي وخندل او ملګرو ته يې وويل چې دا سړى د مرده خانې په نوم په انګليسي كې نه پوهېدۀ. د عبدالله په باب ويل شوي دي چې د انتخاباتو نه څو اوونۍ دمخه هغه زيات وخت په كابل كې د امريكا په سفارت كې تېراوه.

۶- په دې مقاله كې ادعا شوې ده چې پښتانه د افغانستان په سلو كې ۴۲ تشكيلوي. دا له غرضه ډكه او د سياسي موخو لپاره جوړه شوې ادعا ده. په دې باب د امريكا- انګرېز مطبوعاتو زيات درواغ ويلي دي. تر دوه كاله دمخه دوى د پښتنو نفوس د هېواد په سلو كې ۳۰ او ۳۵ ښوده، خو اوس يې يو څه ور زيات كړي دي. ځينې متعصبو امريكايي او انګرېزي پوهانو او ورځپاڼه ليكونكيو حتى دا ادعا هم وكړه چې افغانستان د اقليتونو هېواد دى.

 دا په داسې حال كې ده چې كه هر يو نړيوال دايرة المعارف او يا د مراجعې كتاب پرانيزو، نو د پښتنو نفوس په سلو كې ۶۰ – ۷۰ جوتوي.

 دا يو څرګند واقعيت دى چې د انګرېز او امريكا په مطبوعاتو كې د پښتنو په مقابل كې يو ښكاره نژادي توپير موجود دى، خو اوس دوى پوه شوي چې په افغانستان كې د خپلې خوښې حكومت حتى په نظامي زور هم نه شي ساتلاى. له همدې كبله دوى يو څه نرم شوي دي او دا مقاله د دې نوې پاليسۍ يوه څرګنده بېلګه ده.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 23 Aug 2009 او وخت 2:30 PM |
 دبريتانيوي ځواکونو وياند ريجارد سن  رسنيو ته وويل چې دوه سرتيري يې د هلمند ولايت سنگين ولسوالۍ په شمال کې هغه مهال ووژل شول چې سر تيري يې په سيمه کې په گزمه بوخت و او د سړک غاړې په ماين برابر شول او په ترڅ کې يې ياده پېښه رامنځ ته شوه.

خو د وسلوالو طالبانو يو تن وياند قاري يوسف احمدي بيا په پېښه کې د ٥ تنو سرتيرو د وژل کيدو ادعا کوي
ددغو دو سرتيرو په گډون په افغانستان کې د وژل شوو بريتانيوي سرتيرو شمېره ٢٠٦ تنو ته ورسيده.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 23 Aug 2009 او وخت 1:5 PM |


Powered By
BLOGFA.COM


ب- درسول الله صلى الله عليه وسلم اولادونه درسول الله صلى الله عليه وسلم داولادونو په شميره كي اختلاف دى خو په كوم روايت چې اتفاق راغلى په هغه كي درسول الله صلى الله عليه وسلم اولاد شپږ ښودل شوى ,دوه زامن او څلور لوڼي ,خو ابن اسحاق دطاهر او طيب په نامه هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه نور زامن ياد كړي دي . يو روايت لا داهم دى چې دسول الله صلى الله عليه وسلم څلور لوڼي او اته زامن وو . دااتفاقي خبره ده چې له ابراهيم نه پرته درسول الله صلى الله عليه وسلم نور ټول اولادونه له ام المؤمنين حضرت خديجې رضى الله عنها څخه زيږيدلي وو . قاسم درسول الله صلى الله عليه وسلم مشر زوي قاسم نوميده چې تر بعثت يوولس دوولس كاله وړاندي زيږيدلى وو ,او په كوچنيتوب كي وفات شوى دى ,قاسم ته په نسبت كولو سره درسول الله صلى الله عليه وسلم كنيت ابو القاسم وو او دا كنيت يې ډير خوښيده ,د(څه مهال لپاره يې )ددې كنيت له ښودلو څخه نور خلك راګرځولي وو . حضرت زينب رضي الله عنها درسول الله صلى الله عليه وسلم په لوڼو كې زينب مشره او تر بعثت لس كاله وړاندې زيږيدلې وه , حضرت زينب رضى الله عنها دخپل خاله زوی ابوالعاص ته واده شوې وه ,ابو العاص چې دبدر په جنګ كې بندي شو ژمنه ورڅخه واخستل شوه چې زينب به مدينې ته راولي او دژمني دتر سره كولو په موخه پريښودل شو هغه خپله ژمنه پوره كړه او زينب رضى الله عنها يې له خپل وروركنانه سره مدينې ته راواستوله په لار كې قريشو بريد ورباندې وكړاو هبار بن اسود په نيزه ووهله چې زينب رضى الله عنها په ځمكه ولويده چې دهمدې پيښي له امله يې حمل هم تاوان شو . دابو سفيان په منځګړيتوب دا جګړه پاي ته ورسيده او كنانه بالآخر زينب رضى الله عنها حضرت زيدرضى الله عنه ته چې په همدې موخه رسول الله صلى الله عليه وسلم را استولى ووپه لاره كي وسپارله اوهغه له ځانه سره مدينې ته بوتله . ابو العاص بيا په يوه سريه كې ونيول شو ,كله چې يې مدينې ته راوست نو حضرت زينب رضى الله عنها ورته پناه وركړه ,بيا مكې ته ولاړ خپل حسابونه يې خلاص كړل ,اسلام يې ومانه او بيرته مدينې ته راغى او دزينب رضى الله عنها نكاح بيا ورسره نوي شوه . حضرت زينب دهجرت په اتم كال وفات شوه حضرت سودې حضرت ام سلمې او حضرت ام ايمن رضى الله عنهن ورته غسل وركړ ,ددواړو نړيو سردار رسول الله صلى الله عليه وسلم يې دجنازې لمونځ اداكړ,او حضرت ابوالعاص رضى الله عنه قبر ته ورښكته كړه , حضرت زينب رضى الله عنها يو زوي علي او يوه لور امامه درلوده ,علي په ماشومتوب كي وفات شو خو په بل روايت په يرموك كي شهيد شو .له امامه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم خورا مينه درلوده آن تردې چې په لمانځه كي به يې په اوږو سپروله ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها تر وفات وروسته امامه حضرت علي رضى الله عنه ته په نكاح شوه , چې دحضرت علي رضى الله عنه له شهادته وروسته بيا امامه حضرت مغيره رضى الله عنه ته په نكاح شوه . په يوه روايت دامامه يو كوچنى ديحيي په نوم و خو بل روايت بيا وايي چې امامه اولادونه نه درلودل امامه دمغيره رضى الله عنه كره وفات شوه . انا لله وانا اليه راجعون . حضرت رقيه رضى الله عنها حضرت رقيه رضى الله عنها هم تر بعثت له مخه زيږيدلې وه ,لومړۍ نكاح يې دابو لهب له زوی عتبه سره شوې وه , درسول الله صلى الله عليه وسلم بله لور حضرت ام كلثوم رضى الله عنها هم دابو لهب نږور وه ,خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ددښمني له امله ابو لهب خپل دواړه زامن ددې بيبيانو طلاقولو ته اړايستل ,او همداسي وشول . حضرت رقيه رضى الله عنها وروسته حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,او ورسره يوځای يې حبشې ته هجرت وكړ , بيا مكې ته راغلل او مدينې ته مهاجر شول ,حضرت رقيه رضى الله عنها دبدر دغزا په مهال ناروغه او وفات شوه,ددې دناروغي له امله حضرت عثمان رضى الله عنه دبدر په غزا كي او دبدر دغزا له كبله رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې بي بي په جنازه كي ګډون ونه كړاي شواي . دحضرت رقيي رضى الله عنها په حبشه كي يو ماشوم زيږيدلى وو چې عبدالله نوميده او په شپږ كلنۍ كي وفات شو . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا . حضرت ام كلثوم رضى الله عنها حضرت ام كلثوم رضى الله عنها دحضرت رقيي رضى الله عنها تر وفات وروسته دهجرت په دؤيم كال حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,شپږ كاله وروسته دهجرت په نهم كال دشعبان په مياشت كي وفات شوه ,دجنازې لمونځ يې دپالونكي څښتن محبوب حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ادا كړ ,حضرت علي رضى الله عنه ,حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او اسامه رضى الله عنه قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون . دجنتي ښځو سرداره حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها حضرت فاطمة الزهر رضى الله عنها تربعثت وړاندي زيږيدلي او دهجرت په دوهم كال حضرت علي رضى الله عنه ته ورواده شوه ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها لپاره حضرت علي رضى الله عنه خپله زغره په 480 درهمه خرڅه كړه او هغه پيسې يې درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته راوړې رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضى الله عنه ته امر وكړ تر خوشبويي راوړي بيا نكاح سره وتړله شوه . دواده په ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت فاطمې رضى الله عنها ته يو كټ ,يوه بستره ,يوڅادر ,دوه ميچني او يو مشك وركړل . تر واده وروسته حضرت علي رضى الله عنه او حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها له نبوي حرم څخه دباندې په يوه ګوښه كوركې اوسيدل . دحضرت فاطمې رضى الله عنها پنځه ماشومان شوي : حسن ,حسين ,محسن ,ام كلثوم او زينب ,محسن په وړوكتوب كي وفات شو . دجنتي ښځو نوموړې سرداره دنهه ويشتو كلونو په عمر دهجرت په يوولسم كال دروژې په مياشت كې درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات شپږ مياشتي وروسته وفات شوه .دحضرت فاطمې رضى الله عنها دوفات خبر رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپل وفات په مهال داسي وركړى وو ((په ما پسي به ته ژرراشې)) . انالله وانا اليه راجعون . ابراهيم درسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى زوى ابراهيم دى ,دهجرت په اتم كال د ذى الحجې په مياشت كې زيږيدلى ,حضرت ماريه قبطيه رضى الله عنها به په عاليه نومې ځای كې اوسيدله ابراهيم هم هلته زيږيدلى خلكو به وروسته هغه ځای د ( ابراهيم مشربه) بلله . په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې دابراهيم زيرى ابو رافع وكړ,په زيري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته يو مريي وركړ .رسول الله صلى الله عليه وسلم په اوومه ورځ دابراهيم عقيقه وكړه ,دده دويښتانو په كچ سپين زر يې خيرات كړل ,او نوم يې ورباندي ابراهيم كيښود . دابراهيم لومړۍ دايه دحضرت ابو رافع ميرمن بي بي سلمى وه , بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم نوموړى ام سيف ته وسپاره چې دمدينې په شاو خوا كي اوسيدله , رسول الله صلى الله عليه وسلم به دام سيف كورته دابراهيم دليدو لپاره ورتلو ,هغه به يې په غيږ كي نيولو مينه به يې ورسره كوله او ښكلولوبه يې . ابراهيم دام سيف په كور كي وفات شو ,دوفات په مهال د دوو مياشتو او لسو ورځو وو ,دزنكدن په مهال يې رسول الله صلى الله عليه وسلم څنګ ته ناست وو ,دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا AFGHAN ENGINEERING AND DESINING CENTER JALALABAD AFGHANISTAN تــورغـــرهـــرډول تجارتي خبرتياوي خپروي تاسي کولاي شي خپلي خبرتياوي په وړبيه دتورغــر ويبپاڼي له لياري خپري کړي . Tbc.email@yahoo.com